اسد الله زمری

اسد الله زمری

په دې کې شک نشته چې ښکلی دی ډیر،

او کوه قاف یې سیالي نه شي کوی ؛

نجونې یې ښایسته له ښاپیریو ځنې ...

ځلمیان يې ټول دي د ملوک په شانې ،

جنت کې هم داسې ځای نشئ لیدی...

افغانستان یادوم.

خو ددیوانو او سل رنګه بلاګانو داړې ،

د ښاپیریوله دې ملک نه دی دوزخ جوړ کړی :

کله یو سور دیو پرې پنجې خښې کړي ،

او کله توره او یا سپینه بلا ...

یوه یې اوه سره او زر خولې لري ،

بله اته سره بیشماره داړې .

په وینو تنده دیوې لا ماته شوې نه وي

چې هغه بله، د انسان د غوښو وږې بلا...

د اختاپوت په شانې ...

اته څلویښت خولې کاندی خښې د افغان په وجود ،

انسان خو پریږده چې ترې ژوی هم امان کې نه دي ...

هر څه که کاڼي دي ،فلز او که اوبلنه هستي ...

ټوله کړي ځاي په خپل ناولي نس کې

هر څه تالا کړي او لګیا دي ټولوي یې پسې ...

په دې تالان کې یې په زرو رانیولي مرییان ...

او بی ایمانه ، بی وجدانه د خیانت په دسترخوان لوی شوي ،

چې نه وطن لري ،نه ننګ او نه ناموس پیژني

دي تل چوپړ ته ولاړ .

خو دغه ملک لا د نیستۍ په درانه خوب ویده دی

۱۹/۵/۲۰۱۷


یو غمی وی تل دخاورو لاندی خوار
بی بها شي چې ترې جوړ شي ښګلی هار
دوطن خلک هم داسی در قیاس کړئ
چې ګلونه دی زمونږه د ګلزار
په دري د پښتنې مینی خبرې
دي« شکرې په شیدو» کې د نهار
پشه یی ،نورستاني به څنګه بیل کړي؟
اولادونه دی د یوی مور او یو پلار
که اردو له ترنمه مالال ده
ازبکي خوږه نغمه ده د دوتار
دوطن دزړه اواز هزارګي ده
چې تپیږي په یووالي او په زیار
کاشکې څو ګامه وم ایخوا زیږیدلی
بلوچۍ به مې وه مور، ترکمنی پلار
د وطن ژبې مې کاشکې ټولې زده وی
دپردیو ژبو څه دی افتخار ؟
اتحاد او ورورولۍ ته یی لوګی شم
له هر قوم او هر ملیته یی شم ځار
دا وګړي هیڅ جابرنه دي بیل کړي
یو یی ملک دی،یو یی ژوند،یو یی روزګار
پرې چې یو شي او ملت ورڅخه جوړشي
مخ کړي تور د هر خایین او هر غدار
۳/۳/۲۰۱۷


نور مو حالاتو غمځپلی زړګی وسوځوه
ډیرو ناخوالو ددردو دا کورګی وسوځوه
د ژوندانه ددښتې جل کړلو ستي ستي مونږ
د جفا لمر د تدبیرونو ګیډی وسوځوه
د آرمانوکاروان نسکورشود نیستۍ ګړنګ کې
ګرمۍ د هیلو هم د هڅو ټولګی وسوځوه
څو ناکسانو د ناکسو د ملنډوکړلو
نني حال مو د تاریخ ورین تندی وسوځوه
مونږه د مړو له ماتمه په ځان تنګ وو خواوس
نویو نادودود وطن هر سړی وسوځوه
اسمانه نور دې څه ټول کړي دي آزار ته زمونږ؟!
زمونږه آه ددروزخ اور او لوګی وسوځوه
د خلاصون لار دظالم مخکې جینګې داړې نه دي
کاوه راویښ کړي چې ضحاک خپل پردی وسوځوه
۱۶/۱۲/۲۰۱۶
ویسبادن

بل به یې خود وي، په تقدیر باندی په لوبو لګیا

چې څوک وي غرق په خرافاتو، او په کوډو لګیا

خلکو تمام کړل د پیشرفت او ترقي پوهنځي

مونږ یو لا هم د« بغدادۍ» په وړوندو تورو لګیا

وایې رښتیا له لیونیو او وړو وپوښتئ

ډیر ملایان مې ولیدل چې وو په دروغو لګیا

عفت دژبې د کلام تاثیر او خوند زیاتوي

منبر کې اوس دي واعظان په ستغو سپورو لګیا

چې کوم نااهله د قدرت ګډۍ ته ورسیږي

نو په مردارو شي دستي لکه لاشخورو لګیا

څنګه به مونږ دسر منزل پړاو ته ورسیږو

چې رهبران مو دي تراوسه په خاپوړو لګیا

مصیبت داده،بدمرغۍ او بد حالت دغه دی

چې د وطن اولادچوپړ ته شي د نورو لګیا

 

چې افغانان یې دنیستۍ معراج ته ورسول

مرګ دې په هغو شي له شپږو واړو لورو لګیا

۲۰۱۶/۳/۷

ویسبادن

دګران وطن دتوروتورو دنګوغرو له شانه،

د شنه اسمان په مورګو؛

د لمر ځلانده ټیکلی وه راختلی څه جګ ،

د رڼایۍ او رنګینۍ په پلوشو باندې یې ...

لار پرانیستله ورځ ته .

او د تنکیو هیلو شین بزغلی،

د لوړو ، سترو آرمانونو چمن،

د غوړیدو د دوران تاندې غوټۍ ،

هوسیدلې ، غوړیدې اوخندیدلې ورته .

ده د سرکش اویومغرور ښکلي جانان په شانې ،

د تغافل په ګوتو ...

د هر یو زړه تخنوه .

په ناز روان وو چې د مینې د اسمان دعرش په تخت وخیږي ...

***

لا د غرمې مزل یې نه وو پوره،

چې د تیارو لښکرو...

له خړو وریځو، توفانو نو او سیلیو سره ،

په غړمبا سر شوې او یرغل یې وروړ...

ټولوتنکیو هیلو...

د آرمانونو د چمن او غوړیدلو ددوران غوټیو ...

د لمر لپاره خپلې وینې ورکړې او ځار یې کړل سرونه ؛

ځینو«هغو«چې به یې د لمر مخکې سجدې کولې ،

شول د تیارې غلامان ،

او لمر نه یی مخ واړوه ،

«هغو» ځانونه په رڼا ورځ کې ویده واچول ...

«هغو» پرې ننګ ونه کړ...

«هغو» غیرت خپل کړ هیر ...

ستورو ، سپوږمۍ او څراغونو هم ځانونه کړل پټ.

لمر شو ټپي او شویوازی پاتې

چا یې زخمونو ته پتۍ رانه وړې ،

هیلی ، ارمان او غوتۍ ،

شوې ځوانیمرګې او له خواره بخته

تیاری رابری شوی او شپې شوې خپرې

او د لمر ملک باندی یی

د مرګ ،او ویر ...

غم اوغربت...

چور او وحشت...

یاغي محشرراوسته.

اوس

مرګ راوریږی هرې خوانه او وړانده خفاشان وینی زبیښی.

ټول اوس له ډیرې ژړا...

په عزیزانو د ماتم او د قبرو په تل کې ،

ټول د تیارو له ظلمه...

د جهالت د حکومت...

او دزړو او خوساشوو ککریو د وحشت له لاسه ...

وړانده يا مړه ښکاریږی

*****

خولمر ،هماغه زخمی شوی ،ژوبل ، ژوبل اتل...

توروتیارو سره له جنګه لا ستومانه نه دی،

هره ورځ دانګي د تیارو پر مورچلونو باندې ...

شفق یې سور په وینو...

باختر یې ډوب په وینو...

او داسمان لمنه یې سره وی په سپیڅلو وینو...

****

ای د وطن د سوکالۍ په ولولو مینو،

ای د رڼا په ښکلا ګانو او جلوو مینو،

د پتنګانو ورونو، ای په سرو لمبو میینو،

ای د اسمان د عظمت او پروازو میینو،

ای شاه ځلمو او ای د لمر په پلوشو میینو،

دازخمی لمراودا زمونږ خوږ وطن...

ډیر دی یوازی پاتې،

ټپونه یې ډیر دي ژور،

اوله مرګي سره دی لاس په ګریوان ؛

که پرې لږ ننګ و نه کړئ،

که یی شغلو سره ملګري نه شئ،

که یی یرغل ته مخه خلاصه نه کړئ،

تل به په دې تورو تیارو کې زنداني پاتی شئ!

او د جنګ په سره اور کې به لا وراته شئ!

یا به د خاورو د چنجیو په شان ،

په دی بوینه او نمجنه شپه کې...

بی حرکته ، بی فایدی او عبث،

د ژوندپه نوم ننګینې شپې تیروئ

۲۵/۲/۲۰۱۶

ویسبادن

پسرلیه درنه ځار شم له غوټیو سره راشه
هر خوا و شینده ګلونه رنګینیو سره راشه
مونږ نه هیر شولې ښاغلیه تانه هم به یو هیر شوي
زاړه یار ته انډیواله له ډالیو سره راشه
د جګړې خوني بلا مو نورله کوره را وباسه
ورک یې کړه لیوان د ژمي ، له سړیو سره راشه
تورو وریځو او کارغانو مو زړه تور کړ له جهانه
دا یو ځل خو له ګرمۍ او توتکیو سره راشه
د شپې خپور دا تو ر څادر نور ټول وطن نه کړه زمونږه (۱)
غرق یې کړه پخپلو وینو له بریو سره راشه
د نهال په پلمه راغله لو ئې ګډ کړ د سرونو
دې دوکو او د غلۍ ته له سیلیو سره راشه
نور به څومره لا سپکیږو نور به څومره رټل کیږو
د شملو دې وران وطن ته له پګړیو سره راشه
نه موخور چیرته خوندي ده، نه مو مور په عزت مړه شوه
د وطن د لوڼو پت ته له ټیکریو سره راشه
کاڼي-بوټي فریادي دي له روانو نا کردو نه
د بریښنا قمچین را واخله هټکړیو سره راشه
د نری باران په تاوخو زمونږ ورانې شی کوډلې
د« ماڼیو »(۲) ورانیدو ته یې له ږلیو سره راشه
هر مړۍ مو ده لړلې د یوه عزیز په وینو
د ستر خوان ته زمونږ وږیو له ډودیو سره راشه
شل کلن د ژمي فصل ته یو ټکی د پایان شه
کنګلونه مو اوبه کړه له سپرغیو سره راشه


د زلال په شان اوبه مو اوس له زهرو نه دي ډکې
جام مو ډک بیا له سوما کړه له مستیو سره راشه
ډکوي چې په سرو وینو د هلمند – کابل سیندونه
د ایران او پنجاب حرص ته له مرګیو سره راشه
د سرو وینو دا سیلاو ته قربانی ټول افغانان شول
کړه شفیع قران د آمن له زاریو سره راشه
سوله څه ده ،آمن کوم دی هوسائي څه شي ته وائي؟
دا هیر شوي راپه یاد کړه له ښادیو سره راشه
سمه ډکه په قبرو شوه ،څنګه وکینو ګور غرو کې؟
ځوانیمرګ ځوانیمرګی کړه له ډولیو سره راشه(۳)
کومه پیغله او کوم ځوان دی چې به زوړ په ځوانۍ نه وي؟
کړه مو سَم د ژوند فصلونه له هستیو سره راشه
کفنونه دومره ډیر شوه چی مو بس دي تر قیامته
د پنبې ګلان قوده کړه له کالیو سره راشه
د نارنج د سپین ګل سترګه اوس د وینو اوښکې ژاړي
د ماتم ګرد ئي ور پاک کړه تسلیو سره راشه
د انځر اوښکې کړه پاکې د چنار په ګوتو باندې
د انار زخمي زړګي ته له پټیو سره راشه
د نښترو په شنو ستنو د غاټول پرهر رفو کړه
د مڼې د ګل ښکلا ته سپیلنیو سره راشه
د سنځلو په بوی مست کړه د وطن غرونه رغونه
هر وستل ته د ولس می له خوښیو سره راشه
چې شي مات ترې په خوښۍ کې په هر پوله او پټي کې(۴)
د وطن غمجنو پیغلو ته بنګړیو سره راشه

د زمرو ښکلی وطن دی د افغان سمسور ختن دی
د هیلیو په وزرونو له هوسیو سره راشه

(۱)د شپی له څادر نه مقصدد امریکی بیرغ دی
(۲)دلته مقصد د حاکمو جنګسالارانو هغه د چور او غارت په پیسو جوړی شوی ماڼۍ دی چی په شیر چور یی شهرت موندلی دی
(۳)-دښاغلی شرر ساپی نه په اجازه، دهغه د غنم په شان می ریبی غنم رنګه ځوانیمرګه شعر نه په پور
(۴)- د پسرلي نخښې ښکاره شوې+په هره پوله کې بڼګړي مات شوی دینه لنډی نه په الهام

افغانې ښځې ته د افغان نارېنه اعتراف


خجلت

ما مې خپلې خوشحالۍ ته ، ته لمبه کړې
هم مې غم کې د ژوندون یوه ، اسره کړې
چې تیارې مې کړې د وران انګړ روښانې
ته مې را وستې او ځان ته مې ډیوه کړې
زه دې مست شوم له اداء او له خندا نه
ته مې جام کړې ، ته مې می او پیمانه کړې
ګام په ګام راسره سر په ورکه لار شوي
ته مې لاس ته خپل امسا ، دزړه شيمه کړې
زه خجل یمه له دې داد او ګرفته
په بدل کې مې ته خړه او خفه کړې
۲۰۰۴/۹/۲۴
۱۰۲

زه مشره خور یمه د ټولو خو امیره نه یم
په روانۍ او په ښکلا کې هیڅ زهیره نه یم
په بډایئ کې هم جونګړو کې اوسیږمه تل
له دربارونو یم شړلې خو فقیره نه یم
نه شوم پر چا باندی باداره او نه وینځه د چا
د سردارانو زور او ظلم کې اسیره نه یم
هغه چې زور وایی او خوله یی وی په بدو وازه،
د هغو کور نه یم وتلې او دلګیره نه یم
که «دری »قند ده زه د ګوړې په شان یمه خوږه
یوه کاله کې یو پیدا پرې بی تاثیره نه یم
ځان مې له چانه جګ ګڼلې نه دی کمه نه یم
یو څپک وروسته پاتی هیڅ له دی بهیره نه یم

څوک چې پخپله وی ښاغلی بل ته سپک نه ګوري
یم ددرنو پښتنو ژبه ، بی تدبیره نه یم

۲۰۱۲/۱۱/۱۸
ویسبادن


روان مې دی د او ښکو سپین قطار په اننګو
سکروټو ځینې جوړ دی ، دغه هار په اننګو
د چا د مستو سترګو تصور کې مې زړه مست شو
چې مات مې شو د یو عمر خمار په اننګو
د کوم ګلرخ په خیال کې وو اسمان ټوله شپه ویښ
دا پرخه ده که اوښکې د سهار په اننګو
بدل کې ئې ژړا د ټول عالم و ماته راکړه !
خندا ئې کړه تلپاتې د دلدار ، په اننګو
دا چا په غدارۍ ، که په غلا ، وړی له کاله دی
د یار د زلفو بوی دی ، د ګلزار په اننګو
شفق ئې په حسرت ، غروب ئې سو ځي له خجلته
قیامت دې چې جوړ کړی مې د ی یار په اننګو
د ناز او د حیا په معرکه کې دا څه و شول ؟
ښکلا شوه یو په لسه د نګار په اننګو
بهار دی ټکنی ولاړ په وره کې د دنیا
په کوم مخ ځان ښکاره کړي ، د روزګار په اننګو
ستي ، ستي ژوندون او دا پلۍ پلۍ وجود کې
نور څه شی وي زمریه د انګار په اننګو


هغه آسما ني یادونه چیرته دي ؟
ښکلي پروني یادونه چیرته دي ؟
نن د ا ند یښنو نیزې را سیخې دي
مست او لیوني یادونه چیرته دي ؟
اور مې د لمبو له ګرمۍ و تښتید ؟
خپلو نه پردي یادونه چیرته دي ؟
خیال د یوه خیز هم سر ته نه راځي
هغه شاهیني یا د و نه چیرته دي؟
لاس او پښې وخوړې ځنځېر رانه
اوس د آزادۍ یادونه چیرته دي؟
هېلې- امیدونه راته مړه شوه ټول
ستا مسیحائي یادونه چیرته دي ؟
د لته کړي غربت، هلته و حشت توفان
ستر نا خدائي یادونه چیرته دي ؟
بیا به دې اغزي په سترګو وکاږم؟!
هغه طو طېا ئي یا د و نه چیرته دي؟
څو به سفر او هجرت ژاړ مه ؟!
ستړي وطني یا د و نه چیرته د ي؟


د پېغلتوب د ولولو په غېږکې
د شوق ماشوم په ویدیدو ښکاري

د لېونتوب د فریادونو شور کې
د تسل اور په لګیدو ښکاري

د آرزوګانو د دنیا په زړه کې
سره پسرلي په غوړیدو ښکاري

محشر د ګلو به شي جوړ وطن کې
د عشق شپېلۍ په غږیدو ښکاري

ښکلا دې سر اخیستی غرو رغو کې
تېږې او غر په شنه کیدو ښکاري

بیا د فردوس زړګی له شرمه شین شو
دلته جنت په جوړید و ښکاري

آسمان حسرت نه شي دودونو کې پټ
چې په سلګو او ژړیدو ښکاري

ځه چې لږ زده کړو پسرلي ځېنې ژوند
ګوره چې ژوند په تیریدو ښکاري

۱/ ۱/ ۱۳۶۴
کابل


ځم چې انتظار، د شو ګیرو په زړه کې وکرم
و صل د جانان به ، د سپیدو په زړه کې وکرم
ستوری به د بخت ،په لیونیو چیغو ویښ کړمه
سوز د نامرادۍ به ،د تیارو په زړه کې وکرم
شیندی بیخودي چې هرې خواته ولولې د عشق
خپل تږی نظر به، د پردو په زړه کې وکرم
مات چې کړم رونق زه د مانی او د آرژنګ د ښار
ستا دناز تصویر به، د لیمو په زړه کې وکرم
وخت ته به زیندۍ دتا له تورو زلفو واچوم
تخم د غماز به، د ایرو په زړه کې وکرم
یو خواته مستي د پیمانې بل خوا د یار ستر ګې
را چې د زړه زڼی ، د لمبو په زړه کی وکرم

۱۹۹۸/۷/۱۷


که له سپر غۍ نه لمبه جګه نه شوه ،
نودا د تیږو په ساړه ذهن کې.....
چا داسې شنه کړل ؛
د لمبو فصلونه ؟
چا په سوزناکو کریکو ،
هغه د تیږو زړونه ،
ها د سارا ډبري ؛
داسې کړل ویلې چې ترې
څپاند سیلاو جوړ شو ؛
داسی سیلاو چې ئې دنیا ټوله په مخ و اخیسته ،
داسې سیلاو ته
د پای ټکی یوه اوښکه نه ده ....
او نه مرغی د هوا ؛
ښکلې، ځلانده ،بې بهایه مرغلره ده دا .......
۱۰۸
پام چې بې قدره ئې نه کړﺉ !
دغه آبداره مرغلره به دوچو ونو بیخ اوبه کړی
په مړو شاخونو او نودو به ئې ګلان خپاره کړی
یو ګڼ ځنګل به شي شین ،
کړي به بادونه مهار ؛
د تبر ژبه به له څټه ووځي ،
په هره څانګه کې به ځانګي د ګلونو ګیډۍ ،
او د مرغانو ځالې
بیا به ددنګ غره د تیغې له اړخه
د شنه ځنګل په لوري ،
د ژوندانه په ولو ،
د لمر زرینې او وریښمینې پلوشې والوزي ،
او دا د باد او دباران کنډواله ،
دا دسیلیو ژوبل ،ژوبل محل ،
به بیا زمونږ د آرمانو کلی شی .
دغه شین سترګي اسمان ،
که نن ونه ژړل ددې کلي او باغ په حالت ،
سبا به شین شی له خندا نه ........
د تا سرو ګلو ته !


ستا جنت جنت وطن ته ،زه دوزخ، دوزخ اور غواړم
لکه خپله ورانه خونه ، ستا محل هم نسکور غواړم
ورور دې ودراوه ورور ته ، خپل بچی دې په بلار مړ کړ
ستا په کلي لوی شیطانه،تر دې بدلا څه نور غواړم
حضیره دی هره لویشت کړه ،هره تیږه دې شنا خته
تاته هم په هر څپک کې ، ستا بچیو ته ګور غواړم
زما په پاکه خاوره راغلل ، ستا ناولی راکټونه
ستا په خپل ناولي بڼ زه ، د محشر شر او شور غواړم
د فساد په نېلي سپوره ،د ګناه د ملک باداره
ستا د کبر خونی غاښ ته د افغان د مټ زور غواړم
چې آزار ئې چا اخیستی ، ورته اور په لمن پروت دی
ستا د خپل تر بور په شانی ، تاته هم دا پیغور غواړم
دافغان د پګړۍ ولونه ، هر غلیم ته زولانې دی
انتقام کی ئې د وینو دغه دار درته خپور غواړم


روان مې دی د او ښکو سپین قطار په اننګو
سکروټو ځینې جوړ دی ، دغه هار په اننګو
د چا د مستو سترګو تصور کې مې زړه مست شو
چې مات مې شو د یو عمر خمار په اننګو
د کوم ګلرخ په خیال کې وو اسمان ټوله شپه ویښ
دا پرخه ده که اوښکې د سهار په اننګو
بدل کې ئې ژړا د ټول عالم و ماته راکړه !
خندا ئې کړه تلپاتې د دلدار ، په اننګو
دا چا په غدارۍ ، که په غلا ، وړی له کاله دی
د یار د زلفو بوی دی ، د ګلزار په اننګو
شفق ئې په حسرت ، غروب ئې سو ځي له خجلته
قیامت دې چې جوړ کړی مې د ی یار په اننګو
د ناز او د حیا په معرکه کې دا څه و شول ؟
ښکلا شوه یو په لسه د نګار په اننګو
بهار دی ټکنی ولاړ په وره کې د دنیا
په کوم مخ ځان ښکاره کړي ، د روزګار په اننګو
ستي ، ستي ژوندون او دا پلۍ پلۍ وجود کې
نور څه شی وي زمریه د انګار په اننګو


د پوهنې ځلاند لمر دی ، د ښکلا د ملک اسمان دی
د جنت یوه ټوټه ده ، نوم پرې ایښی چا لغمان دی
له شیدو او شاتو جوړ ې دي ویالې دي که رودونه
پیغلې ښکلې دي له حورو ښایسته یې هر یوځوان دی
یا پرې شین شنیلی غوړیږي یا غاټول پکې نڅیږي
یا وي فرش په زیړو ګلو هره دښته ګلستان دی
هر یو بوټی ئې لونګ دی ، هره ونه ئې شمشاد ده
په فضا کې ئې مستی ده، په هوا کې ئې بوستان دی
هر لښتی ئې لکه رګ دی ددې ښکلي ملک وجود کې
هر پټې ئې ته به وائې چې د سرو زرو یو کان دی
د توتانو هره ونه ئې عجیبه معجزه ده
پاڼې ښکاري لکه زړونه او دانه ئې لکه ځان دی
سر لوړۍ کې په سیالۍ دي دچنار، سپیدار ونې
له ویالو سره ملګری تل د ولو لوی کاروان دی
چې فصلونه پکې شنه وي ښکاري جوړ له زمردو
چې پاخه شي ته به وائې چې د سرو زرولوڅ کان دی
که د شولو ښه راغلۍ ته شالیزار لکه شیشه شو
شپه که هر څومره تېاره وی دغه ملک لا څراغان دی
تور لوګي ،زیړ مازیګر کې چې له خړو کورو خیږي
جوړ د شنه اسمان په زړه کې د رنګو نوترې توفان دی
الیشنګ او الینګار ئې لکه هار ښکاری په غاړه
هر یو څاڅکې د اوبو ته ئې صدف هک او حیران دی
چې تندی د لمر ښکاره شي نو کاوون ته ئې سجده شي
له غرور او عظمت نه دلته جوړ هر یو انسان دی
د درو تل ته ئې نه شي غځیدلی د لمر وړانګې
ځکه : مخ ته د پردیو ،سره لمبه او تور زندان دی
هره تیږه ئې سنګر دی ، هره پرښه ئې ده توره
هر سړی ئې په غیرت کې له رستمه پهلوان دی
ولسونه لکه ورونه د یو بل خوا کې مېشته دي
د توپېر نوم دلته نشته هر یو ګران زوی د افغان دی
چې پیدا یې شومه غیږ کې ،کړي ده کې مې خا پوړې
دا زما دسترګو تو ر دی ، له ایمانه راته ګران دی
ته د ې نه شې له نظره ، تل دې ته اوسې ښېرازه
د زمري د زړګي سره څو ودان دغه جهان دی


پسر لی شو ، د ګلونو کاروان را غی
د دنیا د بڼ منلی باغوان راغی
ځمکې لیری کړه بړستن د سپینو واورو
د ویښتیا او پا څیدلو زمان راغی
رنګ او بوی سره سیالي کړي د زړه وړلو
د جنون او زړه بایللو توفان راغی
هر یو شی کوي ستونه می نوشۍ ته
د شو رو نو او مستیو دوران راغی
اسمان غاړه صا فوی مستو نغمو ته
په غړمبا د بر بطونو باران راغی
د انسان د وجود ټو لې ذرې نا څي
د خو ښیو او بزمونو سامان را غی
هر څیز ښیندي خوشحالي د هر چا زړه ته
چې د ټو لو نازولی جانان را غی

د زمري د امیدونو باغ کې زوږ دی
شئ تیار چې غوړیدلی ارمان راغی


ته لکه غوټۍ د حــــیا شنــــــو پاڼو کې پټه ښه
زه د تا په عشق کې لکه ګل غوندې رسوا خوشحال
ته زما دزړه صدف کې ، ښکلې مر غلره ئې
زه دې په بازار د محبت کې په سودا خوشحال
ته بله ډیوه ، د شیشې منځ کې تل رڼه واوسې
زه لکه پتنګ دې په طواف او په رڼا خوشحال
ته پښتنه ناوې ، د عفت شالو کې پټه ئې
زه لکه ماشوم دې ددیدار په تمنا خوشحال
ته د اسمان ستوری، رسیدل درته مهال بریښي
زه ورک مسافر ،دې په جلوواو په ځلا خوشحال
ته لکه ایمان مې ، د وجود په ذ ‌رو بره ئې
زه د عشق عاصي دې په وعده دنن سبا خوشحال
ته ئې داوبو تصویر ، چې لاس دروړلی نه شمه
زه دوصال تږی ،په سراب یم د سارا خوشحال
ته لکه هوسۍ د ترئیدلو او ښکلا مثال
زه لکه زمری دې د خرام په تماشا خوشحال

د ګناه په وحشي غیږ کې
لکه شنه پاڼه رپیږې
د شهوت د زمری مخ کې
د هوسۍ غوندې ترئیږې
د هوس په ظالم لاس کې
بازیچې په څیر لو بیږې
د قوت او زور پنجو کې
ګل غوټۍ غوندې رژیږې
خوشحالۍ ته دزردارو
ته چورلیږې او ګدیږې
د خپل لوټ عزت په مړي
زار ژړیږې او سو ځیږې
ددنیا په تور بازار کې
لکه وینځه ئې خرڅیږې
د رواج او رسم بند کې
پیغلتوب کې لا ورستیږې
د روزګار د سېلۍ مخ ته
لکه شنه نوده ماتیږې
د ژوندون د پیټی لاندې
د بسمل په څیر تپیږې
په دنیا ختلی لمر دی
ته تیاروشپو کې اوسیږې
لږ د ې حال ته نظر وکړه
لا به کله راو یښیږې
له دی ژونده مرګ بهتر دی
ته په دې هم ښه پوهیږې
د بدلون فکر پیدا کړه
پرې له دې حاله خلا صیږې
په تدبیر او په همت خپل
د آسمان بام ته رسیږې
پاڅه پاڅه وخت روان دی
ته لا- بیرته پاتی کیږې

۱۹۹۸/۷/۲۵


د ژوند لوبه

ژ و نده ! لوګی شې چې لوګی دې کړمه
وخته ! لمبه شې ، سپیلنی دې کړمه
زه د وطن د سر درو ګر بت وم
د غربت ملک کې تور کودی دې کړمه

د غر بت سوز

نه ځګېرویو آرام راکړ نه سلګیو
عمر تریخ کړ راته دې خړو لوګیو
شپه او ورځ له سوزه کریکې زما خېږي
غربت وریت کړم تناره کې د خواريو
۲۰۰۵/۵/۱۷
د امتحان خاوره

چې وسله کړي نوې جوړه ظالمان
امتحان ئې کړي په خاوره د ا فغان
خدایه څه له دې پیدا کړو دغه حال ته؟
یا مو وساته یا ورک کړه دا لیوان
۲۰۰۲.۱.۲


له افغانه پرته څوک دي په دنیا کې ؟
چې ګلونه ورته بوټي کې اغزي شي
چې خپل ورور یی د ناموس او د سر غل شي
چې لیوان ورته ددوه پښو سړي شي
ددنیا او آخرت پای به یی څه وي؟
چې امام یی د پنځو ورځو چڼي شي
چې له فقره خپله خور او بچي پلوري
دهغه کاله به څنګه څوک حاجي شي؟
چې ویریږي د قرآن له حقیقته
ړوند او کوڼ یی هم مفتي اوهم قاضي شی
چې ټول وژني څو قدرت شي ده ته پاتې
لعنتونه دې په دې دموکراسي شي
د جهاد ثواب یی ور کړ په فساد کې
ورک دې دارنګه رهبر او جهادي شي
د ماڼۍ خواکې یی خلک مري له یخه
ظالمان چې واکداران د زندګي شي
د دنیاپه خزانو چې څوک موړ نه شي
ډک به کله یی ګچکول د ګدایی شي


د ژړا په وخت کې اوښکې توئېدې پرون له سترګو
خو ، قهقه ده چې جګیږی ، نن ژړا سره له خلکو
د ناموس او عزت نوم نه ، ځارول سرونه ټولو
دا نومونه لاړل ورک شول ، له حیا سره له خلکو
میړنتوب او باتوري به تل ، خاصه وه د نرانو
خصلتونه شول بدل نن ، له دنیا سره ، له خلکو
خوا خوږي په چا کې نشته هره خوا د ځان سودا ده
غمخوري ده ورکه شوې له عزا سره ، له خلکو
مور د زوی په تیغ حلاله،خور د ورور په ګولۍ مړه ده
چې آدم (ع) دې نن هیر شوی له حوا سره له خلکو
سره ټول دښمن دښمن دي له انسانه لیوه جوړ دی
محبت په اور کې سوځي له وفا سره له خلکو
دروغ زوال وو دایمان تل ، په نظر د هر مومن کې
نن ایمان ده کډه کړې له رښتیا سره له خلکو


ښادي ده ورنه هیره ، شو ،غمو سره عادت
ماتم یې عبادت ده شو ، سلګو سره عادت
کاروان یې له هره ورځ له ورانو کلیو نه روان دی
ژوندی و لس مې شو ، له جنازو سره عادت
د سر جګول ښکاري چې ګناهء کبیره ده
نو ځکه شوو هر چاته له سجدو سره عادت
شیطان زمونږه لمر د تروږمۍ په نیزو وویشت
لیمه مو چیری نه شي له تیا رو سره عادت ؟
ټپوس یې د ګوربت په بڼه مخ کې ورته ایښی
عالم شو اوس ددغسې دوکو سره عادت
دوران دی د تیارو زمونږ په مېنه له دیر وخته
هر یو شوو له ناکامه نوم د شپو سره عادت

اوس څوک دی چې به بیل کړي سره یو له بل په زوره
هزاره ،اوزبک .تاجیک شو پښتنو سره عادت

اسدالله زمری
د۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې او
د مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا»د لمانځلو د محکومولو
په مناسبت

آزادي

ته کلونو او قرنونو ترڅ کې د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې
ته یې مرام د استبدا د بندي د اسیرانو د هر درد درمان یې

د طبعیت نه د انسان لپاره یوه خوږه او بې بها تحفه یې
ته د هر چا د پاره لویه آرزو په ښو صفاتو لکه فرشته یې

خو چې د څوانسان نما وحشیانو د شومو هیلو د یو کنیزه کړلې
د تا پر تخت تور اسارت دیره شو ته یې د پلید مرام سریزه کړلې

چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!
چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!

ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې په مردکو سورۍ سورۍ شولې
چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې

د تا لپاره دانسان آرمانه د نړۍ واړه محکومان هڅیږي
چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې د حاکمانو خوني لاس غوځیږي

که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې
که مې دغه یوه آرزو شي پوره : چې نفس ورکړمه زه آزادۍ کې

۸/ ۹/ ۱۳۵۶
خیرخانه کابل


ستا په تورو زلفو کې سپین ولګید
یا په خړو وریځو کې بریښنا شوله؟
دا د تور تمونو څادر څیری شو
یا خپره د لمر د څرک رڼا شوله ؟
دا خپلې ځوانۍ ته دې لوګی وکړ
یا لمبه زما د زړه دنیا شوله ؟
څڼې دې قودۍ ،قودۍ کوڅۍ نه شوې
ماته مې د ښکلو هیلو ملا شوله
مینه مې په خپل اور کې پخه شوله
پریږده چې رسوا شي چې رسوا شوله
ستا د ویښتوهرتاراو هر خم او پیچ
ماته د ژوندون ښکلې دیبا شوله
تل دې پسرلی د تن تازه واوسه
پورته مې له زړه دغه دعا شوله

۱۹۹۸/۱۱/۲۶

ستا د سترګو په دریاب کې ، تږی زړه لمبول غواړم;
ستاد شونډو په لمبو کې د غمو سوځول غواړم
ستا د وصل په جنت کې ،دهجران دوزخ نه تښتم
ستا د مېنې غیږ کې ګرانې،ستړی ژوندتیرول غواړم
ستا د زلفو په هر موج کې دنظر بیړې ډوبیږېbsp;
جل وهلې سترګې دلته لږ په دمه تړل غواړم
د سپوږمۍ له پلوشو نه ستا تصویر ته قلم اخلم;
هنګامه دې د ښکلا زه په اسمان خیږول غواړم
ستا د غږ په سُر او لې کې موسیقي لټوي ځان خپلnbsp;
ترنم کې یې د مينې هر سرود غږول غواړم
د ښیګڼومجموعه یې خدای دی ساته له نظره
سپیلني غوندې دی مخکې دا خپل ځان دودول غواړم


چې فغان ئې له نامه خيږي افغان دئ
چې لمبې ئې تل له زړه خيږي افغان دئ
چې پيدا په بده ورځ دی بدې ورځ ته
چې ئې مرګ تل په کاله خيږي افغان دی

ترېنه راټولې دې اسرې کړه ،یار دروغجن وخاته
زړګېه هېزې یې وعدې کړه، یار دروغجن وخاته
دوفا هيله او د وصل طمعه مړه کړه، زړه کې
خښې د ټولو جنازې کړه ، یار دروغجن وخاته
چې پرستش ته دې وو ځانته ترېنه ، بت جوړ ګړې
مات دې دا بت او بتکدې کړه، یاردروغجن وخاته
چې تېر اېستل او غولول دې ورته ناز ګاڼه تل
ورک یې مکرونه او پلمې کړه، یار دروغجن وخاته
دمینې عرش نه دې راکوز کړه دا ناولې مولا
هېرې یې ټولې ناکردې کړه ،یار دروغجن وخاته
(زمریه) څنګه به تسل ورکړې زخمي زړګې ته؟!
دخوږ منزل شمعې دې مړې کړه یار دروغجن وخاته

ساقي راځه چې په توبو وخيږو
په خپلو تېرو نا کردو وخیږو
سره راټول کړو مرور ملګرې
هغه درزم او ساغر ملګرې
تته مستې کړو مړو رګونو کې بيا
ګډه ګړو ماته ځنخيرونو کې بيا
دلمبو لپې که جامونه دې ستا
د لمر کاسې مست نظرونه دې ستا

ياران يخنۍ نه دې کنګل وهلي
ځينی لا ښکارې چې ځنګل وهلې
کامونه وچ له تندې ، شونډې چاودې
سترګې دې وږې ،دزړه پوندې چاودې
چیرته ويده يې چې خپل ځان دې شو هېر ؟
څومره نیشه يې چې جهان دې شو هېر؟
پاڅه راډک کړه مونږ ته بيا جامونه
ډک له سکروټو او رڼا جامونه
هله در ځار شمه تلوار کوه لږ !
!هله چاره دتريخ خمار کوه لږ
راشه لاهو مو کړه مستېو کې بيا
مونږ ه حساب کړه په هستېو کې بيا
چې په جهان نوې غوغا جوړه کړو
له رنګېنو ډکه دنيا جوړه کړو
لاسونه تاو کړو په ګډ ا شو سره
سرونه جګ کړو په خندا شو سره
څو به خپل سر په مات ورميږ ګرځوو
څو به مات زړه داسې په غيږ ګرځوو؟


ترېنه راټولې دې اسرې کړه ،یار دروغجن وخاته
زړګېه هېزې یې وعدې کړه، یار دروغجن وخاته
دوفا هيله او د وصل طمعه مړه کړه، زړه کې
خښې د ټولو جنازې کړه ، یار دروغجن وخاته
چې پرستش ته دې وو ځانته ترېنه ، بت جوړ ګړې
مات دې دا بت او بتکدې کړه، یاردروغجن وخاته
چې تېر اېستل او غولول دې ورته ناز ګاڼه تل
ورک یې مکرونه او پلمې کړه، یار دروغجن وخاته
دمینې عرش نه دې راکوز کړه دا ناولې مولا
هېرې یې ټولې ناکردې کړه ،یار دروغجن وخاته
(زمریه) څنګه به تسل ورکړې زخمي زړګې ته؟!
دخوږ منزل شمعې دې مړې کړه یار دروغجن وخاته

ساقي راځه چې په توبو وخيږو
په خپلو تېرو نا کردو وخيږو
سره راټول کړو مرور ملګرې
هغه درزم او ساغر ملګرې
تيته مستې کړو مړو رګونو کې بيا
ګډه ګړو ماته ځنخيرونو کې بيا
دلمبو لپې که جامونه دې ستا
د لمر کاسې مست نظرونه دې ستا
ياران يخنۍ نه دې کنګل وهلي
ځينی لا ښکارې چې ځنګل وهلې
کامونه وچ له تندې ، شونډې چاودې
سترګې دې وږې ،دزړه پوندې چاودې
چيرته ويده يې چې خپل ځان دې شو هېر ؟
څومره نيشه يې چې جهان دې شو هېر؟
پاڅه راډک کړه مونږ ته بيا جامونه
ډک له سکروټو او رڼا جامونه
! هله در ځار شمه تلوار کوه ل
!هله چاره د تريخ خمار کوه لږ
راشه لاهو مو کړه مستېو کې بيا
مونږ ه حساب کړه په هستېو کې بیا
چې په جهان نوې غوغا جوړه کړو
له رنګېنو ډکه دنیا جوړه کړو
لاسونه تاو کړو په ګډ ا شو سره
سرونه جګ کړو په خندا شو سره
څو به خپل سر په مات ورميږ ګرځوو
څو به مات زړه داسې په غيږ ګرځوو؟

سترګې مې نه وی خلا صې کړي چې د مور په نس کې ،
زما غوږونه د چاودنو کڼونکو غږو وچوول ؛
او ما تر خپلې ژړا وړاندې :
يوه سوزناکه کړيکه،
چې مې د مور په بدن
د توغندي له ټوټې
د ټپ له سوزه جګه شوې وه
هم واوريدله؛
او د شيدو له خوند نه وړاندی
ما د دردونو او د وينو مزه وڅکله،
مور مې ټپې شوه او زه وزيږيدم .
ټول چا پير يا ل زما لمبه لمبه وو ؛
ماته د ګلو د غنچو پر ځای لمبې ډالۍ شوی
او د باروتو.....
د لوګيو .....
د انسان د کباب شويو غوښو تند بويونه .
زما خوښۍ کې چا توپک ونه ويشت ،
خو د راکټو او بمونو ....
د دهشکو او هوانونو ....
د ماشېندارو او ماينونو،
وحشي او جګ غږونه ؛
له هرې خوا نه راتلل؛
زما خوښۍ کې چا خندا و نه کړه،
د کريکو ....
چيغو....
ساندو ....
او له سوزه ډک ډک د ژړا غږونه ،
له هرې خوا نه راتلل؛
د ټپي مور له سينې،
ما له شيدو سره د وينو ډک غړپونه کول.
د ټپي مور له غېږې،
ما د دردونو، عذابونو احساس کوه.
د ټپي مور له شونډو؛
ما د خنداو په ځای،
او خپل ماشوم ته د يوې مور د موسکاوو په ځای؛
د غاښ چيچی ،
او نا لښتو ترخه سيلونه کول.

××××××

اوله ورځ د ژوندون ،
دغسې پيل کړله ما.
سبا ته پوه شومه چې:
پلار مې د جنګ توری بلا خوړلی
او د خپل ورور په لا سو،
د بل د تور تو پک د خولې نښه شو؛
تره مې هم ګوډ وه او پښه يې نه وه؛
ماما مې تل بهر وو،
د کور په ځای یې هميشه په غرو کې ژوند تيراوه؛
د نيکه سترګه مې وړنده په ګولۍ؛
نېا مې له ډیره غمه ،
ډيره ذهيره او زړه ښکاريده.
او د وحشت سپیره ګردونه مدام،
زما د ورور او خور پر مخ پراته وو.
د ترور ، توړۍ نومونه ،
ماته تر اوسه پورې،
لا کوم مفهوم نه لری؛
ما دوي هيڅ ونه ليدل اونه هم نور کوم خپلوان .

×××××

چې د خاپوړو شومه
او لږ د لوبو شومه
نومې مرمۍ،خول، نارنجک او يا توپک ليدلی،
يا مې تور ټانک، راکټ او يا خالی پوچک ليدلی ،
په مدرسه کې يې ماته
لوست د وژلو راکړ ،
شميرمې بيا هم له توپکونو ، راکټونو او بموسره وو
ياله تپيانو ،شهيدانو ، مردار شويو او له مړو سره وو.
ماته يې دا وښودل:
که دوه کافره مړه کړو
نوبه له لسو ځنې ،
اته ګولۍ ځانته خوندی ولرو .
مکتب ته تللی نه يم،
پوهې بللی نه يم،
هیڅ چا ګڼلی نه يم؛
پرته له خوارې مورکۍ
چې غیږ کې یې ونیولم
اود خپل ستړی ژوندون،
او خپل د سوی ژوندون،
دتالا شوی او لوټ شوی ژوندون
د ستومانۍ د ورکېدو په هيله
د يو سکوت او سوکالۍ
اود يو ژوند
د انسان ژوند ته
درسيدو په هيله؛
له ملکه وويستلم

××××××

سترګې مې خلا صی شوی د غرب دنيا ته
دغه زرين مرغه ته ؛
او په پردې فرهنګ وروا ښتمه ؛
زما په سترګو کی لا ،
دا توان نه وو چې زه ،
هر څه روښانه، هر څه ښه ووينم ؛
زما د ذهن په خالې کوڅو کې ،
د غرب د شور اود غوغا غږونه ،
د بې پايانه ښادۍ ،
د بې پردې او بې وسواسه بد مستۍ شورونه ؛
هره خوا وغځيدل.
او زه لار ورکی شومه
اوس سرګردانه ګرځم ،
نه مې وطن چيرته پيدا کړ نه مې مينه ورته ،
نه مې د پلار سيوری ته کښيناستم په مينه چيرته ،
نه مې د ورور او خور په مړينه شوم غمګينه چيرته.
نه مې څوک خپل ګڼی اوس
نه مې د بل ګڼی اوس ،
خو زه د سوی ، تالا شوی هيواد ،
د ځپل شوی هيواد ،
د يو ه هير شوی او له نړۍ نه نفرين شوی هيواد...
افغانستان اولاد يم
سوځمه ، ژاړمه تل
نو ځکه تل نا ښاد يم

۱۵.۶.۲۰۰۱


د پردیو تر قدم لاندې شول مړاوي
«د خوشحال د قبر سره لاله ګلونه»
د انګریز د پرونیو ماتو غچ کې
ریز مریز شول د اکبر- امین سرونه
په دنیا باندې د بوش د خدائۍ غږ دی
د نمرود او د شداد هیر شول یادونه
د افغان د پګړۍ ول په ول خر څیږي
غیرت ورک شوو په ننګ مات شول اورمیږونه
ټیټې سترګې،ورانه خوله او پته غاړه
پلورل شویو کړل رواج دا ټیټ دودونه

څنګه خوار شو د میرویس او روښان برم
نن زمریو ته ګیدړ چیچي غاښونه
۲۰۰۲.۱۲.۷
سودا

خرڅول د مور او پلا ر خو مونږ ته ننګ وو
یادول به ئې په بدو تیار جنګ وو
وطن مور او پلار وو ، دواړه مو سودا کړل
تر دوې خوږ مونږ ته د شنو ډالرو شرنګ وو

۲۰۰۲.۵.۵

بازار

هستي اور شوه د نیستۍ ویره شوه ورکه
د ژوندون پانګه د مرګ په تول شوه سپکه
د عزت او د آبرو بازار شو ګرم
هر افغان نه د علاج لاره شوه ورکه

۲۰۰۲.۵.۵


د تو تکېو کډې وکو چیدی،
د ساړه ژمي له راتللو سره ؛
هره خوا سپینو واورو وپوښله ....
له هره کوره د لو ګیو سلسلې جګې شوې .....
یخنۍ کنګل کړه هر څه ،
د خو ځیدو توان ئې له هر چا ویوړ ،
داور ګرمي کمه شوه ،
د لمر تودوښه لږه .
ژمی شو اوږد له پخوا،
او خلک ئې تنګ کړه په ځان ،
په بې صبرۍ ئې د پسرلي د راتلو لار څارله ،
د انتظار شپې هم د ژمې په څیر .....
اوږدې، اوږدې تیریدې .
د تو تکیو دراتللو کومه نښه نه وه و
خو ټولو دا ویل چې :
پسرلي راځی او خواه مخواه به را ځي .....
او تو تکۍ به بیا د شنه اسمان به خلا صه غیږ کې ؛
اوړي رااوړي او غوغا به کوي .
یا به د لوړ چنار له جګه شاخه ،
په قیل او قال لکه تل ....
په خاوندانو د فیل .....
د خپلو تیرو حماسو په هکله ....
مسته وینا به کوي؛
ژمي به تیر شی اخر .....
اوتوتکۍ به بیا وطن ته راشي

۲۰۰۱.۷.۱


سپوږمۍ بیوسه ده پرې؛
د لمر څه هېله نشته؛
ای د سبا ستوریه !
زاري، زاري ده درته ،
ته خو راو خیږه زمونږ پر اسمان ؛
چې دې درنې تیارې .....
مونږه کړو ټول وړانده نور
اوهیڅ شئ نه شو لیدای :
نه خپل اونه هم پردي ،
د لارې مله اوغله خو پریږده پر ځای ،
چې خپله لاره مونږ نه هم ورکه ده .
ای د سبا ستوریه :
زاري ، زاري ده درته .....
لږ څه په بیړه هله .....
په مونږه وځلیږه !
چې خپله لاره کړو پیدا او خپل منزل ووینو .

۲۰۰۱.۶.۲۴


ځان مې په خم کې د شرابو لمبول غواړم
دا ډیر غمونه د د نیا لږ هیرول غواړم
د عمر تږی، د زمان ددښتو ستړی کوچی
یو ځل مې ژوند کې دغه تنده ماتول غواړم
ځینو ته یو څاڅکی شراب هم د کاسو ځای لري
زه یې موجونو کې د خپل سر آزموییل غواړم
یم له ساقي نه پوروړی د شرابو یو جام
د بل له پاره یې د ځان مریې کول غواړم
خمار ځپلي ته معلوم دی سچه خوند د نیشې
د زړه په ژبه د مغزونو پوهول غواړم
سترګه د جام که د مینا لار ی ته تکه سره شوه
زه یې د سرو شونډو خندا کې ښکلول غواړم
کومه نغمه چې خدای ځای کړې د ښیښې په خوله کې
د احساس غوږ باندی یې روح ته اورول غواړم
د سرو شرابو لږ غندل هم نا پوهي ده ډیره
هوښیار سړی یمه په سر یې اړول غواړم

۱۹۹۳/۹/۲۱


چې فغان ئې له نامه خيږي افغان دئ
چې لمبې ئې تل له زړه خيږي افغان دئ
چې پيدا په بده ورځ دی بدې ورځ ته
چې ئې مرګ تل په کاله خيږي افغان دی
دروغجن یار
ترېنه راټولې دې اسرې کړه ،یار دروغجن وخاته
زړګېه هېزې یې وعدې کړه، یار دروغجن وخاته
دوفا هيله او د وصل طمعه مړه کړه، زړه کې
خښې د ټولو جنازې کړه ، یار دروغجن وخاته
چې پرستش ته دې وو ځانته ترېنه ، بت جوړ ګړې
مات دې دا بت او بتکدې کړه، یاردروغجن وخاته
چې تېر اېستل او غولول دې ورته ناز ګاڼه تل
ورک یې مکرونه او پلمې کړه، یار دروغجن وخاته
دمینې عرش نه دې راکوز کړه دا ناولې مولا
هېرې یې ټولې ناکردې کړه ،یار دروغجن وخاته
(زمریه) څنګه به تسل ورکړې زخمي زړګې ته؟!
دخوږ منزل شمعې دې مړې کړه یار دروغجن وخاته

جنګ کې مو څیره د امن هیره شوه
مونږه نه سودا د مامن هیره شوه
څنګه شوخراب بهار،بهار وطن ؟
اوس ورنه سیالي د عدن هیره شوه
نن د پسر لي خوند وینو وړی دی
ځکه مو آرزو د چمن هیره شوه
جګ فغان له کوره د افغانه دی
ځکه نو خندا د غمجن هیره شوه
جوش د پسرلي ، زوږ د مستۍ څه شو؟
ګل نه دروازه د چمن هېره شوه
لا ده د چاودنو واهمه ګرمه
ویره له هر چا د کفن هیره شوه
رنګ نن د ماتم جامې اغوستې دي
پر خې نه خندا ماسختن هېره شوه
بو ټي لا ویده دي تورو خاورو کې
خوارو نه آرزو د رستن هېره شوه
پاڼه لکه زړه د افغان مړاوې ده
ونې نه سیالی د هسکمن هیره شوه
تور بلبل د زړه په وینو سور ښکاري
ګرمه ولوله د سخن هیره شوه
ناست بورا په ورانه کنډواله ژاړي
مسته زمزمه د سمن هېره شوه
نه څري هوسۍ په ورشو ګانو کې
اوس ترینه نافه د ختن هیره شوه
نه خوځي وږمه د سباوون دلته
چیرته ئې سودا د چان هیره شوه
نه ښکاري سیلونه د مرغانو نور
تنده ولوله د شکن هیره شوه
هغه د لاله و سارانۍ غوغا
لاړه نن د دام او دمن هیره شوه
شاخ د غا ټول مټې د ځوانانو دی
پیغلو نه میله د دمن هیره شوه
موج د ښکلا څه شو چې ډوب هر څه
ګرمه هنګامه د ګلشن هیره شوه
نه د طراوت اونه د عطرو جوش
څنګه آوازه د عدن هیره شوه
ډک د نارنج زړه دې له تڼاکو نه
ګل او شګوفه ئې سږن هیره شوه
نشته د شپې زړه کې د مستانو شور
ژوند نه اوس کوڅه د وطن هیره شوه
څه شول څڼور او بریتور ځلمي؟
چیرته ولوله د آتڼ هیره شوه؟
پیر د خرابات او مغان چیرته دی؟
سترګو نه څیره د پتمن هیره شوه
ټول ميين د غم په جېل پریوتی دی
هر یو ه نه خوښی ددیدن هیره شوه
باغ او پسر لی کړ کارغه اېل ځانته
ځکه نن قصه ددښمن هېره شوه
له تور بورې ،ارزګان ،شادیانو نه
کارنامه د زوړ تمو جن هیره شوه
باز او شاهین واړه وزر ماتي دي
اوس ورنه حمله د زغن هیره شوه
ماتې د اتل کروړ چا مټې کړې؟
ځغاسته ئې د غشو د من هیره شوه
کاڼي ئې د باران په ځای را وشیندل
مونږ نه یارانه د هسکمن هیره شوه
هر عاصی اوس لټه د ثواب کې شو
شیخ نه واهمه د مدفن هیره شوه
وخت د شرم سیند کې کړل لاهو هر څه
ځینو نه سودا د لمن هیره شوه
در ست افغان د ځان په غم اخته ښکاري
ټولو نه سودا د وطن هیره شوه
نه ننګیږی دا ویده ویده ولس
کریکه نن د هر لوغړن هیره شوه
ځان باندې که بلې کړی لمبې زمری
نورونه ګرمې د خوږلن هیره شوه

مسافره ورنه لاړل اولا د و نه
شوه یوازی ، لور په لور ئې کړاوونه
نه څوک پاتې شول چې وئې پوښتي حال تری
چې ټکور ئې کړي د زړه ژور زخمونه
نه چې پاکې ئې کړي تړمې تړمې اوښکې
په زخمی روح باندی ئې وا وښتل غمونه
تنګ ګوګل کې ئې نفس په سوځیدو شو
په بیمار بدن ئې راغلل سخت دردونه
په سختیو کې ئې ویلی حوصله شوه
شول ئې بند سوی سینه کې فریادونه
بیکسۍ کې مرګ تری هم حیا ونه کړه
نامردۍ کې ئې پرې وکړل ګوزارړنه

۹۳/۱۲/۱۰


ای سیندونو زه له تاسي نه حه غواړم!

ټول شی وچ چې زه دمور په ویر کې ژاړم

که مې ډوبه شوه دنیا اوښکو کې ټوله

زه ګرم نه یم چې ئې په غم له ځانه لاړم

۹۳/۱۲/۱۰

دمور دمړینی سوال

په محشر کې چی ژوندی بیا ټول جهان شی

هر مخلوق لپاره جوړ ستـــر امتـــــحان شی

زه بــــــــه سوال دخـــپلې مور ور ځنی وکړم

خپله خدای به می ځواب ته هک حیران شی

۹۳/۱۲/۱۰

تعجب

په یوه سپرغۍ مې چیغه ځي آسمان ته

په یو ووړ خوږ وایم اور ورکړم جهان ته

څنګه دود او ایره نــه شو دمور مرګ کې

زه حیران یمـــه داخپل ناتـــــوانه ځان ته

۹۳/۱۲/۱۰

دلمبو فوارې

ای بې روحه ، بی احساسه سړې ځمــکې!

داسور اور د دې ساتـــــلی څـــله زړه کې؟

فـــــــوارې بـــــه دلمــــبــو وي جوړي کـــړې

چی می مور کښیوته ستا په تیاره تــله کې

۹۳/۱۲/۱۰

زما مور
ددنــــــیا غــــــمـــــونه ئـــــې واچول په زړه کې
زر اغـــــــزی شول ورته شــــــنه په هریوپله کې
دمرګـــــــی بلا پــــــرې نــــــه ښـــــــــوده نفس ته
دزړه پاتې ئې شول په زړه،دخولی په خوله کې
۹۳/۱۲/۱۸

زما دعا

تور لــحــد دې څراغانشه زما مــــورې

په محشر دې مل سبحان شه زما مورې

جنـــتـــونه دې پښو لاندی پــــراتــــه وه

په فردوس کی دې مکان شه زما مورې

۹۳/۱۲/۲۱


پرون مو شپو کې هم رڼا لېدله خو نن په ورځ کې هم تېارې ښکاري
په خیال کې هم که جام ته ګوتې وروړو د محتسب لاس کې درې ښکاري
که د توبې درګاه ته واړوو مخ خالي تړلې دروازې ښکاري
دمېنی بزم کې مو سوی وزر یا په ژړا بلې ډیوې ښکاري
اوس د مطرب له شونډو اورو آذان محشر نږدی شو معجزې ښکاري
چې هم ویل هم اوریدل کفر شول د کڼو سترګو کې فتنې ښکاري
حورو ته پریوتې زندۍ له څڼو بس د غلمانو نا کردې ښکاري
رندانو هله پیر پیدا کړئ زر شئ چې خرابات کې صومعې ښکاري
له خوبه پا څوئ زمري فکرونه تنګې د خلکو حوصلې ښکاري

۲۰۰۱.۶.۲۴


که له سپر غۍ نه لمبه جګه نه شوه ،
نودا د تیږو په ساړه ذهن کې .....
چا داسې شنه کړل ؛
د لمبو فصلونه ؟

چا په سوزناکو کریکو ،
هغه د تیږو زړونه ،
ها د سارا ډبري ؛
داسې کړل ویلې چې ترې
دسپینو شګو لوی سیلاو جوړ شو ؛
داسی سیلاو چې ئې دنیا ټوله په مخ و اخیسته ،
چې کلک بندونه ئې په مخ کې دریدلای نه شول .


داسی سیلاو ته
د پای ټکی یوه اوښکه نه ده ....
او نه مرغی د هوا ؛
ښکلې، ځلانده ،بې بهایه مرغلره ده دا .......
پام چې بی قدره ئې نه کړې !
دغه آبداره مرغلره به دوچو ونو بیخ اوبه کړی
په مړو شاخونو او نودو به ئې ګلان خپاره کړی
یو ګڼ ځنګل به شي شین ،
کړي به بادونه مهار ؛
د تبر ژبه به له څټه ووځي ،
په هره څانګه کې به ځانګي د ګلونو ګیډۍ ،
او د مرغانو ځالي
بیا به ددنګ غره د تیغې له اړخه
د شنه ځنګل په لوري ،
د ژوندانه په ولو ،
د لمر زرینې او وریښمینې پلوشي والوزي ،
او دا د باد او دباران کنډواله ،
دا دسیلیو ژوبل ،ژوبل محل ،
به بیا زمونږ د آرمانو کلی شی .
دغه شین سترګی اسمان ،
که نن ونه ژړل ددې کلي او باغ په حالت ،
سبا به شین شی له خندا نه ........
د تا سرو ګلو ته !

۲۰۰۶/۲/۲۳


دژوندانه دترخوزهرو....

له سرو وینو ډک دی!

دزمانی دکړاوونو په منګلو کښی ښکیل،

چی ددی سوی ګوګل تنګ محیط ئې لا ښکیکاږی

ورته حیران یمه زه

چی دی یوه موټی دغوښو اورګونو ټوټی،

ټولی نړی نه لادرنه اوستره

له ښو او ښکلو سره،او له بدیو ځینی

څنګه داستره مینه؟

څنګه دالویه کرکه؟

سره یوکړی او ځای کړی ئې ده خپل زړګی کې؛

پدی وړوکی ځای کې.

ورته حیران یمه زه؛

ورته حیرانه نړی....

۹۳ /۲/۱۴


زما د شعرونو یوه مجموعه چې نوم مې ورته« د لمبو کلی» ایښی وو،د کابل له دولتي مطبعې او یو شمیر نورو کتابونو سره یو ځای د مجاهدینو به لاسو وسوځیده،دا شعر په همدې مناسبت لیکل شوی دی.اوس چې د نوموړې مجموعې شعرونه راسره نشته او له وطن نه هم «د لمبو کلی» جوړ دی نو دا مجموعه مې هم داسې وتوموله.

وسو په لمبو کې د لمبو کلی دا د ښکلو هیلو او اسرو کلی
هره خښته ئې زما ټوټه دزړه خټه ئې په وینو وه لمده دزړه
وه هوائې مسته ولوله د زړه دا مې وو د روح د اوسیدو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته اوسیدل مې امیدونه ټول هلته غوړیدل مې ارمانونه ټول
هلته نڅیدل مې هوسونه ټول دا زما د ټولو اندیښنو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته جذبې مې د ځوانۍ پټې هلته انګازې مې دیارۍ پټې
هلته مې د زړه بی قرارۍ پټې دا مې وو د مستو ولولو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی

هلته احساسات ټول خوټیدل زما هلته ټول رازونه ښکاریدل زما
هلته ټول غمونه بلیدل زما دا مې د ښادیو او غمو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هره پوله ئې حد وو د غمو زما هر پټی ئې کښت دترانو زما
هر بوټی ئې ځاله دآرزو زما دا مې د شنیلیو او ورشو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هر انګړ کې جوش وو د ژوندون غلی هر کور کې جنون وو د هامون غلی
هره خونه کې ئې نن،سبا،پرون غلی دا مې وو د غلو تو فانو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هر خواته ژوندۍ وې د پاڅون هڅې هر خوا غږیدلې د لټون هڅې
هر شی کې تودې وی د بدلون هڅې دا مې وو د ځوانو تلوسو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته کلمې لکه سکروټې وې هلته ارادې تر پولاد کلکې وې
هلته پیمانونه ټولې ګټې وې داو و د زیارکښو پرګنو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
دا کلی وو جوړ مې له شعرونو نه ښکلو څلوریځو غزلونو نه
جوړ وو له روانو سیلا وونو نه دا مې د احساس د پلوشو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
بل پرې مجاهدو سره اورونه کړل جګ ئې ورته زړه نه تور دودونه کړل
خاورې اوایرې ئې سره لالونه کړل جوړ تری شو د ورانو کنډوالو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی


پاتی شوه له مانه د پیالو قصه
هغه د ساقی او میکدو قصه
هغه د انګور دزړه ، د تاک دلور
هغه داورونو او اوبو قصه
هغه د مستۍ او بی خودۍ هېلې
هغه د شورونو او بزمو قصه
هغه عربدی او د خمار څپې
هغه د نیشو او تماشو قصه
هغه د مغانو خرابات او دېر
هغه در ندانو د نعرو قصه
هغه د خوښیو او خندا بزم
هغه د رباب، چنګ او نغمو قصه
هغه په توبو باندی مات شوی خم
هغه په شرابو د توبو قصه
×××××
هغه تور پیکی او ول په ول زلفی
هغه د ځنځیر او زولنو قصه
هغه د خوبانو د جفا داستان
هغه د آرمان او حسرتو قصه
هغه لیونتوب او رسوائې د عشق
هغه د خوږو او د ترخو قصه

 

هغه تودې اوښکې او ساړه ځګیروي
هغه د آهونو او سلګو قصه
هغه د کږو وروځو ، بڼو افسون
هغه د سرو شونډو او بارخو قصه
هغه د وصال او کامګاریو خوند
هغه د فراق د ترخو شبو قصه
هغه د نیازونو ا و نازو لړۍ
هغه د ناغو او د غمزو قصه
××××××
هغه د ګلونو او غونچو ښکلا
هغه د شنیلیو او باغو قصه
هغه د بورا د سرګردانه ژوند
هغه د بلبل د ترانو قصه
هغه د خزان د جفا ګانو دور
هغه د رنګینو پسرلو قصه
هغه ه صحرا کې د غا ټولو جوش
هغه په چمن کې د رنګو قصه
هغه په ګلشن د خوشبوئې غوغا
هغه د ځړو بو د نغمو قصه
هغه د طو طیانو شور ما شور هر خوا
هغه د مرغانو د سیلو قصه
هغه د ښایسته و پتنګانو رنګ
هغه د نسیم او د وږمو قصه
××××
هغه د سرنیو او ډهلو غوغا
هغه دسازونو او نغمو قصه
هغه د رڼا او روښنا ئې جلوې
هغه د سبا د سر و شغلو قصه

هغه د پا څون او د رزمو هځې
هغه د بزمونو او میلو قصه
هغه د شپنو د های او هوی چیغې
هغه د ایلبند او سردرو قصه
هغه له غوغا او شور نه ډک ماغزه
هغه د بدلون او جنګیدو قصه
هغه د ولس د خوشحالۍ څریکې
هغه د توغونو او جشنو قصه
هغه د بزګر د سوکالۍ هیلې
هغه د کارګر د ویښیدو قصه
×××××
اوس ماتم د تللي خواږه عمر دی
یا د غورځیدو او پرځیدو قصه
منډه د بریښنا وه تورو وریځو کې
یا وه د ځوانۍ د تیریدو قصه
چیرته به کوږ بار د ژوندون واړوم
نشته تر منزل د رسیدو قصه
ښخه هدیره د نامرادۍ کې شوه
هغه د ښو هیلو ، امیدو قصه
کوږ قامت ،مات زړه او بی امیده ژوند
دا وه له زمان سره د تلو قصه
بخته ګیله من له تانه ن ه یمه
حق ده د کرلو او ریبدو قصه
ښه ده چې کړې تیری هیر زمریه نور
پیل کړه په خندا د زړیدو قصه

۱۹۹۹.۴.۲۱


لاړلی ته ترخه یادونه دې په ما وکرل

مدام پری سوزمه اورونه دې په ما وکرل

ستا د وړی خولګی، نرۍ ژبې زخمونه دې دا

یا دا ناسور ناسور داغونه دې ما وکرل

د اداء ګانو د جلوو او ناکردو په لاسو

د تیرو تورو ډک فصلونه دې په ما وکرل

دذهن شپه کې مې مشال دي چې بلیږی راته

ړڼا ئې نشته تور دودونه دې په ما وکرل

سترګی که وګنډم د اوښکو لار به بنده کړمه

د زړه په تل کې فر یادونه دې په ما وکرل

ستا د تصویر او تصور نه چیرته وتښتمه

د لیونتوب ترخه تخمونه دې په ما وکرل
۲۳/۷/۲۰۰۰


چې د اسمان ستوري شي ټول د کهکشان په غیږ کې
چې مرغلرې واوریږي ددامان په غیږ کې
چې له جلوو او له رنګو نه توفانونه شی جوړ
چې یاسمن شی په مستۍ د ګلستان په غیږ کې
هسې بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې
چې د کرنج مماڼې وزانګي د غرونو په ټال
چې د سالاو ښکلا شي غبرګه د ګلونو په ټال
چې د وایګل نخرې شې برې د فردوس سیالۍ کې
چې ټول پسرلی شي غونډ یواځې د افغان په غیږ کې
هسې بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې
چې د سنګر ناره شی غبرګه د جهان سینې ته
چې د کاوون غاړه شی جګه د اسمان سینې ته
د کُنج ښامار چې مخه وکړي ددامان سینې ته
لکه جرس چې په غوغا وی د کاروان په غیږ کې
هسی بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې
له دولتشاه نه چې وږمه د ورور ولۍ شی جګه
له مندراوړ نه چې جرګه د خپلولۍ شي جګه
له نورلامه چې نعره د تلولۍ شي جګه
غیرتي زړه چې په مستۍ وی د یو ځوان په غيږکې
هسې بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې
د ملګرتیا بزم یی مخ ته الینګار جوړ کړی
نو د الماسو له دانو ، لغمان ته هار جوړ کړی
د ګلو فرش چې یی راتلو ته ننګرهار جوړ کړی
لکه بریښنا چې وځلیږي د باران په غیږ کې
هسې بهیږي اليشنګ د شنه لغمان په غیږ کې

د زمانې په ځمکه ګوره چې لمبې شنې شوې
د ارمانونو په اسمان کې مو تیارې شنې شوې
د و خت په ګوتو د ښادۍ ناوې زِندۍ کړله چا
د سترګو کنج کې مو د وینو فوارې شنې شوې
د ژوند له کلې نه په تیښته د مرګ ښار ته راغلو
یمه حیرانه دا په مونږ څنګه کانې شنې شوې ؟
ګلونه لاړل د افغان له ګلستانه چیرته ؟
دلته په هر ژوندي او مړي نن خازې شنې شوې
بیوسۍ نه پوهیږي نوره چې څه وکړي په مونږ ؟
چې په هر پل کی مو د قرن نا کردې شنې شوې
اهریمن جال دی غړولي خپل ، جهان ته دی نن
هر ګوټ کې وینو چې د سرو وینو چینې شنې شوې
دزمری َوس له زړه او مټو نه ، ګیدړو ویوړ
ځکه پرې هری خوا د ننګ سپیرې طعنې شنې شوې

۲۰۰۷/۱/۷


ښادي ده ورنه هیره ، شو ،غمو سره عادت

ماتم یې عبادت ده شو ، سلګو سره عادت

کاروان یې له هره ورځ له ورانو کلیو نه روان دی

ژوندی و لس مې شو ، له جنازو سره عادت

د سر جګول ښکاري چې ګناهء کبیره ده

نو ځکه شوو هر چاته له سجدو سره عادت

شیطان زمونږه لمر د تروږمۍ په نیزو وویشت

لیمه مو چیری نه شي له تیا رو سره عادت ؟

ټپوس یې د ګوربت په بڼه مخ کې ورته ایښی

عالم شو اوس ددغسې دوکو سره عادت

دوران دی د تیارو زمونږ په مېنه له دیر وخته

هر یو شوو له ناکامه نوم د شپو سره عادت

اوس څوک دی چې به بیل کړي سره یو له بل په زوره

هزاره ،اوزبک .تاجیک شو پښتنو سره عادت

۲۰۰۷/۱/۸


ګلانه ستا د وصال ده ، د چمن په لوری ځمه
تصورکې ستا د زلفو،د ختن په لوري ځمه
له هر تاره د ویښتو دې ،کاږم ښکلي مخ ته لاره
زه له دې پل صراته ، د عدن په لوري ځمه
ما شریکه کړله ژبه، له بلبل سره د چیغو
د پتنګ په ورزونو، د دیدن په لوري ځمه
په میدان د سربازۍ کې ،د میینو بزم تود دی
د مجنون مخکی روان یم د کوهکن په لوري ځمه
نن د هیلو په ګلونو د، دلدار ښکالو لګیږي
غوړیدلی پسرلی شوم، د ګلشن په لوري ځمه
د وفا تاج مې په سرده ،د تهمت لرم لښکر ی
زه د عشق د ملک پاچا یم د وطن په لوری ځمه

۲۰۰۷/۲/۱۲


د هسکو غرونو،ایلبندونو ، سردرو ژبه ده
دا د ګوربتو،د عنقا او د زمرو ژبه ده
دې سره غبرګې وي نغمې د پسرلیو مدام
دا د ځړوبو ، بلبلانو او شپنو ژبه ده
دې کې خبرې کول ، دي د مرغلرو پییل
ځکه له سُر او لَی نه ډکه ،د نغمو ژبه ده
له دغدغو نه ده خالی،خو له خلوصه ډکه
د بزم او رزم ، د سلا او د جرګو ژبه ده
میدان یی وړی له همزولو نه په نره دی تل
د زړورو ، توریالیو میړنو ژبه ده
د میلمنو پالنه یی کړې، تل دزړه په وینو
د پخلاینې،ګذشتونو او پیرزو ژبه ده
بده یی مه ګڼۍ ، له بدو سره کار نه لري
دا ملکو ، ښاپیریو او د ښو ژبه ده
چې وي پخپله خوار، نوهغوته به خواره ښکاري
دا د ښاغلو افغانانو،ددرنو ژبه ده
تل د ځلانده، تل ژوندۍاو تل دې ښاده واوسي
د سوو زړونو په احوال د خبریدو ژبه ده
د روانۍ او بډایۍ همتا یې نشته چیرته
لکه د تاج غمی ، منلې د پښتو ژبه ده

۲۰۰۷/۲/۱۴


شکوه له ځانه ، له اسمانه له جهانه کوم
ګیله له ورو ر نه ،خپلې خور نه ، له جانانه کوم
ډیوه د اوښکو بلووم د خاطرو په مزار
رڼا د زړه د اور په تاو کې ،له ګریوانه کوم
قصه په خپلې سترې مینې ،د نادودو په لاس
په غم لړلی غږ ،له پیله تر پایانه کوم
پرده د زړه له مخی اخلمه ملګروراشۍ!
دی تناره نه لمبه جګه تر اسمانه کوم
اسره مې یارته د وفا وه چې ناکامه شوله
توپیر به څنګه د وصال زه له هجرانه کوم
تو ښه د ژوند مې د کاروان ملګرو ولوټله
دې وران بازار کې به سودا څه له تاوانه کوم
لمبه په سر د داد غوښتنې وره ته منډې وهم
زه به شکوه هلته له لاسه د سبحانه کوم
ایره د هیلو دوړوم د خپل وجود په وطن
کفن د ښو هڅو اندام ته له خپل ځانه کوم

۲۰۰۱\۶\۹


دحمزه صاحب د:
چې بې تا چاته ټیټ نه شي ننګیالی زما زوندون کړه
زما زړه دې مسلمان وی ،تفکر مې د پښتون کړه » په اقتفا
مرو ر بهار مې زر ، زر په وطن بیرته را ستون کړ
دا خزان ،خزان چمن مې، راته بیا هسې ګلګون کړه
له همزولو نه شرمیږم ، یم د سیال له سیالۍ پاتې
بیا مې سیال کړه د سیالانو ، بیا مې هغه نر پښتون کړه
د تیارو په کنډوالو کې ، د بلا په منګل ښکیل یم
هر یو ګام زما پاڅون کړه ، بریالی زما شبخون کړه
ډنډوره مې د کاله ته ؛ له هر کوره را بهر کړه
د زاړه برم غوغا مې له پخوا راته افزون کړه
په پښو مې ز ولنې دې ، لاس مې مات ، خوله مې تړلې
یا مې بند کړه د مرګ کام کې ،یا آزاد زما ژوندون کړه
سترګې نه شم غوړولی ، د بی ننګه ورور له شرمه
یا ئې سم د ننګ په لار کړه ، یا ئې خاورو کې مدفون کړه
د افغان د پګړۍ ولونه ، د لیلام په بازار خرڅ شول
ته ئې پت ورته پر ځای کړه ، ته ئې جګه تر پرون کړه
د نېکونو ټول قبرونه ، راته وران کړل نن ټانکونو
دې مغولو ته یو ځل بیل ، ستر خوشحال خټک بیرون کړه
په یوه ټغر راټول کړه ، سره دا مرور ورونه
د غماز ئې بیا له درده ، شېن ناولی زړه ، لړمون کړه
د وطن خاوره خو مونږ ته ، تر قدم لاندې وریښم وه
نن په هر ګام کې کې مرګ کې مرګ ښخ دی، دغه نن مې بیا پرون کړه
څه هم خپلو ، څه پردیو ، دا جنت نه دوزخ جوړ کړ
د پردیو د رنګ ورک شی ،دغه خپل په پیوستون کړه
د نفا ق او کېنې زړی ، مو له زړونو را بهر کړه
مونږ نه هیر دغه عادت کړه ، مونږ کې مات دغه تړون کړه
د غربت در د مو خاونده ! د ولس له تنه ورک کړه
هر یو بیا پتمن افغان کړه ، هر یو بیا هلته مسکون کړه
د خوښیو په باران کې غمځپلي ښه خړوب کړه
نور مې ختمې کړه دا ساندې نور مې بس دا زړه چاودون کړه
د فانتوم او میګ پر ځای مې ، خپل ګربت ته وزر ورکړه
زما خپل دغه دنګ غرونه ، د غم سر لره زنګون کړه
د هلمند اوبه مې کام کې ، د خپل قوم زلال ،زلال کړه
د کنړ د زوږ له شوره ، هر دښمن زما زبون کړه
کندهار کې انار باغ ته ، په مزار کې لاله زار ته
زما وینه ئې اوبه کړه ، ته ئې بیا راته زرغون کړه
د نارنج د ګل په بوی مې له میخوارو نه نیشه کړه
بیا مې «جام » راته را ډک کړه ،پیمانه زما جیحون کړه
ته مې ګل د زړه له کومې ، خپل بلبل ته په خندا کړه
بیا لیلی مې ګل غونډۍ کړه ننګرهار مې بیا مجنون کړه
خوشحالۍ که نیکمرغۍ دي، هوسائې که سوکالۍ دي
لټوم ئې تل افغان ته ، بریالی مې دا لټون کړه
دغه سوال د عا جزۍ دی ، خو ئې ته په ستر کرم خپل
هر یو حرف لکه سکروټه ،هره کرښه ئې لمسون کړه

موری مرګ دې زما زړه له ټولو سوړ کړ
ستا غمونو نور له دې دنیا نه موړ کړ
چې مې شین کړ مخ ، دتا د غم څپیړو
په صورت ئې ژوندی مړی رانه جوړ کړ

۱۹۹۳.۱۲.۲۶


چې پروت تر قد مو لا ندی جنت دی
ستا مقام ماته له هر چا نه او چت دی
ته مړه نه ئې څو ژوندی یمه زه موری
دتا نوم زما غمجن زړه ته قوت دی

۱۹۹۳.۱۲.۲۲

لویه خدایه

تانه نه غواړمه خدایه هیڅ شی ځان ته


وږی نه یمه زه ستا سپیره جهان ته


زما مورته د جنت ورونه کړه بیرته


زه به واچوم لا سونه ستا قران ته

۱۹۹۳.۱۲.۲۲


چې د بنګړیو شرنګ کی ورک شي د څپو شرهار


دا د ښکلا او موسیقي د ملک محشر نه ده څه؟!


چې له وستله د ځلمو مسته خندا غبرګه شي
دا د ژوندون د پسرلي یو خوږ منظر نه ده څه؟!
چې زیړی لمر د سرو شرابو جام ته غاړه وځي
دغه شیبه د بیخودۍ - یو مازیګر نه ده څه ؟!
چې د ریا له کنجه پټ شي میکدې ته روان
په زاهد دا ساعت دټول عمر اختر نه ده څه ؟!
چې د وصال زیری سپوږمۍ په پلوشو کې دروړي
د عشق بنده ته دا حالت« حج اکبر» نه ده څه؟!
چې د غم او ښکې د کړي پاکې د احساس په ګوتو
شعر مسیح ،شعر دارو، شعر کوثر نه ده څه؟!
۲۰۰۷/۸/۶


پرون بل وو پکې سره اورونه هر خوا
نن ئې خړ لوګي جګیږی له ګوګله
ددنیا لمن ئې تنګه ده لوی غم ته
د افغان وطن کړ وران هر چا څو ځله


د امتحان خاوره
چې وسله کړي نوې جوړه ظالمان
امتحان ئی کي په خاوره د ا فغان
خدایه څله دې بیدا کړو دغه حال ته؟
یا مو وساته یا ورک کړه دا لیوان
۲۰۰۲.۱.۲


د تو تکېو کډې وکو چیدی،
د ساړه ژمي له راتللو سره ؛
هره خوا سپینو واورو وپوښله ....
له هره کوره د لو ګیو سلسلې جګې شوې.....
یخنۍ کنګل کړه هر څه ،
د خو ځیدو توان ئې له هر چا ویوړ ،
داور ګرمي کمه شوه ،
د لمر تودوښه لږه .
ژمی شو اوږد له پخوا،
او خلک ئې تنګ کړه په ځان ،
په بې صبرۍ ئې د پسرلي د راتلو لار څارله ،
د انتظار شپې هم د ژمې په څیر .....
اوږدې، اوږدې تیریدې .
د تو تکیو دراتللو کومه نښه نه وه و
خو ټولو دا ویل چې:
پسرلي راځی او خواه مخواه به را ځي.....
او تو تکۍ به بیا د شنه اسمان به خلا صه غیږ کې ؛
اوړي رااوړي او غوغا به کوي .
یا به د لوړ چنار له جګه شاخه ،
په قیل او قال لکه تل ....
په خاوندانو د فیل.....
د خپلو تیرو حماسو په هکله....
مسته وینا به کوي؛
ژمي به تیر شی اخر .....
اوتوتکۍ به بیا وطن ته راشي

۲۰۰۱.۷.۱


ای د وطن له ستړو دښتو نه راغلی وږمې!
لږ راته ووایه زما هغه ختن څنګه وو؟
هغه زما د هیلو ځاله دی ښه ولیدله؟
هغه زما د سترګو تور ،روح او بدن ،څنګه وو؟
هغه انسان چې يې ملکو غلامی کوله
مغرور پښتون، هوښیار تاجیک او ترکمن څنګه وو؟
هغه تنکي ځلمي په ولي لا تو پک ګرځاوه ؟
هغه پیغلوټۍ سره اوس چال او چلند څنګه وو؟
هغه چې ټول ورته یزید ،یزید او شمر شوي
هغه حسین ،حسین افغان هغه حسن څنګه وو؟
هغه د ډزو کڼوونکی غږ لا اوس هم خپور وو؟
هغه د بم او د راکت سوری بدن څنګه وو؟
هغه د خاورو نه جوړ کلي چې به شنه وو مدام
هغه چې تږی به وو تل ، سوی چمن څنګه وو؟
هغه خټین کور چې په سر به ئې شنیلي ټوکیدل
هغه بیدیا ، هغه صحرا ،هغه دمن څنګه وو؟
هغه د تورو جګو غرونو ښاماران ژوندي وو؟
هغه هیبت ، هغه ښکلا،هغه هسکمن څنګه وو؟
هغه یاغي مستو سیندونو درته شور درنه کړ؟
هغه اوبه ، هغه څپه ، هغه شکن څنګه وو؟
هغه له عطرو ډکه ، هغه مزه داره خاوره
هغه فردوس ، هغه هغه جنت، هغه عدن څنګه وو؟
هغه هوا چې به نغمی د ژوندانه وی پکې
هغه راحت،هغه مستي، هغه چلن څنګه وو؟
هغه نښتري ، چنارونه او د ولو وني
هغه څیړۍ، هغه شیشم او نسترن څنګه وو؟
هغه لعلونه، سره یاقوت او زمرد څنګه وو؟
هغه لاله، هغه دشنو دښتو ګلشن څنګه وو؟
هغه د غرو دسر بازان لا الوتل تر اوسه
هغه بلبل، هغه بورا، زاغ او زغن څنګه وو؟
هغه وحشی او ترئیدلی هوسۍ چیرته لاړی؟
هغه زمریانو زړور لیوان، دښمن ،دښمن څنګه وو؟
هغه زما زیار کښ ولس په شانی ستړي میږیان
هغه مرغان، خزندګان،ماهی، مهن څنګه وو؟
څه دی لیذلي چې ګویا ژبه دی ګونګه شوله
ووایه لږ چې د افغان ولس ـ وطن څنګه وو؟
که دی کوم وخت کې په غلطه هلته مخه وشوه
ورته ووایه چې پردیس زوی ئې غمجن څنګه وو؟

ګناهګار یم ،ګناهګاریم،ګناهګار
ما په دارکړۍ،ماپه دار کړۍ،ما په ډار
ما دی څکلی دانګور دزړګی وینی
ما زبیښلې دی تل سری شونډی انار
زه میین یمه په مینه او ښایست ډیر
دریدی په شان له کرکې یم داغدار
دانسان ځای می اسمان ته رسولی
دشیطان له ټیټ فطرته یم بیزار
دورورۍاو روغی جوړی لیونی یم
هزار سد دی شی له ذی جنونه ځار
د ګربت پرواز می خوښ دی اسمانو کی
ژوند د سوړو راته ښکاری ننګ او عار
چی د خپل مټاو بازو په قوت نازی
شاهنشاه دی که په برخه وی څه خوار
چی د بل په ولو ځان جګول غواړی
رنګ یی ورک شه دون همت دی او مردار

زړګیه بیا هم ته له ما نه ښه یی زړه کی د چا د مینی غم خو لری
خیر که سجدو ته دی هیڅ پام نه کوی خپل عبادت ته یو صنم خو لری
که اوسیلو نه دی توفان جوړ نه شو د ځان تسل:داوښکو نم خو لری
د ښکلی یار د خوږو شونډو بدل یو نازولی خوږ همدم خو لری
د ارزو ګانو د تابوت ملګری دناکامیو تور لړم خو لری
څه د طبیب او د دوا غمه خوری؟ د ځیګر غوښو نه ملهم خو لری
د بیکسۍ ژړ ا کړه بس «زمریه» د حال ویلو ته قلم خو لری

زمونږ پر کلي باندې،
توره تیاره خبره ده
ټول شیان تت دي، څوک څه نه شی لیدای
د تورو وریځو لړۍ
دي هرې خواته تللې ،
کله ناکله لا د ژمي د سیلۍ غږونه ،
زمونږ پر زړونو باندی
نوی واهمه خپره کړي ،
خو دغه توره شپه کې ،
هاغلته لیری د اسمان په ګوټ کې ،
یو سپینکی ستوری ښکاری ؛
له لیری ،لیری نه دی ،
د یو ماشوم په شانې ،
له لا یزاله انرژۍ ځینې ډک ..
چې تل لاس اچوی د مور ویښتو ته ...
مدام دا هڅه کوی ،
تر څود لمر شغلو نه ،
یو څه را کش کړي ځانته ،
او د تیارې په لور ئې
چې ئې زمونږ پر کلي
تور څادر خپور ساتلی
د سوزیدونکو ...
ځلیدونکو...
څو نیزو په توګه
بی زغرده و غورځوي ؛
او زمونږ کلی خپل نظر ته خلا ص کړی
خو دغه ستوری مونږ نه ،
او رڼا ئې نه د لمر ؛
ډیر زیات ګوښه پروت دی ،
او د تیارې دا سارا ،
ډیره اوږده پرته ده .
* * *
چې ورته ځېر شومه ښه ،
هلته هیڅ ستوری نه شته ،
څه چې لیدلی وو ما ...
هغه زمونږد امیدونو یو سراب غوندې وو...
چې ددې شپې په زړه کې ...
لا هم ویده دی ویده .

روایاتو نه را پاتې دا قصه ده
په زړه پورې ، هم خوږه او هم ترخه ده
په یو وخت کې د ادم (ع) ښه اولادونه
د یوه کاله استوګن، خویندي ورونه
سره یو شول د د نیا کار او روزګار ته
کړاوونو، بد بختیو او هر کار ته
یوه ئې خوله وه ،یوه ئې ژبه ،یوګومان وو
کړه ئې یو وو، هوډ ئې یو او یو ئې ځان وو
ځانته ئې جوړه کړه نړۍ د سو کالیو
د وفور ، د راحتونو او ښادیو
نور څه پاتې نه شول کړو ته چاپیر یال کې
نو ئې نوي څه را وګر ځیدل خیال کې
چې اسمان ته د ختلو لار پیدا کړي
د سپوږمۍ او لمر په راز هم ځان اګاه کړي
نو ئې پیل کړ ه د یوه برج په جوړولو
د زینو او د پلګو په جګولو
چې نا څاپه د یهوه و دوي ته پام شو
نو و خپلې خدائۍ ته ئې زړه خام شو
چې که دا خلک پیدا کړی لار اسمان ته
د رازونو او سوالونو دې جهان ته
هسې نه چې د خدائې هوا پیدا کړي
په جهان د پا چاهۍ دعوا پیدا کړي
نو په فکر کې د لا رې او ګودر شو
په تلاش کې د چارې ددې خطر شو
نو په دوي کې ئې پیدا کړ ، یو توپیر
ډیر کاري ،خو وو ساده دغه تدبیر
ډیری ژبې ئې کړې ددوې منځ کې پیدا
هر یوه کړه خپله لاره ما سوا
پو هیدل نه د یو بل په ژبه دوی نور
سره بیل شول مور او لور ، ابا له زوی نور
اتفاق او و فاق لاړل ، بدبینی شوه
ښه ورورۍ نه جوړه بده تربګنی شوه
که به چا وبل ته کړه نیکه خبره
نو ځواب به ئې ګوذار وو ناببره
یو او بل ته د کو هیو په کیندو شول
په ماتم او ژړا سر ، په ورکیدو شول
ورځ به هر یو په بدیو کې کړه تیره
نو د برج د جوړیدو خبر شوه هیره

××××××××

مونږه هم چې کله وکړو اتفاق
د ورورۍ ، د سوکالۍ او د وفاق
چې کړو جوړ دا خپل عزیز او ګران وطن
نو د ښمن مو شي له واره اهریمن
مونږ کاڼه کړي خو سل خولې راکې پیدا کړي
هر یو تن په نا آشنا ژبه ګویا کړي
خو ځیدل وینو د یو او بل د خولې
خو پو هیږو سره نه په کلمې
یو له بل نه لیری کیږو د ښمنۍ کې
که نږدې شو سره وژنو تربګنۍ کې
که وه پیښه دا قصه په بابلیانو
تکراریږي همدا اوس په په افغانانو
۲۰۰۶.۲.۱۳


دلته چې وینم ټول وطن دی په ګلونو کې ډوب
یاد ته مې راشي خپل هیواد چې دی سرو وینو کې ډوب
دلته اسمان ته د ختلو تکلونه کیږی
زما ولس د شهیدانو په قبرونو کې ډوب
دلته د ژوند لپاره هڅې کیږی شپه او ورځ کې
هلته واړه زاړه ، ځوانان دي ټول مرګونو کې ډوب
دلته مقام نه د انسان ستره نمانځنه کیږی
هلته هر څه دي د وحشت په تورتمونوکې ډوب
دلته ځاریږی ،یو د بل نه تش د «مینې» په نوم
هلته دوه ورونه په کینو او نفرتونوکې ډوب
کله به ور سیږی پای ته د افغان غمیزه ؟
کله به هم زمونږ هیواد شي سرودونو کې ډوب

۱۹۹۳/۹/۱۶


ورکې د ژوندون خوږې نغمې شولې
جګې د سماع او وعظ نارې شولې
دروند څادر د مرګ دی په دې مینه پروت
هرخواته قبرونه و حضیرې شولې
هر چرته ده ګرمه د لمبو قصه
هر څه پرې لوخړې او ایرې شولې
دلته اوس سودا د مرګ او ژوبلې ده
نوی ئې دلال او معاملې شولې
چیرته چې ښکالو باندې بندیز لګي
غلې پرې نغمې اوترانې شولې
غیږه کۍ زمري نه ګید ړ وګټه
ځکه ،اوس بدلې زمانې شولې
چیرته خفاشان چې پاچاهي کوي
ورکې ترې رڼا اوسپیدې شولې
هر چڼي ساقي شو د رضوان د جام
هیری ورنه سوال او وظیفې شولې
ټول وینی خواره کړل د طهور طمعې
سور پکې جهاد او سرې سجدي شولې
خوب او خیال د حورو او غلمانودی
ګرمې د جنت ـ دوزخ قصې شولې
تور جلاد هم سپینې جامې واغوستې
حکم ئې قصلص او یا دورې شولې
بس مردارې ګیری،غوړې څڼې دي
ورکې دافغان جګې شملې شولې
سر نشته وسرور نشته،سالار نشته
ستر ګې د غیرت ټولې وړندې شولې

۱۹۹۹/۴


جانانه راکړه د سر و شونډو پیمانه په مینه
چې کړمه هیره د غمونو زمانه په مینه
دشونډو جام کې دی د مینې شراب راکړه په خوند
د حسن شمعی چې دې شمه پروانه په مینه
راکړه عسل د خوږو شونډو درنه وګرځمه
راته مې ماته کړه د تریخ ژوند زولانه په مینه
مست مې کړه داسی چې خوښیو کې شم ډوب له شوقه
څو درته واوروم د مینی ترانه په مینه
راکړه چې ماتې نه کړم بیا کله توبې له میو
څوپاتی نه شی د شرابو بهانه ، په مینه
ته یې شراب،ته یې د بنګو پیاله ، ته یې سوما
د تا له پاره یم دیره په میخانه په مینه

۹۳ /۱۰/۱۵


مرګه زما له خوا به لیرې ګر څې
زه لا له ژونده وزګار شوی نه یم
تاته مې نه شته تلوسه تر اوسه
لا له دنیا نه بیزار شوی نه یم
زما د زړه په د الانونو کې لا
د ښکلا شو نډې په موسکا ښکاري
زما د سر په کږ لیچونو کې لا
د مستۍ شور سر په غوغا ښکاري
لا مې حساب پاتې جهان سره دی
لا مې احساس ځلمی ،جانان سره دی
لا ډیر څه پاتې دي د کړلو راته
لا مې جنګ پاتې له خپل څان سره دی
لا مې تر اوسه اور ،سکروټه نه ده
لا مې لمبۍ له تنه دارې وهي
ایره خو پریږده چې سکاره لا نه یم
لا مې سپرغۍ د کلو لارې وهي
زما د زده کړې تنده ماته نه ده
خوله مې لا جوړه هیڅ خندا ته نه ده
لا یم تر اوسه د ژړا ټولګي کې
د غم مکتب مې کړی ، شاته نه ده
لا مې د ظلم لاس مات کړی نه دی
لا مې له کرکې سره جنګ روان دی
د عدالت لمر ته لا لاره څارم
لا په و حشت زما غور ځنګ روان دی
زه ددنیا د مخ دا تړمې اوښکې
په خپل لستوڼي و چول غواړم
زه دانسان د تودو وینو سین ته
پاخه بندونه جوړول غواړم

د ماشومانو له څیرو او زړونو
د ویرې رنګ او هیبت ورک غواړم
د نیکمرغۍ د اهورا په مخ کې
د بدمرغۍ اهریمن سپک غواړم
ما را بللې فرشته د ورورۍ
زه یې راتلو ته انتظار یمه لا
د مساوات او عدالت زیري ته
سترګې په لار ه بې قرار یمه لا
لا مې د خپل د ستر آرمان د کلي
لار او نقشه تر اوسه کښلې نه ده
لا یې کو څو ته لټوم نومونه
دتهداب کرښه مې کاږلې نه ده
ما مې لا خپله لور په سره ډولۍ کې
د بخت کاله ته استولې نه ده
ما مې د خپل لمسي د ناوې ورا
د کور تر وره بدرګه کړې نه ده
زما ضمیر د ماتې ننګ نه مني
زمری ژوند ون د تسلیم رنګ نه مني
زه د رزمونو د ډګر لاروی
زما ایمان د مرګ قلنګ نه منی
سر مې له ښکلو آرمانونو ډک دی
زړه مې له سترو امیدونو ډک دی
ځه د هغو ناولو کور ته ورشه
چې یې ژوندون له ګناهونو ډک دی
شومه دانه او دام د بل ته یوسه
خپل دا خبیث مرام د بل ته یوسه
زه به دې سټه د آبا وباسم
د زهرو دغه جام دې بل ته یوسه

۲۰۰۹/۲/۱


لکه اوښکه چې خفه شي له ژړا نه
یا چې بیله خو شحالۍ شي له خندا نه
یا چې و تښتي له اور ځنې تو دو ښه
لکه بیل چې شې څراغ خپلې رڼا نه
یا چې مات شې د مرغه دواړه وزرونه
یا چې ژبه د چا پاتې شې وینا نه
لکه څوک چې بې خواخوږی شي په غم کې
نا هیلی چې شي په سخته کې دنیا نه
یا چې ورکه له ځړوبي نه غوغا شي
یا چې څوک کاندي جلا جنون سارا نه
یا چې شا ورکړي پتنګ بلې ډیوې ته
یا بیزا رچې شي ګلونه له بورا نه
یا چې مینه له انسانه کډ ه وکړي
هسې شعر مرورګر ځي له مانه

ځکه خوند مې د ژوند شپو ورځو کې نه شته
چې بیل شوی یم د بدی ورځ آشنا نه

۲۰۰۸/۱۰/۷


مرګه زما له خوا به لیرې ګر څې
زه لا له ژونده وزګار شوی نه یم
تاته مې نه شته تلوسه تر اوسه
لا له دنیا نه بیزار شوی نه یم
زما د زړه په د الانونو کې لا
د ښکلا شو نډې په موسکا ښکاري
زما د سر په کږ لیچونو کې لا
د مستۍ شور سر په غوغا ښکاري
لا مې حساب پاتې جهان سره دی
لا مې احساس ځلمی ،جانان سره دی
لا ډیر څه پاتې دي د کړلو راته
لا مې جنګ پاتې له خپل څان سره دی
لا مې تر اوسه اور ،سکروټه نه ده
لا مې لمبۍ له تنه دارې وهي
ایره خو پریږده چې سکاره لا نه یم
لا مې سپرغۍ د کلو لارې وهي
زما د زده کړې تنده ماته نه ده
خوله مې لا جوړه هیڅ خندا ته نه ده
لا یم تر اوسه د ژړا ټولګي کې
د غم مکتب مې کړی ، شاته نه ده
لا مې د ظلم لاس مات کړی نه دی
لا مې له کرکې سره جنګ روان دی
د عدالت لمر ته لا لاره څارم
لا په و حشت زما غور ځنګ روان دی
زه ددنیا د مخ دا تړمې اوښکې
په خپل لستوڼي و چول غواړم
زه دانسان د تودو وینو سین ته
پاخه بندونه جوړول غواړم

د ماشومانو له څیرو او زړونو
د ویرې رنګ او هیبت ورک غواړم
د نیکمرغۍ د اهورا په مخ کې
د بدمرغۍ اهریمن سپک غواړم
ما را بللې فرشته د ورورۍ
زه یې راتلو ته انتظار یمه لا
د مساوات او عدالت زیري ته
سترګې په لار ه بې قرار یمه لا
لا مې د خپل د ستر آرمان د کلي
لار او نقشه تر اوسه کښلې نه ده
لا یې کو څو ته لټوم نومونه
دتهداب کرښه مې کاږلې نه ده
ما مې لا خپله لور په سره ډولۍ کې
د بخت کاله ته استولې نه ده
ما مې د خپل لمسي د ناوې ورا
د کور تر وره بدرګه کړې نه ده
زما ضمیر د ماتې ننګ نه مني
زمری ژوند ون د تسلیم رنګ نه مني
زه د رزمونو د ډګر لاروی
زما ایمان د مرګ قلنګ نه منی
سر مې له ښکلو آرمانونو ډک دی
زړه مې له سترو امیدونو ډک دی
ځه د هغو ناولو کور ته ورشه
چې یې ژوندون له ګناهونو ډک دی
شومه دانه او دام د بل ته یوسه
خپل دا خبیث مرام د بل ته یوسه
زه به دې سټه د آبا وباسم
د زهرو دغه جام دې بل ته یوسه

۲۰۰۹/۲/۱


د خاطراتو له څپونه مې شورونه جګ شول

له ساړه آه سره د سوي زړه دودونه جګ شول

د مېنې سوز د ټول جهان لوګی کیدو ته بس وه

چه که زما له وچ ګوګل نه سره اورونه جګ شول

د وصال هیله مې سپره وه د تکل په ولو

ستاپه هجران کې مې له زړه ټول امیدونه جګ شول

د ارمانو نو غوړیدو ته مې ډیر وتپیدم

ستا دارمان په غوړیدو مې ارمانونه جګ شول

د ښکلا شمعې ته دې تاو شوم د پتنګ په شان ډیر

د تیارو شپو زړه کې مې ځکه فریادونه جګ شول

۱/ ۷/ ۱۳۵۷/ کابل


د تا د وصال خیال کې امیدونه راته ناڅي

د هجر اږدو شپو کې څراغونه راته ناڅي

ګلپاڼې د احساس مې ستا په پښو کې راخورې شوې

خوږو وږمو په غیږکې ستا یادونه راته ناڅي

دنیا د تصور نه مې جنت زړه کې شرمېږي

چې ستا د شوخ نظر رنګین خیالونه راته ناڅي

لیمو کې مې رغړیږي لکه ګل ورته غوړیږم

د ستورو پلوشو کې دې نازونه راته ناڅي

اثر د مسیحا دې د وصال پیمان کې پروت وو

د هیلو په ړنګ کور کې ارمانونه راته ناڅي

۲۹/ ۹/ ۱۳۵۷
کابل


بې شمېر ه ووژل بمو نو او ګو لېو
څه نا اهله کور بنو او څه پردیو
پاتې نه شو څوک چې قبر بل ته جوړ کړي
د ښتې ډکې شوې په ښځو او سړیو
هر یوه ده فاتحه خپله اخیستې
هر یوه ته کفن جوړ دې له کالیو
د ا فغان د شملې پت ئې ور په ځای کړې
مخ کړې تور د پلورل شویو ګوډاګیو
دا دغلو داړې به څو پورې وې جوړې
نور کړو تنګ بی غیرتیو ، شوکماریو
د فساد او د نفاق نامه کړې ورکه
خدایه خلاص مو کړې له ډیرو سپکاویو
چې لا نور هم اوروي باران د مړینې
دیو د مرګ ئې خدایه موړ کړې په بچیو
د زړه سوز مې داسې غواړي هره ساه کې
کنډوالې ئې کړې ته جوړې له ماڼیو
دغه دعا ا و که ښیرا ګڼې خاونده!
دا خبره مې ده ډکه له زاریو

په پاکستان او عربی متحده اماراتو کی د افغانانو د غیر انساني زورولو او شکنجو په اړوند:
د افغان دا خوار حالت ته چې نظر کړم
وينې څاڅي راته خپل زخمي زړګي نه
چې د ژوند له انګازو ئې تو فان جوړ وو
نن آزار دي بې وسۍ کې له مرګي نه
چې غړمبا ئې د زمر و زړه وو چوولی
د چنګښو شو خوراک له بې ننګي نه
د افغان ستره ټبره څه هیر جن ئې
د پلرو توره دې هېره کړه خواري نه
خدایه څومره به افت را اوروی پرې
یا ئې لوړ کړه بیرته ، یا ورک له هستي نه
۱د«ساقي ټوله میکده دې ترېنه ځار شه پښتنه چې جام راډک کړي له منګي نه» په آقتفا

ته د افغان ولس د هرې هېلې سر ته ولاړ
ته ئې په خوب او هم په ویښه ئې نظر ته ولاړ
ته ئې دهر قدم ملګرې او د هر نفس یار
ته ئې پنځه وخته د ورانې خونې ور ته ولاړ
ته ئې دتورو شپوپه زړه کې خپکۍ ئې د خوب
ته ئې مدام لکه بلا غوندي سحر ته ولاړ
ته مو هینداره یی د حال ،ته ترجمان ئې زمونږ
خزانه دغه دې ده مېنه ته مېزبان ئې زمونږ
ته ئې بهار کې دغوټېو خندا ګانو کې پروت
ته د ګلونو په عطرونو ، ښکلا ګانو کې پروت
ته د نودو په حرکت او خوځېدو باندي ښکېل
ته ئې د پاڼو په ځلااو نوا ګانو کې پروت
ته د هر بوټي په ریښه او په تنه باندي سپور
ته ئې دهرې ونې تن او په ساه ګانو کې پروت
ته یو رښتین ، ژوندی تصویر د خړ افغان ئې زمونږ
خزانه ! دغه دې ده مېنه ، ته ميزبان ئې زمونږ
د تنکۍ پيغلې په بارخو او سترګو ته ښکاریږی
دنوي ځوان په اننګو او بریتو ته ښکاریږی
د هر افغان وجود ته ، ته دخپل سینګار ورکوی
قد کې ئې ته ، څيره کې ته او په تلو ته ښکاریږی
ته ئې خندا او په خوښۍ کې لکه لمر ځلیږی
د غم په سوز ، په اوښکوته او ساندو ته ښکاریږی
ته هم زمان، ته هم مکان، او ته ا سمان ئې زمونږ
خزانه ! دغه دې ده مېنه ته مېزبان ئې زمونږ
دلته لا پاڼه شین پنډک وي چې زیړیږي له تا
ګل لا غوټۍ وي چې له ویرې نه لرزیږي له تا
دلته په پرخه کې هم ستا دوجود نخښې ښکاری
شنیلئ غوړیږي نه له ځمکې ، چې ویریږي له تا
باران ، اوبه او وریځې دلته خرابي راولي
څاڅکې ، ذرې ، دلته ويدي او یا پاڅیږي له تا
ته له وفا نه ډک ملګری او جانان ئې زمونږ
خزانه ! دغه دې ده مېنه ته مېزبان ئې زمونږ

د وطن له کلی –کوره ، جګه بیا د ویر ژړا ده
کاڼو- بوټو اور اخیسی ، د ظلمونو انتها ده
د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي
د ماتم ساندو ته نا څي ،تور مرګي ته په خندا ده
ملا ، کمان د زاړه بُست شوه ،له غیرته ویلې کیږي
دمارجې - نادعلي ځمکه ، هر انسان ته کربلا ده
د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې
کاڼي چوي نن له هیبته، د مرګونو بیا غوغا ده
د ساړه ژمي محشر کې ،ده دی بل محشر جوړ کړی
د بیوزلو انسانانو ، په شا کډه دلته بیا ده
د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي
د بغرا مرۍ غوڅیږي سره په وینو، ترې دنیا ده
بیاد سپینې پنبې رنګ ته وینی غواړي له انسانه
د رخام ښکلو رګو کې ، له ناتاره واویلا ده
د ملالې سر سر تور دی، د ټپې زړه یی ټپي ده
د میوند د ماتې غچ کې ، د افغان په کور بلوا ده
د سالنګ مرګونه کم وه ،ستا د وینو اشتها ته
چې هلمند ته دې راوړې، د ورانۍ او مرګ بلا ده؟
څومره نور بیګناه خلک ،په یوه – بل نامه وژنې؟!
دا خو ستا مخلوقات نه دي،که ولجه پری نن دتا ده
ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کړۍ
ستا سې مرستې ځینې تیر یو ، چې مو رحم هم تعدا ده
چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو نه څه ګیله ده؟
د و طن او ورور نیستۍ ته خپل افغان توره تر ملا ده
د افغان د وینو موج ته، هر چا سترګې دي ګنډلې
اوریدو ته د فغان یې بیا کڼه ټوله دنیا ده
د لندن په اشاره بیا ، په افغان ناتار جوړیږی
د وژلو کنفرانس دی پرې د لر او بر سلا ده
چې څاروان د کاروان غل شو ،نو همدا د ژړا ځای دی
نن د سولې لویه دښمنه ، متحده امریکا د ه
که اخوان که القاعده ده ، د انګریز د لاس نیالګي دي
چې په مونږ یې را تپي اوس ،دا د کوم لوري خطا ده؟
د ډیر ظلم نتیجه ده ، چې نن هرافغان طالب شو
ګناهکار سلامت ګر ځي ، بیګناه وړ د سزا ده!!
نور دقهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه!
دا دعا له عاجزۍ نه، که له درد ډکه ښیرا ده
۲۰۱۰/۲/۱۱

لوستل شوی 16478 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 21:27

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي