طالب منګل


هغه ښکلى مې په زړه کې غځېدلى
د شيدو سنيد يې په خوله کې غځېدلي
د شرابو په جامونو کې يې شونډې
د جنت په دروازه کې غځېدلى
د خوږو شاتو کسې يې ډکې څښلي
د سندرو په وياله کې غځېدلى
د کوثر له خونده ډکې سپينې سترګې
خيال د ستورو په ډيوه کې غځېدلى
د تمبې له شاه يې راکړه سپينه غاړه
چې وجود مې په نشه کې غځېدلى
طالب منګل


راوپس شول ارمانونه ، دريابونه
ښکلومه دې لاسونه ، دريابونه
په ماښام کې پاڼې،پاڼې راسره وي
ستا دسترګو کتابونه ، دريابونه
لکه څاڅکى مې له سترګونه رخصت شوې
دريابونه ، دريابونه ، دريابونه
بې امکانه رڼاګانې درسره دي
که بليږي څراغونه ، دريابونه
د نغمو او د سندرو په درياب کې
رانه پاتې اندامونه ، دريابونه
پرېشاني مې ده په ذهن کې طالبه!
راسره دې تصويرونه ، دريابونه
طالب منګل


په څادر کې مو راټولې کړې ساګانې
د الله،الله په شور کې پناه کيږي(ج)
هدېرې مو په روحونو کې ايسارې
زنده ګې لاړه په سور کې پناه کيږي
 
له هندارو نه پردې راغورځېدلي
تصويرونو کې مو ناز د حادثو دى
په جذبو کې لوڅې،لوڅې سترګې ګرځو
نظرونو کې اغاز د حادثو دى
 
قدمونو ته رالندې شولې سترګې
رڼاګانې په قبرونو کې پرتې دي
په ښکلا پسې مو لاس د کاڼو رسي
په وجود کې مو شليدلي آيېنې دي
 
په جامونو کې مو څښلي دي سکروټې
پستې کوتې په پيالو کې وينې، وينې
په چينه کې مو زخمونه رابهر شول
رابهيږي په اوبو کې وينې،وينې
 
د سندرو پيغمبر سره ساه نه شته
د سازونو منارې راغورځيدلي
په ګډا،ګډا د ډمې سترګې ورکې
په تخچونو کې ډيوې راغورځيدلي
 
طالب منګل


په ماښام کې د رنګونو غزا راغله
په سازونو کې ولاړې منارې دي
لوپټه کې درنه سترګې پناه کيږي
اندمونو کې دې لوڅې هدېرې دي
 
له خپل ځان نه دې هندارې رابهر کړې
سوځيدلي تصويرونه په کې غواړې
بې څيرې دې جنازه مخ ته پرته ده
ته لګيا يې اندمونه په کې غواړي
 
په وجود کې بې امکانه غوندې پټ يې
زمانې سره جهاد کولى نه شې
دريابونه دې راپرېوتل له سترګو
خو د تږو څه امداد کولى نه شې
 
د خپل عشق جذبه دې والوته له سترګو
پرهارونه په ګلونو کې ايره شول
له سرو شونډو نه دې ناز دنېشې ووت
اننګي د ې په مچکو کې اوبه شول
 
پريشاني دې ده په ذهن کې راټوله
په رنګونو کې چې خوب کولى نه شې
دومره لويه حادثه درسره مله ده
ته د ښکلو مينتوب کولى نه شې
__
طالب منګل


د شرابي سترګو سلام ، لکه د بنګو پيالې
نشه نشه يې کــړم تمام ، لکه د بنګو پيالې
 
غزل مې دومره شو خمار راديف يې وزنګيده
خداى راليږلى و الهام ، لکه د بنګو پيالې

کوم ليونى له کلي تللى و چې بيرته راته
پېغلې ولاړې وې په بام ، لکه د بنګو پيالې

دا د کابل شوخه جېنۍ په جادوګرو سترګو
له مانه واخلي انتقام ، لکه د بنګو پيالې

ګلې له تاسره هوس د خولګۍ پاتې نه شو
په ما دې داسې کړه حرام ، لکه د بنګو پيالې

ستا له نظره لپې،لپې شات راوبهيدل
تا چې راوکتل ماښام ، لکه د بنګو پيالې
طالب منګل


د تخيل په رنګينيو کې پناه شوې له ما
په غزليزو تنهاييو کې پناه شوې له ما
 
دفلسفو ټول کتابونه دې په سترګو کې وو
د دغه ښار په ليونيو کې پناه شوې له ما
 
د ستا څيره که له ګلونو سره پېغله نه شوه
خو وړاندې لاړې په سپرليو کې پناه شوې له ما
 
په لوپټه دې څاڅکي وشيندل راودې کتل
دومره مې ولېدې سلګيو کې پناه شوې له ما
 
طالبه! ماسره دې ډېره ګوزاره وکړله
د خپل وجود په اسويليو کې پنا شوې له ما
طالب منګل


لاس مې پورته کړه د يـار پستې سينې لا
زه راستون شومه راپرېوتم  په ځان کې
 
روح  مې  ښکل کړ د نازکو  غـــزلونو
زه  فنا شوم ستا د سترګو پـه  ديوان کې
 
حادثې د لوپټې  پــــــــه  وجود  جوړې
تورې زلفې لوڅې پريږده پـه باران کې
 
ما ذرې،ذرې پــه ذهن کې راټول کړې
ستا  څيره  لاليه  نه شته  پـه امکان کې
 
ليونتوب  ته  بــــــه  تنها  نه  وې  طالبه
څو ټنۍ درسره ښې دي پـه ګرېوان کې
---
طالب منګل


نور د ليونتوب نه شته امـکان له دې نه وړاندې
عشقه څنګه وساتمه ځـــــــان له دې نه وړاندې
 
خوب د کاېناتو پــــــــــه پستو څنګلو پرېښودم
نـــــه و بيرته راغلمه انسان  له دې نه وړاندې
 
ياره چې څيره مې ستا پــــه سترګو کې حيرانه
ته چې راتلې روح مې شو راوان له دې وړاندې
 
روح مې په غزل کې تــا ذرې،ذرې راټول کړ
نور د فلسفو ويل اســـــــــان له دې نه وړاندې
 
نن یې په دعــــــــــــــــــا کې چې ‌طالبه يادولې
ښکل یي ګړ پــــه لپو کې اسمان له دې وړاندې
ـــ
طالب منګل

سپوږمۍ دا سپين مــــــړوند راوغځوه
د خوب زرين مــــــــــــړوند راوغځوه

دا د وصال په نــــــــــــــــه قراره شيبه
نشته يقين مــــــــــــــــــړوند راوغځوه

دعا دې وکړله پـــــــــــــــــه سپينو لپو
پاتې امين مـــــــــــــــــــړوند راوغځوه

ژونده!له تاسره څــــــــــــه پاتې نه دي
يو اخيرين مـــــــــــــــــړوندر اوغځوه

ای د باغي غـــــــــزل معصومې قفيې!
لږ د تسکين مـــــــــــــــړوندر اوغځوه

طالبه ټس لـــــــــــــــــــــه پتسو وباسه
خلاص دی خورجين مړوند راوغځوه


غم دې همدومره ښــه دی ډېر دې نه شي
رادې شي تیر دې شي او هیر دې نه شي
 

دوی خو ساده دي د ستم پــــــــه کار کې
ښکلي زمــــــوږ د کلي شمیر دې نه شي
 

لږ یې پــــــــــــــــــــه ورو ښکلوه!هغې وویل
زما دا ســــــــــــــــره اننګي تیر دې نه شي
 
موږه پــــــــــــــــــــــــــه زړونو زغرې نه لرو نن
کاجل له سترګو نـــــــــه چاپیر دې نه شي
 

طالبه یار پسې یو څــــــــــــــــــــــــــوک ولیږه
عمر لـــه اوښکو ســــــــــــــره تیر دې نه شي

هغه وخت جلاد دومــــــره تیار نه و

سر چې و لــــــه ماسره نو دار نه و

 

ځکه ما له ځان ســــره یـار راوسته

ستا پـــــه شرابونو کې خـمار نه و

 

زه پاګل جانان پــــــاګل رویبار پــاګل

زموږه یارانه کې څوک اوهښیار نه و

 

ګوتې مې د زړه پـر هر کې پاتې وې

نن چې ټوله شپه زمـــــــا قرار نه و

 

اوس به دې چیـړل د زلفو څوک کوي؟

هغه یو طالب و چې پـــــــــه لار نه و

 

 

سترګې پــــــه ځواب، درپسې تـویې شوې
پــاڼې د کــــــــــــــتاب، درپسې تـویې شـوې

 

مخ دې د شـیدو پـــــــه رنګ کې ښکلی شو
سرې شونډې شــراب، درپسې تویې شوې

 

ښکلیه!  چې مې نن پـه څنګه کې ته نه وې
اوښکې مې دریـــاب ،درپسې تویې شوې

 

ګورې چې بلۍ ســـــــر  تـــــــه ،تسپې درنـه
پام کــوه جــُــــــــــناب، درپسې تویې شوې

 

څومــــره دې یواځې کــــــــــــــــــړم ارمانه زه
شـګې او تـــــــــــراب، درپسې تویې شوې

 

تا پسې نیږدې نـــــــــــــه شـــوې دیار ګوتې
زلفې دې غــــذاب ،درپسې تــــویې شوې

 

تــــــه چې د بلۍ تــــــــــرڅنګ  طالبه!  تلې
پېغلې پـــــه خوناب، درپسې تویې شوې

طالب منګل

 

