عبدالقدوس پرهیز

عبدالقدوس پرهیز

 

 

 

د عبدالقوس پرهېز ژوند لیک

 

عبدالقدوس پرهيز د شمس الدين خان افغان ځوي دي چۍ په ١٢٩٤ ه ش کال دننګرهار د ولايت د کوز کنړ د ولسوالۍ د ملکزيانو د قوم پوري مربوط په يوه روښانفکره کورنۍ کې زيږيدلې دي. پلار يي مرحوم شمس الدين خان د خپل وخت د نامتو ليکوالو او قلم چلونکو څخه ؤ چۍ پوره ديارلس کاله يوازي د ننګرهار دمطبوعاتو مدير او له ننګرهار څخه د خپريدونکۍ جريدي اتحاد مشرقي مسوول چلونکۍ پاتۍ شوي په سونو ادبۍ او، ټولنيز او سياسۍ مقالۍ او ليکنۍ يي د اتحاد مشرقي په اونيزه او د هيواد دهغه مهال په نورو مطبوعاتو کې خپري شوي وي خو د بده مرغه د نه پاملرنۍ له امله فعلا هيڅ په لاس کې نشته. ددوي په هکله دپام وړ خبره داده چۍ د ننګرهار د وخت اکثره ليکوال او شاعران چۍ وروسته لوړ نوم او شهرت ته ورسيدل د همدغه مرحؤم د لاس نيالګۍ وه چۍ زياتو يي مدام په خپلو خبرو کې دهغوي علمې مقام او دپياوړي ليکوالۍ ستاينه کوله

عبدالقدوس پرهيز خپلۍ لومړنۍ زده کړي د کوز کنړ دسيد جمال الدين افغان په لومړنۍ ښونځۍ کې چۍ نوي پرانيستل شوي ؤ سرته رسولۍ خو د لوړو زده کړو څخه چۍ هغه وخت يوازي په کابل کې ممکن وو پاتي شو خو د خپل زيار او هاند له امله يي وکولې شول چۍ د هغه وخت مروجه دينی او ټولنيز علوم له نورو عالمانو او پوهانو څخه زده کړي همدارنګه دخپل فکري استعداد، ذوق او شوق او د پلار د هڅو په نتيجه کې يي ځان د نامتو شاعرانو او ليکوالانو تر سطحي ورسوه

پرهيز هم دخپل پلار په څير د خپل ژوند زياته برخه دهيواد په مطبوعاتي چاپيريال کې د وطن دځوان نسل دبيداري او ويښتيا لپاره په چوپړ کې تيره کړي ده . نوموړي په پښتو ټولنه ، راډيو افغانستان، د ننګرهار د مطبوعاتو د مدير او د ننګرهار د ورځپاڼۍ د مسوول چلوونکۍ او نورو ډيرو نشراتۍ موسساتو کې د يوه تکړه ليکوال او ژورناليست په حيث کار کړي دي. په سونو شعرونه ، ادبې، سياسی، ټولنيز او تحقيقۍ مقالي او ليکنۍ يي په جريدو او مجلو کې خپاره شوي دي. تر هغی چۍ موږ ته پته ده د کتاب په بڼه يوازي يو تحقيقی اثر يي د پوهانو د افکارو په نوم او د زړه بڅري چۍ دده د شعرونو يوه برخه ده، خپور شوي

A


زوړ مطرب دی، زوړ رباب دی، خو يې نوی دی تارونه
زوړ شهباز دی غږ وې پری نوی نوی آهنګونه
زوړ ساقی نوی محفل دی، خو زاړه دی ټول جامونه
میخانه هغه زړه ده، هم زاړه دی شرابونه
د مغان پیر اوس بیا غواړی، توده خپله هنګامه کړی!
په مستانو او رندانو، خپل محفل بیا جانانه کړی!
زوړ ښکاری دی بیا یې ښکار ته، دلته نوی دام دی ایښی
د ومینیون او کامنولټ کې استعمار مرام دی ایښی
د مسلم فریب د پاره یې، عجیبه ډرام دی ایښی
خپل ناپاک مقصد دپاره یې، دلته بل نظام دی ایښی
غواړی بیا خلک راښکیل کړی په هر چل او چم چې وشی
مړ ښامار ژوندی کوی بیا، په هر غم ستم چې وشی
چاته وړاندی شی له مکره، دلداری او غمخواری کړی
چیرته شرمخ شی له یاره غړمبی غړمبی خونخواری کړی
چیرته دوه سره په جنګ کړی، خلک ګیر په ناچارۍ کړی
څوک دوکه څوک ګوډاګی کړی خپل مقصد ته ټګمارۍ کړی
چی رنځور چیرته پیدا شی- زوړ لیوه خپل ځان طبیب کړی
غم ځپلی خلک په دې چم و خپل ځان و ته قریب کړی
خو غافل چې نن دنیا کې، د آزاد ژوند دی فکرونه
په آسیا او افریقا کې اوچت شوی ولسونه
دنړۍ اسیر قامونه، غواړی مات کړی زنځیرونه
استعمار ته په هر ځای کې غوڅوی د شا رګونه
هنګامی دی پاڅونونه- هر ملت خپل مرام غواړی
پخپل خوښه اراده خپل- ځانته نوی نظام غواړی
دنیا ټوله ویښه شوې، کړی د نوی ژوندون فکرونه
ځای پځای دی اوچت شوی خپلواکۍ ته ولسونه
په کوم ځای چې اسیر قام دی، ماتوی ټول بندیزونه
اخ و ډب دی په هر ځای کې، کوی هڅی ټول قامونه
چې طراح د استعمار ته، هر ځای شنډ کړی پلانونه
آزادی او خپلواکۍ کې، غواړی جوړ کړی خپل ملکونه
ولی ته داسې غافل یې، وایم تاته ای پښتونه
خدایږو خدایږوچې ورکیږی که کوی نور هم خوبونه
وایاست څو به په اوږو وړی، دپردو، درانه بارونه
څو زخمی به په ذلت کې ، د خونخوارو دا ظلمونه
د پردو له ګوډاګیانو، پاسی ‌ء خپل وطن مو پاک کړی
بیا د خپلی آزادی د دښمنانو سینی چاک کړی
ای پښتونه پاسه ویښ شه، آخ و ډب د دنیا ګوره
خپلواکۍ ته غورزنګونه او جګړې هره خوا ګوره
ښکیلاک ګرو زبېښاک ګرو بلاکونه بیا بیا ګوره
نړۍ خورو زبیښاک ګرو ظلم و زور نن سبا ګورو
خپلی ګټی ساتی هر ځای- که په زور وی که په چل وی
ټینګوی خپل زنځیرونه- د ښکېلاک دایې تکل وی
د ښکېلاک په خړو وریځو آسمان پټ د اخوت دی
خواخوږی لور نه نشته واړه چل دی سیاست دی
سیالی ګرمه د ښکېلاک ده، جنګ د فقر او ثروت دی
ظالم یو خوا مظلوم بل خوا دا د عصر قضاوت دی
ټول یو موټی او یو لاس شی، کوز او پاس نه یو غورزنګ شی ‌ء
د لستوڼی ماران مړه کړی، تاوده کاڼی او خدنګ شیء
هر ځای دام لاندی دانی دی، ویښ شی پام وکړی سوچونه
که قدرت او عزت غواړی، زده کړی نوی شعارونه
په آواز یې غلط نشی، د اسلام نشته غمونه
فکر وکړی شاو خواته ایښود شوی تلکونه
چې له خپلو څوک جدا شی په ذلت کې هلاکیږی
دا قانون د طبیعت دی خپل په خپلو ښه ښکاریږی
ته سرتاج د آسیا یې، تا کې ډیر زور و طاقت شته
تاریخونه په تا ویاړی ستا په غرو کې صلابت شته
آزادی ستا فطری حق دی، ستا تاریخ کې شهامت شته
که ته لږ حرکت وکړی، دې غورزنګ کې برکت شته
پرګنی ټول سره یو شی لوی قدرت او لوی ملت شی
د ښکېلاک د ګوډاګیانوپه سر کاڼی د هیبت شی
بد مستی پښتنو پریږدی، بس نور غور دخپل ځان کړی
تنګسه لوږه خپله ګوری بیا خپل شاړ وطن ودان کړیء
دا تباه حالت مو ګوری، سم سمون ته چمتو ځان کړی
دا زاړه ګونګیان ټول ورک کړه، ورپسی ټول جاسوسان کړی
ستا د خاورې هر ‌ذره کې، آتومی زور و طاقت شته
پاڅه خپل جهان بدل کړه چې اوس هم درته فرصت شته
که بدلون د جهان غواړی نو لومړی خپل ځان بدل کړی
په غلطه لاره مه ځی راشی خپل کاروان بدل کړی
په ملی ولسی ژوند کې، خپل شخصی ارمان بدل کړی
سم سمون لاره کړی ټینګه خپل تاکتیک سازمان بدل کړی
دانو څه ژوند دی (پرهیزه)سره لمبه شی او شهاب شی
پخوانی برم ژوندی کړی، په تاریخ کې نوی باب شیء

د شفیع کوت (قلټک)کلی د هجری، شمسی ۱۳۳۰کال د وری میاشت
شاعر : عبدالقدوس (پرهیز)
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود


راغی پسرلی په پښتون خوا کې ډیر سیلونه دي
غرو رغو کې ګل ښارونه ګل هرځای ګلونه دي
نوی نوبهار دی له خوښۍ زړونه باغ باغ وینم
بیا په زیړو ګلو د پی مخو اټنونه دي
وخت د ګل اومل او دمستۍ او راز اونیاز دی دا
سخ د هغه چا چې معشوقو سره یې رازونه دي
ستا په برکت د لوړو غرو شین پسرلیه بیا
ګرم په هرځای کې د ښکلا ډیر بازارونه دي
ګرمې هنګامې بیا د ښکلا او رنګ وبوی شولې
هرهرځای شوګل هرځای ګلرخو مکیزونه دي
وخت دپسرلي مو مبارک شه زلمو نجونو بیا
جوړکړۍ ځانته ژوند چې په سینه مو ژوندي زړونه دي
راشه لېونۍ په سرو شونډو «پرهیز» مات کړه خپل
وخت د پسرلي کې زاهد هم څښلي جامونه دي


بیوفا یاره لیری ځه په مخه رانشی بیا
هومره ځه لیری چې په سترګوراته رانشی بیا
بس دی نور بس دی په ځیر ځیر د چل کاته مکوه
زغملی نشم پام کوه چې په خندا نشی بیا
چې څه مې وکړل، څه دې وکړل دا به نه څیړو هیڅ
پریږده چې داغ په ټټر ګرزمه پخلا نشی بیا
شراب دی ستا کباب دی ما خپل عذاب کې پریږده
پام کوه پام ډکه پياله چې د مینا نشې بیا
تا د خوږی مینې په نوم ماته دوکه راکړه
بس دی په زړه مې لوبی مکړه چې رسوا نشی بیا
تا د (پرهیز) د زړه په وینوباندی لوبی وکړی
زما وړنه یی پام کوه چې خانتماء نشی بیا


ورک په مایوسۍ کې یم، هیله رانه ورکه ده
مینی پسی ګرځم هر ځای مینه را نه ورکه ده
توری تروږمۍ کې تل، بابېزې لوڅې پوڅې کړم
وچ لکه لرګې شومه چې وینه رانه ورکه ده
وسوم لولپه شوم لوغړن یم په ناخوالوکې
څیری ګریوان ګرځم چې حسینه رانه ورکه شوه
دا چې آشنایۍ کې نا آشنا ګوری حسینی بیا
سترګه حق پالونکی اوحق بینه رانه ورکه ده
پوه شولې (پرهیز) چې ماده کې معنی ورکه ده
توره تروږمۍ کې رڼا سپینه رانه ورکه ده


جانانه تا ته چې هر دم جان و جانان وایمه
سامی مرۍ ته ده راغلی چې جان جان وایمه
مال و دولت عزت قوت که مې ځی جان دې نه ځی
چې ستا وصال ته دا مې نذر دی ایمان وایمه
د بیلتانه خپسی خوب کې ډارولی یم ډیر
اوس ستا یادونه وړم بستر ته هر زمان وایمه
زړګی مې ستا د تورو زلفو په ول ول نښتی
ځکه بې زړه یم ستا په مخ د بت په شان وایمه
(پرهیز) به داسی لیونی او لوغړن نه و هیڅ
که یی زړګی تا سره نه و بندیوال وایمه


تیره شپه تا چې په الفت راته کتنه وکړه
رښتیا چې دا دی په ما لویه پیرزوینه وکړه
تا چې په مینه خپلې غېږی ته نژدی کړمه زه
په مینه مینه می له تا ډیره مننه وکړه
زما د زړه په سوړ نغری کې دې لمبه بله کړه
په توده مینه دې په ما زیاته لورنه وکړه
دا څه تاثیر ؤ چې وجود مې ټول لمبه لمبه شو
په بیخودۍ کې ولې داسې دی بلنه وکړه
د دغه خوند په حرارت له خوبه ویښ شومه زه
زار چې (پرهیزه) په لنډو دې ویښندنه وکړه


یوه شپه تته رڼا کې په ژړا وم
لکه شمع سوزیدمه یک تنها وم
شمع ورو ورو سوزیده ویلې کیدله
سوز ګداز د عشق نه ډیر په واویلا وم
ما وې شمعې ته په څه داسې ژړا کړې
زه اریان ستا دې ژړا ته لا پخوا وم
شمعی وی په نرۍ ژبه په ژړا کې
چې له اصله سوز ګوداز ته زه پیدا وم
څو چې سوزم ویلې کیږم ژوندۍ پایم
که دا نه وی لا د وخته زه فنا وم
هومره ژوند کړم چې سوکړی شم سر تر پایه
زه پخوا لا پوه دژوند پدی معنی وم
حقیقت د بیوسۍ شمعی څرګند کړ
که څه هم (پرهیز) د سوز ګداز اشنا وم


لیلی ستا په سرو شونډو کې موسکا مزه کوی
رښتیاچې نازنینی ستا ادا مزه کوی
په ډیره توده مینه مې یو ځل خواته نژدی شه
قسم چې دا ستا خوله له هرې خوا مزه کوی
چې ته نازو نخری کړی زه عذرونه او زارۍ
په ترڅ کې غلې غلې څه عطا مزه کوی
که بای می لوده عقل هیڅ ګرم نه یم محبوبی
د مینی د پوړۍ دا ارتقا مزه کوی
(پرهیز)به سپیلنی شی ستا د حسن په مجمر کې
محبوبی دا لوګی تاته بیا بیا مزه کوی


ستا ښکلی دنیا ته په هوس ارمان راغلی یم
لاس دمینې راکړه چې زه ډیر ستومان راغلی یم
کښینه مخامخ راسره ای محبوبی جار دې شم
ګوره سوی لوی د پتنګ په شان راغلی یم
ښه په مینه مینه نازولې راته وګوره
ستا د خوږو سترګو په آرزو حیران راغلی یم
ستا په لټه راغلم راته ګوره د مجنون په شان
ستا لیدو د پاره په ژړا افغان راغلی یم
وکوه زړه سوی او ډیره مینه ته له ماسره
خیر که مسافر یم زه په ښه ګومان راغلی یم
راشه د سرو شونډو په پیاله مې تنده ماته کړه
مات به خپل (پرهیز)کړم زه په کلک پیمان راغلی یم


بیوفا یاره لیری ځه په مخه رانشی بیا
هومره ځه لیری چې په سترګو راته رانشی بیا
بس دی نور بس دی په ځیر ځیر د چل کاته مکوه
زغملی نشم پام کوه چې په خندا نشی بیا
چې څه مې وکړل، څه دې وکړل دا به نه څیړو هیڅ
پریږده چې داغ په ټټرګرزمه پخلا نشی بیا
شراب دی ستا کباب دی ما خپل عذاب کې پریږده
پام کوه پام ډکه پیاله چې د مینا نشې بیا
تا د خوږی مینې په نوم ماته دوکه راکړله
بس دی په زړه مې لوبی مکړه چې رسوا نشی بیا
تا د (پرهیز) د زړه په وینوباندی لوبی وکړی
زما وړ نه یی پام کوه چې خانتما، نشی بیا

شاعر: عبدالقدوس پرهیز


د دنیا موقتی ژوند دی ، نن سبا ترې کوچ سفر دی
دا چې هست دی په دنیا کې،لوی سفر ته یی حضر دی
که زر کاله څوک ژوندی وی، خو بیا هم مرګ ورپسی دی
چې نیټه د مرګ پوره شی، هغه دم بیا لاس په سر دی
مال دولت اولاد شی پاتی ، په تش لاس ترې روانیزی
ګور کفن دی هم په شک کې، چاته رسی خدای خبر دی
د انسان همیشنی ژوند، پس له مرګه دی عقبی کې
مومنان ځی جنتوته ، ملحدانوځای سقر دی
مومنان به وی تل پاتی، د بهشت په نعمتو کې
هلته حوری او غلمان دی ، لوی نعمت حوض کوثر دی
دشیدو، شاتو،شرابو ویالی ډکې وې روانې
دا توصیف په پاک قرآن کې،الله کړی مکرر دی
د دنیا په نعمتو هم شکر ډیر کوه (پرهیزه)
چې دیدار درب ته ورشی دا نو څومره لوی سفر دی؟


هغه څوک چې په عرفان سره حسیب شی
په نظر دټولو خلکو به حبیب شی
مستغنی به وی په ژوند په هر هر ځای کې
چه دعلم خزانې د چا نصیب شی
ناپوهۍ د میکروبو سره به یی جنګ وی
چه دپوهی په حکمت سره طبیب شی
کوم ناپوه که په طالع او چانس شی وړاندی
بله ورځ ارومرومخ په نشیب شی
علم زده کړه او مسلح شه د اخلاقو
ځکه هر ځای د لمانځنی وړ ادیب شی
چه رنځور پخپل (پرهیز) کی احتیاط نه کړی
بیا آخته په بابېړي هغه غریب شی


پوهه ژوند دی، رڼایی ده، بی له پوهې ژوندون ګران دی
چا چه پوهه ټینګه کړی، هغوي خیال نن تر آسمان دی
د پوهنې لوی ډیوې خو، وي روښانه زمونږ کور کی
اوس چه پاتی یو تیاره کی، ټول قصور زمونږ د ځان دی
تېر په تېره، تېر به هیر کړو، عزیزانو اوس هم وخت شته
ځان سمبال په علم وفن کړی، چه پراخ درته میدان دی
په دې هر سړی قایل دی، چه بی پوهی ژوند هیڅ نه شی
بی له پوهی به ژوند وشی، خو دا ژوند د مړو په شان دی
هغه خلک چه نړۍ کې، پر مخ تللی په شان شان دی
هغه واړه وطنپاله، ساینس پوه تخنیکران دی
د(پرهیز) د (زړه بڅری) په خوږ لن د ننه کار کړی
وخت به راشی چه په پوهه، دا هیواد ګل وګلزار کړی


جار دې شم ساقی شراب پیالې پیالې
راکړه دم په دم چې شم خولې خولې
وچې تړسیدلې شونډی ناست یمه
حیف چې بهار درومی بی نشې نشې
ګوره زاهد ناست دی د شاهد سره
سر پرې شرابونه دی ولې ولې
خلاس کړه دخم سر چې خمار مات کړمه
وکړم په هر پيک په غم حملې حملې
داسی نغمه سر کړه چې یاران مست شی
پورته شی محفل کې ولولې ولې
دا تنده به ماته کړم (پرهیزه)ستا
بس دی زیاتی مه کوه ګیلې ګیلې


په کارمې هیڅوک نشو دهجران په توره شپه کې
محبوبی کړه رڼا زما جهان په توره شپه کې
که غم دې بېلتون راباندی جوړه توره شپه کړه
خو جوړ د زړه لمبو کړ چراغان په توره شپه کې
توپان د ارمانونو مې ودان زړه کې پیدا کړه
شروع چې مې د سترګو شی باران په توره شپه کې
تیاری او تروږمۍ کې رانه ورکه لاره چاره
پوه نه یم چیرته لیږدی می کاروان په توره شپه کې
(پرهیزه) په ژړا ژړا کې بار د زړه سپکیږی
فایده ده خپه نشی د باران په توره شپه کې


یوه شپه تته رڼا کې په ژړا وم
لکه شمع سوزیدمه یک تنها وم
شمع ورو ورو سوزیده ویلې کیدله
سوز ګداز د عشق نه ډیر په واویلا وم
ما وې شمعې ته په څه داسې ژړا کړې
زه اریان ستا دې ژړا ته لا پخوا وم
شمعی وی په نرۍ ژبه په ژړا کې
چې له اصله سوز ګوداز ته زه پیدا وم
څو چې سوزم ویلې کیږم ژوندۍ پایم
که دا نه وی لا د وخته زه فنا وم
هومره ژوند کړم چې سوکړی شم سر تر پایه
زه پخوا لا پوه دژوند پدی معنی وم
حقیقت د بیوسۍ شمعی څرګند کړ
که څه هم (پرهیز) د سوز ګداز اشنا وم


جانانه ستا ښکلی یادونه مې هیریږی کله؟
مستې مستۍ او ستا نازونه مې هیریږی کله؟
که په بیوزلی زړه مې بار راز راز غمونه دی ډیر
واړه به هیر کړم ستا غمونه مې هیریږی کله؟
ستا د خوږو شونډو مزه چې یو ځل ما څکلی
په ژوندانه کې دا خوندونه مې هیریږی کله؟
ستا خوږه مینه مې په وینو کې ټوپونه وهی
دا تلوسې او دا ټوپونه مې هیریږی کله؟
(پرهیز) به مړ شی په ارمان ارمان کې خاوری به شی
ستا په مړوند د ناز خوبونه مې هیریږی کله؟


تا نه چې زړه خپل صبر ولی نه شم
چاره مې څه ده څه کولی نه شم
دا دزړه کار دی هیڅ تدبیر نه منی
دا مې تقدیر دی بدلولی نه شم
په تروه تنډه راته مه ګوره هیڅ
مینه کې دا وضع زغملی نه شم
دننه زړه کې مې بریښونه کیږی
دا په هیڅ شی ټکرولی نه شم
ستا استغنا می ژړوی محبوبی
سیلاب د اوښکو وچولی نه شم
(پرهیز)خو تاته معصوم زړه درکړی
دا معصوم هیڅ کرارولی نه شم


ستا ښکلی دنیا ته په هوس ارمان راغلی یم
لاس دمینې راکړه چې زه ډیر ستومان راغلی یم
کښینه مخامخ راسره ای محبوبی جار دې شم
ګوره سوی لوی د پتنګ په شان راغلی یم
ښه په مینه مینه نازولې راته وګوره
ستا د خوږو سترګو په آرزو حیران راغلی یم
ستا په لټه راغلم راته ګوره د مجنون په شان
ستا لیدو د پاره په ژړا افغان راغلی یم
وکوه زړه سوی او ډیره مینه ته له ماسره
خیر که مسافر یم زه په ښه ګومان راغلی یم
راشه د سرو شونډو په پیاله مې تنده ماته کړه
مات به خپل (پرهیز)کړم زه په کلک پیمان راغلی یم


بیګاه ښه شپه وه تا سره ناست په پالنګ ومه زه
د دنیاګۍ ټولو غمونو نه په څنګ ومه زه
ما درته کړی ګیلې ماڼې تا کړي دناز خبری
ستا د سرکو شونډو ښکلا ته ېواترنګ ومه زه
د ډیری مینی غورزو پرزو کې ناڅاپه ویښ شوم
چې نه وصال و نه مینا نه ستا په څنګ ومه زه
یواځی پروت ومه زه (پرهیز)ستا په خېالونو کې ډوب
په صبحدم کې مایوسۍ سره په جنګ ومه زه


هغه شپه یاده کړه چې دواړه خوا په خواوسره
ناز نیازونو کې غمونونه جدا وسره
دپیغلتوب مستو مستیوکې غرقا آوی ته
زه د ځوانۍ په نشه ډوب وم معما وسره
په ناز مکیز به سر زما په څنګل کیښوده تا
ما به کړې لوبې ستا د زلفو اژدها وسره
ستا شرابی شونډو کې پټی د ځوانۍ نشی وې
زه مست خراب وم ستا دحسن د مینا وسره
د قدر شپه وه ای (پرهیزه) بیا به راشی کله؟
چې رازو نیاز کې محو شوی تر سبا وسره


لیلی ستا په سرو شونډو کې موسکا مزه کوی
رښتیاچې نازنینی ستا ادا مزه کوی
په ډیره توده مینه مې یو ځل خواته نژدی شه
قسم چې دا ستا خوله له هرې خوا مزه کوی
چې ته نازو نخری کړی زه عذرونه او زارۍ
په ترڅ کې غلې غلې څه عطا مزه کوی
که بای می لوده عقل هیڅ ګرم نه یم محبوبی
د مینی د پوړۍ دا ارتقا مزه کوی
(پرهیز)به سپیلنی شی ستا د حسن په مجمر کې
محبوبی دا لوګی تاته بیا بیا مزه کوی


وینځی چه مې زړه تل له غمونونه
جار شم د مغان ډکو خمونونه
فرش مې مصلي کړه د ساقي پښو ته
اخلمه اوس خوند ډکو جامونونه
ژوند مې ابته شو پرهیزونو کې
هسې شوم ستومانه دې سوچونونه
لار د خرابات مې اوس نیولی ده
موړ یم د چلو ریاضتونونه
کله وی مستی کله خمار دلته
وینم جهانونه د کیفونونه
خوښ یم د رندانو په محفل کی اوس
بیا مې مونده ژوند دې اتڼونونه
مست وخراب خوښ یم خرابات کې پروت
نه کړم انتفاع د چا پندونونه
دا مستې خبرې د جنون نه دی
کړمه دا له پوهی او فکرونونه
ما چه خپل (پرهیز) په میو مات کړلو
ګرم یم دخوبانو له نازونونه


نړۍ واله زړوره توریالی قومه پښتونه
ژر ښکاره دې کړه میړانه، بیا پوره کړه خپل هوډونه
یو ځلی بیا ټولې نړۍ ته میړنتوب دې خپل څرګند کړه
خپل تاریخ په غور ګوره چې وو څنګه ستا نیکونه؟
د وطن لیلی په مینه هغوی تیر له مال وسر وو
له وطنه یی ځارول تل خپل مالونه او سرونه
دا په تا څه کانی وشوی چې ډب ډوب په خوب وده یی
ړوند او کوڼ شوې ګورې نه چې په تا کیږی څه چمونه
لور په لوری ترقی ده خلک وختل آسمان ته
ته اوس هم نه کوی پام چې په تا څه کیږی کارونه؟
بی له پوهی ژوندون ګران دی په نړۍ کې که پوهیږی
شوه دنیاد هغوی خلکوچې ژوندی لری فکرونه
ستا دې لوړو، غرو، رغونو، د غیرت کلکه زانګوکې
دې روزلی ننګیالی او ډیر پتمن ستر ستر مېړونه
ته بچی یی د دې خاوری حلالی زوی د پلرو خپل
ته هم هغه شان پښتون شه زده کړه هغه شان خویونه
دغه هسک او اوچت غرونه دا څپاندلوی لوی سیندونه
که ته پوه شی ستا لوړتیا ته ، دا دی واړه مخزنونه
برښنا شته ستا په سیندوکې ، غرونه ډک دی له فولادؤ
لویی دښتی درته څار کړی، چې ته جوړ کړی لوی بندونه
راشه پاڅه په کلک عزم ، مټې و نغاړه خپل کارته
ای (پرهیزه) وایم تاته، راشه پریږده نور بحثونه


ورک په مایوسۍ کې یم، هیله رانه ورکه ده
مینی پسی ګرځم هر ځای مینه را نه ورکه ده
توری تروږمۍ کې تل، بابېزې لوڅې پوڅې کړم
وچ لکه لرګې شومه چې وینه رانه ورکه ده
وسوم لولپه شوم لوغړن یم په ناخوالوکې
څیری ګریوان ګرځم چې حسینه رانه ورکه شوه
دا چې آشنایۍ کې نا آشنا ګوری حسینی بیا
سترګه حق پالونکی اوحق بینه رانه ورکه ده
پوه شولې (پرهیز) چې ماده کې معنی ورکه ده
توره تروږمۍ کې رڼا سپینه رانه ورکه ده


جانانه تا ته چې هر دم جان و جانان وایمه
سامی مرۍ ته ده راغلی چې جان جان وایمه
مال و دولت عزت قوت که مې ځی جان دې نه ځی
چې ستا وصال ته دا مې نذر دی ایمان وایمه
د بیلتانه خپسی خوب کې ډارولی یم ډیر
اوس ستا یادونه وړم بستر ته هر زمان وایمه
زړګی مې ستا د تورو زلفو په ول ول نښتی
ځکه بې زړه یم ستا په مخ د بت په شان وایمه
(پرهیز) به داسی لیونی او لوغړن نه و هیڅ
که یی زړګی تا سره نه و بندیوال وایمه


تیره شپه تا چې په الفت راته کتنه وکړه
رښتیا چې دا دی په ما لویه پیرزوینه وکړه
تا چې په مینه خپلې غېږی ته نژدی کړمه زه
په مینه مینه می له تا ډیره مننه وکړه
زما د زړه په سوړ نغری کې دې لمبه بله کړه
په توده مینه دې په ما زیاته لورنه وکړه
دا څه تاثیر ؤ چې وجود مې ټول لمبه لمبه شو
په بیخودۍ کې ولې داسې دی بلنه وکړه
د دغه خوند په حرارت له خوبه ویښ شومه زه
زار چې (پرهیزه) په لنډو دې ویښندنه وکړه

شاعر: عبدالقدوس پرهیز


زما د اوښکو مرغلرو نه پوښتنه وکړه
د خپلو مستو شوخو سترګونه پوښتنه وکړه

زما د سوي زړه له هيلو نه پوښتنه وکړه
خپلو بڼو او کږو وريځو نه پوښتنه وکړه

چې د «پرهيز» د مينې کچ درته ښکاره شي ليلي
له زړه دې ليرې دا سودا او تراره شي ليلي


بیوفا یاره لیری ځه په مخه رانشی بیا
هومره ځه لیری چې په سترګوراته رانشی بیا
بس دی نور بس دی په ځیر ځیر د چل کاته مکوه
زغملی نشم پام کوه چې په خندا نشی بیا
چې څه مې وکړل، څه دې وکړل دا به نه څیړو هیڅ
پریږده چې داغ په ټټر ګرزمه پخلا نشی بیا
شراب دی ستا کباب دی ما خپل عذاب کې پریږده
پام کوه پام ډکه پياله چې د مینا نشې بیا
تا د خوږی مینې په نوم ماته دوکه راکړه
بس دی په زړه مې لوبی مکړه چې رسوا نشی بیا
تا د (پرهیز) د زړه په وینوباندی لوبی وکړی
زما وړنه یی پام کوه چې خانتماء نشی بیا


دا سوغات د پسرلي دی، معتدله چې هوا ده
په هر څه کې تازګي ده ، په هر ځای خوښي خندا ده
دا شيېلۍ د اسرافیل ده
که نسیم دا دحیات دی
یا دنیا ته بیا راوړې
پسرلي د ژوند سوغات دی
بهار کړې پرې اغېزه
په انسان هم په نبات دی
کړې ټولو مخلوقاتو
تحول څه کم او زیات دی
کله ژوند دی کله مرګ دی، که وراني ده که بنا ده
دا پېرونه ځي راځي به څو ودانه چې دنیا ده
څه به کړو چې دنیا ټوله
د خوښیو نندارتون شي
یا پيدا دې نور عالم ته
ښه هوسا نوی ژوندون شي
وږی تږی لوڅ لپړ دی
چې نامه پرې د پښتون دی
عیش عشرت نعمت د نورو
د پښتون عمر زبون شي
دا باران د پسرلي دی،که پښتون په حال ژړا ده
که نازل په پښتون نن، داڅه بل شانته بلا ده؟
یا خو دا هغه پښتون دی
چې دنیا ترې لړزیدله
هندو سند او بخارا یې
په یوه مونډه نیوله
اصفهان په منارویې
جنډه هسکه رپېدله
شاعرانو به هر وخت به
د پښتون توره ستایله
یا خو نن دغه پښتون دی، چې آله د بل د لاس دی
خپل ژوندون ته یې خبره، که څه کوز دی او که پاس دی
له آمو نه ان تر سنده
څه خیلونه چې یادیږي
پکتیا نه تر واخانه
ټول په یو افغان یادیږي
یو کلتور یو یې فرهنګ دی
په هیڅ شانته نه بېلېږي
خو دا لوی پتمن اولس ټول
په ظلمونو کې ډوبېږي
آلمان بل ته کشمیر بل ته، ماتوي څه معما ده؟
خپلې ګټې ته يې هيڅ کله ، نه څه فکر نه سودا ده؟
د افغان پسرلی دادی
پرګنې سره ټول یوشي
علم او فن ځانته حاصل کړي
ټولو هڅه دې پلو شي
نه چې تل به خوشه چین وي
دهغه دغه به توشي
د قوي عزت په لار کې
بویه سرو مال چې دوشي
د افغان د پسرلي نه، لوی غرض ملي لوړتیا ده!!
چې دا نه وي بهار هيخ دی، د ژوند هم پوچه معنی ده!!
توره شپه د ذلت خدایه!
په پښتون باندې سبا کړې!
چې پرې وده کړي قامونه
هسې شان پسرلی راکړې
چې سپړي غوټۍ د زړونو
دا وږمه دلته پيداکړې
ما «پرهیز» له تا نه غوښتي، د خپل ګران وطن لوړتیا ده
همدغه زما آرمان دی، نه څه بله مدعا ده!!

کابل باغ علي مردان د شعبې سرای د هـ ش ۱۳۳۰ کال د وري د میاشتې پنځمه


راغی پسرلی په پښتون خوا کې ډیر سیلونه دي
غرو رغو کې ګل ښارونه ګل هرځای ګلونه دي
نوی نوبهار دی له خوښۍ زړونه باغ باغ وینم
بیا په زیړو ګلو د پی مخو اټنونه دي
وخت د ګل اومل او دمستۍ او راز اونیاز دی دا
سخ د هغه چا چې معشوقو سره یې رازونه دي
ستا په برکت د لوړو غرو شین پسرلیه بیا
ګرم په هرځای کې د ښکلا ډیر بازارونه دي
ګرمې هنګامې بیا د ښکلا او رنګ وبوی شولې
هرهرځای شوګل هرځای ګلرخو مکیزونه دي
وخت دپسرلي مو مبارک شه زلمو نجونو بیا
جوړکړۍ ځانته ژوند چې په سینه مو ژوندي زړونه دي
راشه لېونۍ په سرو شونډو «پرهیز» مات کړه خپل
وخت د پسرلي کې زاهد هم څښلي جامونه دي

کابل د افغانانو کلی د ه، ش ۱۳۳۸ کال د وري میاشت


زما د اوښکو مرغلرو نه پوښتنه وکړه
د خپلو مستو شوخو سترګونه پوښتنه وکړه

زما د سوي زړه له هيلو نه پوښتنه وکړه
خپلو بڼو او کږو وريځو نه پوښتنه وکړه

چې د «پرهيز» د مينې کچ درته ښکاره شي ليلي
له زړه دې ليرې دا سودا او تراره شي ليلي


کړم ستا په حال هزار افسوس هزار آرمان وطنه!
جان او قربان وطنه
لاسونه مروړم په زار زار ستا په تیرشان وطنه
جان او قربان وطنه!
دا ستا دلوړو غرو په زړو کې وه د طور تجلي
الهام ترې اخیست هرچا
ستا له نامه به زاریدل ستا ټول بچیان وطنه
جان او قربان وطنه
د ډهلي تخت به کاوه ویاړ ستا په شاهانو باندې
ستا اتلانو باندې
ستا د بریو تر شپول لاندې اصفهان وطنه!
جان او قربان وطنه!
خېوا ، چترال او بحر هند ستا سیاسي ټکونه
په هر ځای ستا بابونه
آسمان مدام به ستا په کام ؤ سرګردان وطنه!
جان او قربان وطنه!
چې اتفاق ملي وحدت له موږ نه کوچ وکړلو
مانو دا سوچ وکړلو
ټوټې ټوټې خوار او ذلیل شوې په شان شان وطنه!
جان او قربان وطنه!
یو د ملي صبغې خاوند مو چرته خان ونه لید
تیر له خپل ځان ونه لید
چې دا شیندلی قوم په یو لار کړي روان وطنه!
جان او قربان وطنه!
نن دې ځامن شول ټول بې ننګ پښتو غیرت یې پریښود
ذاتي همت يې پريښود
ملي وحدت کړ تر پښو لاندې غم دځان وطنه!
جان او قربان وطنه!
خواخوږي نشته هر هر څوک ذاتي اغراض چلوي
قوم کې امراض چلوي
دې څانځانۍ کې رانه پاتې شوې ویران وطنه!
جان او قربان وطنه!
څوک چې په صدق او پاکۍ تا ته کارونه کوي
یا سم فکرونه کوي
هغه د هيڅچا نه دی خوښ په هيڅ مکان وطنه!
جان او قربان وطنه!
دې بد خویونو چې په موږ کې دا وسعت موندلی
تا نو ذلت موندلی
خدایږو چې کم دي په راستۍ ستا قدردان وطنه!
جان او قربان وطنه!
د نا پوهۍ په جوارۍ شرف عزت مو بایلود
شان او شوکت مو بایلود
ځکه یو پاتې بې کمال خوار او حیران وطنه!
جان او قربان وطنه
دا چې ادبار او فلاکت کې ستا دا حال ګورمه
بیا استقبال ګورمه
چې دا دې حال دی څه به شي ستا بل زمان وطنه!
جان او قربان وطنه!
خاونده ته یوازې خدای يې په موږ فضل وکړه
سمون د نسل وکړه
څښتن دې ډیر کړي ستا خدمت ته پوه زلمیان وطنه!
جان او قربان وطنه!
چې په هر کار کې ارتقا يې د وطن وي منظور
«پرهیزه» پوه شه ضرور
بری ددوی دی چې لري عالي وجدان وطنه!
جان او قربان وطنه!

د جلال آباد ښار د شاهي بڼ د ه، ش ۱۳۲۸ کال د حمل 22


ځلمې پښتون يم د پښتو ټوله معنا پيژنم

چۍ پکې ژوند کړم د شرف هغه دنيا پيژنم

مور په زانګو کې راته درس د قربانۍ راکړي

د ابراهيم خليل الله دين له پخوا پيژنم

وطن ناموس دي د ناموس ساتنه فرض ده په ما

دي فريضه کې لوي ايثارد خداي رضا پيژنم

وړي جنازي دشهيدانو د آسمان فرښتی

لويه رتبه د شهادت زه په ريښتيا پيژنم

زه داسې مرګ په پنځه وخته له څښتنه غواړم

هم افتخار دنوي نسل په سبا پيژنم

که څوک زما په حريت اوآزادي بلوڅيږي

زه به هغه ظالم روا ځانته غزا پيژنم

دغه پيغام په لوړ آواز دي زما ټول پښتون ته

چۍ بې د توري د پت ژوند لکه عنقا پيژنم

توري له تيکو نه بهر کړي يا چاريار وکوي

د کمينه غالم تنبه ته دا فتوا پيژنم

دغه پيغام دي د پرهيز ولرو بر پښتون ته

چۍ پښتنې ژوند ته آزاده پښتونخوا پيژنم


أي د لوړو غرو ګوربته دلوړ خيال وزر پيداکړه

د پريوتي قوم لوړتياته ثريا نظر پيداکړه

أي د شپي اور اورکيه،دي تياري وطن دپاره

چۍ ذري ځانته اوچت کړي خاصيت د لمر پيداکړه

ستا دهري ذري زړه کي، اتومي زور و طاقت شته

خوپښتونه ته هم لږڅه علم و فن هنر پيداکړه

د مسيح (ع)غوندي مړ قام کي ژر دنوي ژوند سا پو کړه

دسيني په سوړ نغري کي،د ژوندون شرر پيداکړه

انقلاب د حوادثو هيڅ ستا ژوند بدل نه کړه

چۍ بدل دي دا زوړ ژوند کړي يو علمي محشر پيداکړه

چۍ دژوند بقا دپاره پسي لا ښه آماده شي

نو توفان او تندرو ته حوصله دغر پيداکړه

چۍ ميکروب د ناپوهي نه دپښتون وينه شي پاکه

طبيعت د هر پښتون کي ربه تريخ اثر پيداکړه

چۍ بتان د ډار او وهم په يو دم ذري ذري کړي

خدايه هرپښتون سينه کي خليلي (ع) ځيګر پيداکړه

چۍ د قوم په بدو ورځو تل په سرو وينو ژړيږي

د وطن دځلمو پيغلو هسي رنګه بصر پيداکړه

چۍ کاروان د پښتون سم کړي د لوړتيا پړاو په لوري

خدايه داسي لوړ فکرونه دزلمو په سر پيداکړه

په يوه چيغه چۍ ويښ کړي وده قوم له درانه خوبه

د ((پرهيز)) نغموکي ربه مسيحي اثر پيداکړه


ای خالقه خوله کې ژبه د ثنا را
په مغزو کې دعرفان ښکلې رڼا را

چې د ځان او دجهانه خبرنشم
پاکې مينې له رحيق ډکه صهبا را

چې د خوار مظلوم په حال باندې سوزيږي
سواندی زړه راته ګوګل کې مصفا را

چې پرې آورمه ځګيروي د عاجزانو
له غفلته خلاص غوږونه شنوا را

د خوږمنو په ژړا کې چې شريک شي
هسې سترګې راته سرې تل په ژړا را

چې په لوړ نظر کاته کړم و هر څيز ته
د افکارو افق هسک تر ثريا را

چې د خوار یتيم پرې اوښکې کړمه وچې
په دې زوړ لستوڼي کې يدبيضا را

چې د وهم او د ډار بتان پرې مات کړم
خليلي ځيګر سينه کې توانا را

چې په څړک سره يې د ظلم بنيان ړنګ کړم
په نغمو کې زور د تندر او بريښنا را

په مړ قام کې چې د نوي ژوند سا پو کړم
لاس او خوله کې څه اعجاز د مسيحا را

چې اوږې را سره ور کړي پدې کارکې
هسې ورور، هسې «غمخور» هسې آشنا را

چې دخلکو په خدمت کې ځان کړم خاورې
ما «پرهيز» ته په دې کار يد طولې را

د شفيع کوټ (قلعټک) کلی د کب د مياشتې ۲۲ ورځ ۱۳۳۰ د ه ،ش


له اوبو وکړه پوښتنه د سیند غاړې
دا طاقت دې کړ له کومه چې پرې وياړې؟

نيوی نه شې مخه ستا د وړاندې تلو څوک
په دنيا نشته دی ستا د ټينګيدو څوک

ته د لوړو غرو له څوکو چې کوزيږې
څه نرۍ د اوبو ليکه يې بهيږې

ته چې څومره ښکته ځې هومره ډيريږې
بيا په لوړه او ژوره نه بنديږې

يونې يونې په شڼا په غورځنګونو
فيض دې رسي بيا تر ډير ليرې ملکونو

ژوي هر ځای کوي تا باندې ژوندون هم
که ته نه يې نه به وي سره سپين زرغون هم

ونې، غنې، واښه بوټي ددنيا ټول
کاندي ستا له فياضۍ د خدای ثنا ټول

غرض داچې نشته تاغوندې طاقت بل
نلري لکه داستا هسې نعمت بل

اوبو ووې په ځواب کې ای ساحله
نشته ماغوندې ضعيفه قطره بله

زه د لوړو غرو له څوکو چې کوزيږم
يقيني چې نرۍ ليکه یم بهيږم

خو په ما يوه لورنه قدرتي ده
چې فطرت کې مې پرته نوع دوستي ده

له هر ناوه داسې ليکې راکوزيږي
چې زما د مينې غيږې ته را لويږي

که هر څومره وي خټولې او بد رنګې
کړم په ورين تندي يې ځان سره ملګرې

يو مو رنګ او يو مو خوې په هغه شان شي
بيلوی مو بيا څوک کله په جهان شي

نه شرميږم په خپل نوع باندې هر ګوره
نه وايم هيڅ يو ته ، مه راځه مخ توره
چې په پاې کې رانه جوړ داسې درياب شي
هم طاقت راکې پيدا، دا بې حساب شي

که قدرت دی که طاقت دی په ګډون دی
انحطاط د هر يو ژوي په بيلتون دی

ای « پرهيزه» چې په خپلو څوک شرميږي
خو آخر به د نيستۍ کندې کې لويږي


دا پارچه مې د مزار شریف ښار د مبارکې روضې په انګړ کې پاکنویس کړه


ځانته ناست وم يوه ورځ په چرت وهلو
نيت مې وکړ يو لوړ غره ته د ختلو

په دې خيال له کوره ووتم صحرا ته
مخ په غره تلمه له خياله پر ترپلو

خپل خپلوان ملګري ټول راته حيران و
چې دی څه له پورته ځي په شينيدلو؟

چې د غره غاړې نه سم شوم مخ په پورته
لا نشه مې زياتيده د جګيدلو

چې هر څو پورته ختلم د غره سر ته
هماغومره به مې ځان لوی حسولو

نور وګړي چې و مانه ښکته پاتې
ښکاريدل لکه ميږي په ښوريدلو

بیا چې ښه پسې د غره سرته اوچت شوم
ښکته هيڅوک په نظر مې نه راتللو

ښکته پورته شاخوا چې په ښه ځير شوم
بې له ځانه بل ذيروح مې نه ليدلو

په دې خوی دوستان خپلوان رانه خپه و
چې مې خيال ددوی په زړه کې نه ساتلو

د لوړتيا نشې مې سترګې وې ګنډلې
نصيحت د خپل پردو مې نه منلو

په کامل قوت ختم د څوکې سرته
خيال مې نه درلوده بیا د کوزيدلو

چې ناڅاپه په يو پاڼ ور برابر شوم
هيڅ ځای نه ؤ په کې لاس د لګولو

د لوړتيا هوا شعور ؤ رانه وړی
ويره نه وه را سره د ښوييدلو

پښه مې ټينګه نه شوه ښکته راګوزار شوم
ټول وجود مې مات او ګوډ شو په لويدلو

تر يو حده کوليدلم مخ په ښکته
متره نه وه راسره د ټينګيدلو

چې آخر د غره په بيخ د ګټ په خوا کې
بيهوش پريوتم په وينو بهيدلو

نه يم پوه چې بيا په کوم وخت را په هوښ شوم
په ځپلي ټوک ټوک ځان مې وژړلو

په سرو وينو لژند ګوډ ګوډ تلمه کورته
خپل پردو په ما نفرين لعنت ويلو

هر چا ويلی تو لعنت په داسې خلکو
چې بايلي ځان د عزت په زياتيدلو

چې مې سر د عبرت تيږو باندې مات شو
په پوره معنی مې ځان وپيژاندلو

خپل پردي ته چې په خلاصو سترګو ځير شوم
هر يو ځان نه مې ښه پوه لوی وليدلو

اندازه د ځان او خلکو رامعلوم شوه
هله پوه شومه د ځان په تيروتلو

ټول قصور زما د پوهې او شعور وو
چې ما نه ليد څوک په وخت د لوړيدلو

انسان بويه چې لوړتيا کې ای «پرهيزه»
وکړی فکر بيا د بيرته پريوتلو

د ننګرهار د قلعټک کلی د ه ش ۱۳۲۸ کال د وري نهمه ورځ
عبدالقدوس پرهيز


سوچه فولاد يمه په ځان کې لوی طاقت لرمه
د سختې ويرې هيولا یمه دهشت لرمه

غوڅه کومه ښه جوهر آب و زينت لرمه
فولادي زغرې غوڅومه لوی قدرت لرمه

د توریاليانو په لاس تل فتح ونصرت ګټمه
ژوندو قامونو ته هر ځای کې حکومت ګټمه

اصل مې شته جوهر مې شته خو چې غلاف کې نه يم
د نامردۍ تيکي کې زنګ شم چې مصاف کې نه یم

آبرو مې ځي چې د سرو، وينو په طواف کې نه يم
هرڅه مې شته که د بې ننګو په اطراف کې نه يم

پت او ناموس زما په سيوري خوندي کيږي هر ځای
زما په ژبه قام قامونه ژوندي کيږي هر ځای

شي سياست په ما ژوندی ددولتونو هرځای
اداره شي په ما خوندي د ملتونو هر ځای

زه يم عزت زه يم شرف د ولسونو هر ځای
کړمه غازي شهيد پيدا د قام قامونو هر ځای

خوشحال منلي يو د خدای بله تکيه زما ده
د خوشحال خان حماسه ياده په نړۍ هر چا ده

چې د غوريانو په لاسو ومه نيکنام ومه زه
رښتيا رښتيا چې هغه وخت سیف الاسلام ومه زه

په هغه وخت کې داسې کله په نيام ومه زه؟
آب مې له سرو وينو نه آخسته صمصام ومه زه

بری او برم هغه وخت مې استقبال ته راتلو
فتح ونصرت په افتخار به مې وصال ته راتلو

غوڅه مې ياده د تاريخ ده هوتکيانو په وخت
په پړق او خرب مې تاريخ ناز کړي د سوريانو په وخت

هيبت دهشت مې ښه خوندي د ابداليانو په وخت
په درناوي به ياديدم د فاتحانو په وخت

داغ په زړګي مې د چنګيز او هلاکو ايښی دی
هم مې په زړه د هر ظالم او هر ډاکو ايښی دی

توره وم هلته چې په لاس کې د خوشحال ومه زه
کله ايساره د مغلو په کلک ډال ومه زه

درنه وم هلته چې په غاړه د سيدال ومه زه
چې پړقيدم به په ميدان کې د کمال ومه زه

په درناوي وزير اکبر شاه امان ياديږي
دا برکت دی ټول زما که نور غازيان ياديږي

هغو زه هيڅکله په تيکي کې منډلی نه وم
داسې ورځ نه وه چې ميدان کې پړقيدلی نه وم

نه مې ياديږي داسې ورځ چې رنګولی نه وم
په بې ننګۍ پښتنو هيڅ وخت شرنګولی نه وم

نن چې په تيکي کې پرته يم خود زنګونه مې خوري
د بې ننګۍ موريانه جوهر رنګونه مې خوري

چاته فرياد وکړم او چاته به اوس وژاړم زه
خپل پخوانی آب و جوهر به له چا وغواړم زه

په ننيو واکدارانو څنګه ووياړم زه؟
د بې ننګۍ زنګونو ويوړم دا دی ولاړم زه

که په غيرت مې صيقل نه کړی، پښتنو ورکيږۍ
«پرهيزه» پوه شه د نيستۍ کنده کې هم ور لويږی

کابل د سردارجانخان کوڅه د، ه ،ش ۱۳۲۹ کال د وږي شپږمه شپه

عبدالقدوس پرهيز


تل ستا خدمت ته یم ولاړ په ټينګه ملا وطنه زما ليلی وطنه
په هر يو کار کې لټومه ستا رضا وطنه زما ليلی وطنه

وطنه ته مې مشال × زه دې پتنګ يم ليوال
په سولو نه یمه ټال× لرمه تل دغه خيال
تل ستا د مينې اورکې خوښ یمه جليا وطنه زما ليلی وطنه

ته زما باغ وبوستان× څښتن دې مه کړه خزان
وې دې ستا خوښ بلبلان× کله راتلی شي قارغان؟
د غیرت توره مې تر ملا مالياريم ستا وطنه زما ليلی وطنه

فولادي زغر د غيرت × لرم په تن دهمت
ټوپک په لاس د وحدت × کوم د ستا حفاظت
بد خوادغليم کله پريږدمه ستا په خوا وطنه زما ليلی وطنه

پښتون عسکر يمه زه × لوې ځګر ور يمه زه
لکه اژدر يمه زه × په غليم بر يمه زه
د ننګ په ځای کې د سر کله کړم پروا وطنه زما ليلی وطنه

پښتون عسکر يم زمری × په بل چا نه کړم تيری
که څوک په ما کړي تيری × زه به ترې وړمه بری
څښتن مې مل يم مسلمان تاج د ايشيا وطنه زما ليلی وطنه

ما ظالمان رټلي × ښکيلاک ګران رټلي
هم خاينان رټلي × په سپين ميدان رټلي
د آزادۍ لمر کړی شو غلی ستا په فضا وطنه زما ليلی وطنه

افغانستان ساتمه × خپل لوړ نشان ساتمه
پت د انسان ساتمه × په هر زمان ساتمه
دا مې لوړلی د «پرهيز» په دې انشا وطنه زما ليلی وطنه

د جلال کوټ ښار د سراج العمارت بڼ د هـ ش ۱۳۲۳ کال

عبدالقدوس پرهيز


د کلي کور او قام په منځ کې چې ګوندۍ آچوې
چې په لمسون او شيطانۍ هميشه خلک جنګوې

وينې د قام خورې په دې چم خپل اعتبار زياتوې
داسې خانان او ملکان سر په بلا غواړو موږ

چې د ملت او حکومت منځ کې وحدت ټينګوي
چې په سوغات او مېلمستياو سترګې نه پټوي

لحاظ د خان او ملک نه کوي حق نه پټوي
د داسې پاکو متمورينو تل لوړتيا غواړو موږ

چې معاملو کې د خپل ورور سره چل ول کوي څوک
چې خپلې ګټې ته بل چا د نقص تکل کوي څوک

چې خپل عيب نه ويني د بل د عيب پرتل کوي څوک
دغسې ټګ مفاد پرست ناقد رسوا غواړو موږ

چې پيغلې لوڼې کور کې نه ساتي دولت د پاره
لوڼې ځامن ليږي مکتب ته معرفت دپاره


ځانته عزت نه غواړي بل چا د ذلت دپاره
په هر يو کور کې داسې يو واکمن دادا غواړو موږ

چې د شهاب، احمد، ميرويس، غوندې شاهان وروزي
د بوعلي او سنايې شان اتلان وروزي

لکه سيد جمال الدين فيلسوفان و روزي
دغسې مېندې ای «پرهيزه» دلته بيا غواړو موږ

د جلاکوټ ښار د هـ ش ۱۳۲۷ کال

عبدالقدوس پرهيز


پسرلی شو ساکښان کړي بيا شڼونه
غرو، رغو کې بيا د جنډو دي موجونه

دا دعطرو قافله دلته راغلې
که شيندلي پسرلي هر ځای عطرونه

پسرلي په شين شينيلي مځکه فرش کړه
بيايې ونو ته پسر کړل شنه شالونه

د پسرلي مشاطې بيا په خپلو ګوتو
ددنيا د ناوې جوړ کړل سينګارونه

لويه ورا ده غرهار دی ډزې کيږي
پاس په هسک کې دي د تالندې توپونه

دا ورياده او که سپينې مرغلرې
چې د ناوې په ډولۍ شي نثارونه

بيا په هسک کې بوډۍ ټال دی آچولی
په کې زانګي د افق ښايسته نجونه

دا د غرو لمنې ډکې له ياقوت دي
که بل کړي ارغوانو سره اورونه

لمر چې بيا خپلې تودې وړانګې خپرې کړی
په غورځنګ شول د هيواد واړه سيندونه

د بهار وږمه چليږي هره خوا کې
هوسيږي غرو، رغو ته مړاوی زړونه

ډلې ډلې هر ګهيځ او مازيګر کې
زلمي نجونې کړي صحرا کې اټنونه

ښکته پورته هره خوا چې سړی ګوري
هرځای ويني د ګلونو ډير موجونه

دغه فيض د پسرلي دی ښه پوهيږم
چې يې ښکلو ته په غاړه کړل هارونه

ځلمو بيا خپلو کږو شملو د پاسه
د رنګ رنګ ګلونو جوړ کړل کتارونه

شپونکي بيا په درناوۍ په پرسه ناست دی
په شپيلۍ کې غږوي ښه سرودونه

چندې هرې منظرې ته په ځير ګوري
خپل بياض کې تبسوي خپل اشلکونه

پسرلی دی ونې وده کړي لوييږی
اوږدوي ښکته نيلي خپل پاس ښاخونه

ای پښتونه ته د ځان ودې دپاره
وکړه ژر شه معنوي فعاليتونه

انتباه د پسرلي ځنې ژر واخله
ويښ شه ويښ شه زياتي مه کوه خوبونه

زار افسوس ستاسو په حال پښتنو وروڼو
چې ايټم عصر کې هم کوۍ خوبونه

«پرهيز» هم د پسرلي په هر کلي کې
خپلو وروڼو ته اهدا کړل څو بيتونه

د ننګرهار د شفيع کوټ (قلعټک) کلی د هـ ش ۱۳۲۸ کال د کب ۳۰

عبدالقدوس پرهيز


راغی پسرلی په پښتون خوا کې ډیر سیلونه دي
غرو رغو کې ګل ښارونه ګل هرځای ګلونه دي
نوی نوبهار دی له خوښۍ زړونه باغ باغ وینم
بیا په زیړو ګلو د پی مخو اټنونه دي
وخت د ګل اومل او دمستۍ او راز اونیاز دی دا
سخ د هغه چا چې معشوقو سره یې رازونه دي
ستا په برکت د لوړو غرو شین پسرلیه بیا
ګرم په هرځای کې د ښکلا ډیر بازارونه دي
ګرمې هنګامې بیا د ښکلا او رنګ وبوی شولې
هرهرځای شوګل هرځای ګلرخو مکیزونه دي
وخت دپسرلي مو مبارک شه زلمو نجونو بیا
جوړکړۍ ځانته ژوند چې په سینه مو ژوندي زړونه دي
راشه لېونۍ په سرو شونډو «پرهیز» مات کړه خپل
وخت د پسرلي کې زاهد هم څښلي جامونه دي

کابل د افغانانو کلی د ه، ش ۱۳۳۸ کال د وري میاشت


آزادي زموږ نشان دی
آزادي زموږ ایمان دی

په دې لوړو جګو غرو کې
په دې تړو او کمرو کې
په دې شنو ښکلو درو کې
شهیدانو ادیرو کې

ننګ غیرت عزم عیان دی
توریالی هریو افغان دی

هر ځلمی دلته فرهاد دی
هریو مټ دلته پولاد دی
هر غلیم دلته ناښاد دی
په شا تللی نا مراد دی

هر پښتون مرد، میدان دی
تاریخونو کې عیان دی

میراثه دلته پلرونه
د اسلافو او نیکونه
هغو سترو ننګیالو نه
خپلواکي پاتې هغو نه

دا شعار د لوی افغان دی
آزادي زموږ ایمان دی

دغه مځکه دغیرت ده
دغه خاوره د همت ده
دا ورشو د شهامت ده
دا ځانګو دحریت ده

د «پرهیز» دغه اعلان دی
توریالی مو زوړ او ځوان دی

د شفیع کوټ کلی (قلټک) کلی د ه، ش ۱۳۲۷ کال


استقلال ژوند دی سعادت دی زموږ
دا پښتونواله اوعزت دی زموږ
دا چې په پت او ابرو ژوند کوو موږ
ټول برکت د حریت دی زموږ
خپلواکي موږ دین او ایمان ګڼو خپل
چې د نیکونو امانت دی زموږ
په پټه خوله شهیدان وايې راته
چې دا تلین د شهادت دی زموږ
دا وصیت مو په لیمو منلی
په دغه لاره کې همت دی زموږ
خاوند دی نکړي چې بې واکه یو موږ
خپلواکي وینه قوت دی زموږ
وطن مو خپل دی کازوبار مو دی خپل
یو موملت یو سیاست دی زموږ
داچې «پرهیز» د آزادي نغمې کړي
داهم د وینو حرارت دی زموږ

د کامې ولسوالي سنګر سرای د ه ، ش کال د وري لومړۍ ورځ


کړم ستا په حال هزار افسوس هزار آرمان وطنه!
جان او قربان وطنه
لاسونه مروړم په زار زار ستا په تیرشان وطنه
جان او قربان وطنه!
دا ستا دلوړو غرو په زړو کې وه د طور تجلي
الهام ترې اخیست هرچا
ستا له نامه به زاریدل ستا ټول بچیان وطنه
جان او قربان وطنه
د ډهلي تخت به کاوه ویاړ ستا په شاهانو باندې
ستا اتلانو باندې
ستا د بریو تر شپول لاندې اصفهان وطنه!
جان او قربان وطنه!
خېوا ، چترال او بحر هند ستا سیاسي ټکونه
په هر ځای ستا بابونه
آسمان مدام به ستا په کام ؤ سرګردان وطنه!
جان او قربان وطنه!
چې اتفاق ملي وحدت له موږ نه کوچ وکړلو
مانو دا سوچ وکړلو
ټوټې ټوټې خوار او ذلیل شوې په شان شان وطنه!
جان او قربان وطنه!
یو د ملي صبغې خاوند مو چرته خان ونه لید
تیر له خپل ځان ونه لید
چې دا شیندلی قوم په یو لار کړي روان وطنه!
جان او قربان وطنه!
نن دې ځامن شول ټول بې ننګ پښتو غیرت یې پریښود
ذاتي همت يې پريښود
ملي وحدت کړ تر پښو لاندې غم دځان وطنه!
جان او قربان وطنه!
خواخوږي نشته هر هر څوک ذاتي اغراض چلوي
قوم کې امراض چلوي
دې څانځانۍ کې رانه پاتې شوې ویران وطنه!
جان او قربان وطنه!
څوک چې په صدق او پاکۍ تا ته کارونه کوي
یا سم فکرونه کوي
هغه د هيڅچا نه دی خوښ په هيڅ مکان وطنه!
جان او قربان وطنه!
دې بد خویونو چې په موږ کې دا وسعت موندلی
تا نو ذلت موندلی
خدایږو چې کم دي په راستۍ ستا قدردان وطنه!
جان او قربان وطنه!
د نا پوهۍ په جوارۍ شرف عزت مو بایلود
شان او شوکت مو بایلود
ځکه یو پاتې بې کمال خوار او حیران وطنه!
جان او قربان وطنه
دا چې ادبار او فلاکت کې ستا دا حال ګورمه
بیا استقبال ګورمه
چې دا دې حال دی څه به شي ستا بل زمان وطنه!
جان او قربان وطنه!
خاونده ته یوازې خدای يې په موږ فضل وکړه
سمون د نسل وکړه
څښتن دې ډیر کړي ستا خدمت ته پوه زلمیان وطنه!
جان او قربان وطنه!
چې په هر کار کې ارتقا يې د وطن وي منظور
«پرهیزه» پوه شه ضرور
بری ددوی دی چې لري عالي وجدان وطنه!
جان او قربان وطنه!

د جلال آباد ښار د شاهي بڼ د ه، ش ۱۳۲۸ کال د حمل ۲۲


یوه ورځ لاره کې په چرت او تفکر وم روان
چې وریځې راغلې په آسمان کې راشیوه شو باران
د لمدیدو له ویرې پښې مې ښې ګړندۍ کړې پسې
چې چیرته ورسوم ځان لامې تندۍ کړی پسې
په مخه راغی یو ماشوم چې په مستۍ راتللو
خټو چقړو کې په مونډه په چستۍ ...راتللو
ما ورته وې هلکه پام کړه چې ونه ښویږې
خټې دي زیاتې کومه کنده کې چې ونه لویږې
هلک په پاکو شونډو داسې په خندا وویل
چې ورته ځیر شوم حقه داده چې رښتیا وویل
وې پام کړه ته چې لوی سړی يې لوی کارونه لرې
پښې ټينګوه چې سخته لاره کې مزلونه لرې!
که ته ښویږې نو په تا ټوله دنیا خندیږي
د لوی وړو د مسخرو لویه ها ها جوړیږي
زما لویدل او جګېدل څه اهمیت نه لري
که لویږم لویږم که پاڅم دا څه قیمت نه اري
راته نه عیب شته نه پيغور ځکه ماشوم یمه زه
په ښویدو او په لویدو کې خو معلوم یمه زه
ښویدل تاته دی لوی عیب «پرهیزه» ځان کړه خبر
له ښویدو دې ساتي ځان واړه مشران کړه خبر

د کابل ښار د عاشقانو عارفانو سیمه د ه، ش ۱۳۳۴ کال

لوستل شوی 13161 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 19:12

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي