اکادمیسین « سلیمان لایق»

اکادمیسین « سلیمان لایق»


قصې او اوسانې
یادونه درمندونه
یادونه درمندونه
چونغر

کېږدۍ

د اباسین سپېدې

پورته کتابونه په ضمیمه کې تر لاسه کولی شئ


په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


چيچلى دى په زړه د جهالت تورې لټكې


دا څنګه منور دى


ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو


د ذهن په تياره كې په پښتون او په تاجكو


د غرونو هزاره او پشيان شماري په وركو


د دښتو بلوڅان او تركمنان په لادركو


ازبك او نورستان ته يې دم يښى دى دوركې


په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو


راكاږي توره كرښه په وحدت كې د قومونو


تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د سازون

و
په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د ګلونو


وهي په دېوالو د لمر په خونه كې ګاپكې


په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


وطن ته جوړوي لكه شيطان لاره د وركې


په وينه يې ماړه كړل قاتلان دولې مځكې


چيچلى دى په زړه د انتقام تورې لټكې


په ژبه كې يې نشته يوه خبره بې له سپكې


پېيي د الماسونو په غوړوندې كونجكې


په تشه ككرۍ يې څه نشته بې له كركې


دا څنګه منور دى


وی به ملا جان چه زه ورځمه کابل جان گټم


زه خپل جـوماتـونه، زیـارتـونـه،امـامـان گتم


زه پـه سـه دکان کی عاشـقان او عـارفان گټم


زه لـه مدرسو نـه خـواری شـوی طـالبان گټم


زه لـه "ملحدانو" شــریعـت گـتـم، قــران گټم


زمـا بـاور بـه نـه راتـه


وی بـه ملا جان دغـه دنیا خو تیریدونکی ده


ټوله "مافیها" په دی فانی کی ختمیدونکی ده


دا د قــدرتـونــوډنــډوره تـمـامـــیـدونـکی ده


ورځ دعرصات اود محشر را رسیدونکی ده


زه په خپل جهاد کی تشه خوښه د سبحان گټم


زمــا بـاور بـه نـه راتـه


وی بـه ملا جان زه د لالـونـو تمه دار نـه یم


زه یو "مجاهد" یم، زه شوقی د اقتدار نــه یم


زه مامورد شرعی یم، دهیچا صوبه دارنه یم


زه د پـرنگــیانو دپـلانـونـو ټیــکه دار نــه یم


زه د روس له فوځـه پاکه خـاوره د افغان گټم


زمـا بـاور بـه نـه راتـه


وی بـه ملا جان چی زه دا دومـره آذانـــونـه کـړم


چرگ د ډیران نه یم، زه مخلوق تـه آوازونـه کـړم


زه له روح الله سره په عرش کی پروازونـه کــړم


زه له چا څه نه غواړم په خدای باندی نازونه کړم


زه لـــــــه کــــافــرانــــو آزدی د مســـلمـان گــټــم


زمـا بـاور بـه نـه راتـه


راشه اوس یی گوره ملا جان چی څه نخری کوی


خـلک ســره وژنی دۍ پی خانـدی مسخری کـوی


تـښـتی لـــه جــوماتـه مقــتدیانـو تـه پــلمی کـــوی


ټول هیواد یی چورکړ او لا ناست دۍ مسآ لی کوی


هــــره نــا روا، روا کـوی خـپلی چـړچـی کــوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


اوس مــلا حـاکـم شــو سـرغـنه د جـلادانــوشــو


دوســـت د کـافـرانـو، دشـمـن د مــومـنانــــوشـو


نیـم د یـهـودیـانـو شـو نـیم د سـعـود یـانـــوشــــو


زیات دپاکستـان شـو، یـوڅـه کم د ایرانـیانو شـو


اوس دا خیرات خـور د ډالـرونـو تـفالی کـــــوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


اوس واعـظ د شهر پـیش امـام د شـیطانانو دۍ


خـنډ دصـادقانـو ، مـلاتـړ د شـیـطانـانـــــو دۍ


قتل د حسـین تـه ، تـیغ وردار د یـزیـدانــــودۍ


دوست د هر دشمن دۍ او دشمن د افغانانو دۍ


ناســت دۍ د وطن د خـــرڅـولـو قـبالی کــوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


وایی ملا جان چه زه غازی یمـه تورزن یـمـه


زه واکدار د ژوند او قـتـلولـو د هــر تـن یـمـه


تاج او تخت می خپل دۍ، زه مالک د دی وطن یمه


کـوز بـه تـری نشم په چـوکۍ بانـدی مـین مـه


اوس په خیټه موړ شو، نوی نوی توطــًی کوی


راشــــــه مـــــلا وگـــــوره


خلک ورتـه وایی : ملا ورشـه جـوماتـونـوتـه


وتـــړه، ور وتـــړه ټـــوپــکــوتــه بـمـونــوتــه


ټینگ شــه عبادت تـه، ریاضت تـه آذانـونـوتـه


دا دنـیا فانی ده، ځـان تیــار کـړه، جـنـتـونـوتـه


ځان رسوه حورو ته، غلمان وته، جامـونو تــه


زمـونــږ مـلا یی نـــه مـنی


خلک ورته وایی، چی وروری ښه ده، ایمان ښه دۍ


ناسـتـه د مـوًمـن ښـه ده، ملاتــړ دمسلمـــان ښــه دۍ


بیا تر هر پردی نـه، دخـپل کورکـلی افغـان ښـــه دۍ


د گـردی دنــیا نــه یـو بڅــرۍ د ایـــمـان ښــه دۍ


مـه خـلاصـه وه لاره تـــبــاهــۍ د ولــســـونـــوتــه


زمـونــږ مـلا یـی نـــه مـنی


خلک ور ته وایی: افغانـان په پردو مه وژنه!


دغه خوار وگړی د ایران په پـیسو مـه وژنه!


دا خواره واره د پاکسـتان پـه بـمـو مـه وژنه!


دغه دیـنداران د بــیدیـنۍ پـه پـلمـه مـه وژنه!


وگــوره قرآن تــه، پاک الله تـه، کـتابــونـوتـه


زمـونــږ مـلا یـی نـــه مـنی


زمونږه ملا وایی: زه د هر څه ذ مـه دار یـمــه


زه خپله قاضی یم، هم قانون یم، هم سرکار یمه


زه د رســـولانــو د مـیـراث سـلسـلــه دار یـمـه


زه د جـنـتـونــو د ویـــــشلـو ټـیـکــــه دار یـمـه


ولس وایی: لـږ پام کوه زمونږ ماتو سرونـوتـه


زمـونــږ مـلا یـی نــه مـنـی

 

زمـوږ ملا اوس مخامخ د دین سـودا گری کوی


تللی پیښورتـه زمونږ د خـاوری بیـپـاری کـوی


نـوی وابی شـوۍ د سـیـاف سـره ســیـالی کـوی


ووتـــه مـیـدان تــه د ډالــــرو جـــواری کـــوی


اوس قوماندان شوۍ بله ورځ به خرکـا ی کوی


چـوپ شـه چـا تـه مـه وایـه

 

اکادمیسین « سلیمان لایق »


دا زمونږ د سترگو وړاندی «غنی» گوره څه تیریږی

یو باتور ملت غر قیږی، یو مضبوط وطن نړیږی

یــــوه دنـیا د بــرم بــذل، یــــوه دنـــیا د مـــیـړنــیــو

دغـروب په لـوری درومی ، د تاریخ له پاڼو لویږی

پاس دستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی

د آسـمان په شــنو غومـبرو، لاری لاری را بـهیږی

سر چی ږدمه پـه سـر ویږدی، هـیبتناک غـږونـه اورم

ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغانی وطن ډوبیږی

یا آسمان زمونږ په ویـر کی، ښکته پریـوتـه پـه ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هـواریږی

« ایمل » ریږدی پـه لحد کی، له غـصی دزړه پـه تـبه

چی مغل پـه خـیبـر وخـوت، افریدی لا نـه پـوهــیږی

د شـنلی پـر ځای له دښـتو، تیری تـوری زرغونـیږی

د اوبـو پـر ځای لـه غـرونو، سـری ویـنی را بـهیږی

د باران پـر ځای له وریـځـو، تـندرونه را کـوزیـږی

د رحمـت پـر ځـای لـه هسـکه، غـضبونـه نـازلیـږی

" شمر" ښکته پورته دانگی، سترگی رډی توره کښلی

نـه یی سترگی لـه چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی

«زینب» چیغی کړی چه ربه، ته لا څه ته ورته گوری

د «حسین» په زغمی زړه کی، د یزید خنجر ځلیږی

* * *

څه بی پته شوو جنگونه، څه بی هوډه شوو ننگونه

تـو لعنت په دی شـملو شه، لادی جـگی نه شـرمیږی

دا دچرگ لکۍ ته ورته، شملی واچه وۍ په مځکه

دا دشــرم او مــاتی نـښی، پـښـتـنوتــه نــه ښـایـیـږی

شـمله هـغـلته شمـله وی، چـه پـه نـربانــدی وی لکـه

اوس په هر کډو جگیږی، اوس په هر"اجړ" خوریږی

خدایه دادی څه را وکړه، چی یو نر دی راپری نښود

هـر کـمر تـه چـی تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږی

یو«میرویس» په مونږ کی نشته، چه گرگین لاری ته سم کړی

یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چی مغل ته ودر یږی

* * *

پرونی ملا ته گوره، چی ټوک خورو سقاط خورو

اوس چه خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کی ډوبیږی

لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښی بـبـره ږیــره

ویته خوله بی شرمه سترگی، لکه مچ هرڅه کی لویږی

ماټ کـور ماغزه د تیږی، بی فرهـنگه بی ادبـه

چی تبلیغ کوی نـڅـیـږی، چی قران لـولی شـشـنـیږی

په اسلام کی لاری باسی، زموږ دخاوری بر بادۍ ته

دین اخوان ته یو دکان دۍ، چی هر څه په کی خر څیږی

* * *

دا دی څه بلا اخته کړه، زمونږ په دی بد مرغوخلکو

نـه له تـا څخـه ډاریږی، نـه له دوی څخه شـرمیږی

اوس چـه حکم د ملا شـو، دکابل پـه پـاچایـی کـی

هر ساعت په چاور دانگی، هره ورځ په چا ورلویږی

د افـغان په قتل اخلی، ســره پـونډونـه شـنی ډالری

پـښتو پریږده چـی تـری تللی، له ایمان سـره خـرڅـیږی

باندی سپین په منځ کی تور دۍ، نگه اور دی نگه اور دی

په هر تار کی یی د ږیری، شیطان سپور دی او نڅیږی

هر چړی په چړ چوبی کی، پاچایی خوبونه وینی

انـگریزی لـنچر په غـاړه ، پـه لار ځی ته وایی نـڅیږی

چی پرون یی دمولی، رڼی خاوری خوسکو ته

اوس پـه بـره پښتونخواکی، پـه انـسان بـاندی سپـریـږی

زما زړه پـولۍ پـولی دی، زما سا لـمبه لـمبه ده

چی دا تـوره خپـکی بـه؛ له مـونــږ کله پــور تـه کـیـږی

جهاد لوښۍ د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو

دیـن دولـت دواړه بــربـاد شـو، د ده زړه لانــه سـړیـږی

زمونږ کور دشرارت شو، افغانی وطن غارت شو

دا زمونږ د سترگو وړاندی، «غنی » گوره څه تیریږی

مونږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه

توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی

د یـوی میاشـتی تـازه ناوی، دشـهید پـر قبرژاړی

وایی کـوم جهاد ته مړشوی، ځواب ووایه چی ځنډیزی

تا چی سر په چا دو کړۍ، هغه غواړی چی ما لوټ کړی

ماور بـولی هـغه ځای تـه، چی شـیطان ځنی شرمیږی

زه چی ستا له غمه ژاړم، هغه څاری زما سترگی

ســر را پـورتـه کــه شـهـیده، ارمـانـونـه د رږیـږی

افغانی درنی بیبیانی، چی په پت عزت خوندی وی

د جهاد تـر بـیرغ لانـدی، بـربــنـډیـږی لـیـلا مـیـږی

هر عرب خریدار شوۍ، زمونږ د خوندو او خور لڼو

مولانا صاحب یی پلوری، نه شرمیـزی نه ځوریـږی

تر څارویو وړیا شوی، پښتنی په مڼدوی کی

دڅارویو هم څه دود وی، چی په چا باندی خرڅیږی

* * *

ربه دا لا څه تالان دۍ، چی په خپل وطن یی وینم

چـی خـپل سـپی پـه پـردی نـنگه، افغانانوته غـپیـږی

چی له زړه د«کنشکا» نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته

چی جمرود دسرو په بلخ کی، د«یما» له سره لویږی

"گرگین" ویوست تیغ د سټی، د افغان ننگی کهول ته

د « میرویس» لیـڅه بـیواکه، تیری توری ته غځیږی

په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یی تیغ نه یی لښکر شته

هـم لښکر هـم یی تـیغونـه، د وطن پـر ضد جنگیږی

خدایه څرنگه بدل شوو، د افغان درانه خویونه

په هر چا چی مو نږ تکیه شو، پر پردیو پلورل کیږی

د وطن په حق کی نه کا، تش د خیر یوه خبره

خو د خپـل مطلب د پاره، د هـر سـپی پښو ته لـویږی

په هر ځای چی باران راشی، زمونږ خره یوسی له مخی

په هرخوړ چی سیلاب وزی، زمونږ وره ته را سمیږی

په هره سیمه چی برشنا شی، تندر پریوزی زمونږ په کلی

په هر رود چی توفان راشی، زمونږ کور ته راسیخیږی

په ډالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی

پـښـتانه او پـښتو دواړه، هسـی ښـکـاری چــی خـتمیـږی

د احمد په گوریی تو کړی، توری ناړی دیڼکیو

دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی

مونږ ته ټول جهان دوزخ دۍ، چی وطن مو په کی نه وی

مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوریږی

مونږ ته هر "شابه" پیغور دۍ، چی دشمن یی راته وایی

مونږ ته هر سلام لعنت دۍ، چی په سپکه په مونږ لویږی

مونږ ته هر گوله مرگۍ دۍ، چی دبل په ست یی ژوو

مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چی د بل جام نه توییږی

مونږ ته هر مشر دشمن دۍ، چی په مونږ یی رحم نشی

مـونږ تـه هر افغان پردۍ دۍ، چی پردی سره یو کیږی

موږ ته هر ملک تلک دی،چۍ زموږ په سر روپۍ خوری

موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږی

 

* * *

جگی جگی سـاقی راشه، پس لـه عمـره را پخلاشـه

پـه چوپتیا کی مو غوغا شه، چه مجلس را نـه سړیـږی

د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چی تیر شو هغه هیر شو

اوس را ونـیـسه دا پـاتی، چــه قـطار رانــه تــیریـــږی

که مطرب او رباب نه وی، که مستی او شباب نه وی

که د مینی عذاب نـه وی، عمـر بـد کړی چی اوږدیـږی

هوشیاری یوه تنهایی ده، تنهایی یوه تباهی ده

پـه ترخـو اوبـو می ډوب کـړه، گڼی زماجاله ډوبـیــږی

په مستۍ کی را چار پیر کړه، یوه کیږدۍ دخورو څڼو

چی شپی ورځی را نه تښتی، چی کاروان را نه بیلیږی

د پسرلی په شکلی یاد ، جام ته تویی کړه سکروټی

چی گـلونـه را تـه ژاړی، چی خـزان راتـه گـواښـیږی

دځوانۍ په باغ می راغله، دزړښت دماښام لړه

پـیالی ډکی کـړه لـه مخی،عمـر تښـتی نـه ودریـــږی

ساقی ستړی يم له ژونده، لږ می خلاص کړه له دی بنده

گــڼی وژنـی مـی دا تـنـده، چی گـړی گـړی زیاتتـیږی

هومره راکړه چی پی ورک کړم، سر له پښو، پښی له سره

چی «غنی»(١) را څخه تښتی،« بینوا»(٢) رانه پټیږی

چی خوری صحرا ته ووځم، لیونۍ د لیونیو

چـی مستی را کی نـڅیـږی، چی جـنـون راته خندـیږی

چی مرغان د خړو دښتو، راته ووهی وزری

چـی زرکان راتـه غـږیـږی، چی هـوسۍ را ته پڼډیـږی

* * *

نه، نه خوشی ټوکه نه ده،« غنی» لږ ورته دمه(٣) شه

دا خوب و ړی را ویښیږی، دا پریوتی را پاڅیـږی

گومان مکړه چی خالی شوه، د ساقی مینا له میو

لا د تاک پـه تـا خانو کی، د انگـور ښیـښـی ډکیـږی

لا رباب سور شوۍ ندۍ، لا تش دوه دوره اوښتۍ

لا ساقـی نـوی راغـلی، لا رنـدان نــوی گـرمیــږی

لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو

لا د دی تـودو خـاورو، ســره گـلـونه را غـوړیـږی

لازمونږ په ارادو کی، عشق د مڼډو غلۍ نه دۍ

شپـه که هـر څـه تـوفـانی ده، چــراغـونـه لا بلیـږی
لا وطن خلک را بولی، د میړانو معرکو ته

لا هـغـه ژڼۍ ژوندۍ دی، چی تـر هـوډه قـربانیـږی

لا خوریږی نیمو شپو کی، دتوفان غاوری چیغی

لا دغـرو لـه جـمـدرونـو، سـیـلاوونه ر ا کوزیـږی

لا د وینو واټ پرانیستۍ، لیونتوب دی لیونوته

لا په پښو کی دمسـتانو، ځنځـیرونه سـره شـلیـږی

لا د مځکی تناوونه، لاره باسی زلزلوته

لا پـه بـاد او بـرَښـنـا کی، گـردشــونـه را رستیـږی

لا د رزم گرمی شته ده، زمونږ په مټو کی د ننه

لا زمونږ په پښتون زړه کی، « د ایمل» وینه چلیږی

لا په جنگ د تخت او بخت کی، زمونږ لوبه ختمه نده

لا همت د« شیر شاهی» ته همایون له آسه لویـږی

لا د لوړو وریځو شا ته، عقابان وهی وزری

لا پـه هسکو سر درو کی، افغانی زمری غوریـږی

لا دخپلی خاوری مینه، مونږ ته وایی چه ر ا پا څۍ

لا خوب وړی دپـیړیـو، له خـوبـونو را وښیـږیـږی

لا زمونږ په کلا گانو، پښتنی حیا خوره ده

لا زمونږ پـه دروازو کـی، غـیرتـونه پا لل کـیـږی

* * *

دا به بیا یوه غوغاشی، لکه څاڅکی په څپو کی

یو سرکښه یاغی سین شی، سمندر ته به رسیـږی

دا به بیا سپیدی خوری کړی، د اطلسو پا لنگونه

د بـلورو په بـــید یا بـه، رود د ویـنو را خـوټیـږی

"دا به بیا په لمر لویدو کی، د مرغانو سیل له ورایه

لکه سور بیرغ د فتحی، په سرو وړانگو کی ر پیږی"(٤ )

دا به بیا زمزم ته رسی، د بید یاوو جل وهلی

دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریـږی

دا به بیا په مخه دانگی، دا زمونږ جنگی آسونه

دا به الـوزی له کنـدو، دا بـه لوړو ته رسیـږی

دا به اچوی له سویو، سری سکروټی په تکل کی

دا بـه رسی تـر هــدفـه، دا بــه خامخـا بـریـږی

دا به بیا اباسین ایشی، ډوبوی به توری کونی

تـور پنجاب بـه وهل کیږی، له بنسټه به نړیږی

دا به بیا لنډۍ مستیږی، تن به باسی له بستره

پـښتانه به را پاڅیـږی، پښـتونخـوا به آزادیـږی

دا به بیا د« احمد» چیغی،ریږدوی د لاهور مړاندی

دا به بیا په کړاکړ کی د« بیربل» ژامی ماتیږی

دا به بیا« سیدال» راباسی، د مرگ توره په غوجرو

آخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیـږی

دا د قم چړیان به پوه شی، چی افغان د کار په ننگ کی

خپل پور نه پریږدی پردی ته، دا تقدیر دۍ نه بیلیږی

١ . عبدالغنی خان د لری پښتونخوا لوی شاعر

٢ . عبدالروف بینوا د بری پښتونخوا ستر ادیب او شاعر

٣ . "دمه" په وزن د "رمه" دمه کیدل

٤ . د قصیدی دغه بیت د امریکایی تور پوستی شاعر، لانگ فیلی د تخیل پښتو ژباړه ده


ماشومتیا څه ده یو ښکلی خوب و
زلمیتوب څه و یو لیونتوب و
کله چې زوړ شوم په عقل جوړ شوم
نړۍ یاغي وه ژوندون اشوب و

څومره ښایسته یې د جانان غمه
چې چیرې ځمه تا ګر ځومه
که ته ساحل یې زه دي څپه یم
چې څو مې رټې بیرته درځمه

ای څومره تریخ یې د غربت اوره
چې سړی ورک کړي له خپله کوره
پرده د هیڅ چا په چا کې نشي
یا خپله کوره یا خپله ګوره


چا چې هجرت که ما به غندلو
زه یو بې رحمه هجوي شاعر شوم
د وریتو شویو زړو له ښیراوو
وطن پردی شو زه مهاجر شوم


یو ځلې راشه د ځوانۍ جوشه
چې جواز واخلم له نوشانوشه
د زړښت ورځو په سپکو سپک کړم
جومات ته تښتم له می فروشه

لا راسره یې د ځوانۍ رنځه
ځګیروی دې اورم د زړه له منځه
ما په پردیو غمو کې هیر کړې
چې څو مې کنځې، هغو مې کنځه

چې څو راویښ شوم وخت رانه تیر شو
مرګه دمه شه چې کار مې ډیر شو
د شیبو لوبو پر ځان اخته کړم
هوس د عمر رانه چاپیر شو


په شنو لمنو وریځه خوره شوه
زموږ په زړونو لا توره شپه شوه
د یورپ خاوره چې جوړ جنت دی
موږ ته غربت کې یوه حضیره شوه


یو ځل را خور شه د وطن باده
تر دي لړلي مغرب اباده
زما د شعر بلبل ګونګي شو
فریاد فریاده فریاد فریاده


اي د ځوانیو د دوران یاده
د زخمي مینو یاغي فریاده
بي اوره ګالم د ژمي ستونځي
یو ځل مې یاد کړه داد و بیداده


وطنه ګوره دا دي څه حال شو
چې هر حرام دي غلو ته حلال شو
موږ خپلو خرو ته لاهک او پک وو
ملا ته ګوره چې خردجال شو

د جنګ اورونه بیا تازه کیږي
ملا حاکم شو دوزخ جوړیږي
د ملا عدل بي اور نه شي
افغان وطن به جهنمیږي

ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم میداني شو
په څو کلدارو پاکستانی شو
په څو ډالرو امریکایي شو


ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې


جهاد بل څه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنګ دی د تالانګرو
د دوښمنانو یو مصلحت دی

جهاد د خلکو تالا کول دي
هم سپکول دي، هم ورکول دي
د نالو ستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دي


جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوې مخې د چورولو
ازاد جواز دی پاکستاني ته
د افغانانو د ختمولو

جهاد شعار شو د انګریزانو
د تالانګرو امریکایانو
سعودیي راووست د افغان جنګ ته
صلیب چلتار شو د عربانو


دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره


د ملایانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت رانیږدې دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم ګلب الدینه


انقلاب څه دی یاغي دریاب دی
وحشي ټکل دي سور انتخاب دي
د ستمګرو زور او تیري ته
د سر شیندونکو خوبي ځواب دی

انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه

ګوند چې تکیه شو په شورویانو
جنون حاکم شو په انګریزانو
ملایې راووست په موږ یې سپور کړ
اوس ورته ټینګ شۍ انقلابیانو


موږه ګوند جوړ کړ د مظلومانو
د وزرماتو د محرومانو
چې سورور شو د زورور شو
زین کړي اس شو د جابرانو

ګوند یوه اډه شوه د شیطانانو
د بي هدفه منافقانو
د مشق میدان شو د هر پریوتي
د وطن پلورو نعره بازانو

وطن یو ګوند وو خو وروسته ګندشو
دځان غوښتونکو په لومه ګند شو
په جلا برخو ټوټه ټوټه شو
موړه موړه شو پیوند پیوند شو

د ګوند ناره وه د ویښولو
نه د تړلو ، نه د وژلو
یو څو مور غوي راکې پیدا شول
د نرخ او څلي د سپکولو


پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې دا زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري ګرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی


هوډونه څه دي د پښتون څلي
لوړ میثاقونه اولس منلي
یا لوړي لووړي له خولې وتلي
مشهوري شوي په کور او کلي


هوډ یو میثاق دی د اولسونو
د پشتونوالې پر ناموسونو
انسان انسان شو په خپلو ژمنو
نه په پسونو نه په اسونو


که پښتون نه واي زه به یو بل ووم
یا به جاسوس ووم یا به یو غل ووم
اوس راښکاره شوپه سیاست کې
که په هوډ نه وای زه به بدل ووم

افغان چې زخم د نام د ننګ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي


د پشتون څلی ، ختلي غرونه
درنې خبرې ، درانه خویونه
چې هو یې وکړه بله به نشي
څو یې په تن وي مغرور سرونه


که قوت د انقلاب د چيغو نه وای
مړه نبضونه د وطن به خوځول چا
که د وينوطوپان نه وای پاڅولی
دا په خپل غلاف کي مړه به پاڅول چا
چا به زړه نيوه په شوق دنمرود اور ته
دا زاړه بت پرستان به شرمول چا
چا به هسي سور شبخون واهه په برخو
ليکل شوی د تقدير به بدلول چا
څوک ورتلله تور ديوانوته په غېږه
د پېړيو يرغمل به خلاصول چا
چا به ږغ دبغاوت کړ په دوږخ کي
زندانونه د عذاب به نړول چا
تور اوسپين د وطن پلور او وطنپال به
بېلول، سره کول کره کول چا
دا چي ناڅي د پنجاب و تورو ډلو ته
د افغان په دښمنۍ باندي ترټل چا
دا ناولي د جنت ټېکه داران به
په پلورلو د وطن باندي نيول چا
چا سوګند ته کښېنول د خدای په کورکي
داکافر مسلمانان به لوڅول چا
چا به ميږي خلاصولې له لېوانو
د داړونکو اوربوزنو به ځپل چا
دپېړيو مسخ شوي بنيادونه
د وطن نوي ارمان ته سمول چا
د کنګل ځپلوغرونو په رګو کي
ويده شوي ارمانونه ويښول چا
چا به وړل په ډکو غېږو دلمر غشي
تور دېوان د ترږمۍ به ويشتل چا
دا له مخي فاسد شوي تور فکرونه
بې له هسي بغاوته ورکول چا
او په شونډو د پېړيو د ګونګيانو
آياتونه د پاڅون جاري کول چا
چا به لاره خلاصوله د لمر کور ته
له تل پاتي ترږميو به ایستل چا
سور قاتل او تور ملا وطن تلاقه
د انصاف پاکه تله کي تلل چا
درواغجن وطن پلورنکي مشران به
ناخبره ولسونو ته ښودل چا
او د تور او سره د وينو په غورځنګ کي
وطن پاله و وطن پلوره بېلول چا
تاړاکونه چي تېرشوي دي په شپو کي
زېږېدليو د ړنا ته به ويل چا
چا کرلي په مالوچو کي سکروټي
په سپين پوښو تورداغونه لګول چا
څوک به مست په سپېده داغ راته جومات ته
د ويده ملاپه ږيره به توکل چا
په محراب کي چا وېشل ويلي اورونه
خوبولي د افيون به مستول چا
د سحر د رګينيو په نغري به
د لمرونو غورځنګونه سیخول چا
په تيارو که د رڼاوو بری نه وای
په ناپايه هسک به ستوري ځلول چا
که تياره وای برلاس شوی په ړناوو
څراغونه به له مرګه خلاصول چا
دا غمجنه شپه به چا سبا کوله
میلیونونه سحرونه به ژغورل چا
چا به خاورو ته بخښل د ژوندون زړی
په بېديا به بارانونه اورول چا
که په سترګو د جانان کي شراب نه وای
فریادونه د مستۍ به جګول چا
چا ایستو له ساړه عقله عربدې ته
له ژوندونه ډک جامونه را کول چا
د غرڅه وو په يوه ځغلنده نظر
د مرګونو تقديرونه قبلول چا
د تيارې د قاف د پیغلو په کاکل به
د رنګه وړانګو غمي قطارول چا
که لمبه د درخو نه وای په ادم کي
مړه تارونه د رباب به غږول چا
چا به څڼي د يار زمويلې په منګولو
ځنځيرونه د جادو به ماتول چا
چا به شونډو کي کرلې سرې مچکي
بل اورونه به په ګل کي نيالول چا
چا به اور چښه د غوټيوپه پيالو کي
جل وهلی په سکروټو اوبول چا
څوک به مخامخ ورخوت د ګلو باغ ته
په ټټر به ئې برجونه ماتول چا
د انار د غوټيو په شبنم به
په غجو ښار پېريو کي لمبل چا
د پرانستو ګرېوانو نو په سپېدو به
د لېوال نظر ګلونو کېنول چا
د بندي حورو د څڼو په څپو به
سپين مرسل د آزادۍ به کتارول چا
چا ایستلی سرې مچۍ د ګلو ټول ته
په ګبین به دژوند لوښي ډکول چا
که دسولو تنده نه وای په انسان کي
تر اېرو لاندي اورونه به لټول چا
دا د نوي هوډ غښتلي شاعران به
هنګامې د آزادۍ ته هڅول چا
که د پيښو د زمان معجزه نه وای
د «ننګيال» غوندي زمن به زېږول چا
د «باقي بريال» د سترګو په تياره به
د ایمان زرین لمرونه خورول چا
که د دغو شاعرانو چيغي نه وای
د تاريخ ساړه رغلی به سړول چا
د وطن د اتلانو داستانونه
نوي نسل د سبا ته رسول چا
د پښتون د غلام ذهن په تياره به
څراغونه د ړناوو بلول چا
چا اوبدل په برګ افق کي د لمر غشي
په ښکلا به ماښامونه لمبول چا
دا آزاد غرونه، ځنګلونه او درې به
د رنګين شعر په لمر کي ډوبول چا
دتودې ميني د اوښکو په باران به
د وطن تږي ځوځان به اوبه کول چا
که د شعر جرس مړ وای په وطن کي
قربان سوي د مېړانوبه ویاړل چا
چا به ستایل د توپان ترې تم شوي
دا نوم ورکي سربازان به يادول چا
که لايق په خپلو خلګو مين نه وای
دا په ينو سره شعرونه به لیکل چا
د ځوانۍ د هوسو تاوده کلونه
هنګامې د آزادۍ ته و قفول چا

