پړسېدلې انځوريزه ژبه اوپړسېدلي ادبيات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


١٣٨٤دکب لسمه نېټه خادم کوچى



لکه څنګه چې باندېنيو،ويوکوپښتوژبه دخپلوارزښتونوله خوندي کولوڅخه ګام په ګام لرې کړې ده،همدغه ډول پښتوژبه دپخوانيوژبودانځوريزوتوروله درانه اغېزاوپدل څخه لاندې ده، پښتوژبه اودهغې ويونکي يې له ستروستونزوسره مخ اولاس ګرېوان کړي دي،ددغوڅوزياتواوډېروتوروله امله ليکلې پښتو ژبې اوادبياتودپاړسوب اوډډون په ولکوکې وده کړې ده،په پښتوژبه کې پردي ويوکي راوړل اوپه پرديوويوکوباندې پښتوژبه درنده ول اوبارول زموږدډېرومشرانواوکشرانودود ګرزېدلى وو.
دلته غواړم دعربي ژبي انځوريزبرلاسى رول درته په ګوته کړم چې دپښتوشتمنې ژبې په انځوريزه بې څېښتنه تنه کې يې پراخه ځاى موندلى ده،اوداچې زموږدټولنې روايت پالونکي دليک اوروايت څښتنان يې هم داغېزکمولواوغوڅولوته ياخوتيا رى نه لري اوياداچې روايت پالنې زموږپه ټولنه باندې دومره پياوړى اغېزغورځولى ده،ددغې خبرې په خيال کې هم نه دي چې په پښتوانځوريزه ژبه کې دومره ډېروتوروته اړتيانشته.
که دنګه،پېجوې اوسوچه پښتوژبې انځوريزادبيات وکتل شي ښکاره کېږي چې دنوروژبوډېرهغه توري نه دي پکې راوړل شوي چې زموږځينومشرانواوکشرانودپرديوژبوله ويوکوسره وخت په مهال پښتوادبياتوته ننه وېستلي دي،همدغه ډول که داوازپوهنې له خوااواندڅخه ورته وکتل شي بياهم دباندېنيو ژبوتوري زموږدخلکوپه غږاو،اوازکې نه راوړل کېږي،ځکه دادخلکوژبه اوتوري دي چې خلکوته پرې خبرې کېږي،عربي ژبه ددين،مذهب اواسماني کتاب ياکتابونوژبه ده چې په دغوکتابونو،دژبپوهنې په بېلابېلواړخونواواړوندوژبوپورې اړه پيداکوي يادخلکوددين اومذهب ژبه کېدلى شي دژبې او ادبياتوبرخه يې نه شي کېدلى.
له پخوانيوژبواوادبياتوڅخه ډېرداسې ويوکي راپاتې شوي دي چې دهرې ټولنې په ژبه اوادبياتوکې يې بېلابېلابڼه خپله کړې ده،ډېرخلک بيادژبودغه ګډه شتمني ديوې ژبې ارزښتونه ګڼي خوزماپه خيال داسمه خبره نه ښکاره کېږي ياداچې دځينې زړو ژبوپه ارزښتونوباندې تېرى اودځينې ژبوبېځايه ستاينه ده، پښتوژبه اودهغه ويونکي هم له دغه ډول ستونزواوتېري سره مخ دي کله چې په خپلوادبياتوکې يوخپل ياپردى ويوکى کاروي دهمدغوتوروپه کارولوسره يې نوروژبواوادبياتوته ورکوويا داچې دنوروخلکودژبوشتمني يې ګڼوله همدې امله دخپلې ژبې اوخلکوارزښتونه پردي کوواوپردي يې ګڼو.
لکه:پښتوژبه (سيي)(سم)(سبت)خپل ويوکي اوارزښتونه لري خو چې کله بيادغه ډول ويناپه (ص)واړول شي(صحح)ورته ووايوبيانودخپلې ژبې ويوکى اوارزښت له لاسه ورکوو،همدغه ډول نوربې شمېره....
په ټوليزډول دپښتنوپه اوازنوياغږونوکې ډېرهغه توري نه اورېدل کېږي چې انځوريزه پښتوژبه کې راوړل کېږي اونه خودنګه پښتوژبې په ادبياتوکې دغه توروته اړتياليدل کېږي لکه:(ث)(ح)(ذ)(ص)(ض)(ط)(ظ)(ع)(ف)اوغټ قاپ دهمدغوډېرو تورودکارولوله امله پښتوژبه اوپښتانه دخپلې ژبې ډېر ارزښتونه او،ويوکي له لاسه ورکوي،ژبه اوادبيات بېځايه پرې پړسول کېږي دژبې انځوريزتوري موله اړتياڅخه پرته پرې ډېرکړل شوي دي .
که موږغواړوچې دپښتوژبې انځوريزه بڼه،ادبيات اوليکنې له پاړسوب،ډډون اودنوروژبوله اغېزڅخه وژغورونوله باندېنيو ويوکوسره سره بايدچې دنوروژبوانځوريزه بڼه هم له پښتوژبې څخه وباسوترڅوپه پوره اوهراړخيزډول بښتوژبه په خپلو ارزښتونوودرول اووپالل کله موچې دغه هڅې ګړندۍ اوبريالۍ کړې له هغه څخه وروسته دپښتوژبې ارزښتونه دټېکاوواو پايښت لاره پيداکوي.

برودوړي اوسئ.