کجوري يا خرما د نظر سنجونې وسیله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

خبر:( اهلبېت پښتو اکېډيمی ) پېښور

په مصر کښې تر ټولو غوره کجورې (( نصرالله )) او تر ټولو خرابې کجورې (( جارج بوش )) نوميږی
د لبنان د حزب الله د مشر سيد حسن نصرالله نوم د دويم کال لپاره هم په مصر کښې تر ټولو په غوره کجورو (خرما) باندې اېښودے شوے او د امريکې د ولسمشر جارج بوش نوم تر ټولو په خرابو کجورو باندې اېښودے شوے دے.
د مصر يوې مشتری مېرمن وويل د دې باوجود چې د يو کېلو سيد نصرالله خرماؤ بيه 2/5 ډالر ده خلک دغه ډول کجورې ښه په شوق سره اخلی ځکه چې خلک د حزب الله له مشر سره مينه کوی او په هر روژه ماتی کښې د هرې کجورې په خوړو سره د هغۀ د برياليتوب لپاره دعا کوی. دغې ښځې زياته کړه د بوش نومې د هر کېلو کجورو بيه نيم ډالر ده خو څوک يې نۀ اخلی او ما ته کۀ څوک هسې وياړه هم دغه کجورې راکوی نو نۀ يې غواړم.
د نصرالله نومې کجورې د مصر تر ټولو غوره کجورې دی او اخېستونکی يې په تېره بيا د روژې په مبارکه مياشت کښې ډېر زيات دی په داسې حال کښې چې د بوش نومې کجورې په مصر کښې په خاصه توګه په قاهره کښې ډېر کم مشتری لری. په مصر کښې دا نوم اېښودنه په دغه هېواد کښې له سيد حسن نصرالله سره د خلکو د مينې او عشق او له امريکې او د جارج بوش له سياستونو څخه د خلکو د کرکې ښودنه کوی .
(( محمد )) نومې سړے چې د مصر د کجورو يو مشهور سوداګر دے وائی: د مصر د ډېرو ښو کجورو د سيد حسن نصرالله د نوم اېښودو دا اقدام د بېت المقدس د غاصب صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د لبنان د حزب الله د مقاومت او مېړانې د قدرونې او د حزب الله د مشر سيد حسن نصرالله په وجه د عربو د تللی عزت او کرامت د بيا ستنيدو په خاطر عملی شوے دے.
د ټولنيزو مسائلو کارپېژاندی وائی د مصر په شمول په عربو هېوادونو کښې د څيزونو د نومونو اېښودلو رواج په تېره بيا د روژې په مبارکه مياشت کښې يو عربی فرهنګ او کلتور ګڼل کيږی او له دې کار څخه د نړيوال سياست په وړاندې د عربو نړۍ د خلکو دريځ نيونه څرګنديږی.
خبر:( اهلبېت پښتو اکېډيمی ) پېښور