!ددوستۍ فرهنگي ټولني اعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سويډن -- مالمو


دپاکستان جمهور رئيس دتيرو جمهور رئيسانو په څير يوه لهظه هم دافغانستان او افغانانو سره له دښمنۍ لاس نه اخلي .
دجنرال مشرف په بلجيم كې داروپا پارلمان ته په خپله وينا کښې وويل : اوس افغانستان کې طالبانو دالقاعدي تر سازمان سوله د جدي گواښ سره مخامخ کړېده ، دافغانستان لپاره طالبان تر القاعده خطرناک دي ،هغه وويل طالبان له عمومي ملاتړ څخه پرخمن دي کولاي شي يوې ملې کړکيچ ته لمن ووهي .
پاکستانۍ جنرال پدې شپو او ورځو کې دوزيرستان دځينو ډلو سره لاس ليک شوې موافقه ديوې لوې بريا په توگه نړيوالو ته څرگندوي ،پداسي حال کې چې دا لوزنامه دومره ارزښت نلري لکه چې جنرال يې دستر موفقيت په توگه تبليغوي ،دا کار دتروريستانو داوسېدو او افغانستان ته دهغوي دراتگ د موخنيوی په خاطر نه دی شوی ؛دايوه بله داسي توره موافقه ده لکه دهندي برتانيا واکدارانوچې له پښتنو اونورو قومو سره لاس ليک کولې ، ددې موافقې ناوړه پايلي به وروسته څرگندي شي . مشرف او پاکستاني چارواکي تل د ((۵۰ )) زره يا ((۸۰))زره پوځ ځاي پر ځاي کول او د((۴۰۰ )) عسکرو وژنه دتروريزم سره دمبارزي بيلگه بولي ،او څرگندوي چې ددي کارموخه افغانستان ته دترهگرودتيرېدو مخنيوی دی .
مگر حقيقت داسي نه دی داپوځ پدغه سيمه کې ددې سيمي دخلکوعنعنوي اوتاريخي نيمه خودمختاری دله منځه وړلو اوهلته دپاکستاني جنرالانودظلمونو او تيريو په مقابل کي دپاڅون دځپلو په خاطرځاي پرځاي شوی دی ؛ او تر څوچې داجنرالان يي لازم وبولي هلته به پاته وي . ،مگر له دغه سترگې پټوي چې ترورستان او ځان وژونکې دا ((۳۳)) کاله په پاکستان کې روزل کيږې اوافغانستان ته دترهگرۍ لپاره رالېږل شوي دي .
غواړو افغانستان ته دده دوروستی سفر په درشل کې د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس وينا ورپه ياد کړو ،هغه وويل : افغانستان به هغه وخت سوکاله شي چې پاکستان ژمنه وکړي چې دغه هيواد کې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي . . . پاکستان بايد د ترهگرو سرچينې وچې کړي . بي بې سې
جنرال پرويز مشرف په کابل کې وويل : افغانان باید تیرهیرکړي،شکونه اوپریوبل تهمت یو خوا پریږدي اودخپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي . جنرال صاحب ! افغانان يې هيروي ، خوتاسو په زياته سپين سترگۍ هغو ي ارام ته نه پرېږدی ،اودامجال نه ورکوی چي ستاسو تيري اولاس وهني هيري کړې .
په کابل کې دښاغلي کرزي سره ترخبرو وروسته مشرف وویل :له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره باید دواړه ګاونډي هیوادونه یوپر بل باور وکړي اوله ترهګرۍ سره په ګډه وجنګیږي . اوس موږ نه پوهيږو چې هغه په کابل کې رښتيا ويل اوکه اوس په بلجيم کې ؟؟؟ که مشرف طالبان پښتانه اوپښتانه يې ملاتړ ي بولي،بيانو څنگه کيداي شي چي ديو هيواد جمهور رئيس دي دخپل ولس دغوڅ اکثريت په خلاف جگړه وکړي؟ اوپرويزمشرف په افغانستان کې دپښتنو پر خلاف دجگړې کوم ډول وړانديز لري ؟اوهغه څنگه ځانته داحق ورکوي چې دافغانانو پر خلاف دي جگړه پيل کړې ؟ ددغه دومخه اوبې بنياده خبرو څخه يو شئ څرگنديږي چې مشرف افسر دی خو تور اوکرغېړن سياست کوي . په خپلو خبرو کې يو صادق افسر داډول دوه مخۍ نه وي . ده په کابل کښي وويل : زه يوافسر يم سياست نه کوم رښتيا وايم ،خو داسي معلوميږي چې په هغه لهظه کي هم پخپلو خبروکې صادق نه و. اوسياسي لوبه يي کوله .
کله چې بروکسل ته راغلۍ دلته بيا په بروکسل کې داروپاپارلمان استازیوپه وړاندې په خبرو کې دطالبانو دخطردلاملونوپه هکله وايي : طالبان پردې توانېدلي ترڅو له ټولنیزې ناخوښۍ په ګټې اخیستنې سره دخلکو ملاتړخپل کړي په داسې حال کې چې القاعده له خلکو ګوښې ده . بايد جنرال مشرف ته وويل شي چې دبشريت په تاريخ کي دا ډول دترهگرو ډلو په ولسونو کي ځاي نه درلود. اوبله خبره داچې په زخېره شوي وسله جگړه نشي کيداي ځکه دخلاصېدو ډار يي وي ،جگړه مار هغه وخت جگړه کوي چې وسله او تازه دمه کسان ورته رسيږې ،نو که جنرال صاحب تاسو دوي نه روزۍ ، په وسلواوترانسپورتي وسايلو يي نه سمبالوۍ او له هغه ځاي نه تازه دمه کسان ددوي سره ديوچاي کيدو لپاره نه راځي ،نو بيا داکوم هيواد دی ؟
تر لمر روښانه حقيقت دادۍ چي طالبان او القاعده تر بل هر چا دپښتنو سیمې دجگړې په اورکي سوځې ، داچې په پنجوايي ترينکوټ ،ارغنداب ،دلارام ،نوزاد اونورو سيموکښي دطالبانو پر خلاف بهرني ځواکونه عمليات کوي ددغې سيمي خلک څوک دی چي له کوره بې ځايه کيږې ؟ دا دکوم قوم ماشومان دي ؟ دادچاکورونه په کنډوالو بدليږې ؟ دا څوک ژوند دلاسه ورکوي؟ رښتيا خوداده چې جنرال مشرف په حقيقت پوښلو کې تر هر ارتسيت ماهر لوبغاړی دی ،دبلوڅو دمشر بې رحمانه ژنه يي څرگنده بېلگه ده . دادپاکستاني چارواکواو استخباراتو نوی تاکتيک دی چي د افغانستان په جنوبي سيموکښي دجگړې ميدان تود کړی ، موخه يي داده تر څو بهرنيان مجبور شي له افغانستان څخه ووزي او زموږ دهيواد سرنويشت يوځل بيا دپاکستاني جنرالانو،مذهبي بنسټپال او آي اس آي وټاکي .
دهيوادپه جنوبې سيمو کې دالقاعدي او طالبانو حملې ددوي سره دپښتنو دخواخوږۍ بېلگه نه ده، حقيقت دادی چې له همدغو سيمو نه دويته له پاکستان څخه تازه نفسه کسان او وسله رسېږې ، اودوي ته دمقابل جانب دحملو په وخت کې دپاکستان په لور دفرار لاره پرانيستې ده . منطقأ له مزار،کندوز اونورو شمالي يا مرکزي ولاياتو څخه تېښته تر پاکستان پوري يوڅه ناشونې غوندي ده .طالبان په هيڅ ډول د پښتنواويابل قوم استازيتوب نشي كولاي . تاريخ شاهد دی چي په افغانستان کي دترقی اوپرمختگ پر خلاف ټولي ډلې دمذهب په نامه په پاکستان کې جوړي ،هلته تربيه اوپه وسلوالوتر سمبالتيا وروسته افغانستان ته دپاکستان دکرغيړنواو افغان دښمنه موخودسرته رسېدو په خاطر رالېږل شوي دي . ترهگر تر هر چا دپښتنو سره ځکه دښمني کوي او دپښتنو په سيمو کې جگړه او وژنه پر مخ بيايي چې ددوي دونر( پاکستاني جنرال ) له پښتنو څخه خطر احساسوي ، دډيرند دکرښي دواړو غاړو ته پراته قومونو څخه دوي تر هر ځا زيات ډار لري .
مشرف پدغه غير عادلانه او ظالمانه څرګندونو کې غواړي ،له يوې خوانړيوالو ته څرگنده کړې چې پاکستاني واکداران په خپلو وعدو کې له امريکا او نړيوالوسره دتروريزم پر خلاف مبارزه کښي صادق دی ، خو ستونزه داده چي اوس القاعده نه بلکه طلبان چي پښتانه دي او دپښتنو له ملاتړ نه برخمن دي په دغه هيواد کې سوله له سترگواښ سره مخامخ کړې ده ،اوبلي خوا غواړي نړيوالو ته څرگنده کړې چې پښتانه هغه قوم دی چي دترورستانو څخه ملاتړ کوي ، دا پښتانه دي چې دترورستانو او ځان وژونکو ته په خپل کور کې ځاي ورکوي .
جنرال داډول دوه مخی سياست دافغانستان په اړوند تل تعقيب کړی دی اوپه خپلو دغو څرگندونو سره يې يو ځل بيا د پښتون سترقوم دبدنامۍ او سپکاوی لپاره مټي رانغښتي دي .نن ټوله نړۍ دترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې پاکستان ته دشک په سترګه ګوري په سیمه اونړۍ کې دغه هیواد دبنسټ پالنې ،ډاراچونې او تروريزم دصادرولو مرکز په توګه پیژني .
موږ د پاکستاني واکدارانو دغه راز له حقيقت نه ليري څرګندونې دخپل هېواد په کورنیو چارو کې بربنډه او بې شرمانه لاسوهنه بولو. د افغان ولس سره يوځاي دغه افغان دښمنه څرګندونې کلکه غندنه کوواوهغه ته دنفرت په سترگه گورو.
ددوستۍ فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگه