اشرف جاوید

اشرف جاوید


زما ځان زما دی، ستا نه دی
 چې په خندا دې وخاندم او
په ژړا  د ې  وژاړم


ز ه ستا د کړ پایله نه یم
چې ستا د پرېکړې  له مخې
خپله پرېکړه وکړم او ستا
ارادې ته درناوی وکړم


زه  د خپلو ولولو، اندونو،
خیالونو زېرمه او پا یله یم
 دا حق  لرلی شم چې د خپلې
خوښې سره سم مېنه او د
 خپلو تیروتنو زده کړه وکړم او
هغوۍ ته ښه راغلاست ووایم

پای

د هغه لري  جګ او هسک غر د لمن نه،
یوه چېنه په بهېدو د ه  او
 تل دا ترانه زمزمه کوې،
 
ز ه هغه چېنه یم چې د پېړیو راهېسې،
 بې شوره ،  بې غوغا او چپه خوله بهېږم،
ډ ېرې  ترانې مې زمزمه کړې،
د  ډ یرو سختو  نا و نو ،  درو او پېچومو تېره شوم،
د غره  ډبرو  تېزو  څوکو زما مخ څېرې او شو کارې کړ،
او کله یې هم په څپېړ و ووهلم،

د د ښتو، بیدیاوو او ډېرو  ځنګلي ګلا نو مخونه مې،
پرېمنځل او څڼې  مې ورته سېنګاراو ګمنځ کړې،
د چمنونو غلې او پټ زړونه مې څېرې کړل،
څوک خبر نه شو او نه مې څوک په ځان خبر کړل،

اوس هم د هماغه جګ او هسک غره د پټ زړه،
 سر ه  تړونې او پیوند یم او لا بهېږم،
هېله لرم ځان د ابا سیند څپو سره یو ځای،
د هند  سمندر  په څپو کې ورګډ کړم او مخ یې  وګورم،
پخپله لاره  درومم او بهېږم،
زه  د هندوکش  بهېدونې او روانه چېنه یم


                                          پای                       المان ، 2/04/2014

                    

«زما» نړۍ،  کومه چې د پېړیو پېړیو ،
هڅو، ربړو، جارونواوهېلو پا یله او مېراث دی
  او اوس  یې لویه بلا راڅخه خورې او لوټوی
 
ای لوټمارې او خوړونکې بلا !
پدې پوه  شه چې اوس زه د پېړیو  پېړیو
ا وږد او د رو ن خوبه راپا څېد لې  یم  او نور
په خپل لاس جوړه شوې نړۍ  ستا کومې ته نه اچوم

هوډ مې کړی چې د داسې خوړونکو بلا ګانو
له  و یرې  او ډار تا  وساتم او نجات  درکړم
زموږ تر مېنځ راپېداشوی تاوترېخوالی
اوپردیوالی ورک کړم اوبیا موږ دواړه،
 زه او ته غاړه  غړۍ  د سولې ، پخلاینې
 او همغږۍ ترانې  زمزمه  کو

 پای

 

لوستل شوی 805 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 20:33

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي