عنایت الله «پویان»

عنایت الله «پویان»


دلته توره ترږمۍ ده
دلته لمر او رڼا نشته
دلته مینه وژل شوې
دلته زړو کې صفا نشته
دلته ووینې بهیدلي
دلته کور په کور ژړا ده
دلته غم د پاسه غم دی
دلته جوړه کربلا ده
دا دا! دلته ژوندون ګران دی
هره خوا جګړې خورې دۍ
د سوات کلي سوځیدلي
د اورونو سرې لمبې دي
دا دا! واوره زما چیغې
آسمان ټول په وینو رنګ دي
ځمکه ډوبه ده تیارو کې
د ملالې زړګی تنګ دی
خدای لپاره دا دا جانه!
ما یو بل ځای ګي ته بوزه
چې رڼا او پلوشې وي
او د لمر شغلې تودې وي
نه آسمان د غم آسمان وي
نه د اوښکو تور باران وی
نه سلګۍ وي، نه اهونه
نه د ماتو زړو دردونه
نه تور رنګ اونه سپین رنګ وي
نه د تورو سپینو جنګ وي
نه چنګیز او نه خونریز وی
نه مغل او نه اورنګ وي
نه ځان مرګي طالبان وي
نه بی علمه ملایان وي
نه وهل ، نه ټکول وي
نه د ماتو زخمې زړونو
ماتول، نه ځورول وي
نه زندان، تورې تمبې وي
نه د تورو شپو کیسې وي
نه د ظلم حاکمان وي
نه زنځیر او  زولنې وي
نه سر دار او نه بادار وي
نه د تور ملا په خوښه
د منصور مړی په دار وي
راته ګرانه دادا جانه!
صوات په وینو کې لمبیږي
ما یو بل ځای ګي ته بوزه
چې ودان د مینې کور وي
پخلاینه وي، پښتو وي
درناوي د ؤلسو وي
نه آواز وي د بمونو
نه لمبې د راکټونو
لوږه نه وي، جګړه نه وي
ښکلی نظم د قانون وی
شخړه نه وي، ژوبله نه وی
د وګړو پیوستون وي
راته ګرانه!دا دا جانه
فرشتې د الله وژني
د وګړو قاتلان دي
پوهه نشته په هغوی کې
ځان وژونکي غداران دي
د ملالې چیغې واوره
ما یو بل وطن ته بوزه
چې رڼا وي، پلوشې وي
او د لمر شغلې تودې وي

په مینه او ادب ـ عنایت الله پویان


شاعر : عنایت الله  پویان
اې آسمانه!  پاکه لمره!
د  ځلاندو  ستورو  کوره!
د  ښکلا  د  آیاتونو  پیغامبره !
سمندر ته  د لید و سترګې کږې که
سمندر کې  توره  شپه  ده
سمندر د تمساګانو- د وژلو افسانه ده
هلته هر څه ـ  د توفان څپو ځبلي
هلته هر څه ـ  په  په تیارو کې - چا منډلي
هلته ناست د غم کمین کې نهنګان دي
فرشتې ترې تښتیدلي ـ شیطانان دي
هلته مینه ـ محبت ـ او صفا نشته
هلته راز د محبت ـ او  ښکلا نشته
نو اې لمره! اې آسمانه !
د ښکلا او د ښایست د ناوې زومه!
په شغلو دې - دا تیاره سیمه رڼا کړه
ګوندې بیا - د  نري باد ـ خوږو  وږمو  کې
ستا د ستورو- په ښایست - او پلوشو کې
له کلونو او پیړیو نه وروسته
د نوحیانو- ډوبه شوې بیړۍ - ؤ ناڅي څپوکې
او د نوح د زوی - له غړو او هډوکو
د شیطان د شیطنت ارواح شي بیله
**********


دلته  توره  ترږمۍ  ده
دلته  لمر  او  رڼا  نشته
دلته  مینه  وژل  شوې
دلته  زړو  کې  صفا  نشته
دلته  وینې  بهید لي
دلته  کور  په  کور  ژړا  ده
دلته  غم  د  پاسه  غم  دی
دلته جوړه کربلا ده
ما  خو  هغه  ځای  ته  بوزئ
چې رڼا  وي ، پلوشې  وي
او  د  لمر  شغلې  تودې  وي
نه  آسمان  د غم  آسمان  وي
نه  د  اوښکو  تور  باران  وي
نه  سلګۍ  وی ، نه  آهونه
نه  د  ماتو  زړو  دردونه
نه  تور رنګ - او  نه  سپین  رنګ وي
نه  د  تورو  سپینو  جنګ  وي
نه  چنګیز - او  نه  خونریز  وي
نه  مغل - او  نه اورنګ  وي
نه  وهل -  نه   ټکول  وي
نه  د  ماتو  ټپو  زړونو
ماتول – نه  ځورول  وي
نه  زندان  تورې  تنبې  وي
نه  د  تورو شپو کیسې  وي
نه  سردار -  او  نه  بادار  وي
نه  د  تور  ملا  په  خوښه
د  منصور مړی  په  دار  وي
ما  خو هلته کې میشته  کړئ
چې  ودان  د  مینې  کور  وي
پخلاینه  وي -  پښتو  وي
درنا وي -  د  ولسو  وي
نه  آواز  وي  د  بمونو
نه  لمبې  د  راکټونو
لوږه نه وي ، جګړه نه وي
ښکلی نظم د قانون وي
شخړه نه وي – ژوبله نه وي
د  قامونو  پیوستون  وي
***


په غوږو کې دې بختې دي
ولې چیغې زما ناورې؟
کوچنۍ لور مې په ژړا ده
ماشوم  زوی مې راته وايي
دا دا  دلته  کې اور بل دي
دا دا دلته طالبان دي
ځان وژونکي پنجابیان دي
دوی آغوستي واسکټونه
په لاسو کې یې بمونه
دادا ځیر شه دغه حال ته
آسمان ټول په وینو رنګ دی
بې پیلوټّه طیارې دي
دسیسې د (سی آي اي) دي
دادا دلته ژوندون ګران دی
مونږ یو بل وطن ته بوزه
چې اسلام او شریعت وي
چې د مینې طریقت وي
نه  ژړا، نه انګولا وي
نه د چا کډې په شاه وي
نه طالب وي ـ نه انګریز وي
نه قاتل او نه خونریز وی
دادا واوره زمونږ چیغې
دا مکان  مو نه  خوښیږي
مونږ یو بل مکان ته بوزه
***


دا بازار د غلو بازار دی               
په کې تله تیږه نشته
زرګران  یې  مسګران دي
خرڅوي په خوارو خلکو
د سرو زرو په بها کې
زنګ وهلي حمیلونه
بې بها پاولي د میسو
دلته  شین کفر روان دی
د خوسا بازار وګړي
خپل خوسا مالونه ستایي
خلک بولي خپلې خوا ته
په نارو کې داسې وایی
را نږدې شئ زما خواته
چې زما تیږه یو من  ده
د بل چا دوکان ته مه ځئ
د بل چا تیږه نیم من ده
د بازار په تماشا کې
د وګړو په غوغا کې
رانه ورک د من حساب دی
رانه هیر د پاو کتاب دی
خدایه! ته د عدل کور یې
ته  بینا او ته دانا یې
راته وایه پاکه ربه!
په کوم وخت ـ په کوم زمان کې
د انصاف په کومه تله
د  ریښتیا په کومه تیږه
د خوارانو بیوزلانو
کونډو، رڼډو یتیمانو
د ویشلو ترازو به پوره من شي
**


مه وژنه ظالمه د چمن بلبلان مه وژمه
باغ پرې ښایسته بریښي د شنو ونو طوطیان مه وژنه
لرې که وسله له لاس – د سولې دنیا خپله کړه
خدای ته رجوع وکړه – دا بې ژبې مرغان مه وژنه
ستا د راکټو په لمبو کې تباهي راغله
غلې که د اور لمبې – مظلوم یتیمان مه وژنه
هر څه دلته ښکلي دي – باغچې له ګلو ډکې دي
پریږده دا خوسا جګړه – دګلو کاروان مه وژنه
کر وکړه د ځمکو – چې شنیلي درته خندا وکړي
لرې کړه اغزي له ځان – د باغ خاوندان مه وژنه
غرو کې ارغوان دي – دښتې پټې په ریدیانو دي
کبر دې زوال شه – د ښایست غاټولان مه وژنه
خدای دا پیدا کړي- ته بنده یې – دچا خدای نه یې
خدای ته مخه وکړه – د وطن شاه زلمیان مه وژنه
پریږده دغه خوار ولس چې ژوند وکړي په سولې کې
وایي پیغمبر- د پاک قران پلویان مه وژمه
دلته کربلا ده – یزیدیان – او قاتلان ډیر دي
ژاړي فاطمه – د محمد (ص) کړوسیان مه وژنه
ستا د ظلم زور له لاسه – خلکو کډې بارې کړې
اې دخدای دښمنه – دمولا عاشقان مه وژنه
کاڼي بوټي ژاړي (بودا) ړنګ شو په بامیانو کې
شکلي تاریخي آثار- بې ژبي بتان مه وژنه
دا د افغان کور دی – دا ایران او پاکستان نه دی
ورک شې د غدار زویه – افغان په افغان مه وژنه
دلته کې عرب – د څه لپاره – میشته شوي دي
کور دستر (یما) پاچا او تخت د کیهان مه وژنه
دا د بوعلي وطن – زانګو د تمدن بوله
مور د مولانا بلخي – ډیوه دعرفان مه وژنه
دلته دادب ګلان – نشژ د میخانو لري
بزم د حمید مومند – چهلتار د رحمان مه وژنه
ته که په ریښتیا ملالی یې – لرې کړه وسله له لاسه
لاړ شه دجومات په لور د خدای بندګان مه وژنه
دغه دزمریانو کور – تاریخ لري قصې لري
پریږده دعرب لمن- تاریخ د افغان مه وژنه
پریږده دنیاوال زمونږ د خلکو اوښکې پاکې کړي
واوره دیتیم چیغه، بې مور یتیمان مه وژنه
شاعر:عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


نه  خیام  نه  تبریزي  یم ، خو  د مینې غزل وایم
میخانو کې مې ژوندون دی، د شرابو نشې ستایم

نه سعدي یم چې غزله ،  په  مانا  کې  کړم اوچته
سوز او ساز مې د حافظ دی، په ګداز کې مولانا یم

د تقوا  په  تور  زندان کې، ډیر کلونه په ما تیر دي
منګوټو  آزادي  را کړه،  اوس آزاد  بال  عنقا  یم

زر او مال مې نه خوښیږي، غریبي مې پاچاهي ده
منګوټي  چې  را  سره  دي، هم پاچا هم شهنشاه  یم

په ما کومې کوډې شوي، چې ارام  مې  د  زړه نشته
کلی  کور  راته  زندان  دي ، لیونی سر په صحرا یم

د تدبیر بیړۍ مې ماته، په تقدیر مې ځان سپارلی
د  تقدیر  د باد  په  لاس کې، وچه پاڼه  د  ګیا یم

د ساغر لمر را ختلی، سړې شپې یې تودې کړې
زه غلام  د  پلوشو یم، ته  ډیوه یې  زه  رڼا  یم

د رنګونو په توپیر کې، سره  بیل  یو  یو  تر بله
د کافر مسلمان جنګ دی، ته د چا یې زه دچا یم

د خپلوۍ په دنیا ګۍ کې، ته مې څوک یې زه دې څوک یم
د  یوه  بابا  لمسیان  یو ،  ته  زما یې  زه  خو  ستا  یم

میکدو کې ګدایي کړم، چې مستي را باندې را شي
د  مستانو  په  حلقو  کې ،  کله   شاه  کله   ګدا   یم

تحول ته حیران ګورم، او ماحول را څخه هیر دی
ابتدا  را  څخه   ورکه ،  ډوب غریق  د  انتها یم

د نشو په توفانو کې، ته یې چیرته، زه یم چیرته
ته په کوم بحر کې ډوبه، زه له کوم ساحل پیدایم

ته شراب یې، زه شراب یم، ژوند شراب مینه شراب ده
ته ډک جام یې زما لاس کې، زه خو ستا د جام مینا یم

د پویان د شعر ښکلا ته، فرشتې ګوتې په غاښ شوې
شعر پیغام د آزادي دی، شعر ښکلا ده، زه ښکلا یم


سترګو  مې  اوښکې ګيلې  در  وړې،  تا  پروا  ؤ نه کړه
ماشوم   زړګی   مې   په  ژړا  شو،  تا  ژړا  ؤ  نه  کړه
کور ته دې راغلم ګوندې را کړې، د  سرو شونډو  ذکات
ذکات   د حسن   په   نصاب   ؤ،  تا   سخا   ؤ   نه   کړه
مړ دې  د   سترګو  په   چړو  یم ، حال مې  کله   پوښتې
اوښکې   شهیدې   په  لیمو   شوې ،  تا  دعا   ؤ  نه  کړه
کلونه   کیږي   رنځور  پروت   یم ، ستا د هجر اور کې
ټپ   مې  د  زړه  په  ناسور واوښت،  تا  دوا  ؤ  نه  کړه
ما وې خیرات به  دې  د سترګو،  له  لیمو  غواړمه
خونکارو  سترګو  جفا   ؤ  کړه،  تا  وفا  ؤ نه  کړه
کلونه   کیږي   پویان ناڅي،  ستا  د  مینې  ساز  ته
ټنګ  مې  د زړه له رباب ؤخوت ، تا نڅا  ؤ نه کړه

شاعر : عنایت الله پویان   
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


سترګو  مې  اوښکې ګيلې  در  وړې،  تا  پروا  ؤ نه کړه
ماشوم   زړګی   مې   په  ژړا  شو،  تا  ژړا  ؤ  نه  کړه
کور ته دې راغلم ګوندې را کړې، د  سرو شونډو  ذکات
ذکات   د حسن   په   نصاب   ؤ،  تا   سخا   ؤ   نه   کړه
مړ دې  د   سترګو  په   چړو  یم ، حال مې  کله   پوښتې
اوښکې   شهیدې   په  لیمو   شوې ،  تا  دعا   ؤ  نه  کړه
کلونه   کیږي   رنځور  پروت   یم ، ستا د هجر اور کې
ټپ   مې  د  زړه  په  ناسور واوښت،  تا  دوا  ؤ  نه  کړه
ما وې خیرات به  دې  د سترګو،  له  لیمو  غواړمه
خونکارو  سترګو  جفا   ؤ  کړه،  تا  وفا  ؤ نه  کړه
کلونه   کیږي   پویان ناڅي،  ستا  د  مینې  ساز  ته
ټنګ  مې  د زړه له رباب ؤخوت ، تا نڅا  ؤ نه کړه

شاعر : عنایت الله پویان   
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


زما د خیال د ژور فکر د احساس شهبازه !
د هسکوغرونو، ګړنګونو، د همت پروازه
د آسمانونو، کړنګهار د ماتېدو شېبو کې
د سور سیلاو، یاغي توفان
د بهیدو په شپو کې
څه دې لیدل، څه دې کول- راته کیسې ؤ وایه
حال  د  وطن را ته بیان کړه  افسانې ؤ وایه
د ا را ته  وایه !
زما تره چې غریبي یې د بازار کوله
له  کومې خوا د توعندي په ګولۍ  ولګېده
چا یې د مړي جنازه  له  کوم بازار پورته کړه
کوم مسلمان ورته لاسونه د دعا اوچت کړل
دا راته وایه زما خور چې د بې وزلو یتیمانو مور وه
او یتیمان یې په میړانې ساتل
د کوم ځانمرګي  تور کافر په  بم  کې والوتله
یتيمان چا ؤ ساتل- ماشومان چېرته لاړل
دا را ته وایه – زما ورور چې په اسلام مین ؤ
او بنیاد ګرو ټوپکیانو پرې د  کفر ټاپې ؤ وهلې
د کوم  نا پوه مفتي په ورانې او غلطې فتوا
سر یې له تن جلا شو
چا  یې  په  قبر د شهید  جنډې  اوچتې  کړلې
هغه سپين  ږيری پلار زما  چې  د لمانځه  په وخت کې
د نا مالوم  اورپک د توپ  په ګولۍ  ولګېده
د  کومو وږو سپو خوراک شو- هغه  خوار هډوکي
شهبازه ولي – دا د څه لپاره
چوپه خوله ناست یې   دا کیسې نه لیکې
د جنګ ځبلو وږو تږو خلکو
آواز نه آورې – افسانې نه لیکي
له چانه ډار کوې- ډارن څله یې
وزر دې مات شه- کبرجن څله یې
شاعر : عنایت الله پویان  
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


څومره ارته دنیاګۍ ده
څومره ارت دي آسمانونه
څومره عرش د خدای اوچت دی
څومره ستړي دي فکرونه
څومره لارې له موږ ورکې
څومره پوهه مو کوچنۍ ده
څومره عقل مو ماشوم دی
څومره لرې دي مزلونه
لویې  لارې  چې  زه  څارم
زړه مې تنګ شي لویه خدایه
ځان جهان  را  څخه هیر شي
غږ مې  واوره، راته وایه
دجهان په وروستي ګوټ کې
هلته لرې، بیابیا لرې
او د لرو  پسې لرې
هغه ځای ، هغه مکان کې
چې وزر د جبراییل یې
له تسخیر څخه عاجز دی
او هما  د  اندیښنو مې
د خیالونو په وزرونو
هلته نشي آلوتلای
ستا مخلوق به
د څکاک کومې اوبه څکي
او د ډبرو او فولادو له بڅرکو
کوم خواړه خوري
پاکه ربه! راته  وایه
هلته څه دي
څوک نڅيږي – د چا ساز ته
څوک نغمې  د زړه سندرې
په څه توګه- چاته وایي
لویه خدایه!
زړه مې غواړي سفر ؤکړم
لاړ شم هغې دنیاګۍ ته
چې لاهوت یې خلک بولي
او د لاهوت او جبروت د غوږ پردو کې
د ناسوت غزله ؤ وایم شاعر شم
پاکه ربه! ته توان د  الوت را کړې
چې ګربت شم
او د هما په وزرو والوزم  آسمان ته
او د آسمان د رڼو ستورو او سپیرونو په ځنګله کې
هغه ستوري را پیدا کړم
چې له لرې دنیاګۍ نه
هر ماښام راته  سترګک وهي  دمینې
کله ورک شي له نظره
کله کله را پیدا شي
او ترې څاڅي او بهیږي
د یاقوتو د غمیو سره رنګونه
د څیړیو د سکروټوـ سره اورونه
لویه خدایه! ته  حکمت کړې  را په برخه
چې پټ راز راته څرګند ښي
لاړ شم هغې دنیا ګۍ ته
چې لولاک يې خلک بولي
او زه هلته – هغې پټې دنیا ګۍ کې
د ناسوت د نڅا ګرې نڅا ؤ وینم
په محفل د ملکوت کې
او د لاهوت او ملکوت له لوري واورم
هغه شعر هغه  غزله
چې خالق د کاینات یې
د توحید په ژبې وایي
او مخلوق او بنده ګان یې
د اخلاص په غوږو آوري
او د لاهوت له ډیره  وهمه او هیبته
ملکوت کې ولولې شي
جبروت کې هلهلې شي
شعر کتاب د معرفت شي
شعر تفسیر د حقیقت شي
دینداران له بې دینۍ نه لاس په سر شي
د تعصب او د ریا کمپله ټوله شي- دین، دین شي
له اسمان څخه فریاد د عشق اوچت شي
او شاعر د ستړو لارو په چوپتیا کې
دا غزله د ناسوت په ژبې ؤ وایي خالق ته
خدایه ته یې زما مینه
عشقه ته زما مالک یې

شاعر : عنایت الله پویان    
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


لا مې یوه جرعه څکلي نه وه
د ساقي لاس کې مې مینا هیره شوه
چې مې دا بل په سر واړوله
د میخانو لاره له ما هیره شوه
د لیلی خیال مې په ګوګل کې ساته
دعشق نشو کې مې لیلی هیره شوه
مجنون لیلی، وامق عذری ویلې
چانه لیلی، چانه عذری هیره شوه
په خرابات کې پیاله وکړنګیده
له مناجات څخه تقوا هیره شوه
چې مسجدو ته شرابونه راغلل
شیخ او ملا څخه دعا هیره شوه
امام چې مست شو د شرابو په بوی
له مقتدي نه اقتدا هیره شوه
د مغان پیر له میخانو راستون شو
له مینوشانو نه صهبا هیره شوه
ما چې دوه سترګې د جانان لیدلې
مینه له ما څخه بیا بیا هیره شوه
چې بازارۍ شوه د پیغلوټومینه
ځکه له زړونو نه رښتیا هیره شوه
(پویان)چې ولوید د شرابو خم کې
تریته دنیا، ترینه عقبا هیره شوه
شاعر:عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


چې د پټ پټ راکتلې- چې د سترګې تورولې
چې خندا دې راته کړله- اشارې دې راته کړلې
مینه نه وه زما زړه کې- تورو سترګودې مین کړم
د چا غم راسره نه ؤ- اشارو دې زه غمجن کړم
**********
ما وې دا په نصب څوک ده- چې په ګلو باندې ګرځي
دښایست ساری یې نشته- په شنیلیو باندې پرځي
دې وې زه سپینه سپوږمۍ یم- په نصب کې ښاپیرۍ یم
ډکه پکه له ښکلا یم- د سرو زرو سره چکۍ یم
چې مې ټینګه کړه په غیږ کې- په رښتیا دا ښاپیرۍ وه
ډکه پکه له ښایست وه-د سرو زرو نتکۍ وه
په ویالو کې لمبیدله- د حرم دباغ هیلۍ وه
په وږمو کې ګرځیدله- سندرغاړې توتکۍ وه
نه پوهیږم څه پرې وشو- دا له ما څخه جلا شوه
بې وفا جلکۍ خو نه وه- څه لپاره بې وفا شوه
**********
په دا چاودو، چاودو پوندو- کوه قاف ته مې سفر شو
وږي- تږي پسې لاړم- ژوند زما هسې ابتر شو
له ژړا او انګولا مې- کلیوال واړه خبر شو
کوه قاف کې هغه نه وه- آسمانو ته آلوتله
د سپوږمۍ سکنۍ خور وه- سپیدو ته رسیدله
هغه لاړه- مینه لاړه- ژوند تباه شو- شکلا لاړه
لمدو سترګو نه مې اوښکه- د غم لاړه- ژړا لاړه
نه پوهیږم دغه خیال ؤ- که رښتیا دا ښاپیرۍ وه
ملایکه د آسمان وه- که په ستورو کې سپوږمۍ وه
شاعر:عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


دمینې سبق لولم، څوک کتاب نه راکوي
له تندې څخه مرمه، څوک شراب نه راکوي
کالونه په ما تیر دي، دروازګۍ ته دې ولاړ یم
فریاد ته مې د کور خاوند ځواب نه راکوي
په ساز کې د بنګړویې، پیغلې هیلې په نڅا شوې
محفل د نڅا جوړ دی، څوک رباب نه راکوي
د عشق په سمندر کې، بې ګدره یم ګډ شوی
ماڼو راته لاسونه، د ثواب نه راکوي
ازل کې مې شامیت چا په ترخوکې ؤ لیکلای
ترخې پیالې څکمه، څوک کباب نه راکوي
د زلفو تور ماښام یې، راته ورځ توره تیاره کړه
سلګۍ وهم تیارو ته، څوک آفتاب نه راکوي
د مینې لامبوزن یم، د نوحیانو په توفان کې
لامبو مې غوره کړې څوک دریاب نه راکوي
تقدیر په ما بار کړي، د ګناه پیټۍ بارونه
بارونه مې درانده دي، څوک حساب نه راکوي
ګدا د میکدو یم، پاچاهي مې غوره کړې
رقیب دې له ګدا پرته خطاب نه راکوي
رنځور د محبت یم او یا کوډې په ما شوي
دانا راته تفسیر، په دغه باب نه راکوي
(پویانه) داغزله که شفیع ستا د ګناه شي
(نو قبر به څپیړه د عذاب نه راکوي)


شیخ راته په غوږ کې- وینا کړله رندانه
زیب کا د ساقي په لاس کې ډکه پیمانه
دیر د خرابات کې- واړه خپل دي، پردي نه دي
مه راوله څوک، زمونږ محفل ته بیګانه
شرم او پیغور دی، چې اغیار په کې نڅا کوي
پریږدی چې مې سوځي، اور دمینې پروانه
راشه،  له نشو سره، سبا او هم بیګاه راشه
بزم دشرابو- راته جوړ که جانانه
عقل ظاهر بین دی، د ریښتیا سترګې ړندې ښکاري
وایي شیخ ملا په موعظو کې افسانه
ما چې حق ویلې- د منصور په څیر په دار کې شوم
نه وي په دې باب کې- فیصلې عادلانه
نه مني دا خلک- د ریښتیا خبرې نه مني
څومره په کږه ځي، دا دروغو زمانه
زه چې لیونی شوم، عشق شهره د کلي کور کړمه
خود به خلک وایي، دا سړی دی دیوانه
نشته د هر زاغ په خولې کې، غږ د عندلیبو
ؤ وایه (پویانه) د خوند نوې ترانه

شاعر :عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی :عبدالقادرمسعود


هغوي چې په نظر یې سپیرې خاورې سره زر کیږي
د هغو نازولو به په ما کله نظر شي
ګړۍ په کالو وا وښتې د هجر اور کې سوځم
په ما به لویه خدایه د غم شپه کله سهر شي
پیلوزي باد وژلي او ډیوې واړه نسکورې
د کوم پیزوان رڼا به راته شمس راته قمر شي
په ټکي آګاه نه یم، ځان عالم فیلسوف بولم
زما له نا پوهۍ به خلک کله با خبر شي
د دهر کیمیا ګرو د کیمیا بوټي هیر کړي
دهر بوټي په شتو به دا شیدې کله سره زر شي
ماهیت یې چې دزرو له ترکیب څخه جوړ نه وي
په تشو وینا ګانو به ـ دا کاڼي کله زر شي

شاعر :عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی :عبدالقادرمسعود


مینه جابره ده ـ حبیب مې نشته
ټپ مې ناسور دی ـ او طبیب مې نشته
چاړه را واخله ـ بند په بند مې غوڅ که
سلګۍ وهمه ـ او رقیب نشته


د عشق له لاسه فریادونه لرم
د سوي زړه ، سوي آهونه لرم
توفان د سترګو مې په مخ بهیږي
څپې څپې اوښکې رودونه لرم

کاشکې لرې له قلم وای ـ ما کتاب نه وای لوستلای

تور او سپین راته یو شان وای ـ په خبر نه پوهیدلای

کاشکې برخه مې خوندي وای ـ یا ما حق نه پیژاندلای

د حق ژبه ګنګۍ نه وای ـ پخپل حق نه  ځوریدلای

حق ویل لیکل ګناه ده ـ زه ګناه لیکلای نه شم

د ټوپک په واکمني کې ـ د زړه حال ویل نه شم


چې دژبه تیره نه ده ـ او ښکلا لیکلای نشې
له شکاڼه سره دې شپې دي ـ او رڼا لیکلای نشې
چې د ظلم پلوي کړې ـ د ظالم د لاس همسا یې
تور او سپین درته یو شان دي ـ او رښتیا لیکلای نشې
تصویر نلرې په زړه کې ـ د یتیم سلګۍ نه ګورې
احساس نلرې ماغزو کې ـ او ژړا لیکلای نشې
غوړه مال او بې مقدار یې ـ صداقت در څخه هیر دی
د مظلوم فریاد نه آورې ـ او غوغا لیکلای نشې
دړې وړې شې قلمه
څیرې ویرې شې کتابه


زما دهیلو شهیدانو په قبرونو باندې
نه دبلبل چیغې څوک آوري ـ نه ګلان غوړیږي
نه د پتنګ وزرونه سوځي ـ او نه شمعې خاندي
نه د فرحت بادونه لګي ـ نه جنډې رپیږي
نه د غاټول خولګۍ موسکا کاـ نه د ریدیانو شونډې
نه د نسیم وږمې چلیږي ـ نه ګلاب غوړیږي
زما دهیلو شهیدانو ـ په قبرونو باندې
چا هدیرو کې ـ د شهید جنډې اوچتې نکړې
زما د ځوانو امیدونو د زیارت لپاره
چا پتنګانو ته ـ د مینې ډیوې بلې نکړې


تیغ چې جوهر مومي، پریکول به شي آسان
کلکو ارادو ته، هر مشکل به شي آسان
مینه چې پخه شي، د زړګي په تناره کې
خوار پتنګ لپاره، ځان سیځل به شي آسان
زړه چې مسلمان شي، د بلقیسې په ګوګل کې
تخت د سلیمان ته، رسیدل به شي آسان
څوک چې د کیمیا بوټي، په بوټو کې مونده کړي
کاڼې به سره زر شي، زر موندل به شي آسان
علم چې عمل شي او ریښتیا د لارې مل
هسکو آسمانو ته آلوتل به شي آسان


مات دې شي لاسونه ـ چې یې ماتې پیمانې کړلې
ورک دې ظلم زور شي ـ چې یې ړنګې میخانې کړې
کله مې هیریږي ـ بې غوري دې ، له حده تیره  وه
زه په ویر کې ناست وم ـ تا رقیب سره چړچې کړلې
وینم میخانو کې ـ د ترخو اوبو پیالې ماتې
څومره یې ترخې ـ زما دژوند خوږې شیبې کړلې
چا کله مجنون ته ـ د ښکلا سبق ویلای  ؤ
حسن دخوبانو ـ ورته جوړې مدرسې کړلې
ما وې زه به سره شراب ـ د شونډو له ساغر آخلم
تا راته دسترګو ـ جام کې جوړې میخانې کړلې
ما وې چې(پویان)به څوک د مینې له زندان خلاس کړي
تا ورته د زلفو ـ زنځیرونه زولنې کړلې


پټ نه یې او حضور دې د محفل زیب او زینت دی
د جام مستو نشو کې ښایست ستا دی- ښکلا ته یې
دیدار ته دې راغلي- په زړه سوي پتنګان دي
د شمعې په ښکلا کې- جمال ستا دی- رڼا ته یې
دستورو سترګکو کې- ستا دحسن جهان وینم
دلمر سپینو شغلو کې- ښکلا ستا ده- ځلا ته یې
غږونه دې را رسي د باران په ترانو کې
د تالندې غړمبا کې، آواز ستا دی، غوغا ته یې
سرې شونډې، سپین غاښونه، آیاتونه  د قران دي
دحق په صحیفو کې بیان ستا دی وینا ته یې
پویان چې غزل وایي ستا د مینې دنیا ستایې
دشعر هرې مصرې کې انځور ستا دی- ثنا ته یې


کله   بلې  لمبې   غواړم/   د   پتنګ    سوی     وزریم
کله  سوځم  په   لمبو  کې / کله  سکور  کله  اخګر یم
کله     خوځنده      توفان     یم /   اړومه        ګړنګونه  
کله  څاڅکی  د  باران  یم / را کې  شنه  شي   چمنونه
دسرو  شونډو  قران  لولم / د ښکلا  په  مدرسو کې
ځان جهان راڅخه هیر دی / د ښایست په ننداروکې
د ازل د جام نشوکې / څومره شور دی / څومره زور دی
د ساقي د مینې کورکې / څومره تاو دی / څومره اور دی
بلبل ژاړي / غاټول خاندي / پتنګ سوی په انګار دی
هم  یې  پالي / هم   یې   رټي / د  محبوبو  دغه  کار    دی
له  توبونه  /   توبه  ګاریم  /   د   شرابو    پیالې     خورمه
هم   یې   خورم  / هم  یې  څټمه / د  ساقي  مذهب    لرمه

چې ریښتیا مې در ته کولي

نو خپه شولې ذاهده

ښه خو دا شوه ستا په خوښه

لنډه ږیره مې اوږده کړه

*******************

چې مې ګوته کږه نه وه

غوړي نه وتل منګي نه

تقاضا د زمان دا شوه

سمه ګوته مې کږه کړه

*******************

د غدار په قبر باندې

څوک نه ژاړي، نه فریاد کا

دغماز د شر د لاسه

وچه سترګه مې لمده کړه

لوستل شوی 4771 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 23:41

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي