طالبان به هیڅکله مات نه شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

- پا کستانی کرنیل امام د سنډ ې ټا یمز دورڅپا ڼي سره په ځبله مرکه کی یو څل بیا دتیر په شان ټینګار کړی دي او ویلی دی چه طالبا ن په هیڅکله مات نه شي هغه چا چې افغا نانو ته دجنګ او جګړی روزنه وركړې ده په دی نظر دي چې د ناټو ځواكونه به هيڅكله ونه توانید لای شي چې په افغانستان كې خپل دښمنان مات كړي. له دې كبله دوى بايد له طالبانو سره سملاسي خبرواترو ته چمتو شي او د بې څایه وژنو مخنيوى وكړي .
په اصطلاح ډګروال امام له ۱۹۷۹م نه تر ۱۹۸۹م كاله پورې د شوروي اتحاد پرضد د افغانانو د مقاومت د يوۀ روزنيز پروګرام مسووليت پر غاړه درلود. دى وايي :
"تاسې هيڅكله نه شئ كولاى په افغانستان كې جګړه وګټئ، ما د تېرې پېړۍ له اويايمې لسيزې څخه را په دې خوا له دې خلكو سره كار كړى دى. هر څوك چي دلته راغلي دي، دلته نيمه خوا پاتې شوي دي، هغومره چې دوى وژنئ همدومره دوى نور زياتېږي ".
دا يو جګ، ږيرور سړى چې اصلي نوم يې اميرسلطان طرار دى د امريكا د ځانګړو ځواكونو په مركز كې- چي فورټ براګ نومېدۀ- افغانانو ته په روزنه وركولو بوخت و. په اويايمه او اتيايمه لسيزو كې دا سړى د ۹۵۰۰۰ افغانانو د يوۀ نظامي روزنيز مركز مشر و. دۀ به تل له خپلو شاګردانو سره په عملياتو كې برخه اخيستله، دا كمپ د سي اى اې له خوا چلول كېدۀ .
كله چي شوروي اتحاد سقوط وكړ، كرنيل امام سپينې ماڼۍ ته ور وغوښتل شو او د لومړي جورج بوش له خوا دۀ ته د برلين د ړنګ شوي دېوال يوه ټوټه د ډالۍ په توګه وركړل شوه، د دېوال په دې ټوټه كې ليكل شوي وو: "دا د هغه لپاره چې لومړى ګوزار يې وكړ ".
د لوېديځ خبري سرچينې ټينګار كوي چې كرنيل امام د پاكستان د آى ايس آى له هغو افسرانو سره په كار بوخت دى چې همدا اوس هم له طالبانو سره خپلو مرستو ته دوام وركوي .
د ملګرو ملتونو او د افغانستان د اطلاعاتو مامورين څرګندوي چې كرنيل امام څو ځلې په هلمند او ارزګان كې ليدل شوى دى، خو پخپله كرنيل امام دا نه مني او وايي چې دى اوس پينځه شپېته (۶۵) كلن شوى دى او له تېرو اتو كلونو راهيسې كار نه كوي .
كرنيل امام وايي: "هيله من يم چې اوس مې هم له دوى سره كار كولاى، خو دوى نور ماته كومه اړتيا نه لري. زما شاګردان له ما نه ډېر مخكې دي. دوى نړۍ ته درس وركولاى شي. زه په دوى باندې وياړم ".
كه څه هم امام وايي چې بريتانوي نظاميان د امريكايانو په پرتله زورور دي خو زياتوي، هغه وخت چې انګرېزانو خپل ځواكونه هلمند ته واستول دوى وغولېدل. دوى د افغانستان پخوانۍ جګړې له ياده ايستلې دي. دى وايي چې انګرېزانو بايد د ۱۸۸۰م كال د ميوند جګړه په ياد لرلاى چې پكې دوه نيم زره انګرېزي قوتونه له پينځويشت زرو افغانانو سره په جګړه بوخت ول او ګڼ شمېر يې و وژل شول .
امام زياتوي: " كله چې د هلمند خلكو واورېدل چې انګرېزان بيا راځي، دوى په لوړ اواز وويل: "ميوند په ياد لرئ"، زموږ زوړ دوښمن بيا راځي، هغه څوك چې لا پخوا ځپل شوى دى. اوس د انتقام لپاره بيا را دانګي، بيا طالبان او نور سره يو شول. دوى ماته په ټليفون كې وويل: "اندېښنه يې مه كوه، موږ به دا ځل هم دوى ته سبق وركړو ".
د امام خبرې هغه وخت څرګندېږي چې د انګرېزي عسكرو د مړيو شمېر ۱۳۷ تنو ته رسېږي، دا شمېر تر ټولو انګرېزانو زيات دى چې تر اوسه پورې په عراق كې وژل شوي دي، د كرنيل امام په خولۀ په هلمند كې برى ناممكن دى، ځكه دا خلك په سرښندنه كې شهرت لري او دوى تل د ځان او مال څخه تېرېدو ته تيار دي .
دا امام او ټولو ته څرګنده ده چې له احمدشاه مسعوده نيولې تر ګلبدين حكمتياره پورې ټول د دۀ په كمپ كې روزل شوي دي. كرنيل امام حكمتيار خپل "شوخ" شاګرد ګڼي. دى زياتوي چې دى په دې وياړ كوي چې د دۀ شاګردان بيا لوى- لوى قوماندانان شول. امام وايي :
"افغانان ډېر غښتلي عسكر دي، دوى ښه ذهن لري، يو شى ډېر ژر زده كوي او هيڅكله يې له ياده نه باسي. زه يو پاكستانى قوماندان يم، كله چې زه پاكستانيان روزم دوى په سلو كې اويا تنه لوست په ذهن كې نيسي، خو افغانان بيا سل په سلو كې هر شى زده كوي، دوى يواځې په پينځلسو ورځو كې د سټينګر په ويشتلو وپوهېدل ".
ملا عمر په ۱۹۸۵م كال كې د امام په كمپ كې په روزنه بوخت و. د امام په حواله: "ملا عمر يو ساده سړى دى او په لومړي سر كې يې يواځې د څلوېښتو كسانو مشري پرغاړه وه، چې زياتې وسلې يې هم نه درلودې .
د كرنيل امام يو غښتلى مدافع د امريكا د ټيكساس د ايالت سناتور چارلي ويلسن و. دې سناتور د سي آى اې د عملياتو پيسې برابرولې او وسلې به يې ده ته ور لېږلې .
امام وايي: "هغه وخت چې ويلسن زما د كمپ ليدنه وكړه، له زياتې خوشحالۍ نه په نڅا شو، له لسو كلونو وروسته روسان دې ته اړ شول چې له افغانستانه خپل ځواكونو پر شا كړي. د جګړې ټول لګښت پينځه مليارده ډالره شو او يو امريكايى هم پكې مړ نه شو ".
په ۱۹۸۸م كال- هغه وخت چې د شوروي د پر شا كېدو قرارداد په جنېوا كې وشو- كرنيل امام د وروستي ځل لپاره له ويلسن سره وليدل. امام ويلسن ته وويل: "تاسو افغانان هېروئ، دوى د بياودانولو لپاره پيسو ته اړتيا لري". ويلسن په ځواب كې وويل: "ډالر خو څه په ونو كې نه را شنه كېږي". امام ور غبرګه كړه: "افغان ځوانان هم په ونو كې نه را شنه كېږي، څه دپاسه يونيم ميليونه افغانان و وژل شول ".
امام د امريكايانو پر شاتګ او د افغانانو خپلمنځي جګړو ناكراره كړ او بيا دى ملا عمر ته ور نيژدې شو. امام وايي: " ملا عمر پر ما ګران دى، هغه افغانستان ته سوله راوستله ".
په ۱۹۹۰م كال- كله چې طالبانو له اسماعيل خان څخه د هرات ښار ونيو، كرنيل امام په هرات كې د پاكستان د جنرال قونسل په توګه كار كاوه. اسماعيل خان وايي چې كرنيل امام د طالبانو د عملياتو ټوله مشري په لاس كې درلوده. امام له هراته طالبانو ته لارښوونه كوله چې مزارشريف او جلال آباد تر خپلې ولكې لاندې راولي .
لكه زياتره پاكستانيان كرنيل امام فكر كوي چې په امريكا كې د سپټمبر د يوولسمې نېټې تروريستي يرغل اسامه بن لادن نه دى كړى، دا پخپله امريكايانو تر سره كړ، چي په دې توګه د طالبانو حكومت بدنامه كړي .
كله چې د امريكايانو تر زيات فشارلاندې د پاكستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف طالبانو ته شا كړه، امام ډېر په غصه شو او جنرال مشرف ته يې په اسلام اباد كې وويل: "ته نه شې كولاى دا خلك مات كړې، دوى ښه روزنه لري، دوى زياتې وسلې او مهمات لري، څومره چې ترې وژنې هغومره ور زياتېږي، جنرال مشرف لويه تېروتنه وكړه او له دې كبله موږ په تاوان كې شو ".
په ۲۰۰۱م كال هغه وخت چې امريكايي بمبارۍ په افغانستان كې و درېدلې كرنيل امام له افغانستانه و ووت. امام وايي :
"زه هر وخت كولاى شم افغانستان ته بيا لاړ شم، امريكايان زما مخه نه شي نيولاى، خو د دې ضرورت نه شته. زه هلته زيات ملګري لرم، كله- كله دوى ماته ټليفون كوي، دوى كله چې زما غږ اوري نو زيات خوشحاله كېږي، زه اوس خوښ يم چې امريكايان هلته بند وينم. طالبان جګړه نه شي ګټلاى خو امريكايان به لكه روسانو غوندې لاس پر سر شي ".
خو كرنيل امام امريكايانو ته د خلاصون ژمنه هم كوي او وايي: "موږ كولاى شو امريكايانو ته د خلاصون لاره ور وښيو، خو دوى بايد خپلې ستراتيژۍ ته بدلون وركړي ".
امام وايي چې له ملا عمر سره بايد خبرې اترې وشي او زياتوي چې منځلاري طالبان نه شته :
"تاسې بايد پوه شئ چې دوهم نمبر طالبان نه شته، كه تاسو په دوبۍ او يا سعودي كې له چا سره سوله وكړئ او بيا هغه افغانستان ته راشي ډېر ژر به خپل ژوند له لاسه وركړي. په افغانستان كې يواځې يو سړى تصميم نيولاى شي او هغه ملا عمر دى. هغه يو ډېر معقول سړى دى، هغه خبرو ته غوږ نيسي ".
كرنيل امام وايي چې ملا عمر په پاكستان كې مېشت نه دى، هغه د ارزګان په غرونو كې دى، كه زه له هغه سره خبرې وكړم هغه ماته غوږ نيسي، خو زه ولې هغه له داسې يوۀ خطر سره مخامخ كړم .
امام په سوات كې په جګړو خپه دى او زياتوي: "دا خلك چې په پاكستان كې جګړه كوي دوى طالبان نه دي، دوى قبايلي خلك دي. ملا عمر له دوى څخه په وار- وار غوښتي دي چې دوى بايد د پاكستان پر ضد جګړه ودروي ".
په پاى كې كرنيل امام وايي: "زه تاسو ته خبردارى دركوم، كه زما هېواد را پورته شو، نو دا بيا افغانستان نه دى او نه هم عراق، دلته به خورا زياتې وژنې وشي ".
نو موړی مرکه دانترنیت داردو ژبي د منا بع په مټ تهیه شوی ده دمحترمو لوستونکو لپاره وړاندی کوم .پای رحمت اله روان