« دې ســـوټـيـــه دې، مـې سـر ګـــوره مــې پــښــې! »

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هدايت الله هدايت ليکنه

پرمُلکي اشخاصو باندي بمبارۍ او دهغوی وژنه واقعي نامردي اونه بخښونکئ جنايت دئ!

زما ياديږي څه ناڅه پنځوس کاله پخوازموږ د کور په سپېڅلی ماحول کې به د ژمي د شپو له شروع کېدو سره سم به دخونو په کونجو کې د نغريانو تړل سوې سطحه به ماتې سوې ، ښخي سوی ايکۍ به ځيني را وايستل سوې او د صندلۍ د ايښودلو دود به د ژمي د شپو په لمانځلوسره پيل سو . په هغه وخت کې به په داسي شپو کې د ډوډۍ دخوړلو نه وروسته بيا تر بيدېدوپوري په کورنيو کې بانډارونه وه د صندلۍ پر سر به اليکين او يا بيجلی څراغونه روښانه وو، د مېلمنو په درلودلو سره به وچي ميوې او نور خواږه خواړه به هم کتاروه . دکيسو او خبرو ماحول به ګرم وو. ما به هره شپه و خپلي مور ته زارۍ کولې چې يوه کيسه را ته وکړي . دداسي کيسې يوه غوښتنه به هله ډېره غښتلې سوه چې کله به بيا دکورني د دوستانو څخه کومه سپين سرې مېلمنه هم په دې ماحول کې را اضافه سوې وه .

دغه شپې، د هغه دوران د کورني ژوند سپېڅلې او درنه فضا، هغه د دوستانو او کورنيو غړو تر مينځ چې د يکرنګيو او معصوميت د غوره اوصافو صفائې منعکسوله ، زما سره ئې اوس يوازي خاطرې را پاتي دي . د هغو شپو د کيسو څخه مې د «دې سوټيه دې مې سر ګوره مې پښې» کيسه تر اوسه پوري په ياد ده چې ماته به زما مرحومي مور کوله او زما په زړ کې به ئې ماته پوښتني را ايستلې .

د کيسې لنډيز داسي وو چې يو چا يو جادوئې سوټئ پيدا کړی وو چې د سختۍ او خطرې په وخت کې به ئې د ځان د ساتلو لپاره دهغه څخه کار اخيسته . دغه سوټی به هغه وخت په کار لوېده چې خپل شفر يا داوس په اصطلاح پاسووړډ به ئې واورېد! دسوټي دغه پاسووړډ داسي وو چې : «دې سوټيه دې مې سر ګوره مې پښې! » کله چې به سوټي دا خبره د هر چا لخوا چې وه، واورېدله نو هغه وخت به د حاله ووت او دخپل بادار ددښمن پر بدن به ئې بې له دې نه چې سر او پښو ته ئې و ګوري وارونه شروع کوله او هر ځای چې به په مخه ورتلئ نوپر هغه باندي به ئې ګذارونه کوله ! .

زه چې کله په وطن کې ددې دېرش کلني لانجو او وژنو و بهير ته ګورم او په دې بهير کې بيا و بهرني عواملو ته پام اړوم نو هغه کيسه مې په زړه کې را وګرځي او هېښ ورته پاتي سم . دغه کيسه او هغه تصور چې دغي کيسې زما په ذهن کې را پرايښی دئ نو لا تر اوسه هم زما تر سترګو تيريږي او زموږ د مظلوم هيواد په ورځني ژوند کې چې د چپه اوراسته خواوو څخه ترټل کيږي ، د حيرت ګوته په غاښ کې ورته نيسم . په دې هم زورېږم چې څرنګه ځيني لا دداسي لوبو څخه اوس هم خوند اخلي او دواهي راتلونکې دپاره د خپل هيواد د ورانيو ننداره کوي .

