امرالدین سرحد

مرالدین سرحد :داروښا د داکترنجیب الله دشهادت
د پنځهلسمي کالیزی په مناسبت
 
ما راوړي نن ګلان له لرې کلي
په پاک نیت مې ستا په کبر غوړولي
زه چې گورم دی کبرو ته هرې خواته
رنگا رنگ جنډ ی هرچادي ځړولي
ستادکبر په زیږو خاورو د پاسه
ښکلي ښکلي سره ګلان دي راشنه شوي
 
ای شهیده!
نورڅه نه لرم بیان کړم
دوطن د درد کیسې دي
جنگ وهلي گران وطن ته
جوړې تورې دسیسی دي
تاچې مخکې و ویلي
گوري وار مو خطا نشي
که واک واخیست ټوپکدارو
بیا نو مرگ او ادیرې دي
درته وایم خپل احوال زه
د وطن جامې زړی دي
تڼۍ نلري گریوان کې
ډیری یخې لاس و پښې دی
دغربت پښې لوڅې پوڅې
له تڼاکو هسې سری دي
له دی چاودو چاودو پوندو
سری وینې تری خورې دي
د رانجو په ځای چوخړنې
دواړه سترگی یې نیولي
هره ورځ په ژړا پروت دی
ر ڼې اوښکې تکی سرې دي
په بدن کې یې پیدا شوې
څوغونداري سری دانی دي
د رنځور وضع ترخه ده
اوازې خورې وری دي
ډلی ډ لی طبیبان دي
لټوي علاج رنځور ته
هر طبیب ته که په ځیر شئ
ددی رنځ هلته کیسې دي
اوس په دی متیقین شول
اوس لیکلی یئ نسخی دي
په ملی مصالحه کی
ددی رنځ درمل پکی دي
 

غل
یوغل بل غله ته داوایې
ای دغله بچیه ګوره
ورځ به راشي چې ته خوارشي
بیا به غلا کوې له کوره
یابه ونښلوخپل مینځ کې
بیاپه دې تشه کڅوړه
بیابه خواروزارله شرمه
ژوندبه ډک وي له پیغوره
دادکلي خلک پوه شول
نه لروډوډۍ مونږسپوره
پرونی توان مواوس نشته
چې داخلک کړوبی کوره
تاته وماته پاڅیدلي
زمونږماڼۍ غواړي نسکوره
چې له مونږه ډاریدل دوي
اوس ویښ شوی دي له خوبه
اطاعت نه کړي نورولې؟
ډارورک شوی پام کړه ګوره
خاوندان دکورویښ شوي
ورک مالونه غواړي وروره
امرالدین سرحد
مسکو
۲۳/۰۳/۲۰۱۶


غږ دی پورته کړه عالم په مونږ خبر شی
روغی جوړی ته مو خلاص نوی ګدر شی
ورته راشی له کپړیوو سره تږي
وچ یی ستونی په اوبو ورته معطرشی
ورته راشی دمینوو لوی کاروان

دکلو تږي دمینی خلاص یی سر شی
بیا د«کاڼی» دسندرو غږ له ورانه
تر سرحده څې رسیږي غږ هنر شی

 راشه ګوره دی کلا ته
د زړي ببئ ژړا ته
دړي وړي یې دروازي دي
دری کړکئ په وینو سري دي
«»«»«»
ماتری وپوښتل زړی نه
حال ته ووایه کردی نه
په ژړا یې راته وويل
حال بیان کړم درته څه خیل؟
‎«»«»«»
ډزي وشوي دپوځیانو
غږشولوړدبهرنیانو
دروازه یې کړله ماته
په خپل سرراغلل کلا ته
«»«»«»
ماشومان ټول په ژړا شول
دوه اورپکي په خندا شول
مشرځوی یې راټپی کړ
زمونږ سپینږیری یې بندی کړ
«»«»«»
زمونږ جامي یې وشندلي
په خپل مینځ کښې څه ویلي
مونږ له ډاره په خوله چپ و
لاس تړلي په ملا کړوپ و
«»«»«»
بهرنی اوس په خپل سر دی
بی سری دایو خطر دی
قام په قام مونږ جنګوي
څه څې غواړي هغه کړي
۱۱،۶،۲۰۱۲


زما د مینی غوټۍ له پولی هغی خواته د سمندرګی لویدیځی غاړی ته د یو لوی بڼ په پراخ زړه کښې د ښکلی څانګی په سرښوری، له ډیر اوږد واټن څخه خواږه غږونه او انګازی د یوی د سهارنی بلبلی د چڼهار په شان او یا کله د ځنګله د شني چیني نری شڼهار په څیرغوږ ته می راځی او سوکه، سوکه می تخنوي،
ما سوچ نه کاوه
چې مینه واټنونه
غرونه
ځنګلونه
توپانونه
نه پیژنی.
اوه دا څه حال دی؟
دا قوت او دا قدرت
دا خو بریښنا ده
انګازه خوهمدا ده
دا خو مینه ده
دا لیونتوب نه دی؟
نه؟ نه دا......
دا په افکارو کښې
په زړه کښې
په ادراک کښې
په جذبو کښې
له زړه څخه راوتلی
دمېني توپان دی
پام پکاردی

او بیا مې هیله لکه د سري پلوشي په شان دمېني له تودو وړانګو سره یوځای سپرغۍ ، سپرغۍ په ترکهارهوا ته پورته شوه په تخنیدو راغله، لکه د مرغۍ واړه بچوڼی وزرونه کاږی.
زما په ماغزو له اوږدو واټنو څخه لری اغیزناکه غږ ولږیده، د خیال په سترګو مې لکه چې د موسکا شونډو په څوکو له ورا سری غوندی بریښیدي چې ښکلی انځور تری جوړیده، فکر ته مې راغی.
څنګه وکړم ای خدایه!
ته مې د مېني تنکي مزیو ته قوت راکړه

څې دا اوږده له پیچمو ډکه لاره
تر وروستی مزله پوری پای ته ورسوم،
دا د ارمانونو تنکۍ پاڼي
دا د مېني نرۍ، نرۍ څانګي
څې د هیلو غوټۍ پی ځوړندي دي
لا سپړیدلی نه دي
د لمر وړانګي یې
په پرخو لامده غومبری
ترسهاره تودوي
ورورسیږم
خو له ما نه په لری واټن کښې
د سمندرګی په لویدیځه غاړه کښې
هلته څې زما د مېني غوټۍ
زما د لمر په وړانګو وغوړیږي
د سمندرګی هغی غاړی ته نژدی شم
زه به هرومرو نژدی شم
په دی چې مینه ده
هغه په انګازو لیکلی لیک ،څې یوازی زه پې پوهیږم
زه یې وینم ،زه پې خوشالیږم
زما د مین زړه په پراخه جونګړه پروت دی
زه یې هر سهار لولم
ستا دخیالونو لیک
د سمندرګی له هغی خوا
راغلی زه یې لولم
بیایې لولم
ستا لیک
دسمندرګی له هغی خوا
لویدیځه غاړه
ستا د ښکلا غاړه

مسکو ۲۰۱۲د می یودیرشم


تل دی یادومه ای وطنه په سندرو کښې
مینه دی توده ده زما رګونوکښې
ویاړم څې جرګي په تا راټولي دي
نیغه دی شمله ده محفلونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

خلک نن لړلی په سرووینودي
لږڅه پریشانه له پردیودي
تیری به ناخوالی شي په تا باندی
نوم دی مدام لولم تاریخونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

ستا د زړګی ټپ ته به ملهم شمه
ستا دپرمختګ شاته اړم شمه
مخ د ماشومانو په ښونځیوشي
جوړدی پوهنځي شي په ښارونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې

غواړم کروندي شني په غنمو شي
جوار،اوربشي لو بیا په بزګرو شي
کليو هم ښاروکښې غلي ډیري شي
سترګي شي مړي په بازارونوکښې
تل دی یادومه په سندروکښې


مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه
له هیلوډکه شنه غوټئ وه
دمېني اور یئ راکښې بل کړ
دپخي مېني لیونئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

ښکلی پسرلی کښې پاڼي شني شوي
وړانګي تودي ورباندی سري شوي
غوټئ په ناز کله ویده وه
څې تخنیده څنګ کښې بوډئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

په زړه زړوره په نیت پاکه
رڼه رڼا وه هم خپلواکه
وه ملالئ د پخي مېني
دغره هوسئ وه غرڅنئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه


دا پاک لمنه کلیواله
دمېنی ژوند ته انډیواله
خوږي ترخي یې اوس منمه
دلوړو څانګو دا مرغئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه


زه پې مین وم له اوله
دا مې نصیب و له اذله
ګاللي ما څې و غمونه
منکرکه زه وای بیا ځیندی وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه

لکه مرغئ خځلی راوړي
دونې څانګې ته څو پاڼي
نژدی سرحد ته وه دا ځاله
لکه جونګړه پلرنئ وه
مینه تنکئ وه سره سپرغئ وه
مسکو۲۱.۴.۲۰۱۲


تا څې کیسي دجنګ کولي
سترګو مې اوښکې تویولي
تودي،تودي ستونی ته،لاړي
دژوند سلګۍ څې مالیدلی
سترګو مې اوښکې تویولي

پوځیانوویښ کړو نیمه شپه کښې
ډزي ېې پیل کړي دروازه کښې
برګ ښکاریدل وحشت یې پیل کړ
ډزي په هر چا دوي کولی
سترګومې اوښکې تویولي



پوځیانو مات دکلا ورکړ
جوړیې په کورکښې تورمحشر کړ
لکه دغلو په شان په کورکښې
دکور جامی یې وشیندلی
سترګو مې اوښکي تویولی

حاجی بابا سپین ږیری مشر
ځوی یې شهید شو د ده کشر
دوه یې لمسیان ورته ټپیان کړل
هم نارینه،ښځو ژړلي
سترګو مې اوښکې تویولي

دښځود نړیوالی ورځي په ویاړ

--
مینه ده که سوله ده
داورته ښه جوړه ده
کړی روزنه دبشر
پوهه،زده کړه ټوله ده
«»«»«
څنګه څې حسینه ده
ښځه ده څې مېنه ده
خاص رحمت دخدای په دی
برخه یې لونګینه ده
«»«»«»
ښځه ده رڼه شمعه
روڼ به کړی تیاره هرکور
چیرې څې هغه نشته
هلته دي رنګونه تور
«»«»«»
هلته څې دا نشته ده
نشته،نه رڼا،نه اور
سوړنغری هم تش دیګی
نشته ښاپیرۍ دکور
«»«»«»
ښځه ښاپیرۍ د ژوند
جوړبه کړی دمینی شور
مه یې ځوروۍ خلکو
ښځه ده څراغ دکور
«»«»«»
ویژغورۍ له شخړودا
دا ده ځورید لی مور
اوښکي یې وروچي کړۍ
چاڅې ځورولی خور
«»«»«»
پوهه کښې سرداره ده
لاس هم دمحنت لری
لاړه ترآسمانه دا
«ولانتینا تریشکوا»
«»«»«»
موروه زمونږ دلوی بابا
زمونږه زرغونه آنا
سترمشردې وروزه
دا ده فلسفي مانا
«»«»«»

پوهه د نازوآنا
وړانګي ،انګازي شولي
ښکلي مرغلري دي
ویاړی په دې هردانا
«»«»«»
کم نه یو نړۍ کښې مونږ
رابعه بلخي لرو
ښځه وه مریم په نوم
ویاړ یې تاریخي لرو
«»«»«»
ډیري ملالۍ مودي
ناستي دوي سنګرکښې دي
وایو مونږ د دوي لنډۍ
ټول پردي هدرکښې دي
«»«»«»
ښځه نن ستایل غواړې
حق لری په ما اوتا
خویندو مبارک موشه
دا ډالی سرحد له خوا
مسکو: دمارچ څلورمه ۲۰۱۲


بیا شوي وینې توې دالله په نام
جیګ شول له بګرامه قام
غت واړه نارې کوي
مرګ په امریکادي وي
نور دی زمونږ پاچا نه وي
خلکو ته رسوا دې وي
دا توهین څې دوي کړي قرآن باندې
زمونږپه پاک اسلام باندې
وروسته دکابل خلک لږشانتی په غضب شولو
لږپه ګونګوسه شولو
چاڅې په ډالرونن لمني ډکې کړي دي
خولي یې نن تړلي دي
ځینې جهادیانوته هم بدښکاري څوک وغندی
لوی لالا خپه کاندې
دوي ته بهرنیان خپه کول غټه ګناه ده
ځان ساتل روا ده
هلته ننګرهارکښې ورته جوړه نن غزاده
دود،اوراوغوغا ده
سوزی په لمبوکښې ډک دتیلو ټانکرونه دي
دا د چا لاسونه دي
بم یې غورځولی نن چوړلکو په ښوونځې باندې
نجونو په ټولګې باندې
داهم دناتودوړندوسترګوتوربمونه دی
وران تری نن کورونه دي
ټول ژاړي غمونه دي


په یاد دی راوړه هغه شپه ته
هغه ماښام هغه شیبه ته
څې ما اوتا په پټه پټه
دواړه له کوره ووتلو
زاړه کنډونه تیریدلو
واوره له پاسه اوریدله
په وچه مځکه خوریدله
ماوتا یوبل څې کتل کړل
په مینه مینه یې خوړل کړل
ماپه ښې لاس دتا کیڼ لاس توداوه
تاپه کیڼ لاس زماښې لاس سولاوه

له ستوروډک آسمانه لاندی
په سپینو واورو خوزیدلو
اوجوړول موسپین غونډاري
لکه پانډوس لکه سپین کاڼي
او وارول مویوتربله
ښکلی رڼا شپه کښې څوځله
په تن زمونږ تودي جامي وي
دګریوانه تڼۍ مودری وي
په پښو زمونږ تودي پڼي وي
له واوروډکي تودي شپي وي
دنیمې شپې خوږي کیسي وی
دتنکۍ مینې ترانۍ وي
ماپه ښې لاس دتا کیڼ لاس توداوه
تا په کیڼ لاس زما ښې لاس سولاوه


احمدشاه باباخبري
دور دانی دی مرغلري
فلسفې منطق یې لاره
په کړند لارکښې بهادري
«»«»«»
ستر سالارد قوتونو
پوه افغان د لوړفکرونو
زیږتاریخ نه یې جوړشوی
سترښونځې دسیاستونو
«»«»«»
کارنامي یې د ویاړونو
غټ قوت شود قومونو
ستربری د«پانی پت» یې
جوړ تاریخ د ولسونو
«»«»«»
څه لمسیان که کړوسیان دي
ترینه پاتی افغانان دي
تیره وار دتوری شرنګ یې
پکوه کړي یې دښمنان دي
«»«»«»
و پاچا د ولسونو
عادل مشرد ملکونو
ګڼل شوي لکه صدر
وطبیب زمونږ دردونو
«»«»«»
شرنګ دتوری یې په ډارکړل
یرغلګریې نن ناچارکړل
له پښولاندی اوربل شوي
دغی خاوره نه یې بیزارکړل
«»«»«»
دغه خاوره میړنیو
تل ساتلی له پردیو
تاریخی ویاړیې یادیږي
شملي لوړي دپګړیو


