صدیق کاوون توفاني

صدیق کاوون توفاني

د صدیق کاوون توفاني شعرونه دلته ولولې


راشه پسرليه ، دغوټيو له باران سره
سېل  د رنګ او بوى سره دمشكو له كاروان سره
راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب
راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره
راشه چې جړاو شي په غميو، نښتېځلى، باغ
راشه پسرليه، دګلونو له توفان سره
راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي
باد ترانې ووايې، دغرو مماڼې وناڅي.
*****
ژمى دى خفه نه شې دګلودغونچو په ځاى
مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي
خير كه وچكالي ده نه شبنم شته نه باران اوري
ستا دراتلو لارې مو په اوښكو ، پريمينځلي دي
اور مو په سر وړى، خو ډيوې مو لګولي دي
زړه د تروږميو كې مو ستوري ځلولي دي
زموږ كلي ته لمر راوله! راشه پسرليه
بيرته يې پخلا كه، د عمرو مرور راوله.
****
راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي
راشه چې ګلونه دخزان سيلۍ زپلي دي
راشه چې دبوټو په رګونو كې سا وچه ده
راشه چې غوټيو په سرووينو كې لمبلي دي
دښتې سوزيدلي، چمنونه رژيدلي دي
كرښې دقسمت يې په لمبو راته ليكلي دي
بس دى د اورونو ، دسوځونو كتاب واړوه
بس دى پسرليه، دغمونو كتاب واړوه.
****
څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري
سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري
شور دمينې نه لري، سور اور دمينې نه لري
څا څكو دشبنمو كې ځلا دمستۍ نه لري
څه دى بهار څه دى چې  موسكا دغوټۍ ورېبي
څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري
څه دى بهار څه دى چې ويدې نغمې نه پاڅوي
تاندې غوټۍ ويښې نه كړي، شنې وږمې نه پاڅوي.
****
راشه پسرليه، چې دلمر ګلونه وخاندي
توره شپه سبا شي، دسحر ګلونه وخاندي
باغ په خندا سر شي، لر او بر ګلونه وخاندي
راغ غونچې ،غونچې شي پيغامبر ګلونه وخاندي
بيا دپيغلو نجونو په ټټر ګلونه وخاندي
غر په ګلو پټ شي په كمر ګلونه وخاندي
بل شي په سپېرو دښتو، دګلو څراغونه بيا
پورته شي ،رپانده دغاټولو بېرغونه بيا.
****
راشه په سپېرو دښتو كې سا د ژوندون وكره
راشه په سړو زړونو كې اور د جنون وكره
راشه بيا روښانه كه دمينې دمزلونو لار
راشه د ليلي زړه كې وفا دمجنون وكره
راشه تږې تالې دوږمې په ميو مستې كه
راشه د ماښام په دښته، سپين سباوون وكره
راشه پسرليه، باغ ته ناوې دګل راوله
ساندې ترانې كه ، وزرماتى بلبل راوله.
****
تركې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي
غواړي ،نڅا شورغواړي،شررغواړي، نغمې غواړي
پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي
بيا په نو بهار كې دبهار مسته خندا غواړي
پريږده له قفسه، ښايسته بلبلې والوزي
دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسكا غواړي
زيب يې د پيكيو شه، ګلاب دګريوانه يې شه
سوز يې د سندرو شه، رباب د زنګانه يې شه.
****
بيا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي
بيا به دا شډل ، شډل ډاګونه چمنونه شي
بيا به دا اغزي، اغزي باغونه سره ګلونه شي
بيا به په رنګينو ګلو، ښكلي وربلونه شي
بيا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي
بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري امېلونه شي
بيا به دكابل لمنه ډكه په ګلونه شي
بيا به د (بابا) پګړۍ جړاوه په لعلونو شي.
****
تا كه پسرليه ، دګلونو ګيډۍ راوړلې
تا كه د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې
تا كه درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته
تا كه دباران د رڼو څاڅكو ډولۍ راوړلې
تا كه په خاموشو ماښامونو كې شور وكره
تا كه زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې
ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو كې
ته به د ژوند سا شې ، په ډاګونو ، په باغونو كې.
١٩٩٩/٢٠/ آلمان ،   ٢
شاعر:صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود


تا ته په یاد وي که نه،
هغه شېبې چې ما په مینه مینه،
تا ته د زړه جونګړه پرانیستله،
ته مې د هیلو نښتېځلي باغ ته وبللې،
ما ویل ته به راشې
او پسرلی به راشي
او توتکۍ به په وزرونو کې ګلونه راوړي،
او د غوټیو ښایسته ډمې به،
دوچو لښتو د یادونو په بام ونڅېږي.
***
ما ویل زه به ستا د سترګو له روښانه چینو،
د رڼا جام وڅښم.
او د ژوند هره شېبه به د رڼا په سین کې ولمبوم،
او تروږمۍ به مې د زړه له سوزیدلي ښاره وباسمه.
څومره ساده ومه زه.
***
زه د وږمې تږی وم،
ما د باران د راتلو لار څارله،
ما په شنو لښتو کې د سرو ګلو خوبونه لیدل.
ما ویل ته که راشې
نو پسرلی به راشي،
زه به دشنې وږمې په شنو وزرو والوزمه،
په غرو رغونو کې به وګرځمه،
د وچو بوټو په رګونو کې به شور ویښ کړم
د سپېرو څانګو په غوږو کې به ایت د ژوندانه ووایم.
څومره بېځایه هیله.
***
تا ته به یاد وي که نه،
خو زما هېره نه ده،
هغه شېبه چې ته زما د زړه جونګړې ته راننوتې،
بیا مې د هیلو باغ کې وګرځېدې
د لمبو ختې دې په غاړه پرتې،
او په پښو دې د سکروټو سرې پڼې ښکاریدې.
ستا له راتګه سره،
زما د هیلو باغ د اور په سمندر پرېوته.
نه مې وږمه ولیده
نه ستا د سترګو د رڼا جامونه،
نه توتکیو په وزرونو کې ګلونه راوړل
او نه باران په وچو دښتو د الماسو دانې ولونلې.
***
اوس مې د زړه جونګړه،
د تروږمیو په څپو کې ډوبه
اوس مې د هیلو نښتېځلي باغ کې،
د سرو غوټیو په ځای
د سرو سکروټو، سره ګلونه خاندي.
زه د رڼا د جام په یاد په خپلو ټولو ساده ګیو ژاړم،
او په خپل زړه کې مې د هیلو د مزار په څلي، اوښکې شیندم.
آلمان (۲۰/۷/۲۰۰)


ستا هغه مستې خبر لوڅې سترګې،
چې یې په سلو ژبو،
ما ته سبق د محبت راکاوه.
او د ساړه ژمي په شپو کې به یې
زما د زړه کوډله،
مدام روښانه او توده ساتله.
اوس د سړې څیلې په توره شپه کې
ستړې،
خاموشې،
او سړې،
ښکاریږي.
زه ستا د سترګو د خبرو تږی
د شپې په توره، ناڅرګنده دښته،
لکه ستومانه مسافر چې د یوه څاڅکي اوبو په تمه،
د کوم بې نومه، ناڅرګنده، کاروان لاره څاري
د شپې په توره او شګلنه دښته،
د تا د سترګو د خبرو د کاروان په هیله،
شپې
تېروم.
آلمان (۲۶/۴/۱۹۹۹)
شاعر : صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی: عبدالقادرمسعود

بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه

ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده

بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن

د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده .

*****

کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه

کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي

کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته

کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوږېږي .

*****

اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې

هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه

هغه دمینې د رڼا په میوو مستې ورځې

هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه .

*****

چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه

چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده

ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم

ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده .

*****

ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته

د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم

ما ویل زه به دې د تورټیکري په تورو څنډو

د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم .

*****

ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې

د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم

ماویل زه به ستا دمخ هغه سپېڅلی سهار

د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم .

*****

مویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه

ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه

ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر

د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه .

*****

خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه

ستا برخه لیک یې د بادونوپه وزر وتاړه

ستا په تندي یې آیتونه د لمبو و لیکل

ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه .

*****

ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې

ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل

د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه

د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل .

*****

چې ستا د زړه په ښار لښکرې دماتم وختې

ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله

ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل

ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله .

*****

خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي

ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه

ته به مې وړ دخپلې مینې د پرتم نه ګڼې

تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه .

*****

مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه

د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم

له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې

د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم .

*****

خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه

یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم

د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي

د سرو غاټولوپه تړون باندې ختلی نه یم .

*****

دیاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ

د خوب باغچه مې ستا دحسن په ګلونو پټه

د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې

د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونوپټه .

*****

آلمان (جنوري - ۲۰۰۱)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدلقادر مسعود

کلونه وشول چې دې نه وینمه

غزل د سترګو دې لوستلای نه شم

نور مې دا ستړی سرګردانه نظر

- دا داغزنو اوږدو لارود سفرلاروی -

ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم .

*****

نور مې دسترګو د ګودر په غاړه

ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري

نور مې دشونډو د بیدیا په څنډو

- په دې شګلنو بې بهاره تالو-

ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري

*****

نور دې د خیال په اسمان نه ځلېږم

نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې

داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم

دګلورینو خاطرو له باغه ،

د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم .

*****

زما او ستا هغه اورینه مینه

چې ځلېدله، بلېدله مدام

هغه د تورو ماښامونوډیوه

- لکه د شپو په زړه کې بله شمه –

چې سوزیدله، خندیدله مدام

اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري

اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري .

*****

خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې

یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی

یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته .

یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري .

المان (نومبر- ۲۰۰۰)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


وران دي مالتونه، کوڅې شاړې دي
لور په لور غمونه، کوڅې شاړې دي
سوزي مې د کلي شنې باغچې په کې
بل دي سره اورونه، کوڅې شاړې دي
لاس کې مې دمینې ګلان مړاوي شول
جړ دي وربلونه، کوڅې شاړې دي
نه دپیغلو جوش نه د زلمو خروش
شړ دي ګودرونه، کوڅې شاړې دي
وخت د بې ننګۍ دی دنیا بله ده
مړه دي غیرتونه، کوڅې شاړې دي
نه دسهار ستوري نه د لمر څړیکه
بر دي تورتمونه، کوڅې شاړې دي
تشې میکدې، خمونه تش دي
تش پکې جامونه، کوڅې شاړې دي
زانګي مې قسمت د شپې په زلفو کې
شپې دي او خیالونه، کوڅې شاړې دي
تللې ده خندا نوره له کلي نه
ووري ماتمونه، کوڅې شاړې دي
ټیټې چې شملې شولې جنډې جګې شوې
سره شول مزارونه، کوڅې شاړې دي
توره تروږمۍ ده لارې ورکې دي
مړه دي مشالونه، کوڅې شاړې دي
آلمان
اپریل (۱۹۹۶)
شاعر : صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


ویده وم خوب مې لیده،
چې د شپې درونداو پړسېدلی بدن،
زموږ د کلي د غونډۍ له پاسه
دسپین سهار،
په دار،
ختلی،
ځړیدلی، ښکاري .
ویده وم، خوب مې لیده
چې د لمر پېغلې او زرینې، نازنینې لوڼې،
زموږ دکلي دګلبوټو په قالینو باندې،
خاندي،
مستي کوي،
نڅاکوي .
او په خمارو، شپو وهلوڅانګو ویشي د رڼاجامونه .
ویده وم، خوب مې لیده .
***
ویده وم، خوب مې لیده،
چې یو بېساري، ګلالي پسرلي،
زموږ دکلي، باغ، په سر اخیستی،
او د غوټیو بهیر،
زرغونو لښتو کې څپې، څپې رنګونه کري .
ویده وم خوب مې لیده،
چې ډلې، ډلې کلیوالې مسافرې مرغۍ،
بېرته ستنېږي له پردیو نا آشنا باغونو،
او بیا له ډېرو کلو وروسته،
د خپل کلي،
دچنار،
په څانګو،
د ناز خوبونه کوي .
ویده وم،
خوب مې لیده .
خو چې راپاڅېدمه،
سترګې مې پرانیستلې،
ومې لیدل :
د شپې بویناک او پړسېدلی بدن،
لکه ورسته او کرغېړنه وږمه،
زموږ دکلي په کوڅو کې لا تر اوسه جاري،
او دلمر، پېغلې،
نازنینې،
او حسینې لوڼې،
زموږ د کلي د دیوال تر شا هماغسې په خوب ویدې وې .
او باغ،
تر اوسه،
رژیدلی،
نښتېځلی،
پروت دی .
نه د غوټیو بهیر،
نه د ګلونو کاروان،
د رنګونو څپې،
نه د مرغیو د وزرونو، آواز،
او نه د لښتو تنفس،
چمن،
خالي،
له ټولو .
یوازې شپه،
یوازې دود،
یوازې خړه وسپنیزه هوا،
زموږ دکلي په کوڅو کې، جاري .

آلمان
(۱۹۹۵)
شاعر صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


راځه چې وژاړو په چیغو چیغو
دلته خو نور څه د خندا لپاره پاتې نه دي
                           **********
دلته رڼې میکدې وسوزیدلې
دلته نشې په ویربدلې شولې
چې دمستیو هنګامې وې پکې ،
لاړې هغه کوڅې، شډلې شولې
دلته، وحشي بادونه ټول ګلونه ورژول
دلته ترخو سېلیوشنه باغونه وسوزول
چې ستا راتلو ته یې شېبې شمېرلې
چې ستا پلونه یې په عطرو وینځل
هغه تنکۍ ،
          تنکۍ ،
                غوټۍ ،
                          بهاره، پاتې نه دي
**********
هلته چې ما او تا، د مینې په سپیڅلي نامه،
د زړونو شمې، د قصو په ښار کې بلې کړلې
هلته چې موږ د شپې وزرونه، په لمرینو پلوشو وتړل
هلته چې موږ د مرجاني اوښکو ځلانده غمي
د ارمانونو د ماڼۍ په دیواله وټومبل
تاندې غوټۍ مو د وژمې په لار کې بلې کړلې
کودړي هم اوس د قصو له ښاره پاتې نه دي
**********
دلته د تاک ونه کافره بولي ،
دلته سندرو ته زندۍ اچوي
دلته د پوهې دروازې تړلي
دلته، تخته او تباشیر اوس (شیطاني) توري دي.
قلم، څوک نه پیژني،
کتاب معنا نه لري
دلته په شونډو اوس یوازې د ټوپک قصه ده ،
دالفبې، خوږې نغمې له خونړي ناتاره پاتې نه دي
**********
هغه د کلي سپېدار، او هغه جګې د چنار ونې
چې یې سرونه رسیدل تر شنه اسمانه پورې ،
د مجنون ولې غوندې،
اوس یې سرونه په پښو لګېږي
اوس هغه سبر قامتونه، یاره پاتې نه دي.
راځه چې وژاړو،
               په چیغو،
                       چیغو.
شاعر:صدیق کاوون طوفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود

دزړه په شاړه كرونده كې مې دهيلو سپرغۍ وكرلې ،
  اود آرمان دښاپيرۍ په څڼو وځنګيدم
بیا مې دتيږو په ساړه ذهن كې، 
 د تودې مينې په نوم، 
د زړه په وينو ډيوې بلې كړلې .
د شپې په دښته كې مې، 
په سپيروشګو، دګلونو دپښوخاپونه ولټول .
اودبادونو په شګلن بهيركې ،
دسرو غوټيو دمزار څلي ته ودريدم
اودخداى ټول كلى مې ،
چې شپه او ورځ پكې داوښكو بارانونه كيدل
په يوې اوښكې ،
په يوې وروستنۍ اوښكې ،
پسې ولټاوه .
چې دغمونو دڅپركي وروستۍ پاڼې ته وروستى ټكى شي
خوته به وايې چې وروستۍ اوښكه ،
  مرغۍ شوه
او هوا ته، 
لاړه .
* * *
کله چې باغ کې، تبر شين شو دنارنجو په ځاى ،
ماته دشنو ونو دمړينې افسانه ياده شوه، 
او زړه مې، وټوكيده ،
لوى شو ،
   بيرته ورژيده .  
، ټوټې ،ټوټې شو
پاڼې پاڼې شو ،
دباغ په ونو وغوړيده .
خبرومې په غوږ كې انګازې كولې : « چا »  دكوم بې نومه، نا څرګنده
كله چې ونې مري ،، شمال لګيږي
كله چې ونې مري ، نرى نرى باران وريږي ،
، كله چې ونې مري، آسمان په چيغو چيغو ژاړى
سيندونه ساه وركوى،
او چپه كېږي غرونه،
او بيا له كومه نا څرګنده ځايه،
يو لاس راوزي، چي رڼا خپروي،
يو لاس راوزي، چى بادونه تړي،
" يو لاس راوزي، چي له ډاره يې، د تبر خوله كي ژبه سوزي
خو ما كتل چې ونې مړې شوې،
ګلان ورژېدل
په شنو باغونو كې د تبر ترانه جاري شوه،
په وچوڅانګو د مرغيو ځالې ونړيدې،
اوخونړۍ سيلۍ په ټول كلى كې وچلېده
شمال ونه لګېده،
نرى نرى باران ونه وريده
غرونه ونه نړېدل،
سيندونو ساه ورنه كړه،
او د اسمان له تكو شنو سترګو نه، يو څاڅكى ونه څڅېده .
له ناڅرګنده ځايه،
د باغ په لوري لاس ونه غزيده،
د خداى په ټول كلي كې،
چا د زخمي نښترو سوې ساندې وانه وريدې،
چا د سېليو وزر ونه تاړه،
چا د تبر ژبه غوڅه نه كړه .
خو د بې نومه ناڅرګنده چا  . خبرې مې تر اوسه لا په ذهن كې دي " "
* * *
اوس لكه سټړي سرګردانه مرغه،
د باد په ورانو كنډوالو الوزم،
د باد په ورانو كنډوالو كې، مې د هيلو،
سره ګلان،
لټوم .
آلمان اپریل (۲۰۰۰)


ماته يادشي چې ته پيغله، زه زلمى وم
په رګوكې مو سكروټې ګرځيدلې
ټول وجود مو اور دمينې و،نيولى
له ليمو نه مو سپرغۍ پورته كيدلې
پسرلى و،
دنیاټوله ښايسته وه، 
دوږمې كاروان ،
شيندلي وو،
. عطرونه
دځوانۍ په ميو مست وو موږه دواړه
له غمونو موخالي وو، زلمي زړونه .
زه په مينه درنژدې شوم چې دې ښكل كړم،
دهوس په دنيا سم كړم قيامتونه
تا مې لاس په شونډو كيښود ،
 بيادې وويل :
چې اول مې تور پيكي ته ، 
سورګل ،
راوړه،
بیا مې ښکل کړه دسوركو شونډو سرونه  . 
اوسورګل،
زموږ دځوانې مينې، شرط شو.
زه له هغې ورځې وروسته بيا تر اوسه ،
. سرګردانه په سروګلو پسې ګرځم
کله سمې لټومه، 
كله،
غرونه،
كله دښتې اوميرې،
كله،
باغونه .
له هر چانه دسروګلوپته غواړم ،
په سروګلوپسې لويې لارې نغاړم .
نه مې ستا دپيكي ګل ،
چيرې،
پيداكه،
نه پوره مو دنيمګړې مينې ،
شرط،
شو
نه مې ښكل كړل ،
ستا دسرو شونډو، 
سرونه
، سمسور شول  نه
نښتيځلي،
ارمانونه .
 (۱۳- ۸- ۱۹۹۵) آلمان
شاعر: صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادر مسعود


بیا یې خواږه خواږه یادونه په ما لوبې کوي
بیا یې خندا ده چې زما په ژړا لوبې کوي
بیا مې ریښې ریښې لمنه له اغزو ډکه ده
بیا د خزان سیلۍ د ګل په خندا لوبې کوي
بیا مې ځلېږي د بڼو په سر لړزانده ستوري
بیا مې د تورې شپې قسمت، په رڼا لوبې کوي
مغل کاته یې هیروي رانه انګریز وختونه
خوشحال غیرت مې د شملې په رپا لوبې کوي
خمونه تش، ساقي خمار، زه دعمرونو تږی
بدل محال دی صراحي په صهبا لوبې کوي
کله دما،  کله دتا، کله د بل غیږه کې
لولۍ دنیا ده، هم په ما هم په تا لوبې کوي
د زړه ټوټې ټوټې ښیښه مې د آشنا په لاس کې
لکه ماشوم یې د شغلو په ځلا لوبې کوي
هغه چې وژني مې په مړي مې هم هغه ژاړي
شهیده ساه مې د قاتل په ژړا لوبې کوي
ګلبویه زلفې یې خورې ورې د باد په اوږو
لکه قصې د مینتوب چې په چا لوبې کوي
نه مې ماضي په شغلو پټ نه مستقبل په ستورو
پرون ایرې، نن مې لوګی په صبا لوبې کوي

آلمان ۶ مارچ ۱۹۹۴
شاعر: صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


دلته پردی یم څوک مې نه پیژني
څوک مې سلام ته هم سلام نه وایي
څوک مې له ځانه سره ځان نه ګڼي
څوک راته سیال د ننګ او نام نه وایي
***********
نه مې له چا سره خندا ویشلې
نه مې له چا سره ژړا شریکه
نه مې له نورو سره مینه یو شان
نه مې له نورو سره سا شریکه
**********
لکه له ونې جلا شوې پاڼه
دزمانې سیلۍ په سر اخیستی
لکه د شپې توفان وهلی مرغه
سړو بادونو مې وزر اخیستی
**********
لکه له یاده تښتېدلې قصه
نور د چا ذهن تخنولی نه شم
لکه د وخت په شپو کې ورکه هیله
نور د چا زړونه تودولی نه شم
**********
لکه په سوبه کې مات شوی سرباز
له ځانه ستړی، له جهانه ستړی
لکه په مینه کې ناکامه مین
له هوډه ستړی، له پیمانه ستړی
**********
هلته مې سر وو تر آسمانه اوچت
دلته پردی یم، خیراتخور مې ګڼي
هلته اتل ومه په خپله خاوره
دلته بې ویاړه یمه، تور مې ګڼي
**********
د سرو سکروټو له بارانه راغلم
د تومتونو د ږلیو ښار ته
له تورو وریځو نه راوتښتېدم
راغلم د باد او د سېلیو ښار ته
**********
زما شرقي وینه د مینې تږې
خو دلته کرکه ده په هر قدم کې
زه د یوې پستې خبرې لیوال
خو دلته تیږې دي زما په چم کې
**********
راته سړو سړو کتو کې وایي :
ته بیګانه یې ته وطن نه لرې
ته د سپیرو دښتو سپیره اغزی یې
ته لیاقت د دې چمن نه لرې
**********
ته دوزخي یې ستا یې څه په جنت،
ته صحرایي، یې ته چمن څه کوې .
ته وچ لرګی د سوزیدلو وړ یې
ستا یې په باغ څه، په ګلشن څه کوې؟
**********
که لیرې پاتې شم وحشي مې بولي
که ورنژدې شم رانه ځان ټولوي
که مینه وغواړمه کرکه کوي
که کرکه وکوم، دنیا نړوي.
**********
د بوټو څانګې یې اغزي دي راته
د ګل خندا یې له پیغوره ډکه
له وړو ونو نه یې زهر څاڅي
ځوانه اروا یې له سره اوره ډکه.
**********
زه د وطن د جګو غرو بوټی یم
دلته پردي چمن کې نه شین کیږم
په لمر خاته کې مې ریښه ښخه ده
دلته غربي ګلشن کې نه شین کیږم.
**********
دلته پردی یم، څوک مې نه پیژني
زما عزت او زما پت هلته دی
دلته پردي جنت کې نه ځایېږم،
زما دوزخ، زما جنت هلته دی.

آلمان – اکتوبر، ۱۹۹۴
شاعر: صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


يه آسمانه، بيا دې څه لوبه آغاز كړه ؟
بيا دې كومه غمپروره نغمه سازكړه
ټول وطن مې دعمرونو غمكده شو
زړه دې يخ كه ، ورته خانده ، ورته نازكړه.
******** * *
دآسمان په لاس كې بيا دوينو جام دى
بيا يې كړى قربانۍ ته ،زما لام دى
ټول وطن راته دسرو وينو درياب شو
ورځ مې شپه ده، هر سهار راته ماښام دى.
* ******** *
دوحشت په اور كې سوزي ، ايرې كيږي
دوطن هستي مې ټوله نابوديږي
دښمنانو هسې اور راته كرلى
چې يو ريبم سل يې نور رازرغونيږي.
* ******** *
دوحشي ستم دوران دى په وطن كې
هر قاتل اوس قهرمان دى په وطن كې
دوطن لمنه سره ده په سرو وينو
جوړ دسرو وينو باران دى په وطن كې.
******** * *
سرې لمبې دي، دبابا وطن مې سوزي
زړه مې سوزي، ځان مې سوزي تن مې سوزي
په ګلونو مې سكروټې راوريږي
باغ مې سوزي، ښايسته چمن مې سوزي.
* ******** *
ته مې چې لاس وركه دښمن شو « دوست » هر يو
اهورا مې چې باله ، اوس اهريمن شو
هر يو راغی، زه يې چور كړم، زه يې بور كړم
شو.  قرباني، زما وطن هريو لاړه
* * ********
وطن وران شو، ملت چور شو، ولس خوار شو
څوك په يوه او څوك په بل نامه ازار شو
شوه  ډوډۍ   نه  شول، " كالي"، نه شو " كور"  نه مو
څه چې پاتې له نيكو وو، تارو مار شو.
******** * *
سهار وينې رابهيږي ، ما ښام وينې
صراحي نه وينې څاڅي له جام وينې
څه دوينو زمانه شوه لويه خدايه
اغاز وينې راته ښكاري، انجام وينې.
* ******** *
تا په كومه ګناه وژني، وطنداره ؟
قرباني يې بيا دكوم غاصب لپاره ؟
ستا له ورانو كنډوالو نه نور څه غواړي ؟
لاس نه اخلي دښمن دې له ازاره. چې
* ******** *
دوطن سپين سرې مور شوله سرتوره
داسمان دناكردو بهير ته ګوره
اوس د وينو په درياب كې ده ولاړه
چې پرون وه په سرو ګلو كې ولاړه
* ******** *
چې دګلو دانې وكرم ، اغزي شي
هر ګلرخ ته چې زړه وركړم بازاري شي
 پسى چې زه اقتدا وكړم " امام " هر
دمسجد له كونجه پورته شي، عاصي شي
* ******** *
چاپه يوه او چا په بل نامه خراب كړې
چا ايرې كړې، چا په سرو لمبو كباب كړې
! نه پوهيږم څه ګناه لرې وطنه
يې دسرو وينو درياب كړې. چې داهسې
* * ********
دملت په اوږو سپور شي محترم شي
هم كعبه شي، هم ساقي شي، هم صنم شي
هم يې وژني هم په قبر ورته ژاړي
هم قاتل شي، هم قاضي يې دستم شي.
* ******** *
لويه خدايه ته دا توره شپه رڼا كړې
ټول افغان بيرته په خپل وطن بسيا كړې
شيطاني تروږمۍ وولۍ په ستورو
ورنه خلاصه دافغان دزړه دنيا كړې.
آلمان
جون ١٩٩۴
شاعر : صدیق کاوون توفاني  
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

راشه تر څنګه مې حسينه ساقي
دزړګي سره نازنينه ساقي
راكه درياب، درياب جامونه راكه
دعمر تږې يم، خمونه راكه
ساقي سكروټې راكه ، اور راكه
درد راكه، چيغې راكه، شور راكه
دخم تر څنګه مې بسيا كه ساقي
داګونګه ژبه مې ګويا كه ساقي
دشپې په دښته كې مې شپه ده ساقي
شپه مې دزړه په كور خپره ده، ساقي
راكه دميوو سباوون راكه
درڼا جام راكه ژوندون راكه
راكه دلمر غوندې روښانه شراب
راكه بې پيله بې پايانه شراب
هغه شراب چې پكې ځان ووينم
ځلا دحسن دجانان ووينم
چې پكې هير كړم دابې خونده ژوندون
دابې ثمره، بې ګرځنده ژوندون
چې پكې ډوب شمه ، چې ورك شم پكې
چې له درندو غمونو سپك شم پكې
* * *
ساقي بيا راغی دغمونو ماښام
تياره ماښام دماښامونو ما ښام
ساقي راځه چې زمانه بله شوه
شوه بله اودانه بله لومه شوه
بيا زوړ زاهد په توبو بار راغلى
بيا د دروغجنې تقوا وار راغلى
بيا محتسب دى بيا تكفير دمينې
بيا دتسبو لړ شو زنځير دمينې
******** * *
ساقي بيا راغلل دخزان بادونه
اورين بادونه دتوفان بادونه
بيا دوږمې سينه كې سا وچه ده
بيا دغوټۍ خوله كې خندا وچه ده
بيا د غونچې ګريوان له غمه څيرې
بيا دبلبل زړه له ماتمه څيرې
ساقي راځه چې ميكدې بلې كړو
تياره رابره شوه ډيوې بلې كړو
راځه چې واړوو خمونه په سر
ترخو اوبو كې سره اورونه په سر
راغلې غم دتيريدلو نه دى
دا وږى ديو دمړيدلو نه دى
دفلك سترګې ريا كارې سترګې
دروغجنې سترګې ګناهكارې سترګې
بيا خونړۍ ښكاري بيا سرې ښكاري
بيا داورونو سلسلې ښكاري
******** * *
ساقي راځه چې بيا پيالې جګې كړو
پټو مستيو نه پردې جګې كړو
راځه ويدې نشې راويښې كړو بيا
بلې لمبې نشې راويښې كړو بيا
بيا درندانو هنګامه جوړه كړو
بيا د مستانو غلبله جوړه كړو
بيا د غوټۍ سترګو كې ناز وګورو
بيا په دانه كې دژوند راز وګورو
واورو د ګل د غوړېدو سندره
دشنه غزل دټوكيدو سندره
دمينې لوبه په فكرونو نه شي
په خامو خامو تدبيرونو نه شي
مينه د زړونو بليدنه غواړي
مينه له سره تيرېدنه غواړي
مينه په اوښكو كې خندا لټوي
مينه سكروټو كې بقا لټوي
راكه د مينې په نوم اور راكه
راكه د تاك د سترګو تور راكه
ساقي له ځانه وركيدل غواړمه
د ميوو جام كې ډوبېدل غواړمه
خندا مې هيره له ژړا نه پردى
له ځانه تللى له دنيا نه پردى
ساقي د لويې ګناه تور ماتوم
دا دوزخي تنده په اور ماتوم
چا میکده، چا کړه کعبه بدله
چا ځان بدل كړ، چا كوڅه بدله
څوك د رنګونو په خم ولمبېدل
څوك د وختونو په باد ورپېدل
څوك مقتدي او څوك امام پسې لاړ
څوك په انګور او څوك په جام پسې لاړ
څوك يې كعبه څوك بتخانه كې غواړي
څوك يې د سهوې په سجده كې غواړي
: خو
زه له سجدوو زه له بتانو ستړى
زه له دروغجنو امامانو ستړى
زه نا آشنا په نا آشنا كلي كې
سترګې نمجنې د خندا كلي كې
زه ګناهګار زه بې ګناه ګناهګار
زه د سپيڅلې اقتدا ، ګناهګار
ساقي په ميوو كې لمبل غواړمه
د ګناه پيټي سپكول غواړمه
له ځانه تښتم د جانان په هيله
له كوره وځم د بيابان په هيله
زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم
زه د جنت ګلو كې وسوزېدم
زه د كوثرو په خيال وزنګېدم
زه د وختونو په ټال وزنګېدم
ما خپله وركه پيدا نه كړه چېرته
ما هغه تللې زما نه كړه چېرته
د نور په هيله په تيارو واوښتم
د ګل په لټه په اغزو واوښتم
په سپينو سپينو كې مې تور وليدل
غوښتل مې نور څه، خو ما نور وليدل
راكه ساقي راكه سپېڅلې اوبه
د تاك له سترګو څڅېدلې اوبه
راكه چې ويې څښم لمبه ، لمبه شم
اور شم، سكروټه شمه ، سره لمبه شم
ساقي! راغلى يمه وار ما توم
ساقي ! د ټول عمر خمار ما توم
آلمان / اپريل / ١٩٩٣__

شاعر : صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


درنه لوګى شم ، ګرانه كابله
زموږ د نجونو ، د پېكي ګله
وجود مې سوزي، زړه مې رپېږي
چې درته سركړم د غم بدله
* *** *
ماتم څڅېږي، ستا له څيرې نه
خندا دې څه شوه، سرور دې څه شو
مستي دې څه شوه، هستي دې څه شوه
غېرت دې چېرته، غرور دې چیرته
ماښام ماښام يې، سهار دې نه شته
په ژمي پروت يې، بهار دې نه شته
لمر دپرېوتى، سپوږمۍ دې تللې
د رڼو ستورو، سينګار دې نه شته
* * *
د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره
ښكلي دې لاړل، ګلان دې وسول
فضا دې ډكه له شنو دودونو
ونې دې وسوې، مرغان دې وسول
* * *
په سپينه ږيره دې اوښكې څاڅي
له زخمي زړه دې وينې بهېږي
په شنه لمن دې غاټول د وينو
رازرغونېږي او راغوړېږي
* * *
په سر دروې، سكروټې ووري
په لاله زار دې، خزان پرېوتى
ونې لغړې، ګلونه مړاوي
په شنو باغو دې توفان پرېوتلى
* * *
د لمر په بام دې، اخېړ د ورېځو
شينكی اسمان دې پټ په دودونو
غېږه دې ډكه له شهيدانو
خلك دې ستړي له ماتمونو
* * *
خندا دې چور كړه، وحشي بادونه
غرور دې مات كه، بې غيرتا نو
هستي دې يوړه داړه مارانو
غوټۍ دې لوټ كړې تورو كارغانو
* * *
زه درنه لرې ،  پردي وطن كې
په ياد دې سوزم ، په ياد دې ژاړم
هر شيبه دې ، له  غمه مرمه
په عشق دې پايم ،په  نوم دې وياړم
* * *
د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره
زخمي كابله، ورانه كابله
سوى كابله، ويجاړ كابله
ښكلى كابله، ګرانه كابله
المان
١٩٩٣ / ۵ / ٢٠
شاعر : صدیق کاوون توفاني     
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

دافغاني پیغلې (ناهید)په یاد، چې د تور استبدادله لاسه یې ځان د کابل د مکروریون دیوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه لاندې وغورځاوه او د ژوند په بیه یې خپل پت اوسپيڅلتیا وژغورله
توره شپه كې بله كړه د سرو وينو ډيو ه ناهيد
چيغه د پاڅون شوه دننګونو حماسه ناهيد
اور يې د ابليس د هوسو نو په كور پورې كه
ووته له ځانه، شوه د ټول ولس شمله ناهيد
پاڼې، پاڼې پرېوته د سرو ګلو غونچه ناهيد
وځلېده، وخندېده، سرو وينو كې سره ناهيد
هغه د ملالې د يادونو سره جنډه ناهيد
هغه د افغان د غيرتونو ترانه ناهيد
ګډه يې غوغا كړه په خاموشو ماښامونو كې
بله يې ړڼا كړه ، تروږميو د وختونو كې .
* * *
ګل د بېغلتوب ، يې د قاتل د غاړى هار نه كه
ښاد يې په خپل حسن د وحشي هوس ښامار نه كه
يې د قدرت د لېونو پر تندي وليكل" نه "
لړ د تورو زلفو يې بې سرو ته دستار نه كه
لنډ يې كه له ځانه د ياغي ستم ناولى لاس
تور دښمن د خلكو يې له ځانه سره يار نه كه
جګ غيرتې سر يې ټيټ په مخ كې د اغيار نه كه
ځان يې قرباني كه، خپل غرور يې ترېنه ځار نه كه
ستورى شوه ، سپوږمۍ شوه، د ننګونو بام ته وخته
كړيكه دغيرت شوه، د يادونو بام ته وخته
* * *
ووايه اسمانه ! تا د وينو ځلا وليده
تا د شهادت د ناوې، مسته خندا وليده
تا په خپل هيواد باندې مينه ليلا وليده
تا يې په تندې باندې ليكلې وفا وليده
تا يې په خوږو سترګو كې راز د مينې ولوسته
تا يې اننګيو كې سپېڅلې حيا وليده
تا هغه سپرغۍ، هغه د تورو برېښنا وليده
تايې په لمنه كې د ستورو نڅا وليده
ورته اسمانه ! موږ سرونه ټيټوو وګوره
خاورې د پښو يې په سرو سترګو ښكلوو ورته .
* * *
ووايه اسمانه تا د شپې قا صدان وليدل
تا د پرښتو جامه كې تور شيطانان وليدل
تا د افغانانو د عزت تاجران وليدل
تا د وينو تږي، خونړي قصابان وليدل
تا په كتا بونو بار بې علمه شيخان وليدل
تا دكنډوالو په تخت سپاره اميران وليدل
تا دننګ په خاوره كې زنګي غلامان وليدل
تا د چلتارو نو دهيواد ملنګان وليدل ؟
څنګه ښكاريدل دتروږميو دښامار بچي
دا په غيرتي كابل ، پريوتي دتاتار بچي
* * *
دا زخمي كابل ، دغه په سرو وينو لړلى ښار
داد اهريمن،  تورو منګلو ته لويدلى ښار
دادتالانګرو له ستمه سوزيدلى ښار
داپه پټه خوله په سلو ژبوغږيدلى ښار
دا هره شيبه په ماتمونو ژړيدلى ښار
دادګلو ښار،  زموږ د پيغلو نازولى ښار
داپه جګه غاړه هردښمن ته دريدلى ښار
داديرغلګرو دسپرو دسترګو خلى ښار
بيا دخپلو لوڼو او زامنو په وير، وژړيد
بيا دځوانو زړونو په زلميو وينو ولمبيد.
* * *
يه اسمانه ، دلته خومرګونه ستړي شوي دي
چيغې ستړي شوي ، فريادونه ستړي شوي دي
لارې ستړې شوې دي، ګامونه ستړي شوي دي
اوښكې ستړې شوي ، ګريوانونه ستړي شوي دي
هيلې ستړې شوي، ارمانونه ستړي شوي دي
زړونه ستړي شوي دي ، غمونه ستړي شوي دي
دلته په جنت كې دوزخونه ستړي شوي دي
دلته په ګلونونو كې اورونه ستړي شوي دي
دلته په دې خاوره، دستم غدۍ پريوتې ده
دلته په دې خلكو، دماتم غدۍ پريوتې ده.
* * *
وګوره اسمانه ، اراده دپيكار وګوره
لاره دغيرت كې ، هنګامه دايثار وګوره
ژمي دتاريخ كې سره غاټول دبهار وګوره
سره غيرتي وينه د ناهيد په رخسار وګوره
دلته ويره نشته له سرونو سره لوبې دي
دې لمرينه خاوره كې، دستورو مزار وګوره
پاكې پلوشې به يې دشپې ګريوان ور څيرې كړي
پيغلو دكابل سره ، تړون دسهار وګوره
داياغي ككرې اهريمن ته دسجدو نه دي
دلته دستم تورې جنډې درپيدو نه دي
آلمان  (۱۹۹۴)مارچ
شاعر : صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


درنه ځمه ،مجبوري ده، درنه ځمه
درنه  ځمه،  مجبوري ده،  درنه  ځمه
په قسمت کې مې خواري ده درنه ځمه
ګوره ماته په غصه نه شې وطنه
راته پیښه نا چاري ده درنه ځمه

خدای پامان
درنه لاړم خدای پامان، زخمي کابله
زما روحه، زما ځان، زخمي کابله
درنه لاړم خوله زړه مې وینې څاڅي
تانه جار، تانه قربان، زخمي کابله


د بـــاد ګــــزمــــه ده د بــاران ګـــزمــــه ده
زموږ پــه کلی د تــوفـــــان ګـــــــزمــــــه ده
بــــیــا مـــې د زړه پــــــه دي  تالا جــونګړه
د غـــــم ګـــزمـــه ده د خپـــــګان ګـــزمه ده
نــــه د ګل بــوی،نــــه د بــــلبـــل سنــــــدره
پــــــه بـــــاغ او راغ کــــــې  د خزان ګزمه ده
تـــر څــــــــو بـــــه ژاړي د اغـــیــــارو ســتـــم
زړګـــــیــه،تـــــم شــــه،د جــــانــان ګـزمه ده
پـــــــه ګلــو اوری د سکـــــروټـــــو ږلــــــــۍ
د خـــــــدای حـــــرم کــــې د شیطان ګزمه ده
ژاړي پــــه ســــــــرو سترګو نیمزالې غوټۍ
پــــــه چــــمـــــن ګـــډه د تــــــالان  ګـــزمــه ده
نـــــه مـــیکده اونــه کعــــــبــه پــــاتــې شوه
کلــــــه د "شېـــــخ"   کله   د  "خان" ګزمه ده
آلمان        ۱۹ /۵ /۱۹۹۶


نــــــــن دې جــــــانـــــان د خـــــوږو کتلو تـــــــاب نــــــــه لرم
د مستــــــــو ستـــــــــرګــــــــو اِ شـــارو ته دې ځواب نه لرم
مــــــــا دې د ستــــــر ګو په " یاسین " باندې ایمان راوړی
څـــــــــوک راتــــــــه وایــــــي چــــــې کافر یمه کتاب نه لرم
مــــــا د خـــــــو ږې ګنـــــــاه مــوجــونو  ته ځان وغور ځاوه
نــــــــــــــور لـــــــــه ګــــــــدا آسمـــــــانــه تمه د ثواب نه لرم
ستـــــــــا د تــــــــودې غېږې حــــــــرم تــــــه مې پناه راوړې
تمـــــــامـــــــه شپه در ســــــره پـــــــایمــــه شتـــاب نــــه لرم
یــــــوازې تـــــا تـــــه مــــــې مغــــــروره ککــــــــرۍ ټیټیږي
ستــــــــا لـــــه خــــــوږې مینــــــې نـــــه پرته انتخاب نه لرم
د زړه غـــــــاټــــــول مــــــې درتـــــــه راووړ، یـــاره ویې منه
دوچــــــــو شــــــاړو لاروی یمــــــه، ګــــــــلاب نــــــه لـــــرم
مـــــــــا د څپــــو پـــــه وَزَرونــــــو کـــــې وطــــــــن کړی دی
چَلــــــې نــــه نــــــه ډارېـــــږم، وېـــــره له سېـــلاب نـــــه لرم


زړه یــــــــــــې لــــــــولــــــــمــــــــه خـــبــــرې پـــکـــې ګـــورم
د خــــــــــوږې مـــــیــــنــــې سنـــــــــدرې پــــــکــــې ګــــورم
د مـــــــــخ ښـــــــــار یـــــــې رانــــــــه مــــه سپمــــوه وخـــتــه
دوه حــــــسیــــنـــې جـــــــــادوګــــــرې پــــکـــــې ګـــــــــورم
چَــــــــــــلـــــــــه راغـــــــلـــــه ستــــا د ستــــرګــو سمندر کې
ورکــــــــــــوزېـــــــــــــږم مـــــــــرغــــــلـــــــــرې پـــکـې ګورم
ټـــــــــــولـــــــې یــــــــــو رنــــګ دي دمــیــنې په هیواد کې
مســــــــلـــمـــانـــې کــــــــه کــــــــا فــــرې پـــکــــې ګــــــورم
پـــــه ســـــــــروګـــــلـــــــودې غــــــــره نـــــه شـــــــې ملـــیاره
د بــــــلـــبــــل زخــــــمـــي وزرې پــــــــکــــې ګــــــــــــــــــورم
ســــــــــر ګــــــــــردانــــــــه لـــــټــــــــوم دژونــــدون دښـــتـــه
یـــــــــوڅـــــــــــو ورځــــــــــــې مـــــــســــــــافـرې پکې ګورم


ستا دزلفو سلسلې مې د یادونو سلسلې شوې
دیوې شیبې خنداوه، د غمونوسلسلې شوې
سپوږمۍ مخ دې راښکاره که، دتیارې شپې له کنډوه
چې د لمر زرینې څڼې، د دودونو سلسلې شوې
په نمجنوسترګو څارم، دآشنا دقدم لاره
خو وعدې دنن سبا یې، دکلونوسلسلې شوې
دا بهیر د تروږمیو، درڼا په کاله راغی؟
ک شیبې د خوشالیو، د ویرونوسلسلې شوې
په ویجاړه میکده کې، نه ساقي اونه صهباشته
دکوثر دامید تنده، دعمرونو سلسلې شوې
له جنته راوتلی، د دوزخ په څنډوګرځم
هم ثواب اوهم ګناه مې، د اورونو سلسلې شوې
ما یې زلفې ښکلولې، په خندا یې راته وویل
چې کاوونه دا دې پښوته، د دامونو سلسلې شوې


نن یې بیا خونړې خال په رخسار کیښود
په جلوه کې یې ښایست په ګلزار کیښود
عشقه،وړ یې په رښتیا دسلطنت شه
دزړه تخت مې دسکروټو په ښار کیښود
له جنته دې در تیر شومه زاهده
نن مې سرپه دروازه کې دیار کیښود
په تندې مې دسجدې داغونه نشته
میکده کې مې زنځیر او زنار پریښود
زه دخپلو سادګیو قربانې شوم
چې مې لاس په کوتڼۍکې دمار کیښود
پرون راغله اوریې بل راته په زړه که
نن یې ګل راته په سوې مزار کیښود
ددې وخت ناخوالې وګوره کاوونه
په ساړه ژمې یې نوم دبهار کیښود


کـوکـه دمـجـنـون شـوم،دلـیـلا کـوڅـې تـه لاړمه
څاڅکې وم،دریاب شوم،داشنا کوڅې ته لاړمه
اوښـکـه شـومـه وڅـڅـیـدم سـتـرګـو دبلبل ځینې
پـرخـه دبـهـار شـوم ، دبـیـدیـا کـوڅـې تــه لاړمــه
ګـل رانـه مـخ پـټ کـړ ، خـو اغـزیــو راتـه وخـنـدل
عـقـلـه! ورتـه ځـیـرشـه ، دادچـا کـوڅـې تـه لاړمه
تـاوه شـوه  لـه  زړه   نـه  مـې  لـمـبـه  داورنـې  نـظر
دود دسـپـیـلـنې شـوم  ،دښـکـلا کـوڅې ته لاړمه
وځـلـیـده  سـتـورې مـې پـرون دمـسـتـقبـل په مخ
راغـلـم له پــرونــه ، دســبـــا کــوڅــې تــه لاړمــه
ووتـم دبــاغـه ، خـو غــنــچــه دیــار دزلـفــو شـوم
مات مې کړ زنځیر، داستغنا کوڅـــې تـــه لاړمه


توره تروږمۍ ده رڼا نه راځي
شپه ډیره اوږده شوه سبا نه راځي
راغی پسرلی خو پسرلی نه شو
بڼ په ویر اخته دی بورا نه راځي
ګوره چې وعدې دې درواغجنې شوې
سر وخورې ریباره آشنا نه راځي
هسې له توبو یې توبه ګاره کړمه
خولې ته مې توبه له ګناه نه راځي
خاورې د کوڅې یې بادوي په سر
ټول کلې مجنون شو لیلا نه راځي
جام کې مې ساقي سکروټې واچوه
سوي زړه ته بله دوا نه راځي


شـــپـــــــــــه شــــوه د رڼا خبره هیره شوه
تا نه چې زما خبــــــــــــــــــــــره هېره شوه
ستا خواږه یادونه مې پــــــه زړه ووري
نور مې د هر چا خبره هېره شـــــــــــــــــوه
ورانه میکده شوه، د نیا ورانه شـــــــوه
خم نه د صهبا خبر ه هیره شــــــــــــــــــوه
ما ویل که راغــــــلـــــــه ورته وایم یې
راغله ، خو له  ما  خبره   هیره   شوه
باغ شو د غوټیو په ســـرو وینو سور
ګل نه د خندا خبره هــــیــــره شــــــــوه
هیره یې وعده کړه د سبا په نـــــــوم
ښکاری نن یې بیا خبره هیره شــوه
پاتې منتظر یې ځلېدو ته شـــــــوم
لمر نه د ځلا خبره هـــــــیــره شـــــوه.


ميکدې ته يې محشر په اوږو راووړ
چې زاهد د توبو غر په اوږو راووړ
څه تاثير دی د ډېوې په سره لمبه کې
چې پتنګ ورته خپل وزر په اوږو راووړ
د اشنا په غم مې کسي داوړه سپين شول
سېل د اوښکو مې نظر په اوږو راووړ
د زړه شمه به يې بله کړمه لار کې
که د شپې مړی سحر  په اوږو راووړ
د شبنم ښيښه هينداره د ږلۍ شوه
يوه څاڅکي سمندر په اوږو راووړ
د اُفق لمنه سره په وينو ښکاري
تورو ورېځو زخمي لمر په اوږو راووړ
دلته، جوړه قتلګاه، ده د غوټيو
سره غاټول ورته خپل سر  په اوږو راووړ


ساقي دروغجنې دې وعدې شوې، ډیوې بلې نه شوې
په میکده کې ډیوې مړې شوې، ډیوې بلې نه شوې
خمونه تش، پیالې نسکورې، میکدې ویجاړې
بیا د زاړه زاهددورې شوې، ډیوې بلې نه شوې
سپوږمۍ په وریځوکې ویده، ستوري دودونوکې پټ
د تورې شپې زلفې خورې شوې، ډیوې بلې نه شوې
تشه بیدیا ده نه لیلا نه یې کیږدۍ شته پکې
مجنونه! خاورې دې اسرې شوې، ډیوې بلې نه شوې
یوه سپرغۍ وه ځلیدله د ایروپه منځ کې
اوس هرې خواته سرې لمبې شوې، ډیوې بلې نه شوې
باغ کې چوپتیا ده، ونې زانګي دماتم په څڼو
دژمي شپې څومره اوږدې شوې، ډیوې بلې نه شوې
چایې په یاد چیرته نه شمه او نه ګل کیښوده
دسروغاټولومرۍ پرې شوې، ډیوې بلې نه شوې
دجانان غمه د زړه کور راته روښانه که ته
بیا تور ماښام، تورې تیارې شوې، ډیوې بلې نه شوې


یوځلې بیا لږه ښکاره شه، زلفې وښوروه
دحسرتونو میلمنه شه، زلفې وښوروه
دشپو په څڼو کې مې شپې دي، شپې په شپې تیروم
دلمر خاته د وخت شغله شه، زلفې وښوروه
یوسف ترې لاړو د کنعان کوڅې شوې شړې پاتې
د زلیخا دمخ جلوه شه، زلفې وښوروه
ترخه خمار مې زهرجنې کړې ترخې د ژوندون
ته دصهبا ډکه پیاله شه، زلفې وښوروه
لکه خوبونه راته ښکاري مسافر وختونه
ته د یادونو سلسله شه، زلفې وښوروه
سیلۍ دمني باغ په باغ ګرځي ګلان رژوي
دپسرلي خوږه  وږمه شه، زلفې وښوروه
ګوره دا مات سر مې چې هیڅکله ټیټ نه کړې چاته،
زما پښتو زما شمله شه، زلفې وښوروه


ګرځم د زړه په بتکده کې مې بتان ماتوم
کعبه دهیلو ورانوم، سر د ارمان ماتوم
چې مې د خیال په تېشه وتوږه په خپل ذهن کې
هغه دټول عمر انځور مې د جانان ماتوم
ګدا خو نه یم چې خیرات به له فلکه غواړم
غرور دغره اوبه کوم، خوله داسمان ماتوم
زړه په دریاب ورګډوم امیل د اوښکو اوبم
سېپۍ دهیلوماتوم، خول دباران ماتوم
چې یې زموږ په کرونده کې لمبې وکرلې
بادونه ریبمه، لاسونه دتوفان ماتوم
زاهده تا که میکده کې پیالې ماتې کړلې
زه له توبو نه توبه ګار یمه، پیمان ماتوم


بیا د ارمان غوټې رژیږي، د جانان سترګوکې
ږلۍ دمني راوریږي، د جانان سترګو کې
دشپې سریزه ده تورتم په بریدلو ښکاري
د تور ماښام ستوري ځلیږي د جانان سترګو کې
لمر شهید شوی که افق زموږ په وینو سور شو
که سره غاټول دي چې ټوکیږي د جانان سترګو کې
د جانان سترګو کې زما د ژوندبیړۍ ډوبه شوه
یاغي توفان دی چې بهیږي د جانان سترګو کې
شور دځوانۍ دی که لذت دیوې نوې ګناه
که دتاک لور لوڅه نڅیږي د جانان سترګو کې
لکه چې بیا په محتسبه بلا واوښتمه
سپیره قسمت راته ګواښیږي د جانان سترګو کې
کاوونه بیا دې د زړګي جونګړې اور  اخیستی
که دهوس لمبې بلیږي د جانان سترګو کې


لا مې تر اوسه ستوري څاڅي د ګریوان په لمن
د زړه دودونه مې لګیږي دآسمان په لمن
دګلو ناوې نا امیده دسپرلي ډولۍ کې
زخمي بلبل ورته ژړیږي د خزان په لمن
پردی وطن دی مسافرې شپې په غم تیروم
کاشکې یوه شیبه ویده وای دجانان په لمن
وجود مې اور اخلي سوزیږمه، لمبه لمبه شم
چې د سکروټو باران ګورم د افغان په لمن
ساقي له خم نه مرور، خم له صهبا نه خالي
دمیکشانو ډلې ګرځي د بیابان په لمن
بیا زوړ زاهد دی بیا هماغه محتسب وختونو
بیا مې داغونه دي چې څاڅي د ایمان په لمن
هسې مې ډکه شوه د زړه دښته د زیړو ګلو
لکه چې ستوري وي ټومبلي  دآسمان په لمن


له تندې مرمه،خو ساقي ته مې لاس نه رسیږي
د ترخو میو، کنډولې ته مې لاس نه رسیږي
د دې بې رنګه او بې بویه پسرلي په شپوکې
ګل خو لا پریږده چې اغزي ته مې لاس نه رسیږي
لکه د ژمي د کمره په سر ولاړه ونه
له وږمې هیر یم پسرلي ته مې لاس نه رسیږي
لکه د اوښکو څاڅکی پریوتم په خپل ګریوانه
تشه سیپۍ یمه غمي ته مې لاس نه رسیږي
په پټه خوله یې د هجران په سرو سکروټو سوزم
ژړا مې هیره اسویلي ته مې لاس نه رسیږي
چې پکې وڅښمه دیار د خوږې مینې ترخه
د زړه ټوټې ټوټې کودي ته مې لاس نه رسیږي
ما ویل وابه خلم کسات ترې د شهیدو شېبو
خو ګریوانه د زندګي ته مې لاس نه رسیږي


زوی مې زما په ژبه نه پوهیږي،
زه مې له پلار سره، یوه مسجد کې لمونځ نه کوم،
پلار مې په خپله لاره ځي او زه په خپله لاره،
زوی مې زموږ لارې،
منسوخې،
کږې لارې بولي .   
او د خپل ځان لپاره بله نوې لار لټوي .
زموږ د ژوند دود او دستور داسې دی،
موږه د لارو د  بدلون په هنر ښه پوهیږو
خو د ځانونو بدلولو سره روږدي نه یو
ځکه خو ټول عمر
په لاره کې یو،
منزل ته،                     
نه رسیږو.


د لمر په کلي باندې، بره شپه ده
دژمي شپه ده، بې سحره شپه ده
سپوږمۍ ویده ده، ستوري نه ځلیږي
له مازدیګر تر مازدیګره شپه ده
بلخ او هري په تروږمیو کې ډوب
له بدخشانه تر خیبره شپه ده
رستم په څاه کې د شغاد لویدلی
ډکه له درده، له پرهره شپه ده
نورو ته لمر دی په قسمت ورغلی
زموږ په برخه، برابره شپه ده
په تورو وریځو کې بریښنا شوه چیرې
که یې له زلفو مروره شپه ده
ګل د وربل دې راته وځلوه
جانانه شپه ده، ستمګره شپه ده


زه به دلمرله غوړیدلي باغه
یو څوتازه ګلونه وشکومه
او ستا دزلفو توره شپه به پرې رنګینه کړمه .
زه د پرخې د الماسو دانې،
دشنې وږمې په تار کې وپېیمه
اوستا په غاړه به یې وځړوم .
که دیو ځلې او دتل لپاره ،
زما دزړه کورته راننوزې ،
او بیا دمینې په نوم ،
راته هماغه هیرې شوې ډیوې ولګوې
هغه چې مااو تا په ګډه سره ،
د لویې مینې په نوم
زموږ دهیلو په ماڼۍ کې امانت ایښې وې


بیګاه سترګو داسمان ژړلي ستوري
چې د تورې شپې په دار ختلي ستوري
شپه لا نده سبا شوې چې شپه راغله
تروږمۍ لا تللې نده، تللي ستوري
سپین سهار یې تور ماښام ته قرباني که
شپې په غشو دتیارو ویشتلي ستوري
د افق لمنه سره شوله په وینو
چا په توره د ستم وږلي ستوري
څه پروا ده  که سیلۍ کلونه یووړل
ما په زلفو دجانان ټومبلي ستوري
چا خالونه بایلولي چا سرونه
موږ دمینې په سره لار بایللي ستوري
وخته ته به یې ځلا خاموشه نه کړې
د رڼا له ګریوانه وتلي ستوري
نن کوټۍ د اسمان تشه توره ښکاري
پکې نه ځلیږي سپین سپیڅلي ستوري


تورې خاورې به یې پورې کړم په سترګو
که قسمت یو ځلې بیا وطن ته بوتلم
خپلې اوښکې به یې پرخه کړم د ګلو
که کوم باد هغه ښایسته چمن ته بوتلم .


بـــــلـــــــې لـــمـــبــــې دې لــــــــــــه رخــــــســــاره وځــــــــــي
دود مــــــــې د زړه لـــــــــه ســـــــــوي ښــــــــــاره وځــــــــــــي
ډیـــــــــــوې د ســــــتــــــرګـــــــو راتـــــــــــه ولـــــــــــګـــــــــوه
شــــــــــپــــــــه مــــــــې د ستــــــورو لـــــه مــــداره وځــــــــي
مـــــنــــصــــــوره مــــیــــنــــه مـــې زنـــــګـــیـــــــږي پـــکــې
دعــــــــشـــــــــــق جـــــــــلــــــــوه ځــــکــــه لـــــه داره وځـــــي
زه یـــــــــم چــــــــې ســــــــوز مـــــــــې ســـریــــــنــــــده ژړوي
زمـــــــــــا نــــــــغـــــمــــــــه ده چــــــــې لــــــه تــــاره وځـــــــي
زه لــــــــــــه اولــــــــــــه، لــــــــــــــه ازلـــــــــــــه، زه یـــــــــــــم
شــــــــــورمــــــــې لـــــــه مــــستــــه لــــه هــــوښیـــاره وځي
کــــــــــــلــــــــــه اغــــــــــــزی، کـــــــلــــــــــه اروا د ګـــــــــــلـو
درنــــــــــــګ قــــــیــــــــامــــــــت مـــــــې لــــه بـــهــاره وځي


ســـــــوز یــــمه اخیســــتـــی ، دســـــازونـــــو راته مه وایه
پــــــــرې مــــې ږده یــوازې ، دبــــــزمـــــونـــو راته مه وایه
زه د عــــمــــر تـــــــږی وم تـــــــاتــــش ســـــراب تــــه بوتلمه
یـــــــــه ســـاقــــــي دورغجنه ، د جــــامونــــو راته مه وایه
څـــــــــو بــــه مـــــې د زړه پـــــــه دښته، لونـــې د لمبو تخم
ټـــــــول ایـــــرې ایـــــــرې یـــــــم، داورونـــــــو راته مه وایه
مــــــــا خو لــــــه دې بـــــــاغـــــه بس یوازې اغزي واوښتل
غلـــــــــی شــــــه ملیــــاره،د ګلونــــــــــو راتــــــه مه وایـــــه
راغلـــــــم له کــــــوم ځایـــه او پـــــــه کوم لوري روان یمه؟
نـــــــــــــور د نـــــــــا مالومـــــــــو منزلونــــــــو راته مه وایه
نه په سـروکې سره شته، نه په سپینو کې سپین پاتې دي
رنـــــګ پـــــه رنګ بـــــــدلیږي درنګونـــــــو راتــه مه وایه
بیـــــــا د کـــــــوم منصور مغــرورې غاړې ته رسۍ اوبې؟
شیخــــــه !نـــــــور د ږیـــــــرې د وژغــــــونو راتــــه مه وایه


د مجنون د زړه تڼاکه، د لیلا په بڼو زانګم
څاڅکی اوښکه د حسرت یم، د آشنا په بڼو زانګم
د پرون سپیره یادونه، د سبا زرغونې هیلې
د زخمي ماضي پیغور یم، د سبا په بڼو زانګم
د امید پلوشه تته، د تیارو ډیو روښانه
په دې تکه توره شپه کې، د رڼا په بڼو زانګم
د حسین ساقي تر څنګه، د صهبا پیاله نسکوره
د لمبو د خدای په وړاندې، د ګناه په بڼو زانګم
د خندا په اوږو وړمه، جنازې مې د خوښیو
د ماتم په لمن لوبم، د خندا په بڼو زانګم
هلته سر د یار په وره کې، دلته سر په زنګانه یم
هلته خاورو سره خاورې، دلته بیا په بڼو زانګم
په مذهب د مستۍ کې، نه کافر نه مسلمان شوم
خم په سر پورته کومه، د صهبا په بڼو زانګم


خوله یې له شونډو په سلام اخلم
له خپله بخته، انتقام اخلم
ساقي تندی دې راته مه ګونځوه
نن یې له مستو سترګو جام اخلم
زاهده ستا دې وي اغزنې توبې
زه له غوټیو نه پیغام اخلم
که دې خندا رانه پردۍ شوه نو څه
خپلو دردونونه به کام اخلم
د مخ کابل دې رانه مه سپموه
ناز دې په سترګو تر باګرام اخلم
هره شیبه شي ګلورینه راته
چې د آشنا کوڅه کې ګام اخلم


دا یې د وصل، انتظار باسم
که د اغزو په څوکو، لار باسم
په سر ورځمه په پښو ورځمه
دا ځل آرمان مې د دیدار باسم
نن یې ساقي راته په خم کې راکه
چې د تمام عمر خمار باسم
شپه له ماښامه تر سهاره پورې
زړه کې تصویر مې د دلدار باسم
د خیال په ګوتو مې د زړه په دړه
انځور د مینې د مزار باسم
تندی په تشو سجدو نه سولوم
د عشق ناره په سر د دار باسم
د پرخې سترګو کې هیندارې ګورم
پښې مې د تیږو له بازار باسم


تــــــــــــــورو تــــــــپـــو پـــــســــــې ستـــــوري  دسهــــر وړم
ســــــــــــرو لـــــمـــــــبــو تــــــه پـــر اوږو بــــانــدې وزر وړم
غــــــــړونــــــــدې راتــــــــه پــــــــــه غــــــاړه ســـتـا د مینــې
مــــــــــلا مـــــــتـــــې د مــــســـلــــم او د کــــــــافـــــــــــر وړم
پـــــــــــراوږومــــــــــې دآرمـــــــــان صــــلــــــــیــــــب راوړی
د تــــــــــومـــــــــــت کــــاڼــــۍ کــــودړي مـــې پـــر سـر وړم
پــــــــــــه کــــــــونـــــــــډۍکــــــــــې ځـــایــوم دریاب دهیلو
پـــــــــه لـــمــــنـــــــــه کــــــــې داوښــــــکـــوســـمـنـــدر وړم
ستـــــــا د یــــــــادڅـــــــلـــــی پــــه ښــــوی ښـــېـــرازه سـاتم
دزړه ګــــــــــــل ورتـــــــــــه ســــهـــــر ومـــــازیــــــــــګـر وړم
پــــــــه څــــــــــــــړۍ مــــــــۍ اور بــــلــیـــــږي لکــــه شـمـــه
تــــــــــورو شــــــپـــــوتـــــــــه څــــــراغـــــــونــــــه د باور وړم


لـــــه غــــــرو راواوښت ، کاروان دګلو
پــــــه دښـــتــــو خپورشو ، آلوان د ګلو
پـــــه بـــــــاغ وراغ کي ،رنګونه پلوري
بــــــهــــــــــار پـــــــرانستي ،دکان دګلو
بـــــد غــونــــــي ژمي ، په اغزو وخوت
شــــاتـــــه یــــــي پریښود ، جهان د ګلو
پـــــــه زمـــــــولــو ډکو ،غوټي ټو کیږي
پـــــــه شــــپــــــولو راغي ،دوران د ګلو
غا ټولو سري کړي ، میګوني شونډي
جــــامـــــونـــــه راوړول ، جـــانــان د ګلو
وږمــــي تـــــــړلـــــي ، وری د مـــشـــکـو
عــــــطـــرونـــــه شیندي ، ګریوان دګلو
زاړه زردشـــــــت دي ، لـــمـــبــــي کرلي
کــاروان روان دي ، تـــــوفـــان د ګــلـــو؟
داځـــــل کــــــــه راغلي ، جانانه تم شه
چـــــي مـــــــي پوره شي ، ارمان د ګلو
تـــــه چـــــــي ګـــلونه ، په وربل کیږدي
پــــــــه مـــــــــا وریــــــــږي ، باران د ګلو


شپه راخـــتلــــــــــــــې ده، سبا نشته
تیاره رابــــــــره ده، رڼــــــــا نشــــــته
خمـــــونه تش دي میکدې ویجاړې
شرنګ د پیالو نشته، غوغا نشته
بـــــلبـــــــــلان ځـي ونو ماتم نیولی
د ګل  په  شــــونډو کې خندا نشته
مجنون د تورې شپی په دښته کې ورک
شغله د حسن د لـــــیــــــــــلا نشته
نه د تاک لور، نه یې بربنډه نـــڅا
هــــــم یې لـــذت هم یې ګنا نشته
د زاهد عمر لـــــه درواغو نه ډک
یوه شـــــیبــــه پکې رښتیا نشته
دنیا له ښکلــــــو ښاپېرو ډکه ده
خواږه کاته مې د آشــــــنا نشته
کلی هغه دی کوڅې هغه دي خو
د لیونو پکې غــــو غــــــا نشته
ساقي ! ما ښام شو ډیوې ولګوه
ستوري پر ېوتي دي ځلا نشته


تـــــه چـــــې لــــونې له سرو سترګو مر غلرې
ښــــــکــــیــلوي مې دزړه ښار،دغم لښکرې
دشــــــــرقــــــــي شــاړې غاټول یم باد راوړی
ګـــــــرځــــــومــــــــه ځــــان کې کاړې او کمرې
هـــــر ورځ راځــــنـــــې چـــــــوري مسلمان زړه
مــــغــــربـــــــۍ په خوله پستې په زړه کافرې
د کــــعـــبـــــې پـــــه هـــیـــلـــه لاړه ترکستان ته
شـــیــــخ لا اوس هــــــم لــــټـــوي کندې کپرې
زه د جـــــګـــــــــو آســــمــــاني څوکو ګربت وم
چــــــــامـــــــــې پـــــــرې دالــــوتــو کړلې وزرې
مـــــاوطـــــــــن پـــــــه اور کــې کړی سمندر یم
راتــــــــه مـــــــه کـــــــوه ســـــــړې ســـــړې خبرې
چـــــــې لـــــــه عـشـــقـــه مې رابولي عافیت ته
رانـــــــه غــــــواړي د مــــاتـــــم په ورځ سندرې
ګوری زلفې دې خورې کړې، شپه خوره شوه
لـــمــــــر دې پــــــټ کړ ګریوانه کې زورورې


راشــــــه چـــــې پـــــه لاره بــــانــــدې فرش درته لیمه کړمه
تـــــاتــــــه پــــــه کـــتــــو کـــتـــو بــه دواړه کسي سره کړمه
تــــــــه دې دســــتـــم کـــیـــڼـــــې کــــــږې راتـــه مُــغـلې کړه
زه بــــــــــه مـــې هــــــوډونــــه بــــیـــا لــه سره پښتانه کړمه
ستـــــا د انـــــــاري شـــــونـــــډو شــــراب په مینه شو ممه
شــــــــومــــمــــه اورونـــــه، چــــې اورونـه پرې ساړه کړمه
خـــــــوبـــــــه لـــېـــونـیه بیا په کوم شوګیر کې پاتې شوې
راشــــه چــــې د ستــــرګـــو پــه زانــګو کې دې ویده کړمه
زه بــــه ځـــان د شـــمـــې پـه دود څاڅکی څا څکی وسېزم
هــــومــــره بـــــه اوبـــه شـــم چـــې دې تیـــږه زړه اوبه کړمه
تـــه خو اوســـنۍ شوې ځان دې هېر کړ، زه دې هېر کړمه
زه لا پـــخـــوانـــی یــــم، تــــا بــــه ځــان کړم، تابه زه کړمه
خـــیــــر دی کــــــــه د مـــیـــنـــې لاره ډکــه لـــه اغـزونه، ده
ســــــــتـــا رنـــګـــیـــن یـــادونـــه بــه له ځانه سره مله کړمه
زه مـــــــلامــــت نـــــه یــــــم تــــلـــوســـه دې دلیــــدو لــــرم
داســـــــې چــــې پـــه بـــیـــړه بــیــړه ستا په لورې تله کړمه
ځـــان راځـــنـــې ورک شــي ستا د سترګو په هیندارو کې
ټــــول شـــمـــه هـــیـــنــــداره چـــې هــیندارو ته کاته کړمه


د یار په مخ زلفې خورې خو نه دي
لا راختلې تورې شپې خو نه دي
سر ټیټوم د آشنا پل ښکلوم
زاهده ستا تشې سجدې خو نه دي
زه به نو ولې ترې پرهیز کومه؟
پیالې د میوو دي، توبې خو نه دي
شیخه، ستنې دي که ناولې ګوتې
دښکلو زلفې دي توبې خو نه دي
زړګیه روڼ به دې کړي دود به نه شې
د مخ شغلې یې دي، لمبې خو نه دي
راځه چې بلې کړو د میوو ډیوې
ساقي! لا ورانې میکدې خو نه دي
کووونه  تمه د وفا ترې مه کړه
مغربي نجونې پښتنې خو نه دي


زړه نه مې څاڅي، در پسې وینې
د ګلو لښتې، یه نازنینې
ستا په ستم مې، قلم قلم زړه
ستا په تومت مې، جامې رنګینې
نه مې هیریږې، نه در رسیږم
له لیرې مرمه، نژدې سوزیږم
خبره نه شوې ز ما له سوزه
خبره نه شوې زما له مینې .
سهار رانغی، بیا ماښامونه
بیا د غلچکو شپو، یرغلونه
ځلانده لمره، څپانده لمره!
لږ راخورې که، زلفې زرینې .
میکدې ورانې، رندان خاموشه
نه څوک عاقل شته، نه څوک مدهوشه
د تاک رګونه، پاتې له جوشه
تشې پرتې دي دمیو پینې


که وږمه یې راروانه د کاکل شي
د دې وچې دښتې ترخې به ګل، ګل شي
ماته څانګه د اغزو شي چې لاس وروړم
د رقیب په لا کې لښته د سنبل شي
د زاهد زړه به له خپله ځانه تور شي
که یې سترګې آیینې ته مقابل شي
د زړه پاڼې،پاڼې ګل به ترینه ځار کړم
که مې تللی آشنا بیا را سره خپل شي
د آشنا په اصالت باندې پوه نه شوم
کله جوړ ترینه پښتون کله مغل شي
چې غوټۍپه خپله لنډه خندا خاندي
ترینه جوړې سوې ساندې د بلبل شي
زنګوم به یې د سترګو په زانګو کې
که نصیب راته خوبونه د کابل شي


که زه جامونه تشومه، شیخه ستا یې پې څه
زړه په سکروټوداغومه، شیخه ستا یې پې څه
که له ساقي نه مې د عقل زولنې غواړمه
که رنځیرونه شرنګومه، شیخه ستا یې پې څه
که د تقوا له ښاره ووتمه زیان یې څه دی
که خرابات جارو کومه، شیخه ستا یې پې څه
ته د سجدو کچکول کې غواړې ترې وصال د حورو
زه یې کچکول نسکورومه، شیخه ستا یې پې څه
زه له ماښامه تر سهاره په مزار د هیلو
د اوښکو شمې بلومه، شیخه ستا یې پې څه
چې د آشنا کوڅې ته ځمه هر بیګا او سبا
هلته مې سترګې خوږومه، شیخه ستا یې پې څه
تورو خاموشو ماښامونو کې غوغا کرمه
ویدې نشې راپارومه، شیخه ستا یې پې څه


آشنا پردی، کوڅه بدله ښکاري
ټوله دنیا راته، شډله ښکاري
پسرلنۍ ښکلا یې وغوړیده
د ګلو باغ یې له وربله ښکاري
بلبله پام کوه بې هوډه نه شې
لاره اغزنه تر سنبله ښکاري
اسمانه نور مې همت مه ازمویه
تاته ماڼۍ ماته کوډله ښکاري
څومره اوچت دی افغاني غرور مې
د سوال غنچه راته خځله ښکاري
پتنګه راشه که وزر تودوې
لا یې د حسن ډیوه بله ښکاري
د ګلو جوش دی که شغلې شهیدې
چې له هراته، تر کابله ښکاري


زه به دلمر له غوړيدلي باغه
يو څو تازه ګلونه وشكومه
او ستا دزلفو توره شپه به پرې رنګينه كړمه .
زه به دپرخې دالماسو دانې ،
دشنې وږمې په تار كې وپييمه
وځړوم . او ستا په غاړه به  يې
دتل لپاره، كه ته يو ځلې او
دزړه كور ته راننوزې ،  زما
بيا دمينې په نوم،  او
راته هماغه هيرې شوې ډيوې ولګوې
ګډه، هغه چې ما اوتا په سره
دلويې مينې په نوم ،
زموږ دهيلو په ماڼۍ كې امانت ايښې وې .


په پلو كې يې شغله په بلۍ راوړه
كه آسمان په ګريوانه كې سپوږمې راوړه
درڼا ناوې پلو په مخ راخپور كه
تورې شپې دترو ږميو ډولۍ راوړه
زه دګلو دغونچو په تمه ولاړم
خو اغزيو نه مې ډكه ځولې راوړه
دلمبو غو ټيو باغ په سر اخيستى
سپينو وريځو تكه توره ږلۍ راوړه
وچوي دونو وينه په رګوكې
درواغجن پسرلي يخه سيلۍ راوړه
چې دخپلې غاړې هار پرې ښايسته كړي
ماغريب ورته داوښكو ډالۍ راوړه
دبڼو په سر يې بيا ستوري ځليږي
داسې ښكاري ماښامونو غدۍ راوړه
دآشنا دڅڼو بوى له كلي ووت
لمره ته ورته دزلفو ګيډۍ راوړه


لامې تراوسه ستوري څاڅي دګريوان په لمن
دزړه دودونه مې لګيږي داسمان په لمن
دګلو ناوې نا اميده دسپرلي ډولۍ كې
زخمي بلبل ورته ژړيږي دخزان په لمن
پردې وطن دى مسافرې شپې په غم تيروم
كاشكې يوه شيبه ويده واى دجانان په لمن
وجود مې اور اخلي سوزيږمه، لمبه لمبه شم
چې دسكروټو باران ګورم دافغان په لمن
ساقي له خم نه مرور، خم له صهبا نه خالي
دميكشانو ډلې ګرځي دبيا بان په لمن
بيا زوړ زاهد دى بيا هماغه محتسب وختونه
بيا مې داغونه دي چې څاڅي دايمان په لمن
هسې مې ډكه شوه دزړه دښته له زيړو ګلو
لكه چې ستوري وي ټومبلي دآسمان په لمن


بادونه دي، غوغا كوي باغونه،رژوي
شنې ونې لوټوي، رنګين ګلونه،رژوي
وږمې پرون راوړى وپيغام دغوړيدو
نن توره سېلۍ راغله، بهارونه رژوي
يو باددى را الوتى له سرابه د وعدو
په شونډو د جانان مې ځوابونه، رژوې
د حسن له جلوې نه يې زاهد نه دى خبر
سجدې پيكه كوي اوايمانونه رژوي
راووت له مسجده، شو دېره په خرابات
دخم په پښو كې رغړي،ثوابونه رژوي
نه ويره له سكروټو او نه تنده دكوثر
ملا دتخت له پاسه خمارونه رژوي
ښكار يږي چې تش ياد يې هم،په ما نه دى پېرزو
رقيب مې دجانان كوڅه كې پلونه رژوي
دسترګو په آسمان كي يې بيا ستوري شول رابر
شوګير يې راته ښكاري چې خوبونه رژوي .


دبادونو شپه ده ده ، شپه دباران
دزړه په كور مې دغمونو شپه ده
شماله ورو، ورو يې په ناز خوځوه
ديار په زلفو دګلونو شپه ده
دايې خندا په اننګو كې ويده
كه په ككو يې دنازونو شپه ده
وچ او لانده پكې په ګډه سوزي
زموږ په كلي داورونو شپه ده
دلمر په څڼوكې خځلې زانګي
په شنه جنت د دوزخونو شپه ده
نه شنه خندا نه تبسم دګلو
په باغ پريوتې دخوبونو شپه ده
ونې له ويرې تنفس نه كوي
شپه ده  شپه ده ، دتورو توفانونو
ټوله دنيا درڼا سين كې لامبي
زموږ په برخه، دعمرونو شپه ده
ډيوې خاموشې، ميكدې ويجاړې
دتورو تپو ماښامونو، شپه ده


هره ورځ د آرمانونو جنازې وړو
هديرو ته دګلونو جنازې وړو
دبادونو كرونده په اوښكو پالو
دشهيدو بهارونو جنازې وړو
داميد باغچه دوينو جزيره شوه
د وږمي دشنو وزورنو جنازې وړو
دبدرنګې شپې له سيوري نه لمر غواړو
جنازې وړو د ګلمخوسهارونو
په ايرو كې لټوو قسمت د ستوري
جنازې  وړو. دهيندارو ديادونو


کـوکـه دمـجـنـون شـوم،دلـیـلا کـوڅـې تـه لاړمه
څاڅکې وم،دریاب شوم،داشنا کوڅې ته لاړمه
اوښـکـه شـومـه وڅـڅـیـدم سـتـرګـو دبلبل ځینې
پـرخـه دبـهـار شـوم ، دبـیـدیـا کـوڅـې تــه لاړمــه
ګـل رانـه مـخ پـټ کـړ ، خـو اغـزیــو راتـه وخـنـدل
عـقـلـه! ورتـه ځـیـرشـه ، دادچـا کـوڅـې تـه لاړمه
تـاوه شـوه  لـه  زړه   نـه  مـې  لـمـبـه  داورنـې  نـظر
دود دسـپـیـلـنې شـوم  ،دښـکـلا کـوڅې ته لاړمه
وځـلـیـده  سـتـورې مـې پـرون دمـسـتـقبـل په مخ
راغـلـم لـه پــرونــه ، دســبـــا کــوڅــې تــه لاړمــه
ووتـم دبــاغـه ، خـو غــنــچــه دیــار دزلـفــو شـوم
مات مې کړ زنځیر، داستغنا کوڅـــې تـــه لاړمه

ددوزخ په څنډو 

لوستل شوی 10357 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:35

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي