پوهېږئ چې يوه دېګانه ستاسوژبې ته څومره زيان اړولى شي؟؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥ /دوري مياشت/څلورنۍ/خادم کوچى.

په خپل ژونديادژوندپه ټولواړخونوکې دښځوبرخوته پوره اوبشپړدرناوى لرم، خودژبې دهغوحقونوله مخې چې په موږباندې يې لري دنوروډېروزيانونوترڅنګ يوداهم ده چې زموږژبې اوخلکوته يې وراړولى شي،زموږانځوريزه ژبه اوادبيات راته ګډوډ،ککړ،بې خونده اوبې شخونده کولى شي.
کله چې يوپښتون يوه دېګانه ښځه وکړي دزوم ټوله کورنۍهڅه کوي چې له دېګانې ترورسره په پاړسوژبه خبرې وکړي،همداډول هڅه کېږي چې ددېګانوخور، لوراوخورلڼه ونازوي،دمېلمه توب مساپرۍاوپردېسۍپه نوم له هغې سره ددې په ژبه ګواکي خراساني اودرباري پاړسوخبرې کوي،دبېلبرې دغه لورى،انډاواړخ ترډېره ځايه پورې دوګړوترمنځ ددوستۍاومېلمه پالنې رګ،رګۍاوريښه لري،دمنلواوزغملووړګڼل کېدلى شي،خوستونزه داده چې دېګانان اودېګانه ترور بياددې خبرې په خيال اوچورت کې نه ده،ديوډول وچې،ځايه کرکې اورخې له امله هغوى کله هم پښتوژبې اوپښتون ته داسې خيال نه کوي چې دوګړودژبې اودوګړوپه ډول له دغوښاغليوسره چلندوکړي،له همدې امله ده چې دپښتنوپه پرتله دغه خلک پښتوژبه ژرنه شي زده کولى اوياداچې دغه ژبه نه زده کوي .
ديادولودپاموړ،ستره خبره داده چې په افغانستان کې دپاړسوژبې درباري برلاسيتوب،اداري اودېواني واکمنۍدخراساني اودرباري افغانستان دډېروخلکوپه خيال اوکوپړۍکې داخبره ورڅڅولې اوپېچکاري کړې ده چې دېګانان اودهغوى ژبه په نوروباندې وړاندې دي،هغوى خيال کوي دغه خلک خپلې ژبې پاړسووړاندې کړي دي،داسې خيال نه کوي چې دغه ژبه په سيمه کې سترو،زورواکانومغلو،تورکانو،دپاړس خراسانيانو،اوسنيواېرانيانو اوتاجکانود لشکرکشيوپه زورپه خلکوباندې ورتپلې،واکمنه کړې اومنلې ده ياتردغه اوسه پورې يې دتپلو،واکمن کولودخلکوپه منځ اومغزوکې دورڅڅولواوپېچکاري کولوهڅې اوالون بلون کوي.
څه وايي:يوټکى،ټکى سل پسې تراپي،يالوى ټکى ټکى واړه پسې تراپي،له همدې امله ده چې دخراساني افغانستان خلک دپاړسوپه لورپه مينه مينه تراپي اوروانېږي، دمېږو(رمه) دوزو(تووى)دخرواوغوايانو(پاده)داوښواوښانوګله چې په يولوري روانه اوسروکړي بيانوګله ګله په هغه لوري روان اودرومي.الوبل.
چې هرڅه وي خودېګانه چې ترڅوژوندۍوي پاړسوورسره ويل کېږي ډېرى ښاغلي بياله خپل زوى اولورګواکي ددېګانې ترورله بچيانواوبچوڼوسره په پاړسوژبه خبرې کوي،له دغه ډول زيانونوسره سره په خپله ددېګانې بي بي له خولې څخه ځينې خبرې اوملغلرې راتلېږي دهغې دلوڼو،زامنواوداړوندوخېښانوکورنيوله خبرواترو، ادبياتواوويناوو څخه يوبل ډول ژبه اوادبيات منځته راځي،همدغه هرجلې،ګډوله،دروشته، هرجايزې،ارتاويزې خبرې اوادبيات وي چې پښتوژبې اوادبياتوته لاره پيداکوي،همدغه خبرې اوادبيات دې چې دافغانستان دخراساني پښتوادبياتويوه بڼه اوبرخه يې جوړه کړې ده.
برودوړي اوسئ.