په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکز اعلاميه داټول دڅه لپاره اوگټه ئې څه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور


سوېډن – مالمو
د۲۰۰۷دسپتمبر۳۰مه
دبينوا اوټول افغان ويب پاڼوپر تندی نن بيايوخواشينونکی خبرخپورشو.
په خبر کښي راغلي چې په سوات کې دبوداستره مجسمه په دويم ځل په بمونو الوځول شوې چې له لامله يې دغې تاريخي مجسمې ته دپام وړ زيان اوښتی . ددې خبرپه اورېدوسره په رښتياسره زيات خواشيني شوو.
داکار څوکاله پخواپه افغانستان کښي ترسره شو،چې له افغانانو نيولې ټولی نړی ورباندي لعنت ووايه . موږپدې پوره باورلروچې پدې کارسره داځل هم دافغانانودتاريخ اوفرهنگی وياړنودښمنان په يوفير دوې نښي ولی ،يوداچي زموږولس دخپلوتاريخي وياړنوله بېلگواواثارونه محرموي اوبل داچې يوځل بيادپښتنوپه مقابل کښې دنړيوالونفرت راپاره وی . دبودا دغه مجسمه په سيمه کښې دبودايي دورې دعظمت اوتمدن لويه بېلگه ده ،ددې مجسمې تاريخې اوفرهنگی ارزښت دافغانانودتاريخي وياړنواوفرهنگي بېلگودښمنانوته پوره څرگندي دي ،ځکه غواړي دامجسمه له بېخه ورکه کړي .
دسوات اوټولي سيمې درنواوسېدونکو!
تاسودامه هيروی ،کله چې په افغانستان کې زموږدهيوادفرهنگي اوتاريخي وياړنو دښمنانو دباميانو مجسمې والوزولې موږټول له يوه سره څومره خفه شوو.اودي کارته موڅومره دنفرت اوکرکي په سترگه وکتل ، چې تر اوسه لاهم زموږدماشوم قهره ندئ کښته شوی لوياخوپر خپل ځاي پرېږدی . تاسوولي ددې لعنتي اوکرغېړن عمل ننداره کوی؟ .هرڅوک په هرنامه چې داکارکوي پدې بايد پوه ياست چې داستاسواوستاسوپه سيمه کښي دتاريخي وياړنودښمن دي ،غواړي پدې ډول ستاسوسره خپله دښمنی ترسره کړي .
ټول پدې بايد پوه وی چې داولسونودتاريخي اوپخوانيوشتمنيوسره دښمني په حقيقت کښي دهغه ولس د لرغونووياړونواوملی شتمنی يوسره ددښمنۍ بهترينه اوانکارنه کېدونکې بېلگه ده .ولسونه مکلفيت لري خپل داډول وياړني اوفرهنگی شتمنئ له خرابيو اوورانيوڅخه وساتي .
په سوېډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه په سوات اوټوله سيمه کښي دقومونوله مشرانوسياسي گوندونواوټو لودوستانونه هيله کوی چې دسوات دمنگورې په سيمه کښي دبودامجسمې ساتل پرخپله غاړه واخلی . دبشري تاريخ اوتمدن دښمنانوته موقع ورنکړی چې په يوه اويابل نامه دا مجسمې وراني اوخپلي کرغېړنې موخي ترسره کړي . هره مجسمه اوهر تاريخي اثر ستاسو،دسيمي اونړی فرهنگی ميراث اوترټولوستره بډایی ده . يو ولس هلته خواردی چې تاريخي رېښې ئي ځيني ورکي شي .ستااودسيمي دبشري تمدن دبهير دښمنان غواړي تاسوله دې نعمت اودستاويز نه بې برخې کړي . هوښيار اوسی دخپلو تاريخي وياړنو،لرغونواثاروڅخه داسي دفاع وکړي لکه دخپل کوراوټاټوبی نه .
ترکومه ځايه چې موږمعلومات ترلاسه کړتر اوسه لادامجسمه په بشپړه توګه نه ده خرابه شوې خوزيات زيانورسېدلی دی او پدغه سيمه کښې يو شمېر نورې مجسمې اولرغونی آثارهم شته،کېداي شی هغه هم ددې لوټماروددښمنۍ قربانی شی . په دمدې دليل موږدپاکستان دحکومت ،سياسي گوندونو،قومی مشرانو،يونسکونړيوال سازمان اونورونړيوالوسازمانوڅخه چې دبشري ټولنې دتاريخي اوفرهنگی اثارواوابداتوله ساتنې سره علاقه لري غوښتنه کووچې پدغه سيمه کي دموجودواثارواوابداتودساتني لپاره جدي اقدام وکړی .
په سيمه کښي ددغه ډول تاريخي اثارو(ابداتو،مجسمواونروتوکو)ساتل دپاکستان دحکومت داړونده ارگانورسمي دنده بولو. ديونسکوله نړيوال سازمان څخه غوښتنه لروترڅودپاکستان پرحکومت فشار راوړي چې دپېښې عاملين گرفتاراودخپل ناوړه اوغيرانسانی عمل په سزاورسيږي .

دافغانانوعلمی اوفرهنگي مرکز مشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور