خداى خودې راولي خوګمان نه کوم؟ (سوله)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال او شاعر = امين زى - کابل

دسولې نړيواله ورځ :
دجنګ نوم ډېربددى، اويازه ډېرډارن يم اوبېرېږم. اوياشايدنن سبايې ډول بدل کړى وي ځکه چې هومره يې لمن خوره کړې چې نوريې دعواموخلکوهم له نامه څخه بدراځي اوداسې يې کړولي يوچې که چيرې په دې هکله په نړيواله کچه بحث کېږي خاورې افغانستان يې دخبروپه پيل کې راځي اوپه دې هکله خبرې کوي چې کله افغانستان کې آرامي راځي په کوم ډول اوکومه لاره؟
داچې جنګ ، بدبختي ، شخړه ، اوتاوتريخوالى له کومه ځايه سرچينه اخلي اوله کومه ځايه پيل کېږي. ددې پوښتنې ځواب نن سباهرچاسره ده اودهرچاپه ذهنونوکې ځاى لري په دې ماناچې له کومه ځايه چې ستونزه پيداکېږي له همغه ځايه کېداي شي دهغه مخنيوي وشي خونن ورځ ناهيلي ډېرې دي اودولت دملت اورعيت په وړاندې ورځ په ورځ بې باوره کېږي اوخلک اوعوام ځان اودځان امنيت اوراتلوونکې خوندې نه ګڼي. هرڅه ګډوډ اوله ناخوالوسره بللي احساسوي .
ياره زماله خوابه ښه ډېرورته ژاړې
که شهيد،شهيدکابل ته کله لاړې
بوذرجمهروايي:په نړۍ کې هغه څوک ډېرغريب اوبېچاره دى،چې هېڅ دوست ونه لري. خوددوستي اوپېژندګلوي ډولونه هم فرق کوي،خوکرسیتوفرمارلووايي:له ماسره لږه امادواماداره مينه وکړه.داپه ډېروډولونو تعبيرکېداى شي،دمخکې په شان به داهم بېلابېل دپېژندګلوي لارې ولري، چې په دغه ځاي کې موضوع ته ننوځو،چې ولې په دې ټولوبرسېره بياهم زمونږهېوادناخوالوسره مخ دى،آياداخوپه دې مانانه ده چې مونږځاني غوښتنوله دې ټولوډېرلرې ساتلي يو،ددې اجازه يې نه ده راکړي چې اظهاردعمل وکړو. ولې دپرمختګ نوې تکنالوژي خبره نه کوو،چې دبيارغاونې په هڅه کې يو،داسې چې نن سبازمونږ دهېواد هردولتي چارواکى چې کله بهرنيوهېوادونوته سفرکوي مقصديې دنړيوالو هېوادونوڅخه دمرستورا جلبول دي. داچې ولې دې مرستوته اړتياپيدا کېږي،ددې پوښتنې په لټه ډېرڅه بايدوويل شي چې راځي يوه برخه يې راوسپړو.
افغانستان له تاريخي پلوه ډېربډاى هېواددى،دتاريخ په اوږدوکې زمونږهېوادډېرښه تاريخ اوډېرې ښې وياړنې لرلي دي،اوددې وياړنوسره نښتى زمونږدهېوادبډاى کلتورلرى چې په هره برخه کې زمونږدشملې دهسکېدوسبب ګرځېدلى دى.
ولتروايي:اصلي مينه هغه ده چې حتي مرګ نه شي کولاي څوک سره جلاکړي،څه ماناچې واټن (فاصله) په منځ کې پيداشي. ددې خبرې په تائيدسره ويلى شوچې دوخت تېرېدنه نبايدزمونږپه وړاندې منفي اغېزې راپيداکړي ددې پرځاي چې دصميميت اووروري دلمنې دپراخېدولپاره سپروګرځي. هغه دشاعرويناده چې (حيرانېږم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه) سړي په سوچ کې لاړشي چې دانوڅه کېږي.
شکسپیروايي: مينه کول خپله يوعذاب دى خوله مينې څخه محروم والى يې بيامرګ بللي دى،خوافلاطون بياوايي چې مينه يوازې ملهم نه ده چې په پټۍ يې ولږو اوخوندترې واخله بلکې نوروڅيزونوته بايدارزښت ورکړل شي.
امرسن هم دمينې دارزښت په هکله وايي: يوعاقل کېداى شي زرکاله سوچ وکړي ترڅويوکاروکړي يايوه مسله حل کړي خوداچې مينه يې ورسره وي په يوه ورځ کې يې ترهغه په څوبرابره ښه اوغوړه برابراوتمامولى شي.
ددې په لټه يم چې ولې زمونږمينه له هېوادسره نشته،له پرمختګ سره نشته،له نړيوالې ټولنې سره دپه خواکې درېدوپه برخه کې نشته،نن سبادافغانستان هروګړى دکنډوالې له نامه،له ډول،له نورواونوروسره په بشپړه توکه آشنايي لري اماپه دې نه پوهېږي چې رغاونه يعني څه؟ پرمختګ يعني څه؟ اونور ... شهيدان افغانان شول،ټپيان افغانان شول،بهرنيوهېوادونوته مهاجرافغانان شول،يتيمان، کونډې،رنډې،ناخوالې... اونوروټولوزمونږدهېوادهروګړى په لږه ياډېره کچه بې برخې نه دى پريښى.
که دهېوادپلازمېنې کابل ته لږڅه ځيرشو،څوشيان چې ترنوروبه يې ډېرووينو،يوهم دښارپه ګوټ ګوټ کې دځوانانواوتنکيوځوانانواوترڅنګ يې ديوډېرشمېرماشومانو خراّب وضيعت دي چې په ډېربدحالت کې ددې پرځاي چې دزده کړې په لټه شي لومړيتوب يې ديوې مړي ډوډي پيداکولوته ځانګړى کړي دى.کله چې دکابل ښارکې ګرځو له ډول ډول خبروسره مخامخ کېږي اوددې لامل داده چې تېروناخلوداحق ترې اخيستي چې دپلار،مور،مشرورور اوبل يوسرپرست په شتون کې دى خپلې زده کړې وکړي اودکورنۍ له نورمسوليت څخه خوندي واوسي. دکابل ښاردنوروډېروناخوالوشاهدده،دښارپه ګوټ ګوټ کې دسرتورې ښځې کم عمره ماشومان نجونې اوهلکان دخيرات په راټولولوواړه بوخت دي. ټول هېواد شهيد،شهيددى هرې برخې زيان موندلى دى.
راځي دسولې ډګرته! او سره ورونه شى،اودسولې دکاروان پيروان شي دهېوادښې راتلونکې پيرزو يوازې اويوارې په ورورۍ او يوالي کې ده،اويو والې يوازې اويوازې دسولې خوره فضاتضمينولى شي .

راځي راټول شئ، سره جوړشئ
راځي راټول شئ، سره جوړشئ،دښمني پرېږدئ سره کورشي
ټوپکې کېږدئ،دورورۍ ورکړئ لاسونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
په دښمنۍ هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي
نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه
نورورته مه لېږئ بمونه
راځي په خپلوکې سلاشئ دښمني پرېږدئ اوپخلاشي
غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
ټول مودوستان پرې خفه کېږي، په مردکونه خوشحالېږي
نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندئ ګلونه
نورورته مه لېږئ بمونه
داموميراث دپلارنيکودئ،هم موستروياړدتاريخودى
دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
کابل دى کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو
پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه
نورورته مه لېږئ بمونه
په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهۍ څه نه جوړېږي
ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده
زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه
نورورته مه لېږئ بمونه
راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي
کينې مولرې کړي په صدق وکړئ لفظونه
کابل ته مه لېږئ بمونه
په سوله ټول خوشحاله کېږي،(امين زى)کورموودانېږي
په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه
نورورته مه لېږي بمونه
کابل ته مه لېږي بمونه
ليکوال او شاعر = امين زى - کابل