Print this page
حمید مومند

حمید مومند

ژوند لیک 

د پیښور سهیل-لویدیځ لورته  وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل  سربڼی مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر  کړی  دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شی.
په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی
ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږی
تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:
۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دی او څلور پلا چاپ شوی دی..
۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.
۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق    چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.
له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لری مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځی او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلی سید انورالحق جیلانید سریزی نه )  
دشعرنمونه په لاندی ډول ده:

 غزل

محــــــبت کــــــړم دخــــوبانــواوښ پــه نته   
د هــــــر چــــــا د ظلم بار وړم بـــــــې منـــــــته
د ښکاری په دودجــــاروځم تــــــرهـــر بوټی
درسته ورځ د یــــــــوه ښـــــــــــکار له محبته
پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې
نه دســــروزروپـــــــه تـخـــــت باندې بې پته
د کمــــال کعــــبه بـــــــه هـــله شی در پـــیښه
کـــــــــه دلار دکمـــــینـــــی نـــــه کـــــړه غلطه
طلبوه ســــرفــــــرازی پّــــه ســـرکـــوزۍ کې
را کــــــــوزیــــــږی پـــــه هډوکی هما ښکته
چې د عشق د سپـــکاوی درنښت مې ولید
بـــــی پــــرواشــــــوم د نـــــاصح لـــه ملامته
هــــــغه تــــشې شړومبې شاربی سروری کا
چې ښادی غـــــــواړی بــــــې غمه بی محنته
که هر څو یی پــــــه ر ضـــــااوپـه صلاح وی
ویـــــــره بـــــــویـــــه د رقیـــــب لــــه شیطنته
کـــــه د ښکـــــــلو ددرګـــــاه ګــــدایی مومم
هی تــــــوبــــــــه د محمد شـــــاه لــه سلطنته
چـــــــې مـــــې خټــې فرښتو په لاس اخښلی
لا هـــــالـــــه مـــې بوی دعشق  تلو له طینته
څو د پښې دتورتـــــــارونــــــه وی نیــــــولی
بـــــــاز بــــــه لاس لـــــــره درنــــه شی قراغته
چې نا صح په ترک د عشق څـــــه درته وایی
و دوزخ تــــــــه دی  وبــــــاســـــی لــــــه جنته
د آشنا د محبت پــــــه لــــــوی سفــــــر کـــې
د حمــــــــید د تـــــــندی پیـــــټی یی صورته

یـــــرمـــــې مــــــه اړوه په توراو سپین صنمه
چــــــې خــوني به په خپل ځان شم ستا له غمه
چې چیچلی دې دعشـــــق بـــــی دمــــه مـار یم
خـــــــود بــــــه دم راڅـــــخه  وګــــاږی تـــردمـه
چـــــې کـــــاتـــــه راته په څنګ کاږه کاږه کړې
لا مـــــــې نـــــــه دی ستا په مینه کې چار سمه
ډیرو اوښــکو مې صورت له برمه پریووست
زر بـــــه پـــــریــــوځـــي دادیـــوال له دغه زیمه
له ستـــــــمه دی کَـــــــرم هســــــې جــــلوه کړي
لــــــــه بـــــریـــــښي آب حیـــــات لـــه توره تمه
د نــــــا صــــح مهـــــــر، کــــرم دی صــدقه شي
ستــــــــا د عشــــــــق لـــــه هـــره جوره تر ستمه
ستا دې کجو  زلفو هسې خــــــــلق حیران کړه
چـــــې یـــــــوســــف یــــی جــلوه کا له هره خمه
د حمید ســـــوزنــــــده شعر وســـــــوم وســـوم
دا آواز کـــــــــانــــــــدي ربــــاب له زیر او بمه

 غزل

خط په مخ د صـــنم راغی کـــــــه سپوږمی شوه په هاله کې
دا یی غاښ بــــه خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې
هسی رنګ ســـــحر او جادوکــړی بـــه نظر د شهلا سترګو
نه یی سیال په هنــــدکــــې شـته دی نه ثاني په بنګـاله کې
لــکه ونـــــښلي مــــرغـــــۍ پــــه سســت دام  دســـلو لومو
هسی رنګ پــــریـــشانـه زلفو کښیــــویستم په کشاله کې
دا زما له غمه شیـــــن زړه پــــه کــی خــــیـال دیار د شونډو
هسی رنګ زیب و زینت کا لکه می پــــــه شنـــه بـیاله کې
ما ویـــــل عیـــــن ګــــڼه ګــــل دی د غنچې  په لمن نغښتی
که مې کوت یو ګل اندام وو پــــروت په سبزه دوشاله کې
ښکلی مخ کـــــــــــړي ولـــــــی نـــاسته په مجلس د رقیبانو
په جّوار د سپــــــیونــــــــه وي هیــــــــڅ ارام پــــه غـزاله کې
سر تـــــــــر پـــــــایـــــه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم
ځکه یم مدام دا هســـــــی رنـــــګ پــــه اه اوپــــه نــــاله کې
که یار غواړې هــــــــومــــــره ژاړه څـــو درځي عبدالحمیده
دا په دا چې دُر مونده شي په دریـــــاب نـــــه پــــه نــاله کې

 غزل

دداغلي زړه له آهــــــــه شـــــــم څــــه شـــــان چُپ ؟
د چمن پــــــه ګــــــــلونـــــــه وي بـــلبــــــلان چــُپ
خلاص شي بیا لکه تـــــورزن دټـــــــول له منځه
که هر څوپه غـــاښـــــو ونیسم زبــــــــان چــــــُپ
له خامۍ جوش او خروش خیږي لـــــه دیـــګه
وي لــــه خپـــــلې پختــــګۍ پختــــــګان چُپ
په اوبو به دې دمـــــراد ډیــــوه شـــــــي بــــــله
که صدف غونــــــدې په صبر کړي دهان چُپ
چې دانــــه پـــــه خــاورو پټه شي خوشه شي
په ګـــــوګـــــل دنـــــنه وســـــاتــه آرمان چُپ
د بلبلونــــــاري ښــــې نــــــه دی پــــــه ګـــــلو
چې په سرولمبوکـــې ســوزي پتنګان چُپ
لــــکه کــــــاه اوکــــهـــربـــاچـــې سره بولې
هسې پټه خولـــــه بلل کاندي یــــاران چُپ
لکه ژاړ ي پــــــټه خوله  بوره بـــــدنــــامــه
هسې کــــانــدي میین زړه آه و فغان چُـپ
آبــــرویـــی دشکرخورمیلمه به څــــه کـــا
چې حمید شکر باري کا په ګریوان چُپ

 غزل

غره مه شه که په پښو دی نا خوال پریووت
د سیلاب له پایبوسیه دیوال پریووت
په هجران کې  به مې تیر    له حلقه نه شي
که و خولې وته مې ګوټ د زلال پریووت
محبت نه   وو یو   تندر    آسماني    وو
چې نا ګاه زما په سر او په مال پریووت
نا خبر   خلق  یی ولې   شفق       بولي ؟
دا زما د زړه له زخمه     دسمال پریووت
مه شه   وکتی    پُر    پیچ     زلفې د ترکو
چې په هر تار یی وزړه ته جنجال پریووت
چې ښکاره   زما  د زړه   تابنده      لمر شو
د سپوږمۍ له لاسه هلته مشال پریووت
شوم فلک  د روټۍ مورګه هله ورکړي
چې له لاسه ما ت کچکول د هلال پریووت
دا مې   بریوته    پیښه   دزړه    له     داغه
که له لاسه د لمر مخی مشال پریووت
چې زما ددرویزې په کچکول ځیر شې
د حاتم په زړه یی سهم د سوال پریووت
خپه   کړی    دی    هرګوره    د یار    هجر
ځکه غږ د حمید نه شي ملال پریووت

 غزل

دد ښنه په مرګ  هالــه کـــــوه ښـــــــادۍ
کـــــه فــــرمــــان لــــری دخپــــلې آزادۍ
چې د بل په نامرادۍ کې مراد غـــواړې
دا سبـــــب ګڼــــــه دخپــــلې نــــامــرادۍ
لکه ته چې یی پخپله  په خپل ځان کړې
د ښمــــن نــــه کړی په دښـمن دابیدادۍ
دسیـــــلاب له خود روییه سر واهه شي
همیشه بـــــه کـــاڼــــي بـــوټـــی دروارۍ
د حمید دا بی کرداره ګفــــتار پــوچ دی
لکه بــــولــــي ګــــدایـــــی پـه شاه زارۍ

 غزل

ربـــــــه زړه د رقیــــــــب نــــرم په احسان کړی
دا هندوراباندی څـــــه خــــو مسلمـــان کړې
زما صبر تیره تــــــــوره کـــــړی پـه عشق کی
رقیبان ورباندی غوڅ په خپل ګـــــومــان کړ
چې خاطر د آهو چشمو ترې و حشت خـوري
هغـــــه واړه ودانـــــــۍ زمـــــــا دامـــان کړې
اور زما ددین دنیا په کـــــور کــــــړې پــورې
څو مې عذر په عزت د عشق مهمان کـــــړې
چې روښان دیار د مــــــــخ پــــــه ډیـوه نه وی
وران زمـــــــــا د زنــــــــــدګیــــه خانمان کړې
یا زمان دیــــــــــــار د وصـــــــــل کـړې رانوی
یا مې عـــمر پـــــه هجـران کې یو زمان کړې
چې مدام په نغوته کـــــــار کـــــړي د اغیارو
له دغه کاره مې یار څــــــه خو پښیمان کړې
رقیبان مې د هجران پــــــــه اور کـــــــې ولي
د خلیــــــــل پـــــه دود مـــې ربه په آمان کړې
ګوره نن په ځیر ځیر مـــــــخ دیـــــار حمیــــده
چې صبا ور پسی لاس مــــــــږی ارمان کړې

غزل 

آهـــوچـشمو چې یې زړه په افسون وکیښ
هــــغوســــرلــــه ودانــۍ په هامون وکیښ
انتظار یی دنــــــرګس ګـــــونــــه کـــړه زیـړه
سروی ســــرپـــسی لــه باغه بیرون وکیښ
دا یی ښاخ له ګل ســـره په تلوار پریک کړ
که له زړه سره مې تــــرکــولـــړمون وکیښ
په هغو د هوس ووړکـــــی ټــــولـــون نه کا
چې له غاړی یی زنځیر د جــــنون وکـــیښ
بیــــهوده یــــی صبـــحــدم بـولي وګــــــړي
دغــــــه آه زمـــــا لـــــه غمــه ګردون وکیښ
چــــې یــی وکیښ خط توبری دیار له لاسه
چې یــــی وکیـښ خط توبری د یار له لاسه
ســـــاده دل دامیـــــدزړی زرغـــون وکـیښ
هـــریوداغ شی دپیغور راپــــوری نخښلي
چـــې بــی یاره مې هر دم د ژوندون وکیښ
دا پــــه اور بــــانـــــــدی ژړا د کباب خيږی
که فریاد دیار لـــــه غمـــــه محزون وکیښ
و اسمان ته بــــه د شعر زیـــــنې کیــــــږدي
که حمیـــــــددغـــــم لـه سره زنګون وکیښ

 غزل

ډیـــــرمـــــې مــــــه اړوه په توراو سپین صنمه
چــــــې خــوني به په خپل ځان شم ستا له غمه
چې چیچلی دې دعشـــــق بـــــی دمــــه مـار یم
خـــــــود بــــــه دم راڅـــــخه  وګــــاږی تـــردمـه
چـــــې کـــــاتـــــه راته په څنګ کاږه کاږه کړې
لا مـــــــې نـــــــه دی ستا په مینه کې چار سمه
ډیرو اوښــکو مې صورت له برمه پریووست
زر بـــــه پـــــریــــوځـــي دادیـــوال له دغه زیمه
له ستـــــــمه دی کَـــــــرم هســــــې جــــلوه کړي
لــــــــه بـــــریـــــښي آب حیـــــات لـــه توره تمه
د نــــــا صــــح مهـــــــر، کــــرم دی صــدقه شي
ستــــــــا د عشــــــــق لـــــه هـــره جوره تر ستمه
ستا دې کجو  زلفو هسې خــــــــلق حیران کړه
چـــــې یـــــــوســــف یــــی جــلوه کا له هره خمه
د حمید ســـــوزنــــــده شعر وســـــــوم وســـوم
دا آواز کـــــــــانــــــــدي ربــــاب له زیر او بمه

لوستل شوی 7564 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:19