امیر حمزه بابا

امیر حمزه بابا

د امیر حمزه بابا په باب لنډ مالوت

 


یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې
ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې
ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ
زړه یې ترینه ورک شوی دی که زړه ګورې
شوندې دی خواږه خواږه ستونه کړې
سترګی داشنا ولې تر خه ګورې
سترګۍ چه دسترګوپه لار زړونه وړې
څوک دتو ری شپی به چیرته غله ګورې
غل دمحبت غلطیدۍ نه شې
څوک چه په محفل کښی چاته نه ګورې
خشکی چه ارمان می چینې سترګې کړې
لاړ دزه په تل کښی می اوبه ګورې
زه حمزه په زړه هم ورکتۍ نه شم
څه پری که اشنا می په لیمه ګورې


یا ره چه اسمان ته دې باڼه ګورې
ستر ګې دې زما په مخ کښې څه ګورې
ښکلۍ نظر ستا چه بې قراره دۍ
زړه یې ترینه ورک شوی دی که زړه ګورې
شوندې دی خواږه خواږه ستونه کړې
سترګی داشنا ولې تر خه ګورې
سترګۍ چه دسترګوپه لار زړونه وړې
څوک دتو ری شپی به چیرته غله ګورې
غل دمحبت غلطیدۍ نه شې
څوک چه په محفل کښی چاته نه ګورې
خشکی چه ارمان می چینې سترګې کړې
لاړ دزه په تل کښی می اوبه ګورې
زه حمزه په زړه هم ورکتۍ نه شم
څه پری که اشنا می په لیمه ګورې


ماچه دمینې ابتدا ا وکړه
تا په ستم کې انتها  ا وکړه
نن مې ساقې ته چه انکار اوکړه
دا مې روا که نا روا اوکړه
ای دفطرت نه بې خبر واعظه
بس کړه رندانو ته دعا اوکړه
زلفې مې ښکل کړې ستا ، چه تا به ویل
چه دسودا دې څه دوا وکړه
یو اسویلې مې دزړه ډاډ پاتې وو
دا دځوانې خبره چا اوکړه؟
دمینې غم څه عجیبه ِغوندې دۍ
چا ترې خندا او چا زړا اوکړه
ما ورته ویل چه څه اقرار وو زمونږ
وې  چه ته دا خبره بیا اوکړه
راغله خلوت ته دنکهت قاصدان
سپرلیه تا ډیره خطا اوکړه
دا به په تاهم ازمیښت وې زما
څه از میښت خو ته په ما اوکړه
ګل په پښه کې داغزو ښکارې
بلبله تا ولې ژړا  اوکړه
شوې دقفس سره آشنا بلبله
چه په بهار دی زړه هوا اوکړه
که په څو ډوله دې ځان پټ کړو آشنا
په هر انداز کښې دې ریا اوکړه
ګل درخسار دې په کوم څیز وغوړید
چه شکریه مې ستا حیا اوکړه
اوښکو سحر شو، که اشنا راغۍ
څنګه ناڅاپه مو رڼا اوکړه
حمزه دوخت غوندې  ټال نه شو ، لاړ
وایې یاران چه یې جفا اوکړه


ژوند ي پا تی په تریاقودمذهب شې
یود روح دپاره روګ دي ،روګ به وې  
په کښی پاتی چه شر بت دنیکۍ نهّ شی
دا بی خوند ه ګنۍپوک دي، پوګ به وی
د فينی پکښی پرتي دی خبر نه دی
بی خبرته ځکه خوږ  دی ،خوږ به وی
د مرګ سوړه ده چه ول ځنی او باسی
ګنی یار د نفس خوکوږ دی ،کوږ به وی


پــــــام چـــــــه تمنا دې بې نشې نـــــــه شۍ
لنډې مرحلې چـــــــــــه دې اوږدې نـــــه شۍ

عشقه پښيمانئ پــــــــه ميو مستې کـــــــړه
پــــــام کوه چـــــــه جوړې ترې توبې نــه شۍ

داسې اوبــــــــه هم ســـــــاقۍ لرې کـــــــه نه
کيف ئې وې سيوا خو سترګې سرې نه شۍ

هــــومره مــــې ځوانئ د غـــــزل پــــــاتې دې
څو چـــــه ورکې ستا ښکلې غمزې نــــه شۍ

تللې دۍ حمزه پښتــــــــون اشنا وتـــــــــــــــه
بيڅه را واپس بـــــــــه مې جرګې نـــــــــه شۍ

دادچا دتخیل څیری ګریوان دې
دپښتو ادب سحر خنده افشان دې
دادب ګلونه سترګۍ دشهلآ کړې
انتظاردتما شې دکوم جانان دې
پلوشو د کوم لمر مخې خبر راوړو
چه هر زړه یې لکه شبنم هسې چشمان دې
رنګینۍ کړې په منظر کښې پټ پټا ڼې
که ګل پوشه،،پرې خوبه،، بیابان دې
نسیم یوړی لو پټی دنکهتونو
شر منګیره خنده ګل کوی پریشان دې  
،،ستوری خند،، دشاعرۍ اوراورکی شول
په اسمان دتخیل کښې چراغان دې
په لیمه دژړغونې عند لیب کښې
رنګ دسرو ګلو شوخې کوې خندان دې
دخپل بوی په تار پیلې دې ګلونه
ورک دفکر دسهری ځنی ګریوان دې
دبوډی په ټال کښی مستۍ ځوانې زانګې
دوصال دخوب جوټو، وړی ارمان دې
مځکه هم له ،،بخملینې خندا،،شنه ده
ته به وایې چه شینکی تری ځې روان دې
ننداره د نندارچې دسترګو تور شوه
تور دسترګو ننداره دهر چشمان دې
هر بلبل یې دبقا سندری وایې
دپښتو دباغ ملیار عبدالرحمن دې
په وربل یې دجانان چه سر خندلو
نن هغه لیونۍ ځان دهر جانان دې
حمزه څومره خوشبختې دپښتنو ده
چه په لأس یې درحمان بابا دیوان دې


په طلب دے د حباب  غوندے چشمان يم
ستا د میني سيند اخستی يم روان يم
که قطره يم زۀ خو تۀ د حسن لمرئ
ستا د مينی  د سپرلی نه  ګلستان يم
د زړو  شرابو څښل نوي ژوندون دي
شی  توبه د ځوانی مرګه زه دي ځوان يم
ما قطريٍ  ته  ګله  کم نظراو  نۀ  کړی
په  دويم  ځله  راتږ کښی  به  باران  يم
درا تږ احسان دي  خس  همره  هم نشته
وس له عشقه چه ګر داب  هسي ګردان يم
دا دماغ د له سنګاره مخکښی نۀ وه
ا يُنی  درته  څه  ا و و يل  حيران  يم
حېرانی د هر تصوير  د پاره روح  د ئ
چه کوم رنګ دی په ديدن کړم  هغه  شان يم
ګله خېر دی چه می ستا په زړۀ کښي ځاي  شته
که د بوئ  غوندي و حشی او پريشان يم
حمزه  څه  شی که  د هوش  بخۍ  پر شوی
د  عا شق  په   پير هن  کښي  ګر يبا ن  يم


تا چې سبـــا وكــــــــړو سبا نــــــه راځـــي
راشي په هر چا خو په مــــــا نــــــــه راځي
بيا دې نو په بيا دى څـــــــــه بــــــاور په كار
سل ځله بيا وكـــــــړې، خـــــو بيا نه راځې
ووايــــــــه زاهــــد ته ګنــــــــــا زه كــــــوم
زور خو يې كمبخته په تـــــا نــــــــــه راځي
خداى دې مين ډېــر كړي چې ښېرې كوي
مـــــاله  خــــــــــــو نور چل د دعا نه راځي
ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شې
هيڅ دې انـــــــــدازه د ښكلا نـــــــه راځي
عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پــــــــكې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راځـــــــــــي

شاعر: امیر حمزه بابا


چې بې تا چاته ټيټ نه شي ننگيالى زما ژونــدون كـړه
زړه زما دې مسلمــــان وي تفـــكر مې دپښتــــــــون كړه
زه له وخته ګيله نـــــــــه کړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه
خوکاروان مې د همت او استقلال بېرته راستون کړه
کوم( ســـبا) چې راروان دى چې د(نن )سره ګډ نـــه شي
زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاى (پرون) کړه
په تبجـــــــــنه زمانــــــه کې دحــــــــالاتو زبــېرګي اورم
ته حکمت زماد خضـــــــــــــــــر،اندېشه دافلاطون کړه
خدايه زيات کړې يو په لسه د پښــتو دليلا حسن
بيا زما مينه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه
راعطا لکه دګل کړې جميـــــعت په پريــــــشانۍ کې
چې حاصله ترې خنداوي،خــوښ مې هغه زړه چاودون کړه
په ګلـــشن يې کړې بدلې ،دا زما واړه شـــــــــــډلې
هريو زړى دملت مې،تيغ په لاس کې رازرغون کـړه
زه دې وچ هډوكي شپېلم خو ملت مې دې سلطــان وي
دا زمـا د سخــــن سيـــورى په مـــانا كې همايـــــون كړه
چې احــــــــساس دکمترۍ مې شو د غـــــير له تهذيبونو
دا چمجى د دق او سل مې ،د کالبوت ځنې بېرون کړه

ما حمــــزه ته يثـــــــربي بــــاده خاونــده
په ښاغلــــې پيمــــانه كې د افغـــــان را

ستا په اننګو كې د حمزه د وينو ســـــــره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړمه

تل به په لاړ د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم
يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم
د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر
ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم
دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي
زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم
وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
راســـــتنېدى چې نه شي وخت خو نه يم
خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم
كړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملي
د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم
وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضي روايات
زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم
څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم

زه خو څه نه وايم موسېږې ولې
بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم

جار دې له زلفو نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم

ته به مې پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم

کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه به محفل کې وارخطا پېژنم

د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم

زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم
چې درنه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟

جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې
درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم

څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی
چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم

هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو
لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي
طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

زلفې پرانيزه پرېشان يم د شوګير نه
په دې ګڼ سوري چې جمع زړه اوده شم

شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې د محفل نه په واته شم

شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي
ګڼې يم د همت زانړی چې په تله شم

جشن خال يې د محراب وروځو امام دی
حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم

چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه

عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
داسې مقام ته رسېدلی يمه

زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه
درتللی نه شوم خو درغلی يمه

دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نه چرته تلی نه درغلی يمه

ستا اننګو ته رسېدل ګران وو
لکه د اوښکو څڅېدلی يمه

په تمام عمر کې بس دا يو ځل
ستا په ککو کې موسېدلی يمه

چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه

قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه

حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه

ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه

تېر شوم له عشق حال سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه

که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه

حمزه ځواني زما غزل اوخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې

يو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې

ای نظره نن يې تصور شو جوړ
څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟

اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدح د صهبا کوې په سترګو کې

مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې

ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ
څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې

ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار
تل چې ته وينا کوې په سترګو کې

شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې

زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې

لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي

سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي

ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي

په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي

نورې کيسې وايه چې اسانې دي
پرېږده د الفت خبرې ګرانې دي

رامې شي لېمو ته د ديدن په وخت
اوښکې څه ناپوهه رقيبانې دي

خدايږو چې کافر خو مې صهبا نه کا
لا خو زما اوښکې مسلمانې دي

سترګې مې لوستی شي د فطرت کتاب
مخ ته د آشنا چې شي اميانې دي

ستا د جلب شوق يې وې راپېښې شي
دا مې که سلګۍ دي خو مهمانې دي

ګران شو هسې ستا د عشق مۍ ولې
تل چې د عاشق وينې ارزانې دي

غم د هجر يو رټلی بل جواب
داسې مرض داسې دوايانې دي

ښکاري چې حمزه په زړېدو يې اوس
لا دې چې جذبې له پخوا ځوانې دي

تندی مې څه پرېوت چې سر پرېوت
نن زما سر د چا په در پرېوت

لکه سپند په ګډېدو شومه زه
خدای زده په ما د چا نظر پرېوت

داسې ناڅاپه بې خبر غوندې شوم
غوږ کې زما د چا خبر پرېوت

لامې همت دی د ځوانۍ په هوا
خير که په پر زما وزر پرېوت

لکه غبار د انتظار په ګوته
زما په سترګو کې سحر پرېوت

مينې څه نوی اړخ بدل کړو آشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت

تير يې بهار شو د ځوانۍ، راعۍ
پوخ شو، د څانګې نه ثمر پرېوت

ډېر تعلق د دنيا پرې ويستمه
چې سيلۍ راغله دروند شجر پرېوت

څوک په ستنه له ميخانې شو په خود؟
خو څوک دننه څوک بهر پرېوت

ځان ته په مينه کې کوم سر چې وي سر
سر چې په مينه شو په سر پرېوت

حمزه هر داغ شو مسکی لاړو آشنا
ستورو برېښنا وکړه چې نمر پرېوت

پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم

ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی

ډېره کستاخي مې نظر اوکړله!
ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی

ته مې مخ روڼی د ماښامونو يې
سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی

تا خو د وختونو پروا نه کړله
لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه
مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی

د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې

پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟

وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟

د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟

يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟

په اردو مې ژبه نه چلي صاحبه!
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

هغــــــه حُسن چـــــې پـــــــه ذات د كــــبريـــــا كښې ځـــــــلېـــــدو
هـغـــــــه نـــــمـــــر چـــــې پـــه افـــــق د منشــــاء كـښې ځلېـــــدو
هغــــــه نــور چــــــې د هستــــۍ پــــــه ابتــــــداءکښې ځلېـــــدو

د عـــــــدم وجـــــــــــود پــــــــــــه لا او پــــــــــه الاً كـښـې ځلېـــــدو
جـــــوړه ديــــد لــــره خــــــالــــــق يـــــې ائينــــــه كــــــړه د هـستۍ
بيــــــا پـــــه خپـــــل حُسن سينــــه يــــې ګنجينـــه كـړه د هستۍ

دغــــه حُســـــــن ؤ نبــــى چــــــــې يــــــــې كامــــل انســــانيت كـړ
په دربار د سړيتـــوب كښې يــــــې ســـــــر خــــــم ملكـــيت كـــړ
پــــه اخـــــــــلاقو د خـــالق يــــــــې چــــــــې د خــــلـــقو تربيت كـړ
د الحـــــــاد وكـــفر و شرک يـــــې لـــه دنيـــــا لـــــرې لــــعنت كـړ
پـــــه هـــــم لـويــــو لــــويـــــو مــــرتـبو يـــــــې دے نمــــانځــــــــلے
بس خـــــويـوله خدايه پسته دے پـــــه ټـــــولـــــو كښې ښاغلے

مئيــــن تــــــــوب ؤ او كـــــــه مينـــــه وه كـــه راز ؤ كــــه نيــاز ؤ
كـــه فــــراق ؤكــــه وصـــال ؤكـــــــه د مينې ســــــوز او ســـــاز ؤ
پــــــه هــــــر څـــــه كښې محمـــد پــــه انبيـــاو كښې سرفـــراز ؤ
نـبوت كـــــــــه امـــــامت كښې يـــــې معـــــــراج سره پــــــرواز ؤ
شهـــــادت يــــــې هــــــم لــــــه نــــــورو انبيـــــــاو نــــــــه بلنــــــد ؤ
لکـــه نمر په روښنائۍ کښې پـــــه همه ستــــورو څـــــرګنــــد ؤ

مكـمــــل يـــــې شهـــــادت كــــړل پخــــــــوانى شهـــادتــــونــــــه
مـكمـــل كــــړل محمــــــد د خـــداے د ديــــــن عمـــارتــــــونــــه
شهـــــــــادت د حـسنينــــــو كــــــــــوى دا اشــــــــــارتــــــونـــــــــــــه
پـكښـــــې پټ دى د نــــــبـــــى د شهــــــادت حـــقيقتـــــونــــــــــه
شهـــــــــادت د خپــــــل نمسى يـــــــــې د نيــــكــــۀ وګڼـه عــــــېن
دے حـــــــــــديث حُسَــــــينُ مِنّــــــــى وَ اَنـــــــامِـــــنَ الْحُسَــــــــين

