د افغانستان دخپلواکۍ جشن

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سيدعثمان سجش

افغانان په وطن مين اوميړني خلک دي د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره سرښندونکې مبارزه ، ددې هيواد ملي ځانګړتيا او ټول تاريخ تشکيلوي . دغه وجه ده چې افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو ځانګو وايي ، هغه پرله پسي قربانې چه افغانانو د افغانستان دجوړيدو او د خپلې ازادۍ لپاره ورکړه انګريزان په دې بريالې نشو چه دغه قوم خپل تابع کړي . کال ١٨٠٩ ميلادي نه تر١٩١٩ ميلادي پورې افغانانو د يوې پيړۍ نه زيات وخت فقط د خپل ازادى لپاره په جنګونوکې تيرکړل او د زياتي قربانې په وسيله يې له نن څخه ٨٩ کاله مخکې د زمري پر اته ويشتمه نيټه د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال خپله خپلواکي له بريتانيې څخه ترلاسه کړو ، غازى امان الله خان د خپلواکى اعلاميه په کابل کې د بادشاهي د اعلانولو سره سم اعلان کړ د افغانستان د خپلواکۍ داعلامي داعلانولو سره سم په هيواد کې دننه او د باندې يو زلزله پيداشوه ټول جهان د افغانستان دې مهم اقدام ته حيران شو ځکه چې انګليس په نړي کې يوازيني طاقت وه چې په نيول شوو ځمکوکې يې لمرنه ډوبيده .
افغانانو د خپلو مټو په زوردانګليسانو دغه امپراطوري ته شکست ورکړ اوخپل هيواد يې د اشغالګرانو څخه ازاد کړ . په د ې ازادۍ کې لراو بر پښتنو دخپلې خپلواکۍ دپاره ډيري هڅې کړي او د نړۍ لوي طاقتونه يې مات کړي دي ، دا دى اوس د افغانستان خلک د خپل هيوا د خپلواکۍ ٨٩ مي کاليزي جشن په داسې حال کې لمانځي چې په هيوادکې د بنسټيزو پرمختګونو ترڅنګ د بيان ازادې او دبيا رغووني پروګرامونو مخ پر وړاندى روان دي . خو ددې پراختياوو او بدلونونو باوجود د وروستيو کلنو د پراختياوو بهير او پايلو داهم ښکاره کوي چه له بده مرغه په خورا ډېرو برخو کښې لا تراوسه داسی منفی فکتورونه را مينځته شويدی چې دافغان ولس له غوښتنو او هيلو سره په انډول کښی نه دى افغانستان يوځل بيا د مختلفو توتيو او دسيسو ښکارشوي هره ورځ زمونږ هيوادوال او بې ګناه ماشومان په مختلفو طريقوسره خپل ژوند له لاسه ورکوى ، دهيواد ماشومان دتعليم نه محروميږي ، ددې جنګونو اصلي موخه معلومه نه ده خوظاهرا هغه پښتانه په نښه د ي کوم چې ټول عمر ددې سياستونو قرباني شوي او په مختلفو نمونو سره دوي د هرنوع ترقي او پشرفت څخه بې برخه پاتي شوي امنيتي ستونزي افغانان فکرمندکړي اوحکومت په دې لاره کې پاتي راغلي دى ، دغه خبره دافغانستان دحکومت دويم جګپوړي چارواکي احمدضيامسعود هم تائيد کړي وائي (( په افغانستان کې د امنيتي ستونزو ډېرېدل د زياتو خلکو د اندېښنې وړ گرځېدلي دي .
عامو خلکو حکومت ته سترگې نيولي چې په هېواد کې د امنيت د ښه کولو لپاره څه وکړي، خو د حکومت دويم ترټولو جگپوړي چارواکي ومنله چې پخپله حکومت هم نه پوهيږي چې څنگه په هېواد کې امنيت ټينگ کړي . د ولسمشر لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود وويل چې حکومت او نړيوال ملاتړي يې د امنيت د ټينگښت په اړه يوه منظمه او معقوله امنيتي تگلاره نه لري . ده وويل د مخالفو وسله والو په بريدونو کې زياتوالى د دغه ډول يوې تگلارې د نشتوالي له امله دى . هغه زياته کړه له بهره د راوښتونکو اورپکو د مخنيوي دنده د افغان حکومت پرغاړه ده او افغانان بايد په خپله خاوره کې د خپل هېواد ننگه وکړي . دغه رازد بى بى سى دپښتو څانګي درپورټ په اساس دافغانستان دفاع وزارت وايي سږ کال دخپلواکۍ جشن دولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځي دغه وزارت ادعا کوي چې ددې فيصلې اصلې موخه د لارو سړکونو د تړلو او بندېدلو مخه نيول دى . ګرچې دغه وزارت وياند دا نه مني چې گواکې د امنيتي انديښنو له کبله دا چاره تر سره کوي. خو ډير خلک ددې گام تر شاه امنيتي لاملونه ويني . د افغانستان د خپلواکۍ ورځ به هر کال د کابل په غازي لوبغالي کې لمانځله کيده چې زرگونو خلکو به په کې برخه اخسته،سربېره پر لوړ پوړو دولتي چارواکو، پوځيانو، زده کوونکو، بزگرانو او د ټولنې نورو پوړونو هم په دغه دستوره کې گډون کاوۀ . پوښتنه داده چې ولې د خپلواکۍ ورځ د غازي لوبغالي پر ځاى د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځل کيږي،ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي ځکه داسې کوي چې سړوکونه ونه تړل شي،خو ډېر خلک ددې گام تر شاه امنيتي انيښنې ويني. پورتنى حالاتو څخه معلوميږي چې ايا دافغانستان خلک په کومو شرايطو کې دازادې جشن لمانځي ايا عام خلک به په دې خوشحالې کې څنګه برخه واخلې داټولې خبرې ددې ګواهي ورکوي چې زمونږ په هيوادکې دامنيت مسله ډيرې ستونزي لري دغه شان (( ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله دوه برابره لوړه شوې ده ، د دغې ټولنې د مشر بان کي مون يو مرستيال جان هومز وايي د روان عيسوي کال د پيل راهيسې نژدې٧ سوه ملکي کسان وژل شوي چې د تيرکال په پرتله دوه برابره کيږي .ګرچې په هيوادکې بنسټيزې اوښتنې ترسره شوي دي کوم چې مثبتې شونتياوي لري خو ددې اوښتنو دبهير دلاښه کيدوپه خاطرلازمه ده چې ددې بهير لاروښونه او پالنه د افغانستان په دولتی اداره کې د خپلواکو، ملی، پاک لمنو او پياوړيو سياسی ځواکونو له خوا ترسره شي . د افغانستان خلک په دې فکرکي ؤ چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروسته به په افغانستان کې صلحه تامين شي اوافغانان به په هوسائي کې ژوند اختيارکړي مګر موجوده حالا تو نور هم دافغانانو کړاوونه زيات کړل او واکمن حاکميت ددې کړاونو په رفع کولو کې پاتي راغلى دى هره ورځ بيا هم په جنګ کې هغه بې ګناه هيوادوال خپل ژوند له لاسه وکوي چې بيګاه ته يې د يوې مړي ډوډۍ درک نه لږي افغان مظوم اولس نه پوهيږي چې کوم خواته مخه وکړي داځکه چې موجوده حاکميت تراوسه پورې په هيوادکې دقانون حاکميت او دفساد په وړاندې دومره پاتي راغلي چې دخلکوورته هيڅ اميدنشته ، دظلم اوعدم قانونيت په درشل کې افغانانوته دفرياد دروازي بندي دي دغه وجه ده چې دخپل هيواد داستقلال دجشن د لمانځلو خوشحالې هم ورنه هيره شوي . په افغانستان کې بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ او د ددې سره اداري فساد او د دولتي مديريت کمزوري زموږ د ټولنې ملي ګټې زيان مندکړي دي . ددې په خواه کې ځيني هيوادو نه غواړي چي دخپلو غرض ناکو سياست په دوام سره پښتانه د دنياد نقشي له مخي لري کړي او دوي د خپلو ټولو تاريخي اوکلتوري مسايلو څخه خلاص کړي ، پښتون قوم ته ډيره ضروري ده ترڅو په دې خبره ښه پوه شي اودنوردګټو قرباني نشئ . دافغانانو دښمنان په دې نيت کې دي ترڅو پښتون قوم چې په ټول عمرکې يي د شهامت او د لاوري صفات درلودل په ټولنه کې بدنام او د تل لپاره يي په خپلو کې په جنګ اوجګړو کې ډوب وساتي . ترڅو د دوي سياسي او اقتصادي ګټې د پېړيو پېړيو په اوږدو کې د بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي ، که خداى ناخواسته دښمنان په د ې کار کې برياليتوب ترلاسه کړي په هغه صورت کې به پښتون ولس د خپل ژوند دبقا لپاره ډيروستونزوسره مخامخ شي دا هغه سوالونه دې چې پشتون قوم يي دخپل مشرانوڅخه لري او دغه مشران بايد د زماني په دې روان سياستونو پوشي چې دا هرڅه يواځي د دوي د وجود دکمزورولو لپاره روان دى ، د دوي دغربت لپاره روان دى ، د دوي دبې سوادکيدولپاره روان دى .تجربو ښودلې ده چه د يو هيواد د خپلواکي دفاع هغه وخت کيداي شي ترڅو پوموټي ملت ، او لوړدفاعي قدرت او پياوړي حاکميت ولري افغانستان د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ او دهغه د ارزښتونو دساتني او تامين لپاره پوره مادي او معنوي امکانات لري ، خو يوازې ديوه پيا وړي ملي اوخدمتګار حاکميت ته اړتيا ده ، چه پور ته دندي ترسره شي . په دې هيله چې نور په هيواد کې جنګ ختم شي ترڅو زمونږ هيوادوال وکړئ شي په سوله کې دخپل هيواد دازادۍ جشن په شاندارو مراسمو سره تجليل کړي

تل دې وى ازاد افغانستان