دوردګو کلتوري يون؟؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دروانې ديموکراسۍ په اړو دوړ کې پر سياسي ګوندونو ،انجيوګانو او نورو ټولنيزو سازمانونو سربېره دکلتوري او ادبي ټولنو اوخوځښتونو بازار هم خورا ګرم دى .
ځينې داسې ټولنې به هم وي چې رښتيا هم دهيواد دفرهنګپالو وګړوله خوابه جوړې شوې وي ،موخه به يې يوازې هيواد ،کلتور اوادب ته خدمت کول وي. دهغوى هڅې اوکړنې له هيڅ چا پټې نه دي اوټول يې درناوى کوي خوله دې څخه سترګي نه شو پټولاى چې ګڼ کلتوري او ادبې خوځښتونه دپيسو پيداکولو ،شهرت او سياسي کمپاينونو اسانه وسيلې دي .
دهمدي ډول خوځښتونو په لړ کي يو هم د وردګو کلتوري يون دى چې پورته يادې شوې درې واړه ناوړه ګټې ترې اخستل کيږي .
ددې لپاره چې زما خبرې دچا په ضد تبليغ ونه انګېرل شي د دريو واړو ناوړو ګټو اخستنو بيلګې درکوم
١-پيسې پيدا کول :دوردګو کلتوري يون پر نورو چارو سربېره مالي چارې هم يوازې له ګل اغا احمدي سره دي هيڅ چا ته حساب نه ورکوي اونه يې ورکړى .پيسې له چا اخلي ؟ څومره اخلي ؟څومره په څه شي لګوي؟څومره پاتې کيږي؟دا له ښاغلي احمدي پرته بل هيڅ چا ته نه څرګنديږي .
دخندا وړ خبره خو دا ده چې د کابل په ټولو (ډيجيټل چاپ)مرکزونو کي په (٣٠٠)افغانۍ چاپېدونکي عکسونه يې محصلينو ته په (١٠٠)ډالره چاپ ښودلي وو .
٢-شهرت : ښاغلي ګل اغا احمدي د دريځ (سټېج)په يو مترۍ کې سنګر نيولې وې .په هرو لسو دقيقو کې د دريځ په سر راڅرګنديږي .ښه راغلاست دى وايي ،پرانيستونکې وينا دى کوي ،شعر دى وايي ،سپارښتنې دى کوي ،ډالۍ دى ورکوي ،اعلان دى کوي.لنډه داچې هر کار خپله کوي .
ښاغلى ډاکټر بهاوالدين بها چې دښاغلي احمدي ورور دى په رښتيا هم زمونږ وياړ دى ،خو په غونډو کې دده اواحمدي صاحب حالت اوچلند له يو بل سره زموږ د پولي تخنيک د يوه استاد هغه خبره را يادوي چې په ټولګي کې به يې وېل ((په کمپيوټر باندې په دنيا کي دوه کسان ښه پوهيږي يو زما ورور دى –په داسې حال کې چې نوري ګوتې به يې ټولې کړې وې اوغټه ګوته به يې ځان ته نيولې وه ويل به يې – بل نه ښييم .
٣- سياسي کمپاينونه : ښاغلى احمدي زموږ د جلادانو په ماڼۍ (ارګ)کې دنده لري . دده ځينو کارونو ته چې سړى ګوري داسې فکر کوي چې ددې ټولو په اړه له ارګه ورته هدايت کيږي .په هره غونډه کې دهغه چا عکس چې هر با احساسه افغان يې بيا نه غواړي د وينا پر ميز او يا د دريځ له پاسه بند شوى وي .
ما چې کله په لومړي ځل د وردګو کلتوري يون نوم واوريده ، ډېرې هيلې مې پيدا شوې خوله بده مرغه ډېر زر يې ځاى ناهيلۍ ونيوه .
اوس په تاسې ټولو هغو چې په افغانانو ، پښتنو او وردګو دردېږى غږ کوم چې يا خو راشى دغه کلتوري يون رښتيا هم د وردګو کلتوري يون کړى او يا له دغو تورو لومو د وردګ په تيره بيا سپيڅلي نسل او د راتلونکې هيلې (محصلين ) وژغورى

په درنښت

واحد وردګ



سلام نه مو ومني واحد صاحب ؛
ګرانه واحد جانه تا سو تروسه پوري ځه کارمو کړي ........ ؟
ستاسو د ليک څخه داسي معلوميږي چي په کوم غونډه کی تاسو ته وار رسيدلی نوی ........
که مهرباني وکړي ووايي چي تاسودچا لخوا هڅول شوياستی ....
دچالپاره کارکوي ...
دګران استاد احمدي صاحب په هکله ټول معلومات لري څه کوي ، د چالپاريي کوی ،او تر وسه پوري څه يي کړي او دوردګو کلتوري يون د جوړښت له مخنه ټول فرهنګيانو د ګران استاد له نوم سره اشنا وو..................

ډير وخت نلرم ګرانه واحد جانه ستا په څير خود خواکسانوته ليک وليږم يا دهغوي ليک ولولم
که تاسو غواړي چي مکمل ځواب در لاسه کړي نو لطف وکړي په دي شميره. 008613724807930 زنګ ووهي يا خپل شميره را وليږي .
هيله ده چي نورداسي بي ځايه او بي بنسټ ليک چا ته ونليږي خلک لکه تا سو غوندی ډير وخت نلري ..........
په درنښت
بسم الله وردګ
چين _ ګانځو