سریز Print E-mail
Thursday, 13 December 2007 01:00

د ښوونې او روزنې پوهنتون - پښتو څانګه

ښوونه اوروزنه دوه مترافې کلمې نه،بلکې دوه بیلې کلمې دي چې د مفهوم له مخې سره ډیرې نږدې یو دبل لازم ا وملزو دي.په خبرو کې دښوونې کلمه دروزنې څخه مخکې اخستل کیږي اما په عمل کې روزنه تر ښوونې دمخه ده . دمانا له مخې روزنه ډیره پراخه مانا لري او ښونه یې جز ده.دلغوي مانا له مخې ښوونه یو چاته دپوهې هنر یادولو زده کولو ته وایي .
او دروزنې مهمه دنده دانسان دمختلفو جنبو(جمسي،فکري ،اجتماعي،دیني،رواني،) اونور وده او اداره ده.
نوویلای شو چې : ښوونه او روزنه دهغو تغیراتو ،ودې او پرمختګ څخه عبارت دی چې دانسان په جسمي ،اجتماعي،رواني ،تحقیقي،مفکورو او فني تکړه توبونو کې راوځي .
څرنګه چې دتدریس ښوونه او دتدریس تجربې دښوونکي دمسلکي معلوماتو په لړکې مهم عنصرونه قبول شوي او دنننیو ښوونځیو اساسي هدف د ‌ذهني،جمسي،احساساتي،او ټولنیزې روزنې څخه عبارت دی. ددې لپاره چې دغه هدفونه مو په لاس راوړي وي ښه به داوې چې ښاغلی ښوونکی دښوونځیو دسیستم او دتدریس دنورو لارو چارو سره اشنا شي .
دغه لکچرنوټ دلږ وخت لپاره تهیه شوی. خوهغه څه چې دښوونکي لپاره په ځانګړې توګه دهغو ښوونکو لپاره چې په ښوونځیو کې دژبې تدریس نده په غاړه لري ضروري دی په دې لکچر نوپ کې ځای ورکړ شوی . په پیل کې په پخواني عنعنوي تدریسي میتود (په ښونکي متمرکز میتود) باندې رڼا اچول شوې ورپسې په معاصرو میتودونو ډولونه ،څیړل شوي او دهر میتود ګټې او نمیګړتیاوې په ګوته شوي دي .
په دوهم پړاو کې دژبې دتدریس په ځانګړو میتودنو او دژبې دزده کړې څلور تکړه توبونه په تفصیل سره بیان شوي او په پای کې په تدریسي پلانونو باندې چې دښوونکي لپاره یې زده کړه او درلودل لازمي شرط ګڼل کیږي دنمونې سره وړاندې شوي دي ،هیله ده چې ستاسو ښوونکو لپاره داستفادې وړوګرځي. په درنښت
پوهنیارمحمد اقا شیرزاد





دتدریس اصول او میتود Teaching Methods



میتود یو ناني اصطلاح ده چې له دوو کلمو میتا(Meta ) هودوس (Hodes ) څخه یې ترکیب موندلی دی .
چې میتا د (دننه، په مینځ کې او ددوام) ماناوې لري او هودوس د (لار) په مانا دی .
په عنعنوي توګه میتود هغه جوته شوې ، ډاډمنه او لنډه لار ده چې خلک پرې تللي وي او دوې کولای شي چې هدف ته پرې ځان ژر تر ژره ورسوي.
که څوک وغواړي په کار فعالیت یا موضوع کې بریالیتوب لاس ته راوړي نو باید چې دکار او موضوع د سرته رسول په اړه داسې لارې چارې غوره کړي چې دسرته رسولو په بهیر کې له ستونزو او خنډونو سره مخامخ نه شي ، د موضوع دسرته رسولو په اړه مطلوبې او مثبتې نتیجې لاس ته رواړل غوره اوعاقلانه میتود غواړي .
دا لارې چارې چې د یوه هدف دتر لاسه کولو له پاره کارول کیږي ، میتود نومیږي .
د تدریس میتودونه هم همداسې منطقي او منظمې لارې او چارې دي چې ښوونکی د هغې په کارولو سره خپل در سي بهیر په ټولګي کښي پرمخ وړي اوغواړي چې دی او زده کوونکي یې په ډاډمنه ، اغزمنه او آسانه توګه ددرس هدفونه لاس ته راوړي .
ښوونکی باید ددرس د بهیر اغیز منتوب له پاره په تدریس فعالیتونوکې غوره میتودونه وکاروي ، څو زده کوونکو ته زده کړه مانا داره او هدفمنده شي او دوی وکولای شي له زده کړي څخه دورځني ژوند په بیلابیلو اړخونو کې ګټه واخلي .
دتدریس یو ښه میتود هغه دی چې له ښوونکو او زده کوونکو دواړو سره په اغیزمنه توګه مرسته وکړي تر څو ژر تر ژره دوی د درس هدفونو ته ورسوي . همداراز چیرې چې ددرس یو نوی بړاو راځي ښوونکی باید پدې وپوهیږي او له ځانه سره سمدستي پریکړه وکړي چې د کوم میتود کارول پدې ځانګړي پړاو کې ترټولو وړ کار دی او درسي فعالیتونو څرنګوالی د کوم میتود غوره کولو غوښتنه کوي .
په عمومي ډول درسي میتودونه په دوو برخو ویشل کیږي :
چې یو یې په ښوونکو باندې متمرکز عنعنوي میتودونه (Teacher Oriented Method ) او بل یې په زده کوونکو باندې یې په زده کوونکو باندې متمرکز یا شاګرد محوري یا نوې میتودونه
(Students Oriented Method ) دي.
ددې دواړو عمومي میتودونو ځانګړتیاوې دادي :
الف ـ په ښوونکو باندې متمرکز یا عنعنوي میتودونه :
دا هغه میتودونه دي چې ښوونکي ددرسي فغالیتونو په بهیر کې د زده کوونکو په پرتله ډیر فعال دي او زیاتر ه درسي فعالیتونه پخپله ښوونکي سرته رسوي او ښونکی ددې فعالیتونو د مرکز په توګه پیژندل کیږي .
ددې میتودونو یوه ځانګړتیا داده چې په تدریس کې یواځې ښوونکي خبري کوي ، خو زده کوونکي چپ او ارامه ناست وي اود ښوونکي خواته ګوري او په آرامه غوږ ورته نیسي . ددې میتودونو پکارولو سره ښوونکی په یوه اړخیزه توګه درس ورکوي او زده کوونکي په درسي بهیر کې د ننداره چي په حیث غیر فعال ناست وي. ددې میتودونو په کارولو سره زده کوونکي په غیر فعاله توګه زده کړه کوي ددې میتودونو او اصولو له مخې پخوا به داسي فکر کیده چې ښایي په درسي چاپیریال کي د ښوونکي یواځنې دنده داده چې درسي مفهومونه او مطلبونه زده کوونکو ته ولیږدوي او د ټولګی فضا ارمه وساتي ددې اصولو له مخې ښوونکي به هیځکله د زده کوونکو استعدادونه ،شخصیت او ددوی د ژوندانه اړتیاوو او غوښتنو ته ارزښت نه ورکاوه او له زده کوونکو سره به دیو حاکم او مامور یا محکوم په څیر اړیکې وي . د ښوونکي له نظره به ډیر با استعداده او پوه زده کوونکی هغه وو چې په درسي بهیر کې د ټولګي په کونج کښي غلی او ارامه ناست او ډیرې لږې خبرې به یې کولې .

په درسي بهیر کې ددې میتودونو ځانګړتیاوې دادي :
۱ـ ښوونکی په هر څه پوهیږي ،خو زده کوونکي په هیڅ نه پوهیږي .
۲ـ ښوونکی خبرې کوي او زده کوونکی په ځیر ورته ګوري .
۳ـ ښوونکی هر درسي فعالیت په خپله خوښه ټاکي او خپلې غوښتنې او ټاکي او خپلې غوښتنې او ټاکنې پلې کوي او زده کوونکې یې مني .
۴ـ ښوونکی په خپله د زده کړې د بهیر عوامل او فاعل دی خو زده کوونکي یواځې وسیلې او شیان دي .
۵ـ د ښوونکی په نظر د زده کوونکو ذهن د خالي لوخي په څیر وي چې باید ددوی له خوا ډک کړای شي.
۶ـ ښوونکی د پوهولو اوراپوهولو په ځای سپارښتنې ورکوي ، خو زده کوونکي پرته له څنډه مني ، پرته له فکره له عادت له مخې زده کړه کوي او حافظې ته یې سپاري او په دې ډول مطلبونه تکراروي .
۷ـ زده کړه په یوه اړخیزه توګه سرته رسیږي ، یواځې هغو زده کوونکو ته چې پیاوړې حافظې لري د زده کړې شرایط برابریږي اونورو زده کوونکو ته چې حافظې دومره قوي نه وي هغوی ته د فکر کولو بحث او مناقشه او په درسي موضوعاتو باندې د پوهیدلو وړ شرایط نه رامنځ کیږي .

ب ـ په زده کوونکومتمرکز یا نوې میتودنه :
د ښوونې او او روزنې داوسنیو نظریو او د تدریس د نویو میتودونو او اصولو له نظره د دریس په بهیر کې زده کوونکي ددرسي فعالیتونو د محور اومرکز په توګه پیژندل کیږي چې له خپلو ښوونکو سره اړوندې اړیکې لري . دا هغه میتودونه وي چې د درسي بهیر په فعالیتونو کې د ښوونکي پر ځای زده کوونکي ډیر فعال وي او ددرسي فعالیتونو د چورلیز او منڅي په توګه پیژندل کېږي ددې میتودونو په کارول سره زیاتر ه په درسي فعالیتونو کې زده کوونکي برخه اخلي او ښوونکی د لارښود دنده سرته رسوي همداراز ددې میتودونو په کارولو سره زده کوونکو ته ګډې زده کړې(Participatory Learning ) شرایط برابریږي او ددې ځاني خپلواکې زده کړې ته چمتو او هڅول کیږي .
په زده کوونکو باندې متمرکز میتودنه زیاتر ه د لومړنیو زده کړو په درسی ټولګیو کې کارول کیږي چې د زده کړې په بهیر کې اغیزمنتوب یې ددې دورې ماشومانو ته ګټور دی ښوونکی باید ددې میتودونو په کارولو سره زده کوونکي ګډې او اشتراکي زده کړې ته وهڅوي او دوې ته دفعالې اوهدفمندې زده کړې وړ شرایط برابر کړي تر څو دوی وکولای شي په درسي مطلبونو او موضوعاتو باندې ژر فکر وکړي . په ډلیزه توګه د نورو سره یوځای په ګډه یوې واحدې پریکړې ته سره ورسیږي او خپلې پوهې او تجربې له نورو سره شریکې کړي .
په ګډه او اشتراکي زده کړه کې د ټولګي ټولو زده کوونکو ته په یوه موضوع یا مطلب باندې د فکر کولو ، قضاوت کولو او دلیل ویلو شرایط برابریږي او دوی کولای شي چې نه یواځې خپلې پوهې او تجربې نورو ته ولیږدوي بلکې دنورو د پوهې او تجربو څخه هم ګټه واخلي . هر ښوونکی باید دې خبره ته جدې پاملرنه وکړي چې اشتراکي او بامفهمه زده کړه د ماشومانو په ټولګیو په تیره بیا د لومړنیو د زده کوونکو په ټولګیو کې ضروري دي . ماشومان دروزنیزو ډلیزو لوبو او نورو ډلیزو درسي فعالیتونو له لاري آسانه زده کړه کوي او پدې ډول غواړې چې خپله ډله کې نورو ته ځان د خبرو کولو، دلیل ویلو او سم قضاوت کولو له لارې وروپیژني. په ټولګیو کې دماشامانو فعالول او دوی ته دسم فکر کولو ، خبرې کولو او دلیل ویلو شرایط برابرول ډیرې ګټې لري چې باید ددرس په بهیر کې په پام کې ونیول شي . لنډه داچې په زده کوونکو باندې متمرکز او یا نویو درسي میتودونو ښیګڼې او ځانګړتیاوې دادي:
۱ـ ښوونکی ددې میتودنو د کارولو په تر څ کې د لارښود دنده پر غاړه لري او زده کوونکي د درس په بهیر کې خپل معلومات لیږدوي او خپل فکرونه اونظریې څرګنده وي .
۲ـ دتدریس بهیر ځانګړې عملي بڼه لري او د زده کړې د موضوع په پوهیدلو او پلي کولو باندې زور اچول کیږي او ددرسي موضوعاتو حفظ کول په دویم پړاو کې ځای نیسي .
۳ـ د ښونکی درسي بهیر دعلمي فعالیتونو ، تصویرونو اونورو فعاله ډلیزو فعالیتونو پر بنسټ پرمخ ځي او زده کوونکي په فعاله توګه په درس کې برخه اخلي .
۴ـ ښوونکی خپل درس ددرسي پلان له مخې پلی کوي او ددرس په بهیر کې له درسي مرستندویه موادو څخه ګټه اخلي.
۵ـ د زده کوونکو ترمینځ ددرس په بهیر کې د موضوعاګانو په اړه یو او بل ته د فکرونو ،نظریو او تجربو د لیږدولو په زړه پورې چاپیریال رامینځ ته کیږي .
۶ـ زده کړه مانا داره، هدفمنده او اشتراکي ګرځي .
۷ـ زده کوونکي د تدریس په بهیر کې فعال وي او درسي فعالیتونه له خپلې خوښې سره سم په شوق سره سرته رسوي .
۸ـ ګوښه ګیر او کمزوریو زده کوونکو ته په خپله ډله کې د نظر دبیانولو ، خبرې کولو او نورو ته د ځان پیژندلو وړ شرایط برابریږي .
د یادولو وړ ده چې تدریس خورا زیات میتودونه لري . چې ښوونکی له هغې څخه ددرسي بهیر د پیاوړتیا او اغیزمنتوب له پاره ګټه اخلي خوکوم میتودونه چې ښوونکی کولای شي چې ددرس په بیلا بیلو پړاوونو کې د زده کوونکو د هدفمندی او مانا داره زده کړې له پاره ورڅخه کاروخلي په لاندې ډول دي :
۱ـ د وینا یا لکچر میتود (Lecture Method )
۲ـ د سوال او ځواب میتود (Question and Answer Method )
۳ـ مباحثې یا مناقشې میتود (Discussion Method )
۴ـ انکشافې میتود (Discovery Method )
۵ـ عملي یانمایشي میتود (Demonstration Method )
۶ـ تکراراو تمرین میتود (Repeat ion and Producing Method )





دوینا یا لکچر میتود (Lecture Method )


د یوې درسي موضوع تشریح کول د ښوونکي د تکړه توبونو (مهارتونو) او مسلکي پوهې یوه مهمه برخه ده . هر ښوونکی باید پرخپل درسي مضمون یا درسي موضوع باندې په بشپړه توګه برلاسی وي .
د وینا یا لکچر میتود کارول داسې وي چې ښوونکی د ټولګي مخې ته دریږي اودرسي موضوع په لنډه توګه زده کوونکو ته تشریح کوي او دزده کوونکو سره په ګډه پرې غږیږي .
دا میتود په هغه وخت اغیزمن بهیر وګڼل شي چې ښوونکی ددرس لومړني او بنسټیزې مسلې او موضوعګانې تشریح کړي او ددرسي بهیر نور فعالیتونه زده کوونکو نه پریږدي چې ددرس د موضوع په اړه فکر او خبرې پرې وکړي او خپلې نظریې او تجربې یو او بل ته دلیږدوي . د هر درس دتدریس لپاره درې پړاوونه ټاکل شوي دي :
الف ـ ددرس لپاره د چمتوالي پړاو.
ب ـ ددرس په موضوع باندې د کار کولو پړاو .
ج ـ دددرس لنډیز، پایله او ارزونه .
د لکچر له میتود څخه د زیاتره دلوړوزده کړو په درسي ټولګیو کې کار اخیستل کیږي، ځکه چې ښوونکی باید په لږ وخت کې ډیر درسي معلومات زده کوونکو ته زده کړي او ولیږیدي.
د وینا یا لکچر میتود په کارولو کې ښوونکی باید لاندې ټکوته پام کې ونیسي :
۱ـ د زده کوونکو د پوهې او سوېې سره سم خبرې وکړي، په خبرو کې ددرس په موضوع څخه لیرې لاړ نشي او په بیځایه خبرو او تشریحاتو وخت تیر نه کړي .
۲ـ ددرس په بهیر کې خپلې بنسټیزې دندې وپیژنې او ددرس د هدفونو په پام کې نیولو سره خبرې وکړي .
۳ـ ددرس په موضوع باندې ترهغه زیات وپوهیږي چې په درسي متن کې راغلي وي .
۴ـ دلکچر پر مهال د ټولګي زده کوونکي له پامه ونه غورځوي او دوی ته دنظریو د څرګندولو اوخبرې کولو چاپیریال برابر کړي .
۵ـ د زده کوونکو نظریې او تجربې دې له خپلې تشریح سره یوځای کړي ، خبرې او فعالیتونه دې زده کوونکو ته پریږدي .
۶ـ ددرسي موضوع هره برخه چې ډیر ارزښت لري په هماغه مطلب او موضوع باندې خبرې وکړي او سم یې تشریح کړي .
۷ـ ددرس د تشریح پرمهال ځای پر ځای ونه دریږي بلکې خپل ځایونه دې بدل کړي څو چې د ټولوزده کوونکو سره یې اړیکې ټینګې شي . غږ یې کله جګ کله ټیټ یا نرم وي په څرګند ډول واوریدل شي ددرس په بهیر کې دښوونکو اشارې ، کنایې او حرکتونه کولای شي چې تشریح ژوندی وساتي او درس زده کوونکو ته د لچسپه کړي .
۹ـ لنډې خبرې وکړي اوزیاتې خبرې دې زده کوونکو ته پریږدي چې په داسې موضوعګانو بحث اومناقشه وکړي ترڅو د خبرې کولو ، نظریو څرګندولو او فکر کولو په زړه پورې چاپیریال برابر شي .



دسوال او ځواب میتود (Question and Answer Method )


سوال او ځواب نه یوازې دارزیابي یوه غوره ، لاره ده بلکې په درسې بهیر کې د ښوونکو لپاره ډیر اغیزمن او ګټور درسي میتود هم دی . ښوونکي کولای شي ددرسي بهیر په پولو پړاوونو او فعالیتونو کې ترې ګټه واخلي .
ښایې چې دتدریس پر مهال ځینې زده کوونکي د ښوونکو په خبرو یامطلب پوه نه شي اوددرس مطلب او مفهوم ورته مبهم او پیچلی پاتې وي ، په دې ډول په درسي مطلب او مفهوم باندې پوهیدل اوددرس د موضوع په اړه پوره معلومات تر لاسه کول د سوال او ځواب دمیتود په کارولو سره ډیر ښه تر سره کیدای شي . دا خبر ه هم په پام کې ونیول شي چې سوال باید لنډ او روښانه وي تر څو چې دزده کوونکي دځواب ورکولو پرمهال دوخت د ضایع کیدو او نورو حاشیه له دیو څخه ډډه وکړي .



د سوال او ځواب میتود ښګیڼې


۱ـ زده کوونکو ته د مفاهیمو او مطالبو د لیک په لړکې څه شی مبهم نه پاتې کیږی.
۲ـ د پخوانیو نیمګړیو او ناسمو معلوماتو د بشپړولو او تصحیح امکان مسیر کیږي .
۳ـ له هغو ځوابونو څخه چې د پوښتونکو (ښوونکو) سوالونو ته ورکول کیږي د ټولګي نور زده کوونکي ترې ګټه اخلي اود خپلو معلوماتو لمن پرې پراخوي .
۴ـ د زده کوونکو د جرت احساس پیاوړی کیږي اونورو زده کړو ته یې هڅوي او په دی توګه په دوی کې د فکر کولو او دلیل ویلو توان غښتلی کیږي .
۵ـ په درسي بهیر کې هر زده کوونکي ته د ګډې زده کړې چاپیریال برابریږي او په دې توګه بې پروا، بې علاقې او بې جراته زده کوونکي په کار لویږي او په درس کې برخه اخلي .
۶ـ ښوونکو ته د زده کوونکو د زده کړې پرمختګ قدم په قدم څرګندیږي .
۷ـ ښوونکي ته دزده کوونکو استعدادونه څرګندیږي اود کمزوره زده کوونکو ددرسي ستونزو لپاره د حل لارې چارې پیداکیږي او په دې توګه ښوونکی خپل درس آسانه کوي .
۸ـ د زده کونکو د بیان او افادې مهارتونه پیاوړي کیږي
۹ـ زده کوونکو ته سوال کول او ځواب ورکولو ، ادب او لارې چارې څرګندیږي اوپدې پوهیږی چې څه وخت پوښتنه وکړي اوکوم وخت څه ډول ځواب ورکړي .

د سوال کولو لارې چارې


د سوال کولو په مهال باید لاندې سپارښتنې په پام کې ونیول شي :
۱ـ سوال باید داسې مطرح نه شې چې ځواب یې «هو» یا «نه » وي . سوال باید زده کوونکي فکر کولو ته وهڅوي .
۲ـ سوال باید ځانګړی هدف تعقیب کړي او یا هدف وي .
۳ـ سوال باید د زده کوونکو د سویې ، پوهې اوعمر سره مناسب وي .
۴ـ سوال باید حفظي معلومات ونه سنجوي .
۵ـ سوال باید یوه پوښتنه ولري ، دیوه سوال په دننه کې ډیرې نورې بې اړیکې پوښتنې مطرح کول ښه کار نه دی.
۶ـ د سوال څخه وروسته زده کوونکوته باید دفکر کولو وخت ورکړی شي چې ځواب ووایي .
۷ـ په سوال باید ځواب نغښتی نه وي اویا سوال باید پخپله ځواب نه وي .
۸ـ هڅه باید وشي چې ټول زده کوونکي د سوالونو په ځوابونو کې برخه واخلي .
۹ـ زده کوونکي باید د ښوونکي له خوا ځواب ویلو او پوښتنو کولو لپاره وهڅول شي او زده کوونکو ته ډاډ ورکړ شي چې دهر چا پوښتنه په خپل ځای کې د ارزښت وړ ده .
۱۰ـ که سوال بیاهم پیچلی وي دهغې په اړه ډیر مثالونه ور کړ شي ، یاکه چیر ځوابونه جامع او هر اړخیز ځواب ولري او دزده کوونکو له پاره ددرک او هغه وړ نه وي نو هغه سوال دې په څو برخو وویشل شي څو د برخه ایزو پوښتنو او ځوابونوپه ترڅ کې موضوع روښانه شي .
۱۱ـ ښوونکي د زده کوونکو د ځوابونو پر مهال باید بې تفاوته پاتې نه شي ، زده کوونکي باید وپوهیږي چې ځواب یې سم وي یا ناسم .
۱۲ـ ښوونکی باید دزده کوونکو د پرلپسې یازیاتو سوالونو په برخه کې بې حوصلې نه شي ، بلکې هغه زده کوونکي چې زیاتې پوښتنې کوي او ځوابونه وایې تقدیر شي .



مباحثې یامناقشې میتود Discussion Method


دسوال او ځواب او مباحثې میتود ترمنځ نژدې اړیکې موجودې دي .
په مباحثه کښې داستدلال د نظریو د لیږدولو له لارې زده کوونکي په درسي بهیر کښې فعال ساتل کیږي او په دې ډول ټولو زده کوونکو ته ددرسي ټاکلي موضوعګانو په آړه د خبرې کولو او د نظریود اظهارولو او څرګندولو په زړه پورې شرایط برابر وي .
د مباحثې اومناقشې د میتود لارېد ټولګي اکثرو زده کوونکو ته ډیر معلومات ورکول کیږي او دوی پخپله د بحث او مناقشې د فعالو غړو په توګه د فعالیتونو د چورلیز(مرکز) په توګه په درسي موضوع باندې کارکوي او خپلې پوهې او معلومات یو او بل ته لیږدوي.
ددې میتود په کارولو سره زیاتره ښوونکي د بحث د لارښوونې دنده پرغاړه لري .
دلوست پلان
ښوونځى :------------ موضوع:---------
ټولګى:-------------- ساعت:-------
ښوونكى:------------- د زده كوونكوشمير:--
مضون :-------------- وخت او نيټه:----


هدفونه



درسي مواد او ميتودونه



د لوست د تطبيق مرحلې او فعاليتونه



ارزيابي نتيجه او كورنۍ دنده



د پلان تغير او وړانديزونه



الف:
اصلي یا اساسي هدف: د خدای(ج) رضا حاصلول
ب: عمومي هدفونه: د ژبې د څلورو وده او انکشاف اوریدل، خبرې کول ، لوستل او لیکل
ج:خصوصي هدفونه : د شاګردانو پوهیدل د قران شریف په مفهوم باندې او شاګردان وکولای شي چې نوموړی درس ولولي او ویې لیکي



الف: تخته ،تخته پاک .تباشیر، کتاب ،تصویر ،چارټ،فلش کارټ،فلیزي تخته،
ب: درسي اصول او میتودونه ، نمایشي میتودونه ،سمعي او بصري میتودونه ،سوال او ځواب میتود ، ګروه یې میتود



الف: لوست پیل
د سلام په اچول ټولګي ته داخلیدل ، د احوال پوښتنه کول ، د ټولګي تنظیم ، د کورنۍ دندې کتل ، د حاضرۍ اخیستل .
د تیر درس ارزیابي :
د نوي او زوړ درس ترمینځ پیدا کول او د نوي درس لپاره انګیزه تولیدول
ب: د نوي د رس قدمونه او فعالیتونه د ښوونکي او زده کوونکي له خوا .
د نوي درس عنوان ،د تورې تختې پر مخ لیکل او نوې درس د (بسم الله الرحمن الرحیم) په ویلو شروع کول .
د ښوونکي په واسطه سره درس د چارټ له مخې لوستل او بیا په شاګردانو تکرارول بیا د کتاب له مخې لوستل بیا په شاګردانو باندې د فلش کارتونو استعمال او ګروه یې فعالیت د هغې په واسطې سره اجراّ کول ، د کوچنیو کارتونو استعمال د فلالین په تخته باندې او په شاګردانو باندې په توره تخته لیکل



الف: دنوې درس ارزیابي
قرانکریم د چا کتاب دی ؟
قرانکریم د چا په واسطه سره په حضرت محمد «ص» نازل شوی دی؟
ب: دلوست نتیجه
ج: کورنۍ دنده
نوموړی درس په کورکي ولول اودوه ځله یې په کتابچو کې ولیکي



الف: د پلان تغیر
ب: مشکلات
ج: غوښتنې او وړاندیزونه د نوي او راتلونکي لوست لپاره





















ترڅو د زده کوونکو تر مینڅ د بحث موضوع اوږده نشي او بحث له خپلې اصلي موضوع بل خواته لاړ نشي او وخت په نورو خبرو ضایع نشي .
د پام وړ ده چې هر مباحثه له یوې پوښتنې پیل او زده کوونکی د ځواب د پیداکولو له پاره ځانګړې پریکړې او پایلې ته سره رسیږي .
ښایې زده کوونکي کله کله مباحثه د انحراف لوري ته بوځي خو دا د ښوونکي د نده ده چې بیرته یې خپلې اصلي لارې ته راولي او پرې نه ږدي چې بحث او مناقشه له خپلې اصلي موضوع حارج او خت په بیهوده خبرو تیرشي .
د ا میتود په عادي حالاتو کې نظرنورو میتودونو ته ډیر وخت ته اړتیا لري نو ځکه ښوونکی باید دې خبرې ته پام وکړي او ټولې ستونزې مخکې له مخکې په خپل درسي پلان کې په نظر کې ونیسي.
دمباحثې اومناقشې میتود د تدریس دیو غوره میتود په توګه د زده کړې د بهیر د پیاوړتیا لپاره ډیرې ګټې لري چې څویې دادي:
۱ـ په ټولګې کې د زده کوونکو او ښوونکو معلومات ، له دواړو خواوو څخه د تجربو د زیاتوالي له لارې اضافه کیږي .
۲ـ له درسي چاپیریال ، درسي موضوعګانو او د ټولګي د زده کوونکو د تجربو له لارې معلومات سره را ټولیږي .
۳ـ زده کوونکي په درسي موضوع باندې د فکر کولو او دلیل ویلو له پاره هڅول کیږي او ټولو زده کوونکو ته د ګډې د زده کړې چاپیریال برابریږي .
۴ـ په درسي موضوع باندې د زده کوونکو ژوره پوهه او معلومات ارزیابي کیږي .







دلوست دپلان فورمه


ښونځی:-------- موضوع:--------
ټولګی:--------- ساعت:---------
ښوونکی:-------- د زده کوونکو شمیر:-
مضون:--------- وخت او نیټه :-----


د پلان تغیر او وړاندیزونه





ارزیابي نتیجه او کورنۍ دنده



د لوست د تطبیق مرحلې او فعالیتونه



درسي مواد او میتودونه



هدفونه



۱ـ مشکلات



۲ـ وړاندیزونه
ـ
ـ
ـ



۱ـ ارزیابي
ـ
ـ
ـ
۲ـ نتیجه





۳ـ کورنۍ دنده



الف: د نوي لوست د پیل نه مخکې :
د سلام اچولو نه وروسته د زده کوونکو سره احوال پوښتنه د ټولګي تنظیم او حاضري اخستل ـ کورنۍ دنده کتل ـ د تیر لوست پوښتنه د نوي او تیر درس ترمینځ اړیکې ـ د نوي لوست معرفي کول د یوې انګیزې
د قصې یا پوښتنې پواسطه دنوي لوست د پیل:
ب:ـ د تدریس عملي جریان ( دنوي لوست قدمونه او فعالیتونه )
د ښوونکي فعالیتونه دزده کوونکی فعلیتونه
۱ـ ۱ـ
۲ـ ۲ـ



۱ـ درسي مواد او لوازم
ـ
ـ
ـ
۲ـ د تدریس میتودونه او لاري چاري
ـ
ـ
ـ



۱ـ اصلي اواساسي هدف:



۲ـ مضمون عمومي هدف:



۳ـ دلوست خصوصي هدف؛



۵ـ څینې موضوع ګانې چې ددرسي پروګرام په محتوی کې نه وي راغلي په هغو موضوعګانو او مطلبونو باندې بحث کیږي ، او په دې ډول دبحث په موضوع په اړه دټولو زده کوونکو پوهه، نظریې او تجربې څرګندیږي او د موضوع د اغیز منتوب په اړه نوي معلومات سره راټولیږي .
۶ـ د زده کوونکو ترمینځ ټولنیزې اړیکې ټینګیږي او په ټولګي کې د زه کوونکو لپاره د نظر د څرګندولو لارې چارې څرګندیږي او پدې توګه زده کوونکي په ټولګي کې د نظم اودسپلین په ارزښت او مانا پوهیږي .
۷ـ وروسته پاتې او ګوښه ګیرو زده کوونکو ته د تدریس په بهیرکې د برخې اخستیې چانس رامینځ ته کیږي .
۸ـ په ډله کې د خبرو کولو په آداب او نزاکت پوهیږي او دخبرو اونظریو له لارې خپل ځانونه یو او بل ته ورپیژنې .
۹ـ د ټولګي د زده کوونکو ترمینځ پر ځان د باور احساس پیاوړی کیږي او په دې توګه په دوې کې د بیان دافادې توان غښتلی کیږي .
لنډه داچې په یو موضوع باندې مباحثه دټولو زده کوونکو د نظریو ګډ بیان اوددې نظریو او مشورو کوټلې پایله ده . هره مباحثه باید پای ولري او ځانګړې پریکړه او پایله ترې راووځي.
د پام وړ ده چې دمباحثې او مناقشې د کارولو یوه غوره لاره په ټولګې کې د یوې او یاډیرو موضوعګانواپه ړه د زده کوونکو ترمینځ د ډله ایزو او ګرویي کارونو په جوړولو سره ترسره کیږي ډله ایزاوګرویي فعالیتونه چې د بحث اومناقشې د میتود په کارولو سره ترسره کیږي د ماشومانو د تولګیو له پاره خورا ارزښت لري . دوی په ګروپونو کې د فعالې زده کړې لپاره چمتو کیږي او هر ماشوم ته په درس کې د برخې اخیستنې مثبت او مطلوب شرایط برابریږي .





انکشافي میتود Discovery Method


اکتشاف په لغت کې د یو شي پیدا کولو، کشفولو او لار موندلو ته وایې .
د تدریس انکشافي میتود هم هغه منطقي لاره ده چې ښوونکی دهغې په مرسته کولای شي چې زده کوونکي دیته اړ کړي چې واقیعتونه او موضوعګانې پخپله وپیژنې ، هغې ته پراختیا ورکړي او په پای کې ورڅخه نتیجه ګیري هم وکړي .
ددې میتود ښه والی دادی چې دښوونکي پرځای پخپله دټولګي ماشومان ددرس په بهیر کې فعال وي ، فکر کولو ته هڅیږي او دمسلو له پاره د حل لارې او چارې لټوي . ښوونکی ددې میتود په کارولو سره هم دلارښود دنده لري او زده کوونکو ته د درس په هره برخه کې د فکر کولو او دنظریو د څرګندولو وړ شرایط چمتو کوي .
ددې متیود دکارولو لارې چارې دادي چې ښوونکی باید حتما د زده کړې داسې حالت رامینځته کړي چې زده کوونکي د زده کړې په بهیر کې له یوې پوښتنې او پرابلم سره مخامخ شي . دلته د پرابلم ماناداده چې زده کوونکي دې د یوې پوښتنې په اړه فکر کولو ته وهڅول شي چې دمسلې سم ځواب رواباسي .
پوښتنې باید دزده کوونکو د ذهني تکړه توبونو (مهارتونو) او سویې په پام کې نیولو سره مطرح شي ، تر څو چې هغوی د پوښتنې په تشریح او تحلیل پیل وکړي . زده کوونکي باید ددې توان ولري چې دزده کړې فرضیې ډله بندي کړي . د همدغو فرضو له مخې باید خپل ځان وازمایي او داسې نتیجه ګیري وکړي چې په همدغو ازموینو ولاړ ه وي .
ښوونکی ددې میتود په کارولو کې د لارښود او مشاور په توګه کار کوي . زده کوونکو ته د مسلو د حل لارې پشنهاد وي . داسې پوښتنې کوي چې هغوی د هڅول شي او دمسلو د حل لارې دوی پخپله پیدا کړي .
په اکتشافي میتود کې زیاتره د مقایسوي حالتونو څخه ګټه اخیستل کیږي .
مقایسوي حالتونه دادي چې دادي چې زده کوونکي دیو لړ حالاتو یامسلو سره مخامخ کیږي . بیا ورڅخه پوښتل کیږي چې ددې حالاتواو مسلو په اړه فکر وکړي اود مسلو ترمینځ ورته والی ولټوي .
لنډه دا چې ښوونکی کولای شي د اکتشافي میتود په کارولوسره د لومړنیو ټولګیو زده کوونکي د هڅوي چې دموضوعګانو په اړه ددی خپله فکر وکړي او دخپل ذهنونه او فکرونه په فعاله توګه په کارو اچوي . دې میتود ته ځینې وخت دمسلې د حل دلارو میتود هم وایې .

عملي یا نمایشي میتودDemonstration Method


د شیانو نمایش یا ښودل زیاتره د کتنې او مشاهدې پر بنسټ تر سره کیږي .
جوته خبره ده چې کوچنیانو د یو شي په لیدلو او کتلو سره ځانګړي تکړه توبونه (مهارتونه) لاس ته راوړي.
ددې میتود له لارې لومړی یو ښوونکی یو کار او فعالیت په عملي ډول زده کوونکو ته وړاندې کوي ، بیا هماغه کار او فعالیت زده کوونکي په ځانګړي توګه کوم چې یې لیدلی یا ښودل شوی تکراروي او سرته یې رسوي . ددې میتود غوره والی دادی جې ښوونکی کولای شي ډیرو زده کوونکوته په لنډه موده کې زیات مهارتونه ، معلومات او تجربې ولیږدوي اودوی ته ددرس بنسټیزې موضوعګانې ورزده کړي . ددې میتود په کارولو سره ښوونکی د زده کړې بهیر د حقیقي شیانو تصویرونو، کارډونو او ماډلو له لارې پرمخ وړي . ځکه نو هغه زده کړه او پوهه چې ددې میتود له لارې زده کوونکو ته لیږدول کیږي ددوی په ذهن کې تل پاتې او ژوندې وي .
د ښوونې او روزنې ځینې پوهان پدې نظر دي چې:
او ریدل هیریدل دي : لیدل زده کول دي او عمل کول پوهیدل دي .
د پورتنیو ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره اوس دا خبره روښانه شوې چې دتدریس نمایش اوعملي میتود په ټولګي کې دزده کړېد بهیر یوه غوره میتود دی . ددې میتود په کارولو سره زده کوونکي فعاله او اغیزمنه زده کړه لاس ته راوړي او کولای شي چې زده شوی مطلب د عمل په ډګر کې پلی کړي او مطلوبې نتیجې ترې اخلي.



عملي یا نمایشي میتود لاندې څلور پړاونه لري چې دتدریس په بهیر کې باید په پام کې ونیول شي :
الف : د چمتوالي پړاو
ب : د تشریح ورکولو پړاو
ج : د ښودلو پړاو
د : د ازمایښت یا ارزیابۍ پړاو

الف : د چمتوالي پړاو


ددې پړاو څخه مطلب دادی چې ښوونکی باید دتدریس نه وړاندې دنمایش یا ښودلو سامان الات مخکې له مخکې د ټولګي مخې ته چمتو کړي او په ټاکلو ځایونو کې یې کیږدي . دتدریس نه وړاندې باید دغه الات اووسایل وازمایي او چک یې کړي چې سم کار وکړي . جوته خبره ده چې یو ښوونکي ته عصبي ستونزه هغه وخت پیداکیږي او کار یې له ګډوډیو سره مخامخیږي چې دښولو وسیله یا اله یا ماډل سم کار ونه کړي . ښوونکی د تدریس په بهیرکې ددې میتود د کار ټول ضروري شیان باید مخکې له مخکې چک او دښودلو لپاره یې په منظم ډول د ټولګي په وړاندې دمیز په سر کیږدي ، ترڅو چې ددرس په وخت کې پرته له ځنډه هر شي په آسانۍ سره واخلي او دتدریس په بهیر یې له ستونزو سره مخامخ نه شي .

ب : د تشریح پړاو :


په دې پړاو کې ښوونکی د ښودلو شیان زده کوونکو ته د ماډلونو ، تصویرونه کارډونو او چارتونو په مرسته وړاندې کوي او ورپسې ددغو شیانو په اړه تشریحات او توضیحات ورکوي . ښوونکی باید په پام کې ولري چې د ښوونو او یا نمایش ورکولو شیانو د کارولو په اړه تشریحات په منظمه توګه او ساده جملو کې ترسره شي او دهرې برخې د تشریح کولو پر مهال او زده کوونکو څخه پوښتنې وشي اودوی ته وخت ورکړل شي چې د شیانو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي .
د عملي یانمایشي دا پړاو ډیرمهم دی ځکه چې بنسټیز شیان چې د زده کړې د بهیر د پیاوړتیا او زده کوونکو په ذهن کې د مفهومونو د ژوندي ساتلو له پاره کارول کیږي باید سم تشریح شي ترڅو چې زده کوونکي پرموضوع باندې سم وپوهیږي او وروسته یې بیا په عملي توګه تر سره کړای شي .
هر ښوونکی باید د هري لنډې تشریح وروسته له زده کوونکو څخه هم معلومات او توضیحات وغواړي تر څو چې زده کوونکي ته هم د فعالې او ګډې زده کړې شرایط برابر شي او زده کوونکي په درس کې فعاله برخه واخلي .

ج : د نمایش یا ښودلو پړاو


په دې پړاو کې ښوونکي د موضوع د تشریح څخه وروسته ځینې شیان په عملي یا نمایشي توګه زده کوونکو ته ښایي . ښوونکی چې دعملي فعالیتونو په بهیر کې چې دډول ډول وسیلو او الاتو له لارې تر سره کیږي د زده کړې د فعالیت هره برخه په زده کوونکو باندې هم عملي کړي تر څو زده کوونکي دوه اړخیزه شي او فعالیتونه یواځې ښوونکی پورې محدود پاتې نه شي . جوته خبره ده چې د موضوع پیښې د تشریح څخه وروسته او بیا په موضوع او پیښه په نمایشي او عملي توګه زده کوونکو ته وړاندې کول د اغیزمنې او دوامدارې زده کړې لپاره خورا مهم کار دی .
د ښودلو یا نمایش ورکولو پر مهال ښوونکی باید زیار وباسي چې دهر زده کوونکي پوښتنو ته سم ځوابونه ووایي ، همدارنګه په هره برخه کې ښوونکی د ډول ډول پوښتنو له لارې د ټولګي ټول زده کوونکي په درسي بهیر کې شامل او ددوی لپاره په درس کې د فعالې برخې اخیستنې په زړه پورې چاپیریال برابر کړي .



د:د ازمایښت پړاو


هر ښوونکی باید دتشریح او ښودولو پړاونو څخه وروسته ټول کارونه او فعالیتونه چې سرته رسولي په زده کوونکو باندې تکرار کړي او له دوی نه په هره برخه کې توضیحات او معلومات وغواړې او په توګه خپل درس وازمایي ، که چیرې په کومه برخه کې زده کوونکي ستونزې ولري بیا دی موضوع تکرار او وروسته دی په دوی باندې عملي کړي تر څو دموضوع په مطلب باندې سم پوه شي .
د یادولو وړ ده چې دعملي نمایشي میتود ډیر غوره لاره د نقش لوبولو (Role play ) دی ښوونکی کولای شي د نقش د لوبولو میتود څخه په درسي بهیر کې ګټه واخلي ددې میتود په مرسته یوه موضوع یا یوه پیښه د څو تنو لوبغاړو له خوا په عملي توګه ښودل کیږي ددې کار اغیزمنتوب دادي چې دزده کوونکو او لوبغاړو ترمنځ د موضوع یا پیښې په اړه عاطفي اړیکې ټینګیږي او زده کوونکي دموضوع یا پیښې دتمثلولو پرمهال ځان په هماغه صحنه کې احساسوي او ژور فکر ورباندې کوي .
همدارنګه ددې میتود بل ښه والی دادې چې دزده کوونکی د ژورې مطالعې او کتنې له لاري د موضوع یا پیښې ته پاملرنه کوي چې په دې توګه ېې مطلب تر ډیرې مودې پورې په فکر او ذهن کې ژوندی پاتې کیږي او د موضوع څخه مثبته نتیجه اخلي له بلې خوا دنقش په لوبولو کې زده کوونکي خپلې قواوې په تیره بیا خپل حواس په موضوع یا پیښې باندې متمرکز کوي او په پایله کې په موضوع باندې په واقعي او عیني ډول پوهیږي اود موضوع په اړه ېې پوه او معلومات پیاوړي کیږي .
ښوونکی کولای شي دریاضي په مضمون کې په زده کوونکو باندې د دوکاندار تمثلي لوبه ترسره کړي او پدې باندې د ریاضي د جمعي ، منفي ، ضرب او تقسیم عملې بشپړې کړي او په عملي توګه یې په دې مفهمونو باندې وپوهوي .
د نقش دلوبولو د سرته درسولو له پاره باید لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي :
۱ـ دنمایش دلوبولو له پاره ټاکلې موضوع په نمایشي ډول لیکل
۲- دنمایش یا نقش لوبولود موضوع لپاره وسایل ،لوازم او شرایط برابرول
۳ـ په نمایش کې د لوبغاړو ونډې او نقشونه ښکاره کول او موضوع پدوې باندې تمرین کول
۴ـ هر لوبغاړي ته ددوې دسویې په مطابق برخه ورکول
۵ـ دنمایش څخه مخکې زده کوونکو ته دنمایش هدفونه بیانول او دوی ته دموضوع په اړه لنډه معلومات ورکول
۶ـ د نمایش څخه وروسته دنمایش هدف اوموضوع په اړه بحث ، نتیجه ګیري او ارزیابي .



تمرین او تکرار میتود
Repeat ion and practicing Method


تمرین د زده کړې د بهیر اود زده کړې د تعمیم او تطبیق له پاره یو اغیز من میتود دی . له ډیرې مودې راهیسې له دې میتود څخه کار اخیستل کیږي . ښوونکی دتمرین اوتکرار په مرسته د زده کړې مطلبونه اومفهمونه د زده کوونکو په ذهن کې بیا له سره پیاوړي کوي او دغه زده شوي مطلبونه او مفهمونه د زده کوونکو په ذهن کې تل پاتې ساتي چې کولای شي چې په عملي ډګر کې ورڅخه پوره ګټه واخلي.
تمرین بیلا بیل ډولونه لري چې ځینې یې دادي.



الف :ـ حفظي تمرین :


دا یو ډول طوطي وار یا بلبل واد تمرین دی یوازې دیوه شي د حفظ کولو له پاره سرته رسیږي چې پکې د تفکر او تعقل ونډه ډیره لږه ده . په عنعنوي ډول د ضرب جدول زده کړه یو ډول تکراري یا حفظي تمرین دی . په دې ډول تمرین کې زده کوونکي یو مطلب له ډیرې محدودې مانا سره تکرار په زور ذهن ته سپاري او اصلي مطلب او مقصد ته دومره پام نه کوي .
مثلآ یو زده کوونکی ممکن دنیل دسیند اوږدوالی په تکراري ډول حافظې ته وسپاري ، خو په دې خبره ونه پوهیږي چې دنیل سیند چیرته دی ؟ مصر په کومه لویه وچه کې پروت دی ؟ د مصریانو په اقتصادي ژوند کې دنیل درود ونډه څومره ده ؟ او داسې نور .

ب: استنباطي تمرين:


دا تمرين له علاقې استدلال مباحثې او د نويو نويو مفهومونو او موقيعتونو له کارولو سره اړه لري. سره له دې چې د تکرار ونډه په استنباطي ميتود کې هم شته، خو دغه تکرار يوه بڼه نه لري. دغه تمرينونه يو له بل سره په توپير کې د يوې موضوع يا مفهوم په شا او خوا راڅرخي، کوم تمرينونه، چې د هندسي قضيو په اړه تر سره کيږي او همدا راز هغه مسايل چې زده کوونکي يې پر قضيو او دلايلو باندې تر پوهېدلو وروسته حلوي، استنباطي تمرينونه دي.

ج: مرور


دا تمرين په هغو مطلبونو باندې د پوهې د پياوړي کولو لپاره تر سره کيږي، چې مخکې زده شوي او يآ درس ورکول شوی وي، مرور تل د خلاصه کولو يا د کره کولو، ترسيمولو او طرحه کولو تکړه توبونو (مهارتونه) سره غاړه وي، په يو درسي موضوع يا مطلب بيا له سره مرور کول په ذهن او عمل کې د موضوع او مطلب د بيا ژوندي کولو او تازه کولو په مانا ده، د مرور په مرسته زده کوونکي کولای شي، چې د درس ځينې برخې چې هېرې شوې وي، بيا له سره پرې وپوهېږي او پوهه په ذهن او عمل کې تلپاتې وګرځوي.

د: عملي کولو تمرين:


دا د خوځنده (حرکتي) او تخکنيکي تکړه توبونو (مهارتونو) د حاصلولو لپاره سرته رسيږي، ورزشي تمرينونه او د کسبي او حرفوي تکړه توبونو د زده کړې تمرينونه، عملي تمرينونه دي، چې په ځانګړتياوو باندې مخکې خبرې شوي دي.

ښوونکی بايد د تمرين لاندې سپارښتنو ته پام وساتي


۱- زده کوونکي بايد د تمرين اړوند هدفونه درک کړي او په دې وپوهېږي، چې د څه لپاره تمرين سرته رسوي.
۲- د تمرين مهال بايد ډېر او ستړی کوونکی نه وي او داسې نه شي، چې يو ساعت تمرين په دوو ساعتونو کې اجرا شي.
۳- ښوونکی بايد له هغو ښوونيزو مفهومونو او مقصدونو څخه خبر وي، چې د ده د درس په برخه کې ارزښت لري، د درس د ارزښت ښودنې لپاره زده کوونکو ته تر اندازې ډېر تمرينونه سپارل مناسب کار نه دی، د تمرينونو حجم بايد د زده کوونکو د اړتياوو او سويې سره سمون ولري، د درس د بېرته غبرګولو يا بېرته ويلو په خاطر بايد د مطلب له حفظ کولو څخه ډډه وشي، يآنې حفظ کول بايد هدف نه وي، ځکه د يو مطلب حفظ کول تل د هغې د پوهېدلو په مانا نه ده، خو که چېرې د يو مطلب او مفهوم حفظ کول د درس په هدفونو کې وي او د نورو مطلبونو له درک زده کړې او ورباندې پوهېدلو سره مرسته وکړای شي، نو بيا مجاز دی.

د تدريس ځانګړي ميتودونه


دتدریس د عامو میتودونو ترڅنګ ، د تدریس ځانګړي میتودونه هم شته چې د هر مضمون د ځانګړنو سره سم په درسي بهیر کې کارول کیږ ي.
هر ښوونکی باید دتدریس دعامو میتودنو ترڅنګ د تدریس په ځانګړو میتودونو باندې هم و پوهیږي څو چې دزده کړې بهیر زده کوونکو ته اغیزمنه او ډاډمنه شي د ژبې په ځانګړي میتودونو باندې وپوهیږي .
او په دې ډول اسانه او بامفهومه درس زده کوونکو ته وړاندې کړي . په دې برخه کې یو د ژبې د تدریس میتود دی چې د ژبې د ښوونکو لپاره یې پوهیدنه لازمي او ضروري ده .

د ژبې د تدریس میتود


ژبه د انسان په ټولنیز ژوند کې ستره ونډه لري اود هغه له کړو وړو مناظرو او فکر کولو سره غوټه شوې ده . ژبه د زده کړې لپاره هم ډیره مهمه ده .بې له ژبې څخه نه علم رامینځته کیدای شي ، نه څوک زده کړه کولای شي او نه هم د خپل ځان او نړۍ په هکله معلومات تر لاسه کولای شي .
د ژبې ښوونکی باید په دې وپوهیږي چې زده کړه څومره ارزښت او ګټه لري د ژبې د ښې ،اغیز ناکې او با مانا ښوونې لارې او اصول کوم دي تر څو دهغه زده کوونکي وکولای شي چې :

په خپله ژبه په سمه تو ګه وغږیږي او اوریدونکی یې په خبرو وپوهیږي

د خپلې ژبې د غږیدونکو په ژبه وپوهیږي .

په خپله ژبه لیکلي آثار سم ولولي او په مانا یې پوه شي .

په خپله درس سم لیکل وکړي چې خلک دده لیکنې ولولي او پرې پوه شي .



د پام وړ ده چې د ژبې په زده کړه کې څلور تکړه توبونه (مهارتونه ) نغښتي دی چې هغه دادي :
۱ـ داوریدلو (غوږ نیولو ) تکړه توب
۲ـ دغږیدلو یا خبرې کولو تکړه توب
۳ـ د لوستلو تکړه توب
۴ـ د لیکلو تکړه توب
د ا څلور ګوني تکړه توبونه (مهارتونه ) د ژبې د مهمو اساساتو څخه شمیرل کیږي .
د ژبې ښوونکي دنده لري چې نوموړو تکړه توبونه ته په ځانګړې توګه پاملرنه وکړي ، ترڅو یوښه او ریدونکی ، ویونکی ، لوستونکی او لیکونکی وروزو .
الف :ـ د ژبې لومړی تـــکړه توب اوریـــدل :
اوریدل له غږ سره اړیکي لري . غږ په هوا کې د یو جسم له رپیدو ، اهتزاز څخه پیدا کیږي . کله چې یو جسم ورپول شي د هر جسم د چاپیریال هوا دمتحدالمرکزپه څپو کې خوځیږي اوداوریدونکی غوږونوته رسیږي . اوریدونکي غوږونه داوریدلو دحس عصبي مزو په واسطه دغه غږیزې څپې دهغه مغزوته لیږدوي او مغزه یې دهغه غږونو سره چې په کې ذخیره کړي دي تشخیص او پیژني دغه ټولی عملې ته اوریدل وایې.
یا اوریدله هغه غږونه چې فوري د صوتي غړو په واسطه تو لیدو او مونږ یې اوریدولو مهارت په واسطه احساس کوو دې ته اوریدل وایې .
یا په بل عبارت : هغه غږونه چې د صوتي جهاز په واسطه موږ ته رسیږي اوریدل یې بولي اورید ل د ژبې د څلورو تکړه توبونو څخه لومړی تکړه توب دی اودا تکړه توب د لومړي ځل لپاره د مور له غیږې څخه شروع کیږي .
څه وخت چې یو کوچنی ماشوم نوی نړۍ ته راشي نومور ورته په مختلفو لارو او طریقو سره خپله مورنۍ یا پلارنۍ مینه په اوازونو ، کلمو، جملو او عبارتونو سره بیانوو . که څه هم په دې وخت کې کوچنی ماشوم په هیڅ نه پوهیږي ، خو سره له دې هم خپله لوږه ، تنده ، درد د ژړا په واسطه څرګندوي اوموریې پوهیږي چې دماشوم یې څه شي ته حاجت دی .



داوریــدلو (غوږنیولو) هدفونه :


۱ـ د غږونو ، هجاګانو ، کلمو ، عبارتونو او جملو په تلفظ ، آهنګ او مانا وو پوهیدل
۲ـ د لغتونو ‌ذخیره زیاتول
۳ـ د خبري کولو ځای او موقع پیژندل ، په مناسب وخت کې دنورو خبرو ته غوږ نیول او ورته ځواب ویل
۴ـدنورو په نظریو او عقیدو باندې پوهیدل
۵ـ د نورو د ګټورو تجربو په باب معلومات ترلاسه کول او دهغو په مرسته خپلو فکرونو ته وده او پراختبا ورکول .
مخکې له دې چې ماشوم ښوونځي ته راشي ، دمور غږونه او ورپسې د کورنۍ دنورو غړو غږونه اوري او ورو ورو دهغوی غږونه کلمې او جملې په غیر مقصودې توګه زده کوي .
په ښوونځي کې د ماشوم د اوریدلو مهارت ته وده ورکول په بیلا بیلو طریقو سره کیږي.
ښوونکی کولای شي چې ماشومانو ته کیسۍ ووایي چې حل یې کړي ، قصې ورته وکړي اوماشومان دې بیا ووایي ددې لپاره چې دماشومانو زړه تنګ نه شي ، ښوونکی باید په ساده ژبه د ماشومانو دسویې سره سم په ورین تندي او ظرافیت ، په نرمه ، پسته او خوږ ګړدود خبرې وکړي . په تدریس کې دې داسې مواد وړاندې کړي چې د ماشوم د چاپیریال د غوښتنو سره سمون ولري . داسې مواد باید جالب وي اودماشومانو پاملرنه متمرکزه کړای شي .
ښوونکی باید اوریدلو لپاره دماشومانو سره په لاندې توګه مرسته اوکمک وکړي او لاندې نقطې دې په نظر کې ونیسي
۱ـ ښوونکی دې دوینا په وخت داسې څه ووایي چې د غوږنیولو ارزښت ولري
۲ـ دوینا په وخت کې دې یو ښه پلان ولري څو دماشومانو توجه ځانته جلب کړي .
۳ـ ښوونکی دی داسې یو شی ووایي چې په هغه کې یو هدف پروت وي .
۴ـ په ډیرو ساده او مناسبو الفاظو باندې دې خبرې وکړي څو چې زده کوونکي ورباندې پوهه شي او داو ل سره برابر وي .
۵ـ په ټولګي کې دی ښه په زړه پورې فضا مینځته راوړي ترڅو ماشومان د ښوونکي خبرې واوري
۶ـ ښوونکی باید په داسې ځای کې ودرېږي چې درڼا مخه ونه نیسي څو چې دماشومانو سترګې خرابې نه شي .
۷ـ دماشومانو دناستې ځای باید مناسب او ارامه وي .


داوریدلو لپاره یو څووړاندیزونه :


به لومړي خت کې دالاندې لارښونې تر سره کړﺉ:
۱ـ ماشومان دی ټولګي کې دښوونکي اوازونو ته غوږ کیږدي او هغه دې واوري .
۲ـ ماشومان دې بهر بوځي او هلته دې مختلف اوازونه واوري او هغه دې وپیژني .
۳ـ ماشومانو ته دې مختلف اوازونه واورول شي اوهغوی دې غوږ ورته ونیسي او ماشومان دې یو غږ له بل څخه بیل کړﺉ.
۴ـ ماشومانو ته دې ورته کلمي چې هم قافیه وي تکرار کړﺉ.
۵ـ ځینې لارښونې تعقیب کړﺉ.
۶ـ داوریدلو ځینې تمرینونه ( لوبې) اجرا کړﺉ یعنې یوه کوچنې لوبه چې په هغې کې ځینې کلمې او جملې وي تکرار کړي، او بیا دې هغه کلمې، جملې له زده کوونکو څخه پوښتنه وکړي.
۷-ماشومانو ته دې په یوه ځانګړې موضوع کې یواځې یو ځل لارښوونه وکړي او بیا دې دهغه پوښتنه وکړي او زده کوونکي دې ځواب ورکولو ته مجبور کړي ترڅو زده کوونکي اوریدلو لپاره اړتیا احساس کړ ي .
۸ـ ښوونکی دی په لوړ اواز اوریدلو لپاره دفتآ یو پراګراف ووایي او په دې پراګراف کې دې د زده کوونکو څخه پوښتنې وکړي .
۹ـ د ټیپ شوې الې په واسطه ځینې اوازونه ماشومانو ته واورول شي او په هغه کې داوزوکوونکي حالت معلومول .



۱۰ـ دورځپاڼې یوه برخه چې له رادیو له خوا خلکو ته اوریدل کیږي په هغه حصه کې له زده کوونکو څخه معلومات وغوښتل شي .
۱۱ـ ځینې لوبې دې اجرا کړي او په هغې کې دې ځینې ځانګړې کلمې او مفاهیم له ماشومانو څخه پوښتنه وکړي .

دغوږنه نیول علتونه :

ماشومان د ښوونکې په خبره چې دی څه وایې سم نه پوهیږي .



شاید د ښوونکې اواز په کافې اندازه (اوچت ،کښته ) او ساده نه وي. څو زده کوونکي یې په خبرو باندې پوه شي .



ماشومان کوښښ کوي چې ډیر زیات له وخت نه کار واخلي ، څو هغه څه واوري فکر یې تحلیل کولای شي .



که چیرې ښوونکی داسې کلمې استعمال کړي چې دزده کوونکو له سویې څخه اوچتې وي نو ماشومان غوږ ورته نه نیسي .



ښوونکې باید د زده کوونکو علاقه او په زړه پورتیا پیدا او په موضوع په زړه پورې کړي . که نه زده کوونکي غوږ ورته نه نیسي .



له بعضو زده کوونکو سره ځینې نورې موضوعګانې موجودې وي او زده کوونکي په همغه موضوع کې فکر او چرت وهي نو په دې وخت کې هم زده کوونکي د ښوونکي خبرو ته غوږ نه نیسي .



کله کله داسې هم کیږي چې یوه موضوع زده کوونکي څو وارې وي او یایې هغه موضوع په تیر وخت کې لوستلې وي ، نو په دې حالت کې دتکرار په وجه زده کوونکي د ښوونکي خبرو ته غوږ نه نیسي .



کله داسې هم پیښیږي چې زده کوونکي ځانته شخصي نظریې او مفکورې لري او د ښوونکو له نظریاتو سره هم عقیده نه وي له دې امله د اوریدلو لپاره ځانګړې په زړه پور تیا نه ښکاره کوي.



بعضې وخت داسې هم کیدای شي چې خپله ښوونکې ددرس ورکولو په وخت د موضوع غایه او موخه په ښه شان سره نه شي توضیح کولای چې دا کار هم دزده کوونکو د غوږ نه نیولو علت کیدای شي .





د یوښه اوریدنکي خواص:


۱ـ یو ښه اوریدنکې همیشه مؤادب او قرار وي او دنورو د خبرو په وخت کې اخلال نه پیدا کوي .
۲ـ ښه اوریدونکی چپ ارام په خپل ځای کې ناست وي او شاوخوا ته بې ځایه حرکت نه کوي .او همیشه یې توجه د ویونکي خواته وي .
۳ـ ښه اوریدونکی مهمې نقطې تعقیبوي او په هغه کې فکر کوي .
۴ـ ښه اوریدونکې د موضوع سره مینه ،علاقه او په زړه پورتیا ښکاره کوي .
۵ـ ښه اوریدونکی معقولې پوښتنې کوي .
۶ـ ښه اوریدونکې د ځینو نقطو په اړوند زیات شواهد او دلایل غواړي .
۷ـ ښه اوریدونکی د ویل شویو شیانو په اړوند خپل قدرت او لیاقت ښکاره کوي .
په یاولرﺉ چې د یو ښوونکی په توګه په ټولګي کې دنظم او دسپلین په غرض په اوچت اواز خبرې ونکړﺉ.
که چیرې زده کوونکي غالمغال کوي ، ښوونکی دې ورو خبرې وکړي او خپل اواز د زده کوونکو له اوازونو څخه اوچت نه بلکې په متوسط شکل سره دې خبرې شروع کړي .



ب ـ دخبرې کولو یا غږیدلو تکړه توب(مهارت) :ـ


د ژبې دوهم تکړه توب خبرې کول دي، اودا تکړه توب باید په زده کوونکو کې تقویه شي دخبرو هغه طبیعې حالت چې زده کوونکی ورسره اشنادی هغه معمولي او عادي خبرې کول دي . کومې چې دوې یې د خپل پلار، مور، ملګرو او دوستانو سره کوي .
ماشوم تر څلور پنځو کلونو وروسته په خپله مورنۍ ژبه کې یوه اندازه لغتونه ، عبارتونه او جملې زده کړې وي . کله چې په ښوونځي کې شامل شي په خپله مورنۍ ژبه خبرې کولای شي خو دومره واضیح نه . ښوونکی هڅه کوي چې دماشوم دغه تکړه توب ته نوره هم وده او پراختیا ورکړي .
د ځینو تلفظ څرګند او واضیح نه وي ، د ځینو ژبه نښلي او ځینې نور د اوازو په تلفظ کې مشکلات لري . دوې نه یواځې په خبرو اترو کې تکلیف لري بلکې د ژوندانه په مختلفو برخو کې لکه ټولنیز پرمختګ ، ذهني رشد او هیجایي پرمختګ کې یې خنډونه او بندښ لیدل کیږي .
همدارنګه دزده کوونکو استعداد یو دبل څخه توپیر لري په دغه ټولو برخو کې باید دزده کوونکو سره مرسته وشي .



د غږیدلو د تکړه توب موخې :


۱ـ ماشوم د غږیدلو په مرسته سم فکر وکړي او خپلې نظریې چې دهغه پوهې اودرک محصول دي بیان کړي.
۲ـ خپلې اړتیاوې او غوښتنې په بشپړ ډاډ ، ازاده توګه او روانه ژبه ووایي .
۳ـ له خپلې پوهې سره سم په ټولنیزو بحثونو او مناقشو کې ګډون وکړي .
۴ـ د موضوعګانو په بیانولو کې خپل نوښتګر ځواک ، صلاحیت او تکړه توبونه وکاروي .
۵ـ له اړتیاوو سره سم کلمې او اصظلاح ګانې په صحیحه توګه زده او سم یې تلفظ کړي . چې عبارتونه او جملې سمې او په مناسب ډول ولولي .
۶ـ نظمونه په شعري ګړدود ووایي.
د ښوونکي یو اړخیزه خبرې ماشومان په خبرو نشي راوستې ،ښوونکی باید داسې فعالیتونه په ټولګي کې رامنځته کړي چې ماشومان په خبرو راولي او پورتنې هدفونو ته پراختیا ورکړي .
د بیلګې په توګه : کیدای شي چې ښوونکی یاماشوم یوه کیسه ووایي. بیا ښوونکی یا ماشوم پخپله دهغې کیسې په اړه یو له بل څخه پوښتنې وکړي او ځوابونه سره ورکړي . یا داچې ښوونکی ماشومانو ته لارښوونه وکړي چې په ټولګي کې ځینې فعالیتونه د ډرامو او ډیالوګونو په بڼه تمثیل کیږي .
داهم کیدای شي چې ښوونکی یو تصویر چې بیلابیل شیان ، فعالیتونه او منظرې په کې انځور شوې وي پر توره تخته او دیوال وځړوي او دماشومانو د ‌ذهني سویې په پام کې نیولو سره دوی ته وخت ورکړي چې هر یو په خپل وار سره خبرې پرې وکړي . همداراز ښوونکي ته ښایې چې په دې فعالیتونو کې ټولو ماشومانو ته مساوي اوبرابره ونډه ورکړي . که ځینې زده کوونکي د خبرې کول حرات ونه لري او یا څه تورې نیمګړتیاوې ولري له حوصلې ، زغم او مهربانۍ څخه دې کار واخلي او هر زده کوونکي ته موقع برابره کړي چې په فعالیتونو کې ونډه واخلي په درسي موضوعګانو باندې وغږیږي اوتمرینونه سرته ورسوي. له بلې خوا ښوونکی باید زده کوونکو ته داسې چاپیریال برابر کړي چې پرته له ویري خپلې نظریې او وړاندیزونه ددرسي موضوعګانو په اړه ووایې او هیڅکله له ښوونکو څخه د بیرې او ډار احساس ونه کړي . ښوونکي ته هم لازمه ده چې له زده کوونکو سره داسې چلند وکړي چې ماشومان ورته د یو زړه سواندې لارښود ،مشر او دوست په سترګه وګوري . خپلې ستونزې ورته وویلای شي او دتمرینونو او فعالیتونو د اجراکولو پرمهال وار خطا نه شي .



د خبرو کولو لپاره څولارې په لاندې ډول سره دي:


ورځنۍ محاورې ، د تیلیفون د استعمال لارې ، راپورنه ترتبیبول او ارایه کول .
داستان ولیکل او ویل ، غیرې رسمي خبرې او اترې ، ځینې تمثلي شیان ښودل اودهغوی شرحه اعلانونه ترتیبول او ویل یې. ښوونکې کولای شي چې د ځینو نورو شیانو څخه کوم چې د زده کوونکو په شوق او ذوق پرسویه بابروي ترتیب او زده کوونکو ته وړاندې کړي .



الف ـ د تیلیفون داستعمال طریقه :ـ


تیلیفون دهغه مناسبو وسایلو څخه دی چې دخبرو د پرمختګ او پیغام د ژر رسولو لپاره ورځنې کار اخستل کیږي .
ښوونکی کولې شي چې زده کوونکي د تیلیفون په استعال باندې پوه کړي ددغه کار لپاره اساسي او مناسبه لاره داده چې د ټولګی له زده کوونکو څخه دوه تنه انتخاب کړي . یو زده کوونکی د ټولګي په یو کنج او بل یې په بل کنج کې ولاړوي او دغږون کوونکي په ډول دې خبرې وکړي.
ښوونکي ته دا لازمه ده چې زده کوونکو ته د تیلیفون کولو د غه لاندې ټکې ورزده کړي :
د تیلیفون دغوږي (ګوشک) د اخستلو سره سم خپل ځان معرفي کړي او وروسته دې و مخاطب نوم او ځای پوښتنه وکړي .
لکه : زه (خاټول ) یم . تاسې څوک یاست ؟
غوږې سم په لاس کې ونیسې او په څرګند ډول دې خبرې وکړي . د خبرو په وخت دې دخبرو اداب مراعات کړي . او ښې ،ښې جملې دې استعمال کړي او دمخاطب خبروته دې په غور سره غوږ ونیسي .
که چیرې مخاطب بل چا ته پیغام لیږي هغه دې په ډیره توجه سره واوري او څرنګه چې ورته ویل شوي وي په هغه شان دې مطلب سړي ته ورسوي .
دوخت دعایت کول او په تیلیفون کې خبرې کول له هغو مطلبونو څخه ګڼل کیږي چې ښوونکی باید زده کوونکي ورته متوجه کړي .
زده کوونکو ته دې په ډاګه وویل شي چې تیلیفون یو عمومي دستګاه ده نو داسې خبرې وکړﺉ چې دادب له چوکاټه څخه د باندې اولیرې نه دې .
کله چې زده کوونکي په ښوونځي کې د تیلیفون کولو عادت او آداب زد کړي وروسته هغه دوی په خپله د خبرو په وخت کې رعایت کوي .

ب ـ د راپور د ویلو طرز:


الف ـ ګزارش د معمول سره سم دیوکس له خوا د څو تنو لپاره تهیه او ترتیب کیږي لازمه داده چې موضوع د ترتیب کوونکو او اوریدونکو لپاره ګتوره او په زړه پورې وي .
ګزارش دهغه هدفونو لپاره ترتیب کیږي چې پخوا زده کوونکو د بحث او څیړنې وړ ګرځیدلې وي .
او په عمومي ډول سره اخباري او اطلاعي بیه او جنبه ولري .

ـ دګزارش لپاره دغه لاندې ټکي په نظر کې نیول کیږي :


د زده کوونکو لپاره د کتابونو ، فلمونو اونور شیانو د توجه او پاملرنه وړ ده .
د یو سفر او ناببره تګ ګزارش دهغه مطلبونو لپاره ګټور دی چې د لوستل شوو علماوو اخستل شوي وي.
دمثال په توګه دهغو شیانو تهیه چې دشکل او رنګ په برخه کې وي .
یاهغه ځانګړی شی چې د افتخار وړ ګرځیدلی وي لکه د افغانستان دجنډې رنګونه او یا دهغو رنګونو کسب او زده کړه چې د ځانګړو خاطراتو څخه بحث کوي او څیړنه کوي .
او داسې هم کیدا شي چې یو زده کوونکی د خپل نظر سره سم ځینې شیان راټول کړي چې دوستانو او اوریدونکو لپاره په زړه پورې وي . د ښو عکسونو په ښودلو او ژبې په بیان سره دې هغه موضوع په زړه پورې او ښایسته کړي .
یوه ښه لار داده یادښتونه ټول کړي ترڅو چې ګډوډي ورته پیښه نه شي او په خپله څانګه کې بریالیتوب ترلاسه کړي . د زده کوونکو عکس العمل یو تر بله دداسې راپورنو په ترتیبولو کې په ښکاره ډول د یو بل څخه توپیر لري .
هغه زده کوونکي چې عمر یې تر نورو ډیر وي هغوې ټاکلې موضوع د خپل فکر سره سم لنډوي.
که چیرې موضوع ډیره مهمه او په زړه پورې وي نودی ته تیاریږي چې په هغه کې نوره څیړنه په زور وکړي او کوشش کوي چې دنقاش برجسته برخه یې دهنر دلارې په زړه پورې کړي .
دتحریري راپورونو په باره کې مو یو څه وویل . اوس به د شفاهي راپورنو په باره کې یو څه ووایو :
شفاهي کزارش له هغو ګټورو کارونو څخه دی چې زده کوونکي د سمو او درستو ویلو او فکر کولو ته متوجه کوي .
شفاهي راپورونه دزده کوونکو سره د ګټورو او سمو کارونو په انتخابولو ددرست صیحیح لغتونو او غوره اصطلاحاتو او د ادب په رعایت کولو کې ډیره مرسته کوي او هم دنورو کارونو لپاره تشویق کیږي .

دداستان یا ناول ویل :


هغه چې داستانونه چې زده کوونکي یې پخپله لیکي په غالب ګمان سره ددوې شخصي تجربې دهغوی تحلیل او تصور په هغه برخه کې ډیر لاس لري او مهم نقش لوبوي دا ډول تازه او نوې داستانونه چې د زده کوونکو له خوا لیکل کیږي په زړه پورې دي . دداستان لیکل ځانته یو ټاکلی وخت لري ترڅو زده کوونکي ورته تشویق کړي د یوې کورنۍ پیښې په باره کې یا هغه کارونه چې د جمعې په ورځ مینځ ته راځي او یا هغه لوبې چې د څلورو فصلونو په تیریدو سره سرته رسیږي لکه ډنډه توپ لوبه ، لامبو، علمي سفرونه او دهغه شیانو په باره کې چې خورا مهم وي نو داستان دی . په دغه ډول موضوعګانو کې ولیکل شي .
ښوونکی کولای شي چې کوم وخت دا ډول داستانونه له زده کوونکو څخه اورې نو له هغو نه د یو بل کوچني او په زړه پورې داستان ولیکي او هغه داستان دې زده کوونکو ته ووایې .
په دغه ډول سره ښوونکی کولای شي چې دتحلیل له لارې زده کوونکو داستان لیکلو ته تشویق او متوجه کړي.
دبلګې په توګه: که چیرې یو زده کوونکی ښوونځي ته یوه (سویه) رواړي او خپلو ملګرو ته یې وښایي نو په دغه وخت کې دې ښوونکی دلږ وخت څخه کار واخلي اوزده کوونکو ته دې ووایې ـ فکر وکړې چې دا( سویه) ژوندې راځي چې ددغې سویې په باره کې داستان ولیکو .په دې ترتیب سره زده کوونکي د سویې په باره کې ځینې مطلبونه وایي او نور زده کوونکي ورباندې یو څه زیاتوي چې په دغه شان یو داستان لیکل مینځ ته راځي .
ښوونکی دې خپل زده کوونکي حقیقي داستان لیکلو ته متوجه کړي .
برعکس که چیري داستان تخیلي بڼه ولري کوښښ دې وکړي چې د حقیقی ژوند نتیجه ورڅخه لاس ته راوړي .
ښوونکی دې خپلو زده کوونکو ته وړاندیز وکړي او له هغو نه دې وغواړي چې خپلې هیلې د خوب دلید په شان څرګند کړي .
یا دې داسي تصور وکړي چې د داستان لیکلو یو قهرمان دې دمشال په ډول که چیرې د سلیمان«ع» غمی دهغوی په لاس کې وي څه به یې پرې کول ؟
نو ددې لپاره چې زده کوونکي پخپله داستانونه ولیکي او په دغه لار کې پرمختګ وکړي نو لازمه ده چې ددوی د تخیل جنبه تربیه او وروزل شي . ځکه چې داجنبه تر هرڅه ډیر زیا ت ارزښت لري .هغه داستانونه چې زده کوونکي یې لیکي په لومړۍ مرحله کې هغه ډی ګډوډوي او دوی ته زیاته توقع هم نه کیږي.
دا ځکه چې وروسته له هغه ورو ورو د ښوونکي په توجه دمکمل وایي او منظم توب بڼه غوره کوي .

دداستان لیکلو غوره ټکي دادي:


د زده کوونکو دبیان پرابلم ،د لفظونو جوړښت ، هدف او موضوع دداستان غوره خصوصیات دي او په زړه پورې توجه غواړي .
دداستان قهرمان دخورا مهمو خواصو څخه ګڼل کیږي یعنې قهر مانانو ته دې پوره پاملرنه وشي .
داستان هغه وخت ډیر جالب دي چې داوریدونکو شوق(علاقه) ،ذوق او تحریک ځان ته واړوي .
په کوم داستان کې چې نوې عقیدې او حساسې نظریې موجودې دي نو جازبیت درجه یې هم ښه وي .
د ساده لغتونو او جملو تړل یو تربله دداستان موضوع خورا ښایسته کوي نو لازمه ده چې زده کوونکي د لغتونو یوه لویه پانګه ولري.چې په تدریجي ډول سره دداستان لیکلو په وخت کې په کار واچوي . دا ځکه چې دلغتونو په کار اچوي. دا ځکه چې دلغتونو په کار اچولو سره دداستان موضوع ډیره اغیزمنه او په زړه پورې کیږي .
زده کوونکي هم کوښښ کوي چې داسې داستانونو ته شوق او علاقه پیداکړي او په خپل وار سره خپلو داستانونو ته مناسب عنوانه غوره او پیداکړي .
هغه څوک چې دداستان لیکلو په باره کې ولیکل شوه د رهنما بڼه لري او ښوونکی کولای شي چې د خپل ابتکار سره سم دداستان لیکلو موضوع نوره هم ګټوره او په زړه پورې کړي او زده کوونکوته یې ورزده کړي .

په خپل مینځ کې خبرې اترې یا غیر رسمي خبرې او ورځنې محاورې:


غیر رسمي خبرې په عمومي صورت سره یو شفاهي غور او تعمق دی چې دیوې موضوع او یا څو موضوع ګانو په باره کې دیو ګروپ او ډلې له خوا مینځ ته راځي او یو خاص هدف لري چې هغه تربحث او څیړنې لاندې نیسي .
غیر رسمي خبرې هغه لومړی په زړه پورې تدبیر دی چې د ښوونځي په لومړنیو ټولګیو کې او لومړنیو ښوونځیو کې ورڅخه استفاده کوي. دا خبرې یو مروج پلان لري چې ټاکلی ګرو‎پ دهغو مشکلاتو او خنډنو ته متوجه کوي او تر غور لاندې نیسي ورو ورو دهغو عملي کول صورت مومي.
چې په سر کې یې یو ښوونکی او یا یو تکړه زده کوونکی د رهنما په ډول کار کوي .
غیر رسمي خبرې او عامیانه مناقشه دیوې دیوې پوښتنې او یوې خبرې څخه منشا اخلي
او ورو ورو یوې نتیجې ته رسیږي ،لکه : د خپل هیواد دځینو ملي ورځو په باره کې پوښتنې کول دبیګې په توګه دخپلواکې ورځ ،د ثور اومه ، اتمه، ځکه خلکو دژوند چارې داجتماعي علومو له مطالعي نه زده کړې دي او ورڅخه استفاده کوي .
اونړیوال جریانونه ، د سولې خبرې، اقتصادي کنفرانسونو او دملګرو ملتونو غونډې دیو واقعې اواصلې دیالوګ په شکل ترتیب کولې شي.
هغه ټولګي چې دخپل هیواد دخوشحالۍ او نیکبختۍ په برخه کې څه اوریدلې وي هغه دې دیو دیالوګ په شکل ترسیم کړي . کیسې دې جوړې کړي او هغه دې ولیکي .
سپورت او موزیک ته دې هم پکښې برخه ورکړي او دغه فعالیتونه دې د زده کوونکو مور او پلار ته هم وړاندې کړي .
وروسته دې دغه مواد نورو ښوونځیو ته ور وښودل شي .
همدا ډول زده کوونکي د ځان لپاره کالي او جامې جوړې کړي اونمونې دې دنندارې دپاره کیږدي.
د پورته لوستل شوو شیانو تکامل د زده کوونکو د سویي په لوړولو کې په زړه پورې رول لوبوي .



ورځنې محاوري :


دخبرو هغه معمولي اوعادي ډول دی چې دلوبو په وخت کې، د سلام علیکم په وخت کې همدارنګه د پیژندګلوي په وخت کې له اشنایانو ،دوستانو، ملګرو، همدارنګه د عامو خلکو سره دخبرو په وخت کې ورڅخه کار اخستل کیږي .
همدارنګه دښوونځي سامان الاتو دبرابرولو په وخت کې د حیواناتو او نباتاتو دلیدنې او مشاهدې په وخت کې ورڅخه ګټه اخستل کیږي .
که چیرې ښوونکی په مستقیم ډول سره په دغو خبرو کې ګډون نه کوي نه دې کوي ، خو دماشومانو خبرو کولو اوغوږ نیولو ته دې ډیر متوجه وي .



ج ـ لوستل Reading


لوستل هغه کیلي ده چې دکتابونو او چاپ کړي موادو دروازه دانسان په مخ خلاصوي اوانسان ته دخپلواکې زده کړې زمینه برابروي ، په حقیقت کې لوستل دښوونې اوروزنې یوبنسټیز توکی دی چې دهغې پرته دکتابونو او له ښوونیزو اوروزنیزو منابعو څخه ګټوره اودوامداره ګټه اخیستل کیدای نه شي .
دزده کوونکو دپوهې هر اړخیزه پراختیا په لوستلو سره پیل کیږي . لوستل په حقیقت کې د ښوونې اوروزنې زیر بنا بلل کیږي . که چیرې یو زده کوونکی په لوستلو کې قابل نه وي نو هغه په تاریخ ، جغرافیه ،ساینس اونور مضامینوکې څه شی نه شي زده کولای . څوک چې په لوستلو کې کمزوری اوضعیف وي نونه شي کولای چې په ښوونه اوروزنه کې پوره برخه واخلي .
ـ ذهن ته دصوتي سمبولونو اوانځورونو دمفهومونو لیږدول ،هغه په ژبه راوړل او دسمبولونو او آوازونو څخه مفهوم اخستلو ته لوستل وایي .

یو ښه لوستونکی کوم دی ؟


یو ښه لوستونکی په دغه لاندې شیانو باندې قادر وي:
۱ـ څه لولي په مانا اومفهوم باندې پوهیږي . یواځې د کلمو تلفظ کول دلوستلو مانا اومفهوم نه لري ترڅو چې لوستونکي ته دکلمومانا اومفهوم ورته معلوم نه وي .
۲ـ په هغو ټکو اوعلامو دې پوه شي چې په لوستلوکې ورسره مخامخ کیږي .
لکه :(؟) ـ(.)ـ(ـ)ـ(!) ـ(...)ـ(،) اوداسې نور ،اودمطلب لنډیز چې دکتاب په وروسته برخه کې لوستونکی باید هغو نقشو ګرافونوباندې پوه وي چې دتحریري موادودتشریح کولو په وخت کې ورته متوجه وي .
۳ـ ښه لوستونکی دکتاب دټولو مفرداتو سره لکه :لړلیک ،عنوانونه او ځینې نورو شیانو باندې پوهیږي .
۴ـ ښه لوستونکی هغه دی چې دلوستلو په وخت کې د لوستلو طریقې په نظر کې ونیسي او کار دې ورځینې واخلي . یعنې دیوې لنډې اواسانې کیسې په لوستلو کې دې له تیزیې څخه کار واخلي خو علمي حقایق اوهغه ځایونه چې ډیر مهم او پیچیده وي یاداشت او یاد کړي.
۵ـ لوستونکی دې د لوستلو سره مینه اوعلاقه ولري .ښوونکی دې د خپلې پاکې دندې له مخې دا پر ځان لازمه وبولي چې زده کوونکو ته هغه لارې ورزده کړي چې ددوې سره دلوستلو په وخت کې مرسته کوي اوهغه مرستې په لاندې شکلونو کیدای شي .
۱ـ څو ساده کتابونه دې په لومړي وخت کې دنده ورکړي څوچې پخپله یې ولولي اوبیا دې دورکړ شوو کتابونو څخه دهغوی دپوهې په تناسب له هغو کتابونوڅخه څوعنوانونه انتخاب او په ټولګي کې دې ووایي .تر څو چې دلوستلو قوه یې پرمختګ وکړي .
ددې پرمختګ لپاره دې ورځپاڼه،مجله او ساده کتابونه انتخاب کړي اوپه زده کوونکو باندې دې تکرار ولولي . دغلط تلفظ او بې ځایه توقف او ځینو نورو اشتباهګانو مخه دې ونیسي ورته دې اصلاح شي .
همدارنګه دکلمو استعمال په مناسب ځای کې دجملو طرز او دجملو ترکیبونه دې ورته په خیال کې وساتي . ترڅو چې دزده کوونکو د لغاتو ذخیره قوي او دهغو داستعمال ځای د پیژني .
ترکومه حده چې په زده کوونکو کې دلغاتو پانګه زیاتیږي په همغه اندازه د زده کوونکو علمي سویه لوړیږي .
همدارنګه کوښښ دې وشي چې دفکر تمرکز د لوستلو په وخت کې زده کوونکو ته وښودل شي .
په لومړنیو زده کړوکې لوستل په دریو پړاوونو کې ترسره کیږي په لاندې ډول دي :
۱ـ د توجه اوذوق رابلل:
پدې پړاو کې ښوونکی بایددلوستلو لپاره د زده کوونکو ذوق او پاملرنه وپاروي،
ښوونکی پدې برخه کې کولای شي ددرس په پیل کې په زړه پورې کیسو،پیښو او نورو په زړه پورې څیزو په ښکاره کول یا ددرس دموضوع دعنوان په اړه ډول ډول تصویرونه وښي او په دې توګه ددرس په اړه د زده کوونکو ‌ذوق وپاروي او ددوی پاملرنه ددرس اصلي برخې ته واړوي.

۲ـ د پټې خولې لوستل:


ددې لپاره چې زده کوونکي د متنونو دسمدستي لوستلو په ترڅ کې له ویرې او ډار سره مخامخ نه شي ،دکلمو ،جملواو پراګرافونو دترکیب سره اشنا او په لوړ اواز لوستلو لپاره چمتو شي نو دپټې خولې لوستل صورت نیسي . په دې ډول لوستلو کې شونډې نه خوځیږي دخولې څخه اواز نه اوځي ،یواځې د‌ذهن په کارولو او دسترګو په حرکاتو سره لوستل سرته رسیږي .
دپتې خولې لوستلو ښیګڼه داده چې زده کوونکي په راتلونکي کې د تیزو او چټکې لوستنې له پاره چمتو کیږي دې ډول لوستلو ته مطالعه هم ویل کیږي .
دپټې خولې په لوستلو کې زده کوونکي دهغو کلمو،مفهمونواو جملو په برخه کې ډیر پام کوي چې لوستل او یا مانا یې ورته ګرانه وي . زده کوونکي هڅه کوي چې نوي مفهمونه دجملو دسیاق له مخې ولولي او په مانا یې وپوهیږي . که بیا هم ستونزې ولري نوهغه په نښه کوي ،دنورو زده کوونکو او ښوونکي سره دمناقشي او بحث په وخت کې یې زده کوي .


۳- په لوړ غږ لوستل:


د دې لپاره چې ښوونکی ‌ډاډه شي ، چې زده کوونکو يې متن لوستلی او په مانا يې پوهېدلي دي، نو متن په لوړ غږ لولي، بيا د مفهوم اخيستنې لپاره يې يو څه پوښتنې کوي او تعريفونه سرته رسوي.
لنډه دا چې ښوونکی د يو متن په لوستلو کې لومړی بايد د درس د موضوع يا سرليک په اړه په زړه پورې خبرې وکړي، څو چې د زده کوونکو پاملرنه درس ته واړول شي، بيا دې زده کوونکو ته لارښوونه وکړي، چې د درس متن په پټه خوله له ځانه سره ولولي او مشکل لغتونه يې په کتابچو کې وليکي يا يې په نښه کړي او وروسته بيا هر ستونزمن لغت چې د زده کوونکو له خوا په کتابچو کې په نښه شوی وي په توره تخته باندې دې وليکي او مانا يې له زده کوونکو څخه وپوښتل شي. که چېرې ټول زده کوونکي د لغت په مانا پوه نه شي، نو ښوونکی دې د لغت مانا پر تخته وليکي او بيا دې متن لومړی په زده کوونکو او بيا په خپله په لوړ غږ ولولي.

د لوستلو د مهارت په وده او پراختيا کې بايد لاندينۍ لارښوونې په پام کې ونيول شي:
زده کوونکي بايد :

د لوستلو په ټولو پړاوونو کې د لوستل شويو کلمو/ عبارتونو په مانا او مفهوم ښوونېزو او روزنيزو ښېګڼو (مسلکي مالومات، د ژوند مسايل، اخلاقي سلوک) ښه وپوهيږي.

د کلمو په ترکيبي بڼو او د سمبولونو او غږونو په اړيکو وپوهيږي.

هڅه وکړي چې په نويو کلمو، موضوع، مانا او مفهوم د متنونو د قرينو له مخې وپوهيږي.

نظمونه په ښه غږ او شعري لهجه ولولي.

متن په مناسب او وړ غږ (نه ډېر لوړ، نه ډېر ټيټ، نه ډېر تېز، او نه ډېر کُند) ولولي، چې اورېدونکي يې په مينه او د لچسپۍ تعقيب کړای شي، په مفهوم يې وپوهيږي او منفي اغېزې پرې ونه ښندي.

ډېر غوره او کليدي کلمې او جملې پر توره تخته وليکي، يا دې ښوونکی پر توره تخته وليکي.

ټول وار په وار لوستلو کې برخه او ونډه واخلي.





د لوستلو لپاره تياری:


د يوه لوستونکي لپاره لومړی شی، چې دی ورته اړ دی، هغه د ده د کښېناستلو وضعه ده، چې په خورا درست او ښه ډول د کتاب په مقابل کې کښېني.
په دې مانا چې پرڅنګ يا د مخې خواته دې ډېر پر کتاب ټيټ نه شي.
داسې نور حالتونه، چې د لوستونکي صحت ته مناسب نه دي بايد اختيار نه کړي.
د لوستلو په مقدماتي او لومړي پېرونو (مرحلو) کې زده کوونکي دې ته هم اړتيا لري، چې د سترګو د حرکتونو له مخې له ښۍ خوا نه چپ لور ته غړول زده کړي او د ا کار په لاندې اصولو باندې استوار دی:
۱- د ليدلو ډېرې ساده، بسيطې خنداورې تصويري کيسې زده کوونکو ته وويل شي او داسې لارښوونه او پرمختګ منځ ته راوړي، چې دوی يې هيله او آرزو ولري.
۲- د يو چوکاټ په ذريعه چې د يو ښيښيي مردکي چوکاټ دې د نوموړي چوکاټ په وسط کې څو طبقې دي او پرمخ يې پلاستيک سريښ دی، د د غه چوکاټ په متناظرو کنجونو کې سوري دي. کله چې په يوه سوري کې مردکي واچول شي، د چوکاټ چپ خواته حرکت کوي، تر څو چې دوهمې برخې ته راځي اما کله چې ښې خواته حرکت وکړي، نوموړی مردکی مالوميږي، په همدې ترتيب ورو ورو هر څومره چې غواړي د مردکي حرکت ته دوام ورکولای شي چې په حقيقت کې يوازې د سترګو حرکات د ښي خوا څخه چپ لورته په دې وسيله سره د سترګو حرکت روزل کيږي او دا زموږ يواځينۍ هيله ده، چې د سترګو حرکتونه ورو ورو د لوستلو لپاره اماده شي.





۳- څوک چېرته ځي؟


د صفحې ښۍ خوا ته دې زده کوونکی او چپ لور ته د هر يو زده کوونکي لپاره يو يو کور دی، د هر زده کوونکي لپاره د دوی کورته اوږده لاره تللې ده.
اوس هر يو زده کوونکی کولای شي، چې د ښي لور څخه نومړې ليکه چې موږ ورته لار ويلې ده تعقيب کړي، تر څو خپل کور ته ځان ورسوي او يا دا چې له مطلب او موخې سره اړيکه ونيسي.
البته د لارې تغقيبول په ګوتو او يا نورو شيانو سره کيږي، د لوستلو په برخه کې دا تمرين سترګې له ښي لور څخه چپ لورته روزي، له بلې خوا د ليکلو لپاره هم مرسته کوي او ه د زده کوونکو غړو ته نظم او نسل وربښي.







د لوستلو لپاره څنګه پلان طرحه شي ؟


یو ښوونکی کولای شي چې دخپلو زده کوونکو سره د لوستلو په مهارت کې مرسته وکړي وروسته بیاهغه ته پرمختګ ورکړي . پدې برخه کې له ډیرو لاروڅخه کارو اخیستلای شي .
۱ـ ښوونکی کولای شي چې دخپلو زده کوونکو څخه دهم ریښه لغاتو په پراختیا کې مرسته وکړي پدې شرط که چیرې ددوی مورنۍ ژبه دکلماتو په ریښو کې ددوهمې ژبې سره ګډون او یوالې ولرې د ژبې په تدریس کې کولای شي چې عبارت ،متضادې کلمې او مترادفې کلمې سره شرحه کړي پدې شرط چې هم ریښه کلمې د یوې کورنۍ څخه وي توضیحات یې لازم دي .
مثلا: روغ، روغتون، روغتیا ، روغوالې اوداسې نور...
یخ او سوړ، ویاړ او افتخار،مرسته او کمک اوداسې نور .
۲ـ متضاد لغات : لکه خپه او خوشحاله ، ژوند او مرګ ، شپه او ورځ، دوست او دښمن
ښوونکی پدې ډول له زده کوونکو سره مرسته هم کړلای شي چې دوې کوچنې او لوې کلمات وویشي لکه پوه، پوهنه ،ناپوه او داسې نور
همدارنګه ښوونکی کولای شي چې پروفیکس زده کوونکو ته ورزده کړي، لکه : بې بنیاده، بې کوره ،بې کاره ، بې موره، نا معقول اوداسې نور .
همدارنګه سفکس لکه : پوهنتون، روزنتون، کلیوالي ، ولسوالي او داسې نور .
۳ـ همدارنګه ښوونکی کولای شي چې د زده کوونکو سره د کلماتو مانا د قیاس له مخې له موجوده شاوخوا کلماتو او یا دنورکلماتو په وسیله سره مرسته وکړي ښوونکی کله چې دمجردو کلماتو یعنې د زده کوونکو په مورنۍ ژبه سره ځواب ورکولای شي پدې شرط چې ښوونکی د زده کوونکو په مورنۍ ژبه پوه شي دازیار باید وویستل شي چې په پښتو کې دامکان په صورت سره په ساده نقشو ،ساعاتو، کلیزو او داسې نور مناسبو څیزونو باندې زده کوونکوسره او وروزل شي او زده کوونکو ته په ځینې نظریې په شعور ډول سره د خلکو د کلتور په باره کې معلومات ورکړل شي داهم پدې شرط که چیرې دوې وکولای شي او یا یې ضرور وبولي ښوونکی کولای شي چې په لنډ ډول سره ددوې دمورنۍ ژبې په وسیله سره معلومات ورکړي .
۴ـ ښوونکی دزده کوونکو په درک او پوهه د مختلفو لارو څخه باوري شي او څه نا څه لاور یادونه وکړي .
۵ـ ښوونکی د ډیرو مختلفو سوالونو ډولونه په عینې سلسله کې پوښتنې وکړي .
دمثال په ډول : دی پوښتنه کولای شي چې ایا زلمی افغان دی!؟
دا ډول سوالونه په استفهامي ډول باید وښودل شٍي او استفهامي کلمات لکه څرنګه ؟ څه ؟ څوک؟ چیرته؟کله ؟ څله ؟ولې؟ او داسې نور .
مثلا: څوک په امریکا کې اوسي ؟
څرنګه یې ؟کله راځې؟ څه کوي ؟ څله خپه یې ؟ ولې ژاړې؟او داسې نور .
۶ـ په وروستیو مراحیلو کې دی باید داسې پوښتنې وکړي :
(څنګه یا ولی)
قیاسي سوالونه د لوستلو په مواریدو کې باید وشي لکه : تاسې څه کوی ؟تاسې څه فکر کوې؟
په همدې ډول ښوونکی داسې پوښتنې وکړي چې زده کوونکی ځوابونه د لوستلو په مواریدوکې کلمه په کلمه پیدا کړي .
ښونکی د یوې فقرې اصلي مفکوره او مقصد له زده کونکو څخه باید پوښتنه وکړي چې دوی هغه کلمات پیداکړي په یوه طریقه واضح او تشریح کړای شي . او دا وښي چې نوموړی شخص خبرې دبیړې او قهر په برخه کې دي یا هغه وضعه اوحالت چې دی پکې موقیعت لري درک کړي ښوونکی زده کوونکو ته غیری مرتبې کلمې په عباراتو او فقرو ورکوي وروسته بیا له زده کوونکو څخه پوښتنه کوي چې دوی دې په اصلي اومرتب ډول سره واړوي .

څنګه یو ښوونکی د زده کوونکو دلوستلو دتیز والي ته پرمختګ ورکولای شي .
الف: کله چې دوی خاموشانه یو شی لولي ښه به داوي چې وخت د لوستلو څو چنده کم کړي .
ب : ښوونکی د وخت دکموالي په جریان کې ډیره توجه وساتي او دزده کوونکو د کلمو تلفظ ته متوجه اوسي.
ج: زده کوونکي دې تشویق شي چې دشونډو حرکات کم کړي کله چې دوی خاموشانه مطالعه کوي .
د: ښوونکی په یوه معینه غایه او مقصد کې درس ورکړي نو دوې به ضرور څو سوالونو ته ځواب پیدا کوي ، بیا ځینې کلمات ورته پیدا کړي یاکومه مفکوره یا عنوان او یا داچې یو لوی اومرکزي فکر به ورته پیدا شي دا کار د ښه ویلو او لوستلو لپاره په چپه چوپتیا سره او هم په لوړ اواز .
خو ښوونکی پخپله ځینې چارتونه ورته جوړوي اوبیا په هغه کې لدې چارتونو څخه کار اخلي .
څرنګه چې دلوستلو دمرحلو او طریقو په باره کې څه خبرې وشوي ښه به وې چې دلوستلو د ښوونې په برخه کې خبرې اترې وکړو او څو طریقې پدې باره کې هم شته چې دامکان په توګه له هغو څخه باید استفاده وکړاې شو .

لومړنۍ مرحله یا طریقه:ـ


هغه مواد چې دوی زده کړي اویایې په یاد کړي دي باید هم یی ولولي او هم یې ښه تلفظ کړي دغه لوست یا ددیالوګ په ډول ترتیب شي اویا دی دیوې سلسلي عملي جملو په رنګ سره صورت ومومي او یا داچې یوساده تمثلي کیسه دټولګي په شاوخوا کې چې پخوا زده کوونکو ورباندې بحث کړای وي په داسې حال کې چې تدریس شوې ترکیبې جملې هم پکې ترتبب او تنظیم شي ښوونکی باید زده کوونکي دیته مجبور کړي چې دزده کړای شوي شیان، نومونه،بې له دې چې شیانو ته وګوري نوم یې په درست تلفظ کړي . وروسته بیا هغه مواد دښوونکي له خوا په لوړ اواز ولوستل شي په داسې حال کې چې زده کوونکي ورته په دقت سره وګوري او ښوونکی لوست تعقیبوي وروسته دښوونکي تر لوستلو زده کوونکي په ګډ اواز سره همدې طریقي په لوستلو پیل کوي دا هم ممکنه ده چې وروسته تر دي عملي د یو بل ګروپ څخه په انفرادي ډول هیله وشي چې ووایي .




دوهمه مرحله :ـ


ښوونکي او یا یوه ډله د ژبې ښوونکي په ښوونځي کې اشنا کلمې او راز راز ترکیبونه ترتیب کړي وروسته یې دیوه دیالوګ په شکل سره راولي په همدې ډول دزده کوونکو سره مرسته وشي چې دا نوې ترتیب شوي مواد چې ټول اشنا اومروج عناصر پکې راغلي وي ولولي .

دریمه مرحله :ـ
زده کوونکي دې د داسې موادو په لوستلو پیل وکړي چې په هغه کې ځینې نامانوسه (اشنا) کلمې اوترکیبونه پکې وي دا رنګه مواد د ښوونکي یوه کمیته ترتیبوي ، دلته دپام وړ خبره داده چې پدې متنونو کې اسان او ساده عبارات راغلي وي دزده کوونکو علاقه اودعمر درجه هم په نظر کې ونیولای شي د تجربي له مخې ثابته شوي ده چې که چیري (۳۰) اشنا کلمي تدریس شي نو باید چې یوه نوې کلمه پکې راشي پدې سویه کې یوه طریقه غوره شوي ده چې دګرامري لوستلو څخه یوه برخه دعملي کار لپاره وټاکل شي .

څلورمه مرحله :ـ ځینې خلک دیوه ساده کلاسیکه او یا دیوې مجلې څخه د لوستلو یو عبارت ټاکي ځینې نور خلک شته چې هغوی له دې نظرې سره مخالفت لري ، دوی وایي چې زده کوونکو ته لاډیر بهتر مآخذ مارکیټونه ، بازار اود پیریدلو او پلورلو ځایونه دی . په ځانګړې توګه هغه زده کوونکي چې دوی د اصلي متن په لوستلو قدرت ونه لري او ددوی غوره مواد د تدریس لپاره مرتب مثال شي لکه ددریمې مرحلې مواد چې ولوستله شو.

پنځمه مرحله :ـ منحد شوي مواد اودکتابونو ټوله نړۍ باید دزده کوونکو په مخ و ارزه وي .
داچې پنځمې مرحلې ته زده کوونکي څه وخت رسیږي ؟ په دې ډول وایي :
ځنې زده کوونکي شاید هیڅکله دې مرحلې ته ونه رسیږي . ځکه چې دوی په خپله مورنۍ ژبه کې هم دې مرحلې ته نه دي رسیدلي. ځینې زده کوونکي دي چې د عالي ښوونځي په کلني پروګرام کې رسیږي .

۱ـ هغه لوستل چې په ورځو ویشل کیږي د یوې ورځې یوه برخه ده په دوو یا دریو حصو ویشلی شي تر څو چې خپلو لارو چارو ته مختلف شکلونه ورکړي شي .
۲ـ د لوستلو دتشویق لپاره باید یو ډول طریقه پیدا شي چې دزده کوونکو ارزوګانې اوهیلې ددوی د تجربو په اساس په نظر کې ونیول شي . او که دغه لوست دیوې لویې کتنې یوه برخه وي نودهغې کتنې په اساس دې ترتیب ونیول شي .
۳ـ د لوستلو هدفونه دې داسې ورته ووایي: څه کوي ؟ چې په راتلونکي کې به څه پیښه وشي ، راځې چې ددې کار علت معلوم کړو . یا راشی چې په دې باره کې زیات معلومات لاسته راوړو.



د لیکلو تکړه توب


د انسانانو له خوا یو شمیر منل شوو حرکي سمبولونو (نښو) کښلو اورسمولو ته لیکل وايي.
هره نښه د یوه غږنمایندګي کوي چې په خپله یا دنورو نښو له ترکیب سره د بامفهومه صوتي غږونو نورواحدونه او شکلونه جوړوي . دا کوچني واحدونه کلمې دي چې دشکلونو له ترکیب څخه یې عبارت او جملې جوړیږي .
دمورنۍ ژبې دلومړي درس څخه دلیکلو فعالیت او تکړه توب پیل کړي . زده کوونکي د کلمې لیکل په تخته کې مشاهده کوي اوښوونځی دلیکلو ځای دی .
زده کوونکي د مورنۍ ژبې دا څلورم تکړه توب چې لیکل دي په ښوونځي کې زده کوي ماشومان دلومړی ځل لپاره د کلماتو لیکل د ګوتو په واسطه په هواکې ، او همدارنګه دکلماتو لیکل په شګه او دمیز په سر دګوتو په واسطه لیکي اولیکل زده کوي او دا عمل څو څوځله تکراروي اووروسته بیاپه تختواو کتابچو کې لیکل شروع کوي .
چې اول د حروفو او اسانه کلماتو په لیکلو پیل کوي چې البته د ښوونکو په وسیله کورنۍ اود ټولګي دندې ورکول کیږي او ښوونکی دنوموړو وظیفو نظارت کوي اود زده کوونکو کورنۍ دندې ګوري اواصلاح کوي یې تر څو زده کوونکي ددې تکړه توب په زده کولو کې تشویق او راهنمایي شي .
ښوونکی کله چې د چارت ، فلش کارت او یا د تختې په مخ لیکل کوي نو باید ډیره پاملرنه ولري چې ښه ولیکل شي .
املا اوانشا باید په نظر کې ونیول شي ، ددې دپاره چې د ښوونکي لیک د زده کوونکو لپاره سرمشق دی.
ښوونکی باید په لیک کې دزده کوونکو وده او پرمختګ په نظر کې ونیسی دلیکلو په وخت کې دماشومانو کښیناستل د ځمکی پرمخ او دچوکۍ په سر وښودل شي تر څو ماشومان د ښوونکي دلارښوونې سره سم په ښه توګه په چوکیو اوځمکه کښیني او لیکل وکړي .
دلومړي ټولګي زده کوونکو عضلات په هغه اندازه چې لازم دی پرمختګ نه کوي.
له دې کبله حروف او کلمې په ښکلي لیک سره نه شي لیکلای نو لازم دی چې د غتو پنسلونو او داسې کاغذونو چې دخط کشۍ مینځ کې یې فاصله زیاته وي ورته تهیه شي ترڅو زده کوونکي وکولای شي په هغه کې لیکل وکړي .
لیک یوبطي آموزش دی چې په یوه هفته ،میاشت حتی په یوکال کې نه زده کیږي .
روحیات پیژندونکي په دې نظر دي چې ماشومان باید مجبور نه شي که په کیڼ لاس لیک کوي خپلې رویې ته تغیر ورکړي . دغه ډول مجبوري ددې سبب ګرځي چې ماشومان په لیک کې کمزوري تربیه کیږي . باید ښوونکی د تشویق څخه کار واخلي تر څو زده کوونکی خپل دا عادت ترک کړي . دا کار دزده کوونکو په ګټه تمامیږي .
لیکنه داسې یوه وسیله ده چې دهغې په مرسته سړی کولای شي خپله شخصي عقیده او فکر نورو ته څرګند کړي . که چیرې درس او لیکنه د زده کوونکو د ضرورت او علاقې سره سم وي ، ماشومان په اخیري اندازه دزیار څخه کار اخلي .
ښوونکی باید زده کوونکي پدې مطلب پوه کړي چې دلیک ستر اهمیت دې سره اړیکي پیدا کوي چې دبشریت ځانګړی تاریخ د لیک د تاریخ څخه پیل کیږي چې دبشر تمدن دلیک زیږنده وي .
البته دا وروستۍ خبره درسته نه ده ، خو په عنعنوي توګه مؤرخین د لیک د پیدایښت نه مخکې دورې ته لاد تاریخ نه مخکې دوره (ماقبل التاریخ دوره ) وایي.
لیک د بشریت دفرهنګي موازینو په ساتنه اوانتقال کې ډیر زیات ارزښت لري دنړۍ نامتو لیکوال دخپلو لیکنو په برکت نه یواځې د خپل عصر دخلکو سره خبرې کوي بلکې دراتلونکو نسلونو غوږونو ته هم خپل پیغام رسولی شي .
د روح پیژندونکو په عقیده د لیک په ښودنه کې باید دا لاندې ټکې په پام کې ونیول شي :
۱ـ پریږدﺉ چې زده کوونکي د لیکنې موضوع پخپله انتخاب کړي ، دخپل ذوق اوعلاقې سره سم مقاله ، شعراو کیسې یا ډرامې ولیکي .
۲ـ زده کوونکي ته دې دلیک په ښودلو کې ازادي ورکړل شي او ترممکنې اندازې پورې دې دفورمالیزو او شکل پرستۍ مخه ونیول شي.
۳- د ګرامر او املا په باب انتقادي ، افراطي بڼه دې نه غوره کوي .
۴ـ دلیک ښودنې ځینې قاعدې دي دضرورت په وخت کې په تطبیقي بڼه تشریح کړي .
۵ـ د لیکلو د سویې لوړول یوازې د ښوونکې دنده نه ده ؛ بلکې نور ښوونکي هم باید د خپلو کارونو په ساحه کښې زده کوونکي لیکنو او څیړنو ته وهڅوي.
۶ـ د لیکنې اساسي هدف دمفکورو انتقال دی . ښوونکي اوزده کوونکي باید دغه اصل له نورو تکنیکونو څخه لومړی او مقدم وګڼې.
۷ـ کوم زده کوونکي چې په لیکلوکې تبارز وکړي دهغوی دتحسین او تقدیر دپاره دې لارې او چارې ولټوي .
په عامه توګه لیکل په دوه ډول دي :
۱ـ تقلیدي لیکنه :چې دکتاب یا نورو لیکنو څخه لیکنه سرته رسیږي
۲ـ نوښتي یا ابتکاري لیکنه : د یوه شي حالت یا واقیعتونو په باره کې په خپله داشخاصو د ذهن،فکر اوتخیل تصویرونه وي .
په زده کوونکو کې دلیکلو دمهارت د ودې ورکولو او پیاوړې کولو پر مهال ښوونکی باید لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي :
۱ـ داسې لیکنه دې وشي چې لوستلونکی یې په اسانۍ سره ولوستلای شي .
۲ـ دهرې کلمې توری باید په خپل ځای کې څرګند او دلوستلو وړ وي .
۳ـ دټکو لرونکو تورو او کلمو ټکي باید په خپل مناسب ځای کې څرګند ولیکل شي څوچې په لوستلوکې زده کوونکو ته تیروتنه رامینځ ته نه کړي .
۴ـ په هره جمله کې باید یوه یوه کلمه بیله،څرګنده او واضیحه ولیکل شي دبیلګې په ډول :
دا د دادا دام دی =داـ دـ دادا ـ دام ـ دی
۵ـ زده کوونکی دې پر توره تخته لیکل شوې کلمې (ګرانې او پیچلې ) په کتابچو کې یا پر توره تخته مشق کړي .
۶ـ زده کوونکی دې ګټورې اونوې کلمې اودهغو ماناوې (له کتاب څخه برسیره ) چې د ښوونکی په واسطه پر توره تخته لیکل شوې وي خپلو کتابچو ته ورسوي .
۷ـ زده کوونکي دې اصلاح شوې کلمې هم خپلو کتابچو ته ورسوي بیا د په ټولګي یا کور کې هغه څو ځله تمرین کړي .
۸ـ د زده کوونکو له خوا سرته رسیدلې تیروتنې دې تر هغه چې نور زده کوونکي یې داصلاح کولو توان ولري ښوونکی نه اصلاح کوي .

دلیکلو لپاره ځینې تمرینونه :ښوونکی دې د کتاب له پیل څخه تر پای پورې د زده کوونکو دلیکلو دتکړه توب د پیاوړتیا له پاره دهغوی دسویي ،استعداد او علاقې سره سم زده کوونکو ته لاندنې یا نور ورته تمرینونه ورکړي .
۱ـ په داسې حال کې چې کتابونه یې تړلي وي ښوونکی یا زده کوونکي په خپله یو بل ته د ځینو کلمو املا وایي زده کوونکي یې پرتوره تخته یا کتابچو کی لیکي .
۲ـ ښوونکی متن پرتوره تخته لیکي یا په کتاب کې یوه برخه ټاکي بیا د زده کوونکو بیلو بیلو ګروپونو ته دنده ورکوي چې له هغې څخه د شیانو نومونه یا فعلونه یا صفتونه یا ضد کلمې یا هغه کلمې چې په ک یا بل کوم ځانګړي تورې پیل شوي وي ورڅخه ولیکي .
۳ـ ښوونکی زده کوونکو ته عنوان،مثلا دخوړو نومونه،دمیو نومونه،دورځو نومونه،دهیواد نومونه،دهغو کسانو نومونه چې په (م)پیل کیږي پر توره تخته لیکي ؛بیا له زده کوونکو غواړي چې هغوی له ځانه فکر وکړي او بیا دهغو اړوند نومونه ،کلمې ولیکي .
۴ـ ښوونکی یو شمیر کلمې ورکوي یا زده کوونکي ګروپونو کې یو بل ته ځینې کلمې وایي اودهغو په باره کې جملې جوړوي .
۵ـ ښوونکی یا زده کوونکي پخپله یو بل ته ځینې پاراګرافونه /جملې داملا په ډول وایي .
۶ـ زده کوونکو ته ځینې ګډې وډې کلمې ورکولی کیږي چې له هغو څخه مناسبې جملې جوړې کړي .
لکه : هلک ، دا، سبق،وایي ...
۷ـ د یوه پاراګراف دتنظیم لپاره ځینې ګډې وډې جملې ورکولی کیږي چې دمنطقي تسلسل په نظر کې نیولو سره هغه تنظیم وړاندې او وروسته کړي او یو بامفهومه عبارت ترې جوړکړي .
۸ـ زده کوونکو ته دنده ورکول کیږي چې لومړی یو ټاکلی عبارت /متن یا دخپلې خوښې یو عبارت یا متن ولولي او بیا دې په کتابچو کې په خپلو کلمو او عبارتونو سره د هغې مفهوم ولیکي.
۹ـ زده کوونکو ته دنده ورکوله کیږي چې پرته له دې چې کتاب بیا وګوري د هماغې ورځې ددرس مطلب یا لنډیز په خپله ژبه کتابچو کې ولیکي .
۱۰ـ زده کوونکو ته دنده ورکول کیږي چې یوعنوان / موضوع پخپله خوښ کړي (یا ښوونکی عنوان /موضوع ورکول) بیادې دهغې په باره کښې څو منظمې اومرتبطې جملې ولیکي .
۱۱ـ زده کوونکو ته دنده ورکول کیږي چې په خپلو کتابچو کې پلار،خپلوانو او دوستانو ته لیک د ښوونځې او دلارې ته رفعه یا در خواست ولیکي .



تدریسي پلانونه


پلان په لغت کې تعبیر او اټکل ته وایي او په اصطلاح کې د یو کار او یافعالیت سرته رسولو لپاره ‌‌ذهني نقشې او تګ لارې ته پلان وایي .
درسي پلان یوه سیستماتیکه او منظمه تګ لاره ده چې دښوونکي او زده کوونکو ټول داسې فعالیتونه د سرته رسیدو په خاطره په درسي پلان (یو ساعته درسې پلان) کې د ښوونکي له خواځای کړای شوي وي .
د یوه مهال ویش له مخې وضعه شوی پروګرام په ښوونځیو کې عملي کیږي نو لوست دهماغه مظمون دمطالبو څخه تعلیمي واحد دی. چې پر همدې اساس هر لوست ځانګړې خاصې لري ، ښوونکی باید ددې مطالبو په ښه پوهولو او درک کولو کې د زده کوونکو سره زیات کوښښ او جدیت وکړي .
ښوونکي ته ضروري ده چې مخکې له تدریس څخه په دقیق ډول د پروګرام د هر لوست موقیعت د کال په اوږدو کې خپل ځان ته معلوم کړي .چې دهمدې کبله ښوونکی اړتیا پیدا کوي چې دخپل کار پلان جوړ کړي .
ښوونکی دخپل کار د پلان لپاره اړتیا لري چې په پلان کې تعلیمې نصاب ، دپروګرام مفردات د زده کوونکو لیاقت او سوه ، دتدریس نوي روشونه ، وخت او مهال ویش ،د ټولګي فزیکي وضع،موسم درسي کومکي مواد .... او ځینې نور ضروري اولازمي شیان په نظر کې ونیسي .
د اچې په عمومي توګه دهغوفعالیتونو دمجموعي له تصور څخه عبارت دی چې په راتلونکي کې عملي کیږي .په همدې اساس په عمومي ډول دتدریس په برخه کې له درې ډوله پلانونه څخه زیات کار اخستل کیږي .

الف ـ طویل المدت پلان

:
هغه پلان دی چې د پروګرام ټولو عمومي موضوعګانو د سرته رسولو لپاره په کار لویږي او دیه تعلیمي کال د طرح شوو موضوعاتو د وخت تنظیم او نورې ضروري اړتیاوې پکې په نظر کې نیول کیږي . چې ښوونکی دغه پلان د کلني تقدیمي پلان په نوم پیژني او په لاندې ‌ډول طرح او ترتیب کیږي

:
د کلني تقریبي پلان طرح او ترتیب

:
کله چې ښوونکی د خپل کلني کار پلان ترتیبوي باید د کال په موده کې ددرسي موضوعاتو اجرا او پرمختګ په نظر کې ونیسي ، رخصتي ، ددرسي ساعتونو شمیر، علمي سیرونه،عملي کارونه په همدې ډول تولګي نه دباندې درسونه دمهال ویش او جنتري له مخې ښودل کیږي .
ددرسي موضوعاتو دتدریس وخت د کال په بهیر کې د پلان له مخې تعینیدای شي .
په لنډ ډول د کلني تقویمي پلان په ترتیب کې لاندې لاندې ټکي په پام کې نیول کیږي :
۱ـ په لومړي قدم کې دنوي تعلیمي کال دمهال ویش په اساس دمضمون ددرسي ساعتونو شمیر د ټاکل شوو ورځو سره په پام کې نیول کیږي .
۲ـ په دویم قدم کې ښوونکي ته باید د تعلیمي کال پیل او پای واضح وي . تعلیمي میاشتې باید مشخصي کړي اودترتیب شوي جدول په مربوط ستون کې یې ولیکي .
۳ـ ښوونکی باید دڅلورنیم میاشتنۍ ازموینې ،کلنۍ آزموینۍ، ددوبي او ژمي اونورو رخصتیو نیټې په نظر کې ولري .
۴ـ ښوونکی باید د خپلو درسي ساعتونو شمیر په میاشت او تعلیمي کال مشخص کړي .
۵ـ که چیرې د ښوونکي دتدریس ټاکلې نیټې د عمومې رخصتیو ورځو سره تصادف کوي ، باید ښوونکی یې یاداشت کړي ؛په همدې ډول په تخمیني ډول دمشکلاتو،ناروغیو اونورو اړتیاوو لپاره په تعلیمي کال کې وخت اوموده په نظر کې ونیسي اودیو تعلیمي کال ددرسي ساعتونو له اصل شمیر نه یې طرح کړي .
۶ـدمشخصو ساعتونو شمیر دتعلیمي میاشتو او کال په اوږدو کې دتدریس لپاره په نظر کې ونیسي او دجدول په مربوطه ستون کې یې درج کړي . ښايي په ځینو میاشتو کې درخصتیو له کبله ددرسي ساعتونو شمیرکم او زیات شي .
۷ـ بیا دکتاب ټول مخونه په داسې ساعتونو وویشي اود هرې میاشتې دمخونو شمیر په مربوط ستون کښې ولیکي.
۸ـ په دې برخه کې هغه موضوعات چې غواړي چې په هره میاشت کې یې تدریس کړي دکتاب دمخونو او درسي ساعتونو په نظرکې نیولو سره په مربوط ستون کې ولیکي .
۹ـ وروسته په هره میاشت کښې ددرسي موضوعاتو په ارتباط دتدریس لپاره درسي کومکي مواد او لوازم په پلان کښې ولیکل شي .
۱۰ـ دتدریس او زده کړې د ښه والي لپاره باید دموضوعګانو په ارتباط د تدریس مشخص اصول او روشونه په نظر کې ونیول شي .
د پورتنیو مطالبو د زیاتې روښانتیا لپاره دکلني تقریبي پلان نمونه چې د سړو سیمو د ښوونځیو لپاره ترتیب شوې په وروسته جدول کې تاسو ته وړاندې کیږي:
کلني تقریبي تدریسي پلان فورمه
د ( ) درسي ساعتونو د پاره د پروګرام مفردات . مضمون ( ) ټولګی( )


دتدریس میتودونه



درسي مواد او لوازم



دکتاب مخ



دمضمون موضوعګانې



ساعتونه



میاشتې



ګڼه



ټاکلي اصول اومیتودونه مخکې په نظر کې ونیول شي



درسي مواد او لوازم برابرول دهرې میاشتې دموضوعګانو په ارتباط مخکې دمخکې باید پلان ګذاري شي .



په دې میاشت د کتاب څو مخه تدریس کیږي



په دې برخه کې دهرې میاشتې ددرسي ساعتونو په اساس دتدریس لپاره موضوعګانې او عنوانونه لیکل کیږي .







کب



۱























وری



۲























غوایی



۳























جوزا



۴























سرطان







دسرطان له (۱۵) نیټې څخه تر (۳۰) نیټې پورې څلورمیاشتنۍ آزموینه وي؛ اوداسد دلومړې نیټې نه تر (۱۰)نیټې پورې د ګرمۍ په مناسبت رخصتي .


دتدریس میتودونه



درسي مواد او لوازم



دکتاب مخ



دمضمون موضوعګانې



ساعتونه



میاشتې



ګڼه



ټاکلي اصول اومیتودونه مخکې په نظر کې ونیول شي



درسي مواد او لوازم برابرول دهرې میاشتې دموضوعګانو په ارتباط مخکې دمخکې باید پلان ګذاري شي .



په دې میاشت د کتاب څو مخه تدریس کیږي



په دې برخه کې دهرې میاشتې ددرسي ساعتونو په اساس دتدریس لپاره موضوعګانې او عنوانونه لیکل کیږي .







اسد



۶























سنبله



۷























میزان



۸























عقرب



۹



د ًقوس دلومړۍ نیتې نه تر (۳۰) مې نیټې پورې کلنۍ ازموینه اخستل کیږي .جدي، دلو،د حوت تر ۱۵ نیتې پورې رخصت وي.

په همدې ډول ښوونکی باید دکلني پلان د جوړولو څخه وروسته خپل موضوعي تقریبي میاشتنې پلان هم ترتیب کړي .
ښوونکی مجبور دی چې دهرې میاشتې لپاره ددرسي ساعتونو شمیر تعین کړي .
یعنې دکلني پلان د ساعتونو له مخې دهرې میاشتې لپاره ساعتونه وټاکي .

ب ـ میاشتنې موضوعي تقریبي پلان :


ددې لپاره چې هر درسې مضمون د یو شمیر موضوعاتو څخه چې دهغوی محتویات په منطقي دول تسلسل پیداکړي جوړ شوي . دا موضوعګانې چې په خپل مینځ کې منطقي ارتباط ولري په بیلو بیلو درسوکې مطالعه کیږي . خو دښوونکي لپاره پکار ده چې هرې میاشتې لپاره بیل بیل پلان هم جوړ کړي.
د تقریبي موضوعي پلان د جوړولو په وخت کې کولای شو چې لاندې مطالب په نظر کې ونیسو :
۱ـ په لومړی قدم کې دی جدول (د پلان فورم یا چوکاټ) ترتیب شي .
۲ـ د کلني پلان دیوې میاشتې دمطالبو او موضوعاتو په نظرکې نیولو سره هماغه مطالب په څلورو اونیو وویشل شي .
۳ـ د یوې اونۍ ددرسي ساعتونو په نظر کې نیول سره دکتاب دمخونو له مخې دهماغو ساعتونو موضوعات تعین شي او په مربوط جدول کې دې ولیکل شي .
۴ـ د هماغو موضوعګانو دتدریس لپاره دې په هغو ساعتوکې درسي مواد او لوازم برابر او په نظرکې ونیول شي .
۵ـ د زده کړي دښه والي لپاره باید دتدریس اغیزمن اصول او لارې چارې مخکې له مخکې په نظر کې ونیول شي .





د پورته مطالبو په نظر کې نیولو سره د موضوعي تقریبي پلان نمونه په لاندې ډول وړاندې کیږي :



دمیاشتنې تقریبي موضوعي تدریسي پلان فورمه
د( ) ساعتونو لپاره ، د پروګرام مفردات ، مضمون ( ) ټولګی( )


درسي میتودونه



درسي مواد او لوازم



د کتاب مخ



عنوان



اونۍ



میاشت



ګڼه



دنوموړو عنوانونو په اړوند درسي مواد او لوازم مناسب اصول او لارې چارې انتخاب او ولیکل شي



دنوموړو عنوانو لپاره درسي مواد او لوازم په نظر کې ونیول شي او ولیکل شي







هره درسي موضوع د یوواحد درس څخه استازيتوب کوي



لومړۍ



























دوهمه



















دریمه



















څلورمه









ج ـ یو ساعته درسي پلان :


د موضوعي تقریبي پلان څخه وروسته ښوونکی دیوه درسي ساعت دپاره پلان جوړولو ته اړتیا لري .
څرنګه چې درسي پلان له یوې مرتبې منظمې امادګۍ څخه عبارت دی ، چې ښوونکی هغه مخکې له درس څخه تیاروي او په خپل ټولګي کښې یې تطبیقوي .
درسي پلان د ماشومانو په زده کړې اود ښوونکي په تدریس کې زیاتې اسانتیاوي برابروي .پخواداسې تصور کیده چې ښوونه او روزنه یوازې ددرس وړاندې کول دي او ښوونځې هغه ځای دی چې دا درسونه پکې ورکول کیږي . کله تجربې مینځ ته راغلې دغې مفکورې ورو ورو تغیر وکړ. یعنې ښوونځې یوازې ددرس او دحقایقو ددرک کولو څای نه بلکې داسې یو ځای دی چې د فکر کولو، پوهیدلو، پوهولو او راپوهول ، د ځان او نورو په وړاندې د مسولیت احساسول او داسې نورو د زده کړې لپاره زمینه برابروي .
زده کوونکو ته د جسمي ، ذهني او ټولنیزو مسلو له پلوه توجه او پاملرنه کیږي .
د ښوونکي له خوا لارښونه ، ترغیب او تحریک صورت نیسي ؛ تر څو زده کوونکي په خپله کار وکړي او په خپل ځان متکي شي .
ددې لپاره چې پورتني هدفونه په لاس راوړو باید دهر لوست لپاره درسي پلان جوړکړو.

د یوه درسي پلان اهمیت او ضرورت:


ددې لپاره چې تدریس په اغیزمن ډول سرته ورسیږي ؛ښوونکی باید د خپل درسي پلان طرح کولو کې لاندې ټکي چې د هغوی اجرا دتدریس په وخت کې ضروري دي ، مراعات کړي
دا ټکي د ښوونکي سره د درسي پلان په طرح کولو کې مرسته کوي :
۱ـ په یقین سره درسي پلان دهرې ورځې کار د یو معلوم هدف په لورې بیایي اودمطلوبو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره زیاته پاملرنه کوي ؛ او ښوونکی د تشویش او پراګندګي څخه ژغوري .
۲ـ درسي پلان په تعین سره دمختلفو درسونو په مینځ کښې ارتباط پیدا کوي ، په همدې ډول د موادو رابطه د درسي فعالیتونو سره ټینګوي او باعث کیږي چې ښوونکی په موضوع باندې حاکم اوسي ؛ تر څو ښوونکی ددرس له موضوع ونه وځي .

۳ـ د شاګردانو ترمینځ ځانګړې او فردي اختلافونو باندې اګاهي ولري او د پلان د ترتیبولو نه دمخه یې باید په پام کې ولري.
۴ـ ددرسي پلان د طرحه کولو نه مخکې ښوونکی حقایق او واقیعتونه ګوري ، خپل زده کوونکي پیژني ، پوهیږي چې زده کوونکي یي څه اړتیاوې لري ،نو ښوونکی ددغو اړتیاوو دپوره کولو لپاره تیاری نیسي او هغه په خپل پلان کې ځایوي او درسي لوازم او وسیلې برابروي .
۵ـ ښوونکی باید دتدریس په لازمو او ضروري تکتیکونو او پرنسیپونوکې وارد وي ترڅو درسي پلان طرحه په بریالۍ توګه سره سرته ورسیږي .

د یو ښه درسي پلان اساسي برخې:


په عمومي توګه په یوه درسي پلان کې دغه لاندې اساسي برخې شاملې دي :
۱ـ هدفونه:
۱ـ الف : اصلي اواساسي هدف
۱ـ ب: عمومي هدفونه
۱ـ ج: خصوصي هدفونه

۲ـ درسي مواد
۳ـ دتدریس لارې چارې او میتودونه
۴ـ ددرس موضوع
۵ـ دلوست دتطبیق مرحلې
۵ـ الف: د نوې لوست دپیل نه مخکې
ټولګې ته په سلام اچولو سره ننوتل ، دزده کوونکو سره احوال پوښتنه او دټولګي تنظیم او حاضري اخیستل.
کورنۍ وظیفه کتل او اصلاح کول،دتیر لوست پوښتنه ، د زوړ او نوي درس ترمینځ اړوندي ټینګول،دنوي درس معرفي کول اودنوي لوست پیل کول .
۵ـ ب: دتدریس عملي جریان (دنوي لوست قدمونه او فعالیتونه ) دښوونکې او زده کوونکو له خوا
د ښوونکي فعالیتونه : دزده کوونکو فعالیتونه:
۶ـ د نوي لوست ارزیابي
۷ـ نتیجه
۸ـ کورنۍ دنده
۱ـ لومړی قدم.... ۱ـ لومړی قدم...
۲ـ دهم قدم... ۲ـ دوهم قدم...
۳ـ دریم قدم... ۳ـ دریم قدم ....



۹ـ د پلان تغیر اونوي وړاندیزونه
د هر ښوونکي لپاره د یو درسي پلان په جوړولو کې د پورتنې مطالبو رعایت کول ضروري اولازمي ګڼل کیږي .



دموضوعاتو لړلیک

سریز


دتدریس اصول او میتود (Teaching Methods)
دمیتود تعریف او پیژندنه
په ښوونکي باندې متمرکز میتود یا عنعنوي میتودونه (Teachers Oriented Method )
په زده کوونکو باندې متمرکز میتودون (Students Oriented Method )
دمیتودونو ډولونه:
۱ـ دوینا یا لکچر میتود (Lecture Method )
۲ـ دسوال او ځواب میتود (Question & Answer Method )
۳ـ مباحثې یامناقشې میتود (Discussion Method )
۴ـ انکشافي میتود (Discovery Method )
۵ـ عملي یا نمایشي میتود (Demonstration Method )
۶ـ تکرار او تمرین میتود (Repetition & Practicing Method )
د تدریس ځانګړي (اختصاصي)میتودونه
دژبې دتدریس میتود
د ژبې دزده کړې څلور تکړه توبونه (مهارتونه)
الف: دژبې لومړی تکړه توب اوریدل
داوریدلو(غوږنیولو)هدفونه
داوریدلو لپاره څو وړاندیزونه
دغوږ نه نیولو علتونه
دیو ښه اوریدونکي خواص
ب ـ دخبرې کول یا غږیدلو تکړه توب
دغږیدلو دتکړه توب هدفونه
دخبرو کولو تکړه توب
دخبرو کولو لپاره څولارې
دتیلفون داستعمال طریقه
دراپور ویلو طرز
دداستان یا ناول ویل
دداستان لیکلو غوره ټکي
په خپل مینځ کې خبرې اترې یا غیررسمي خبرې او ورځینې محاوره
ج ـ دلوستلو تکړه توب
یو ښه لوستونکی څوک دی ؟
په لومړنیو زده کړوکې دلوستلو پړاوونه
۱ـ دتوجه او ذوق رابلل
۲ـ دپټې خولې لوستل
۳ـ په لوړ اواز لوستل
دلوستلو لپاره تیاری
دلوستلو لپاره څنګه پلان طرحه شي؟
څنګه یو ښوونکی دزده کوونکو دلوستلو تیزوالي ته پرمختګ ورکولای شي؟
د ـ دلیکلو تکړه توب
په عامه توګه دلیکلو ډولونه
۱ـ تقلیدي لیکنه
۲ـ ابتکاري یا نوښتي لیکنه
په زده کوونکو کې دلیکلو دتکړه توب پیاوړتیا
دلیکلو لپاره ځینې تمرینونه

تدریسي پلانونه:
دپلان لغوي او اصطلاحي پیژندنه
طویل المدت پلان
دکلني تقریبي پلان طرحه او ترتیب
دکلني تقريبي تدریسي پلان فورمه
میاشتنی موضوعي تقریبي پلان
دمیاشتني تقریبي موضوعي تدریسي پلان فورمه
یوساعته درسي پلان
دیوه درسي پلان اهمیت او ضرورت
دیوه درسي پلان په طرح کولو کې سم ټکي
ددرسي پلان څخه مخکې وړاندوینه
دیوښه درسي پلان اساسي برخې






















 

Add comment

Security code
Refresh

اړیکې و نیسې

Facebook MySpace Twitter Digg Google Bookmarks RSS Feed 

سپرغۍ په فیسبوک کې

 

د داکتر نجیب الله د شهادت د اتلسم تلین په ویاړ

انجینیر عبدالقادر مسعود

د شعرونو د لوستلو دپاره دلته کلیک کړۍ