پوهنيار بشير مومن

پوهنيار بشير مومن


درفقدان جوانمردی جوانمرگ

شیر محمد ناجی

د دروغواو ریاود تود ډگره له رشتیا وېریږم

لکه مارچیچلیی له آسمان و ریسمان وېریږم
یو له بی قولویارانو، بل له نیمه لارو خلکو

خو زه دبی پتو چاپلوسولاس بوسان وېریږم
څوک د ژوندانه له کړنگو اوگړنگوڅخه

زه وس دنازولود نازو کرشموو درشن وېریږم
وس دومره می ویلی دحق اوباطل داستان

هان په خوب کی دپردیو د تیری پر افغان وېریږم
په لاره ځم له ډ اره ووېره سره په احتیاط

ځکه دنامردو اوتهمت گرو بی وجدان وېریږم
ځان می ګوت ته کړی له رنگ او رنگبازانو

دشه یادونو په خیال دبی پاسو نامردان وېریږم
اورم هر څه په غوگو، وینم هر څه په سترگو

زه دسر كوزوچاپلوسو و حراميان و ېریږم
سترگی می لالاهانی دی دیو انسان په لته

زه د بی فرهنگه حیوان صفته انسا ن وېریږم

َ


د ترینکوټ له شنو کوترو مې پوښتنه ؤکړه
ولې زمونږ له څنګه کډه کوئ ؟
یوې کوترې په ځواب کې راته داسې ویل
څله مې پوښتې – دا دڅه لپاره
د زړه په ټپ مې - د تڼکارو - تروې مالګې شندې
مګر په سترګو نا بینا يې او لیدلای نشې
دغه د ګلو سیمه
چې ترینکوټ نومیږي
په لوی ناورین واوښته

مګر لیدلای نشې
د ښکاري ماما په وینو آ ککړ لاسونه
چې یې کوترې ویشتې
چې يې د غشو ګذارونه کول
او د کوترو ځالې
د چنارونو د ښکلا له څانګو ولویدې
او پو پنا شوې

مګر غوږونه دې کاڼه دي،اوریدلای نشې
د هغو خوارو توتکیو او کوترو چیغې
«چي يې کورونه ړنګ دي)»
«چې یې جامې نشته ډوډۍ نه لري»
«چې یې لاسونه غبرګې پښې ماتې دي»
«چې یې پلرونه ورک دي»
«چې یې مورګانې مړې دي»

د زړه په ټپ مې مالګې مه دوړوه
پریږده چې ؤژاړم، فریا د اوچت کړم
ګوندې خوسا مغزونه
چې د اسلام او د جهاد په نامه خلک وژني
د پاک قران د حقیقت په مانا ؤ پوهیږي
د خپل هیواد او خپل ولس پر ضد جګړې بندې کړي

َ

دپسرلی نوی باده راچلیږه چی عنبرنشته
چی په لاس کی غیرله شرره ساغر نشته
پام کوۍ چی دا شیبی ورنکړۍ له لاسه
ځکه پوهیږم ،صبا صدف کی گوهر نشته
راواړه وې جامونه د میو په گلزار کی
ځکه دا د گلونو ولولی تر بل سحر نشته
له سره و لیکه که زما هم سبق ئی آشنا
چی د پاکی مینی جنون په دی دفتر نشته
د زلال اوبه را په برخه کړی ای آسمانه
په دی چی له هغی اوبوسره درد سر نشته
دا طراوت ، دا عطرونه ، دا شور ما شور
دا د بهارانوالهام دی له هغی نه غیر، نشته
دک جامو سره ولمانځی دا د طبیعت کالیزه
چی نوروز په تیریدو دی صباخواختر نشته
هره خوا کی راسپړیدلی د گلانود نازغوټی
هریو خپله درته وائی له مانه ضرر نشته
هی خلکو دی راوړی له ځانه سره دا پیام
د گولیو سفیرونه بس کړۍ په کی ثمر نشته
دپسرلی دخوش آواز مرغانوشپیلیو په شان
دمومن هیله هم ښادی ده ، په کی ابترنشته
َ

