جنرال صاحب ! اغزن سيم يې دحل لار نه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی :حبيب اله غمخور

دريمه او وروستۍبرخه

پاکستاني چارواکو تل پر خپله خبره په سرټمبگۍ پافشاري کړېده!


دپاکستان دجوړيدونه بيا تر اوسه هغه دچا خبره ددوي چرگ يوه پښه لري ،دافغانستان دټولو چارواکو سره يې داهيڅ وخت نه ده منلې چې دوي دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنه کوي ،تل ځانونه دافغانانو دوستان معرفي کوي ،په سياسي ويناو کښي ځانونه دپياوړي اوپر مختللي افغانستان پلويا ن بولي ،مگر تاريخ شاهد دۍ هر هغه حرکت چي په افغانستان کې داقتصادي ،سياسي ،فرهنگي اوټولنيز پرمختگ په لور شوۍ پاکستان په خپلو ټولو امکاناتو دهغه مخه نيولې ده ،پردي ټوله نړی له افغانانو سره قانع دي چي پاکستان په هيڅ ډول حاضر نه دی په افغانستان کې يو حرکت هم دهغوي له نظره ليري وي .




جنرال پرويز مشرف اونور جگپوړی دافغانستان دچارواکو دگوت نيونو اودهيواد په کورنيو چاروکي دپاکستان دبربنډو مداخلو دبيلگو په وړاندي کولو سره بياهم ،دوي دايوه خبره کوي چي موږ هيڅ وخت دافغانستان په کورنيو چاروکي لاس وهنه نه کوو ،موږ ديوه غښتلي اوپر مخ تللي افغانستان دجوړېدو مينه وال يو او دلته امنيت او سوکالي زموږ په گټه هم ده .خوپه عمل کې ددغو خبرو عکس کارونه تر سره کيږي. پاکستاني چارواکي په وار وار خپلي ژمني تكرار كړي او ويلي چي د ترهګري په له منځه وړلو كي به له ټولو لارو چارو نه ګټه اخلي . خو اوس نه يوازي افغانان بلکي دپاکستان بهرني پلويان ،هغه هيوادونه چې دلته په افغانستان کښي يي تر (( ۳۰زره)) زيات پوځونه پراته دي پدې ډير ښه پوهيږي چي د پاكستان ژمني د باور وړ نه دي، دا پنځه كاله كيږي چي پاكستان ژمني كوي مگر عمل پري نه کوي ، پاكستان په هيڅ توګه نه غواړي د افغانستان په وړاندي خپله ستراتيږي بدله كړي، پاكستان بايد يواځي دي ته اړ كړاي شي چې دغو بې شرمانه مداخلو ته دپاي ټکی کښېږدي . که نړيوال په رښتيا سره غواړي په افغانستان کې ارامي او امنيت راشي ، پاکستان بايد دې ته اړکړې چې دافغانستان په اړوند په خپله پاليسي کي له ريښې تغير راولي . مشرف پدې ښه پوه دی چې هيواد يي دتروريزم نړيواله زاله ده ،اودکرښي پر سر بيله دېنه چې سياسي برخه ليک يې معلوم شي داغزنو ديوالو تيرول کومه گټه نلري ،دا خپلو موخو ته درسېدويوه بهانه ده .
که دپاکستاني جنرالانو او مشرف نه دا پوښتنه وشي : ښاغلو دا پنځه کاله پر له پسي په هسپانيا ،فرانسه ، اټاليا ،مصر ،دوه ځله په لندن کې ،اوپه خپله په پاکستان کې په هغه تر سره شووتروريستي عملياتو او انسان وژنه کې څومره پاکستانيانو گډون درلود ؟ داکسان چيري روزل شوي وه ؟ بيا چوپه خوله پاتيږي .
داپه افغانستان کې ځانمرګي بريدونه ، دديني عالمانو ، د ښوونځيو ښوونكو اوزده كونكو او په افغانستان كي د بيا ودانولو په چارو بوخت بهرني او كورني كاركونكي وژل ،تښتول دا دعادي خلکو کار دی او که ددې دندو دترسره کولو لپاره لازمه ښوونو ته اړتيا شته ؟ حقيقت خو دادی چي دا دنالوستو اوناپوهو کسانو کار نه دی ددې موخي دتر سره کولو لپاره بايد معين خلک روزل شوي وي ،چې په وار وار دطالبانو وياندو دامنلې ده چې يوازي دځان وژنو لپاره يي په سلهاو کسان روزلي دي . سوال پيدا کيږي دغه روزنتونونه چيرېدي ؟ په افغانستان کښي ددې کار امکان قطعأ نشته ،طبعي اوتر لمر روښانه خبره ده چي دپاکستان په خاوره کي او دماهرو تروريستي کارپوهانو لخوا ورته ښوونه کېږي . مغزونه يي دومره ور مينځي چې ځان وژنې ته اماده کيږي ،داکار په ساده خبرو او ساده تبليغ نشي کېداي ددې لپاره ټاکلي ميتودونه شته چې دهغو پوسيله ځوانان او بې گناه انسانان ځان وژنې ته اماده کيږي .زموږ ددې وينا اوڅرگندونو نه يوازي افغاني چارواكي بلكي نړيوالي رسني اومنابع هم پخلئ كوي دوي وايي : چي اوس هم دپاكستان په بيلا بيلو سيموكي د ترهګري ځالي شته اوله هغه ځايه ترهګر افغانستان ته راځي او د ورانكاري عمليات ترسره كوي. په باجوړکې د ائتلاف د پوځونو لخوا په بريد كي د القاعده د يوشمير مهمو غړو مړينه او پاکستان کې دځينو تروريستانو نيونه چي د پاكستان د جمهور رئيس پرويز مشرف هم تائيدوي ، ددي خبري پخلي كوي چي په پاكستان كي د ترهګري ځالي شته .
داستراليا دبهرنيو چارو وزير (( الکساندر دوانر)) په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي چې دکاناډا دبهرنيو چارو وزير(( پیتر مکی)) هم حاضر و وويل : زه پدې عقيده يم چې دپاکستان امنيتي قواوي د طالبانو همفکری و همدردی لري . هغه وويل : طالب جنگجویان په پاکستان کي پناه ځايونه لري ،اوپدې کي هيڅ شک نشته چي په پاکستان کښي دامنيتي ځواکونو په گډون داسي کسان شته چې دطالبانو حمايت اوملاتړ کوي .
د۱۳۸۵ ز کال دسنبلې په ۲۸ په هغه غونډه کې چې دپاکستان دسياسي گوندونو درهبرانو او استازو په گډون جوړه شوي وه ،ويناوالو پر پرويزمشرف باندي په انتقاد کولوسره دهغه سمدستي گوښه کېدلو غوښتنه وکړه. دباختر اژانس دخبر په حواله عمران خان دجنبش انصاف پاکستان رهبر پدې غونډه کې وويل : جنرال مشرف دولس داستازو په عوض ټول دولتي واک په خپل لاس کې اخيستی چې دا دملک داساسي قانون خلاف کاردی .
اسفند یار ولی خان وويل : دکشمير په مسله کې دپاکستان حکومت د هلیکوپتر او جت الوتکوڅخه استفاده ونه کړه مگر د وزيرستان او بلوچستان دخلکو په مقابل کښي يې ډير بې رحمانه دهوايي قواو نه کار واخيست .ولی خان علاوه کړه اوس مشرف وايي طالبان په پښتنو پوري اړه لري پداسي حال کې چې دا هيڅ حقيقت نلري ،طالبان دپاکستان حکومت په ځانگړې توگه د آی – اس - آی پيداوار دي .
ميرمن نسيم ولى دخپل ژوند دملگري ولي خان تر مرگ وروسته دالومړۍ ځل و چې په پيښور کې يې په غونډه کې خبري کولې وويل : طالبان او القاعده دپاکستان او امريکا داردودغلط سياست په پايله کې راپيداشول ،هغه چا چې دا اور بل کړی اوس خپله پکښي سوځي . هغې پداسي حال کې چې دطالبانو داوسني فعاليت سره يي خپل مخالفت څرگند کړ وويل طالبان بايد فکري تحريک ولري اودجگړې څخه لاس په سر شي . هغي زياته کړه طالبانو دتحريک پر ځاي په ويرانيو،شپه او ورځ يې دخلکوپه وژنه لاس پوري کړی دی ،طالبان خپله دوږخ غواړي ځکه دخلکو وژل لويه گناه ده چې د مرتکب ځاي يې په آخيرت کې دوږخ دی . نسيم ولي څرگنده کړه مشرف ضاحرأ دطالبانو او القاعدې سره مخالفت څرگندوي ،خو نور تر هغه ټيټ پوړې چارواکي شته چې دهغوي نه برملا ملاتړ کوي . طالبان دپاکستاني جنرالانو او امريکا يي ډالرو پوسيله منځته راغلل ،چې داددوي دغلطي پاليسۍ څرگنده بېلگه ده. هغې وويل حامد کرزی بايد دمخالفينو سره ستونزي دمفاهمې او تفاهم له لاري حل کړي ، جگړه نوري ستونزي منځ ته راوړي او دهيواد اقتصاد له منځه وړي . داچي ولي دافغانستان په جنوبي سيمو کې دا اور بل دی ددې دليل دانشي کيداي چي طالبان پښتانه دي او دپښتنو له ملاتړنه برخمن دي ،کيداي شي هغوي په يوه ملي پاڅون بدل شي ، پرويز مشر غواړي په يوه فير دوه نښانه وويلې . له يوې خوا غواړي په داخل اوبهرکي پښتانه دجگړه مارو او تروريستانو په نامه بدنام کړي ،په افغانستان کې نورو پرتو قومونوته څرگنده کړي چې داټوله بدمرغۍ دپښتنو دلاسه ده ،اوله بلي خواغواړي بهرنيان پدې معتقد کړي چې طالبان ستر قوت دی او دپښتنو چې په هيواد کي غوڅ اکثريت دي له ملاتړ نه برخمن دي په جگړه نشي کيداي ددوي سره خبري وشي ،موږ حاضر يو ددوي په اصطلاح سرحد په اغزن ديوال وتړو. هغه سرحد چي تر اوسه يې برخه ليک نه دی معلوم . رښتيا داده چي دغه سيمه دطالبانو اونور لپاره دجگړې ميدان ځکه دی چې پدغه سيمه دشوري سره دجگړې دوخت سمڅي ،پټ ځايونه شته ،پاکستان ته په اسانۍ سره دوباره تلاي شي ،لوژيستکي مرستي په ساده شکل ترلاسه کولاي شي . تر ټولو وړاندي دپاکستان نه غواړي چي پښتانه قوي او غښتلي وي ،هغوي دپښتنو دقومي نشنليزم نه سخت ډاريږي ،فکر کوي که ددواړو خوا پښتانه ارام او بسيا ژوند ولري ،سره يوځاي شي دپاکستاني حکومت جرړي به له بېخه وباسي ،په همدې اساس پاکستاني چارواکي دکرښې سهيل ته پراته قومونه پدي نامه بمبارد کړه اويو شمير قومي مشران يي له منځه يووړل چې گواکي هلته القاعده او طالبانو ته پناه ورکول کيږي ،اودې غاړې ته خپل تر بيه شوي راليږي چې امنيت گډود او سوله له جدي خطر سره مخامخ کړې تر څو هر څه په ټپه ودرېږې .
کله چې پاکستان داروپااونړۍتر فشارلاندي راسي اعلان وکړي چې دپاکستان امنيتي قواو لخوا يو شمير وتلي طالبان نيو شوي اوترتحقيق لاندي دي .اول خو په حقو قي لحاظ همدا اعلان چې پاکستاني چارواکو طالبان اودالقاعدي سره په تړاو کې خلک نيولي دا معنا لري چې پا پلساتان کې طالبان او دالقاعدي سازمان غړي ژوند کوي .دا چې دوي بياڅوک نيولي بېلگو ښودلې ده چې تل عادي خلک نيسي دافغانستان سره يې پر هغو بنديانو تبادله کوي کوم چې دطالبانو دحاکميت دړنگېدوپه وخت کې دامريکا پر ضد دطالبانو په پلوی افغانستان ته راغلي وه او يا اوس په عملياتو کې نيول شوي وي . دروان 2006 م کال د اگست په 18نيټه دکندهار والي په جار سره خبريالانو ته وويل چي پاکستان دوي ته عادي خلک ورسپاره لي دي هغه وويل : پاکستان عادي افغانان راسپارلي دغه(( ٥٧ ))كسان چې دوه اوونۍ وړاندې د پاكستاني چارواكو له لورې په دې تور نيول شوي وه چې ګواكې دوى طالبان دي اود پاكستاني چارواكو له لورې ورسپارل شوي دي عام افغانان دي او له طالبانو سره هيڅ ډول تړاو نه لري . له پاکستان نه اروپاته راغلې مسافرين وايي چي دوي ته هلته افغانانو قصې کړي دي : دپاکستان آي اس آي يو شمير خلک مجبوروي چې دطالبانو دليکو دپياوړ تيا لپاره دهغو سره يوځاي شي اوکه دا ونه کړې دوي به يې پدې تور چي دطالبانو سره اړېکي لري زندان ته بوزي ، يو شمير له دغه ډارنه هم دطالبانو سره مرسته پيل کوي ، دا دولس خبري دي او تر ډيره بريده حقيقت لري .
کله چې دطالبانو رژيم ړنگ شو دانگليستان صدراعظم توني بلير په يوه وينا کښي په لوړ اواز وويل : (( موږ به افغانستان داسي آباد کړو چې نړۍ به ورته گوته په غاښ ونيسي )) ،اوس کېداشي پو ښتنه ځيني وشي بلې ښاغلۍ صدراعظم ! اوس دافغانستان ويرانيو او امنيتي ستونزو مرگ ژوبلي ته ستاسو او دناټو سر سلاکار هم ورته گوته په غاښ حيران پاته دي . که تاسو نه پوهېږۍ موږ به يو ځل بيادرته ووايو : تر څو دپاکستان جنرال نو او هلته دبنسټپالو ټولنو لاسو له افغانستان څخه لنډ نه کړۍ ،داروپا هديرې به داروپايي ځوانانو په قبرو ډکې شي ،او داوطن به جوړ نکړۍ نور به يي هم ويران کړۍ ! تاسوبه دهغو خلکو چې زحمت باسي دخواريو او خولو په تويولوسره لاسته راغلې پيسودولت ته ورکړه شوې ماليه دلته بې ځايه ولگوۍ . لومړۍ بايد امنيت ټينگ شي ، وروسته دودانولو کارونه پيل شي .
پدې هر څوک ښه پوهيږي چې په پاکستان کې همدا اوس تر ((لس زره )) زياتو مدرسو کې دبنسټپالو گوندونو تنظيمنو او ډلو کسان روزل کيږي ، دا لښکر طيبه ،لښکر سپاه ،جيش محمدي ،حرکت المجاهدين ،نه پوهيږم سپاه طيبه ،حزب مجاهدين ،جميعت العلماي اسلام او نور دادعربې نومونو خاوند ترهگر گروپونه چې شمير يې تر ((۲۵)) اوړې ټول په پاکستان کې ځاله لري اوله همدغه هيواد نه دنړۍ په گوټ گوټ کې ترهگرۍ تر سره کوي ، په کابل کې په خپلو ورستيو خبرو کي جنرال مشرف اعتراف کړې چې دشوروي دوخت له (۶۰)) زرو عربونه تقريبأ ((۳۰))زره ورپاته شول، په حقيقت کې دلښکر پارټۍ له همدغو فاناتيکانو نه جوړيدي ، ټولوته څرگنده شوېده چې پاکستان همدوي زموږ هيواد ته دترهگريولپاره رالېږل . دشمالي اتلانتيک يا ناټو دتړون دغړو هيوادو يو مشر هم پاته نشو چي ژورنالستانو ته يي دپاکستان له مداخلو نه سر نه دی ټکولئ ،که دامريکا جمهور رئيس پدې قانع نه واي چي پاکستان چارواکي په ډيره سپين سترگۍ دلته مداخلې کوي فکر کوم ددرو واړو هيوادو (افغانستان ،امريکا اوپاکستان) دجمهور رئسانو دغه وروستی ليدو ته چي ټوله نړۍ يې پايلو ته لار څاري هيڅ ډول اړتيا نه وه . ښاغلي مشرف دا هم ويلي چې د امريکا د ولسمشر په حضور کې د ده او ولسمشر کرزي تر مينځه کيدونکې خبرې به خورا گټورې پايلې ولري .
ښاغلي کرزي وويل : واشنگټن ته په روښانه دريځ ځوله پاکستاني ولسمشر نه په روښانه ټکو کې وغواړي چې دترهگرۍ په وړاندې له افغانستان او نړى سره مرسته وکړي . ورته غوښتنې په تېر وخت کې هم شوي خو د ښاغلي کرزي له دې خبرو داسې ښکاري چې دا ځل غواړي د جورج بوش په وړاندې ژمنې ترې واخلې .ممکن بله انگېرنه ترې داوي چې اسلام اباد هغه ډول مرسته نه کوي چې کابل يې هېله لري .که څه هم يوه هفته وړاندې په کابل کې جنرال مشر ف ژمنه وکړه چې دترهگرو،ورانکارو او طالب وسله والو په مخنيوي کي به افغان دولت سره مرسته کوي . ددې مرستي په بدل کښي هره مياشت پاکستان له امريکا او نورو هيوادونه ((۸۰)) ميليونه ډالره ترلاسه کوي .دامریکې متحده ایالات له دواړو هیوادوسره نږدې اړیکې لري، اوهڅه کوي ترڅوددواړو خواوو ترمنځ انډول وساتي اودواړه لوري دخبرواتروله لارې داختلافونولرې کولوته وهڅوي خو دافغانستان اوپاکستان ترمنځ مخالفت دومره ژورې ریښې لري چې په نږدې راتلونکې کښې یې دداډول دوه مخو سياستونو په پلي کولو سره لرې کول شوني نه برېښي .
دسياسي کتونکوپه آند: پاکستان دافغانستان په هکله خپله کړن لاره نه ده اړولې اوپرافغانستان له بشپړې ولکې پرته پرلږ څه نه قانع کیږي اوترهغه دمه چې افغانستان په ټوله مانادپاکستان دسیاست پلوي نه شي دغه هیوادبه په افغانستان کې له لاس وهنې اوامنيت ګډوډلوڅخه لاس په سرنه شي . له بلي خواپاکستانیانو په ښکاره توګه په افغانستان کې له روان بهیرڅخه چې په پلويا ن يې په هيواد کي له سياسي بهير نه اړخ ته ټيل وهل شوي دي ،خپله ناخوښي ښودلې .پاکستان غواړي په سیمه کې دافغانستان سیاست دهغه دستراتیژۍ په محورراوڅرخي .
کابل ته په خپل وروستي سفرکې پرویز مشرف په دپلوماتيکه ژبه افغاني چارواکوته وریاده کړه چې دپاکستان له سیمه ایز سیال هندسره دافغانستان ډیرنږ دې کیدل پاکستان ته دزغم وړنه دي .هغوي د پاکستان پولې ته نږدې دافغانستان په ځینو ولایتونوکې دهندقونسلګریویادونه وکړه ، دهغوشتون دپاکستان پر خلاف دهندلاس آزادپریښودوپه مانادي .مگردافغانستان دبهرنيو چارو مسولينو په کراتو داويلي چې دیوه خپلواک هیوادپه توګه حق لري له هرهیوادسره چې غواړي ديپوماتيک اړېکي او دوستانه مناسبات ولري .
دډله ايزو رسنيو دخبر له مخي به مشرف او کرزی دواړه دامريکا دجمهور رئيس سره وگوري ،ددغې کتني لپاره بيله بلنه ورکړه شوېده ،مگر اوس چي تر ليدو دمخه ددواړو خو په ځانگړې توگه دپرويزمشرف په دغه تونده لهجه يودبل په ادرس خبري وشوې داسي ښکاري چې ددوې دهغه خبرو پايله چې دجورج بوش سره يوځاي به يې وکړې هم بريالی نه برېښې ،دبېلگې په توگه :
دسپتمبر په ((۲۰)) نيټه حامد کرزی دملگرو ملتو دسازمان په ((۶۱)غونډه کې په خپله وينا کې وويل : په افغانستان کې دتروريزم دجرړو دايستلو لپاره دغه عمليات کافي نه دي . هغه د ترهگرو دورانوونکو بېلگوپه يادولوسره څرگنده کړه دتروريزم ريښې بايد په ټوله سيمه کې وايستل شي . که څه هم دپاکستان نوم يي په خپله وينا کښي نه دی ياد کړۍ خو غير مستقيم دوينا نه هر اورېدونکی پوهېده چې څوک يادوي .د سپتامبرپه 21 نيټه دپاکستان جمهور رئېس په خپله وينا کښي دټولو ديپلو ماتيکو سرحدنوپه ماتولو سره پدې جمله چې ((کرزی دسرزنش پر ځاي بايد عمل وکړی پيل کړې ))،هغه پدې تورن کړ چې د دطالبانو په مقاابل کښي يې کافي ا قدام نه دی کړئ ،هغه ډول چې ددواړو هيوادو پر گډ سرحد لازمه کړنه نده کړې ، هغه دملگرو ملتو په سازمان کې خبريالانوته وويل دمخالفينو سره برخورد دافغانستان دنده ده ،پاکستان دافغانستان سره تر ۲۰۰۰ کيلو متر زيات سرحد لري ،ډيره برخه يي غرنۍ ده ،ساتل يې گران کاردی . داسي فکر کيږي چې طالبان او القاعده به دسرحد پر دواړو خوا فعاليت کوي . طالبان بايد په افغانستان کې ولټول شي ،ملا عمر او دطالبانو نور مشران په کندهار کي دي، دافغانستان دولت ددې پر ځاي چې پر موږ تور ولگوي دهغوي پر ضد دي پوځي عمليات وکړي .داسو شيتدپرس د جنرال مشرف له خولې ليکې : ستونزه په افغانستان کې ده چې هغي پاکستان ته ستونزي پېښي کړې دي . مشرف وويل : دسرزنش پر ځاي چې همدا ډول دوام لري کرزی بايد دافغانستان اوضاع او حالاتو باندي پوه شي او دهغه مطابق عمل وکړې . پر دغو خبرو سربېره سوال دادی چي آیاددواړو هیوادومشران به کولای شي په روښانه اورڼه توګه ددې ستونزو په اړه خبرې وکړي اوکه بیابه یوبل ته دتشريفاتي ،يا بې ځايه توندو خبرو ترشا دا مسله لا ينحله پاته شي ؟.دهغو ټولو سره چې دافغانستان په اړونددپردې شاته په روان سياست ندي خبر سوال دی : ايا امريکا او اروپايي نړۍ په رښتياغواړې په افغانستان کې سوله راشي ؟ غواړي داهيواد په سياسي ،اقتصادي او فرهنگي لهاظ پر مخ ولاړ شي ؟
که داخبره حقيقت لري او دافغان ولس دښېرازی او بسياينې سره علاقه لري ، اوس خو ټول پدي پوهيږي چې که دا نن پاکستان په افغانستان کي دمداخلو او لاسوهنو څخه لاس په سر شي په ټول افغانستان کي به امنيت ټينگ شي . پدي هر څوک پوهيږې چې دپردې شاته نور هيوادونه او په داخل کې افراطې تنظيمونه او هغه چې کله نا کله خپله ناخوښئ څرگندوي په دغه خړو شو اوبو کي مياهيان نيسي . مگر داټول دپاکستان له مداخلو نه په استفادي سره خپل کرغېړن یي موخي دطالبانو په نامه پر مخ بيا يي . په پاكستان پراته خلك په دې بايد پوه وي چې په افغانستان كي سوله او امنيت څومره چي دافغانستان ګټوره ده هغومره دپاكستان په ګټه هم تمامېږي . زموږ دهيواد په دغه حساس او برخه ليک ټاکونکي حالت کښي دکرښې ها خوا قومونه (پښتانه او بلوڅ) دهغوي سياسي گوندونو او سازمانوڅخه موغوښتنه داده چې بايد په افغانستان کې دسولي په راتگ او ترهگريو له منځه وړوکې هر اړخيزه مرسته وکړې ،دوزيرستان دملا عمر خبري چې دپاکستان له حکومت سره يې سوله کړې خوپه افغانستان کې به دامريکا پر ضد جگړې ته دوام ورکړې دافغانانو په گټه نه ده . په جگړه افغانستان نورهم خرابېږې ،دوسلې په زور حکومتي واک تر لاسه کول ستونزمنه خبره ده . دنړۍ له تجريبو څخه بايد استفاده وشي ،تر څو چې دکرښي دبرخه ليک مسله حل کيږې داډول وسله والي حملې په افغانستان کې يو وازي دپاکستان او دهغو دپلويانو په گټه دي ،موږ دکرښې دهاخوا پرتو پښتنواو بلوڅو ورڼو قوموڅخه دا ارزو نلرو چې دپاکستاني پوځيانو دناولو موخودرسېدو په خاطر په هيواد کې دبېگناه انسانانو وينې توي شي . دافغانستان په ورانۍ کې دپاکستاني پنجاپيانو ښيرازي ، دپښتنو او بلوڅو بدمرغی نغښتې ده .دا روڼ واقيعت ته بايد ټول پاملرنه وکړه دگډاومکار دښمن دمداري گريو او حوسونو قرباني نشو . دوي کله اغزن ديوال دپيداشوو ستونزو دحل لاره بولي او کله بيا په زياته بي شرمۍ سره پر پښتنو ترو لگوې .
نود جنرال صاحب څخه بايد پوښتنه وشي چې ، اروپايي هيواد اودنړی نورو سيموته په پاکستان کي دروزل شوو،پاکستاني تر هگر دتگ مخه هم دډيورنډ پر کرښه په اغزن ديوال سره نيسۍ ؟ زموږ په باورد ډيو رنډ پرکرښه د اغزن سيم غزول د ستونزو د حل لاره نه ده ، دا ډول اغزن سيمان نه د تروريزم مخه نسي نيولای او نه هم د هېوادونو تر منځ د دغه تاريخي کړکيچ دحل لار ده.
دافغانستان ددولتي چارواکي دملي پخلايني سياست بايدداسي پلئ کړي چي گټور وي دهغه دپلي کولو په پايله کښي خوابدي دولت ته مراجعه وکړي ،دولتي چارواکي مکلفيت لري دخوابدو غوښتنو او گوت نيونو ته معقول ځواب ووايي . تر اوسه ددولتي چارواکو او ملي پخلايني لخوا وخبرو او مذاکرو ته دمخاليفينو دبلنې شکل هيچا ته دمنلو وړندی ، که يو څوک دکرزي صاحب اويا مجددي دبلني ويناوي واوري هغه دتسيلمۍ شکل اومعنا لري ، پښتنو اويا بل هر قوم چې ځانته افغان وايي تسيلمۍ ته غاړه نه ايږدي ،هغه متل پر ځاي دي چې وايي : افغان له خپله سرزورۍ نه دوږخ ته ځي . رښتيا خو داده چي همدا اوس په دولتي حاکميت کښي داسي کسان اوډلې ټپلي شته چې دهغوي ديوې ورځي دوژنې طالبانو په مياشت نديکړي اوهغومره چي هغوي داوطن وران کړۍ طالبان دهغومره ورانۍ توان نلري .زما داخبر ديوي ډلي ملاتړ اودبلې سره دمخالفت معنا نلري ، هيله مي داده چي سياسي سوداگرمي په کوم تور تورن نکړي ،رښتيا ويل ترخه اومشکل دي ،خو ويل يې حتمي او ضروري دي . په افغانانو او حتا په نورو هيوادوکي هم دامتل شته چې زورته په زور جواب ويل دحل لاره نده . که داوطن پدې چې څوکسان په دولت کښي چوکۍ ولري ،دمقام څښتن وي اراميږې موږ افغانان خو همد اوس داډول خبرو ،پخلاينې او ملي تفاهم ته حاضريوتر تيرو ورتير يو خو اوس دي ديوه معقول او سالم انسان په توگه دهيواد ابادولوته ملاوتړې . ويني په وينو نه مينځل کيږي . افغانان وته بايد څرگندوي که يو ميليون بهرنی سربازان هم راشی تر څو افغانان پخپله دسولي او امنيت سره علاقه ونلري ،دجگړې ، ورور وژنې اووطن ورانونې سره مخالفت ونکړي هيڅ کار به ونه شي . داوطن او وطنوال به دپاکستان او نورو بهرنيانو پلاس بل شوی اور په لمبو کې خپل خوږ ژوند او مورنۍ خاوره دلاسه ورکوي .

ليکنه ديوافغان سرباز په دغو خبرو پاي ته رسوم :دسپتمبر په ۱۸ شپه که مي تاريخ نه وي غلط کړۍ دافغانستان يوه سرباز دسيدقاسم په نامه داروپا پر وخت دشپې دوو بجو په شاوخوا کي دکندهار له پنجوايي ولسوالی نه داريانا تلويزيون پروگرام ته چي دافغانستان او پاکستان دلانجو په هکله دنظر خاوندانو خپل اندونه ويل تليفون وکړهغه په دري ژبه خبري کولي ويي ويل : مادر پنجوايي ميبنيم او ازطريق مخابره صحبت و گپهاي انها راميشنويم .پاکستان دروغ ميگويد که طالبها پشتون هستند تمام انها پاکستاني هستند ويا ازکشور هاي ديگر آمده اند،البته هست کسانيکه افغان وياپشتون است ولي اکثريت مطلق انها افغانها نيست .اگر کرزی به ما اجازه بدهدما انها را تا پاکستان ميدوانيم .
افغانان وته بايد يوڅه څرگندوي که يو ميليون بهرنی سربازان راشي تر څو افغانان پخپله دسولي او امنيت دټينگښت لپاره کارونکړي ،دجگړې او ورور وژنې ،وطن ورانونې سره مخالفت ونکړي هيڅ کار به ونه شي .داوطن او وطنوال به دپاکستان اونوروبهرنيانو پلاس بل شوي اور په لمبو کې خپل خوږ ژوند او مورنۍ خاوره دلاسه ورکوي . پاي
دلکني لپاره دلاندي اثارو څخه استفاده شوېده :
۱ / عبدالرحمن تاج التواريخ لومړۍ او دوهم ټوک .
۲/ مير غلام محمدغبار افغانستان در مسير تاريخ .
۳ / دخپلواکۍ جگړې، مولوي ظاهر شاه وزير .
۴ / عبدالرحمن پژواک ((خپل پښتونستان )) .
۵ / د شلمې پېړۍ تر نيمايي دافغانستان دبهرنيو اړيکو تاريخ لوډويک اډاميک ليکنه،دډاکتر نثاراحمدژباړه .
۶ / مروټ،فضل الرحيم ،په افغانستان کې دکمونيزم ظهور اوتکامل .
۷ / عبدالغفار فراهي افغانستان دديموکراسۍ او جمهوريت په کلنو کې (۱۹۶۳ – ۱۹۷۸) .
۸ / محمدولي ځلمی دافغانستان اوروسيې دسياسي روابطو لنډه تاريخچه .
۹ / پوهاند ډاکتر محمد حسن کا کړ دپاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه .
۱۰/ دډيورنډ دکرښې په هکله دهمدي ليکوال ليکنه .
۱۱ / عتيق الله نائب خيل قرار داد هاي افغانستان ۲۰۰۰ م .
۱۲ / ډگروال ارکان حرب عبدالروف بېگي افغانستان بعد از پيروزي انقلاب اسلامي تا سقوط شمال بدست طالبان (۱۹۹۱ — ۱۹۹۸) .
۱۳ / جارج آرنی افغانستان گذر گاه کشور گشايان ،دري ژباړه .
۱۴ / خاطرات دوکتور محمد حسن ((شرق)) کرباس پوشهای برهنه پا از ۱۳۱۰ تا ۱۳۷۰
۱۵ / احمد رشيد پاکستانۍ ژورنالست او ليکوال ،څو مقالې . ۲۰۰۵ /۲۰۰۶ .
۱۶ / ميخائيل سرگېويچ دکمونست گوند ۲۷ کنگرې ته اساسي وينا .
۱۷ / په روسي ژبه دايزويستيا ،پراودا ،ريا نووستي ،افغانستان رو . ۲۰۰۵/ ۲۰۰۶م کال .

۱۸ / دبي بي سي ،آزادۍ امريکاږغ (اشنا) راډيو يي خپرونو څخه زما راټول شوي ياداشتونه۲۰۰۵ /۲۰۰۶.