 

سلیمان لایق المان ـ ۱۹۹۷


ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام


په بامیان کې د بودابرخلیک

ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام
اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام
قران یو ه چاړه، د بی بنیاده انتقام
الله د ږیرورو قاتلانو یو امام
ملا ته آسمان ښکاري د جمات د خونې بام

*****

ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره د عرب د سر رتاړه
ولس یوه رمه، او امارت د مستو ګاړه
د تورې لمن نیسه خلاشوه ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تیغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه

*****

کابل چړي خانه شوه د عربو د ناتار
وطن یو منډحي شو د پردیو د بازار
لرغونې بامیان وران شو د پنجاب په افتخار
معصوم بودا شهید شو په چاړه د استکبار
فیصل زموږ امام شو، اسامه زموږه پلار
کابل چړي خانه شوه د عربو د ناتار

*****

طالب په آی. اس. آی. باندې ټیکه شو د وجدان
په تور پنجاب یې خرڅ کړ، غیرتي افغانستان
کلداره د دین برخه شوه، ډالر سوچه ایمان
خلیج د خدای جنّت شو، او شیخان پیغمبران
کابل اسلام آباد شو، افغان خاوره پاکستان
طالب په آی. اس. آی. باندې ټیکه شو د وجدان

سر چینه : د سمسور ویب پانه نه په مننه

لوستل شوی 12206 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 22:07

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي