دادچا اختردی؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور
دروژې اوه ويشتمه

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی داپه چاباندي اختردی خداي خبردی
استاد پژواک
موږاختر نلرو

داماشوم به کوم اختر ولري ؟




داماشوم چي خوله ئي دخنداپر ځاي له ژړاډکه، اومورئي دغم پر پېڅول ناسته ده،دغه تاسو داختر بولی؟

په غمونواوخواريو،ګړېدنواوژړاووکښي دتوروشپوسبا کوونکو،زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو،خويندو اوميندو!
پدې ښه پوهېږم چي موږ اوتاسو ټول يوځاي دپردوپلاس اولمسون لگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو .که په افغانستان کشي يوداسلام اوياددوکراسی دټينگېدودشعارترنامه لاندي زورېږو،وژل کېږواوکورونه موپه کنډوالوبدلېږي .اوکه په بهرکي اوسويوه لحظه له خپل هيواد، هيوادوالو اوخپلوانوه هکله ځان ارام نه احساسوو،دټکې په لوېدوسره په بهرکي ميشت افغان فکرکوي چي داټکه خداي مکړه زماپر کورنه وي لوېدلې . سره لدې چي هغه دښاغلي ليوال صاحب خبره اوس که موږ (( د وژنو، ورانیو او بدو پېښو پرله پسې خبرونو، تکرار او ډېرېدل موږ افغانانو په دوو معافیتونو واړولو چې اوس را باندې اغیز نه کوي؛ یو داچې د قتلونودخبرونوپه اوریدو مو عواطف ټکان نه ویني اونه خپه کېږو، اوبله دا چې دغه جنایت په موږ کې عمومیت پیدا کړی دی او جګړه ماراو جنایتکاران ډاډه شوي، ...)) خوددې ټول معافيت سره بياهم تراوسه لاشکردی پدې زورېږوچي ولې زموږ اولس له ددواړو خواوونه په يوه اوبل نامه له خداي ورکړې نعمت (ژوند)څخه دځانمرگی بريدونواوياهوايي غونډاروپه پايلوکي محروميږې .
دانږدې اته کاله کېږي چي دپاکستان اويو شمير نورو گاونډيانوداستخباراتي شبکواوبنسټپالوسياسي ډلوپه لمسونله يوې خوا اودبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرېواوخودغرضيوړندوپوځی عملياتو په پايله کښي له بلې خواهره ورځ دافغان پر کور دوير توره کمبله غوړېدلې وی .
يوازي دروژې په مبارکه مياشت کي داسلام پلوو اودموکراسي پلوو لخواتر ((۳۷۰ )) زياتو کورونوته دماشوم ،زلمي ،مور،خور،پلار،کاکا،يانيکه اويا اناجنازه کورته وړل سوېده .

دنړۍ پر مخ بل داسې هيواد او ولس نشته چې پداسې بې رحمانه ډول دی دبهرنيانواوخپلو تاريخي دښمنانو دگټو قربانی وي، همدا افغان غيرتي ملت دی چې دغه ظلم او تېري ته يې اوږه ورکړې او ملا يې نه ماتېږي، هره ورځ د زړه ټوټه د روښانه راتلونکی په اميد دلاسه ورکوي،دهغه جنازه پر اوږودابدي کورپه لور وړي .
افسوس چې دايو دېرش کلنه توره شپه تراوسه لاسهار نشوه!!!
خدای پوهېږي چې دا دومره اوږده، زړه بوږنوونکې او دردونکې شپه به کله د انسانيت اوحقانيت د لمر دوړانگوپه راڅرگندېدوسره روښانه کړي . نه پوهېږم چي کله به ددې بدمرغيو،خواريو اونااميديو تور ټغر دافغان ولس له غولي نه ټول شي؟
بلې غيرتي موري!
ستامقام تر هرچا اوچت دی .
دټولوغمونوسرۀ چې ستاملايي کړوپه کړيده تربل هرچاستاسره دزړه خواله اوغم شريکي ډيره ښه کېږي .
غمځپلي اوکړېدلي مورې! اوس ليوني هم پدې پوهيږي چې ستا په سترگوکښي نوراوښکی نوري وچې شوی دي ،دريابونه خوتري جوړ شول، داچي ددې اوښکو سيلاب به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله مکاردښمن لاهوکړې نه پوهېږم ،يو خداي پرې خبردی .پدې هکله چې هرڅومره فکر کوم عقل مي عاجزپاته شي!
په ټول نړۍ کښي ستا دبې وزلوبچو چيغي اونارې دعرش عظيم ترمناروورسېدلې ،خوهلته او دلته دټولو غوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې ،ستااوستادبچو چيغوځمکې اوآسمانونه په لړزه راوستل، ولې ستااو ستا دخاوري دکرغېړن اوناولي د ښمنان يې له ځايه ونه ښورول . نه پوهېږم چې دلته ولې داچيغې اوکوکاري دلوي څښتن په دربارکي دومره بې تاثيره اولاجوابه پاته دی ؟
ادې جاني!
زورېدلې اوپر ملاکړوپ پلاره ،پرېښانه اوحيران پاته وروره ،گرانې اوپتمنې خور !
ممکن دليل يې داوي چي ستاځيني نا فهمه اونااهله بچي ياورونه سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړلېدلي خيمې موږی په خپلو لاسونو باسی،دپردوغلامي کوي،داغلام هغه ليوني ته ورته دی چې ټول په سرو سترگودغم پر کمبله ناست،اوژاړې،خو دۍ ورته خاندي ، وايي (( ديوانه زنده خوش است ))،دم غنيمت است .
له غرضونو اومرضونونه ډک بهرنیان خو به هر څه کوي نوموږ ولې د دوی د لاس ګوډاګیان اونکران سو؟
لږ تر لږه له ۳۱کالو را په دې خوا ټول له يوه سره هر ځاي له دغو ناخوالو اوبدمرغيونه سرټکوي،يوئي پر ځانو يعني موږ اوتاسو تاونوي ،وايي دا زمور گناه ده ،بل ئي پر بېگانه اوزيات ئې زماپه گډون پر نږدې اوليري گاونډيانو ياپرهغوچي زموږ په هيوادکي ئې گټي نغښتي دي تاوانه وو،خوداهم دارښتياده چي موږ خپله د خارجیانو د لاس آله یواوهغوي موتل دخپلو گټو اوموخولپاره دخپل هيواد اوهيوادوال پر خلاف داسي استعمالوي ته به وايي دپېړۍ دښمني ورسره لري . له بدمرغه زموږ دزيات شمير سياستوالو دولتي چارواکولپاره ملي گټي ،دهغوي ساتنه يوازي دشعاربنه لري ،دچاني ډيروکونيوگټوپه مقابل کي هر حه قربانوي ،هغه متل دی وايي : ((ديو شپږې لپاره درست پوستين ه اورکي اچوي .))
رښتياخوداده چي هر ملت دخپل برخلیک د ټاکلوپه اړوندځانگړې مسؤليتونه لري دهمدې علمي اصل پر بنياد بايد داومنوچي زمو ملت اوپه ځانگړې توگه هغه سياسي اوټولنيز قوتونه ،سازمانونه اوشخصيتونه ملامت دي کوم چي پدې هکله معين مسؤليتونه لري اوددغو اخلاقي مسولتونوڅخه ځان نسې خلاصولاي ،دځکه چي زمور دولس گوڅ اکثريت وگړې نالوستي اونالوستي کېداي دلوستونکواوهغولخواچي په اصطلاح سياست اودولتداری کي گوتې وهي په ډيره اسانۍ ولوبېږي .
تاريخ شاهددی چي زموږ په هيوادکي دعام ولس پر خبروچا غوږنه دی گرولی اونه ئې اورېدلي دي ،په همدې خاطردولتي واکدارانواودهغوي پلويانوعام ولس له تعليم اوتحصيل نه ه يوه اوبل نامه ليري ساتلۍ ،همدا دليل دی کله چي دجهاد خبره مطرح سي نوله بدمرغه لومړنۍ جهاد دښونځۍ اوښوونې دمرکزونوله ورانېدونهرا پيل سي .



یوازي ویښ،بيدار اواگاه ولسونه کولای شي دسالم مشرتوب ټاکلواوروښانه راتلونکي لپاره لار پرانيزي، ځکه خومي وويل چي له دې ناورين څخه دخلاصون لپاره زموږ دټولنې ژمن روښنفکران، سياسي ګوندونه، مدني اوفرهنگي ټولنې،علمي اوسياسي شخصيتونه،ډله ايزه رسنۍ،دولتي سازمانونه اوانستيتيوتونه ملي دنده او مسؤلیت لري چې هيوادته د دغه ورپېښ ناورين څخه دخلاصون لاره ولټوي .مگر متاسفانه اوپه ډير افسوس چي داټول نهادونه اوټولنزبنسټونه تر يوه بريده زموږ دولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانودگټو دساتلو دوني تر سيوري لاندي شپې سباه کوي ،وطن ئي داورپه لموکښي سوځي اوداښاغلي بيادم غنيمت بولي .





درنې مورې !
که ستادبچوپه عوض بل هرولس وايي هلته به پرهرکور اوکنډواله ټول کال دماتم توري جنډي رپېدلاي،هلته به داخترونو اوجشنوخبره دهيچاپرخوله نه راتلاي .
په رښتياسره خوستاله کوره خندا،خوښيواوښاديولاډير پخوا کډه کړېده، اوس له ډاره څوک ودونوته نشي تلاي اوجنازې نشې ښخولاي،ځکه هرلوري ،لوي او واړه داپوښتنه کوي : کوم اختر؟
دچااختر؟
ستاله کوره خو يوازي دژړاساندی راوزی ،،ستاله کوره هره ورځ په لس گونونازولی اودگلاب پشان ښکلي زلمی اوپېغلی دتياره گورپه په لوردرومی،نورستاله کوراوکلې نه نور دورااوبابولالوسندري نه اورېدل کېږي ، ستانازولی بچی دلوږی کله دسوځوونکی لمراوکله بيادزورونکی يخنۍ نه رپېږی اوفريادکوي،ستا نازولی دناروغۍ پر بسترپروت دي درمل اوډاکترپه خوب وينی .
کلي کورونه خودي يوپه بل پسي دزبر ځواکواودولتي قدرت پر سردسيالانودپوځونولخوا دتروريستانو دترټلواوهغوی دجرړودايستلوپه نامه ورانېږي،باغونه چې څه موده وړاندي زرغونه شوی وه ،خلکوئې ميوې ته هوس اوانتظار درلود بېله دېنه چې غنچې ئې گل شی دادی بيارژېږي !
ورته وگوره ،ايا داسي نه ده ؟
بلې همداسي ده!
په ويالوکې بياروانی اوبه اوچېږي ،وچکالي نه ده ،خوميراو او بزگر نسته چې هرڅه سمبال کړی ،دانسته ها ،نسته ،هرې خوادغمونواوحشت تورهتياره حکم چلوي ،دلمر روښانه وړانگي ئې ترخپلو ظالمانه اوله وحشت نه ډکې فضادتاريکی ترسيوري لاندي ساتلي دي ،دمځکې له مخ نه يوازي دجگړې اوانسان وژنې توري لوگي اوچيغې پورته کېږې ،خداي دې خيرکړی چې بيابه څه پېښېږی ؟
اوددې لعنتي اورلمبې به دکوم رحماني باران په اورېدوسره دابدلپاره خاموشېږ ي ،اودلمر زرينې وړانگې به دالاهي لطف اومرحمت په برکت اوزموږ دزو ريدلې ولس دهوښياری په پايله کښي دهر غمجن زړه دانساني محبت اوخواخوږی په شعاووتود اوروښانه کړي .
مورې!
ادې جاني!
په يوه سبب خوهغوي (دابهرنيان دريادوم)هم ملامت ندي،موږ ورته وويل راشئ اوزموږ هغه کورچې څه موده پخوا مودپردوپه هڅونه خپله ورانکړ ،راسره جوړکړئ ،په موږ ئي خراب کړ،اوسئې دجوړېدو اميدځيني لرو .
داموږ پخپله ددې لپاره شرايط برابرکړه چې اوس دوي زموږ پرکوراوکمبله موږ ته دهرډول لار ښودنې حق ځانته ورکوي . پدې باور لرم اوراسره قانع شه،که ستابچو ته خپل کور،کهول اووطن گران واي،داحساساتواوبې ځايه غرورنه ئې کارنه اخيستلاي ،ديوه اوبل ملامتی ،بېځايه اوبې گټې تورونو،اختلافونواودښمنيوته ئې ملانه واي تړلې،لکه دنړئ دنورو ملکونوخلک ،دهرې خبري اوهرکارپه هکله ئي فکر،يودبل سره مشوره کولاي ،يود بل مشورو،وړانديزونواوغوښتنوته ئې غوږنيولاي ،دوست اودښمن ئي پېژندلاي ،اودومره ساده اونالوستی نه واي چي اوس هرکس اوناکس ، هرځاي اوهر چيري چې وی هرڅه پرې کولاي شي . که زموږ ولس داسلام دسياسي سوداگرودسوداگريوقرباني نه واي اوداسلام په نامه ئې داسلام پرخلاف کارونوته نه هڅولاي،يادپرمختللې نړی دبېځايه اوغير عملي شعارونوقرباني نه واي ،نو اوس به داحالت اوداناورين زموږدکورمېلمه نه واي . دنړۍ دنوروهيوادودخلکوپه شان به دهوسااوبسياژوند خاوندان واي .
موږ په خوله وايو وطن راته گران دی خودوطن دښمن مودلږ ولگښتونوپه مقابل کې داسي ورانۍ ته هڅوی چې جوړيدل يې بياناشونی کار وی . ولې موږخيرات خور اوتل دبل ورحم اومرستوته سترگی پلار اوسو؟
ولې زموږوطن پردي راته جوړکړي ؟ پدې پوهېږوچې پردی ئې دخداي په جات نه راته جوړوي . ولې موږپخپلو کې دپخلاينې روحيه نلرو؟ اودپردېولوموته پام نه کوو؟ اوداسي په سلهاوو ولې . .. ولې ؟ . . ولي .... ؟ زموږئې جواب زده دی ،خو له بدمرغه نه پوهېږم چې ولي ئې پرخوله نشو راوړاي .دادچاپه سحراوجادوکښې ښکېل پاته يو؟؟؟
زورېدلې هيوادواله!
موږدلته په اروپا،امريکا،اودنړی په نوروهيوادوکښي اوتاسو هلته به نړېدلي اوکنډواله افغانستان کې،دواړه کوم اختر لرو؟ دکوم اختر مبارکي يو اوبل ته سره وايو؟
موږ هم دعراق اوفلسطين دخلکوپه څيرهره ورځ دځان مرگی بريدونواوچاوديدونکوتوکواوهوایی غونډاروپه پايلو کښي په وينو لړلی هډوکي اودغوښو ټوټې راټولوو،نوداخو،خوښۍ ته نه پاته کيږي ؟ اونه موږ دنړۍ دنوروخلکوپه څيررښتيانۍ اختر لرو! زمور زړونه خوله فولادونه دي جوړسوي ،که په يوه لوې ځنگله کښې دومره حيوانان مړه سوې واي اوس به له همدغه ځنگله څخه دحيوانانواوازونو اوکوکارودنړۍ دټولواسېدونکو غوږ ونه کاڼه کړې واي .مگر افسوس اوسل ځله افسوس چي زموږپه چېغواونارودچاغوړونه نکړېږي ،اوياکله ناکله په مور کي چيني کسان اوډلې ددې ټولوناخوالواوغمونوپه وړاندي بې تفاوته پاته وي ،ته به وايه پدې وطن کي هيڅ نه ده پېښه سوې .
نوپردې ټولوسربېره بياهم راته داخترمباره کي وايي؟ لکه په زړه چي مې په زهرولړلۍخنجر منډي .
زه فکر کوم يووازي ه ((جنتري)) کي ددې ورځې د ليکلو موخه به داوس لپاره داوي چي يوخومذهبي اړخ لري اوبل داچي پدې غمونوکښي دراتلونکي نسل نه هرڅه هيراوبې خبره پاته نسي .
اوس اوس داورځ ياورځې زموږ دولس لپاره هيڅ دخوښۍ بڼه نلري بلکې پدې ورځ يوځل بيادکورنيوغمونه دفاتحې ددعاپه اوريدوتازه کېږي . نوڅنگه اوپه کوم منطق داووايوچي افغان ولس اختر لري ،موږ اختر نلرو ،کوم اختر ؟دچا اختر ؟؟؟؟؟
اوس نوراته ووايه !
اياداسي کوردرمعلوم دی؟ چې زړه يې دمرگ غشی نه وي زخمي کړۍ ؟ ايادداسي کور پته لري چي هلته څوک وخاندي ؟ ستااويازماپه لېدوئي په سترگوکښي دغم داوښکوډنډونه جوړنشي؟
داسي کورشته چي هلته دفاتحې اوغم کمبله اواره نه وي ؟ فکرکوم نشته .
نو اختر خو په فاتحو تيرشو ؟
بلې!
زموږ ولس اختر نلري .
دادنورواختر دی
دا دنازولواختر دی
دادليونواختردی
دادبې خبرو اوبې احساسواختردی
دادهغواختردی چي انسان او انسانيت ورته هيڅ ارزښت ونلري .
افغانستان په وسرو وينوکښي لامبي ،اودوي ورته وايي داختر دي مبارک سه ،دکوم اختر؟
موږ اختر نلرو،کوم اختر ،دچااختر
ترډيره به زموږپه کورکې دمبارک دېشه ږغ وانه اورېدل شی .
ترډيره به زموږ پېغلې لاسونه په نکرځو سره نکړی ، اوزلمی به موداخترپه جاموسنگارنشي .
زموږ نه خوښيواواخترونوډير پخوااودډيرې مودې لپاره مخ اړولی اوکډه ئې کړېده، دراتلوپه انتظارموداډير وخت سترگي په لار وچې پاته سوې .
فکرکوم له ازله زموږ دولس په برخه همدا غمونه اوژړاده!
نه پوهېږم دکومې گناه اوخطاله مخې څښتن تعلا پردې ولس دخوښيودلوريېنې اوپيرزوينې څخه ډډه کړې ده؟
په اختراوښاديوکښې هم زموږ دکور دړه دغم اومرگ جارچيان راټکوي .
عزرائيل زموږنه دروح په وړلوستړئ شو،خوزموږ زړونه اوسترگی دغم داوښکوپه تويدوستړي نشوې .
افغان مېړنو!
رابيدارشۍ! دکورپه نس کښې مو دادی اوس پاکستان مينونه ښخوی اوياپه اغزن ديوال زموږکور وېشی!
بل دې دجوړيدوپه نامه ورانه وی ،وايي نوی کوردرجوړوم .خوکورونه په گوربدل شول اوښارونه په هديرو.
ايراني اخوندان ،داداسلام دروغجن ټېکداران ،دادافغاولس تاريخې دښمنان ،داستا دکلتور ،تاريخ ،فرهنگ،ژبې اوبسياژوندمختورسيالان په خپلو سترگو گوری چې يوځل مووطن پرېښېدوته اړباسي؟ اوبل ځل مودرموپشان له خپلی خاوري شړی . دادی دايراني اخوند انوانصاف ؟ دادئ ددوي اسلامي اخوت؟ ښه ورته ځير شه ،اوپدې کښې هم فکر وکړه ،چې ولې داسي درسره کوي .

دابه موهم اورېدلئ وي چي له آمريکاسره زما اوستاپه خاوره کې دښمنئ ته ځان جوړوي ؟
په ږيره اولنگوټه ئې مه ختاوزه ؛داداسلام په نامه په نړئ کې ترټولومشهور سياسي تاجردی .
له پاکستان اوايران څخه دابايد زده شی چي ددوي هغه شيخان اواخوندان چې زما اوستاپه زلموپسې بمونه تړي اودجنت ددروازو کلې ورکوي ،خوخپل هيواد دعلم اوتخنيک څخه په گټه اخيستوجوړوي ،دنړئ سره ئې داټومی وسلوپر سر سيالی راپيل کړې ؛خوموږته وایی وطن په جهاداوځان وژنه ابا دېږي،ښوونځۍ سوځوه اوراکټونه اوروه . داده ،موږته دپاکستاني اوايراني جنرالانو،کرنيلانو،اخوندانواوشيخانود اخترونوډالۍ اولارښودنه .
دا بايد هير نکړی! تر ډيره بريده همدا پاکستان او ايرن وچې زموږ په خاوره کښي يې دپخوانی شوروي او اوس ئې دامريکا يي او اروپايي هيوادودپوځی شتون امکانات برابر کړل ،داددوي لاس وهنې اوزموږ ساده توب وو چي اوس موږ له دواړونه يوشان سرټکوو .موږ اوتاسو ته هغه دپاڼ اوپړانگ مسله راپېښه ده ، دفراراوځان ساتنې لاره رانه ورکه ده .
اي هيوادواله، فکروکړه!
رابيدارشه ،پام وکړه شاوخواوگوره ،نوروته ځېرشه . هغوي څه کوی اوته په څهاخته يې.
اې چارواکو !
اې بهرنيانو!
اې طالبانواونوروددولت مخالفينو يادقدرت ليوالو! په زورکلې نه کيږي ،په زور قدرت ترلاسه کول دايمي نه وی ،بله لار غوره کړئ ،هغه لار چې داکړېدلۍ ولس له دغه حالت نه نجات ومومي؛له هوانه يې بهرنيان په راکټواوبمنو ولی اوپر مځکه نه يې ستادهيوادبې پاسه گاونډيان ستاپوسيله په ځان مرگې بريدواوماينو وژنې .
رابيدارشه ،دټوپک پر ځاي قلم اوکتاب ،دجگړې پر ځاي سياسي معقولي او اخلاقي سيالی ته مخه کړه .
اخير داخو هم انسان دئ !
داخوستا وطنداردی ،چي ته ئې وژنې .
که افغان ئې نوددوي په غم ته زورېږې اوخوارېږې .
دولتي واک ته درسېدوپرسرجنگونواوبې ځايه سياليواودعاموخلکوله لوبولونه ډډه وکړی ،تعقل اوگرېوان ته سرټيټ کړی .
زه داوښکونه پډکوسترگودلوي خداي دربارته لاس پورته کوم اوپدې دعايي پاي ته رسوم .
اي لويه څښتنه !
ته ولي پرموږ دومره په قهر اوغضب يې ؟ولې زموږ سره دومره ظلم کوي ؟ او ولې دخپلو ظالموبنده گانو په څير دافغان اواز چې دا يوديرش کاله چيغي اوناري وهې نه اورې ؟
دا ولې ؟
افغان ولس هم ستا بنده گان دی ،پرهغوي رحم وکړه ؛که يې لانورهم وزوروې ،گوره لويه خدايه ! که يې دصبرکاسه ډکه شوه، نودنوح عليه سلام دوخت طوفان به ځينې جوړ شي ،دنيا به غرقه اودقدرتونوماڼۍ به يوپه بل پسي ړنگي کړې .
ددې زورېدلي مور اوبې پلاره ماشوم اوازواوره!
پر افغان ولس رحم وکړه .
ترگناهونو راتير شه !
که دي تر اوسه له چانه مور اوچانه پلار اخيستۍ ،يادي موراوپلارله ماشوم نه محروم کړي ،پردې ماشومانو،دوچوشونډواودغم په اوښکودسروسترگوپرخاوندانونور دخوښيو اواخترونولورېينه وکړه .
پدې هيله اواميد چې يوه ورځ زموږ ماشوم ،مور ،خور ،لور اوپلار هم اختر ولري . ومن الله التوفيق