د ولسي خلکو په شهادت کې د طالبانو لاس

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د غيرت کندهاري ليکنه

خبري رسنيو خبر ورکړى چې د شنبې په ورځ، د جولاي په دوه ويشتمه نېټه ماځيګر ناوخته د کندهار په ښار کې د طالبانو لخوا پرله پسې دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شول چې څوارلس کسان يې مړه او پنځه دېرش ټپيان کړل. په مړو کې دوه او په ټپيانو کې اته تنه ايتلافي عسکر وه. نور ټول افغانان وه.

دغه ډول چاودنې او بريدونه د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې هره ورځ ترسره کېږي چې زيات قربانيان يې افغانان او لږ بهرني عسکر دي. د يوې اندازې له مخې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدا وروسته تر اوسه پورې چې طالبانو څومره چاودنې او بريدونه کړي دي د دوو سوو خواوشا پکې امريکايان وژل شوي او د پنځو زرو څخه زيات افغانان يې شهيدان کړي دي. د ټپيانو او بې کوره شويو افغانانو شمېر د دې څخه څو چنده زيات دى. هغه ولسي خلک چې د طالبانو د غلچکيو بريدونو په ځوابي عملياتو کې د ايتلافي سرتېرو لخوا شهيدان شوي دي لدې پرته دي. طالبانو وخت په وخت د دې ټولو چاودنو او بريدونو پړه په ډېره بې شرمۍ سره په خپله غاړه اخيستې ده او په دې خبره يې هيڅکله خواشيني نده ښودلې چې د دوى په چاودنو او بريدونو کې ولسي خلک شهيدان کېږي. دا په دې چې دوى دغه تخريبي کار ته د جهاد او اسلام نامه ورکوي خو زه وايم چې په دومره ډاګيزه توګه د څو تنو بهرني عسکرو د وژلو لپاره د سلګونو افغانانو شهيدان کوونکي ځانونو ته په کوم دليل مسلمانان وايي؟ او هغه خلک (طالبان) چې د غلو په څېر يو کلي ته ورننوځي، په دولتي او بهرنيو عسکرو ډزې وکړي، بيا تښتي يا پردي کورونه د وسلې په زور ونيسي او ايتلاف دې ته اړ کړي چې د دوى د وژلو لپاره کلي بمبار او ولسي خلک شهيدان کړي نو دوى په کوم دليل ځانونو ته مجاهدين وايي؟.

زه تر هر چا د مخه د ايتلاف د ځواکونو لخوا د ولسي خلکو د شهادت پېښې غندم او زما په نظر هر زړه لرونکى انسان او مسلمان به يې غندي او غندلي به يې وي خو زه د دا ډول پېښو مسئولين او عاملين طالبان بلم ځکه چې دوى په کليو ورننوځي، د ولسي خلکو په کورونو کې مورچې جوړوي او له هغه ځايه په ايتلاف او دولتي عسکرو ډزې کوي. نو بيا دا خو د جنګ اصول دي چې د کوم ځاى څخه په تا ډز کېږي ته به هم په هغه ځاى ډز کوې، څوک چې تا وژل غواړې ته به کوښښ کوې چې هغه له ځانه مخکې کړې. زه خو وايم طالبان قصداً عمداً کوښښ کوي چې د کليو او کورونو د منځ نه په ايتلاف ډزې وکړي تر څو ايتلاف بېرته په دوى ځوابي بريد وکړي، ولسي خلک شهيدان شي او طالبانو ته دا چانس په لاس ورشي چې په دې توګه نړيوال ايتلاف بدنام کړي. دا هسې خبره نده، د هېواد په جنوبي ولايتونو کې د ولسي خلکو د شهادت پېښې په همدې توګه رامنځته شوې دي. که څوک په دقت سره دغه پېښې مطالعه او بيا وسنجوي نو په اسانۍ سره به پوه شي چې طالبان په دغه تاکتيک سره ايتلافي او دولتي ځواک خامخا دې ته اړ کوي چې د طالبانو د وژلو لپاره کلي بمباري شي او ولسي خلک پکې شهيدان شي.

په دغه ډول پېښو کې ګرده نړۍ او د ګردې نړۍ ميډيا د افغانستان دولت او ايتلاف وغندي او غوښتنه ورڅخه وکړي چې په خپلو عملياتو کې دې د ولسي خلکو ساتنه وکړي خو په دې خبره هيڅوک ځان نه پوه کوي چې دا هم د طالبانو د تاکتيکونو څخه يو تاکتيک دى او ډېر بې رحمه دى ځکه چې د خپلو سياسي اهدافو لپاره ولسي خلک لکه ګډې او وزې قرباني کول او بيا دې ته د اسلام او جهاد نامه ورکول د داسې خلکو کار کېدلى شي چې هيڅ بشري احساس، عاطفه، رحم، ايمان او خواخوږي نلري.

دغه ډول د څو تنو بهرنيو عسکرو د وژلو لپاره داسې چاودنې او بريدونه کول چې زيات شمېر ولسي خلک پکې شهيدان شي د طالبانو د بې رحمۍ، بشر دښمنۍ، افغان دښمنۍ، هېواد دښمنۍ، اسلام دښمنۍ او د پرديو د ايجنټۍ يو ښکاره ثبوت دى. بايد چې د افغانستان خلک خپلې ټولې وسيلې د طالبانو په کار راولي او د خپل راتلونکي د ښه کولو او خپل هېواد د ژغورلو لپاره د طالبانو په ضد يو داسې پاڅون وکړي چې توپان او قهر ثابت شي. د افغانانو لپاره اوسمهال تر ټولو ستر جهاد دا دى چې هېواد د طالبانو د شر څخه وژغوري. د دې شر د له منځه تللو څخه ورسته به بهرنۍ قواوې هم له افغانستانه ووځي ځکه چې نور به نو بهرنيو قواوو ته په افغانستان کې د پاته کېدو اړتيا پاتې نشي. او که داسې ونشي نو تر څو چې طالبان په پاکستان کې روزل کېږي او افغانستان کې شر او فساد خوروي تر هغې به بهرنى ځواک هم د دوى د ځپلو لپاره موجود وي او په هېواد کې به د جنګ حالت حاکم وي. په جنګ کې نو بيا مړي خامخا کېږي. يانې ولس به کله د طالبانو او کله د ايتلاف په لاس مري او ځپل کېږي. خو که ولس راپاڅېد، د دولت ملاتړ يې وکړ او د طالبانو شر يې له منځه يوړ نو ايتلاف به هم خپل کور ته ځي او وطن به افغانانو ته پاته کېږي. يانې دا يو شر چې له منځه لاړ شي دا بل به په خپله کور ته ځي. بيا نو افغانان څه شي ته په انتظار دي