کاشکی مدام ماشوم او په خپل سروې
کاشکی همداسی لیونۍ وهم سکر وې
کاشکی پرکونډو رنډ وهم کله اختروې
کاشکی لکه نوروز بی غشه داور وې
کاشکی داسی مینه ا ومحبت مقرر وې
کاشکی هرڅه دزړه له زیرا و بر وې
کاشکی ولانتاین په شان پتره گر وې
کاشکی دابلیس اومنافق پرسر وزر وې
کاشکی دا آسمان هسی ړوند او کر وې
کاشکی یا ورپکی څه عد ل او ثمر وې
کاشکی د ژوند ناخوالی یوځه کمتر وې
کاشکی دا ژوند صفا لکه شیروشکروې
کاشکی پسرلی غوندی یوآرایش گروې
کاشکی د هر چا لپاره مل او سنگر وې

بیا راته وگوره
کتل په پراختیا دابحارو
د باران په سپیڅلتوب
دلمر په انصاف
اودسیند په سخاوت
په ځیر ځیر کتوکی ئی مسکا ځلیده
دیوی هیلۍ په طمع
یوه هیله ...
چی زه وژاړم اوهغه اوښکې می
په خپل کمیس پاکی کړې
ماته غږ وکړه اې مورې
چی ستا سحرجن غږ
ما د وهم خیال دنیاته راکاږی
بیا راته ؤ وایه
«للو للو لکه باز دسر دارو»
هغه ټوله مینه اومحبت
او هغه دژوند ترانۍ
هغه تودی مورنۍ کؤګۍ د
ماته سوغات کړه
ای مورې ، ای روح و تنې
صبا می ستا په دعاگانو کی پرته ده
زه ستا منت گذار یم
چی ماته د «افراسیاب »ا وایمل خان
قصې دی کولې
دعا دی کوله
اوزه دی په غیږکی نیولم
دا ټول به څنگه زه ادا کړم؟
که څوګ له ما ستا پته ؤپوښتی
زه می زړه ورته را با سم
اوغیر له دی بل څه نلرم
ای له هر څه نه لوړې
ای مقدسی موجودی
ای سپین سری موری
ته زه ما قبله اوته زما کعبه ئی

اپلدورن- 01-05-2008

به یاد هوا باز وطن جنرال عتیق اله خان حساس(متولد7017.1960 چاه آب وفات 14.10 . 2006 اپلدورن)، به یاد کسیکه آسمان سینه اش را نا بهنگام و بیرحمانه از تپیدن باز داشت ، ودیگر مجال خوش مشربی را ازش گرفت، به یاد کسیکه پیوسته تبسم بر لب داشت، به یاد کسیکه از حسادت نفرت داشت و تحمل سخن چینی و شکر رنجیها را نداشت وهر جای خاطرآزرده بود به دل جوئی آن شتافت او زیبائئ های زنده گی وطبیعت را به خوبی درک میکرد ولی افسوس . . .


ستا یادونه زنده باد

ای د یارانو یاره خاطری دی زنده باد
ای ځوان ځوانمرگه ستا یادونه زنده باد

 


ای نیکمرغه ، خوش مشربه خوش گفتاره
چی لایق ددی صفات اوکرکتر وی زنده باد

ای آسمانه ته زموگ آشنا ته زیری ورکړه
چی په هر خوا کی ستا قصی دی زنده باد

ځوانمرگه ته ولاری او ځان دی راحت کر
خو موگ راتول شوی ستا یادونه زنده باد

ته ولاری اوپه شار دی جورکومشام دکربلا
ستا د پاکی مینی دغه بوستان دی زنده باد

تا به ویل ای همقطارانو کله کله می یاد کری
خوته د هیرو دونه ئی دغه احساس زنده باد

ای د یارانو په زړونه کی بی باکه سلطانه
دغه سلطانی دی په ټول زړونو زنده باد

چه وداع دی وکړه له فتنه اوتملق دنیاگی نه
دغه هوسائی بی غمی اوروح دی زنده باد

مست ساقی نن عجیبه غوندی سرکش دی
په خمارسترگولگیادی بی آلایشی دی زنده باد

هغه شور،هغه مستی اودیارانو چرخ و سماع
هغه په زړونه کی تل پاتی صفا دی زنده باد

یارانو راځی چی دزلال جامونه کړو سره پورته
عتیق یادوو دمجلسونو زیب وزینتی ئی زنده باد

اپلدورن 5-اکتبر2007

لوستل شوی 8853 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 22:51

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي