سیلاب ساپی

سیلاب ساپی



خدایږو څه د سترګو جنګ و مازدیګر
چې آشنا مې ناست تر څنګ و مازدیګر
غماز نه وو، رقیب نه وو، اغیار نه وو
د سرو سپینو شرنګ و پرنګ و مازدیګر
بی غمی وه، خوشحالی وه، نازو نیاز وو
لری شوی د زړو زنګ و مازدیګر
د فراق او د بیلتون کاسه چپه وه
له وصاله ډک پالنګ و مازدیګر
اندېښنه وسوسه نه وه ډاډ کامل وو
د یار شوندی څه وی؟ بنګ و مازدیګر
لرو بر شا اوخوا واړه معطر وو
تور زلفان لا چې لونګ و مازدیګر
د خوندونو عشرتونو کمی نه وو
له مزو جوړ شوی ترنګ و مازدیګر
د بلبلو د توتیانو ترانی وی
په غماز چپه ګړنګ و مازدیګر
سر تر سره خوشحالی میلی چړچې وی
د غمونو بازار ړنګ و مازدیکر
هم پارسا او هم پادشاه وومه (سیلابه)
چې راغلی یار قشنګ وو مازدیګر

د سرطان ۱۱ شپږ بجی مازدیګر ۱۳۳۴

راشه ساقي یو ځلی ډک د میو جام راکړه
خمار د عشق نیشه جذبه د انتقام راکړه
خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي
نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه
څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوشی نوی الهام راکړه
ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه
ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه
چې حوصلی مې فیصلی د مشکلاتو وکړي
ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه
چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی
داسې نظر داسې وزر د عشق په نام راکړه
یا مې زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته
یا مې کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه
په کار مې نه دی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم
لیونی مینه د مجنون او د بهرام راکړه
یا مې په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم
یا خودی ژوند د ناکامی لره انجام راکړه
چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا
خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه
کابل- باغوان کوڅه ۹ د عقرب- ۱۳۳۵

شاعر : امان الله سیلاب ساپي
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

څومره چې دی سترګی د زړو ښکار کوی
شونډی دی مسکا کې ابتکار کوی
سترګې که دی وړي نظر دسترګونو
شونډی دی د وصل انتظار کوی
خیر دی که دی سترګی کوږ نظر لري
شونډی دی ستونو کې تکرار کوي
سترګی که بی شماره شهیدان لري
شونډی دی د سرو کنډولوکار کوي
ستا ګستاخی سترګی که منکرې شوی
شونډی دسیلاب په عشق اقرار کوي

مه می ستنوه زاهده پریده میخانې له ځم
زړه کې می ارزو ده یو ځل دغه کارخانې له ځم
اوښکی بدرګه شوی د ارزو د قافلی سره
ګڼو ولولو کی د اشنا سلامخانی له ځم
نه یمه زاهد د کعبی نه د بتخانی عابد
چیرته چې وی ستا حکایت هغه ترانې له ځم
دي دنګو ماڼیونه جفا جفا ناری اورم
نور به د وفا په امید شاړې ویرانې له ځم
نه غواړمه دا چې پنجره ماته زه تری خلاص شمه
خوښ یم دپنجرو سره دمینی پیمانې له ځم
دا ټولی کرواړی چې منلی دی سیلابه ما!
دا به می تقدیر وی چې د دام لاندې دانې له ځم

قلمه! ښکل به دی کم نوم دجانان ولیکه
بیا مرور اشناته لعل ومرجان ولیکه
قلمه! جار به دی شم ګوری نثار به دی شم
دخندا ډکه جوپه د ناز کاروان ولیکه
ولیکه غم داشنا ټول زیات وکم داشنا
که زما لیکی ورته څیری ګریوان ولیکه
وریځې کږی ولیکه سترګی خوږی ولیکه
عنبری زلفی د یار دعطروکان ولیکه
قلمه! ښکل به دی کم دیار کاکل به دی کم
اختیار کل به دی کم داغ دهجران ولیکه
رشوت خیانت چاپلوسی له تانه نه غواړم
ماته دښکلو دنیا کوکۍ خندان ولیکه
خلک به ستا ای په تا لوړی ماڼۍ قصرونه
ماته د مینی کیږدۍ ښکلی جهان ولیکه
د ډالرپونداو ریال حساب په تا نه کوم
ماته دپاکی مینی سوی رومان ولیکه
سیلابه! یار که غواړی د زړه بهار که غواړی
پام! تنداوتیز مه وایه جان او قربان ولیکه

ندی عاشق ندی چې په مینه کې رسوا نشي
ندی مجنون ندی قربانی چه له لیلا نشي
تش کالبود به ګرځي چې زخمی شی په خنجر دعشق
هیڅ علاج د دی زخم په دم او په دوا نشي
عشق چې سیځلی وی نو جوړ به تر هغی نشي
څو پوری قسم دی چی دیار سره همراه نشي
خدایږو امیران شود عشق درد کې غلامان دیار
نشته وصال نشته څو دیار د درد ګدا نشي
لاړ شه فریادی دیار دربار ته دی (سیلابه)ته
جوړ به نشی دمرض نه څو دی یار پخلا نشي

ای ناصحه ستا وعظونه دی عبث
ماته ستا نصیحتونه دی عبث
غیر له میو غیر له چنګ او ترانی نه
نور فصلونه نور پندونه دی عبث
غیر له مینی غیر له عشقه محبته
نور غمونه نور دردونه دی عبث
غیر له وصل غیر له نازاونزاکته
نور خوندونه نور کارونه دی عبث
غیر له شونډوغیر له زلفوخط وخاله
نورسیلونه شربتونه دی عبث
غیر له یاره له نګاره ای ریباره
داستا زیري پیغامونه دی عبث
که بیرون له حقیقته وی (سیلابه)
په مجاز کې دې خیالونه دی عبث

چې ښکاره دی سپین مړوندشو سپین رخسار
په زړګی می د غم راغی دندو کار
په دنیا کې د عشق رنځ دی لا علاجه
نه رغیږی بی وصاله دا پرهار
د وصال دارو ملهم راته بخشش کړه
ای نګاره که می غواړی جوړتیار
که رښتینی یار دیار سره یاري کړی
څه حاجت لری ریبار ته یار دیار
عاشقان معشوقی هیڅ ملامت نه دی
ازلی دی دا ټولی په غم دوچار
خدای لپاره په لیمومی قدم کیږده
زه (سیلاب)یم ستا راتلو ته انتظار

دمینی ننداروته نندارو سره راځه
دعشق میخانی ته په نخرو سره راځه
سری شونډی سری منګولی سوردی ټیک دی په تندی
راځه په شرنګ وپرنګ له سپینو سرو سره راځه
وړی وړی سلګۍ می ورانوی هردم خولګۍ
ریباره که راځی له پریرو سره راځه
دهجر خزان سوی باغچه وصل کړه ګلزار
بلبله که راځی له نغاروسره راځه
(سیلاب) په زړه کړم کړمه دمینی چمچمار
جانانه پاړوګره منترو سره راځه

چې قلم واخلي ښې رنګینې ترانې جوړوي
دیار لپاره په مثال کې افسانې جوړوي
خلک که ځانته جوړوي ماڼۍ راحت لپاره
عاشق دمینې منارو کې میخانې جوړوي
چې شي دمینې په ګلزار ګډعاشقان معشوقې
بیا د وصال له زرو ډکې پیمانې جوړوي
دحقیقت طرفدارانوتماشې له راشی
مجنون لیلا، فرهاد شیرینه یارانې جوړوي
د (سیلاب) زیری یار له یوسه دا خبر پرې وکړه
رنګین شعرونه ستا د عشق دزمانې جوړوي

راشه ساقی یو ځلی ډک دمیو جام راکړه
خمار دعشق نیشه جذبه د انتقام راکړه
خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي
نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه
څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوښی نوی الهام راکړه
ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه
ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه
چې حوصلی مي فیصلی دمشکلاتو وکړي
ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه
چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی
داسي نظر داسي وزر د عشق په نام راکړه
یا می زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته
یا می کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه
په کار می ندی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم
لیونی مینه دمجنون او د بهرام راکړه
یا می په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم
یا خودی ژوند دناکامی لره انجام راکړه
چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا
خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه

دسترګو په کمرو کې عکاسي مزه لري
عاشق سره عزمونه اساسي مزه لري
مین د خوبرویانوننواتو کې ګرم ندی
اشنا ته سلامونه دوه لاسي مزه لري
دوصل په قحطۍ دی مایوس نشي عاشقان
قسم دی یارانه کې بې وسي مزه لري
په بل ګل او سنبل کې هغه خوند کله لیده شي
اوربل کې چې ګلونه عباسي مزه لري
(سیلابه) چې دفتر دمحبت کړی څومره چاڼ
ویشتل دغماز تل په فرانسي مزه لري

ساقی بیادې به منګول ډکه پیاله ده
که زما لپاره بله حواله ده
په پالنګ می داشنا دځوانۍ خوب دی
که ګلزار کې په ټوپونوغزاله ده
پریشاني راته پریشانو زلفو راکړه
سلسله دتورو زلفو کشاله ده
زما زړه دبیلتانه له غمه شین شو
اشنا کړي دخوبونوقباله ده
انتظار کې مې د خیال سترګی کږې شوې
د هوس لاس کې د هجر رساله ده
عاقبت به یی دبیلتون چپې چپه کړي
چې دعشق په سمندر کې دې جاله ده
چاچې زړه د مهرویانو چنګ ته ورکه
بس د هغه خلکو مینه کنډواله ده
اي سیلابه! د همت واګی دې ټینګ کړه
غمازانو جوړه کړی بنګاله ده

چې په زړه می دعشق نار شو راشریک
خاص جنون می په افکار شو راشریک
زړه می وچاوده له ډیری وسوسی نه
چې اغیار می په دیار شو را شریک
تخیل کی می رنګینی افسانی وی
چې د غم په شپه سحار شو راشریک
دستی مست او لیونی شومه عالمه
دوصال په شپه چی یار شو را شریک
زه دمینی په زانګو کی پروت نیشه وم
په خندا خندا نګار شو راشریک
زه ویده وم دمستانو میخانه کی
چې دلبر می مست خمار شو راشریک
دوصال بازار می واړه معطر شو
چې دزلفو پری یو تار شو راشریک
تصور پوړۍ می واړه زر زری شوی
چې کوم دم نازک رفتار شو راشریک
دزړه باغ باندی می نوی بهار راغی
په ګلزار د زړه مالیار شو راشریک
خاوره بوټی که غوټۍ نیالګی زرغون شو
چې پری یار شرین ګفتار شو راشریک
(سیلاب) وایی نوی روح راکی پیدا شوه
چې اشنا می په سینګار شو راشریک

ناصحه دا دمینی زلزلی مه تخڼوه
زما د ارزوګانو قافلی مه تخڼوه
بی میو می قسم دی هر ویښته نیشه نیشه دی
ساقی زما په مخ کی سری پیالی مه تخڼوه
بیګاه می کرۍ شپه ناصح ته ډیر ډیر وږړل
ګوګل کی می دا پټی غلبلې مه تخڼوه
په یو ټکر به وران کاندی دا لروبر جهان
اشنا د تورو زلفو سلسلې مه تخڼوه
دفتر دمحبت کی کار دعقل وعلم څه دی
پاڅیږه افلاطونه ولولې مه تخڼوه
کامیاب به دی په هر مطلب ثبات کاندی (سیلابه)
د هر مشکل په لار کی حوصلې مه تخڼوه

بی وصاله زما بله سودا نشته
بی له یاره زما خوب وخندا نشته
حکیمان فیلسوفان ټول راته وایی
بی نګاره درته دم او دوا نشته
زه چې ځان بولم مجنون مجنون هر دم کی
خدایږو ستا په شان هم بله لیلا نشته
تصور او که می خوب او که می خیال دی
بی له هجره په کی بله ژړا نشته
دم په دم می غم په غم باندی زیاتیږی
داشنا راباندی نیله پروا نشته
پتنګ وسوځی ایره شی باد یی یوسی
ډیوه خاندی وایی ماله ګناه نشته
ستا په عشق کی ما منلی همه واړه
غیر له مینی ماله بله کیمیا نشته
ای (سیلابه) په امید که د وفایی
په اشنا کی دی بڅرکی وفا نشته

چې د شوخو سترګو خیال می زنګوی
که دتورو زلفو ټال می زنګوی
مینی دومره اثر کړی چې پوه نه یم
خودبخود که انډیوال می زنګوی
په وصال کې چې هر څنګه ځان محکم کړم
دهجرانری شمال می زنګوی
نصیحت له دی حاجت څه دی؟ ناصحه!
یو نن نه دی سروکال می زنګوی
ارادی که هر څو وتړم (سیلابه)!
تصور دخط وخال می زنګوی

شمع كه سوزيږي رڼاهم لري
ګوره په خندا كې ژړا هم لري
رمز كه دخوبانو تغافل كې دى
بيا هم كله ناز او ادا هم لري

څه كه استغنا شته ددولت سره
دادنازولو دنيا هم لري

خير دى كه بېلتون بلې لمبې لري
ښكلي چې دشونډو دوا هم لري

څه شو كه هجران ذرې ذرې كړمه
سترګې داشنا چې وفا هم لري

خدايږو په سېلاب كه زرغمونه دي
ستا د تورو سترګو سودا هم لري

عربى دارالعلوم – كابل
3-4-1336

ستا دسترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي
پام چې واردې خطا نشي مامنلې غرغرې دي

دارزو جو په باريږي حوصلې وهي خنجكې
داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي

ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي

نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي

پس له ډيره لت او كوبه ستا له تلو قربانيږم
دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي

چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند
درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارك دې شه سيلابه ! دوصال استاځى راغى
دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي


كابل – باغوان كوڅه
3- دميزان - 1336

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

يو مې ناز بل جفا ځوروي
رنګ په رنګ مې آشنا ځوروي

خيال او هوس رانه ياغي دي دواړه
شوخ نظر مې نن بيا ځوروي

خلك به د هجر كړاوونه ژاړي
ما خو كړس كړس خندا ځوروي

په مينه مينه راته مه ګوره نور
بيا مې دا تماشا ځوروي

سېلابه بيا څه لېونی غوندې شوې
چې تش خيال دې د چا ځوروي


كابل – جمال مينه
26-11-1339

نن بيا زړه سوز دمينې پارولى غوندې دى
قلم يې په سرو سترګو ژړولى غوندې دى

او تر اوتر كاته دې اشنا ندي بې اثره
قسم دى چې نظر دې جنګولى غوندې دى

ساقي نن دې رپيږي كنډولى په لاس كې ځكه
چاويل چې منګوټى دې ځنځولى غوندې دى

ريباره چې دې شونډې له خندانه نه ټولېږي
ښكارېږي چې اشنادې تخنولى غوندې دى

په مينه كې ژړا او خندا غبرګې تماشې دي
په دې سودا مې تل ځان غولولى غوندې دى

جذبات را نه بياوخاته د ښكلو ياغي ګړته
اميد خومې نن هم چا لمسولى غوندې دى

سېلابه! خوشامندي بدي مه ګڼه په عشق كې
پام وكړه چه اشنا دې نازولى غوندې دى

ننګرهار – كامه
9- جوزا – 1337

ستا دسترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي
پام چې واردې خطا نشي مامنلې غرغرې دي

دارزو جو په باريږي حوصلې وهي خنجكې
داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي

ستا د مينې خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي

نازولې ليلا راشه! دمجنون ګريوان ته ګوره
داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې كاندي خوله دې ګل شي بيا غونچه شي
ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي

پس له ډيره لت او كوبه ستا له تلو قربانيږم
دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي

چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند
درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي

چې ارې ته مې سر وركړو نو اور بل كې په خندا شوم
دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارك دې شه سيلابه ! دوصال استاځى راغى
دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي

كابل – باغوان كوڅه

3- دميزان - 1336

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه


لوستل شوی 14004 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 21:52

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي