Print this page

داکتر شکیبا بارکزی

 

غزل


ارمان می دادی چی بیا لوی افغانستان ووینمه
تور ، سور ،زرغون بیرغ رپانده په بولان ووینمه
دآمو نه تر اټکه وطن زما دی، پدی کی شک نسته
دیورند کرشه ماته کرو،وطن آزاد دپنجابیانوووینمه
چی سرحد موږ کی نه وی ټول ورونه سره یووی
لر او بر افغانان یه یو عهد ، په یو پیمان ووینمه
د غلیمانوخوله ورماتی کړو دیوالی د متی په قوت
شینوار، مومند او اپریدی واکدار د افغان ووینمه
ارمان می دا دی چی بیا لوی افغانستان ووینمه
دمیرویس،احمد،داود روح ارامه په قبرستان ووینمه

داکتر شکیبا بارکزی ۱۴/۱۱/۲۰۱۲فرانسه

لوستل شوی 1333 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:29