منی لاړه سړو پیل کړلي ناري
ژمی راغی په تن نه لروجامي
د کمیس د ګریوانه تڼۍ شکیدلي
نوي نه شوي دا زمونږ دپښو پڼي
سرګردانه یو وطن کې یخ وهلي
تاوده ګرځي پردي کاندی ننداري
دیتیمو٬ کونډو میندواوښکي څاڅی
په مخ راغلی ان له سترګوڅوګیلي
لاړي والوتي تودواوبوته زاڼي
مونږه ناست یوو تیرو یخي څیلي
جګړی ړنګ کړتود کنډرله پلاره پاتی
په مونږ اوری یخي واوري شوي خوري

ژ


کروندي په چرسو شني شوي
دتریاکو پیل جګړي شوي 
خلک مری دجنګ په اورکښې
ژوند مونشته په خپل کورکښې
جګړي جوړي دسیسي کړی
زمونږه روغي پښي راپری کړي
قدرت پیل شو دبی باکو
نرخ شو پورته دتریاکو
فابریکي دي د«مورفینو»
نغری تود د «هیروینو»
داسې حال دی په وطن کښې
ټول ویده چرسیان چمن کښې
ټول ککړخیرن پیرن دي
داددي خاوری زامن دي
مورو پلار یی غم لړلي
له اولاده ځوریدلي
ډیرخیرن پراته پله لاندي
په مونږخاندي ټول دباندي 
ناست نیشه دي په پوډرو
دشپی سرږدی په ډبرو
غټ واړه چرسی بنګیان شول
ډیربیکاره زمونږځلمیان شول
دی جګړی راوړل مرګونه 
جیلخانی ولچک بندونه 
هم تریاک یې مونږته چڼ کړل 
خپل خپلوي راته دښمن کړل
دپوډرو دود او زهر 
عقل یې ړوند کړسربی سر
داسی یومیلیون بی سره
نیشه شوي له پوډره 
دغه څوک دی افغانان دی
زمونږپه کورکښې رنځوران دی
تورسوغات جګړی راوړی
زمونږ په اوچلی یې تپلی
سوداګر ټول دپوډرو
نژدی یارد فساد ګرو
خدای دی ژر وطن آرام کړی
ټول یوموټی دی دا قام کړی

کابل – جنګلک ۲۰۱

ما راوړي نن ګلان له لرې کلي

په پاک نیت مې ستا په کبر غوړولي

زه چې گورم دی کبرو ته هرې خواته

رنگا رنگ جنډ ی هرچادي ځړولي

ستادکبر په زیږو خاورو د پاسه

ښکلي ښکلي سره ګلان دي راشنه شوي
ای شهیده!نورڅه نه لرم بیان کړم

دوطن د درد کیسې دي

جنگ وهلي گران وطن ته

جوړې تورې دسیسی دي

تاچې مخکې و ویلي

گوري وار مو خطا نشي

که واک واخیست ټوپکدارو

بیا نو مرگ او ادیرې دي

درته وایم خپل احوال زه

د وطن جامې زړی دي

تڼۍ نلري گریوان کې

ډیری یخې لاس و پښې دی

دغربت پښې لوڅې پوڅې

له تڼاکو هسې سری دي

له دی چاودو چاودو پوندو

سریوینې تری خورې دي

د رانجو په ځای چوخړنې

دواړه سترگی یې نیولي

هره ورځ په ژړا پروت دی

ر ڼې اوښکې تکی سرې دي

په بدن کې یې پیدا شوې

څوغونداري سری دانی دي

د رنځور وضع ترخه ده

اوازې خورې وری دي

ډلی ډ لی طبیبان دي

لټوي علاج رنځور ته

هر طبیب ته که په ځیر شئ

ددی رنځ هلته کیسې دي

اوس په دی متیقین شول

اوس لیکلی یئ نسخی دي

په ملی مصالحه کی

ددی رنځ درمل پکی دي


راپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍ
ژړوي می دغه وضع ننۍ
زمونږکلي جنازوته په ژړا دي
وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍ

دکابل کوڅي په وینو دی لړلی
تښتی خلک له وحشته له مرمۍ
له شهیدو اوزخمیانو څاڅی ویني
غزیدلی دجګړي توره کړۍ

دسپینږیروڅوخبروته په ځیرشي
وایې مه کوي بی ځایه تربګنۍ
دشیطانو لمسونی کړي ژرلری
ځان تری ساتي دپردیوله ځیندۍ

شول دیرش کاله دجګړی له تاوده اوره
تری بادیږی لاتراوسه سری سپرغۍ
داد«بن»کیسه اوږده شوه په جګړوکی
دوم«بن»کی به په چاکیږدی پګړۍ

دکنډرغولی سپیره ده پاتی شوي
نوي نه شوه پرونۍ زړه شړۍ
ادري موډیری شوي په هرښارکی
ژردی ختمه شی دمرګ وغم لړلۍ


لمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسره
ګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښي
پاک الله قبول کړي زمونږه عذرله توبوسره
غواړوموږاخترڅی ټول وګړی مومسکا اوسی
اوښکي دغم وچي زمونږدخلکوله جګړوسره
ګډمودی وطن قبله یوه ده ګد اختر لرو
ټول قومونه یودی خدای حضورته له عذروسره
خوشالی شونډی بریښي سترګی اوړی غږیداکوی
خدای دی کړی راډیري داسي ورځي له میلوسره
وایو مونږهغوته څی اختر یې ځورولی دی
اوښکی به سیلاب شی تاسي ورک کړی له وسلوسره


که می سترګي ستاپه خواباندی کږي شوي

مین زړه کې می دسترګو انګازي شوي

یونری غږ می له غوږه تیرو بیر شو

دبریښنا په څیراسمان کې ګونګوسي شوي

خیال د مینی دی په ماباندي غږ وکړ

توري وریځي د سپوږمۍ په مخ رڼي شوي

یونظر دی د خیالونو په ما راغی

زما د بڼ د ونو وچي پاڼي شني شوي

هیلي سپړی د غوټیو تنکي پاڼی

د موسکا شونډو په څیرپه خنداسري شوي

سرحد نه لری انځور د مینی خیال می

په لیدو یې د اغیار سترګي ړندي شوي


زه یم انسان دغمځپلي ځمکی
زما ګناه په څه کې
لږڅه زما ومني
لږخپل ضمیرته ځیرشې
په پښومې نشته څپلۍ
په سرمې نشته خولۍ

زه خومظلوم یم
زه خویتیم یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي

زه یم بی پلاره صغیر
کله به زه شم کبیر
هیلي رښتني لرم
هوس دمینی لرم
جوړه کړم ښکلی پګړۍ
هم خپل ګریوان ته تڼۍ

زه خو مظلوم یم
زه خو یتیم  یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي

له پاسه ولویدل بمونه په کور
کنډرمنډرشو نسکور
غوجلي وراني شولي
غواوي مرداری شولي
کنډر ویجاړ وګوري
پرتې تری لاندې شړی

زه خومظلوم یم
زه خو یتیم یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي


دیګی نغری کی چپه
دپلاردرګاه شوه سپیره
هیڅ شی راپاتی نشول
جګړي ژوندي ووژل
زما دا ټوله هستي
یوازی اوښکي سلګۍ

زه خومظلوم یم
زه خویتیم یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي


زه یم بی پلاره صغیر
کله به زه شم کبیر
هیلي رښتني لرم
هوس دمینی لرم
جوړه کړم ښکلی پګړۍ
هم خپل ګریوان ته تڼۍ

زه خو مظلوم یم
زه خو یتیم  یم
مادلته مه ځوروي
مادلته مه ژړوي


دامو جونګړه دهستی اوژوندون
غم به یې ګالو داموکړی تړون
په دی زانګو کې زنګیدلي یومونږ
په خوږه مینه کې لوي شوي یومونږ
دا خوشالی به ړنګه نکړی بیلتون
دامو جونګړه دهستی اوژوندون
******
خاپوړي مونږد ماشومتوپ پکې کړي
مونږله خوشالی منډي په خوب کې کړي
مونږورته غواړو سوکالي اوبدلون
دامو جونګړه دهستی اوژوندون

******
دامو پټی پاس می آسمان دی ښکلی
له اوبو ډک دی زمونږدبڼ لښتی
دغه انځوریې اوږدوي مونږته شتون
دامو جونګړه دهستی او ژوندون



ښکلي نن بریښي دپټي کروندي
دبزګربڼ کې پخي شوي مڼي
بزګرو ځمکو ته ورکړی سمون
دامو جونګړه دهستی او ژوندون


******
دامو کلا دامو دیره ده ګوري
کنډرکې تل لرولمڅی هم شړی
پښتونوالي ته غاړه ایښی پښتون
داموجونګړه دهستی اوژوندون

فیصلی تل مونږ په جرګو کې کوو
دا وړي شخړي مرکوته وروړو
داغونډي ځانته خاص لری مضمون
دامو جونګړه دهستی او ژوندون




دکلي غونډ،مشرد قام لرو
په مونږه ګران وطن ته پام لرو
له دی به جوړشی یومزبوط پیوستون
دامو جونګړه دهستی اوژوندون


افغانستان دی دزمریانو وطن
مدام یې ساتي هرافغان پتمن
دښمن دی تل وي شرمنده اوزبون
داموجونګړه دهستی اوژوندون

******
ماشوم مونږ روځو څی میړانه وکړی
وطن پی ګران دفاع له ځانه وکړی
دخلکودردته ژر پیدا کړی روغتون

داموجونګړه دهستی اوژوندون

******
په وطن ویاړي داځلمی ګوري ډیر
توره په لاس کې دوي له سره دی تیر
دمیرویس اواحمدشاه دکارنامودي مدیون
داموجونګړه دهستی او ژوندون


که دا رښتیا شی
نن آوازي دي
اوس ګونګوسي دي
لږ څه راورسته
مونږته اوس وایې:
٬څی
دغه شپي
دغه تیاري
دغه اوښکی
دغه چیغي
وایی څی ژر به
شپي به رڼا شي
تیاري تر شا شي
اوښکی به وچي
چیغی به هم ژر
دشونډومینځ کې
موسکا موسکا شی
که چیری خلک
په جوماتو کې
په کلی کور کې
که شمله غواړی
غټي پګړی کې
دمښورو
په سرداری کې
نو اوس راغونډشي
موده لږ پاتی
غږونه جیګ کړي
وطن ٬وطن دی
هم دپښتون دی
هم دتاجک دی
هم هزاره دی
هم دترکمن دی
هم دازبک دی
هم دبلوڅ دی
هم پشیې دی
دوي یو تربله
ان په ښادی کې
شونډی موسکا وي
ټول دوي په غم کې
هم په ژړا وي
دی خدای لپاره
ګوري وخت لنډ دی
ګریوان ته سر کړي
دښمن نژدی دی
هم په خندا دی
هم په ژړا دی
تاسی ته ګوری
څنګه ښوریږي
څنګه جوړیږي
خوځښت موجوړکړي
غورځنګ غورځنګ شی
لاسونه ورکړي
وطن لپاره
لږ څه بیدارشي
لږڅه هوښیارشي
وطن ٬وطن دی
دهرافغان دی


دی ملک کې دافغان دتوری شرنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی
دا شاړي شاړي ځمکي دغه غرونه
اغزیې زخمی کړي دي لاسونه
اغزي زمونږ دخاوري هم یوزنګ دی
همداده څې دښمن دلته په تنګ دی

روښانه مو تاریخ ددی وطن دی
پوه شوی کلی کورکې هرپتمن دی
هربوټی دوطن په وینورنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

میوند به درته ووایه میړانه دافغان
انګریزهم صفت نه کاندی دځان
کیسه یې اوریدلی څی داجنګ دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی

راځی څی وطن وژغوروله جنګه
آباد به یې وساتو کړو به یې ننګه
یووالی مو ویاړنه دوطن دی
همدا ده څی دښمن دلته په تنګ دی


مین زړه می ویل ماته
په موسکا وګورم تاته
خیال دسترګو می په تاشو
خوږی مینی کې بسیا شو
سترګی لږشانته رڼي شوي
ستا په مینه کې لږ سری شوي
«»«»«»«»

دواړه زړونه انګازوکې
دسهار په لمرختوکې
مښی شونډي یوتربله
لټوي وړانګی په خپله
سپړوي غوټی رڼا ته
مین زړه می ویل ماته
«»«»«»«»
«»«»«»«»
دتودی مینی په تمه
خود به سوځم لکه شمعه
وچ لانده به ټول سکاره شی
دا ایري به تور رانجه شی
بریښی ښکلی سترګی تاته
مین زړه می ویل ماته
«»«»«»«»
سترګی ستا کوي خبري
ماتوي تنده له لری
دا دمینی خوند همدا ده
پټ ساتل زړه کې روا ده
ځم تودي مینی وخواته
مین زړه می ویل ماته


ما ویل که شپه رڼا شی
مونږ به ووینو حالونه
دتیارو وحشت به لږ شی
څه تازه به شی خیالونه

دجګړی له تور وحشته
بیرته تم شول امیدونه
غوټی مړاوي په تیاروکی
ګالی شپي دجنګ اورونه

زمانه ګرده تاویږي
کړی لیدل ویني حالونه
توره شپه به هم رڼا شی
که پی تیر شی څوکلونه

موده لږ ده پاتی شوي
لنډوو اوږده مزلونه
مخکې درومی جوړ کاروان مو
مخکې ډیر دي کړاونه

رڼي سترګي شوي خیرني
خولا لولی تاریخونه
دواړه لاس یې پاکوي تل
ګرد وهلي ټول مخونه

غوړیدو ته نژدی شوي
تنکی هیلي مړاوي زړونه
پریږدي وسپړی نن پاڼي
جنګ وهلي ارمانونه


نه پوهیږم په کوم لفظ دی موري یاد کړم
محبت زما دژوند یې زه دی ښاد کړم
دالله او داکبر نوم دی را زده کړ
په پوهنه کې دی پوه په لوی الله کړم
ستا دمینی پي می ورودي مورجانی
توده غیږکې دی هم غټ هم دی آباد کړم
ستا دپښو خاوری رانجه زما دسترګو
رڼا ته شولی تیاروکې دي زه یاد کړم
په لمړې ځل کې دی راکړه مړی ماته
وږی ناست ومه له لوږي دی ازاد کړم
اوس دتا دهغي مینی په خاطرزه
څی ما تاته لږ خدمت کړی فریاد کړم
خوږی موری تا راوباښه نعمت دیر
ستا دخیرهیلی به هر وخت کی ادا کړم


لوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی
نه یې پیژنم خوځوي دیوافغان دی
داشوکاری خرین مخ ته یې څی ګوري
دی په ګیډه وږی ناست غم یې دځان دی
چاودي پوندي ان دلاس زخمونه یې ښکاري
غم لړلی جنګ وهلی پریشان دی
خپل وطن کې بی وطنه مهاجرشو
دژوند پیټی یې په لاس کې اوس حیران دی
چا ته خلاصه کړی دغم غوټه ای خلکو
کوڼ او ړوند ته په ژړا هم په فغان دی
دواړه سترګي یې له اوښکو ډکي پکي
دی دحق خبري کاندی په ایمان دی
نه به وچی شی دا اوښکي ددي سترګو
ترهغوڅی دجګړی دلته مکان دی


له دې وړی خندا دې ځارشم
مین په تاشوم زه دې زړه کې تل ساتمه
«»«»
کتل دی وکړل پلو لاندي
دسترګوغشي دي ناڅاپه زخمي کړمه

دانتظار سترګک دې وکړ
دعاشقی په ژبه پوه یم رابشمه
«»«»
بارانه کله ته اوریږي
دیار په لاس می ګل کرلی وچ به شینه
«»«»
یارمی په بڼ کې باغوانی کړي
دپسرلی باد٬ بوي دګلانو تری راوړینه
«»«»
ګلان څی ما تاته کرلي
ښکلي غوټي په سپړیدوشي دربې وړمه
«»«»
مینه می تمی نه خوند اخلي
اومه مڼه څی تکه سره شی خوند کوینه
«»«»
صبر کاسه دي ډکه ساته
دا تږي شونډۍ دسفرپی لمدی کړمه
«»«»

مخ راښکاره کړه ټیکري لاندي
له سلګو ډک زړګي به ګوندی صبر شینه
«»«»
که دی خندا لږ ورته وکړه
داژړغوني شونډۍ ژر به موسکا شینه
«»«»

دګدرغاړی ته ٬ ته راشه
رڼو اوبو کې می صورت ګوره مینه
«»«»
زړګیه لږ څه په موسکا شه
شپه دجمعی ده ښه خبرغوږ ته راځینه
«»«»
زړګیه بس کړه سلګۍ مه کړه
یاردتودي میني قصد کړی رابشینه
«»«»
زما د بخت ستوری ښکاره شو
اسمان ته ګورم رڼا ما خواته کوینه
«»«»
ستوری نژدی شو سپوږمۍ څنګ ته
ګوری سپوږمۍ ته سترګک ماخواته کوینه
«»«»
پروا می نشته په تیاروکی
دراڼه ستوری په رڼا کې ناسته یمه
«»«»
مخ راښکاره کړه ټیکري لاندي
له سلګو ډک زړګی به ګوندی صبر شینه
«»«»
که دی خندا ورسره وکړه
داژړغونی شونډي ژر به موسکا شینه
«»«»
دمینانو تاریخ دا دي
په سپینږیرتوب کی ورپه یادشی خوښ به شینه


د تاریخ که هره پاڼه چالوستلی
دافغان دننګ هنداره یې لیدلی
له وطن سره دمینی لوړاحساس یې
په للو کې له خپل میندو ېې زده کړی
دمیرویس اواحمد شاه په ترانو کې
پت او ننګ یې په ماغزوکې ځای نیولی
«»«»

که په خیټه یویې موړوي بل یې وږی
دهیواد دفاع ته هر یو دی غښتلی
دا مړی به دواړه وچه خوری په لار کې
خپلي خاوري په نامه یې مرګ منلی
«»«»

که څه هم دښمن،دښمن کړل یوتربله
دوطن په نامه یودي دوي ترتله
څی تر اوسه خپله خاوره یې ساتلی
دجرګوغږته به راشی ترکابله
«»«»

کاڼي بوټي جیګي وني لوړیې غرونه
جوړه وي ښکلي ښکلا یې انځورونه
دسندونو شني اوبه یې دغرومینځ کې
په سرو شونډودرته خاندي سره لعلونه
«»«»
د ویاړنو کارنامې به هیري نشي
له نیکونومونږ پاتي سړي نشي
څی ژوندي وي پلرنۍ وینه رګوکې
یرغلګر به په بد نیت نورپاتي نشي
«»«»

دتن ویني به هم ورکړوکه ضرورشي
په دي باندې که دي مونږ ته په سرور شي
سر په لاس کې یو ولاړازادیې بولو
سرلوړي به یې مدام زمونږغرور شي
«»«»
په ماغزو کې دااحساس زمونږپاتي شوي
دوطن په مینه غټ شوو کلی کورکې
د ټاټوبی تل ساتل په مونږ فرض شوي
یادوي تل دخاپوړوماشومتوب خپل
هرافغان څی په هرځای کی میشته شوي
لاس مو لوړ دي پورته کړی پاک الله ته
څی وطن موله جګړی ډیرپکو شوي
ته یې خلاص کړی پاکه خدایه ژرترژره
سرحد تل تاته په اوچلی سجده شوي


څنګه دی راوکتل ټیکري لاندي
بریښي ښکلی ستوري دی تندی باندي
توري دي کوڅۍ ښکلی اوبدلې دي
زانګې په ټټردی مالیدلی دي
خال دی پټ ساتلی له پیکۍ لاندي
بریښي ښکلی ستوري په تندی باندي

مادرته کتلي ګناه زه ګالم
دربه شم ګدرته زه به ووایم
کیږده دا ښی لاس دي زما زړګی باندي
بریښي ښکلی ستوری په تندی باندي

سترګي دي پخوانه رانجه داري دي
ښکلي تکي توري ښی خوماری دي
خال دی ورته ګوري په مستي باندي
بریښی ښکلی ستوری په تندی باندي

ته څنګه تنکی ښکاری مڼه شولی
شنه شولی پخه شوی تکه سره شولی
خیال دسرحد کوز شو په پسرلی باندي
بریښی ښکلی ستوری په تندی باندي


اوښکی مرګ کبرونه ټول
مونږ ته په نصیب کې شول
شاړي مځکي پاتي شوي
شنه «کوکنار» پټي کې شول
«»«»
شونډې ژړه غونې شوي
مرګ غږ مې تر غوږه شو
ټول ژاړي په کلی کې
ځینی په فایده کې شول
«»«»
څه له به خندا وکړو
شاوخوا مرګونه دي
نشته دپسرلې ورځی
وچ ګلان باغچه کې شول
«»«»
ټول خلک وزګارګرځی
کار مو «کمپنۍ» کوي
ګیډه مو مړه نه شوه
وږي په ناره کې شول
«»«»
کور مود با با بولو
واک یې دپردیو دی
چا نه ګیله مه کوي
خپل مو معامله کې شول

«»«»
اوس خو هم لا وخته دی
سوچ وکړی غلط نشی
ځینی څې پې پوه نشول
بند پردي دانه کې شول


وریځو آسمان بیا باراني کړ
ګدراوبه به سبا پورته جیګی شینه
«»«»
اسمانه ووره لږ ژر شه
غنم دللمی بخت باران کې لټوینه
«»«»
نری نری شمال خوپیل شو
تنکی غوټي به مخ په پاڼو پټوینه
«»«»
پیکي دنجونو زما خوښیږي
څې شنه خالونه دتندي پی پټوینه
«»«»
دا مشدی په پیکی ګوره
لکه جیلوانه بندی سترګی پی ساتینه
«»«»
سترګی خو نه وي څه بلا وي
په یوه کتو یې زه له لاره وویستمه
«»«»
شپون د شپیلی غږ کړراپورته
پیغلی کوچی ان په کیږدی کې ویښوینه
«»«»
دمازیګر شپیلی ښه خوند کړی
دانری غږ یې په زړګې رباب وهینه
«»«»

مین احتیاط سره یاری کړی
دبی احتیاطو مینه زړونه ځوروینه
«»«»
بنګړۍ څی مات شی بل به واخلی
زخمی زړګی ته مینه ورکړه روغ به شینه
«»«»
مینه نیالګی ده اوبه غواړی
دسترګو اوښکې ټولوم نن یې وروړمه
«»«»
منګیه ولی نه ډکیږی
مینه زه یم پلمي تا پیل کړی دینه
«»«»
په لوپو ټګ نشوي منګیه
لکه څې پوه وي نن کودرته څوک راځینه
«»«»
بی شرمی مه کوه منګیه
دکدرشرم ترکلو به پاتی شینه
«»«»
سپوږمی راوخته منګیه
اوږی ته خیژه اوس سوکه کورته به ځونه
«»«»
منګیه مه شړپیږه ګوره
که زه لمده شم لومند ټټرمی تخنوینه
«»«»
پیڅکی می غاښ لاندی نیولی
له نامحرمو نه می مخ زر پټومه
«»«»
منګیه یخي اوبه ساته
سنګر کې ناست مین ته زه اوبه وروړمه
«»«»
مین د تندی کتاب لولې
دمینی تندی ته به ډک منګي وروړمه
«»«»
ګدرکې مه ژاړه زه راغلم
منګی دمینی ډکوه دیدن به کړونه
«»«»
د سپین مړوند بنګړي ښایسته دي
په شرنګهاریې یار له خوبه ویښوینه
«»«»
پګړی دی پورته تړه یاره
څی دمیړانی شمله باد ورپوینه
«»«»
په ټیټ آواز راته غږیږه
دبام په سرم می ورور ویده دی ویښ به شینه
«»«»
غږ دی له ستونی مه وباسه
مورته می کلی کې تعني ورکړي دینه
«»«»
ملا دی تړه پلار می په قهر دی
دا بی پګړي ریباران کورته نه پریږدینه
«»«»
کلیوالۍ رواج می خوښ دی
په یوه غوری کې شپږ نفره وریځی خورینه
«»«»
واده دکلی ښه خوشالی ده
ناوي ډولی کی په آس بل کلی ته وړینه


که هرڅومره دښمن برکاندی لاسونه
په تا باندی له بهره له دیننه
ستا دهرکاڼی اوبوټی په دفاع کی
هرافغان اوس تویوي هم دتن وینه
«»«»
تویوي وینې په تا باندی وګړي
آزادې ته دي مدام ږدي خپل سرونه
میرویس اواحمد شاه دلاری مل یو
څی ورمات یې کړل دښمن ته ورمیږونه
«»«»


څی خاپوړی هرافغان خپلی په یاد کړی
دوطن په نامه تل ورکوي زړونه
داموسکا شونډی څی ووینم دخلکو
ستاپه شتون کی مدام نغښتی زمونږخیالونه
تل دوعا درته کوي د سوکالی دی
په جومات کی پوه ملا څی کړی وعضونه
«»«»


دنړی په هره لویشت کې څی افغان دی
پورته کړي په دوعا دواړه لاسونه
افغانان څی په بهرکې زیږیدلی
ستا وخواته جوړوي واړه وزرونه
موراوپلاریې دوي روزلی پردیسی کی
څنګه روغ کاندی وطن کی ټول رنځونه
څی پی پوه یې کړو وطن کی څه تیریږی
په راتلونکی کې افشا شی پټ رازونه
له «اومه»تر«اتمه» غواړي پوه شی
څی د دواړو نیټو وسپړی فاکتونه
بیا د«بن» په پروتوکول کی څه پیداکړی
درغلی به شی روښانه هم جنګونه


جنګ روان دی په ډګرکې
ټک وټوک دي په سنګرکې
چیغي یې ووتي له سره
څوک په تیښته له ډګره
ځینې ګټي کړې په شرکې
ټک و ټوک دی په سنګرکې


ویني تویې دښتی سری دي
داپه مونږ توری کردی دي
رڼا ورځي لکه شپي شوي
دادجنګ ترخي کیسي شوي
چا خوړلی ګولی سرکې
ټک وټوک دي په سنګرکی

ځینې ماتي دي خوړلي
په خپل مینځ کې کړې کنځلی
ماغزه نه لری په سر کې
ټک و ټوک دي په سنګر کې

ګټي غواړي د پیړیو
غم یې نشته دسړیو
خلک مري دجنګ په سر کې
ټک و ټوک دي په سنګر کې

هم ناری چیغی شوي پورته
تلفات دي دواړو لورته
ټپیان وړی څوک په ټغر کې
ټک وټوک دي په سنګرکی

داڅې بوري شولي میندي
په ژړا شولي نن خویندي
اور بل شوي لرو برکې
ټک و ټوک دي په سنګر کې

مړی وینو کی سره ښکاري
خپل خپلوانی ورته ژاړي
ټول یې وینی هر خبر کې
ټک وټوک دی په سنګر کې


جنازی وړی ادیروته
خلک ورغلل کبروته
مړی ږدی په خپل څادرکې
ټک وټوک دي په سنګر کې
ای افغانه په وطن داسې کردی دي
نه خوږی دی نه پستی دی
وطن بیا دی په ټکر کې
ټک وټوک دي په سنګر کی


ښه پسرلی هغه دي څی موسکا په شونډوډیره شي
خپل کنډرموجوړ وي دوژلوویره هیره شي
وني دپاک نیت ٬ لری له جنګه تل ریښي کوي
سوله په نړی کې له جنګ لری څانګې شني کوي
کله څی تیاره شپه دوحشت په خلکوتیره شي
خپل کنډرموجوړ وي دوژلو ویره هیره شي

څه به کړم پسرلی څی څانګي وچي پاڼي سوي دي
شاړی دبڼ مځکي بوټي تندی نه وچ شوي دي
کله به دسولی هیلی مونږ خواته په بیړه شي
خپل کنډرموجوړ وي د وژلو ویره هیره شي

اوښکی موله سترګومدام څاڅی پسرلی نه راځی
ځی پسرلی هغوته څی خزان پټي ته نه راځی
کله به پګړی کی زمونږ دسرشمله را نیغه شي
خپل کنډر موجوړ وي دوژلو ویره هیره شي

دی کلی ته نه راځی پسرلی له مونږه څه غواړی
ځی هغه انګړ ته څی خندا وي نورڅه نه غواړی
دا له دوده ډکه تیاره شپه که په مونږتیره شي
خپل کنډر مو جوروي دوژلو ویره هیره شیي


داکوچیانې ژوند می خوښیږي
نغری تری پاتی اور بلیږي

تودې شودي شوي په دیګی کې
څښی ماشومان یې پاک کپړی کې
دشنه اسمان ستوري ځلیږي
نغری تری پاتی اور بلیږي


له کیږدی ګورم پسرلی لورته
ماشومان ټول دي نغری اورته
پیغلي کوچۍ ورته ژړیږي
نغری تری پاتی اوربلیږي




پلني کیږدي سهارشوي ټولي
کوچیان کتار شول پاتي اوریې
پستې لنډې غوږته رسیږي
نغری تری پاتي اور بلیږي

پیغلی کوچۍ اوښان کتارکړل
داواړه وریان یې په اوښ بار کړل
کوچیانې ژوند داسی تیریږي
نغری تری پاتي اوربلیږي

رمي څریږي په شنیلی کې
اوښان یې شاته ځونډیداره غړوندي کې
خوند کړی کوچیان څی دوي خوځیږي
نغری تری پاتي اور بلیږي


که زه شم ستوری
اوس خو ماشوم یم
که زه راغټ شم
که ژوندي پاتې شم
له جنګه ووځم
او زما دمینی غونډاری پسرلني غوټی
دهوس دامیدونو بنډار
هلته به وخاندی څی
دا ټول داسمانونو
دهنداری ګردونه
ددردیدلی مځکی
او په وینو لړلي کاڼی بوټي
اوجنګ وهلی رټیدلی
دمځکی دمخ ماشومان
دخلکو داپټي ګونګسې
دادژړا ګونګي غږونه
له سلګیو ډکی سترګی
زه او دښکلا دماشوم توب مینه می
له نورو ستوروسره
په ښو خبرو سره
دسولی ټال کی
وزنګوم وخندوم
اوبیا هغوي
دښکلی رڼاپه لاس کی
په امانت سره یې ورکړم
او زه له ورا ورته وګورم
ددوي رڼی اوموسکا څیري
ځان خواته
دمینی خیال ته
راوهڅوم
ویزنګوم
او مخونه یې
له سپیروخاورو
په ښکلی وریښمین دستمال
دماشتوب په سپیڅلی لاس
پاک او په خندا کړم

او بیا زه ورته
په تخنیدوشم
او په
کټ کټ شم
اوبیا په رڼا کی
روښانه او دمینی په خیال کی
نوي ډیوي
روښانه روښانه
وړانګی وړانګی او
سپرغی سپرغی کړم
په خبرو یې په خندا کړم
دزخمونو ملهم شم
اوښکی کړم وچی
داژړغونی
له ژړا ډکی سترګی
وخندوم
په ناز یې پوه شم

زه به هماغه شم
څی ستوري غواړی
که ژوندی پای شمه
دی دنیاګی کی
مزی دسولی به شم


داڅه حال مو په وطن دی
اوربل کړی کوم دښمن دی
وچ لانده سوځی له اور ه
دی وحشت ته اوس ته ګوره
دغه جنګ خوڅو کلن دی
اوربل کړی کوم دښمن دی

په دی خاوري څه کرده شوه
دافغان قصاب خانه شوه
خو پوښتنه له چا نشته
کګه کیښوده شوه خښته
داله پیله داسی جنګ دی
اوربل کړی کوم دښمن دی



دژړا سترګي ړندي شوي
اوس په وینو تکی سري شوي
ځواني میندي کونډي ژاړي
زهرشوجوړدستونی لاړي
سوځي زمونږه خویندي میندي
اوربل کړی کوم دښمن دی



ماشومان تنکي دکلی
وژل کیږي دوي هرځلی
اوس کتار په ادیرو کې
ږدی شل مړي په کبروکې
د شهید جامي کپن دی
اوربل کړی کوم دښمن دی

نه یو کور ژاړی دکلی
کلي ژاړی غم لړلي
نشته کلي څې نه ژاړي
ټول وطن تورماتم ګالي
اوس پکی غرق زمونږ دطن دی
اور بل کړی کوم دشمن دی


منګیه ژر شه راډکیږه
یارمی جلاشوبل ګدرته نیت کوینه

»»»
منګیه سم په اوږه کینه
بیلتون په لاره کی اغزی کرلی دینه

»»»
نوره به رانشم کدرته
خړی اوبه له کته پورته زوروهینه

»»»
منګیه کته له اوږی شه
د تا په سرباندی له یاره جلاشومه

»»»
منګۍ مې دړی وړی غـــــــــــواړم
دکدرغاړه له کودیوډکومه

»»»
بنګړیه مه ښوره مړوندکی
په ښوریدودي نوي لاره ورکه ومه

»»»
کولاله نوي منګۍ راکړه
نوي کدر ته له همزولوسره ځم


امرالدین سرحد
ښځه پټه خزانه ده
دغمیو سره ګاڼه ده
نړی خدای داسی ویشلی
نیمه یې ښځی ته بښلی
دا دحق ښه ترکه ده
د غمیو سره ګاڼه ده
ښځه مینه دخلقت شوه
هم خو موردحقیقت شوه
دا دبحر دور دانه ده

دغمیوسره ګاڼه ده
پوه ښوونکې دبچیانو
ښه زړه سوانده دلمسیانو
داسی کړنه ښه توشه ده
دغمیو سره ګاڼه ده
سترګی اوښکونه شوي ډکې
ښځی سوځي دسیسه کې
دادکور رڼه دیوه ده
دغمیو سره ګاڼه ده
مبارک موشه ای خویندو
دا ښادي دټولو میندو
ښځه رنځ ته تل ادویه ده
دغمیو سره ګانه ده
دسرحد دزړه ټوټه ده
«»«»«»«»«»«»
مسکو ۳- ۰۳ -۲۰۱۱


داوطن دامی پټی دی
په سرناست راته پردی دی
نه مذهب نه می سنت ته
نه درناوي کړي عزت ته
نامحرمه بهرنی دی
په سر ناست راته پردی دی
ځینی ګټي مخکې بولې
بهرنیو سره جوړ یې
داهم خلکو ته مرګی دی
په سر ناست راته پردی دی
څی راولویدل بمونه
سره په وینو شول ودونه
اوس نسکور دی کوردیګی دی
په سر ناست راته پردی دی
ټول وطن مو په ژړا دی
تور تهمت کی مبتلا دی
نړیدلی مو نغری دی
په سر ناست راته پردی دی


ښکلي دی موسکا په شونډوسترګي دي کجلی دي
روغ دی لیونی کړم ما خویوځل درکتلی دي
دوه کوڅی زنګیږی دکمیس په ګلدوزی باندي
ښکلی ترینه بریښی ستاټټر په خامکی باندي
ستا دسترګوغشي مایوځل په زړه خوړلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخو یوځل درکتلی دي


سترګی دی قاتلی ډارپه کاردی په لیدولوکې
غشي دي تیره دي ستادسترګوپه کجلوکې
ای د ظالم لوری تا خومخکې څووزلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخو یوځل درکتلی دي

دوي دی مشدي په توراوربل باندی ځړیږي
دوه دی تاویزونه نظربندله وراښوریږي
څومره دی ځلمي تا په ټوټکو بیلاری کړلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخویوځل درکتلی دي


واړوه پلودی زړه می نن دتا لیدل غواړی
ستا دمینې تږي وچه تنده ماتول غواړی
تاخوغاښولاندی زشته ډیرپیڅکي چیچلی دي
روغ دی لیونی کړم ماخویوځل درکتلی دي


څې ناحقه زمونږه ویني نن څڅیږی
په دی جنګ کې دکلا خښتي نړیږي
ترهغه څې هرافغان کورکې په تنګ وي
خامخا به په غوږوکې غږدجنګ وي
دپردیو لوټماری نه به ځوریږي
په دی جنګ کې دکلا خښتي نړیږي

ان په قوم اوپه مذهب یې اوس جلا کړې
په خپل کورکې ان پردی ته یې ګداکړې
هم دمیندو سړي اوښکي هم بهیړی
په دی چل کې د کلا خښتي نړیږی

مونږتراوسه یوتربله دشمنی کړو
له پردیومشوره غواړوسیالی کړو
ستا دسردښمن مدام دی ته خوشالیږی
په دی چل کی دکلا خښتي نړیږی

سرموکته کړی ګریوان ته لږپه ځیرشی
لږ تابع دښوواعمالوهم ضمیرشی
موده لنډه ده دشمن مووړاندی کیږی
په دی چل کې دکلا خښتي نړیږی

قضاوت ورکړی وجدان ته په کړو وړوکې
هرڅه وڅیړی په غوراوپه جرګو کې
په بردیو مټو کله کور جوړیږی


دمینی ټال کې دی زنګیږم
ټالونه خورم لږ څه تخنیږم
دساړه باد مینځ کې خوزیږم
په موسکا شونډودرکوزیږم
ټال ته نژدې شه زه خوځان درغورځومه

ته می سیخک دتورپیکی شوي
ته می ښکلا د شنه غمی شوي
ته می تازه ګل د ریدی شوي
دغاړی هارمی دپسرلی شوي
څي هرسهاردی آینه کي جوړومه

سترګی می تل په تا لږیږی
اشاری کاندی هم رپیږی
سترګک وهی تا ته غږیږی
زړه می پټ رازلری ځوریږی
ځواب رانکړی جنګ دسترګو پیل کومه

د سپین مړوند بنګړی اوه شول
څلوریی سپین دری یې هم شنه شول
له سره وښی سره اته شول
خو اصلآ لس وونوریې څه شول
دا مات بنګري می اوس په تا حسابومه

پګړی دی څومره نن ښایسته ده
لکه دی زوم په سر پرته ده
دخواښی کورته دی بهانه ده
ماته بیان شه څه کیسه ده
څی حال ونه وایې ښیری درته کومه
امرالدین سرحد


سرود من سرود تودراین وطن
په لوړاواز کی ورورولي غواړی
دیارجنګ زده فریاد میزند
سوله امنیت او سوکالی غواړی
این یتیمان جنده پوش خسته دل
یوڅه موسکا رحم خوښی غواړی
ګرسنه ګان درین سرمای زمستانی
خواړه ٬ جامي پاپوش عادی غواړی
کتله هوشمند عاقل بهر کار میهنی
کارغواړی عزت هم افغانی غواړی
این وطن دیارما ګلشن کوهدامنی
خپله به یې ساتوهم وحدت مدام ملی غواړی
پشتون وتاجک هزاره ازبک هم ترکمنی
ورورڼه دی وطن کی هوسایې غواړی
امرالدین سرحد


نه می شونډی شوی موسکا نه په خندا شوی
نه خوشالی په سترګو راغله په ژړا شوی
نه امید راته څه راوړل دخوښی نور
نه چا وویل ته په څه باندی ګدا شوی
نه په اوړی کی خیرن اسمان را شین شو
نه یې وریځی دسپوږمی له مخ جلا شوی
نه د مینی په سکروټوکی زه تود شوم
نه مې توری شپی دغم په ما سبا شوی
نه مقصد می تر اهدافو و ړاندی لاړه
نه پوهیږم څی کردی دچاله خواشوی
نه می نیت و چا ته بد دمینی کور کی
نه په ما باندی غږ وشو څی تباه شوی
نه سرحد دی کړو معلوم دخپلی لاری
نه په مینه باندی پوه شوی څی تنها شوی
نه خوشحالی په سترګو راغله په ژړا شوی
امرالدین سرحد


ورغلم کابل ته هغه پټ راته ویل
ماورته ژړل خو ده حیران راته کتل

څیرﺉ ګریوان و د کمیس تڼی نه وي
پښیی وي تڼاکی ده اغزی راټولول

«»«»«»
کمیس و خیرن پڼی وی شکیدلی
ټول مخ وشوکاری دښمن ورته خندل
دروند بار په اږو و دی ایله خوزیده
په کړوپه ملا روان و ډیر وړاندی یی کتل
«»«»«»
جګړی له سره انګاره خولي وي پی راغلی
ساړه یی اوسیلی وو پردي یی هم غندل
ړانده ړانده بمونه په کلیو ان له پاسه
په کور اوهر انګړ کی مرګونه یی شمیرل
«»«»«»
په خپلوکی ناراضه کنډر په سر خپه وو
پردیو لمسول دوی په خپلو کی وژل
دښمن لوړی غونډی کی شپیلي پوکوله
فساد په مرداری کی کیفونه یی کول
«»»«»«»
بازار دپیسوګرم رشوت و عصری شوی
پوښتنه چا نه وه هرچا څومره غوښتل
تاکتیک و نوي شوي عرضه او تقاضا وه
داپټی راکړی ورکړی قانون غوندی کیدل
«»«»«»
کوټی وي شرکتونه سرایونه اوقصرونه
دزور په حکم باندی بی دریغه جوړیدل
پوښتنه داهم نه وه له کومه داپیسی شوی
پی پوه څی عاقلان وو کابل ته ځوریدل

«»«»«»
ژوندی بیا ګونګوسی شوي کابل د روغتیا غږدی
بچیان یی هری خواته یوموټی غونډیدل
دحق دغږله لاری سرحد سره به ټول ځی
نا اهلو ځینی لری کابل ته رسیدل


مصر توپانی شوخلک حکم ولسی غواړی
خلک له تریخوالی پکوشوي سوکالی غواړی
چاویل څی داسی به عرب ځی دتوپان په لور
خلک آزادی غواړی عادل شانته مشری غواړی
ماتی زولنې شوي پښې خوځیږی آزادی په لور
حق خپل له ناحقه ټول وګړی اساسی غواړی
خدای دبنده ګانوچیغی پورته شوی له حده ډیر
شاه اوشاهزاده وته سر ټیټ دبنده ګی غواړی
راغله موده راغله دفرعون کړی یې ماته کړه
اوس دنوي نظم جوړول دوي قانونی غواړی
ګوروعدالت ته څی ویش څنګه به ترسره کړی
وروسته انقلاب به بیاکوم خلک نارنجی غواړی
څنګه ورته ګوری ای سرحده حوادثوته
ختم دجګړی په خپل ټاتوبی کی حتمی غواړی
امرالدین سرحد


شونډې ژړغونې موسکا غم شوه ترې تمه شوه
اوښکې دغم تویې بیرته ستوني کې ترخې شولې

نشته مینه نشته سترګې نه ویني انځور دژوند
لاړه ښادي لاړه د مرګونو اوازې شولې
مخکې به کوژدې وي کلي کورکې هم ودونه ډیر
اوس له خاورو لاندې دځوانۍ خوږې کیسې شولې
اور دی اوس بل شوی سوزوي لانده او وچ هسې
کاڼي بوټي ژاړي لروبرتورې تیارې شولې
مخکې کروندې وې بڼ په کلي کې تازه و٬ تل
ډیر یې کړل مرګونه مځکې ټولې هدیرې شولې
څاڅي له شهیدو ځوانیمرګو تودې وینې نن
خاورې دوطن یې په سرو وینوتکې سرې شولې


صندلی سړه پړه وه
نه یی خوند نه یی مزه وه

له زړی بړستنی لاندی
د کابل سړه څیله وه
«»«»«»
نه و تیل ٬ نه می پیسی وي
دا د ژوند یوه کیسه وه
د کابل په کرایی کور کی
هر مامور ته معضله وه
«»«»«»
سپینه واوره هر خوا کی
په کوڅو خوره وره وه
دا دتیلو په ستیشن کی
شپه اوورځ زموږ مرکه وه
«»«»«»
چا څی کورکی څه لرل
خوهغه یی خرڅول
څه ډوډی څه به سکاره شول
دغه شپه دوي ته توده وه
«»«»«»
یوه ورځ کابل کی لمر شو
په غریبو ښه میله وه
پاس اسمان کی د قارغیانو
په دی هکله څه جلسه وه
«»«»«»
یوله بله یی ټپوس وکړ
څی داڅنګه معضله ده
ځواب یو و پاس اولاندی
حق ناحق سره جګړه ده
کابل ۱۳۷۲


دکونډې ځوی په پښوپڼې وي
دکمیسه تڼۍ یې درې وي

شونډې نرۍ سترګې یې شنې وي
څڼې په اوچلي راخورې وي
داتڼ مینځ کې تاویده مینه شومه

سپرغۍ دمینې تکې سرې شوې
په کلي کور کې آوازې شوې
همزولو مینځ کې ګونګوسې شوې
دکونډې سترګې په ماسرې شوې
له دې پردیو پړپړونه ستړې شومه

سبا به جوړې مرکې شي
مورجانه لږ بې حوصلې شي
ګوندي دلمروړانګې لږې سرې شي
دمیلمنوو ډډې تودې شي
زما دبخت غوټه په ګوتو خلاصه وینه

خدایه پاک نیت لرم پخوانه
څی مور خپه نشي له مانه
یمه غوټۍ ښکارم له ورانه
اغزي تیره دي شاوخوانه
نظر مې نکړې څی غوټۍ به پاتې شمه

دواده شپه څه ښایسته شپه وه
پیغلوپه شونډو دنداسه وه
زما د همزولو مرکه وه
هغه کیسه څومره خوږه وه
دکونډې ځوی په غیږ کې پاڼې پاڼې شومه

لوستل شوی 6000 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 23:01

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي