ملي حکومت اوکه سيا سي انجوګانې.؟؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

١٣٤دورغومي مياشت خادم ٨ کوچى

دکلونوکلونواوږدې جګړې په ترڅ کې دافغانستان خلکوته بيابيا ژمنه ورکول کېدله چې ګواکي دافغانستان دخلکوله پاره به ملي حکومت جوړېږي،دهمدغوناروسوروپه څنګ کې جګړه روانه وه حکومتونه بدلېدل رابدلېدل په ټوليزډول هيڅ يولوري دانه منله چې په افغانستان کې ملي حکومت جوړکړل شو،له بل پلوه داسلامي حکومت دجوړولواوازاوخبره هم ځمځمه کېدله چې ګواکي اسلامي حکومت به جوړوواوداچې پراخ بنسټه حکومت به جوړوو دافغانستان په جګړه کې ښکېل هرلوري داهڅه کوله چې يوه داسې خوندوره، زوروره، مالګينه خبره وکړي ترڅودډېروخلکوپام خپل ځان اودخپلې ببولالې په لورراواړوي چې ګواکي ښاغلى ښه وايي اوښه خبره کوي.
کوموهيوادونوچې دافغانستان دجګړې په پراختيا،پياوړتيااوغوړېدنه کې خپله پانګه لګوله اواچوله هغوى دحکومتونوددغونمونوپه وړاندې کولوکې پاتې راغلل دډېروحکومتونورامنځ
ته کولوداوښودله چې په کاري ډول خپلې ژمنې،خبرې اودنګلې نه شي ترسره کولى يوازې دخولې خبرې،اوتوپونه دي چې بې واره يې ولي اوبس.
دپېښوپه دغه روان اوکاواکه بهيرکې دبون ګډوله اېتلاف رامنځته شوچې داځلې دپوچ اوتش شعارله مخې ډېموکراسي هم ورسره ګډه اوهمغاړې ياده شوه چې ګواکي موږپه افغانستان کې ډېموکراسي راولودخوښۍ،ډاډاوخوندخبره خوداوه چې دوسله والوډلو،تښتول شويو،ځغلول شويوهغومجاهدينوپه ملاتړاومرسته يې په افغانستان کې ډېموکراسي راوستله چې کارونه اوکارنامې يې په کتابونوکې ليکې دي.الوبل .
داسلامي،ملي اوپراخ بنسټه حکومت پرځاى دخلکوپه وينادبون دڅوکسوپروژه چلونکو،پروژه چيانوانجويي مشرانواېتلافي ادارې ته لنډمهاله اودټولوافغانانودګډحکومت نوم ورکول شو، دڅو کسو باند ېنيومشرانوپه ګډون دافغانستان سياسي پېښې ديوې انجوپه ډول ددغو مشرانو،شرکت او کاروباري ډلې ته وسپارل شوې.
دونډې اوپروژې دبرياليتوب له پاره دپخواني درباردرباري مشران اوسني باباګان له روم څخه راوغوښتل،ياراوستل شول دافغانستان ولسمشرښاغلىکرزىترورزى په درې رنګه اوموډه کوډګروجادويي جاموکې راڅرګند شو،داځکه چې پرون ډېروجهادوالواودطالب عر بيزم که په ږيره اوپګړۍباندې موډکاووله خلکوڅخه يې سياسي ملاتړاومرستې ترلاسه کولې دنن مشرتوب په کپلې يارخېيل ږيره،قره قول،چپنه اوسيده ساده جاموکې له يوې تورې کورتۍ سره راوړاندې شوچې دپکول مالګه اودنېکټايي مرچ مساله هم پکې راڅرګنده شوه دګوتوپه شميريوډول ږيره ورجهادوال هم پکې په پيکه اوګډوله ډول پکې ښکاره شول.
دافغانستان خلک په دغوپکرونو(ف)اوجورتونوکې په دې ګومان ډوب ډوب تلل چې کلونه کلونه دهمدغه حکومت نوم يادېده ګواکي زموږدټولنې دژوغونې پريښتې همدغه دي چې راغلې اوهمدغه ده حکومت اومشرتوب چې زموږدخاورې ټول مشران دپتنګانويااورپښتوپه ډول پکې راټول اوپرې راټول شول،خوله بده مرغه دافغانستان دپېښوداواري له پاره بنسټيزې لارې چارې نه وې سنجول شوې دهيوادونو،ډلوټپلواوځينې خلکوپه ګټه دپېښودروانولو اواړولو هڅې پياوړې اوغښتلې شولې.
په جنګي کلاکابل کې ددوراني سردارانواوږده اوږده،ارت اوبېرته بېرته کورونه پاتې شوي ووله راتلوسره سم يې خپل کورنه هغه چاته په کرايه ورکړل چې ښه ډېراوتېرډالريې درلودل دکورونو له ډالري کراګانوسره سم دهغوخلکودبخت اوتخت ستورى وځلېده چې په کابل اونورو ښارونو کې يې ځايونه اوسرايونه درلودل.
دافغانستان ټول کارونه دانجوګانواوشرکتونوپه ډول ځينې خلکواواداروته وارپه وارورسپارل کېدل لکه:دافغانستان ځينې سړکونه چې ځينې اداروته سپارل شوي ووهغوى دغه کارديوڅه ګټې اوسودترلاسه کولوڅخه وروسته بيانوروته ورکړل.
همدارنګه دوسلوټولونې چارې ديوې انجواوپروژې په ډول يوچاته وسپارل شوې ديوحکومت دبنسټيزجوړښت په سترګه ورته ونه کتل شول پانګه اوپيسې ولګول شوې خوله بده مرغه وسله به ترکلونوپورې زموږپه جنګي کلاافغانستان کې شته والى ولري.
په همدې ډول دجرګوجوړول اودټاکنوکارونه له پنډه پنډه پيسوسره ځينې خلکوته وسپارل شول دغه خلکودحکومتي ژمنوخلکوپه ډول خپل کارونه ترسره نه کړل پيسې په سم ډول ونه کارول شوې ډېرکارونه په سمبوليک اوسرسري ډول ترسره شول پروژه وچلول شوه خودخلکوغوښتنوته سم ځواب ونه ويل شويادافغانستان دخلکوپه څوکلن زخم پټۍونه لګول شوه.
زموږدډېرومشرانووروڼه اودکهول غړي په ښکاره ډول سترکاروباري خلک اوسوداګردي همدارنګه هغه پروژه اوانجوديادولووړده چې دبون داېتلاف پخواني غړي وزيرته سپارل اوورکول شوې وه چې له امريکايي ځرې(جاسوسي)ادارې سره يې ددوى په وينادويره اچونکوپه نيولوکې مرسته اوهمکاري کوله دنړۍدکوم قانون له مخې ديوهيوادوزيردخپل رسمي کارپه څنګ کې دغه ډول پروژه چلولى شي.؟؟؟په وروستيووختونوکې دسولې اودبشردحقونوپه نوم هغه شرمېدلې پروژه ديادولووړده چې له پکولي څارندوالانواوقاضيانوسره يې دنګله روانه ده دغه ګرم بلل شوي خلک داسې ښکاره کوي چې دغټانوله لوري څخه يې په درغلي لاس پورې کړى دى درياستي جمهوري اوځينې مشرانوهمکاري ورسره ديادولووړدى.
دافغانستان وزيران کله بياداخبره کوي چې موږته څوک پيسې نه راکوي،دنړۍهريوهيوادته چې يوڅوک يايوه اداره ورشي خامخاپه يوچوکاټ کې خپلوچاروته سمون ورکوي داسې هيڅکله نه شي کېدلى چې دغه پانګې دې په هوايي ډول ورکې اوغلاشوې وي اوکه ورکې ياوړل شوې وي بيادوى ښاغلي دڅه له پاره وزيران دي؟؟؟که بياهم دافغانستان دبيارغاونې له پاره پانګه وېستل شوې وي بيابه هم ددغومشرانوداداروپه مرسته وېستل شوې وي.
څه ښه وايي:يوه ډله غلوغلاکړې وه دغلودرانيولوله پاره خلکونارې سورې وهلې چې غله راونيسئ!!!!وايي:غلوهم په نارو،سورو،چيغووهلواومنډوپيل وکړچې هلئ غله رانيسئ.

بريالي اوسئ.