د مولانا حسن جان شهادت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: انور شاهين خانخېل

برېښناليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
په تېرو ورځو کښې د روژې په پاکه مياشت کښې ځينو د هشت ګردو يو ستر مذهبی او سياسی عالم مولانا حسن جان په ډېرې بې دردۍ سره شهيد کړ. که څه هم له افغانستان او عراق نه پس اوس زمونږ په پښتونخوا کښې د دهشت ګردۍ پېښې يوه عامه خبره شوې ده او ځينې مذهبی جاهلان او په غېر ارادی او غېر مستقيمه توګه د سترو کفری قدرتونو د لاس ګوډاګيان هره ورځ د بې ګناه مسلمانانو په وينو لاسونه رنګوی او په دې کارونو سره غواړی جنتونه وګټې حال دا چې اسلام مسلمان خو لا ډېره لرې خبره ده د يو بې ګناه غېر مسلم د قتلولو اجازه نه ورکوی او د داسې قاتل کس لپاره چې يو بې ګناه انسان قتل کړی د تل لپاره د دوزخی کېدو حکم په قران کښې ډېر په وضاحت سره راغلے دے. او په تېره بيا د يو مذهبی عالِم قتلول د پوره عالَم د قتلولو برابر دی.
زمونږ پښتنو مشرانو به اکثر سپارښتنه کوله چې دعا غواړئ نو داسې وائئ چې ((خدايه پاکه اخېره خاتمه مې ښه کړې.)) يعنې د انسان د ژوند اخېره خاتمه په اسلام کښې ډېر زيات اهميت لری او چې د چا اخيره خاتمه ښه شی د غفور او رحيم خداے ورته تېرې خطاګانې او ګناهونه بخښی.يعنې يو انسان ډېر عمر ښه کارونه وکړی خو له بده مرغه په اخېره کښې وخويږی او د ژوند اخېره خاتمه يې بده شی يا يو کس ډېر ګناهګار وی خو په اخېره کښې له نېکرغه په سمه لار روان شی او اخېره خاتمه يې ښه شی. مثلاً د اسلام په تاريخ کښې هم مونږ ته ځينې داسې کسان په نظر راځی چې د خداے پاک د ګران رسول (ص) په دورکښې يې اسلام قبول کړ خو له بده مرغه وروستو ځينې هغه کسان د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) چې خداے پاک او رسول الله (ص) ورسره د مينې او او دوستۍ سپارښتنه کړې وه دښمنان شول او د هغوی په خلاف يې تورې اوچتې کړې او په هغو پاکانو باندې يې د قتلولو فتوې جاری کړې. همدا رنګ داسې ځينې کسان هم مونږ وينو چې د پېغمبراکرم (ص) له رحلت نه پس هم د هغوی د اهلبېتو (ع) ملګرتيا وکړه خو له بده مرغه په اخېره کښې د کربلا په مېدان کښې د امام حسېن (ع) په خلاف له يزيد سره اودرېدل. همدا رنګ داسې ځينې کسان هم وينو چې د خداے د ګران رسول (ص) له رحلت نه پس د هغوی د اهلبېتو (ع) مخالف وو او ورسره يې جنګونه کړی وو خو په اخېره کښې د کربلا په جنګ کښې د خداے په فضل سره يې د امام حسېن (ع) ملګرتيا وکړه او شهيدان شول.
دلته بايد د دې خبرې وضاحت وکړم چې دا حقيقت دے چې د چا هدايت کول او بې لارې کول د خداے پاک په اختيار کښې دی خو دغه هدايت او بې لاريتوب د خداے پاک لخواجبريه نۀ دے بلکې پکښې د عادل خداے پاک حکمت او مصلحت دے، ځکه چې خداے پاک د پټو زړونو مالک دے او د انسان د زړونو له حال، ارادې او نيت نه خبر دے او هغه کسان هدايت کوی چې په خپلو کارونو کښې خلوص ولری ذاتی ګټې په نظر کښې و نه لری او هر وخت د هدايت غوښتنو په تکل کښې وی. او د داسې کس خاتمه خداے پاک په ښه لاره کوی. او ځينې هغه کسان که څه هم په ظاهره د حق په ډله کښې وی خو نيت يې خپل ذاتی ګټې، رياکاری او منافقت وی نو د هغه کس اخيری خاتمه هم خداے پاک په بده کوی.
دا يو مسلم حقيقت دے چې اسلام د سولې، امن، سلامتيا، اتحاد، يووالی، دوستۍ او ورورولۍ دين دے. او په خاصه توګه مسلمانان يې په خپلو مېنځو کښې د اختلاف لرلو باوجود بيا بيا اتحاد، اتفاق او ورورولۍ ته رابللی دی. له دې خبرې نه هم انکار نه شی کېدې چې په اسلام کښې ډېرې فرقې او مسلکونه دی او هر يو مسلک ځانته حق او بل ته ناحق وائی او د تاريخ په اوږدو کښې مونږ د شيعه او سنی، شافعی او مالکی، حنفی او حنبلی، جبريه او قدريه، اشعری او معتزلی، ديوبندی او برېلوی، مقلدو او غېرمقلدو او داسې نورو مسلکونو ترمېنځ د اختلافاتو، بحثونو او جنګ او جدلونو کتونکی يو او دغه لړۍ لا ترننه پورې جاری ده. اسلام هر چا ته په خپل مذهب او مسلک باندې د عمل کولو او د خپلو نظرياتو تبليغ کولو پوره پوره ازادی ورکوی خو د بل ته د بدو ردو ويلو، خپله عقيده په بل باندې د مسلط کولو او جنګ جګړو اجازه هيڅکله نه ورکوی.
په ګاونډی هېواد ايران کښې د ايران د اسلامی انقلاب له کاميابۍ نه پس چې امريکې استکبار خپلې ګټې په خطره کښې وليدې نو نورو سيمو ته د اسلامی انقلاب د نفوذ د مخنيوی او د ايران د اسلامی انقلاب د بدنامولو لپاره يې د خپلو زرخريدو مذهبی کسانو په ذريعه د سنی او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د اختلافات د اور د تازه کولو لپاره مختلفې حربې شروع کړې او حتی د ايران په ګاونډی هېوادونو کښې يې د دغو اختلافاتو زياتولو ته ډېره پام لرنه وکړه. او د صحابه کرامو (رض) په محترمو نومونو او نورو نومونو سره يې د شيعه مسلک په خلاف ځينې ناپوهه او اورپکی مذهبی کسان راوپارول او دغه شان د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند له دواړو ډلو يعنې مولانا فضل الرحمن او مولانا سمېع الحق له ډلو ، اهل حديث او تبليغی جماعت وغېره له ډلو څخه د سپاه صحابه په نامه د ځينو اورپکو کسانو يوه ډله جوړه کړې شوه. او دغې ډلې به په عامو چوکونو کښې غونډې کولې وسلې به يې اوچتې اوچتې کولې او د شيعه مسلک په خلاف به يې د جهاد اعلانونه کول. او په هغوی به يې د کفر فتوې لګولې. لکه په هغه دور کښې د ملتان يو لوے سنی عالم مولاناعبدالوحيد ربانی په پېښور کښې په يوه لويه غونډه کښې په دې خبره ډېر افسوس وکړ او وې ويل چې ((زۀ له ملتان نه پېښور ته راتلم نو په ديوالونو مې چرته ونه ليدل چې امريکه کافر، اسرائيل کافر، انګرېز کافر، قاديانی کافر، بلکې د دې په اپوټه مې وليدل چې شيعه کافر نو له دې نه دا پته لګی چې کوم کافران دی هغوی ته کافر نه وائی او چې کوم مسلمانان دی هغوی ته کافر ويل کيږی نو دا هم د دغو کافرانو سازش دے او د امريکې ډالرې او د سعودی ريال دی چه دا خلق يې ليونی کړی دی او په مسلمانانو کښې اختلافات پېدا کوی او په خپلو کښې يې جنګوی ))
همدا رنګ يوه موده پس په شيعه ؤ کښې هم د (( سپاه محمد )) په نامه يوه اورپکې ډله جوړه کړې شوه او هغوی به هم د دوی غوندې سترې سترې غونډې کولې او وسلې به اوچتې اوچتې کولې او په دغې ډلې به يې د کفر فتوې لګولې او د دې اختلافاتو په اور کښې له دواړو خواو ډېر عالمان او بې ګناه خلق اوسوزيدل. خو د وخت په تېرېدو او د دواړو خواو د خلقو د شعور په رابېدارېدو سره دغه دواړه اورپکې ډلې يعنې (( سپاه صحابه )) او ((سپاه محمد )) ختمې شوې.او هغه اور لګوونکې او د يو بل په خلاف د عامو وګړو راپاروونکې هغه سترې سترې غونډې هم ختمې شوې.
دلته غواړم چې د ارواښاد مولانا حسن جان په حقله يو څو حقائقو ته اشاره وکړم چې کېدې شی چا ته يې علم نه وی. لکه څنګه چې مې پاس اشاره وکړه چې د ايران د اسلامی انقلاب د مخنيوی او د شيعه سنی مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو اور ته د لمن وهلو او د مسلمانانو ترمېنځ د جنګ جګړو پېدا کولو لپاره استکباری قوتونو ځينې اورپکې ډلې راپورته کړې وې چې په دغو کښې ارواښاد مولانا حسن جان يوه موده په غلط فهمۍ کښې د سپاه صحابه ډلې ملاتړ کوۀ او د هغۀ په ملاتړ سره مولانا ګوهر شاه صېب په اشنغر (چارسده ) سيمه کښې د سپاه صحابه ډله جوړه کړه حال دا چې په اشنغر سيمه کښې د شيعه عقيدې خلک ډېر کم دی خو بيا به هم دوی په چارسده کښې د شيعه ؤ په خلاف غونډې کولې او ډېره د دلچسپۍ او په زړۀ پورې خبره دا ده چې خپله د مولانا ګوهر شاه ورور چمنی خان اېډوکېټ هم شيعه نظريات لری او اکثر به يې د خپل ورور مولانا ګوهر شاه مخالفت کوۀ خو جنګ جګړې به يې نه کولې. په اصل کښې د ارواښاد باچاخان د تربيت په وجه د اشنغر خاوره د سياسی بېدارۍ او شعور لحاظه ډېره زرخېزه زمکه ده او د مذهبی اختلافاتو باوجود څوک په مذهب باندې جګړې نه کوی.او ښه په پرامن او ورورلۍ نه په ډک ماحول کښې سياسی او مذهبی مخالفين له يو بل سره تلې راغلې، خپلوی او بحث مباحثه کوی.
څو کاله اګاهو په هغه دور کښې چې د سپاه صحابه د ډلې د تبليغاتو په وجه به په هر ځاے کښې د شيعه سنی بحثونه کېدل د مولانا ګوهر شاه په کورنۍ کښې يوه زنانه چې غالباً د چمنی خان وکيل بی بی وه وفات شوې وه او زۀ له خپل يو بل ملګری سره د دريمې ورځې فاتحې ته د مولانا ګوهر شاه حجرې ته لاړو هلته کښې ډېر مېلمانۀ راغلی وو مونږ يو خوا ته کښېناستېدو. چې په دې کښې مولانا حسن جان او ورسره څو نور مليان هم راغلل او مونږ سره تقريباً نزدې کښېناستېدل.
د اشنغر په خلقو کښې يوه خوبی دا ده چې که د مړی مراسم وی او که د ښادۍ خو د خپل بېدار سياسی شعور او ښه تربيت په وجه په دغو مراسمو کښې هم سياسی او مذهبی بحث او خبرې اترې کوی. نو بس دغه وخت هم مولانا حسن جان او ورسره ناستو څو مليانو په خبرو خبرو کښې د شيعه او سنی ذکر شروع کړ. او ځينو مليانو د شيعه ؤ په خلاف خبرې کولې. له نېکه مرغه ما بنده تل د مسلمانانو او په خاصه توګه د سنی او شيعه مسلمانانو ترمنېځ د اتحاد او اتفاق ملاتړ کړے او کوم يې. او نړيوالو حالاتو ته په پام سره چې څوک هم په سنی او شيعه مسلمانانو کښې اتحاد او اتفاق ته نقصان رسوی او د يو بل په خلاف د دروغو او زهر جنې پروپېګنډې کوی نو پوهېږم چې دا هڅونه له کومه ځايه ده او سرچينه يې کوم ځاے ده. نو اکثر يې په دليل او برهان سره مخالفت کوم. نو دغه وخت هم چې کله مې د دا قسم خبرې واورېدې نو ډېر خفه شوم خو له نېکه مرغه راسره په پرس کښې يوه وړه کتابچه پرته وه چې پکښې د مصر د جامعه اظهر، د ديوبند او نورو سنی مسلکونو د سترو سترو علماؤ لخوا د سنی او شيعه مسلمانانو د اتحاد او ورورولۍ په حقله فتوې وې. هغه کتابچه مې راووېسته او مولانا حسن جان ته مې ورکړه، مولانا حسن جان چې په هغې کتابچې کښې د سنی او شيعه مسلمانانو د اتحاد، اتفاق او د ايران د انقلاب د ستر اسلامی انقلاب کېدو په حقله د سترو سنی عالمانو هغه فتوې وکتلې نو هغو مليانو ته يې مخ ورواړولو چې يوه شېبه مخکښې يې د شيعه په خلاف غلطې خبرې کولې او ورته يې وويل: (( اوس په دې کښې تاسو څه وائئ؟)) په هغو کښې ځينو ملايانو هسې بې پښو توجيهات شروع کړل خو ارواښاد مولانا حسن جان ورته وويل چې (( وګورئ باقاعده پرې د ديوبند او جامعه ازهر مدرسو مهرونه لګېدلی دی نو له دې نه څه رنګ انکار کولې شو.)) خېر مونږ هغه وخت هغه کتابچه هم هغوی ته پرېښوده اوله مولانا ګوهر شاه او چمنی خان اېډوکېټ نه مو رخصتی واخېسته او واپس راغلو او خبر نه شو چې د هغوی بحث به کوم ځاے ته رسېدلی وی خوپه هر حال په دغه بحث کښې ما ته دومره اندازه ولګېده چې ارواښاد له زړۀ نه د مسلمانانو بې اتفاقی نه غواړی او حق خبره قبلوی. بيامو يوه موده پس وليدل چې دغه اورپکه ډله د افغانستان د ځينو اورپکو مذهبی کسانو په ملګرتيا د طالبانو په نامه ډله په افغانستان کښې راڅرګنده کړې شوه او ټولو ته معلومه ده چې دغې ډلې ته له امريکې، سعودی عرب، ځينو عربو هېودونو، د پاکستانی حکومت او فوځ نه علاوه د پاکستان د مولانا فضل الرحمن، مولانا سمېع الحق او قاضی حسېن احمد غوندې ډلو مکمل ملاتړ هم حاصل ؤ چې له جمعيت علمای اسلام ګوند سره د تعلق لرلو په وجه ارواښاد مولانا حسن جان هم په دغو ملاتړو کښې شامل ؤ. خو تقريباً يو دوه کاله مخکښې ارواښاد مولانا حسن جان او مولانا سميع الحق صېب د ايران د اسلامی انقلاب له نزدې نه د مطالعه کولو لپاره ايران ته په سفر لاړل ځکه چې ويل کيږی اورېدل د ليدلو برابر نه وی. او اکثر خلق په اورېدلو خبرو غوليږی خو حقيقت هغه دے چې انسان يې خپله په سترګو ووينی. نو دوی هم هلته کښې له سترو سترو عالمانو سره ملاقاتونه وکړل او له ډېر نزدې نه يې په خپلو سترګو په ايران کښې د اسلامی انقلاب برياوې، د اسلام بالادستی او وده او ترقی وليده او پاکستان ته له راستنېدو نه پس د دغو دواړو محترمو په خيالاتو کښې د ايران د اسلامی انقلاب او د شيعه مذهب په حقله ډېر بدلون محسوس شو او د سنی او شيعه مسلمانانو ترمېنځ يې د اتحاد او اتفاق خبرې کولې او حتی تر دې ويل کيږی چې ارواښاد مولانا حسن جان د طالبانو د ډلې او القاعدې نټ ورک لخوا په افغانستان، پاکستان او عراق وغېره کښې په مسلمانانو باندې د حملو او په خاصه توګه د ځان وژونکو حملو سخت مخالف ؤ. او په مسلمانانو باندې د القاعدې او طالبانو د ډلې دغه ځان وژونکې حملې يې حرامې ګڼلې. نو ځکه ځينې شناندی باوری دی چې دغو قوتونو هغه و نۀ زغملے شو او شهيد يې کړو.
د هغۀ په ګور دې رحمتونه وی او قاتلانو ته دې خداے سزا ورکړی او هغو ټولو عالمانو، پوهانو، ليکوالانو او عامه وګړو ته دې خداے پاک د روژې د دې پاکې مياشتې په برکت خېرونه او اجرونه ورکړی چې د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې کوی او د مسلمانانو ترمېنځ د جنګ جګړو او دهشت ګردۍ مخالف دی.