د تيرو ترخوڅخه چې تير سو، خبره پر دې باندي راغله چې دهغه راهيسي چې زموږ په ګران او خوږمن هيواد افغانستان کې دسولي او ثبات دراوستلو په نامه دامريکا او ائيتلافي هيوادو ځواکونه مېشته سوه نو دادي تر پنځو ډيره کلونه تیريږي . زموږ غمڅپلي هيوادوال چې ددې دېرشو کلو په بهير کې دهردوست او دښمن او دهر خپل او پردي لخوائې پر مخ باندي راز راز څپېړي وخوړلې ،د هر دوست ددوستۍ په نامه ئې نامردۍ و ليدلې ، د هر مترقي انسان او مسلمان لخوا ئې د انسانيت او اسلاميت پر ضد د وحشت او بربريت کارنامې و آزمويلې ، دهر ګاونډ هيواد د لطف او شفقت د اصلي ماهيت مزې ئې و څکلي!! ، نو داځل يې د امريکا تر مشری لاندي ددې ناټوئې ځواکونو هرکلی ځکه او په دې هيله وکړ چې ګوندي دوی به په رشتيا ددې مظلوم ملت سره د خواخوږی لوری را واخلي ، دوی به په رشتيا سره زموږ په هيواد کې سوله را ولي او دوی به په رشتيا هم دا هيواد نه دهغه متمدني نړۍ خواته چې دوی ئې په ارزشو باندي نازيږي لوری ور کړي، بلکه يوازي به د ثبات او ترقی دتأمين اود ولسي واکدارۍ او ډيموکراسۍ! دمزو د ټينګېدو لپاره به بادرده او غمخوره افغانان سره را ټول او دهغوی په اشتراک او غوښتنه به ددې هيواد د سولي او ترقي کاروان بيرته و خپل مسير ته رهي کړي . زموږ د هيواد دښمنان به چې په پاکستان کې يې ځالي جوړي کړي دي هغوی به هم نه دلته په نوزاد، موسی قله، چپري هاړ، ژېړی، ګرشک، زابل او پکتيا کې بلکه په پاکستان کې راته وځپي او پر خپلو ځايو به ئې کښېنوي . زموږ په هيواد کې به دهغوی د لاسوهنو او فتنو دسيسې را شنډي او دهغوی د ناامنيو په بدله کې به د امن د تأمين احسان را باندي واچوي .په دې وطن کې به دجګړې د ختمېدو زيری راکړي او داسي ډېر نور څه به هم وکړي .

خو په خواشيني سره داسي و نسوه . په دې موده کې جګړه ختمه نه بلکه لا نوره هم توده سوه او دادی تاو اخلي . زموږ د هيواد دزخمي بدن څخه لا اوس هم ويني څڅيږي ، ددې چټلې جګړې لمن لا داده نورهم ورځ په ورځ پراخيږي او تر پخوا زيات نور خطرناکه بعدونه نيسي . په خزه کې ناست د شاو خوا دډيرو نورو لاسونه هم ورته را غزيږي . د هيواد په ګڼ شمېر او غريبو ولاياتو کې بمبارۍ تر سره کيږي، په لسهاوه ملکي بې ګناه افغانان ښځي ، سپين ږيري او ماشومان وژل کيږي . د کابل په دولتي اداره کې د چور اودفساد عناصر و لا زياتو نورو بې بندوباريو ته را کشيږيي . د مخدره موادو توليد اوراکړه ورکړه تر هر وخت نه څو څو چنده زياتيږ ي او د اول نمره ګۍ جهاني ريکارډ ورباندي ټينګيږي .

زموږ د بې ګناه اومظلوم ولس په ذهن کې چې هره ورځ د ناټويی قواوو په بمباريو کې قربانيږي او هغوی بيا دتحقيقياتو خندنۍ وعدې ورکوي او يا غټ بمونه په کوچنيو بمونو باندي اړوي او دغه نسخه د مشکلاتو علاج بولي خو وژنه هماغه دي چې وې،افغانان بيا هم که په لويو بمونووه که په کوچنيو هره ورځ وژل کيږي او دوی خپلي نخشې پلي کوي . په داسي يوه حالت کې پر افغانان باندي يو ځل بيا دهغه سوټي کيسه تطبيق کيږي او دا سوال هم ورسره را پورته کيږي چې آيادغه د کمپيوټري موډرنه پوځي ماشين چې زموږ په وطن کې ئې لنګر اچولی دئ دومره توان نلري چې په وطن کې د پاکستان څخه را لېږل سوي ټروريسټان او د آی ايس آی لخوا قومانده سوي اجنټان چې هلته هم روزل کيږي، هم اکماليږي،او هم زموږ هيواد ته د ورانۍ دپاره را استول کيږي آيا نسي کېدلای چې دغه ټروريسټي شبکې د هغوی په اصلي جونګړه کې په نښه کړي او هلته ئې له مينځه يو سي ؟ دا زموږ په ولس باندي ولي بايد داسي کانه وسي چې هم به د ټروريسټانو لخوا تر فشار لاندي راځي او هم به د ناټو د بمباريو لاندي کوټل کيږي.؟ آيا دا کوم منطق او انساني کړه دي چې د پردۍ شپوږي په خاطر دي زموږ و پوستين ته اور واچول سي او پر هغه باندي دي بيا ټوله ناټويی هوائې قواوي هم را ماتي سي؟

آيا دغه ناځواني نه بلکه لوی جنايت نه دئ چې « ددې سوټيه دې مې سر ګوره مې پښې » فارمولا دي يوازي زموږ پر مظلوم او بېګناه ولس باندي تطبيق سي او پاکستان دي د خپل شيطاني بازيو سيل زموږ په وطن کې زموږ د پلرو، ميندو، زامنو، خويندو پر ټوټه ټوټه سوي مړو باندي وکړي ؟

ددې ناتاره سره جوخت زموږ ولس اوس د ځانه سره دا پوښتنه هم راپورته کوي چې آيا دغه جګړه چې اوس را روانه ده دا ولسي مقاومت دئ او که دپاکستان د آی ايس آي لخوا د ځان دشلېدلو د مخنيوی دپاره دهغوی د هڅو او دسيمه ائزو پاليسيو يوه پروژه ده ؟.آيا طالبان په رشتيا هم پښتانه دي چې دهغوی په حساب د افغانانو د خپلواکۍ دداعيې دپاره جنګيږي او که دا د سعودي عربستان ، د آی ايس آي او د القاعدې د ټروريسټي شبکو پوري تړلي بنسټپاله عناصر دي چې په سيمه کې دخپلو او نورو هيوادو و راتلونکې ته خپلي اوږد مهاله نخشې پلي کوي ؟ دغه د ړانده سوټي کيسه او پر ولس باندي ددغه شاني ړندې بمباريو سلسله چې تلفات ئې دعراق په شاني ځان دلسهاو څخه و سلهاوو او زرهاوو ته رسوي نو دا ددې مانا ورکوي چې وسولي او ثبات ته رسېدل لا اوس هم و آسمانته خاته دي او پردې مځکه باندي د سراب غوندي يوه اوږده او ناپايه لار ده ؟

دلته چې په دې موده کې امريکايي او ناټويي ځواکونو د ميليارډو ډالرو په لګولو او د خپل ټول پوځي توان په کارولو سره ونکړای سوه او يا نه غواړي چې د افغانستان د ثبات دښمنان دي نه په داخل کې بلکه د هغه په پاکستاني ځالو کې و ځپي او يا دا چې هغه موانع ليري کړي چې دغه اوسنۍ دولت په دې و توانوي چې د خپل ولس په وړاندي خپل دلاسه تللی اعتماد بيرته لاسته راوړي، نو دا کار څه مانا ورکوي ؟ داچي د بنسټ پالني مخکښه طالبان لا اوس هم د پردو په ملاتړ مستي کوي او اوس هم لانجې زېږوي او د هري ورځي په تېرېدو سره نوي مواضع ترلاسه کوي . دا چې هغوی لا اوس هم بر الا بهرني ځواکوته چیلنجونه ورکوي او جدي ستونزي را مینځته کوي او داچي داسلامي دولت او د ملي شورا په دننه کې دایران ، د روسیې او د پاکستان د پاليسيو مجريان د قدرت مانورې اجرا کوي ، برالا ددولت پر ضد جبهې جوړوي او دراتلونکې دپاره لانجې پلانوي . په شمال کې د جنګ سالارانو لخوا دشبرغان غوندي بلواوي سازماندهي کوي او دولت ته اخطارونه ورکوي ، اداري فساد ته قانوني بڼه ورکوي او د عادي کارو په سمبالولو کې لور پر لوټه اچوي ،ددې سره جوخت د مينځني ختيځ په هيوادو کې دامريکا او ايران دلا سوهنو او لویی غوښتنو تحرکات نوی بعدونه نيسي او دا سیمه دباروتو په ګدام باندي را اړوې . روسيه هم يوځل بيا د امريکا په مقابل کې و راتلونکو ډغرو ته ځان آماده کوي، نوداټوله زموږ د هيواد و راتلونکې ته څه زيری ورکوي او دا ټوله اصلاً موږ ته څه مانا لري ؟

هغو چې امريکايانو ته زموږ د هيواد دسټراتژيکو دوستانو په څېر ګوري او د همدې مقولې د اشاعې دپاره خوشبينه دي نو نن همدغه په اصطلاح اسټراتژيک دوستان ولي ددې ناخوالو سره سره زموږ د هيواد د تجزيې خبري را پورته کوي او ددې مقولې د عامولو دپاره ذهنيتونه آماده کوي . ښائې د ټولوبه په ياد وي چې څه موده مخکې په قزاقستان کې دامريکا سفير رونالد نيومن چې ددې هيواد د صدراعظم الماس بیک حاتم سره دکتني په مهال دغه خبره په ډاګه وکړه چې که په افغانستان کې ثبات بر قراره نسي نو داهيواد تجزيه کیږي او بنسټپاله ځواکونه به بيرته واک تر لاسه کړي . د برتانيې د پخواني مستعفي صدراعظم ټوني بليردخپلي دورې په وروستيو ورځو کې د ژورناليستانو سره په يوې ناسته کې ويلي وه چې افغانستان به هم ښائې د عراق غوندي د ګډوډيو و يوې کندي ته ور شوه سي .

همدارنګه څه موده مخکي په کابل کې دانګرېزانو نوي سفير ژورناليستانو ته وويل چې انګرېزي پوځيان به په افغانستان کې تر ديرشو کلو پوري همدلته پاتي سي . همدا لنډ څو ورځي مخکې د انګلستان د ګارډين ورځپاڼي د سایمون جنکینز په ليکلې مقاله کې وليکل چې« په افغانستان کې وسولي ته رسېدل يو خام خيال او يوه هوایي خوشبيني ده»، نو دغه او دې ته ورته نوري ډېري څرګندوني ددې ټولو خبرو مانا چې يوه پاليسي تعقيبوي څه ده؟ آيا ددې خبرو مانا داده چې امريکا او انګرېزان پخپله غواړي زموږ په وطن کې لا نوري هم اوبه خړي کړي شخړي و زېږوي او لکه د شورويانو په څېر چې د ډاکټر نجيب الله ددولت په د ننه کې يې د خپل جوړسوي نوکرانو په وسيله ملي لانجه را پورته او وسولي ته درسېدو لپاره ئې د هغه دپښو څخه زينه ايسته او فاجعې ته ئې لاره هواره کړه، آياداځل بيا دوی هم غواړي چې و همداسي ورته يوه لوري ته ميدان هوار کړي ؟ آیا اوس بيا امريکا په سيمه کې هماغه د شورويانو نخشه پخپله د ځان په ګټه پلي کول غواړي او زموږ هيواد يوځل بيا د نړۍ والي او سيمه ايزي بزکشۍ د لوبو په ميدان باندي رااړوي؟ .

دبلي خوا زما په ياد دي چې څه موده مخکې دافغانستان لوی څارنوال ښاغلي عبد الجبار ثابت د نړۍ والي ټولني څخه وغوښتل چې د اداري فساد په ليري کولو کې چې تر شا يې د شمال بې مسؤليته وسله واله ډلي او نور مافيايی شبکې ولاړي دي او هغه ته لمن وهي ، مرسته وکړي . خو دتأسف او تأمل خبره داوه چې ددې غوښتني په ځواب کې د نړی والي ټولني استازو وويل چې دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده او موږ ددخل اجازه نلرو ؟! نو دغه بهرني ځواکونه که وسله واله بې مسؤليته ډلي چې په خوشبينانه نظر سره دډيموکراسۍ دښمنان هم دي بې وسلې نکړي، ټروريستي شبکې په خپلو جونګړو کې و نه ځپي، د مخدره موادو د خپرېدو مخنيوی ونکړي، د يوې سالمي ادارې په راوستلو کې د افغان حکومت سره مرسته ونکړي نو دوی د څه د پاره زموږ دولس په نامه په ميليارډو ډالره مصرفوي او د خپل لومړني هدفو په تطبيق کې چې همدا بې وسلې کول او د سولي تأمينول دي ځان مکلف نه بولي؟. آيا په داسي حالت کې په هر هيواد کې ولسونه داحق نلري چې ددې دوه مخي يرغلګرو ځواکو په مقابل کې را پورته سي او خپل ږغ اوچت کړي ؟
دغه اتيا ګوندونه، دا په ملي جبهه کې راټول سوي زموږ د خلګو لخوا ناملي بدنامه او ناکامه شخصيتونه، چې تر شا ئې د بهرنيو هيوادو لاس د ورايه معلوميږي آيا دا واقعاً په يوه ږغ دافغان ملت ددردونو دعلاج متحدانه نسخې وړاندي کوي او که بيا هم د ځان په ګټه دا هيواد په خپلو کې اچول غواړي او د ناټوئی ځواکو دړندو بمباريو و نندارې ته ځان را بولي .

دا موضوع که هر څومره وشاربل سي منفي اړخونه پکښې زياتيږي او د شرمښانو سرونه ځيني راوزي . زموږ په خوږمن هيواد کې بايد ددې سوټي د وهلو بازۍ نوري ختمي سي . زموږ ولس ته بايد د ژوند او په سوله کې د ژوندکولو حق ورکول سي او هغه ته درناوی وسي . زموږ ملي ګټي نن و ټولو وطنپالو کړيوته دوطن د ملي ګټو په نامه و يووالي ته ږغ را پورته کوي .. ډېر په دې باور دي چې دا به ددې وطن د بنيادي ګټو سره يوه بله جفاوي چې د نن ورځي يووالي دي د پرون ورځي پر جنجالي او ناکامه څهرو باندي وتړل سي او ددې نه پرته دي و هغه ته د رسېدو لاري بندي کړي . دغه جنجالي څهرې پخپله بايد د وطن د ملي مصالحو په خاطر د صحنې څخه و ايستل سي تر څودهغوی په هکله نه اشخاص بلکه تاريخ خپله پرېکړه وکړي .
آيا افغانان د خپل مينځي امن په را وستلو کې کوم عوامل بايد مؤثره و بولي او آيا په هغه کې د څه کولو مستقل توان لري ؟ آيا د وطن مصالح تر هر څه او هر چا بايد لوړ نه وي ؟ همدا نن بايد څه وسي ؟ !
د لويو او کوچنيو بمو د اورېدو د بندېدو په هيله !
پای