په وجود کې مې د زړه غــــوندې ولاړه
هغه مــــــــــاسره د غـــره غوندې ولاړه

مرورې تړمې اوښکې پــــه مخ راوړې
راته مـــخه کې د مــــــړه غوندې ولاړه

پـــه بلۍ انتظار بـــــاسي مســـــــافر ته
هغه پېغله چې خـــــــواږه غـوندې ولاړه

هلته وګوره یو مـــــات زړه به پیدا کړې
چې پـــه بــام لوپټه ســره غوندې ولاړه

خدای دې نه اخلي پرې بچ یم له دوزخه
مور مې کـــور کې د کعبه غوندې ولاړه

*****

طالب منګل

 

 

زړه دې ور نه وینې شي،نوښـــــــــه به شي
هرڅه بــه له مینې شي،نـوښــــــــه بـــه شي
 
خـــــــــــوله ورځینې اخلم،پـــــــه حیا نـه ده
سترګې به یې سپینې شي،نوښــه به شي
 
خړو لوپټو ســـــره جــــــــــــــــوش نــه راځي
لږې کـه رنګینې شي ،نو ښــــــــــــــه به شي
 
هــره وځ ترخې خبرې ښه نـــــــــــــــــــــه دي
نن خـــــــــو دې شیرینې شي،نو ښه به شي
 
ټوله ورځ ولاړې بــــــــــــــــــه دې ور تـه وي
ورکې دې داځینې شي،نـو ښـــــــــه به شي
 
ولې منــــــــــګل ګـرم دی چې چیړل کوي؟
پېغلې دې سنګینې شي،نـو ښـــــه به شي
طالب منګل


تا له جامه چې غړپ وکړ
د زړه وینو مــې ړپ وکړ

دا خولکۍ څومره پسته ده
په زبښلو یې خــړپ وکړ

ستا لمنه کې خـو نه دی؟
زړه اواز رانـه تړپ وکړ

نن مې دومـــره دي ژاړلي
چې ګرېوان رانه چړپ وکړ

په باران کې یې کړه منډه
لندو زلفو یې شــړپ وکړ

نن مې زړه عجیبه مات شو
نه یې ټس نه یې ګړپ وکړ
طالب منګل


ګلې چې وجود رانه مـــــــــرات نه شي

سترګې رانــــه واړوه درد زیات نه شي


راوړه په شیدو لړلې خــــــــــوله سپینه

چا ویل چې په مـــا باندې زکات نه شي


سپینه لــــــــــــوپټه کې مې زړه ونغاړه

وینې ترې راتوی نه شي او مات نه شي


څومــــــره وږي تــــــږي دې راوکتل

نه ګرانې په تـــــا باندې خیرات نه شي


ځه طالبه!! ځه کـــــــوڅه کې څه کوې؟

بیا یې چې خـراب درته خیلات نه شي

یو څو څاڅکي دي د وینو زړه مې نه دی

زړه راخلمـــه له ځینو زړه مې نه دی

لا  د یار  لاسونه  کلک په  ګرېوان نه دي

صبر ، صبر  اوښکو  سپینو  زړه مې نه دی

لا خو بند یم د  دوزخ  پــه دروازه کې

د جنت حــورو رنګینو  زړه مې نه دی

اوس د شاتو څښل مې زړه برېښوي یاره

ستا دسرو شونډو  شیرینو  زړه مې نه دی


چې باغي  نه شي  دا یو زړه  راسره دی

زړه وپس راوړﺉ حسینو زړه مې نه دی


غم ځان ته راغواړمــــــه چې شپه راشي
نن در پسې ژاړمـــــــــه چې شپه راشي

شوم شومه په ستورو سپوږمۍ نه پریږدم
غیږه کې یې نغاړمـــــه چې شپه راشي

نن یې خبـــــــــــــروم چې لیونی یمـــه
نن یې شونډې داړمـــــه چې شپه را شي

شکردی نظام  خو لـــــــه ولاړ  نه دی
سپین سحره ویاړمـــــــه چې شپه راشي

خوب راغی دیـــــار سترګو ته نه ګورم
زلفو ته یې لاړمـــــــه چې شپه را شي
--------
طالب منګل
.......
پنج شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي ٢٠


یــار پــــــــــه سترګو کې دشـــاتو چینې راوړي
راشي ځان ســـــــــــره مچکې خـــواږې راوړي

پـه دعـا سـره روان شي بـې لــــــــــــه عشـــقـه
لـــــــــه سپیڅلي کعبې راشي ښــــــیرې راوړي

ســـــر یې پـــاتې پـــه سـجده شي تــــن را پاڅي
چې پـــــــه ګوتو کې مســــجد تــه تسپې راوړي

د خپل عشق تابوت یې بــــــــــار دی قاتل نه دی
دا سړی پـــــــــــه وینو سرې چې اوږې راوړي

دمشــحر پـــــه ځـــمکه ژاړي لـــــــــــیونی دی
د دوزخ لــــــه ویــــــــــرې هسې توبې راوړي

خدای راکړی دیـــار سترګو کې کـــــــــوثر دی
د شـــــراب،شــــراب لـــــــه مخه پیالې راوړي

د ګورګورو یاران سرې شونډې ترې ښکل کړي
یار په سپین مـــخ کې چې سترګې وړې راوړي

زړه کې مې ولاړ د ګوړې غرونه شي پیدا
راړنګه شي په غیږ کې ثوابونه شي پیدا

پاک لمنې پېغلې دجانان غیږې ته راشي
ماښام چې ستا په چم کې اذانونه شي پیدا

ورک شي د الله د اللهو پـــــــــــه غږ کې تن
را ټول یې ملایکې کړي سرونه شي پیدا

یارته به مې وړي وي ډالۍ بدګمان نه شئ
که غوڅ مې د هغې په در لاسونه شي پیدا
ته چې دجنت دحـــــــــــــــورو یاده کړې خبره
سست شم په بدن کې مې خوبونه شي پیدا

خدای راته راکړی دی کوثر د یارله سترګو
ساقي په یو نظر چې یې جامونه شي پیدا

منګل که داشنا له وجود لاس نه کړ چاپیر
ډېر زر به یې په غاړه تعویذونه شي پیدا
يک شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي ٩

په غصه چې مې تصویر شي درنه څیرې

په ژړا شې خپل تقدیر شي درنه څیرې

رنګ دې زیړ شي ته پښمانه شې له هرڅه

چې ګرېوان د عشق اسیر شي درنه څیرې

چې زما له سا نه خپل بدن رانیسې

په سرو شونډو کې به ویر شي درنه څیرې

لیونتوب ته به حیرانه شې وجوده

که په غاړه کې زنځیر شي درنه څیرې

سپیلني درسره وړه چې ځې بلۍ ته

له سپین مخه به نظیر شي درنه څیرې

خوبولې دې چې غیږ کې سترګې اوړي

د منګل د ژوند تعبیر شي درنه څیرې

سه شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غبرګولي ٤

 


پېغله لیونۍ شوه نیسي داړو کې تعویذ

لوند شي ترې دسپنې خولې په لیاړو کې تعویذ

رالیږه یې له عرشه دپښتو ژبې نبي

غلط شي له دې خلکو نه په ژباړو کې تعویذ

ډاریږي ستا له سپینو ملایکو روح وانخلي

غازي لالي ساتلی دی په تراړو کې تعویذ

لاړ به لیونی وي له همدې لارې جنت ته

پیدا مې کړ دسرو جامو په شاړو کې تعویذ

رادې شي ګوډګر اشنا دکوفر په پردو کې

ځوړند شو د زړه ورته په داړو کې تعویذ

ځي درنه جنت ته په خولګۍ پسې منګل

پېغلو ګرځوئ ورپسې غاړو کې تعویذ

سه شنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غويي ٢٨

په دعا کې مې له اوښکو تیرېده شپه
بیا دقدر شوه له ژوند سره د زړه شپه

ستا له خوږ اوازه ژوند یوه شیبه شي
دبلال له اذان لاړه شي اوږده شپه

چې دسپین مخ په رڼا له دوزخ پټ شوې
له جنت رنګینه نه ده په ډیوه شپه

سترغلي دې چې زما له مرګ لنده شي
ډوډۍ وباسه دخدای په نوم هغه شپه

زه حساب دخپل ثواب کړمه په خپله
چې قیامت پسې رالنډه شي یوه شپه

دیار غیږه کې خوبونه له مانه شي
دخپل یار په ګیلو هسې شي وړه شپه

شو ثواب مې دجانان له سترګو پیل
نن دشونډو ښکلولو دومره ښه شپه

راوریږي به دنور وړانګې له عرشه
که منګل سره دپېغلو شي یوه شپه
دوشنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غويي ٢٧
بالۍ رنګينه ښکاري او جنۍ خوږه ،خوږه
ماقصد کړى تر ې اخلمه خولګۍ خوږه ،خوږه
دچم پېغلې دې هېڅ نن په کتلو نه مړيږي
په سردې چې کړه ځوانه،دا لونګۍخوږه،خوږه
ارمان دناويتوب پېغلې ته کلکه غېږه ورکړه
چې غورځي يې له خولې ځينې سلګۍ خوږه،خوږه
سپوږمۍ هم ده مينه دا زموږ کلي پرپېغلو
چې هره شپه له بامه کړي کيسۍ خوږه ،خوږه
دخاورو يې کورونه دي شاعر کلي ته راغله
سندرې پکې بار دي ځي بګۍ خوږه ،خوږه
چې مې شونډې له يار ښکل کړې عذاب ندى
خوند دشونډو دى په خوله کې ثواب ندى
نغرى دحُسن مړاوو ايرو ډک شو
چې مې زړه لاليه خام دى کباب نه دى
په ترخو اوبو دې ژبه کړه بې خونده
دا زما د اوښکو ډنډ دى درياب ندى
چې ماښام دې د ډېوې په رڼا مخ کړ
تور برغولى دنفرت دى نقاب ندى
لېونتوب چې زه ديار له کوره تاو کړم
تش ليدل دښکلي يار ؤ ګرداب ندى
کابل – ښار
زه چې ژاړمه تصويرته ستا په مخ کې
مخامخ يمه تقدير ته ستا په مخ کې
ستا پر مړه خولګۍ داوښکو څاڅکی تم شو
ښه راغلاست کومه وېر ته ستا په مخ کې
يار مې څنګ کې دوه لاسونه لپه کړي
زه ولاړ يمه فقير ته ستا په مخ کې
له حيا مې ستا خولګۍ چې لنده نه کړه
پاتې راغلمه ضمير ته ستا په مخ کې
اوس جلاد پسې دتمې ځولۍ مه وړه
رسۍ ولوېده اسير ته ستا په مخ کې
شمعې پاتې کېسه بلې شپې ته پرېږده
ډالۍ اوښکې شوې شوګير ته ستا په مخ کې
ما په عشق کې درته ماتې ده رواړي
ژوبل زړه يمه امير ته ستا په مخ کې
ديار شونډو ته توبه دماتېدو ده
شيخه نن ورته روژه دماتېدو ده
که کاجل ورنه چاپېره چېرته نه شي
ستا دسترګو فلسفه دماتېدو ده
ديار غم ته يې زه نور هم ورنيږدې کړم
ساقي ګوتو کې پياله دماتېدو ده

په سپېڅلي عشق دې ما ته قسم راکړ
دا چې زړه کې مې ګيله دماتېدو ده
په سپين مخ کې يې چې زېړ بلا ډېر شوي
دغه پېغله خو په زړه دماتېدو ده
خدايه چا ورته په شونډو انار مات دی
چې په خوله کې مې اوبه دماتېدو ده
سرمې ښکته کړ ماښام سجده مې وکړه
تــــــــا راوليــږه الـــــــهام سجده مې وکړه
.
تـــــــلاوت مې اوريده ديــار لــه خولې نه
زه ولاړ وم پـــــــه قــــــيام سجده مې وکړه
شېخ دعشق لـــه لېونتوبــــــه څه خبردی
چې سرې شونډې کړي حرام سجده مې وکړه

تا دمينې عبـــــــادت پـه څه پــــرېښودی
لاخـــو ژوند نـــه دی تمام سجده مې وکړه

ميخانه کې مې عــــذاب او ثـــواب يو کړل
چې ساقي راکوو جـــــــام سجده مې وکړه

دمطُرب له ګوتو سرې اوښکې راڅاڅي
له نغمې يې څه رڼې اوښکې راڅاڅي

سپوږمۍ زما په حال ژړا کړي نيمه شپه ده
دکوټې له دريڅې اوښکې را څاڅي

په سپين مخ يې چې سرې شونډې وارخطا شي
يار له ياره کړي ګېلې اوښکې راڅاڅي

دکوڅې وارخطا غېږه خوند دحورې
پښې دپېغلې چې شي مړې اوښکې راڅاڅي

داشنا غم ميخانې ته يم راوستی
چې له سترګو دتوبې اوښکې راڅاڅي

دمنګل دژوند سندره شوه نيمګړې
ياره ستا چې له ټپې اوښکې راڅاڅي
کابل – شاه قدم

د خـولګۍ چې مې لــــــه ياره وار اخېستی
شېخه! مــــــــــا دثوابـــونو بــــــار اخېستی
راشه تـــــــه يې سلامت درســــره کېږده
يو مات شوی زړه مې نن له ېار اخېستی
پــــــه ګـنډلو مې تــمامه شپـه کـــړه تـېره
په خپل زړه پسې مې ستن او تار اخېستی
ما لــــه زړه ځينې راوباسه مــــا هېر کړه
ستا پــــــه زړه کې مې د ننه ډار اخيستی
پــه دې کلي کارغه زېری دچا وکړ
په بالۍ چې پېغلو ستــــړی څــار اخېستی

هغه پـه ما ګرانه شوه ، چې پېغله شوه
ماسره يې ورانه شوه ، چې پېغله شوه

پېـغـلو بانـــــدې اوړي د خــولګۍ زکات
داخو ترې پښېمانه شوه، چې پېغله شوه

ما خوماشومتوب کې هم ښکل کړې ده
اوس ولې حيرانه شوه ، چې پېغله شوه

خوله مې دثواب په نيت چې واخېسته
دا خو بد ګومانه شوه، چې پېغله شوه

داچې د ګـورګورو څانــګې ډکې دي
کورکې بندېوانـــه شوه ، چې پېغله شوه

ژ اړي خلاصوي رسۍ لــــــه ونې بيا
ټال ځينې ستومانه شوه ، چې پېغله شوه

ژڼی( منګل) اوس هم دماشوم غوندې
پټ مخ ترې روانه شوه ، چې پېغله شوه

ښکاري دمــــــاشوم غوندې خواږه ستا اننګي
ښکل مې کړل له مينې يوه خوله ستا اننګي
شول لــــه سپينه مخه دبوسې اخستل ګران
څاڅي مې لـــــــــه شونډونه اوبه ستا اننګي
زه څه لېونی يم چې تــــــــــــرې وکړمه توبه
شېخ بـــــــه هسې کړي وي توبه ستا اننګي
مه ډاريږه دومــــــــره لېونی نـــــــــــــه يمه زه
راواچوه لمنه کې دې زړه ستـــــــــــــــا اننګي
شايد چې منګل به ستا لـــه مخه الهام اخلي
اوس يې غزلـــــــــــــــونه لکه سره ستا اننګي

ګوړه وه زما په خوله کې ولوېده
پېغله مې نن بيا په زړه کې ولوېده
ګرانه شوه لا ډېر ژړېدل پاتې دي
اوښکه مې ديار په پله کې ولوېده
خرس مې دنرو هډوکو واورېده
شايد چې هغه په وره کې ولوېده
خدايزده لېونتوب راباندې زور وکړ
نن چې مې کړۍ په پښه کې ولوېده
زرشی شهيدان راوړو کټونو کې
ګرمه مرمۍ بيا په غره کې ولوېده
اوس به په منګل پسې راځي پېغلې
چا ورته دعا په خوله کې ولوېده

جــلاد چې کــوي لـوبې په سرونوهر سهار
مـــړي راوريــږي پـــــه قـبـرونو هرسهار

وريږي لکه پرخه يار په زړونو هر سهار
دخيال غوټۍ مې سپړي په يادونو هر سهار
دهجر په کوټه کې دريڅه دعشق راخلاصه
وړانګې د لمر نيسم پـــــه لاسونو هرسهار

هندولکه پوُجه کوي دبوت مخ ته ولاړ وي
جانان مې داسې لمانځي په غمونو هرسهار
هــره انـــدېښنه مــې دتعـبيرســـــره تړلي
چې تړمې اوښکې توی کړم په خوبونو هر سهار
کابل -- پغمان

دکلي پــــر بامونو دلونګو ګېډۍ يوه،يوه
پرتې يې پر نغريو دغنموډوډۍ يوه ،يوه
ځوانان زموږ دکلي غريبان دي هر ماښام
په قرض اخلي له پېغلو په سوالو نو خولګۍ يوه، يوه
ساده لا لي مې بيا پر مټ دتبرتله جوړه
دغره پرسينه پرېوتې له وېرې څېړۍ يوه ،يوه

ماښام موځوانان ورک شول موږ لټون کړچې سهار
راټولې کړې جلاد د دار له څنډې کوپړۍ يوه، يوه

غمونو يو،تر دې ځايه راوستي ستا په چم کې
لاليه!اوس په مړو کړو،بې درده سلګۍ يوه ، يوه

خوله کې مې تو به وه ، چې مې پرېښوده
هغه وه او شپه وه ، چې مې پـــــــرېښوده
شـوګــــر،مې و ځـکه خـولګۍ پـاتې شـوه
نن ډېره خـوږه وه ، چې مې پـرېښــــوده
پېغلې پـــه خـولګۍ کلـــــه غـوسه کـوي
غـم دغـه روژه وه ، چې مې پـرېښـــــوده
مـا نــــــــــه دنصيب بـرخـه خـطا نـه ځي
رابـه شي غوسه وه ، چې مـې پـــرېښـوده
ما ترې په کـوڅه کې لوبې کړﺉ نــه شوې
عـمـر کې پـخـــــه وه چـې مـې پــرېښـوده
زه منـګل وزګاراوس لـېونتـوب تـــه شـوم
نــه کېدل هـغـه وه ، چـې مـې پــرېښـوده

تا ته په دعا کې مې لاسونه دي پیوند
اوښکو سره پاتې څه رازونه دي پیوند

اخلم په تعبیر کې دجانان سره ایمان
نن مې په اذان سره خوبونه دي پیوند

یاره مسلمانه! چې تیرېږې په روغبړ
واخله چې په غیږه ثوابونه دي پیوند

کله به له ژوند سره ولاړ وې په دنېا
یاره! هدیره کې خو قبرونه دي پیوند

واوره دنغمو په چم کې سوي ترانې
ما درته سلګو سره تارونه دي پیوند

لمونځ دسهارونو دی ولاړ یمه اشنا
داچې په قیام کې سورتونه دي پیوند

زړونه به هوسا شي دسپېځلو په وطن
راشه زموږ ښار ته اذانونه دي پیوند
۲۰۱۰/۰۳/۲۷

پېغله ګډیده ،څومره پــه شرنګ کې تاوېده
ساه دغازي پاتې وه، پـه جنګ کې تاوېده
ټوله شوه ورړنګه دشهید لالي پـه تن
پېغله د جنت سره پـه څنګ کې تاوېده
تصویر ته مې دیـار په چیغو وژړل بېګاه
اوښکه مې دسرو وینو پـه رنګ کې تاوېده
مړ شې دخولګۍ لــه کاره وباسه توبه
هغه لیونۍ درپسې دنــګ کې تاوېده
لاړه ملایکو ســره ستا دخولې دعا
نن چې زندګي رانه پـــه ننګ کې تاوېده
کابل ۲۰۱۰ /۰۳/۱۴

تا پسې منګله! یوه شپه په تړمو اوښکو
ما نه به لنده شوه لوپټه ، په تړمو اوښکو

تا چې دروازه دقبر پورې وه له ما، نه
ځکه شوه حیرانه، هدیره په تړمو اوښکو

ډالۍ دسلګو واخله، په دې نه لیدلي ځان
ولې اندېښمنه شولې ته، په تړمو اوښکو

راغلمه په نیت دثوابونه، ستا ترڅنګه
نن به ماتوم درته روژه په تړمو اوښکو

هغه انتظارباسي په ور دجنتونو
ماله دنېا،واخېسته بوسه په تړمو اوښکو

۲۰۱۰/۰۳/۳۱
تا ته په دعا کې مې لاسونه دي پیوند
اوښکو سره پاتې څه رازونه دي پیوند

اخلم په تعبیر کې دجانان سره ایمان
نن مې په اذان سره خوبونه دي پیوند

یاره مسلمانه! چې تیرېږې په روغبړ
واخله چې په غیږه ثوابونه دي پیوند

کله به له ژوند سره ولاړ وې په دنېا
یاره! هدیره کې خو قبرونه دي پیوند

واوره دنغمو په چم کې سوي ترانې
ما درته سلګو سره تارونه دي پیوند

لمونځ دسهارونو دی ولاړ یمه اشنا
داچې په قیام کې سورتونه دي پیوند

زړونه به هوسا شي دسپېځلو په وطن
راشه زموږ ښار ته اذانونه دي پیوند

۲۰۱۰/۰۳/۲۷

پېغله ګډیده ،څومره پــه شرنګ کې تاوېده
ساه دغازي پاتې وه، پـه جنګ کې تاوېده
ټوله شوه ورړنګه دشهید لالي پـه تن
پېغله د جنت سره پـه څنګ کې تاوېده
تصویر ته مې دیـار په چیغو وژړل بېګاه
اوښکه مې دسرو وینو پـه رنګ کې تاوېده
مړ شې دخولګۍ لــه کاره وباسه توبه
هغه لیونۍ درپسې دنــګ کې تاوېده
لاړه ملایکو ســره ستا دخولې دعا
نن چې زندګي رانه پـــه ننګ کې تاوېده
کابل ۲۰۱۰ /۰۳/۱۴

تا پسې منګله! یوه شپه په تړمو اوښکو
ما نه به لنده شوه لوپټه ، په تړمو اوښکو

تا چې دروازه دقبر پورې وه له ما، نه
ځکه شوه حیرانه، هدیره په تړمو اوښکو

ډالۍ دسلګو واخله، په دې نه لیدلي ځان
ولې اندېښمنه شولې ته، په تړمو اوښکو

راغلمه په نیت دثوابونه، ستا ترڅنګه
نن به ماتوم درته روژه په تړمو اوښکو

هغه انتظارباسي په ور دجنتونو
ماله دنېا،واخېسته بوسه په تړمو اوښکو

۲۰۱۰/۰۳/۳۱

چې په سترګو دې ګنډلی ناز داوښکو
دځان یوسم جنازه په ساز د اوښکو

په سجده کې مې ژړا درپسې کړي
ما ساتلی دی له درده راز داوښکو

د دوزخ له وېرې زیری راسره دی
که مې ژوند شو راسره داراز داوښکو

اوس دټول عمر ژړا څه ګرانه نه ده
چې مې کړی دی له تا اغاز داوښکو

د جنت په لټون راغلمه دنېا ته
چې یې کېښود په قیامت ګداز د اوښکو

زړه مې شوی دی جنت، ما درواخله
چې په ژوند پسې کوم اواز داوښکو

د۱۳۸۹ کال په لومړۍ ورځ

خوږ دې لکه ګوړه شو انداز دیارانې
پرېږده چې زه واکړمه اغاز دیارانې

ته چې په مسکا سره خبرې کړې پیوند
یوسمه له اوښکو سره ناز دیارانې

پاتې مې له درده شوې سندرې د زړګي
واوره د یو څوڅاڅکو نه، ساز دیارانې

زه چې د بندا په رنګ کې راغلمه دنېا!
خدای به په موږ نه ګوري ګداز دیارانې

یاره!دغمونو په ډالۍ مې نه کړې ستون
تالا مې راوړی دی مجاز دیارانې

۲۰۱۰/۰۳/۲۶

د عشق پــــه قبر مې ډیوه کېښوده
اوښـــــــــــــــــکو دسترګو جنازه کېښوده
ساقي دخدای په عرش مې سترګې لګي
ما چې له ژوند سره تـــــوبه کېښوده
اوس دثواب او عذا ب فــــــکر څه دی؟
خدای چې دیـــــار خولګۍ خواږه کېښوده
زړه بــــــــه مې خماخه اوبه ،اوبه وي
پــــه اننګو کې مې بوسه کېښوده
اوس مې پــه تنده پسې زړه خوږیږي
د یار پـه شونډو کې مې خوله کېښوده
دومـــــــــره بې صبر شو محشر ورځې ته
(طالب)د دار پــــــــــه څنډه پښه کېښوده

نن دې بیا غیږه کې ومه ویده پاتې
چې په شونډو پسې مرمه ویده پاتې

تا راویښ کړمه چې زلفې مې درلاندې
ستا تر ځنګه چې له غمه ویده پاتې

د جنت حورې مې ووتې له لاسه
بیا خولګۍ دې لندومه ویده پاتې

ما د یار سترګې له ځان سره راوړي
ساقي نن له جامه ځمه ویده پاتې

بس په دې چې لږ احسان دیار پوره کړم
دا چې غیږه کې یې وړا مه ویده پاتې

پېغلې دومره زارۍ مه کوه منګل ته
لا ماشوم دی بې له دمه ویده پاتې

د واورې ورځ هېواد مېنه
۲۰۱۰ ۰۲ ۲۶

اننګي دې دګلاب په رنګ کې اوسه
له منګل سره دسترګو جنګ کې اوسه

رقیبان به دې خولګۍ درته اوبه کړي
له سرو شونډو سره لږ په ننګ کې اوسه

دکوثر په تمه ژوند دی میخانه کې
راشه ته هم دساقي په څنګ کې اوسه

پېغلې تاسره مې دومره ورانه نه ده
هر قدم دې د بنګړو په شرنګ کې اوسه

بیا به زه اوته ګرایوان کړو سره څیرې
یاره اوس خو دګلیو غنګ کې اوسه

زه چې اوښکه اوسیدمه پــــه ژړا کې
اوس بــــــه تا هم یادومه په ژړا کې

رانه هیره شوه دعا بیګاه په خوب کې
له کغبې چې تاویدمه پــــــــه ژړا کې

نن مـې ور دجنـت بـیا دی خـطا کړی
ستـا کوڅې ته چې راتلمه په ژړا کې

ثـوابـونه مـې را بـار و ستـا لـه چــمه
لـــه دوزخه تــېرېدمه پــــه ژړا کې

ښـه شوه راغلې له ایمانه سره یوځای
همدا اوس درپسې تلمه پــــــه ژړا کې

سپینې اوښکې یې منګله رانه لوند کړي
چې تصـــــویر دې ښکلومه په ژړا کې


بېنوا نه ځم کعبه هم راسره ده
دثواب دنیت روژه هم راسره ده

ته سورة دکوثر ووایه راځمه
ستا دشونډو تلوسه هم راسره ده

چې طواف کومه زه دیار له کوره
د جنت هیله په زړه هم راسره ده

راشه دنګې یوه ړنګه غیږه راکړه
په ازل کې چیرته شپه هم راسره ده؟

نن به دواړه بیا دقدر شپه هم ګورو
چا ته مه وایه هغه هم راسره ده

کله مې چې پاڼه، په تقدیر کې جوړېده
ننګه مې له ښکلو، په ضمیر کې جوړېده

وګوره يادښت ،له ملایکو سره شته
اوښکه مې له تا سره، په ویر کې جوړېده

نن چې تاوېدمه ،په خلوت کې ناقرار
چیغه مې له یاره، په تصویر کې جوړېده

نن چې مې خمار درته کتلي وو په خوند
مینه مې د سترګو په تاثیر کې جوړېده

ویښ شومه له خوبه، اذانونه وو سهار
ټوله زندګي مې ، په تعبیر کې جوړېده

غزل

 

تا له جامه چې غړپ وکړ

د زړه وینو مــې ړپ وکړ

 

دا خولکۍ څومره پسته ده

په زبښلو یې خــړپ وکړ

 

ستا لمنه کې خـو نه دی؟

زړه اواز رانـه تړپ وکړ

 

نن مې دومـــره دي ژاړلي

چې ګرېوان رانه چړپ وکړ

 

په باران کې یې کړه منډه

لندو زلفو یې شــړپ وکړ

 

نن مې زړه عجیبه مات شو

نه یې ټس نه یې ګړپ وکړ

طالب منګل

 

 

لوستل شوی 14704 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 20:51

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي