که چارښتيا ويل هغه بايد مړ اوياله هيوادنه فراروکړي ؟؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

دتنكي ځوان ژورناليست عبدالصمد روحاني قاتلين لاندي پيدا شوی چي فياض گواښول کيږي

۲۰۰۸داگست نهمه
هغه څوك چې غواړي وطن ته خدمت وكړي او د خپلو كړيدلو خلكو اواز پورته كړي ددموکراسي اوټولنيز عدالت دمخالفينولخواپه مرگ گواښول کيږي .


دجولاي پر ۲۸ مه په کابل کي د اريانا د شخصي تلويزيون خبريال د (حقيقت) خپروني چلونکى محمد نصير فياض په دې ګناه په کابل کي د ملي امنيت د اداري له خوا نيول شوى او زنداني شوئ وو،چي ګواکي دهمدي ټلويزيوني پروگرام له لاري يي دکابيني دغړوکاري نيمګړتياوي اوستونزي ملت ته په ډاګه کولې .
د راپورنو پر اساس ښاغلي فياض په خپل پروګرام ((حقيقت )) کې د تجارت پر وزير امين فرهنګ او د اوبواو برېښنا پر وزير تورن اسماعیل خان انتقادکړي وه. دحکومت ديوې اعلاميې پر اساس خبريال فياض داوبو اوبرېښنا له وزيرڅخه غوښتنه کړې وه چې دده کورته ۲۴ ساعته د اوبو اوبرېښنا اسانتياوې برابرې کړي ،مگر (اسماعیل خان) دهغه دغه غوښتنه نه وه منلې . خودالاتر اوسه معلومه نده چي دسوداگري له وزيرنه ئي څه غوښتل ؟حتمأ به ئي له هغه نه يوه بوجۍ وړه اوياکوم نورخوراکي شيان غوښتی وي ځکه خوار ژورناليست خو بله غوښتنه نلري . نوځکه گويا فياض په همدې خاطر چي له هغوي نه خوابدی وپر دغو وزيرانو ډيري نيوکې کولې .دادي دوړوماشومانو دلايل چي زموږ دوزيرانو په شورا کي مطرح کيږي .خوکه حقيقت ته راشو اوگريوان ته سر ټيټ کړو دغو اونوروډيرو وزيرصاحبانونور بايد پخپله استعفا وړاندي کړې واي ،خودوي گوري چي هرې خواچوردي اوهمدا وخت غنيمت دي بايد پراخه استفاده ځيني وشي ،اوله بلې خواچي ولسمشر ولس غولوي ددوي وايي زموږ خو حق دي چي داکاروکړو.
داسي گنگوسې هم تر اروپا رارسېدلي چي فياض څوځلې د انرژۍ اوسوداګرۍ د وزيرانودخوا نه اړ شوى وو چې خپل پروګرام په نيمه كې قطعه كړي . ويل کيږي چي دوزيرانوپه شورا کښي هم ددغو دووزيرانو لخوا دفياض درټلو وړانديز وشواوبياپه وارسره دټولو لخواومنل شو.
له بده مرغه دا لومړى ځل نه دى چې يو افغان خبريال د ملي امنيت له خوا نيول کېږي تر دې وړاندې هم زيات شمېر افغان خبريالان د ورته برخليک اورټلوسره سره مخامخ شوي دي .
دجنوبي اسيا د رسنيو د خپلواكې ټولنې يا سفما پدې ورستيو کښي راپور خپور کړ اوپه هغه کښي ئي ۲۰۰۷ کال دافغان ژورناليستانو لپاره تر ټولو خونړۍ کاله وباله .
په گذارش کي راغلي چي ((په ۲۰۰۷ کال کښي پنځه ژورناليستان ووژل شوه ، او۶۰ ژورناليستان تر وهلو اوټکول لاندي ونيول شوه . . . او تير کال لس نفر نورژورناليستان زنداني شول ،دژورناليستانو سره ډير بد برخورد ددولتي کارمندانو لخوا تر سره کيږي . . . پر وژنو سربېره په افغانستان کي دژورناليستان په اړوند نور حوادث هم صورت نسي . پنځه داسي پېښي لروچي ژورنالستانو ته گوت څنډنه شوې چي ياکار پرېږدي اويادراپور ليکلو بڼې ته تغير ورکړي . په لنډه توگه په تير کال کښي تر ۶۰ زياتي داسي پېښئ شوئ دي . داټولي ستونزي ددولتي مامورينو لخوا راپيداشوی داسي دولتي ارگان ندی پاته شوئ چي خبرنگارانوته ئي ستونزي نه دي پېښي کړي ، داسي راپورونه هم شته دبهرنيوځواکونو لخواهم ژورناليستان تر تهديد لاندي نيول شوی دي .BBC د۲۰۰۸ کال جون اوله
د جنوبي اسيا د رسنيو دخپلواكې ټولنې په وينا هلمند،كندهار،كابل ،هرات مزارشريف ،کندوزاونور ځايوكې ديو شمير ژورناليستان د تعقيب او ګواښونوله امله په لسګونو ژورناليستان اړ شول چې خپلې وظيفې پريږدي .
د بې پولې خبريالانو ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي فياض د خوشې کولو غوښتنه شوې وه .دغه ټولنه دا مني چې په خپرونه کې د افغان حکومت يو شمېر وزيرانو ته زيږې او ترخې خبرې شوي ، خو د خبريال نيونه د حکومت تېروتنه بولي، دغې ټولنې باور څرگند کړى چې دغه پېښه د افغان دولت او رسنيو تر منځ د تربگنۍ ښکارندويي کوي .
د فياض پرنيونې افغان ژورنالستانو،دافغانستان د ولسي جرګې يوشمېرغړو اودرسنیو د حقونودڅارني ډلو اوپه بهرکي ميشتو افغان روڼ اندودچاپي اوتصويري نشراتوپه مټ سختې نیوکې وکړې. اود ملي امنيت پرځواکونوباندي په انتقادسره ئې داڅرگنده کړه چې پدې کارسره ئي له اساسي قانونوڅخه سرغړونه کړې ده .
له نېکه مرغه پسله څو ورځوپه افغانستان اونړی کښي دقلم اوسالم تفکرد خاوندواونوروبشری کړيواوټولنو دفشارونو اونيوکوپه پايله کښي دجولاي پر ۳۰ مه د اخبريال خوشى شو .
خويوه ورځ وروسته بېله دينه چي فياض دمسلې دبل اړخ په توگه ياددوي په اصطلاح دمجرم په توگه داطلاعا تو اوکلتوردوزارت دډله ايزه رسنيو د سرغړولو جرگگۍ غونډي ته وروبلل شي ،پرخپل سر دهغه په غياب کښي پرېکړه وشوه چي دده هغه دوسيه دي څارنوالي اومحاکمې ته ولېږل شي .
دومره ژر اوعاجله پرېکړه چې ددې کميسيون او وزارت په کړنوکي بې ساري ده، دامعنادرلوده چي ددې دوسې وشاته غښتلي لاسونه شته چې غواړي دابېچاره ځوان ژورنالست ډير ژر راومروړی.
پداسي حال کي چي د حقيقت اونيز پروګرام يوتحليلي پروګرام دى چي دڅلوروکلو راپدې خوا نشرېږي اوکله کله پدې پروگرام کي له چارواکوسره مرکې خپرېږي اويا له هغوي نه دهيوادامنيتي حالت ،ټولنيزو،اقتصادي فرهنگی ،روغتيايي ، تجارتي برېښنا،صحی اوبو روغتيا يي مرستواودخوراکي موادو اونوروسياسي هغو مسايلو په اړه له مقاتو سره مرکې کېدلې کوم چي دخلکو ورځنۍ غوښتنه وه.
داددولت مشرتابه ته شرم ندئ چي دبهرنيوميلياردوډالروسره بيا هم درې ميلونه وگړی په ورځ کي يوځل خپل نس په کوم شی مړوي اويادارگ شاته دبېکارواولوږی پسې را اخيستوغريبانو شمير سلهاو زرو ته رسېږي، اوياداچي يوازي دکابل په ښارکي تر ۳۰ زره زيات ماشومان خيرات ټولوی . دلته دفياض گناه نشته هردسالم وجدان خاوندافغان فياض گرځېدلۍ دی .
فياض به ددې لپاره چي ديوه ژورناليست اوديوتلويزيوني داسي پروگرام دچلونکی په توگه چي دحقيقت نوم ورباندي ايښودل شوی وودچارواکوسره پېچل . سره لدې چي ديوې رسنۍ ملي دنده هم همدا ده چې دخلکو پوښتنې اوگوت نيونې دچارواکوسره دولس په ژبه اوتون مطرح کړي، اوبلې خوادبيان اومطبوعاتو ازادي هم دامعنا لري .که هر څه دچارواکو په خوښه نشر شي اصلأ دمطبوعاتودازادی خبري کول دخلکواو نړيوالو غولونه ده . پداسي يوه دولت کي چي هلته اداري فساد خپلو لوړترينو پوړو ته رسېدلۍ وي او ولسمشر ئي هم دخلکوسره په لېدنو اوکتنوکښي منې ديوخواخوږي ولسمشر ملي اوقانونی دنده شمېرل کيږي چي دډله ايزو رسنيو اوبيان دازاديو نه ملاتړ وکړی اوددغه غير انسانی فساد مخه ونيسي . مگر متاسفانه زموږ ولسمشر دحاکمانو،جنگسالارواوهغوچي نورئي دخلکو اونړيوالي دبودجې په شکولواوجيب ته اچولو وس نه رسېږي اوترستونې په فساد کي غرق دي دخوشحالۍ په خاطر يو ځوان ژورناليست چي پر قانون اودولسمشر پر خبرو ئي باورکړئ واوس دمرگ له ډاره له کوره نشي وتلاي اودخپلي وطندوستی دروحې قرباني کيږي .
زماپه گمان دبېچاره فياض لخواديوژورناليست په توگه دمسايلودغه ډول پېچل دچارواکونه خوښېدل ځکه دوي دادځان لپاره کسر شان باله چي عادي خواره کۍ ژورناليست چي ژوند ئې ددوي پلاس کښي دی بې خبره دهغوسره خبري پېچي کوم چي دهر ډول صلاحيت او قدرت خاوندان دي .
په ټولنه کې بې شميره ناخوالي ددي لامل گرځېدلي چې دولت نور نه غواړي هغه څه چي په ديګ کښي دي دمطبوعاتوپر لاس په کبکير کي راووزي . حقايق خودادي چي ډله ايزي رسنۍ ددولت د فاسدو او رشوت خورومامورينو، پر ولسي خلكو زور زياتی اودهغوي پر حقه حقوقوتجاوز ، د مخدره توکوپټه سوداگري پر ماشوموانجونوجنسی تېرۍ ، بيوزلي ، وزګارتيا ، دحكومت او خلكو ترمنځ دواټن دراپيداکېدوپه اړوند معلوماتونه خپروي اودغه کارددې بهانه کيږي چي بهرني دونر اوملاتړ کوونکی هيوادونه پوښتنه ځيني وکړي ،دا دومره پيسې راځی بياهم دخلکو چيغې آسمان ته پورته دي ،داولي ؟
زموږ په نظرپدې بهانه چي ژورناليست بايد دخپلو گوت نيونوپه اړه اسنادولري دژورناليستانوزنداني کول اوزورول دمطبوعاتو او اساسی قانون د ۳۴ مادي اوډله ايزو رسنيواومطبوعاتودازادي دقانون خلاف عمل دی ،اوپه دولت کي دهغوکسانودنفوذ روښانه بېلگه ده کوم چي له مطبوعاتونه ډارېږي دوي نه غواړي چي اصلي څېرې ئې خلکوته برملااو کړني ئې دمطبوعاتو تر فوکس لاندي راشي .
ښاغلي کرزی خپله مني چي په دولتي اداره کي فساد اوج ته رسېدلۍ، ايا ښاغلي کرزی ددي خبري دپخلی لپاره کوم کره اسناد پلاس لري ؟ که ئي لري نو ولي دملک د جمهوررئيس په توگه دا کسان عدلي ارگانوته نه سپاري ، اوولي ئي له دولتي دندوڅخه نه گوښه کوي ؟اوکه ئي نلري نودقانون په وړاندي خوټول يوشان مکلفيت لري دښاغلي کرزی صاحب نه هم بايد پوښتني اوگروېږني وشي چي ولې بې اسنادو پر خلکو تهمت وايي اوادهغوي په ادرس خبري کوي .
موږ له دولتي اړونده چارواکونه پوښتنه کوو اياددولت په دري واړو ارگانوکښي ددرغلی، ملي شتمنيولوټول ،رشوت ،ظلم اودمراجعينوسره غير عادلانه برخورد ددولتي جگپوړوکسانوپه مرسته اوياگډون دهيرئنو پټه اوښکار سوداگري اوداسي نور بي شمير ه دقانون خلاف کارونو پر ضد مبارزه يا خلکو ته ددغوپټو رازونو بربنډول تاسو ګناه اوله قانون څخه سرغړونه بولي؟
ټول موږ پدي باوريو چي ددولتي فساد څخه دخلاصون يوازنی لار ه دقانون پلي کول اودولتي اداره په فسادله ککړوکسانوڅخه پاکول ئې يوازنۍ لارده . همدې اداري فسادپه افغانستان کي سوله او امنيت له جدي گواښ سره مخامخ کړ ئ دي . متاسفانه ښاغلي کرزی ولس ته پر ورکړه شووعدو وفاونکړه ،پايله داشوه چي دولت په فساد کي غرق اودخلکونه لار ورکه ده، پر کومه ولاړ سي اوچاته فريادوکړي . ځکه ئي غروته مخه کړېده اوتو پک ته ئي اوږې ته اچولۍ .
حقيقت خودادی چي ديوه ژورناليست په زنداني کولو،وژلو اوياله کارنه بېزارکېدوسره په دولتي ادارو کي پر فسادباندي خاوري نه اړول کيږي . دايوفياض ندی چي رښتيا ئي ويل اويائې حققت برملاکاوه ،بلکي اوس هر افغان فياض دي ،تنهاپدي تفاوت چي ښاغلي فياض دتلويزون کامره اولودسپېکر په اختيار کي درلو،او افغان ولس له هغه څخه محروم دي،اوکه غواړئ وائې ورۍ دبهرنيو راډيو گانو وځنيو نشراتو ته غوږ ونيسۍ .
حيرانونکي خولاداده چي په افغانستان کي ددموکراسی پلوه نړيوالو ځواکوتر سيوري لاندي قلم ماتيږي اود ژور ناليستا نوخولې تړل کيږي .دژورنالستانو سره داډول برخورد په هيڅ ډول دبيان دازادي او ازادو مطبوعاتو بېلگه نشي بلل کېداي .
د افغانستان حکومت اوپه ځانگړې توگه ښاغلی کرزی په کورنيو اونړيوالو غونډو،محافلو اومطبوعاتي ناستوکي تل وايي چې د رسنیو ازادي د دوى لويه لاسته راوړنه ده . له ۲۰۰۱ کال راپدې خوا په افغانستان کې په پراخه کچه رسنۍ غوړيدلې دي . په سوونو شخصي جریدې،ورځپانې مجلې او نورې ږغيزي اوتصويري خبري رسنۍ فعاليت کوي .
بلې ! اوس څرگندېږي چي تر ډيره بريده داکار دفرهنگی اومطبوعاتي کاروبار سوداگر کوي اويايوشمير ډلي دي چي دبهرنيوهيوادونظريات اوغوښتنې دافغاني مطبوعاتوپه نوم خپروي،چي موږ ورته فرهنگی اوسياسي يرغل وايو. خو متاسفانه دهغوي کاروبار په خرپ چالان دي هر څه چي ئې زړه غواړي سرته رسوي . تيره هفته دښاغلي کرزی دوياند خبرنگارانوته په ډاگه وويل چي يو شمير رسنۍ له بهرنيانو سره اړېکي لري ،حتا سرمقالې له بهره ورته راځی .دهغې ورځې راپدې خوا چي دولسمشر وياند اوامنيتي چارواکودمطبوعاتوسره دبهرنيو اړيکو په اړونددوزيرانوشورا پرېکړه مطبوعاتو ته راوايستل درې هفت تيري شوئ دي مگر تر اوسه يوه رسنۍ نده بنده شوې اونه هم يودغه ډول کس چي دکرزي صاحب دوياند په حواله دبهرنيانو سره اړېکي لري نيول شوئ دی .ايادغه ډول رسمی وينا چي تر اوسه ئي دپلې کېدو څرک نه وي لگېدلۍ بېله ثبوته اتهام ندۍ ؟ دقانون په وړاندي بايد ټول يوشان مسولیت ولري ،نه يوازي داچي يوبې دفاع ژورناليست لکه فياض زنداني کيږي اويا له ډول ډول نامحسوس څاراوگواښونوسره مخامخ کيرې .
رښتياهم په افغانستان کي دجنگسالارو،په جنگي جرمونوتورن کسانو،رشوتخورو،ظالمانو،غاصبا نواوهغوچي دافغان ولس په کړېدنه اوزورېدنه کي خپلې گټی اوخوښۍ لټوي ،دتارياکو اوهيروئينودپټو اوښکاره سوداگرو څخه چي په دولت کي غوښن ځاي لري اودامنيت داداري دمرستيال په ويناپه دغو جرمونوتورن کسان له محکمو اوتعقيب نه خلاصوي دابېچاره افغان ژورناليستان له هغوي نه بايدوډارېږي .
دژورناليستانو داخبره رښتيا شول چي وايي ((په دې وروستيوکې ځيني دولتي مقامات په دوامداره توگه پر دوى فشار اچوي څوپه حکومت کې د اداري فساد په اړه له څه ويلو ډډه وکړي .
دسړې هغه دکومي مرغۍ قيصه ورپه ياد شي وايي کومه مرغۍ ده چي سر په رېگو ننه باسي ،نو فکر کوي چي څوک ئې نه ويني ،پداسي حال کي چي په حقيقت کي دامرغۍ سرپه ريگو ننه ايستلئ داڅوک نه وينی اوټول داويني . نوکه چارواکي دافغانستان دژورناليستانوخوله ور وتړي اويا لکه چي دجنوبي اسيا د رسنيو د خپلواكې ټولنې په کلنۍ رپوټ چي راغلي ژورناليست مجبور شي چي دزورواکوپه خوښه راپوونه جوړ کړي ، سياسي څېړونکي هم ددوي وډول ته نڅا پيل کړي ،ځينی رسنۍ چي له حقيقت څخه نه تېرېږي وتړل شي اودولت دخپلو بې شمېره دروغجنو ملغينولخواچي دهمدې کارولپاره ئې بې استحقاقه راپورت کړئ عجيب اوغريب نومونه اوتيتلونهاومقامونه ئي ورته پيداکړي داتبليغ پيل کړي چي په افغانستان دسيمي په کچه دمطبوعاتو ازادي بې مثاله ده ،ددې دموکراسی اوبيان دازادی حال خراب وينم . دډير شرم خبر دهڅه موده وړاندي يوځوان چي اوس نوی دقدرت په خوند پوهېدلۍ ځکه يوځل سهوأ درښتياويلوپه خاطر گوياپه توقيف کښي و .دوروستيو معلوماتو له مخې ددې لپاره چي مشهور ئې کړي هغه يوه صحنه سازي ئې ورته جوړه کړه تر څو يوشمير احساساتي ځوانان دهغه په دفاع راوهڅوي اوحتا دهغه په دفاع کښي خولاډيري ليکنې دنامعلوموپتونه کېدلې ،دغه ځوان کدر دازادی راډيوسره تر شنه اسمان لاندي اودملي تلويزيون په يوه پروگرام کښي دټولوپه سترگو دکالوسره ورننوزي وايي په افغانستان کې ددموکراسی ،بيان اومطبوعاتو دازادی مثال په ټوله نړۍ کي نشته ،زه خو تللۍ يم هلته مي دا دموکراسي لېدلې ده . مگر دغه دوست ډير پاکستان ليدلۍ اودائي له هيره وتلې چي دغه نېم بنده حالت چي دوي ورباندي ددموکراسۍ نوم ايښۍ داهم دهمدغو بهرنيانوبرکت دی .خوده پخپله وينا کي دا زياته کړه چي خلک نه پر پوهېږي څنگه له دموکراسی نه استفاده وکړي . هلته مي له ځان سره وخندل اومي ويل ،اي خوارکيه ،ته اوس دقدرت په خوندچي دپاکستان دکمپ تر ژوند ښه دی اودآينده لپاره يوڅه اقتصادي توښه هم پکښي برابرېږي پوه شوې ،هغه دي هير شول چي تير کال دي ويل .خير په هر صورت پدې باوريم که دغه چارواکي غواړي په راتلونکي کښي ددې ملک هر خواخوږئ روڼ اندی فرارته مجبورنشي اوله بهرنه افغان روڼ اندي هيواد ته راتلوته زړښه کړی ښاغلی کرزی بايد دخپل دولت ددولتي چارواکوپر ټولوکړنو له سره غور پيل کړي .دشرم خبره نده په يوه هيوادکي چي دقانون دپلي کېدو،دموکراسی ،دبيان اوعقيدې دبيان ازدۍ اوهر اوسېدنکي دژوند دتامين شعار له ښاغلي کرزي څخه نيولې دهر دولتي لوړرتبه دخولې ويرد وي څنگه ومنل شي چي يوځوان کدر اوپياوړی ژورناليست پدي خاطر چي له دولتي چارواکونه ئې دخلکوغوښتنې اوپوښتنې پوښتلې اوپدې باور وو چي رښتياهم په هيواد کي قانون شته ،دژورناليست ژوند ،امنيت اودکار ازادي خوندي ده اوس له خپلې دندې مايوس اوله هيوادنه فرارته اړيستل کيږي .
داگست په اتمه دبي بي سي سره په مرکه کښي دغه خبريال نصير احمد فياض وايي، نا معلوم کسان يې گواښي او له همدې کبله دى اوکورنۍ يې له ويرې په پټه ژوندکوي، له ويرې کورته نشي تللى اوله څو ورځو راپديخوا تلويزيون پورې اړوندې يوې ودانۍ کې اوسيږي .نوموړى وايي دغه کسان نه پيژني چي امنيتي ځواکونو ته يې ور په گوته کړي .
هغه وايي (( زه له څو ورځو راپديخوا له ويرې د تلويزيون په ميلمستون کې اوسيږم . کورنۍ مې هم د هغو کسانو له ويرې له کوره دباندې نه وځي، چې کله نا کله زموږ دکور شاوخوا تاويږي . دا کسان زه نه پيژنم . زه دادى ټولو ته دا خبره کوم )) BBC
خو دافغانستان دملي امنيت د ادارې وياند سعيد انصاري وايي د ښاغلي فياض د گواښونو په اړه ورته چا څه نه دي ويلي او که دغه خبريال وغواړي امنيت به يې خوندي کړي .BBC
جالبه خبره ده ،ټوله نړۍ پرې خبره ده چې فياض څارل کيږي او گواښونه ورته کيږي دوي وايي موږ نه يو خبر دادئ وبه ئې گورو اوس خودملي امنيت ادارې واورېدل چي دابېچاره ژورناليست تر يونامعلوم څاراو گوا ښونولاندي دی ،بايد چاره ئي وشي اوله دغه حالت نه ئې ژوند نجات ومومی .
د بې پولې خبريالانو ټولنې هم له افغان حکومته همداغوښتي چې د افغان خبريال نصير احمدفياض امنيت دې خوندي کړي .
دادئ نن داگست نهمه دامريکاپه يوښارکي دفياض په دفاع اوملاتړ لاريو جوړېږي اودالړئ به تر هغو دوام ولري تر څونړيواله ټولنه پر دولت دافشار راوړي چي په خپل لاس جوړ شو قانوانينو پلي کېدوته غاړه کښېږدي . ښاغلي کرزی صاحب واياست چي يوځل بيا دجمهوري رياست شوق لری ،دامي هم ستاسو له نږدې کړيو نه تر غوږو رارسېدلې چي تاسو واياست دادوره یې پيل و،په دوهمه دوره کي به ډير کارونه وکړم . اول خوزموږ نه اوس ورکه ده تاسوبه کوم کارونه وکړي ؟
دغه ډول کارونه لکه دا اوس چي ئي تر سره کوي وعده درکوم چي ملت به کوڅوته راووزي اوداهيوادبه چي نوروپه کنډواله بدل نشوکړاي تاسو په کنډواله بدل کړی . او ولس به کور په کوربديوته وتړۍ ،بهتره به داي چي ديوه افغان په توگه پردغه ملت چي تاسوته ئي دباور رايه درکه زړه وخوږوی . ژورنالستان له هيوادنه فرارته مجبورېږي ،سوداگردوباره خپل کاروبار راټولوی پشې باسي ،بهرنۍ کمپنۍ دامريکا له ډارنه چوپ دي ،خوزړه په افغانستان کي نور پانگي اچونې ته نه ښه کوي ،دملي شتمنو لوټول قانوني بڼه اختيارکړېده،بهرنيان هم له دې خاره چي ستاسو پر امنيتي مامورينو باورنلري دخپل سرعملياتوپه پايله کښي له افغان ولس څخه ليري کيږي ، دهيروئينو،تارياکو اونورونشه ئې توکوسوداگری خوپه خرپ روانه ده ،که دبهرنيو راډوگانوديوې ورځی پروگرامونه اوهلته دخلکو سرټکونې اوفرياد دسرپه غوږو واوېدل شي ټول دولتي لوړپړې به هم دفرار لپاره ځانونه اماده کړي ،ځکه تر اوسه دوي يوه هم خپلي کورنۍ افغانستان ته نده راوستلې اودمسافرو گوندي ژوند کوي . اودپارلمان څخه خودبېچاره ښځېنه وکيلانود فرار لړۍ داده پيل شو. دټولو افغانانوپه عقيده دافغانستان په تاريخ کښي دومره بې کفايته اودولس نه ليري دولت چانه وو لېدلۍ . لکه دغه دولت چي تاسو ئې دمشرتوب اوپالنې پر ټغر ناست ياست .
وروستۍ خبره :
۱ / دافغانستان دجمهورئيس ښاغلي کرزی څخه په کلکه غوښتنه کووچي دافغانستان داساس قانون مطابق دهغه ملي مسوليت له مخي چي دملت په وړاندي ئي لري په هيوادکي دبيان ،عقيد اومطبوعاتو دواقعي ازاديواو دموکراتيکو ارزښتنودپلي کېدو،پياوړتيا اوژورناليستانوله حقوقوڅخه ملاتړ وکړی ،پري نږدي چي په هيوادکي يوځل بيا دخلکو پر خولودچوپتيامهرونه ولگېږي .
۲/ پر نړيوالي ټولني ږغ کووکه چيري په افغانستان کي سياسي امنيتي ،فرهنگی اوټولنيزحالات دميليارډو ډالرودمصرف سره په همدي ډول روان وي ،دمثبتواوښتنوپرځاي هر ورڅ دبشر حقوق پايمال ،دبيان ،عقيدي ، مطبوعاتودازادي محدوده ،دښځواوماشومانو پر انساني کرامت تيری ،په فسادکښي ددولتي ادارې ډوبېدل دهېرئينواونشه ئي توکوپټه اوښکاره سوداگري چي دهري ورځي په تېرېدوسره اوج ته رسېږي .پدې بايد پوه شي چي داسي ډول اداره دافغانستان دخلکو دارادېاوملاتړ استازيتوب نشي کولاي ،اړينه برېښي چي ددي اداري څخه دملاتړ،مالي اومادي مرستو پر مسله له سر غور وکړئ .
۳/ ډټولو وطنرپرستواوبادرده روښنفکرانو،ليکوالو ،ژورناليستانو،دپارلما ن د اگاه غړواوبشري حقوقودنړيوالو سازمانو په افغانستان کي دملگرو ملتودسازمان له ځانگړې دفتر او نورواړونده ادارو او ارگانو څخه غوښتنه کوو چي دښاغلي نصير فياض په دفاع کې خپل دبشري ملاتړ غږ اوچت کړي .دفياض څخه په ملاتړ کولاي شودهيواد دټولو ژورناليستانو اوهغوچي دبيان دازادی قربانيان شوی دفاع وکړو . پرون روحاني ناځوانمردانه په شهادت ورسېد،دادۍ نن نصيرفياض گواښول کيږي اودهيوادنه فرارته مجبوېږي کنه وژل کيږي .