دافغانستان دخراساني خپرونوپښتون غولونکې ډېپلوماسي!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

خادم کوچى ١٣٨٤دسلواغې نهمه ورځ

له راډيويي خپرونوڅخه مې واورېدل چې دخراساني افغانستان دکلټوروزارت اوپورې اړوندتش په نوم دملي ټلوېژن مشران ددوى په وينادملي شورامشرتابه ته غوښتل شوي دي،څرګنده به شي چې دخلکواستازي دپښتنواوپښتوژبې له غليمانوسره څه کوي،څه ورته وايي؟؟؟
د خوراساني افغانستان په خپرونواوپه دغوخپرونوکې دپښتوژبې په برخوباندې دپښوکېښودلوپه اړوندمې وخت په مهال ډېرڅه ليکلي دي،داېتلاف اومشارکت دمشرتابه په وخت کې دافغانستان خراساني خپرونواودخراساني وزارت مشرتابه پاړسوژبې اوخراساني ادبياتوته دومره په زړه پورې خدمت وکړلکه:دالپتګين اوسبوکتګين کهول چې يووخت دپښتنوپه خوله کې اورونه ورتلول اوداچې دپاړسوژبوشاربتيانوپه خوله کې به يې دوخت دوديزې پيسې اوسره،سپين زرورکوټه کول،ددوى ياددې تل ژوندى وي ترڅوچې پښتانه هوښيارشي.
نن ديوې بلې بېلبرې په اړوندله خپلوخلکوسره خواله کول غواړم ،داخبره خوموبيابياکړې ده چې دبون داېتلاف له جوړېدلوسره سم دپښتوژبې اوپښتونولۍ په سرتندرراغورځېدلى ده،داېتلافي حکومت په لومړيوشپوورځواوکې موږدپښتوژبې ديوې مرکې په ارمان وو،داېتلافي حکومت ځينې ښاغلوپښتنومشرانوبه چې څه خپرول غوښتل دډالري پيسوپه بښنه،لمن نيونه اودزاريوپه مرسته به يې خپله بېلبره يامرکه خپروله.
ولې نن سبادخراساني افغانستان په خپرونوکې دپښتنوناستې پاستې،غورې دربې اومرکې اورېدل کېږي اوداچې دخراساني ټلوېژنونوپردې ددغه بدبخته خلکوپه مخ باندې خلاسې شوې دي داسې ښکاره کېږي چې په کوم لوري دجنګولوله پاره لاس پرې تېرېږي اوراتېرېږي يا لاس پرې وهل کېږي،ښايي دځينوخلکوله پاره دخوندخبره وي خوزموږله پاره دايوه پښتون غولونکې ډېپلوماسي ده،ځکه چې دافغانستان په همدغوخراساني خپرونوکې پښتنوکارکونکواوپښتوژبې ته پوره ونډه نه ورکول کېږي،ددغه ډول خپرونوپه نوم څومره ډالرچې راځي هغه ديوڅوکسوجب ته لوېږي اوهغوى بياديوې ژبې اولږوخلکوله پاره خپرونې کوي زموږدهيوادډېرخلک له دغه ډول خپرونوڅخه بې برخې دي اوکه دغه ډول توپيري خپرونې هغوى ته ورواورول شي ديوې ژبې دپياوړتيااواغېزله پاره به وي.
خراساني خپرونواوخلکوتل هڅه کړې ده چې پښتون، پښتون ته په جنګ ورواچوي اوپښتون پاکستان ته په جنګ ورواچوي له همدې امله ده چې دلرې اوبرې پښتونخواله ځينې خلکواومشرانوسره خراساني خپرونې مرکې کوي هغه بياوخت ناوخت په خوندخونداوبندبندخپروي،همدغه ډول دوى دخپلوتشوببولالومالګه اومساله هم ورسره ګډه کړي ترڅونوره يې هم زهرژنه،غمژنه،لړلې اوککړه کړي يوه خراساني خيالي نړۍراته جوړه کړي څرګنده اوښکاره بېلګه داده چې دنړۍټول هيوادونه په افغان جګړه کې ښکېل اوککړوواودي خودافغانستان خلک دجګړې ټول باريوازې دپاکستان اوپه يوډول دپښتون غاړې ته وراچوي له همدې امله ده چې پاکستان اوپښتون يې تل يوه لوري ته ګوښه کړى دى،هوښياران پرې پوهېږي.
راځئ چې دخيالي نړۍله جوړولوڅخه تېرشو،راځئ چې داېرانيانو،هنداوشورويانودسياسي ګټوپه پراختياباندې نورې خپلې ګوتې ونه شمارو،دخپل هيواداوخلکوله پاره ديوې ارامې نړۍدجوړولوپه لټه کې شو.
دافغانستان دخراساني خپرونومشران دې دبې ځايه مرکواوتشوخبروپرځاى په خپلوټولوخپرونوکې پښتوژبې اوپښتنوکارکونکوته پوره پوره ونډه اوځاى ورکړي له پښتوژبې اوپښتنوسره دتوپيري چلندپرځاى دې هغوى په خپلوکارونوکې برخه وال کړي،زموږدخلکوله پاره دې ښوونيز،روزنيزکارونه اوپروګرامونه پراخه کړي،زموږخلک اوژبه دې ددغې خاورې يوه پراخه ونډه وبولي.
دخراساني افغانستان سياسي مشران دې خپل هغه پښتانه هيوادوال په خپلوسيمواومېلوکې ځاى پرځاى کړي چې په وسله والوډلوپورې تړلوتوکمونودجنګ په بهيرکې له خپلوسيموڅخه بې ځايه کړي اوشړلي دي دهغوى ځمکې اودهغوکوچيانوڅړځايونه يې نيولي دي چې دهيواد،ژغورنې له پاره يې وخت ناوخت خپلې وينې تويه کړې دي،زموږ دسياست بړېڅي دې(توره تړلې اوکونه وتلې نه کوي)،هغه هيوادوال دې له باندېنۍنړۍڅخه بېرته راولي چې د جګړو،شخړواوخوارۍله امله په نوره نړۍکې پردېسۍشپې ورځې تېروي،دسياسي انجوګانومشران بايددافغانستان ټولوخلکوته دکارونوپه سرته رسونه کې سمه اوپوره ونډه ورکړي ترڅوزموږدغه جنګي کلاافغانستان دټولوافغانانوګډکورشي.
مننه بسيااوسئ.
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.