رڼا مومندي



زړه کی فاصلی ترمنځه راغللی
ماتی چی وعدی ترمنځه راغللی
مینه او وصال کی ورته وګوره
شوڼډو کی پلمی ترمنځه راغللی
خدای خبر چی وچی لمدی سترګی شی
اوښکو کی ویالی ترمنځه راغللی
نن به د بیلتون تیاری ملګری کړم
ګرانه شوګیری تر منځه راغللی
مینی نه معنی دمینی تللی ده
داسی زمانی ترمنځه راغللی
تاخوزړه په ماباندی سپارلی وو
ولی مو دوکی ترمنځه راغللی
خدای خبر چی دایاری ځای ونیسی
خوله کی چی ګیلی ترمنځه راغللی
سترګی می منکری ستا له مینی شوی
سختی فیصلی ترمنځه راغللی

لوستل شوی 9025 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:47
دې ته ورته نورې ليکنې « سنګروال صالحه وهاب واصل »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي