د چَـل ډيمـوکـراسـي او بَـدل اميـدونـه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

د تيري مياشتي (جولای) په پنځلسمه د انګلستان د انډيپنډنټ په ورځپاڼه کي د ايان بېرل په قلم يوه جالبه ليکنه خپره سوې وه چي د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو او د غربي ډيموکراسۍ د کذب او ريا په هکله يې ځيني واقعيتونه بيان کړي دي . ما ددې ليکني اصلي جوهر په پښتو ژبه اړولی او دلته يې ګرانو لوستونکو ته وړاندي کوم .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په افغانستان کي يوځل بيا د جنګسالارانو خوبونه رشتيا کيږي ، هغوی خپل په وينو سره لاسونه په امريکايي ډيموکراسۍ باندي مينځي او داسي معلوميږي چي د افغانستان و تراژيکي ماجرا ته يوځل بيا رنګ ورکوي . دغه هيواد چي اوږد مهاله جګړو تکه تکه کړی نن سبايې د فقر اوفساد اثرات د خلکو د څهرو او د هيواد د در ودېوالو او کنډوالو نه د ورايه معلوميږي . دولس زخمونه هر يو غملړلي داستانونه لري . خو غربيان لکه پهلوان زنده خوش است د ډالرو په را بهېدو او د عسکرو په لېږېدو سره ځانته ته تسل ورکوي چي دلته به د دوی ډيموکراسي معجزه وکړي او په دغه را روان جنجالي انتخاباتو کي به سوله اوصفا تأمين او هرڅه به ګل وګلزار سي .

لاسپوڅې څهرې او ډلي بيا مشروعيت پيدا کوي ، او وروسته به دوی د هغوی د حاميانو په توګه د خپل حال و احوال په ماحول کي لکه د نړۍ په هر بل کونج کي چي معمول دي و يوه ا وبل ته به مبارکي وايي ! حال داچي دغه اصل هېر سوی دی چي افغاني ټولنه بلکل يوه سنتي ټولنه ده او د غربي ډيموکراسۍ سره هغسي شناخت نلري لکه په دې هيوادو کي يې چي څوک پېژني ! خو امريکا او غربي نړۍ داسي انګېري چي بلاخره د پېړيو را وروسته دا پلا د هغوی د غربي ډ يموکراسۍ جايزه د افغانستان په نامه را ختلې ده . ګڼ شمېر پوځيان يې د انتخاباتو د امنيت دپاره دې هيواد ته را مات کړي دي، خوددې سره جګړې لا نور هم تاو اخيستی او تر پخوا زيات بېدرکه وژني تر سره کيږي او د بېګناهه انسانانو ويني دي چي بهيږي .

صدراعظم ګورډن براون د تيري مياشتي په ورستيو کي د پارلمان د وکيلانو په وړاندي وويل چي په افغانستان کي د ډيموکراسۍ پراختيا او دبنيادي ثبات ټينګېدا د هغوی د لومړنيو اهدافو څخه دی ، لويه خطره وهغه چا ته متوجه ده چي د بې ثباتۍ او ډيموکراسۍ د بهير سره مقاومت وښيي !. د براون د دولت مخالفان په کنايې سره وايي چي د براون د کابينې غړي د هغه غملړلو او ښکو او ساندو څخه ولي سترګي پټوي چي د افغانستان څخه د انګليسي عسکرو د جنازو د رسېدو په خاطر بهيږي ؟ تر څو به زموږ داغداره ميندي زموږ د مړو پوځيانو په وير کي به تر خپلو سترګو دغه شاني بارزښته مفتي اوښکي تويوي؟!

اوس هغه وخت را رسېدلی دی چي لږ شاني واقعيتو ته پاملرنه وکړل سي . ښايي چي موږ به د هغه پخواني توهم په خيال کي يو چي نسو کولای د افسانوي ډيموکراسۍ په سراب کي دغه موجوده واقعيتونه تشخيص کړو . زموږ لويه ستونزه داده چي د پخوانيو موډلونو او د خپل تاريخي تکامل په بهیر کي و نورو هيوادو او ملتو ته نسخې ورکوو . هماغسي چي موږ پخپله د رایی کارټونه په صندوخانو کي اچوو او دغه پخه پروسه پخپل هيواد کي يو ډيموکراټيک عمل ګڼو، نو فکر کوو چي بس دغه کار به د نړۍ په هر هيواد کي هم همداسي يوشاني مفهوم افاده کړي . حال داچي اشتباه کوو . موږ يوازي د مسئلې وظواهرو ته ګورو او د قضيې په محتوی او د هغه په ماهيت کار نلرو، په واقعيت کي دا يو صوري، شکلي او عوام فريبانه عمل دی چي و خپلو آني سياسي اهدفو ته د رسېدو د پاره هغه پلی کوو . په حقيقت کي موږ خپل ځانته فريب ورکوو نه بل چاته .

په دې وروستيو کلو کي موږ د نړۍ په مختلفو هيوادو کي دداسي پراخو او سرتاسري انتخاباتو شاهدان وو چي د ډيکټاټورانو لخوا به رهبري کېدله ، په نهايت کي هغوی د ډيموکراسۍ په نامه د خپل مطلق حاکميت و مشروعيت ته لاره برابرول او د ولس ورايو ته يې لاس غزاوه، خلکو به هم په دې اميد چي د ډيموکراسۍ دغه تازه ډېوه چي د هغوی په ژوند کي ځلېدلې ده، او په دې هيله چي په هيواد کي به د زياتو آزاديو او د خلکو د کاميابيو ناظران وي نوهيله من وه و داسي انتخاباتو ته زړه ښه کړي .

خو خبر داسي نه وه ، دداسي حالت په رامينځته کېدو سره د انتخاباتو تر شا نور وجوهات ليدل کېدل ، د هغوی په وسيله دلته داسي تلاښونه تر سره سوه چي يو پر ملا مات او ناکامه دولت ته نجات ورکول سي . په دې کي هيڅ شک نسته چي د ډيموکراسۍ د ښکلي نامه تر شا زیات اخلاقي رذائل لکه فساد، رشوت، فحشاء، غلا، قاچاق، زور او سړي تښتونه پراته دي دا هغه څه دي چي و ټول ولس ته اظهر من الشمس دي . دغه شان ډيموکراسي په حقيقت کي د قدرت طلبه اشخاصو د پاره د پرمختګ يوه زينه ده . دلته قدرت و داسي اشخاصو ته سپارل کيږي چي په سړه سينه او آرامي سره ملي شتمنۍ حيف و ميلوي او ملي ثروتونه و خپلو حسابو ته ور شوه کوي . خو په مقابل کي د هغه خلکو د ژوند په حالت کي چي دوی ته يې ووټ ورکړی دی هيڅ بدلون نه راځي او ان ورځ تر بلي بدتره کيږي .

نن بيا په افغانستان کي د يوې نمونوي ډيموکراسی د پلي کېدو خبره زور اخلي ، دا پروسه په واقعيت کي د نړۍ و عمومي افکارو ته هم يو بې چون و چرا چلنج دی او هم د هغوی و حاميانو ته د عبرت يو درس . په افغانستان کي تير انتخابات په کال ۲۰۰۴ کي د غربي هيوادو لخوا د ډيموکراسۍ د پلي کېدو په هدف تر سره سوه . خو د بشري حقوقو د نړۍ واله ناظرينو د وينا په حواله دې خبري ته ګوته و نيول سوه چي په افغانستان کي د يوه سره ټوله د ويري او تهديد په حالت کي قرار لري . البته دا که رايه ورکوونکي وي، که خبر يالان وي،يا که سياسي حريفان ، ټوله په يوه سويه تر تهديد لاندي دي . د کابل پوهنتون د سياسي علومو استاد ودير صافي وايي : کله چي د افغانستان د پارلمان د نيمايي نه زيات غړي، د سخت دريزه بنسټپالانو، جنګ سالارانو او جنايت کارانو نه جوړ وي ، ټوله لار وهونکي غله او قاچاقبران همدلته را ټول وي ، مګر آيا تاسو بياهم توقع لری د داسي ډيموکراسۍ نه څوک دفاع وکړي او هغه ته زړه ښه کړي ؟

جالبه خو لا داده چي په داسي اوضاع کي د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزی د يوه فاسد دولت مشر د دې ټولوستونزو او مشکلاتو څخه ځان فارغ باله ګڼي او د دولت په دننه کي يې پر ټولو دغه تقصیراتو سترګي پټي کړي دي . په داسي حال کي چي په دولت کي چور او فساد لويه هنګامه جوړ ه کړې ده، خو هغه د يوې خوا بيا هم د جنګي جنايت کارانو او ظالمو محلي قومندانانو سره د قدرت پر تقسیم باندي چنې وهي وعدې ورکوي ،او د بلي خوا بيا د طالبانو سره د افغانستان په انتخاباتو کي د هغوی د مشارکت دپاره د دعوت خبري کوي ! آيا دغه شاني ډيموکراسي ته څوک غير له درواغجنۍ ، فريب کارۍ او دوه مخۍ څخه بل څه نوم ورکولای سي ؟

افغانستان چي اوس و يوه بل انتخاباتي پړاو ته نيژدې کيږي ، په واشنګټن کي د افغانستان په هکله يو خوشبينه ډيپلوماټ په دې باور دی چي په افغانستان کي انتخابات د ښځو، ځوانانو او د بېوزلو خلګو د قدرت مظهر دی . په همدې هکله بيا«جيمز كارويلي» چي د امريکا د ډيموکراټ ګوند يو مشهوره سټراتيژيست دی، د افغانستان د جمهوري رياست و يوه اصلي کانديد ته چي د کرزي مخالف دی توصيه کوي چي پام کوه،پښه دي سمه ايږده ، د افغانستان وضعه د بدلون په حالت کي ده .!!

امريکايي ډيموکراسي چي نن سبا د امريکا او ناټويي عسکرو د جنګي ماشين په زور په افغانستان کي خپل کرامات ښکاره کوي، نو تردې بله عجبه به څه وي چي د همدې ډيموکراسۍ په سايه کي جنګي جنايت کاران ، جنګسالاران ، قاچاقبران، مافيايي ډلي او فی الارضه مفسدين ځانونه رامخته کوي تر څو د افغانستان په دغه ناپرسانه حالت کي وځانونو ته برأت ورکړي او ددوی په وينا غواړي افغانستان د دغه اوسني نامطلوبه وضعي څخه چي همدا دوی و هغه ته را رسولی دی، را وباسي !

د افغانستان سناريو چي څوک د هري خوا را ګز کړي نو څه نوې خبره نه پکښې ليدل کيږي . درې کاله مخکي ملګرو ملتو نيژدې نيم ميليارډه ډالر د کانګو د ډيموکراټيک جمهوريت ته د انتخاباتو د پروسې لپاره مرسته وکړه . دغه سازمان داسي ددې جادويي انتخاباتو تر تأثير لاندي راغلی وو چي و نړۍ والي ټولني ته يې ډاډ ورکړ چي بس د انتخاباتو ددوهم پړاو په لومړۍ ورځ به ددې هيواد نه سمدستي خپل د سولي ساتونکي پوځيانو د وتلو طرحه به تر اجرا لاندي نيسي .

ددې اوسنيو حالاتو په پام کي نيولو سره چي د جګړو او بحرانو شومه پديده دافريقا ټوله قاره را مروړلېده، بايد څوک ودې نتيجې ته ورسوي چي ددې قارې ټوله بحرانونه، ستونزي، وژني او عام قتلونه، بې قانونۍ او جګړې په واقعيت کي د استعمار او استثمار شوم ميراث دی چي د زور ورو لخوا پلي کيږي . آيا دا سمه خبره ده چي د يوه ستر هيواد ټوله اړتياوي او غوښتني دي ناديده و نيول سي او يوازي دي د نړۍ والي ټولني توجه د انتخاباتو و ظواهرو ته را واړول سي؟ . او بيا دي په دې ظواهرو سره د درواغجنو تبليغاتو په څپو کي پر نړۍ باندي فضل فروشي وکړل سي او ورته ووايي چي دادی برادره موږ ددې هيواد ټول ريښوي هست وبود ورخراپ کړ ، خو په عوض کي مو هغوی ته انتخابات ورکړه ؟!

د غربي هيوادو د کړو وړو تناقض او دوه مخي په دې ټکي کي هم ښه ترها څرکنديږي چي د يوه هيواد دثبات او آرامۍ دپاره ډيري طرحي او رنګارنګه برنامې را وړل کيږي او په ميليارډو ډالرونه ور باندي لګيږي، خو ديوه بحران او ناخواسته بې ثباتۍ سره چي کله مخامخ سي نو هرڅه شړوت و شپاړلس کړي . يعني هغوی داسي تلاښ کوي چي په ځينو هيوادو کي حتی د يوه مخالف ملايم شمال د لګېدو مخه لا نيسي، خو ناببره د يوه ورانوونکی ، خانه خراپه او د کنټروله وتلي توپان سره مخامخ کيږي . دا دغربي ټولنو د ادارې ضعف او د هغو هيوادو ډير ضعيفه پېژندنه ده چي په لوی لاس بحرانونه پکښې زېږوي، قتلونه پکښې کوي او په درواغجنو ډيموکراسيو کي د خلکو حقونه ترپښو لاندي کوي .

تر ټولو ژوندی مثال يې د کانګو په انتخاباتو کي د جوزف کابيلا بری وو، دهغه بری ددې سبب سو چي ګڼ شمېر سوله ساتونکي پوځونه و هغه هيواد ته واستول سي، تر څو د کابيلا تر رهبری لاندي د انتخاباتو د ګټونکو او د«جان پير بومبا» تر رهبرۍ لاندي د انتخاباتو د بايلونکو ډلو تر مينځ د و ژنو او ويني توئېدو مخه ونيسي . يو کال د کنګو د ناوړه پيښو نه وروسته چي د دغه هيواد دولت د مشروعيت د بحران سره مخامخ وو کله چي د هيواد د پايتخت کينشاسا ثروتمنده سيمي وليدل سي د بومبا د پلويانو لخوا مرمۍ ورباندي اورېدلي وې . په داسي حال کي چي په دې هيواد کي فقر، لوږه، فساد، چور او چپاو بېداد کاوه او ولس د تباهۍ سره مواجه وو خو بياهم ددې سيمي په ختيځ کي جګړو، بحرانو او اوارګيو خپلي لومړۍ خبري کولې .

د افغانستان، کانګو، عراق او دنورو ګڼ شمېره هيوادو ترخې تجربې موږ ته را وښوده چي د انتخاباتو پلي کول ډېر آسانه معلوميږي خو تر انتخاباتو وروسته چي کوم زړه خوږونکي زخمونه د تاوتريخوالي په نتيجه کي را مينځته کيږي نو په نړۍ کي د هر با احساسه انسان زړه لړزوي . دغه خبره بايد د پامه و نه وزي چي د انتخاباتو او ډيموکراسۍ تر مينځ زيات توپير سته . دغه شاني توپير ان په بهترين معقول حالت کي لا څوک ليدلا ی سي ، هغه ډيکټه سوې او نا خپلواکه ډيموکراسي خو لا يوې خواته پرېږده چي تر شديد نظارت او کنټرول لاندي بيا انتخابات پکښې تر سره کيږي . په داسي انتخاباتو کي حاکم رهبران او د هغوی حاميان هيڅکله هم نه غواړي په هغه کي ځان باېلونکي وويني . په داسي ډيموکراسيو کي محکمې خپله لازمه خپلواکي نلري، امنيتي ځواکونه ددې پر ځای چي خلګو ته آرامي راولي پخپله د بيري او وحشت عامل کيږي، تر ټولو مهمه لا دا چي رسنۍ وابسته وي او د خپل طرف ور سپارل سوی نقش لوبوي .

د مثال په توګه، دغه تفاوتونه د زيمبابوې په پرتله د هغه د ګاونډي هيوادبوټسوانا سره څوک ښه ترها پوهېدای سي، همدارنګه د هند او ايران سره هم . دغه تفاوتونه ان کېدای سي و افريقايي هيواد غنا ته د امريکا د جمهور رئيس اوباما په سفر کي هم څوک درک کړي . نوموړي ولي هغه هيواد ته سفر وکړ خو و نورو افريقايي هيوادو ته نه ولاړ؟ دليل يې دا وو چي د غنا جمهور رئيس په ورستيو انتخاباتو کي ماتې خوړلې او هغه يې منلې هم وه . په طبيعي توګه کله چي په جګړو او بحرانو کي ستړي سوي ملتوکي انتخابات تر سره کيږي نو په حقيقت کي دهغوی ژوند تر بد بدتره سي او د خواريو نوري ډېري عرصې د هغوی د ژوندانه و مخ ته زنګون ووهي .

«پاول كولير» د نړۍ وال بانک پخوانۍ اقتصاد پوه او د « ناکامه دولتونو» په نامه د مشهوره کتابو ليکوال دغه موضوع په خپل کتاب کي څېړلې او واضح کړېده چي هرکله چي انتخابات د سياسي تاوتريخ والي په ګرداو کي را ګيرسي نو د انتخاباتو بايلونکي تل هڅه کوي هغه غنائم خپل کړي چي سترګي يې ورته لغړولي وي او دا په دې خاطر ده ترڅو د خپلو حريفانو څخه امتيازات تر لاسه کړي . داسي افراد او جريانونه، هغه توان او شهامت نه لري چي د پخپل سري او مطلقه قدرتو سره ډغري ووهي او نه هم د ډيموکراسۍ د مصارفو مسؤليت ته تن ورکوي . هغه تل د داسي موقعيت په لټه کي وي چي بس و امتيازاتو ته ځان ورسوي .

کولير وايي چي دا زموږ په ګټه ده چي موږ بايد دغه حق و هيوادو ته ورکړو چي خپل سرنوشت د خپلو عنعنوي رسم و رواجه سره سم تعيين او بدلون رامينځته کړي ، نه دا چي د هيوادو په چارو کي مداخله وکړو او خپل نامتجانس ايډيالونه پر هغوی تحميل کړو . واضح ده چي غرب د پارلماني ديموکراسۍ څخه څو قرنه تجربه لري، خو دا په دې معنی نه ده چي د غرب نظام دي هيڅ عیب ونلري او هر چا ته دي ايډ آله وي .

بارک اوباما دغه خبره په صراحت سره اعلان کړه چي دهغه دولت خيال نلري په افغانستان کي « جفړسوني ډيموکراسي » پلې کړي ، البته دغه شاني کردار پخپله يو ګام و مخي ته دی، خو ديوې حساسي نکتې نه نبايد غفلت وسي او هغه داچي که بهرني ځواکونه داسي خيال ولري چي د يوې اوږدمهالي مودې لپاره په افغانستان کي پاتې سي، نو په هغه صورت کي دي حتی د همدې نيم خامه او ګډي وډي ډيموکراسۍ د تحقق خيال هم د په نيژدې راتلونکي کي د سره وباسي . بهتره داده چي دا خبره په ډاګه او داسي نتيجه واخيستل سي چي په افغانستان کي د غرب ټولي طرحي او نخشې بېکاره او بې فايدې راختلي دي .

اوس اصلي پوښتنه داده ، کله چي غرب د خپلي ډيموکراسۍ د تحقق د پاره په ميليارډو ډالر مصرفوي مګر هغوی جنګي ساديزم، جنون او خپلو حيله ګريو پر سر اخيستی دی، چي په داسي شرايطو کي د انتخاباتو په پای کي به خپلي سترګي پر روانو واقعيتو باندي تړي او يو ځل بيا به د يوې درواغجني ډيموکراسۍ د تحقق په نامه او د يوه ناکامه دولت او کاذبه اميدو په خاطر د نړۍ د عمومي افکارو په وړاندي به درېږي ؟ پای