ســــور پــــه اس د تصــــورشــــــــه چـــې دې بـوځـــم كربــلا تــــه
دى راغــــــلــــــې د جــــفــــا لښكـــــرې زوے د مـــرتضــــى تــــه
نـمـــــــر د تنــــــــدر پــــرده وكــــړه نظـــر نــــه كــــــوى دنيــــا تــــه
چـــې تيــــارو هم د جنګـــرېــــز حوصلــــه كـــــړې ده رڼـــــــا تــــه
څــه خېمـــــې دى د سېـــــدانـــــو د رضــــا پكښې چپتيـــــــا ده
څــــه خـېمـــــې د يــــزيديــــانــــود ستـــــم پكښې غــــوغـــــــا ده

دا حُسېــــن دے چـــــــې تسلــيم يـــــې اس نيـــــولے لـه جـــلبــه
د هـستۍ نبضــــــونـــــــه تــېز دى پـــــه امكان راغلـــــــې تبــــــه
خـــــولـــه يــــې وركــــړه لـــــه هېبته ده ګــــرمۍ راوېستې ژبــه
چــــــې جـــــلـــوې د رســـــــالــت پــــرې قــــربــانېږی لــــه يثربـــه
د هـــــــر څـــــيز لـــــه قـــــربــــانــــۍ نه پس پــــه خپــــلــــه راوتلے
د حـجـــت اتمــــــام پـــــــــه هغــــو كانــــدى چـــا چــــــې رابلــــلے

چــــې صورت دامـــن ســـولــــې پــــه امكان کښې پــاتے نه شو
چـــــې هيڅ شــک يــــې دجګړې په طوفـــان كښې پاتے نه شو
چــــې يودوست يې ګېرچاپېره پـــه چشمــان كښې پاتےنه شو
كـــــــه يـــــوحُــــــر ؤ هغـــــه هـم په دې جهــان كښې پاتے نه شو
دۀ بـــــــه پېش ورتــــــــه قــران كــړو هغـــــوی تــورې برېښولې
چــــا بــــــــــه غشـــــى ګــــرتــــول او چــــا نېزې بـــــــــه نيـغــــولې


امـــام پــــــوه شو چــــې اوس وخت دشهـــادت د اكمـــال راغے
شـــــو مـــــزل دجـــمـــــال ختـــــم اوس مقــــــام د جـــــــلال راغے
يــو يې تـــورې ته كـــــړه هپـــــه او بــــل لاس يې پــــه ډال راغے
د اجــــل پــــــه لاس كښې ښكار د ژونـدانـه لــــــره جــــال راغے
ذوالفقــــارچــــې كـړ بهر پــــه لاس کښې زوے د حېـــدر ونيو
قُــــــدسيـــــــانو پــــــه هېبت د اسمـــــــــان مـخ تــــــه ســـپر ونيو

ذوالفقـــــــار چـــــې يـــــې مېړانه لــــه جــــــوهـــره ځــــارېــــــــــده
ذوالفقـــــــار چــــې هـــــره تــــوره يـــــې لـه پرهــــره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چــــې تـــــل يـــــې فتــح لــــه حـېـــــدره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چـــــې بــــادشــــاهى يـې لــــــه قنبره ځــــــــــارېــــــده
هــغــــه تــــوره چـــــې پــــه برېښ كښې يــــــې رفتــار ؤ د اجــــل
هغــه تــــوره چــــې پــــه شــړنګ كښې يــــې ګفتــــار ؤ د اجـــل

جـــــــوړ نېټـــــــه وه د اجـــــــــل د امــــام لاس كښې ښكارېــــده
پـــه يــــو وخت كښې به يو كس تـــه اوږدېــــــــده او لنـــډېــــده
اوچېـــــــــــــده او څڅېـــــــــده، كــــــــــږېـــــــــــده او سـمېـــــــــــده
بـــــرېښېـــــده او ځــــلېـــــــــده, قــــــهرېــــــــده او مــــــوسېـــــــده
نــــــه پــــه خُــــــود او نــــه پــــه زغــــره نه پــــه ډال ايسارېــــــده
نــــــه پـــــه زور د زورور او نـــــــــه پـــــه ســــوال ايســــارېــــــــده

لكـــه بـــــرق بــــــه يې روح يـــوړلـــــو پــــرهـر بـــــه پاتے نــــه شو
غـــــړېــــدې بــــه بقــــــې سترګـــــې خـــو نظــر بـه پاتے نـــــه شو
څــــه حســـاب د لسو شــــلو دے لښكــــر بـــــــه پــــاتے نـــه شو
چــې كـــوم سربـــــه ځـــــان تــــه سر وې هغه سربــه پاتے نــه شو
چـــــې بــــــرېښنـــــا بـــــه يــــــې د خـلــــقو پـــــه نـظــــر ننـــــوتـــــه
دا بـــــــــه تــېره وه لــــــــــه زړۀ نــــــــــه پـــــــه ځيګـــــر ننـــــوتــــــه

كوم دښمن چـې نظربــــاز ؤ تـــوريــــالے ؤ هغــــــه ړونــــد شـــــو
په برېښنا د ذوالفقار کښې هوش او عقل كلــــه مـــوند شـــــو
كــه ؤ ډال لكـــه كيكـــوړے خــــود غــر په شانې درونــد شـــو
هغه دروند شو خود به دروند شو چې په خپلووينولونــد شو
دلتـــه شړنګ او هلتـــه برېښ او بيـــا په پنجه د امـــام کښې
پـــــه هــــرصف كښې پـه هر سر ؤ ګويـــا ؤ پـــــه هر مقام كښې

لــــه يو څټ نــــه پـــــه بل مټ وه بيــــــا لــــــه ډډه نــــــه بهــــر وه
لا بـــــه دلتـــــه بــــرېښېده او لا بـــــه بيــــا د بـــــل پـــــه ســــر وه
لا بــــــــــه زغـــــرې فريـــــادى وې پــــــه ټټر وه پــــــه ځيګــــر وه
لا به اوچــــه ښکارېـــــده پـــــه رپ د سترګو کښې بــــه تــــر وه
لكــــــه ژبــــــــــــه د اجــــــل بـــــــه يــــــې د زړۀ وينـــــه څټـــــلــــــه
ګـــــويــــــــــا وينـــــــه د صـفـــــين د شهيـــــــدانو يــــــې ګټـــلـــــه

نــــــــــه مقـــــــداد ؤ نــــــه بـــــــوذر ؤ نــــه سلمان ؤ تمـــــاشا تــــه
نـــــــه عمــــــار ؤ نــــــــه قنبـر ؤ تنهــــــائى وه مــــــرحبــــــا تــــــــه
علـــــمدار يــــــې ؤ پــــــه وړانــــــدې نــه اكبر قاسم يې شاتـــــه
ذوالفقـــــار يـــــې ؤ پـــــــه وړاندې او د اس ګـــــردونه ملا تـــه
مېمنـــــــه، مـېسره، قـــــلب كـــــــه د لښكــــــر مقـــــــدمــــــــه وه
د تــــرتيب بخـــــۍ يــــــې لاړې تــــــار پـه تـــــار وه كه ساقه وه

چـې پــه تېښته بـه شوڅوک، ترې ذوالجناح به پــــه ستنه شو
تــــار پـــــه تـــــار بـــــه يـې يو صف كړو بيا به بل پسې پره شو
چې بـــــه غبرګې نېزې راغــــلې زر بــــــه دې ورته پـــه دوه شو
سر تـــــر پـــــايــــه د دښمن د تـــــورې برېښ تـــــه بـــــه لمبه شو
د وښو غــــوندې راتــــاؤ بــــه يې پــه غاښونو كښې كـړه زغره
څنــډول بــــه يــــــې ذوالفقــــار تـــــه اشـــــــاره وه چــــې ونغـــره

چـــــرتــــــه سم لكـــــه د غشى چـــــرته كوږ لكــــه كمــــان تـــــلو
ځينې ســـــر بـــــه ؤ پــــــه ځمكـــــه ځينې سر بـــه په اسمـان تلو
بړبوكۍ وه چورلېدله كـه پـــــه خپــــل ګرد كــــې پنهــــان تلــو
جمعيت يــــې ؤ پـــه ځاے كه يوخوا بل خوا ته پرېشـــــان تلو
پــــه كــــــوم ځـــــاے بــــــه چــــې ؤ بس وو به د دۀ سمونه پاتې
پــــــه ميــــــدان بــــــه وو كـــــوفيـــــانو لـــــره بس صفرونه پاتې

ذوالجنـــــاح چـــــې ګېر چــــاپېره كــــــړه قـــلا د سړو مـــــاتــــه
بـــــې لــــه اذنـــــه د امــــام يې ځـــــان رسيد كړو تــــر فـــــراتـــــه
امـــــام وټپــــاۀ وې چـــــې ذوالجنـــــاحــــــــه خــــوشصفـــــاتـــــه
نــــــه اكبــــر شتــــه نـــــه اصغر شتــــه اوبـــــۀ يوسم وايـه چاتـــه
ځــــوړنــــد سرد ذوالجنـــاح شو پـــه وروروبېرته راستون شو
وې پكار چــــــې د امــــام نــۀ شـــــو عبث زمــــا ژونـــــدون شو

نــــــــدا راغــــــلــــه لاس دې ونيســـــه فـــــــرزنــــــــده د بتــــــــول
ستـــــا جمــــــال او جــــــلال دواړه دى د خــــــداے په در قبول
جنــــګ دې نـــــه دے اے امــــامــــه د ملكــــونــــــو د حـصــول
نــــه د جنـــګ لپـــــاره جنــــګ ؤ دا خــــــو جنـــګ ؤ د اصـــــول
سر يې خــــم كړو د تسليـــم او ځـــــان يې وسپـــــارهْ قضــا تـــه
مخ يـــې ستون كــــړو لــــه دښمنـه مخــــامخ شولو رضـــــا تــــه

عـمــر سعــــــد تــــــه خــــو وګــــوره چــــې څـــــه وويــــل شقـــــى
وې چې پرېږدئ ګــــوزارمـــــه كـــــړئ دغــــــه اس دے د نبــــى
تـــــــۀ نسبت تــــــــــه د اس ګـــــــــوره او نسبت تـــــــه د نــــمسى
ځــــــــــــان او تـــــــن د مـحمـــــــد ؤ وينـــــه غــــوښــــــه د علــــــى
ذوالجناح اوښکې رامــــاتې د خېمو پـــــه لــــورى ســــر شـــــو
پېغــــامـــبر د خپـــــل امــــــام ښـــــاغــــلے اس د پيغمــــبر شــــو

يـــــو پـــــه زهــــرو بل پـــــه تـــــوره د نبــــى چـــــې فـــرزندان وو
يــــو نظــــر پــــرې د نيکـــــۀ ؤكــــه دا دواړۀ يــــې چشمــــان وو
پخــــوانـــى مـــرســــلان واړه شهيد شوى پـــه خپـــل ځـــان وو
ولې دا د نبى ځـــــان وو بيـــــا لــــه ځـــــانـــــه ورتـــه ګـــــران وو
دا يـــــوه كــــړۍ وه پــــاتې پـــــــــه زنځــــير د شهـــــــادت كښې
امـامــــت كـــــــړه ورپـــــوره پــــــه ســـلســـله د رســــالت كښې

چـــــې كـــــوم سوال د پــــاک نبى د شهــــادت ؤ هغـــه حـل شو
د حـسېن لـــــــــه شهـــــادتــــــــــه شهـــــادت يــــې مكمــــــل شو
دا چـــــراغ زمـــــونږ لپـــــاره تـــرقيـــــامتـــــه پـــــورې بـــــل شو
هـــــر منكـــــر وتــــــه حمـــــزه پـــــه مخکښې دا دليـل اول شو
شهـــــــــادت د حـسنېنــــو ځـــــكـــــــــــه ؤ د نـبـــــــــــــــــى عـــــېن
پـــــــورتـــــــــه تـــــن يـــــې د حَســـــن ؤ ښکتــه تـن يـې د حُسېن

لوستل شوی 13538 ځله Last modified on دوشنبه, 02 اسد 1396 23:37

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي