داکتر مسعود سرلوڅ
زه له سياحت سره ډېره مينه لرم او زښت زيات مې خوښېږي.
هسې خو په سياحت کې د غرونو د واورينو څوکو ، شنو درو ، سمسورو باغونو او د طبيعت له نورو لورينو څخه ليدنه او د ملکونود وګړو له ژوند او د لرغونواو تاريخي اثارو څخه خبرېدنه د هر چا او دهر ګرځندوی ښه ايسي.
خو ماته ځانګړې اغیزه رابخښي او خپل وطن مې په سترګو کې ګرځوي !
په سياحت کې کله کله د ژوبڼونو نندارې ته هم ورځم . تر اوسه مې د نړۍ د خورا ډېرو ژوبڼونو ننداره کړې او په هغوکې مې ډول-ډول ځناور ليدلي دي.
په دې وروستو کې مې د يوه داسې لوی ژوبڼ ننداره وکړه چې ښايي د خپل ارتوالي او په کې د موجودو ځناورود شمېراو تنوع له مخې په نړۍ کې بې سارئ وي !
ژوبن تقريبا د هېواد پلازمېنه په بشپړه توګه نېولې او ورڅېرمه پرتو سيمو ته هم غزېدلئ دئ !
دا ژوبن اوس تيار شوئ او له جوړېدو يي څخه يی څه ډېره زمانه نه تېريږي ، خو په دومره کم وخت کې بيا هم پکې زيات ځناور راټول کړئ شوي او سړئ ويلای شی چې د ځمکې د مخ هر ډول ځناور په دې ژوبڼ کې ميندل کېدلای شي .
زه په دې ژوبڼ کې ډېر وګرځېدم او هرې برخې ته مې سر ورښکاره کړ، رښتيا هم ما دلته دغسې ځناور وليدل چې د نړۍ په نورو ژوبڼونو کې مې هيڅ نه وليدلي .
ددې ځناورو يوه بېلونکې نښه دا وه چې په ډله ييزه توګه به يي د خپلو همنوعو ځناورو پر بله ډله بريدکاوه او يو له بله به يی ګڼ شمېر څيرل او وژل به يي .
دوی خپلو کې له ارام ژوند سره هيڅ نه وو روږدي ، شپې او ورځې به يي یو له بل سره ښکرونه ورکړي وو.
دوی د همنوعو له وژلو څخه ځانګړئ خوند اخيست !
د ژوبڼ په دې برخه کې د بلې هرې برخې په نسبت زيات سيلانيان چې اکثره يي د نورو هېوادو اتباع وو ، د نندارې لپاره راټول شوي وو.
د نندارچيانو په منځ کې داسې ګونګوسئ هم و چې ددې ژوبڼ د ځناورو په روزلو او راټولولوکې د سيمې او د ډېرو نورو هېوادو د ژوبڼونو ماهرانو او فنکارانو لويه ونډه اخيستې او په يوه ځانګړې ذوق سره دا ژوبڼ تيار شوئ دئ .
د ژوبڼ له رامنځ ته کېدو څخه دمخه هم ، زه دغې سيمې ته چې د ګڼو باغونو ، ګل کڅونو اوسمسورو درو سيمه وه ، راغلئ وم .
دلته پخوا يو اتل ولس ميشته و .
بډای او لرغونئ تمدن هست و.
او دا ځای د سړيتوب او انسانيت دېره وه !
خو اوس یوه داسې ژوبن ته ورته پاتې کيږي چې د ډېرې کوچنۍ او ګوښې څنډې د نندارې کېسه يی لږ د مخه بيان شوه !
سوات- سمبټچم ۱۳۷۳ وږئ
د یوه سيلاني نظر
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode