د هېواد وضع له کنتروله وځي ، د غوڅو اقداماتو شیبه رسېدلې ده!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزي

د سېپټمبر په نهمه ڼېټه کومه یادغونډه چې دګوډاګي احمدشا مسعود د پلویانو له خوا په کابل غازي لوبغالي کې په پام کې نېول شوې وه ، د هېواد د ويښو زامنو له خوا تس نس شوه.
ولسمشر کرزي ، چې د مصلحتونو په اړوند یې د خپلې کابېنې د ځينو غړو په ګډون ، په غونډې کې برخه درلوده ، دې ته اړ شو چې غونډې ته خپله وینا نیمګړې پرېږدي اوغونډه خوشې کړي.
د غونډې په دریځ ( لوژ ) کې چې د مسعود پلویانو او د ځينو نورو جګړه مارو تنظیمو تش په نامه مشرانو ځای درلود ، ځوږ او غوغا پورته شوه او د وریځو دغه پړانګان ، په ډېرې وارختایۍ او منډو سره بریالي شول چې له لوبغالي نه خپلې پښې سپکې کړي ! د هېواد قهرېدلو بچیانو د مسعود د دغه درواغجن او ګوډاګي اتل عکسونه په ډبرو وویشتل او هغه یی تر دېوالونو لاندې راختا کړل.
که څه هم د غونډې د خوندې ساتنې لپاره په سلګونو پولېس او نور پوځیان په دنده ګمارل شوي وو ، د اتلاف او د ناتو د ځواکونو په ګډون د غونډې ښایسته ښه په درځ امنیت نېول شوئ و ، خو د وطن بچیانو په تشو لاسو دغه د ماشومانو په لاس د شګو جوړه او د خند نیو غونډه تېښتې ته اړه کړه او د مسعود د لارویانو ارمان یی په سین لاهو کړ . په سلګونو شاباس پر دغو شازلمیانو!
د غونډې د تېښتې یوه غوړه برخه تلویزونونو خپره کړه!
یادغونډې وښوده چې په ټانکونو ، پولېسو ، پوځیانو او د پردیو پر اوږو بار د یو څو غلو او ډاکوانو اراده د افغان پراتل ولس د منلو وړ نه ده . یو څوک چې د خلکو په زړونو کې منلې او اتل نه وي ، هېڅوک واکمن نه دئ چې هغه په زور پر چا ومني ( په زور کلي نه کېږي. )
سړئ بېخي هک پک پاتې کېږي چې د نظار شورا ( د افغانستان د زمردو د تالان او خرڅلاو شورا ) ولې له تاریخ څخه زده کړه نه کوي ؟ دوی د کابل د خلکو په وړاندې چې په لسګونو زرو یی شهېدان کړل ، د کابل ښار يي کنډواله او د هغه یی بېخي نخشه بدله کړه ، باید ځواب ووایی . دوی باید د ملي موزیم او ارشیف د غلا کړو اثارو په اړه سپيناوئ وکړي ، دوی باید د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ټولنې د سولې د پروګروم د تالا ترغۍ کېدو ، د ملي اردو او اداري سیستم د ړنګولو په اړه رڼاوئ ورکړي . دا او په لس ګونو نورې هغه پوښتنې دي چې د نظار شورا باید د هغو ځواب ووایی ؟ مګر د نظار شورا ددې پوښتنو د ځواب پر ځای د افغانانو په سترګو کې خاورې شيندي او په کبر او غرور سره ددې پېښو لومړي درجه مسول ته د ملي اتل لقب ورکوي!
د افغانستان د اوسني حکومت د لوړ پوړو چارواکو او په تېره بیا د ولسمشر کرزي روستئ سلوک ، چي لومړئ یی د مسعود په اړه د تش په نامه اتلولۍ فرمان خپور کړ او بیا یی د کابل د غازي په لوبغالي کې په جوړه شوې مضحکه غونډه کې ګډون وکړ د اریانتیا او پوښتنې وړ دئ . لومړئ خو مسعود د یو تنظیم مشر و ، په افغانستان کې د مسعود د تنظیم په شان په لس ګونو تنظیمونه شته دئ ، هر تنظیم کولای شي چې دخپلو تنظیمي چارو په اړه ، خپله پریکړه وکړي ، که د خپل تنظیم کوم څوک لمانځي د هغه تنظیم خپل کار دئ . کرزئ سیب خو وایی چې دئ د کوم تنظیم غړیتوب نه لري نو چې داسې ده بیا ولې د یوه تنظیم چې هغه هم له سره تر پښو پورې په بدیو او ناولیو ککړ دئ ، لاسونه یی د بې ګنا کابلیانو او نورو هېوادوالو په وینو سره دي ، مشران یی سړیخواره ، وژونکي ، غله او ډاکوان دي ، د هغه تنظیم په خپلمنځي غونډه کې ګډون کوي ؟ سبا ته به د کوم بل تنظیم د بېلګې په توګه ، د ښاغلي دوستم د تنظیم پلویان راغونډېږي ، او هغه ته به د هغه ورانیو ، ویجاړیو ، وژنو او مرګونو په ویاړ ! چې افغانان یی په کانتېنرونو کې ژوندي ساخپه کړي او خښ کړي د کوم بل اتل لقب وړاندیز کوي ، نو ښاغلي کرزئ باید په داسې پرتمینه غونډه کې هم ګډون وکړي ، ځکه دوستم هم د هغه مشاور دئ او کرزئ د خپل پرنسیب له مخې چې افغانان یی مضر مصلحت بولي اړ دئ ، دوستم ته هم د اتلولۍ لقب ورکړۍ ! او داسې د بل هر تنظیم په غونډه کې باید ګډون وکړې او د تنظیم هر مشر ته د ملي اتلولۍ لقب ورکړي ! ځکه دوی یو له بله کم نه دئ ، د هېواد د ویجاړۍ په سیالۍ کې دوی هر یو اتل دئ ! کومې ورانۍ ، وژنې او وطن پلورنې چې د کرزي په فرمان جوړ ملي اتل مسعود کړي دي ، د ده تر څنګ د ناستو تنظیمو ډېرو مشرانو له هغه نه اړولې ده ، هغه متل دئ چې وایی خړئ له برګي کم نه دئ!
افغانان بیا دا وایی چې ولسمشر ته نه ښایی چې هغه ځان د تنظیم کچې ته ټيټ کړي او د تنظیمو په خپلمنځي چارو کې ځان بوخت کړي ، تنظیمونه پوه شه او خپلې چارې یی ، خپل مشر لمانځي او که یی غندي ! ولسمشر د خلکو په رایو ټاکل شوئ دئ او باید د ټول ولس په کچه چارو ته ځواب ووایی ، افغانانو ولسمشر کرزي ته ددې لپاره خپلې رایی ورکړې چې تر هرڅه ړومبئ باید په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او امنیت ټينګ شي او هغه ټوپکیان او جګړه ماران چې ډېره کي یی د همدغو تنظیمو مشران او غړي دي او په هېواد کې د نارامیو او د جګړې د دوام لامل دی ، بې وسلې شي.
ولسمشر باید هغه تنظیمي مشران او جګړه ماران چې په تېرو جګړو کې یی عامې وژنې کړي او په لس ګونو ډله یزو قبرونو کې یی وګړي ژوندي خښ کړي د قانون منګلو ته وسپاري ، دوی باید د جنګي جرمونو او د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کولو په ګنا د هاګ محکمې ته واستول شي او د ا ډول جوړشوي مشران باید د ملي خاینینو په نوم ونومول شي!
د کابل د غازي لوبغالی په غونډه کې د نظارشورا د مشرتابه ډاکوانو چې د لوژ په لومړي کتار کې یی ځای نېولئ و ، همغلته د ټولو نندارچیانو او د رسنیو په وړاندې یی به پوره بې شرمۍ سره په حکومت کې د لا ډېرې او غوړې ونډې په اړه چنې وهلې ، په پایله کې کرزئ دې ته اړ شو چې د دوی د غوښتنو په اړه څرګندونې وکړي . دوی له یو خوا ځان د حکومت اپوزیشن بولي او له بل خوا له همدغه حکومت څخه په واک کې د لږې ونډې په اړه ګیله من او ناراضي دي ، دوی هم دا کوي او هم هغه!
له بل خوا دوی نه یوازې په دې غونډه کې حکومت ته د واک په بیا ویش کې ، د غوښنې ونډې په نه ورکړه کې په هېواد کې د زیاتو نارامیو او د نورو جګړو د پیل ګوتڅنډنه وکړه بلکې ، نړیوال او په تېره بیا جاپان او هالند ته یی ګواښ وکړ چې دوی دې هغه کتاب چې په هغه کې د نظارشورا مشرانو او د دا ډول تنظیمو نورو مشرانو ته د غلو ، ډاکوانو او ټوپکیانو خطاب شوی ، خپور نه کړي .همداشان نړیوال نه باید د دوی غوندې مجاهدین ، جنګي مجرمین او د بشر د حقوقو سرغړونکي وبولي ، که نه دوی به په هېواد کې دننه د نړیوالو ځواکونو په وړاندې نوئ شرغوبل پيښ کړي!
په دې ډول د اسې ښکاري چې نظارشورا د خپلو نورو انډیوالانو یعنې ملي جبهې په ګډون پتیله وي د کرزي د حکومت په وړاندې یو وار بیا هغه حالات رامنځ ته کړي چې په ۱۹۹۲ کال کې یی د ډاکټر نجیب اله د حکومت په وړاندې رامنځ ته کړي وو ، چې په پایله کې یی د دوی په لاس د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سولې پروګرام شنډ شو او هېواد د زیاتو کالونو لپاره د جګړې او تروریزم په ټاټوبي بدل شو.
دوی اوس د کرزي د حکومت په وړاندې په همغه لار روان دي او د هغه د حکومت د بدنامۍ او راپرځولو لپاره هرې شونې او ناشونې وسلې ته لاس اچوي ، اقتصادی سبوتاژ کوي ، اداري ګډوډۍ هڅوي ، وسلوالو بانډونو ته وسلې ورکوی ، تر لوړې کچې تبلیغ او پروپاګنډ کوي او کرزئ هم په مصلحتونو سره د دوی په وړاندې کریشمې کوي ، نړیواله ټولنه هم نندارې کوي او افغان ولس ددې ټولو ختاوو او جفاګانو قرباني پخپلو پاتې وینو او زویو سره اداکوي!
غوښتنه دا ده چې د کرزي حکومت دې نوره د مصلحتونو لوبه پای ته ورسوي ، کرزئ دې دا ډول نخرې چې د نظارشورا او هغه ته د ورته تنظیمو په وړاندې ځان مجاهد ښۍ ، د ځينو نورو په وړاندې بیا ځان دموکرات بولی ، مسعود په شان ملي خاین ته د ملي اتل لقب بخښي ، او د همدغه ډاکوانو په اړه بیا د حقوقو د نړیوال څار ډلې سره د دوی د محاکمې سر ښوروی ، پرېږدي!
فکر کیږي چې حالات له کنتروله وځي ، د غوڅو او څرګندو پریکړو او اقداماتو شیبه رارسېډلې ده!
د ډاکټر مرادزي لیکنه