دجوارګرولوبه دسوداګرۍترډګرونوپورې.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

١٣٨٥ورى،يوه نۍخادم کوچى


دخلکواوټولنې ارزښتونه ددرناوي وړدي،خوکله چې يوڅه ياکړه وړه،دتوپيرونو،يوپربل دورتپلو،خلک له خپلوبرخوڅخه دبې برخې کولويادخلکوپه ارزښتونوکې دپښوکېښودلوځاى ته راځوياپېښې په ريښتينولۍسره وڅېړو،ښايي ډېرڅه ته دښواوډېرڅه ته دبدوګوته ونيول شي،ترڅودپېښوجرړې اوريښې راوپلټل شي.
دافغانستان دشلکلنې جګړې ياپه دغه هيوادکې دتوکمونو برلاسى،ځان غوښتنې،ځان ځانۍ،واکنيونې اوواکغوښتنې په پاى کې دبون دشخلۍ،کوټه،پيکه اودرغلي غونډې په ترڅ کې جنګي ډلوټپلوته دواک سپارنې له امله زموږدخلکوډېرڅه ته زيانونه ور،واوښتل تردې پورې چې زموږدخلک دلوبغاړو، روزنيزوټيمونو،غونډواوناستوته پاړسونومونه ورکول شول،اوورکول کېدل زموږدهيواداوخلکوټول ارزښتونه پخواني مغلي،تاجکي، اېراني اوخراساني رنګ اوخوندته واړول شول،دپښتنو اوهيوادپه ټولوارزښتونوپښې کېښودل شوې داځکه چې تورکي پښته يانژاده هيوادونه تاجکستان اواېرانستان نېغ په نېغه په جګړه کې دتوکمونوپه تنه اوکېپنک کې بوخت،ښکېل اوککړوو.الوبل.
دپښتنوپه سيمه کې ټولې لوبې،کبډۍاوسيالۍپه داسې رنګ اوډول رامنځته شوې دي چې زموږدټولنې زاړه او،واړه نوروخلکوته خپله وړتيا،ښاغلتوب اوبرياليتوب وښيي،خپل ځان،خپله ټولنه اوخپل ارزښتونه ديوې رغندې سيالۍاومېړنتوب له لارې دخلکوپه منځ کې وځلوي دخلکوپاملرنه خپل ځان ادخپلوخلکوارزښتونوته راواړوي.
په افغانستان کې وزلوبه چې دخراسان خلک بوزکشي ورته وايي دشرطونوتړلواوجوارګرولوبه وه،هغه مهال ډېروخلکوکار،روزګارنه درلوده اوياخويې نه شوى کولى دوزګارتياله مخې خلک راپورته کېدل ديوې سوکه اواسانه ګټې له پاره يې لارې چارې برابرولې چې دجواري له پاره يوه هم وزلوبه يابوزکشي وه،چې يوه جوارګرپه لږهلوځلواولږوخت کې ډېره ګټه ترګوتوکولى شوى،تردې پورې چې دافغانستان دتوکمونودښځوترمنځ دسوکه اواسانه ګټې په ډول دتنورپه دننه ياخېټه کې په تپليوشويوډوډيوباندې جواري،شرط ياجفت اوتاق ويل کېدل هرې مېرمنې چې دتنوردخېټې ډوډۍسمې ښودلې واى هغې دبېګاله پاره ډېرې ډوډۍخپل کوراوکهول ته وړلى شوى.الوبل.
همدغه ډول يومهال دخراساني افغانستان دمشرانوله خواهڅه وشوه ترڅووزلوبه دافغانستان په سترسندلوټ په مخ چاپ کړي ترڅودجوارۍدغې لوبې ته دملي لوبې نوم،رنګ اوبنګ ورکړي،خودغه کارترهغه مهاله پورې روان ووچې دافغاني لوټونوچوکاټ له توکمپالوروسانوسره وو.
دبون دکورني اونړيوال اېتلاف له جوړېدو،دسياسي لوبوله بدلون دتوکمونواولوېديزوالوله نوې انډيوالۍسره سم بيادخراساني افغانستان له ټولومنل شوولوبوڅخه دغه دجوارګرولوبه ديوې ملي لوبې په نوم مندارته راووتله،دکورني اېتلاف ځينې خراساني غړوهم خپله پانګه پکې واچوله دچاغوغوښنواسونواوچاغوغوښنوچپنوالوپه روزلويې لاس پورې کړ،دافغانستان په جګړه کې ښکېلولوېديزوالوځواکونوهم دخپل سخاوت منګولې پرې راورنځلې وخت په وخت يې ددغوخلکوپه منځکې ډالرې ووېشلې،تردې چې دغه لوبه يې له خراساني بريدونوڅخه دباندې نړۍته وروغځوله په نړيوالومندارونوکې يې دګډون لارې ورته برابرې کړلې.
تردومره پورې خوارشئ چې هوښيارشئ.