احتياط ولسه چي قرباني نسې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پدې وسيله دافغانستان ددولت له ټولوافغاني مخالفينوڅخه غوښتنه کوم چي په ټاکنوکښي دپښتنودگډون مخه مه نيسۍ،داکاربه نه يوازي داچي افغانانو اوځانگړې توگه پښتنوته لويه غميزه ورپه برخه کړي ،بلکي دپښتنودراتلونکي نړيوال اعتبار،ملي رسالت اوتاريخي مسوليت به له جدي گواښ سره مخامخ کړي .
له نن څخه درې ورځې وروسته به دافغانستان هغه وگړې چي کولاي سي دخپلې خوښې کانديدته رايه وکړي درايواچونې مرکزوته ولاړسي .
بلې !
له بدمرغه پدې ورستيوکښي دټاکنودمخالفينوگواښونه به دا ډموکراتيکه پروسه له ستوسره مخامخ کړي ،خوپدي باورلرم چي دافغان ولس اوس پدې ښه سر خلاص دی چي په زور اويادکودتاگانوپوسيله واک ته تر رسېدودټاکنوله لاري دمشرتابه ټاکل به گټوراوبېله تلفاتووي ،اوکه داپروسه دوام پيداکړي بېله شکه به موږ که په نوروبرخوکي نه وي دټاکنوپه برخه کي د دنړيوالوسره دسيالی جوگه سو.
ځکه زموږ دهيوادداڅوسوه کلن تاريخ ته نظر واچوو دابه راته څرگنده سي چي په ژوندکښي هيڅ واکداردامقام نه دی پرې ايښی ،که له دې مقام نه په ژوند گوښه سوی نوهرو مروپه زور گوښه سوی دي . له همدې امله ده چي تر ډيره بريده دخلکو دازړه ته نه لوېدل چي دوهم ځل دي ټاکنې تر سره سي . اوددې لپاره اړينې ستونزي هم جوړي سوې اوتردي نامه لاندي چي امنيت ټکنۍ دی اړين دلايل وړاندي کېدل چي ټاکنې وځنډېږي ،عجيبي اوغريبې لاري چاري لټول کېدې .فکر کېږي نړيوالي ټولنې نه غوښتل پدې برخه کي هم خپل اعتباردافغان ولس په سترگو کي وبايلي،ځکه خودادی ټاکنې دټولونيمگړتياواوناخوشيوسره ترسره کېږي .
دبلې خواپدې ترخه او هرچاته څرگند حقيقت هم بايد سترگې پټې نسي چي زموږ ولس ته دتايخ په اوږدو کښي چي دارادې دتمثيل چل نه دی ورزده کړی اونه ئي دې ولس ته په عمل ښودلې ده چي دده اراده په رښتياسره ټاکونکې ده .دظاهر شاه په نظام کښي هم دپارلمان لپاره ټاکنې دخانانوپر لاس ترسره کېدې ،هلته هم ‌بيله څو دگوتوپه شمار کسانوڅخه نورټول دپيسوپه زوردولتي محلي وا کدارانوسره په تړاو کي کسان ولسي جرگې اومشرانوجرگې ته ټاکل کېده.هغه وخت هم دټاکنولپاره يوه اندازه لگښتونوته اړتياوه چي دالگښتونه ديوه عادي سړي چي هرڅومره وطنپرست اوکارپوه واي په توان کښي نه وه،ځکه دپيسو خاوندان اوبډايانو پارلمان ته لار پيدا کولاي سول .
پدې څولسزوکښي چي زموږ ولس يوازي دټوپک اوراکټوودفير اوازاونه اوري اودقدرت پر سرجگړ ې هغه دچاخبره خپل نوم ځينې هير کړی، اصلأ په اراده اويادارادې په څرگندولواودهغې په رول نه پوهېږي .
همدا دليل دی چي اوس هم هغه څوک دغومقامو ته رسېږ ي اوياپارلمان ته لار پيدا کوي چي زور اوزر ولري اوترډيره بريده دانجوگانو اونوروبهرنيوموسسو سره اړېکه ولري . اوس چي انسان دافغانستان سياسي اوپوځی جوړښت ته گوري داسي ښکاري هرڅوک چي دوژلو اولوټماريو توان ولري ،وسله وال کسان وساتلاي سي دهغه خبره ترهر چا وړاندي منل کيږي اوپه هره هيوادنۍ مسله کي دهغه گډون حياتي بولي . يعنې په حقيقت کښي دتعقل ،هوښياری اوهيواد سره دميني ځای پيسو اووسله والوکسانولرلونيولی .
پدې ټول پوهېږي چي زموږ په هيوادکي تر ډيري مودې دروڼو،دموکراتيکو،بېله لاسوهنواودرغليو انتخاباتو لپاره ډيره اوږده اوله ستونزونه ډکه لارپه مخ کښي ده . خولکه دنړی بل هر ولس موږ هم بايد دالار ووهواوله دغوکږلېچونه تيرسو.
پدې يوه مياشت کښي هرکانديد څومره چې ئي توان رسېده دځان په گټه دتبليغاتوميدان تود وساته ،هغه دښاغلي بشردوست خبره يوکانديد هم ونه ويل چي مقام غواړي ټولوهمدايوه خبره کول چي دچوپړکوونکي په توگه قبول سي .سره له دې چي همدا خدمتگاربيا بله ورځ په حاکم بدلېږي ، اوداحاکم بيا دملت نه دغلامي طمع لري .
زه نه غواړم کانديدان وارزوم اوياپردي وږغېږم ،چي دابې شميره کانديدان ددموکراسی علامه ده اوکه دبيکاری اوياځان ښودنو؟هر څه چي وه هغه وه . له نېکه مرغه ددې پروسې په هکله تربل هروخت زيات افغان ليکوالودکانديدانو،دهغوي دپروگرامونو اوراتلونکې په اړه په پېخر ليکنې وکړې ديوه په هکله هم دچاسره سوال ندی پاته سوی هريوئي داسې راوسپاړه چي چائي فکر نه کاوه .
کورنۍ اونړيواله ډله يزي رسنۍ يوازي په همدې مصروفې وې چي داپروسه اوکانديدن معرفي کړي ،نور مسايل تر ډيره بريده دهمدې مسلې تر سيورلاندي راغلي وه .
داټاکنې دنړی په تاريخ کي دهر بل هيوادتر ټاکنو گراني تماميږي اودزيات لگښت په پايله کي به ترسره شي .
دبېلگې په توگه :
۱/ دټاکنولگښتونودپوره کېدوپه خاطر يوازي دامريکامتحده ايالاتو(( ۲۶۰))ميليونه ډالره اروپايي ټولنې ((۴۹ ))ميليونه ډالره ،همدا ډول دنړی نوروهيوادوهم مرسته کړې چي په ټوليزه توگه دټاکنودلگښت لپاره تر ۴۵۰ ميليونوزيات ډالر ومرسته سوې ده .
۲/ دټاکنودمرکزونودامنيت لپاره به(( ۳۱۲))زره کورني اوبهرني ځمکني او هوايي ځواکونه امنيت ساتي چي تر اوسه ددې مرکزونوشمير ((۵۶۰۰)) ته رسېدلې خودکورنيوچارووزارت وايي چي دټاکنوتروخت پوري دانورو ((۴۶۴ )) مرکزونودامنيت تر چتر لاندي راوستلولپاره هم تلاښونو ته دوام ورکړي .
که ددغوامنتي ځواکومالي لگښت يوازي په همدا يوه ورځ چي په حقيقت کي يوه ورځ نه ده بلکي څو ورځې دي دقيق محاسبه سي تر څوسوو ميليونودالرو اوړي ، په اټکل ډول تر يوميلياردډالرووپورې دالگښت رسېږي .
۳/ دخپروسوومعلوماتوله مخې يوازي پنځونفرووتلوکانديدانو ((درې ميليونه دوه سوه شپږدېرش زره )) ډالره دعلنې لگښت لپاره گويا له بانکونوڅخه پور اخيستی،چي پدې کي تر ټولوزياتي پيسې يعني (( دوه)) ميليونه ښاغلي کرزي له کوم خصوصي بانک څخه پورکړي . داچي دغوبانکونو څنگه ،دکوم اعتبار له مخي دوي ته دومره پيسې ورکړي ،اويادوي به داپورسوی پيسې له کوموعايدوپوره کوي دابل سوال دي چي ترډير به لاجوابه پاته وي .
دبې بې سي دخبرله مخې يوازي دټاکنود سياليوپه لومړيو ۱۵ ورځوکښي تر ټولو ډېر لگښت د حامد کرزي دى چې له(( ٨٥ ))ميليونو ډېرې افغانۍ يې لگولي دي، په دوهم کتار کې سيد جلال د(( ٣٧ ))ميليونو افغانيو، په درېيم کې محمد ياسين ساپی له(( ٢٦ ))ميليونو ډېرو افغانيو په لگولو او له هغه وروسته هدايت امين ارسلا ، فروزان فنا ، اشرف غني احمدزی او عبدالله په هغو(( ٤١ ))نوماندانو کې راځي چې په کمپاينونو کې يې ډېرې پيسې لگولې دي . که په منځنۍ توگه دانورو ۳۵ کانديدانودوه ميليونه افغانۍ مصرف کړي وي شمير ئي ((۷۰)) ميليونوافغانيوته رسېږي ،اودبلې خوا پدې نوروپاته ورځوکښي هم دغو ښاغلو بې شمېره پيسې مصرف کړي چي شمير ئي دلومړنيو ورځوتر لگښتونوډير دی .
۴/ دټاکنوپر پروسه باندي دنظارت لپاره دافغانستان دټاکنو دمستقل کمسيون دخبرله مخې دکورنيو اوبهرنيو مختليفو((۳۲ ))سازمانو ((۲۰۰))زره نفربه دټاکنوپر پروسه باندي نظارت ولري ، چي تراوسه ((۱۵۰))زره کسانوته دنظارت کولواعتبارنامه ياکارت وېشل سوی دي .
پدې جمله کښي دکورنيو اوبهرنيو مختلفو(( ۳۲)) سازمانو ،((۷۶ ))کورنۍ اوبهرنۍ ډله ايزي رسنيو،((۱۷ ))سياسي گوندونو تر ((۳۰۰)) زيات استازي او۵۶۷ دولايتي شوراگانواوڅلورتنه دولسمشري لپاره کانديدان شامل دي .
خوترټولودشرم اوتعجب خبره خوداده ، پداسي يوه هيوادکي چي تر اوه ميليونه زيات وگړي ئې دفقرترکرښي ټيټ ژوند لري ،بېکاري اوج ته رسېدلې وي ،ددرملودرک نه وي ،له بي امنۍ څوک پزه له دروازي نسې ښکاره کولاي دهرښاغلي کانديد چي نوشمير ۴۲ تنه وود عکسونوپر چاپ باندي چي په انگلستان کي چاپ سول دهريوه دعکس پر سر يو ميليون ډالره ولگېدل ، دادې ولس خدمتگاران . دابې ځايه لگښت پداسي حال کي کېږي چي په ۴۲ ميليونه ډالره کېداي سول داسي يوه فابريکه جوړه سي چي لا اقل(( ۵۰۰۰ ))کارگروبه هلته کارپکښي کولاي اوتوليدات به ئې دهيوادپر اقتصاد موثر تاثير ښندلی واي .
ددې په څنگ کښي نور لگښتونه هم شته چي محاسبه ئې ددې ليکنې تر حوسلې وتلې خبره ده . پدغولگښتونوزموږ دغه راتلونکي درې کم څولوېښت ولسمشران پوهېږي ،پدې هم پوره خبردی چي دافغا نستان عامو وگړوته هر ه ورځ گواښونه کېږي چي په ټاکنو کښي برخه وانه خلي .داچي دا گواښونه ولي په هغوي سيمو کښي کيږي چي پښتانه اوسې په جواب کي ئې دومره ويلاي سم داهم دپښتنوپرخلاف په بهرکي يوه جوړه سوې دسيسه ده ،غواړي داهم يوه له هغوپلانوڅخه وي چي تر ټاکنو وروسته په افغانستان کي بې نظمی لپاره په طبعي شکل لاره هواره سي .غواړم په څوټکوددې دسيسې راسپړلوته ستاسو پام راواړوم .
همدا اوس هم له بدمرغه يوشمير ايران پلوه ياپه بله اصطلاح چي له پښتنوسره په دښمنۍ کښي خپله بقاويني په ليکنو کښي دټولوناخوالوپړه پر پښتنواچوي ،داسي څرگندوي چي درغلۍبه يوازي دکرزی لخواکېږي ، سره لدې چې که دهر چا وس ورسېد هغه به درغلۍ وکړي .نوکه پښتانه درايومرکزونوته ولاړ نسي طبعي ده چي هغه څوک بايد بريالي سي چي پښتان ئي نه غواړي . نوپښتانه بيا خوابدي اوممکن مخالفت وکړي دابه هغه سندوي چي دپښتنودښمنانوپلاس ورسي او چيغه به کړي وموليدل ستاسو حق ئي وخوړ ۍ ،هغه څوک واک ته ورسيد چي تاسوئي نه غواي نوراپورته سی جهاد ته ملاوتړی .پدې خبره کي به تر ډيره بريده دگاونډيانو ځانگړي گټي رانغښتې وي . اوزموږ بېچاره اودپاک زړه خاوندان پښتانه به بياوسلې ته لاس کړي داځل به په بل شعار اوبله غوښتنه دنړيوالي ټولنې دپوځي ځواک په مقابل کي چي تر غاښوپه مډرنه وسله سمبال دي درېږي . دا دوه مخي دوستان به يوځل بيابهرنيانو ته ووايي چي تاسوئې گوری دوي (پښتانه ) دټاکنو پايلې نه منۍ ياغيان سوی دي ،دسولي اودموکراسی سره مخالفت کوي .دغه توره دسيسه پدې گواښونوکي پرته ده چي نه غواړي پښتانه په ټاکنو کي برخه واخلي . پدې خاطر دافغانستان ددولت له ټولوافغاني مخالفينوڅخه غوښتنه داده چي په ټاکنو کښي دپښتنو دگډون مخه مه نيسۍ ،دادپښتنو دراتلونکې ،نړيوال اعتبار، ملي رسالت اوتاريخي مسوليت سرته رسېدوپه زيان ده .
دټول افغانستان اوپه ځانگړې توگه دپښتنودنام اونښان ،دپښتنو دکور اوعزت دساتلواوپه هيوادکي دملي وحدت دتامين په خاطر بايد پښتانه درايو مرکزونوته ولاړسي اودخپلې خوښې کانديدته رایه ورکی ،خيرکه ستاسو دخوښي کاندي بريالۍ نسي،خوپه هيڅ صورت دغه تاريخي پړ ه نه بايدپر پښتنووي چي هم ئي خپله په ټاکنو کښي برخه وانه خيستل او اوس دټاکنو پايلې نه منې .
تر ټاکنو وروسته دکانديدانواوددوي دپلويانودغوگواښونوته چي ممکن امنيت گډوډکړي اوپدې توگه دخپلي خوښې کانديد زورنندارې ته وړاندي کړي نړيواله ټولنه هم متوجه سوې ده .
په افغانستان کې له انتخاباتو وروسته د تاوتریخوالي دراپيداکېدواوبې امنيوته لاس اچونې په هکله اندېښنې وروسته له هغې را پیدا شوې، چې په یوه عربي ژبه ورځپاڼه کې د ډاکټر عبداله د کمپاین د يوه مسول عبدالستار مراد په حواله ویل شوي وو ((که چیرې د انتخاباتو نتایج د دوي په ګټه نه وي نو له کلاشنکوفونو سره به واټونو ته راوځي او په بلوا به لاس پورې کړي .))
سره له دې چي خپله ډاکټر عبداله دا راپور ناسم وباله او ویویل، چې دی به د شفافو انتخاباتو نتایجو ته غاړه کیږدي . خوداهم نده معلومه چي ښاغلي عبدالله به دټاکنودبايللوپه صورت کي دټاکنوپايلي ومني ؟ اوهغوته به شفافي ټاکنې ووايي ؟ دټاکنودشفافيت مسله دهرکانديد له خپله نظره اودخپلوگټوپر بنيادڅېړل کيږي .
د همدغو راپورونوله خپرېدو وروسته د افغانستان لپاره دملګرو ملتو ځانګړي استازي هم له ټولوکاندیدانو اودهغوی له پلویانووغوښتل چې د انتخاباتو نتایجواوپايلوته ته غاړه کیږدي .
په افغانستان کې د اروپايې څارونکو ډلي مشر فیلیپ موریون هم وايي : (( تراوسه پورې له دیرشو نه له زیاتو کاند یدا نوسره لیدلي او هغوې ته يې په دې اړه، چې ګواکې ځینې کاندیدان له انتخاباتو وروسته تاوتریخوالي ته لمن وهي خپله اندېښنه شریکه کړې ده.هغه وويل چې کاندیدانو ورته ډاډ ورکړې، چې د انتخاباتو نتایج به مني )) هغه زياتوي ((زموږ غوښتنه نه یوازې له کاندیدانو بلکه د هغوی له ملاتړ کوونکو څخه داده، چې له انتخاباتو وروسته ارامي خوندي وساتي او د انتخاباتو نتایج ومني او موږ ژمن یوچې د انتخاباتو بهیر په جدي توګه وڅارو.))
متاسفانه ښاغلي کرزی هم دي بې سي سره په راديويي مرکه کښي چي داگست پر ۱۳ مه ترسره سول يوه بې مسوليته څرگندونه وکړه ،هغه ددې سوال په سوال په ځواب کي چي په هره سيالۍ کښي وړنې اوبالنې سته ايادټاکنوپايلي به ومنۍ وويل : (( ازاده ټاکنه غواړم ،ازاد انتخابات غواړم ،چي دافغانستان دخلکو په رايه وي ،په هغه وخت کي ئي بايلل منم . اوکه دخارجيانودخوااوددوي پلاس دانتخاباتونتايج ټاکل کيږې هغه بيانه منم ،هغه دافغانانوسره ظلم دی اوددي خاوري سره ظلم دي .))
داسي ښکاري چي دامريکا اوښاغلي کرزی ترمنځ کومه نرمه غوندي شکر رنجي راپيداسوې ده ،ممکن دليل ئي داوي چي ټوله نړی له يوه سره دده ترمشرتابه لاندي دولت ديو فاسد،بيکاره ، ضعيف اوله خلکونه ليري حکومت په نامه ونوماوه ،چي دا ارزونه دښاغلي کرزی اوپلويانو پر مزاج برابره رانه غله او خفه سول،نوئي ددغه شکر رنجۍ نه دانتخا باتي کمپاين لپاره استفاده راپيل کړه .کنه داچي له لويه سره بهره نيانوښاغلي کرزی اوبيا راوروسته موقتي ،انتقالي اودټاکنوترنامه لاندي دافاسده اداره اوپه مختلفوجرمونوتورن کسان پر ولس وتپل ، هغه وخت خوشحاله وو،اوس چي ترډيره بريده به بياهم داښاغلي کرزی دميليارډونودالروپه لگښت دټاکنوترنامه لاندي پر خلکو وتپي دخلکودغولونو لپاره داډول تبليغات پيل سوی .
کنه دلويي جرگې جوړېدل ،دطالبانو،حزب اسلامي اونورومخالفينوسره خبري ،وسله والو ځواکوپياوړتيا،دولتي اداري سمون ،دښځواوځوانانو ژوندته پاملرنه ،دبيارغونې پر کاروله سره کتنه ، دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دباور رپيداکېدولپاره تلاښونه چي ښاغلي کرزی ئې په خپل نامه اعلانوي په حقيقت کي دافغانستان په اړوند دبارک اوباما دنوي کړنلاري چي سياسيون ورته ستراتېژي وايي اساسي ټکې بلل کېږي په هر حال ديوه برحال جمهوررئېس په توگه ښاغلي کرزی اخلاقأ داحق نه درلود داډول څرگندونې وکړي .
تر دغوڅرگندونو وروسته داډار ډير سوچي ممکن دعبدالله اوياکرزی دناکامی په صورت کي ددوي دپلويانولخوا اړودوړ ته لمن ووهل سي . دښاغلي اشرف غنې له ټولوڅرگندونوداجوته ښکاري چي دبايللو په صوخرت کشي به دراتلونکي لپاره زيار وباسي ،ځکه خوئي په اصطلاح دکانديدانوپه مناظره کښي وويل چي زه دلسوکلونولپاره پلانونه لرم ،که بريالی نسوم کېداي سي يوبل څوک ئې پلي کړي .
پدې ټول پوهېږي چي داټاکنې به هم له درغليو،لاسوهنوڅخه په امان کي پاته نه وي . داچي دالاس وهنې به دچاپه گټه اودچالخواڅنگه ترسره کېږي خپله همدانوم اندان پرې پوهېږي .
ښاغلي کرزی دلاسوهنوامکانات له دريولاري اټکل کړه چي لومړی دولتي ارگانو لخوا،دوهم دپيسو،وسلواوفشارونو پوسيله ،دريم په افغانستان کي دخارجيانولخوا.خو دائې څرگنده نکړه چي بهرنيان په کوم ډول کولاي سي په ټاکنو کي لاس وهنې وکړي .
سره لدې چي ښاغلی کرزی وايي مادولتي چارواکوته جدي هدايت ورکړی چي دټاکنوپه پروسه کي لاس وهنه ونکړي .
مگر دښاغلي کرزی په گډون دهرکانديدپلويانوپه مرکز ولاياتواوولسواليوکښي له ټولودولتي امکاناتو څخه دخپلي خوښې دنوم اند په گټه پراخه استفاده کړې . دڅوکانديدانولخواجوړې سوې شوراهم پر ښاغلي کرزي تور ولگاوه چي ددولتي امکاناتونه پراخه استفاده کوي،اوس دهغوپه گوته کول بل وخت ته پرېږد م .
دبېلگې په توگه دجولاي پر ۷ مه د افغانستان لپاره د ملګروملتو دسرمنشي خاص استازي کای ایدې هم په یوه خبري غونډه کې تورولګاوه چې ځینې افغان دولتي چارواکي د انتخاباتو په پروسه کې لاسوهنه کوي .
زه غواړم پدې ليکنه کښي يوازي دې مسلې ته اشاره وکړم چي دټولومنډوترړواوبې حسابه لگښتونوسره بياهم دسي اوازې دکانديدانو اويادهغوي دپلويانو لخواتر غوږوکېږي چي دناکامی په صورت کي به ټاکنې غير قانوني بولي اويو ډول اغتشاش ته به خلک راپاروي .
کېداي سي په دې تبليغاتوله بهرنيانونه تر وخت دمخه امتيازات ترلاسه کړي اوياهم ممکن دناکامۍ په صورت کي ددغه اړودوړتر سيوري لاندي ځان له محکمې نه وساتي . لکه دوستم چي په سمنگان کښي خپلوپلويانوته وويل بازارته راووزی اودټاکنو کارتونه وسوځوی ،اعلان وکړی ترڅوچي دوستم نه وي راغلی ، موږ په ټاکنوکي برخه وانه خلو .يعني هرڅه ديوه نفرپه خاطربايد ديوې ډلې لخواقرباني سي داډول ځان ښودنوتربه دمرحوم ډاکتر نجيب الله له وخت نه دوي ته پاته ده . دوي غواړي کوڅوته په راوتوسره داڅرگنده کړي چي دوستم څومره پلويان لري .
سره لدې کله چې ښاغلي دوستم څومياشتي وړاندي پسله هغه چي دلطيف پدرام سره يوځاي ئي داکبرباي پر کورپه نيمه شپه حمله وکړه ،هغه ئي په زورله کوره راوايست . د ترکي چارواکولخوا په خپله پوځی الوتکه کښي ترکې ته بوتلل سو. په ډله ايزورسنيوکي اوازې خپرې سوې چي اکبرباي اوکرزی بريالي سول دوستم ئي تبعيد کړ،خوډير ژردډله ايزورسنيو لخوادجنبش اسلامي کوم استازي وويل چي هغه دخپلې کورنۍ دليدولپارهدڅوورځودتېرېدوپه موخه ترکې ته تللی ډير ژربيرته راځي .دارژراتگ وځنډېد معلومه سول چي په خپله خوښه نه ووتللۍ اونه ئي دکورنۍ ليدل هدف وه ،ديوه مصلحت پربنيادله افغانستان څخه ترکيې ته دتل پشان ولا ړ ځينوداهم وويل چي دترکې تابعيت هم لري .
يوه نيمه مياشت وړاندي داخبره بياراپورته سول چي دوستم بايد راسي اودافغانستان دجمهوررئيس وياند ډله ايزو رسنيو ته وويل چي هغه دجمهوررئېس دپوځی سر سلاکار په توگه هرلحظه چي وغواړي راتلاي سي اودجمهوري رياست لخوادبل فرمان په لړکي دهغه دمقام احياکېدل اعلان سول .داکارپه داي حال کي وسوچي دهغه دبرطرفې فرمان هم چانه وو اورېدلی ،خير ممکن دارگ کارمندانوته کرزی صاحب لوستی وي .
داقيصه ځکه رانه اوږده سول چي زموږپه هيوادکي يوشمير سياسي سوداگر پدې چل پوهېږي چي څنگه اوپه کومو شرايطوکښي بهرنيان وډاروي اوله هغوي نه دلاسه وتلي امتيازات دوباره ترلاسه کړي .
ځکه خودا گنگوسې تر يوه بريده پرځاي ښکاري چي همدا اوس هر کانديدځان ولس ته منلۍ اوپر حق بولي اوهر يوهمدا يوه خبره کوي که شفاف اودموکراتيک انتخابات ،داسي انتخابات چي په هغه کي لاس وهنه ونسي تر سره شي نوهرو مرودغه ښاغلی بريالی دی ،يوهم ناکامي نه مني اوخپله ناکامي دټاکنود پروسې په درغليواو تاريکوټاکنوکي پټوي .
ځکه خوډارسته چي دځاني گټو اوخپلې ډلې دحمايي اوساتلوپه موخه تر ټاکنو وروسته دهيواد په کچه بې امنيو،لاريونولپاره چي په هغه کښي به هرغله اوداړه مارته دغلا اوسوځولواماکانات برابروي، دپردي شاته اماده گي نيول کېږي . له افغانستان څخه ماته داسي راپورونه هم رارسېږي چي دې موخوته درسېدولپاره له غربی اوجنوبي گاونډيانودوسلودپيرزوينوکاروانونه پ آسانو اوکچرو راروان دي ،که څه هم داگاونډيان داخبره نه منې ،ايران خوتيره ورځ څرگنده کړه چي ددغواندېښنوپر وړاند ي د اروپايي هيوادوله سفيرانوسره خبري کړې دي .
په لومړی سرکي زموږ غوښتنه له هر هغه کانديدنه چي بريالی نسي داده چي ديوه احتمالي جمهوررئيس په توگه خپلو تاريخي مسليوتونوته جدي پاملرنه وکړي ،له هرډول ماشومانه حرکت اوځان په دفاع کي ‌بېگناه ولس استعمال نکړي ،اونه ئې اغتشا ش ته راوبولي . يوځل ناکامي ددايمي ناکامۍ سمبول نه دی ،که داځل بريالي نه سواست ممکن بل ځل مو ولس ومنې ،دنياپه اميد خوړل کيږي . داسي ښکاري چي ممکن دټاکنو پايلې په لومړي دورکي څرگندي نسي اړتيا پيداسي چي ټاکنې دوهمه وارددوسيالانوترمنځ وسي ،زموږجدې غوښتنه داده چي پدغو دوهفتوکښي چي وروسته به ئې دوباره ټاکنې تر سره دهرډول سبوتاژ اوبې ځايه حرکتومخۀ پخپله ښاغلي نوم اندان ونيسي .
دافغا ن اولس په ځانگړې توگه ځوان اوپاکو احساساتونه ډکوزلمونه موغوښتنه داده چي دمقامونوته دځانگړو شخسيتونونه رسېدلوپه خاطر دهغوي دغولونکودلايلواوپارونکوشعارونوقرباني نسی .
متعلم بايدپه ښوونځۍ ،محصل پوهنتون کي اوکارگر په خپل دکارځاي کي په غريبۍ مصروف وي . پر ځاي به وي چې سرله همدا اوس نه دعالي اومسلکي تحصيلاتو اومعارف وزارت اړوندان دغه احتمالي ټکې ته جدي پاملرنه ولري او امنيتي ځواکونوته دتنظيمواودلوتر گټوملي گټې محترمې وي په ښارونواوکليوکښي دامنيت په خوندي ساتلوکي پاته رانسي . په قانوني بڼه دهرنوع داسي سبوتاژچي پايله ئي گډوډي اوبې امنيتي وي په کلکه مخه ونيسي .که په رښتيا ملي وسله وال ځواک دی پدې ټاکنو کښي بايد ثابته کړي چي دافغان ولس په چوپړکښي دي نه ددې ياهغه کس اوياتنظيم .
دابايد څرگنده کړم دسياست دمامول پر بنياد دغه کسان چي اوس ځانونه زموږ اوستاسو غمخواربولي چي کله واک ته ورسېږي ډير پلويان ئي هير سي .دښاغلي کرزی وايي په روزگان کي خبرسوچي دموقتي ادارې مشر وټاکل سو،داپدي معناچي دروزگان اوپه ځانگړې توگه ددهراود ولسوالي خلکو وساته،خوکله چي ئې پښې تر ارگ پورې راورسېدلې لومړی حمله ددهرادودوسلوالي پر يوه واده وسول اوروزگان ئي داسي هيرسوچي دخپل حاکميت په اته کلنه دوره کې ئې يوکارهم ددې ولس په گټه ئې هلته ندی ترسره کړی .
روزگانيان د هغه پخوانيو ناخوالوسره تراوسه لاس په گريوان دي ،ډېرئي دظلمه غروته پورته سول .نوتاسوبه ئي هم هيرسی ،داپه سياسي ژوندکي څوځله تجربه سوې خبره ده . له دي امله ترهر څه بهتره اواساسي خبره داد چي دملت گټې درته محترم وي ،هيڅ داسي يوحرکت ونکړئ چي دهغه په پايه کي داغلي ځانونه بهرنيانوته څرگند کړي چي څومره پلويان لري اوپه هغوي کوم ډول کارونه ترسره کولاي سي .
ښه دابولم چي هر بايلونکی کانديد دقانوني مراجعواونړيوالوسازمانوپه مرسته دخپل حق نه دفاع وکړي ،نه داچي عام ولس دځان په گټه انارشي ته راوپاروي ،البته مظاهره دهرچا قانوني حق دی .مگردداسي کسانولپاره چي ځان ئي دولسمشری ته ټاکلۍ وو،بايد په جدي توگه دخپلو پلويانودمظاهرواولاريونوپايلوته پام واړوي .
بياهم په تکرارسر ه وايم ،ټاکنې چي دهرڅومره درغلوسره ترسره شي بياهم داچي يوڅوک اويايوه ډله په زورواک تر لاسه کړي ، ټاکنې يوه قانوني اودموکراتيکه پروسه ده . بايد په ملي عنعنه بدله او وساتل سي .
پدې بايد زموږ غيرتي ولس پوره پوه وي چي زموږ دخاوري بهرني دښمنان زموږ پر خلاف له هرډول امکان اوفرصت نه دخپلو شوموموخولپاره استفاده کوي،بايد هوښيار اوسو ترڅوهيڅوک ونسي کولاي موږ دخپلو گټوپه خاطردهيواددملي گټو،ځمکنۍ بشپږتيا اوملي يووالي پر خلاف استعمال کړي . ومن الله التوفيق
اخځونه :
۱ / ملي تلويزيون داگست ۱۶م خبري سرويس
۲/ بې بې سي د۲۰۰۹ کال دجولاي ۲۰ 2009مه
۳/ دکانديدانوسره د ارياناتلويزيون داخبرو اترو له پروگرام نه ياداښتونه
۴/ تاند د۱۳۸۸ ل کال داسد ۲۲
۵/ تاند ۲۰۰۹ ز کال داگست ۷ مه
۶/ تاندد ۲۰۰۹ ز کال دجولای ۸
۷/ دبې بې سي راډيو پشتو ويب پاڼه دا۲۰۰۹ ز کال داگست ۱۳ مه