له روسي څخه په پښتوژباړل شوي کتاب باندې پوهه نه شوم ...!!؟؟؟.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥کال دوږي لومړۍڅلورنۍخادم کوچى.


دافغانستان دنوي کلټوري وزيرله ويناووڅخه!!!
يوه ورځ يوه مشرليکوال يادونه وکړه وېل پلاني مشرته مې خپل کتابونه ورکړل!!!ماپه ډېراوپوره درناوي سره ورته وويل پلانکى صاحبه سم کاردې نه ده کړئ!!!ولې دخپل کتابونه يوداسې چاته ورکول چې هغه ښاغلى دجنګ اوجګړې په سوراوخورکې رالوى شوى ده په جګړه کې بوخت يوه جنګيالۍوړتيالري،هغوى له کتابي ژوندڅخه لرې په کتاب اوکتابي ژوندباندې نه پوهېږي.
مشرليکوال راته وخندل ښايي ترمنځ مونورې خبرې هم شوې وي دادخپل وخت دجنګياليو مشرانواوپه هغوى پورې اړونده خبره وه.
په خراساني،درباري افغانستان اوکوزه پښتونخواکې ډېرداسې پښتانه شته چې دسپېڅلوخلکوپه سپېڅلې ژبه باندې نه پوهېږي دغه ښاغلي بايدچې ګرم ونه ګڼل شي باندېنيولښکرکشيواو ژبنيواېرغلونوپه سيمه کې داسې پليت،ککړ،چټل اوناولى اغېزپريښى ده چې زموږدخلکودژوندټول اړخونه يې ککړ،چټل اولړلي دي زموږدټولنې اوخلکوروښانه نړۍاوژونديې په يوه تياره بدل کړى دى.
کلونه کلونه وشول چې په سيمه اونړيواله کچه دپښتوژبې دوه ډوله دوښمنان په پښتوژبه پسې دسختې،رټې ژبې ډنډورې اونغارې ترنګوي،ځينې خلک لاسي په زديه ددوښمنۍاورخې له مخې داسې خبرې کوي پښتوژبه په سختې،شډلې اورټې ژبې بدنامه تورنه وي اوځينې ښاغلي پښتانه بيادناپوهۍله مخې په پټوسترګودپښتوژبې په لورددوښمنۍ،لېونتوب ړانده کاڼي ورولي اوغوځوي ګواکي دژبې په خپلواکۍ،وده اوغوړېدنه باندې باورنه لري.الوبل.
په سيمه اوخراساني افغانستان کې ديوې ژبې اداري برلاسي درباري واکمني زموږدخلکوژبنۍ ستونزې لانورې هم زياتې کړې دي په ښونځيواوپوهنتونوکې زموږدخلکوپه لوڼواوزامنوباندې په نه سړيتوب،بېزړسوي اونارواډول پردۍژبه لوستل کېږي،په خپرونوباندې دپردۍژبې زورواکي،نارواپدل اواغېززموږدخلکو يوه بله ستونزه جوړوي.
دپښتونستان دغوښتونکو،اخيستونکواونيونکو، ډنډورچيانواوناره چيانوياهغوخراسانيانوميندې اوښځې بيادېګانانې ياپه نوروژبوپورې اړوندې مېرمنې دي چې خراساني افغانستان ته دپښتنودلوى کورنوم ورکوي،ګواکي دغه يوه هرجله،ګډوله ټولنه بللى شودغه ښاغلي بيادپخواني درباري دود اودځان کمګڼنې له مخې له خپلوښځو،لوڼواوزامنوسره پاړسوژبه غږوي له همدې امله پښتني ټولنه،پښتوژبه زېندۍاوپه اېرغمل نيول کېږي.
زموږدهيوادسياستوال هم په ځينې هيوادونوپورې اړوندتړلي خلک دي ګواکي دټولو،ټولنيزاونړيوال غټ خلک دي له نړۍاوځينې ګاونډيانوسره به دورورولۍژونداوشپه تېروي دخراساني مشرانودربارپال سياست اوچلنديې ډېرښه ماډل اوبېلګه بللى شو.
دپوهې اوناپوهۍله مخې يادتوپيرونودله منځه وړلوپه نوم له پښتوژبې سره ددوښمنۍيوه بله ګونګه،توره ړنده،خپکۍڅپه له کلونوکلونوڅخه راپه دې خواروانه وه دپدل اواغېزغورځولوله پاره پښتوژبې ته دښه پوهاوي په نوم دنوروژبوويوکي، رنګ،بوى اوادبيات په پټوسترګوبېرحمۍ،سخت زړۍاو بېشرمۍسره ورګډوله کېدل دپښتوژبې خپل ارزښتونه غورځول کېدل دغه ژبه اوددغې ژبې ادبيات پرې ککړ،لړل اوپړسول کېدل ياد خراساني مشرانوپه ويناپه درباري افغانستان کې دپښتوژبې په نابودولو، ورکولواوپه دغه ژبه کې دګډولې له لارې په دغه هيوادکې دملي يووالي دراوستلوهڅه کېدله،دخراساني اودرباري اربابانودغه خوب اوسياست سم نه ګڼل کېږي،خراسانيان اودرباريان دې دپښتوژبې دودې،غوړېدنې اووړاندې تګ ياددغوخلکودذهني خپلواکۍ په لارکې دخنډونو،ځنډونواوايسارونوپرځاى دملي يووالي نورې لارې چارې خپلې کړي لکه:
_ که افغانستان په ريښتيني ډول دټولوپښتنولوى اوګډکوروي،دتوکم دژبې په ډول توپيري اودرباري چلنددې نه ورسره کېږي،دپښتوژبې دودې،غوړېدنې، دودونې اودفتري کولوپه اړوندې دې ګړندي ګامونه پورته کړل شي.
_دخراساني افغانستان درباري مشران دې دخپلوډېرى خلکوپه ژبه خبرې وکړي.
_په خراساني اودرباري افغانستان کې دې پښتوژبه دژباړي له ټيټ ځاى اودريځ څخه پورته کړل شي دملي ژبې ځاى دې ورکول شي.
_په ټولودرباري اوخراساني خپرونوکې دې پښتوژبې ته پوره اولوړځاى ورکول شي.
_پښتني سيموته دې ښوونځى،کتاب،ښوونکى، روغتون اوسړک ورکول شي.
کله چې دولسونوترمنځ توپيري چلندپاى ته ورسېږي ډېروته ډېراولږوته خپلې لږې برخې ورکول شي ډېرژربه په خراساني اودرباري افغانستان کې دملي دوه والي ځاى ملي يووالى ونيسي.

مننه.