له ما پرته نورو کانديدانو سره نه د وطن غم شته او نه يې څه خدمت کړى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ولسمشرۍ نوماند حاجي رحيم جان سره د نړۍ اونيزې مرکه

. د ولسمشرۍ نوماند حاجي رحيم جان سره د نړۍ اونيزې مرکه
نړۍ : حاجي صيب! که لومړى په لنډ ډول ځان د نړۍ اونيزې لوستونکو ته وروپېژنئ!
حاجي رحيم جان: زه حاجي رحيم جان شېرزاد في سبېل الله د حاجي نبي جان زوې د افغانستان د لوې ننګرهار د شېرزادو اوسېدونکى يم.
نړۍ:حاجي صيب! که پر خپلو زده کړو راته لږه رڼا واچوئ!
حاجي رحيم جان: يره! انشا الله له ملک يار هوتک لېسې نه فارغ يم او څه اندازه ديني علم مې هم کړى دى، کله چې د افغانستان خلک پاکستان ته مهاجره شول نو هلته مې له روسانو سره جهاد وکړ ١٤کاله بعد د خداى په فضل د افغان مهاجرينو مجاهدينو د دوه ميلونو شهيدانو په برکت هغه لوې سوپر طاقت ته الله تعالى (ج) شکست ورکړ چې ټوله نړۍ کې يې شرمنده کړ.
نړۍ: حاجي صيب! تاسو ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان کانديد کړى، د کومې وړتيا له مخې په ځان باور لرئ چې د ولسمشرۍ دنده به پر مخ يوړاى شئ؟ او آيا پر خپل بري ډاډمن ياست؟
حاجي رحيم جان: نو انشاالله کله چې مونږ افغان مهاجرين افغانستان ته په ښه عزت او درنښت راغلو، دا چې د افغانانو پخپل منځ کې ګډوډي وه، نو د ګډوډۍ او اختلافاتو د حل په خاطر ، د افغانستان د امن او سولې او في سبېل الله خدمت لپاره مې پخپل شخصي لګښت راودانګل او ١٤کاله مې پخپله سرمايه د افغانستان د امن سولې لپاره کار شروع کړى او اوس مې هم دوام ورکړى دى کله چې اوسني کانديدان د ولسمشرۍ لپاره کانديدان شول نو زمونږه اجرايوي شورا د قومونو مشران کښېناستو مشوره مو وکړه چې دې کانديدانو سره کښېنو او مشوره ورسره کوو چې داسې يو امېن سړى انتخاب کړو چې د افغانستان د مليت د کونډو، رنډو افغان مهاجرينو او شهداوو وارثانو غم ورسره وي او خدمت يې وکړي دا چې مونږ لاړو هر کانديد سره مو وکتل خو يو هم مونږ سره ونه منله.
نړۍ: څه يې درسره ونه منل؟
حاجي رحيم جان: هر کانديد ته چې ورغلو ورته به مو وويل چې څنګه چل وکړو نو هر يو به ځانته من ويل.
نړۍ: حاجي صيب! په دې څنګه چل پوه نه شو دې نه مو مطلب څه دى؟
حاجي رحيم جان: داسې چل دى چې ټول کانديدان به سره يو ځاى شو او په يو اتفاق به يو امين سړى وټاکو.
نړۍ: د يو کانديد په شتوالي خو بيا انتخابات هم نه شي کېداى او ستاسو هدف له دې کاره څه و، داسې که يې روښانه راته ووايئ؟ حاجي رحيم جان: مونږ وې چې ټول به يو ګډ کانديد وټاکو او هماغه ته به رايه ورکړو، رېښتيا رايه خو نه کېده خو چې په چا مو اتفاق راغلى و هماغه به ولسمشر و.
نړۍ: کانديدانو کې مو چا سره وکتل؟
حاجي رحيم جان: اشرف غني سره، جلالي سره، احدي سره او حامد کرزي صيب مونږ سره ملاقات ونه کړ.
نړۍ: علت يې څه و چې کرزي صيب تاسو سره ونه ليدل؟
حاجي رحيم جان : نو په دې پوه نه شو چې څنګه يې مونږ سره ونه کتل.
نړۍ: دا ددې مانا نه لري چې کرزى صيب نورو کانديدانو ته څه ارزښت نه ورکوي؟
حاجي رحيم جان: خو داسې چل دى چې مدبر سره لېست پروت دى، د سلو سلو نفرو مګر مونږ سره چا ونه کتل.
نړۍ: کانديدان خو نور هم وو نورو هم درسره د کرزي صيب په څېر ونه ليدل که څنګه؟
حاجي رحيم جان: دغه نور کانديدان مې قطعاً نه پېژندل، احدي نه پوښتنه وکړئ، ورغلى يمه، د اشرف غني کور ته ورغلم ما خپل مسوليت ترسره کړى.
نړۍ: تاسې څه غواړئ که ولسمشر شئ څه به وکړئ؟ اوس څه نېمګړتياوې او ستونزې وينئ چې سمول يې غواړئ؟
حاجي رحيم جان: انشاالله، انشاالله، زه په دې مطمېن يم چې انشاالله



زه کامياب يم ځکه د ٣٤ ولايتونو د قومونو مشرانو او علماوو سره چې ما کوم خدمت کړى د هغې له مخې مطمېن يم چې رېس جمهور به شم.
نړۍ: چې ولسمشر شې نو څه به وکړې، ستاسو پالېسيو ته راځو، تاسې يوې ډېرې لويې څوکۍ ته کانديد ياست څه پلان او پالېسي له ځانه سره لرئ؟
حاجي رحيم جان: انشا االله چې کله ما ته رياست جمهوري په لاس راغى زه به اول امن راولم، کله چې امن راغى اقتصاد منځته راځي، امن چې نه وي يو ملک کې بېخي اقتصاد منځته نه راځي.
نړۍ: امن به څنګه راولې؟
حاجي رحيم جان: ښه، انشا الله د څلور دېرشو ولايتونو قومي مشران به سره کښېنوو او اتفاق او اتحاد به راولو.
نړۍ: يانې اوسني دولت قومي مشران سره نه دي کېښنولي؟
حاجي رحيم جان: تر اوسه خو ټولو ته مالومه ده چې نه دي ناست شوي، نه يې د ولايتونو مشران کېښنولي نه کوم بل څه. نړۍ: يو شمېر شنونکي وايي د افغانستان روانه جګړه له بهره راتپل شوې، له بهره کنټرولېږي، طالب، ترهګر او نور ټول سمبوليک نومونه دي چې افغانستان کې يې د بهرنيانو د شتون لامل رامنځته کړى، تاسې يې په اړه څه وايئ؟
حاجي رحيم جان: انشا الله، نه د طالبانو وروڼو خلاف يم، نه د ګاونډيو ملکونو، نه د تنظيمونو، افغاني طالبان، نور نه، چې کله قدرت ته ورسېدم دا د افغانستان د څلور دېرشو قومونو مشران، روحانيون به کېنوم له طالبانو سره به د سولې خبرې کوم.
نړۍ: يانې تاسې وايئ دا جګړه نه ده را تپل شوې دا د قومونو په تفاهم حلېداى شي؟
حاجي رحيم جان: انشا الله چې د څلور دېرشو ولايتونو او قومونو مشران سره په اتحاد شو، له طالبانو وروڼو سره خبرې کوو، ګاونډيو هېوادونو سره خبرې کوو او دا ټولې خبرې به د امنيت لپاره وکړو.
نړۍ: طالبان او حکمتيار دا شرط لري چې تر هغې بهرنيان له افغانستانه ونه وځي، مونږ دولت سره سوله او خبرې نه کوو، که تاسې ولسمشر شئ او دا شرط در ته مخکې کېښودل شي څه به وکړئ؟
حاجي رحيم جان: انشا الله که مونږ سره کېنو او متحد شو د ګاونډيو سره به هم خبره حل شي، افغانستان کې به هم امن راشي، اقتصاد به هم منځته راشي.
نړۍ: زمونږ پوښتنه داده چې که ولسمشر شئ او طالبان او حکمتيار درته د بهرنيو ځواکونو د وېستو نېټه ښودنه د شرط په توګه وړاندې کړي دريځ به مو څه وي؟
حاجي رحيم جان: مونږ چې طالبانو سره په اتفاق شو، هغوى به خپله ووځي.
نړۍ: خو دولت ضده ځواکونه وايي د بهرنيانو تر نه وتو چا سره خبرې نه کوي!
حاجي رحيم جان: چې نه يې کوي صيبه مهربانه مونږ خو به يې وغواړو، ورسره مشورې به وکړو، د قومي مشرانو سره.
نړۍ: مونږ د طالبانو او نورو مخالفينو په اړه غږيږو، قومي مشرانو خو امنيتي ستونزې نه دي راولاړې کړي!
حاجي رحيم جان: انشا الله که زه ولسمشر شوم زه يې پخلا کوم.
نړۍ: څنګه يې پخلا کوئ ؟ په کوم ډول؟
حاجي رحيم جان: بس زه يې پخلا کوم، دا افغانى څوک دى؟ زمابچى دى، د بل ورور دهغه دلته کور دى، پلار يې دى، بل يې دى، بل يې دى، داسې خو نه ده چې همدلته دشته کې شنه شوي وي.
نړۍ: ګورئ! د هغو لومړى شرط د بهرنيو ځواکونو وتل دي!
حاجي رحيم جان: چې زه پاچا شم بيا يې نه شي ويلاى.
نړۍ: خو هغو تل همدا شرط وړاندې کړى!
حاجي رحيم جان: نه بېخي يې دا شرط نه دى وړاندې کړى او نه يې وړاندې کوي.
نړۍ: تاسو مخکې وويل چې ځينو د ولسمشرۍ لپاره نوماندانو سره مو په دې موخه وکتل چې يو ګډ کانديد رامنځته کړئ، له دې کانديده مو موخه خپل ځان و که څنګه؟
حاجي رحيم جان: دغه کوم کانديدان چې ما وکتل دوى سره نه اصلاح کېده، نو بيا مونږ د اجرايوي شورا د قومونو مشران سره کېناستو په کابل کې او زه يې انتخاب کړم، زه دافغانستان د څلور دېرشو ولايتونو د قومونو د مشرانو، علماوو لخوا دې ټاکنو ته ودرېدلى يم.
نړۍ: په ځان څومره باور لرئ چې دا ټاکنې به وګټئ؟
حاجي رحيم جان: يره! انشاالله زه خو وايم په رايو خو به يې څوک رانه ونه ګټي .
نړۍ: په بله لاره يې درنه ګټلاى شي؟
حاجي رحيم جان: نو چې ويې نه ګټي ماته مالومات د ى چې زه کاميابېږم.
نړۍ: يانې تاسې پوره باوري ياست چې دا ټاکنې به وګټئ؟
حاجي رحيم جان: بالکل، زه پوره باوري يم.
نړۍ: نو تاسې څنګه دومره ډاډه ياست؟
حاجي رحيم جان: انشا الله زه پخپل نظر او خدمت ١٤کاله زه تاريخ لرم، اسناد په لاس کې لرم، ما خدمت کړى.
نړۍ: يانې نورو کانديدانو خدمت نه دى کړى؟
حاجي رحيم جان: نه هېڅ يې نه دي کړي، که څه يې کړي وي ميدان ته دې يې راوباسي.
نړۍ: ستاسو په نظر د افغانستان راتلونکى ولسمشر بايد څه ځانګړنې ولري؟
حاجي رحيم جان: راتلونکى ولسمشر بايد امين سړى وي، د افغانستان د کونډو، رنډو او شهداوو د وارثانو خدمتګار وي، اقتصاد منځته راولي او افغانستان ودان کړي.
نړۍ: په اوسنيو کانديدانو کې داسې څوک شته چې ستاسو په اند د خلکو غم ورسره وي؟
حاجي رحيم جان: انشا الله په دې کانديدانو کې اولنى سړى زه يم چې د دې خلکو غم راسره دى او غم به يې خورم.
نړۍ: يانې تاسې وايئ چې نورو کانديدانو سره ستاسو هومره د خلکو غم نشته؟
حاجي رحيم جان: بالکل، دې نورو سره يې غم نشته او نه به يې غم وخوري.
نړۍ: که دا ووايئ چې د افغانستان تر ټولو لويه ستونزه څه ده چې تاسې يې پر وړاندې د مبارزې ژمنه کوئ؟
حاجي رحيم جان: بې اتفاقي ده.
نړۍ: دا ولې رامنځته شوې؟
حاجي رحيم جان: دا خو د الله تعالى (ج)نظام دى.
نړۍ: د الله تعالى (ج) نظام ته خو مونږ هم قايل يو خو انسانان هم يو شمېر مسوليتونه لري ، تاسو يې په هېرولو وايئ چې د بې اتفاقۍ پريکړه له پاس اسمانه شوې؟
حاجي رحيم جان: بالکل،بالکل.
نړۍ: تاسو مخکې وويل چې بې اتفاقي لېرې کوئ ، اوس وايئ دا پريکړه له پاس اسمانه شوې يانې تاسو الهي پريکړه بدلولاى شئ؟
حاجي رحيم جان: زه پخپله عقېده باور لرم، چې زه به يې لېرې کړم.
نړۍ:او که ولسمشر نه شئ نو هغه به هم د الله تعالى(ج) پريکړه وي؟



حاجي رحيم جان: بالکل!
نړۍ: بيا خو به څه غبرګون نه ښيئ؟
حاجي رحيم جان: نه،نه.
نړۍ: د افغانستان په اقتصادي برخه کې د څه بدلون شعار لرئ؟ حاجي رحيم جان: اقتصادي برخه کې انډيواله صيبه مهربانه مونږ که اسلامي وي اوکه غيري اسلامي هېوادونه ورسره کېنو چې افغانستان کې دېرش کاله انقلاب تېر شوى، زورېدلى او اوس هم جنګ پکې دوام لري، زه يو ملي تجار هم وم، ماته مالومات دي چې افغانستان غوندې تجاران په ټوله دنيا کې نشته، د افغانستان د څلور دېرشو ولايتونو تجاران راټولومه ورته وايمه چې خپله سرمايه واچوئ، داسې به اقتصاد ته وده ورکړم چې خارج نه مزدوران افغانستان ته راشي.
نړۍ : که پر نن هرڅومره وغږيږو، پرون نه هېريږي، تاسو د افغانستان د جنګ،جګړو لاملين څوک ګڼئ؟ او که ولسمشر شئ په اړه يې د څه غبرګون ژمنه کوئ؟
حاجي رحيم جان: زه که ولسمشر شوم، انشا الله د افغانستان د قومي مشرانو او پارلمان بې له اجازې به هېڅ هم نه شم کولاى،دوى به سره کېنوم، په اتفاق سره به ودروي، په مشوره ټولې خبرې کوو.
نړۍ:که دا ووايئ د افغانستان اوسنى ناورين ولې رامنځته شوى؟علت يې څه دى؟
حاجي رحيم جان: دا د افغانانو بې اتفاقي ده.
نړۍ:بې اتفاقي خو پخوا نه وه، دې ګوندونو رامنځته کړه، تاسو په کې څه وايئ؟
حاجي رحيم جان: دا داسې ده چې بې اتفاقي له څه وجې رامنځته کېږي، دا بې اتفاقي چې ده، پاکستان کې ګوندونه جوړ شول او يو ګوند ته نه تسمېدل، ان چې مکه کې يې قسم وکړ خو عمل يې پرې ونه کړ، خو زه د يو تنظيم خلاف هم نه يم او نه يې خلاف خبرې کوو، نه د طالبانو،او نه هم د ګاونډيو هېوادونو خلاف يم، زما هدف سوله ده في سبېل الله هلته پاکستان کې مې هم د افغانستان لپاره في سبېل الله جهاد کړى او دلته هم انشا الله زه په دې باور يم چې افغانستان ته به امن راولم.
نړۍ: د سياست برخه کې څومره مطالعه لرئ؟
حاجي رحيم جان: انشا الله، زه خو فعلا له دولسم ټولګي څخه خلاص شوى يمه، تقريبا پينځلس،شپاړس کاله مې تجارت کړى، هندوستان، ايران، چين ته تللى يم.
نړۍ: په څو ژبو پوهېږئ؟
حاجي رحيم جان: زه خو فعلا صيبه په اردو، پښتو او فارسي ژبو خبرې کولاى شم.
نړۍ:تاسو وويل له دولسم ټولګي فارغ ياست، آيا يو دولسم لوستى به د يو هېواد د ولسمشرۍ چارې پر مخ يوړاى شي؟ حاجي رحيم جان: زدکړو پورې اړه نه لري، فاکولتې، ماکولتې پوره اړه نه لري.
نړۍ: يانې ستاسو په اند يو نالوستى او بېسواده هم ولسمشري کولاى شي؟
حاجي رحيم جان: بالکل، بالکل يې کوى شي، زه هم ولسمشري کولاى شم.
نړۍ: څنګه يې کولاى شئ؟
حاجي رحيم جان: ګوره! چې يو حکومت کې د دوه کسو جګړه وشي نو فيصله حکومت نه ده کړې، جرګې کړې ده، جرګه کې هغه قومي مشر چې نه يې سبق ويلاى وي، نه يې فاکولته لوستلاى وي، هغه په جرګه پوهېږي.
نړۍ: دا خو د پښتنو يو دود دى،اوسنۍ نړۍ ته چې ګورو ډېر بدلون يې کړى، مونږ پارلمان لرو، هلته قوانين تطبيقيږي او تر دود ډېر قانون ته ارزښت ورکوي!
حاجي رحيم جان: دا وکيلان چې دي د قوم له طرفه ټاکل شوي، که رېس جمهور وي هم د قوم له طرفه ټاکل کېږي.
نړۍ: ښه يانې تاسې وايئ ولسمشرۍ ته د زدکړو پر ځاى تجربه مهمه ده!
حاجي رحيم جان: انشا الله تجربه مهمه ده، لرم يې، داسې تجربه چې د ټولې دنيا پاچاهي کولاى شم، يوازې افغانستان خو پرېږده.
نړۍ: تاسې څه وايئ چې اوسني دولت کې فساد شته؟ او آيا يو شمېر چارواکي د نيشه يي توکو قاچاق کې لاس لري؟
حاجي رحيم جان : زه نېشې سره مخالف يم، د افغانستان ټولو خلکو ته وايم چې خپل بچيان ښه تربيه کړي او دې شيانو ته دې نه پرېږدي او د پيغمبر(ص) خبره دې په ځان تطبيق کړي.
نړۍ :که ووايئ چې د کرزي صيب د ادارې چارواکي د نيشه يي توکو قاچاق کې لاس لري؟
حاجي رحيم جان : بالکل يې لري، دا ټولې دنيا ته مالومه ده چې له دې ځايه يې تيارو کې وړي.
نړۍ:که په ګوته يې کړئ چې څوک يې وړي؟
حاجي رحيم جان : دا به تاسو ته مالوم وي کنه!
نړۍ: يو شمېر خلک وايي د دوې رايې ټاکنو کې ارزښت نه لري او ولسمشر مخکې له مخکې د امريکا لخوا ټاکل شوى تاسې څه وايئ؟
حاجي رحيم جان: انشا الله چې اسلامي وي که نا اسلامي وي د قوم په سطحه رېس جمهور جوړېداى شي .
نړۍ: که په غوځ ډول ووايئ چې د افغانستان راتلونکى ولسمشر د رايو که د امريکا په مټ ټاکل کېږي؟
حاجي رحيم جان: زما په نظر زه د خارجيانو لخوا رياست جمهوري نه منم چې د افغانانو په رايو وټاکل شي هغه ښه دى.
نړۍ: که داسې ووايئ چې دا د خلکو رايه څه ارزښت لري او کنه؟
حاجي رحيم جان : پاچا خو صيبې مهربانه ما مخکې هم وويل چې د رايو په زور ټاکل کېږي، که هغه اسلامي يا نا اسلامي هېواد وي که ولسمشر وي،که ولايتي شورا وي او که پارلمان لپاره وي خو بغير له قومه جوړېداى نه شي.