ګل پاچا الفت

ګل پاچا الفت

 



زه پیدا یم له شعور او له احساسه
ما د زړه له کوره هیڅ کله مه باسه
مدام ژاړه په دردمنو رنځورانو
په بد حال او بده ورځ د غریبانو
په دنیا کې کونډې رنډې غریبان شته
په سل رازه زخمي زړونه په جهان شته
څوک چې سترګې لري کله وي بیغمه
اخلي برخه د یوه بل له ماتمه
په اقسامو مصیبت شته په عالم کې
زړه نژدې کړه یوه بل لره په غم کې
غافل مه اوسه د نورو له احواله
چې نور ژاړي ته هم مه اوسه خوشحاله
زړونه سوځي سترګې ژاړي مصیبت کې
څرګندېږي محبت د غم شرکت کې
خپل خواخوږي په غمو کې معلومېږي
دوستان یو د بل په بده ورځ کړېږي
زه په زړونو کې رقت پیدا کومه
مور او پلار په اولاد باندې ژړومه
عاطفه او رحم مادي پیدا کړي
دا خویونه ما جهان ته دي راوړي
بې له مانه زړه له تورو کاڼو سخت شي
قساوت پکې پیدا شي نو بدبخت شي
زه انسان له شفقت سره آشنا کړم
په غافل بې درده زړه کې درد پیدا کړم
ځکه یو د بل په درد باندې ځورېږي
مصیبت کې یو دبل ملګری کېږي
که غمجن شي یو سړی بل یې غمخوار شي
سخته ورځ کې یو انسان دبل په کار شي
لوی باعث د اجتماع او ملګرتیا یم
زړو د پاره هم زه درد یم هم دوا یم
که زه نه یم یو له بله دوستي نشته
ملګرتیا او محبت او خپلولي نشته
سره خاندي په رښتیا هغه کسان
چې وي یو د بل په غم باندې ګریان
***
شاعر : اروښاد استاد ګل پاچا الفت
ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود
د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت شعري کلیات
د الفت مرغلرې دریم چاپ


هغه ښکلو چې په خپل حسن سینګار

زړه له هر چا ځنې وړلــــــو په تلــــــوار

ورته ګوره چې نن ټولو زړه بایللــــــې

په ښایســـــــت او لطافت دنو بهـــــــار

دا ښایست ګلا لي غرونه بې نظیـــــــر

په هرګوټ کې یې لیده شي یو کشمیر

هیڅ بلبل له دې چمن نه وتی نه شــــــــي

تړل شوي دي دحســــــن په ځنــــــــځیــــــر

څــــــــومره ښکلي ښکاره کیږي چمنونـــه

په لیدو یې تازه کیږي مــړاوي زړونــــــــه

ښکلي ټول نن دبهار سیل تـــــه وتلـــــــي

پسرلي کې لیدل کیږي ښه مخــــــونـــــه



ای دهقانه وخت دکار او ستــــــا دزیار دی

ستا دلاس ګټې ته هر څوک امید وار دی

خبل وطن په هر راز بوټو ښایستــــــــــه کړه

ستا په سعیه داوطــــــــن ګل ګلــــــــزار دی

ګــــوره پــرې نږدې دا ځمکه هسې شــاړه

دنیــــا ده ستا دغــــوايي په ښــــــکر ولاړه

نن ملا ټيټه کړه خپل کارته غفلت مه کړه

بیا په خپل چمن کې ګرزه هسکه غــــــاړه

ستا دلاس ګل ته بلبله خــــوشحالیــــــږي

ستا له باغه هر سحر وږمــــه تـــــا ویــــږي

ښایسته نجونې ږدي ستا ګلان وربلو کې

بورا هم ستا په ګلانــــــو ټـــــپــــــریـــــــږي


ځمــــکه تمامه شنه بخملــــــي ده نــــــــوی بهـــــار دی دکال ځواني ده

دا زوړ جهان چې بیرته ځوان شو اغیـــــــزه ټوله دپـــــســـــــرلـــــــي ده

ځمکې په خپل مخ ایښي ګلــونه ونو پــــه غاړه کـــــــــــــړه امیلونـــــه

دکال ځواني ده وطن سمسور دی خوشحاله ګـــرځی ځلمي او نجونه

سحر سبا دی غوټۍ غوړیــــــــږي دګل په پاڼــــــــو شبنــــــــم ځلیږي

عجب احوال دی نــــن په ګلشن کـــــې

ګلـــــونــــــه خانـــدي بلبل کــــــړیږي

بیا وطن ښکاري تازه نوی بهـــار دی بــــــیـــا پــه غاړه دهر چا دګلو هاردی

باغ کې ځوړند دي دګلو امیلونـــــه ته خو ګوره ورته ! څنګه ښه ګلزاردی

هر طرف ځانګي ښایسته غنچې دګلـــو دمستـــــــۍ دوره راغلې په بلبلـــــو

ښې نغمې له هرې خوا غوږو تــه رســیـږي په رښتیا چې بهار وړ دی ستایلو

نن هر چاته خپله سیمه ښه ګلــــــــزار دی دا تا ثیر خدای نصیب کړی دبهار دی

مرغې باغ کې دي خوشحاله زرکې غرو کې هر طرف ته چې نن ګورې لا له زلر دی


راغی پسرلی بیا به وطـــــن ګل و ګلــــــزار شــــي

بیا به په وطن کې دبلبلـــو چــــغـــــهــــار شــــــــي

دوه خواږه یاران به بیا طواف ددې ګلشن کوي

جوړ به په وربل باندې دســرو ګلـــــو قطار شي

ډکه به لمنه دصحـــرا لـــــــه زیــــــړو ګلـــــو وي

بیا به شنه شالون غرو رغو بانـــدې اوارشـــــــي

کډې به باریږي داوښانو غــــــرغـــــــړې بــــه وي

رنګ په رنګ ټیکري به بیا ښکاره په دغه لار شي

وايي به شپانه دشوق سندرې بیا دغرو په ســــر

وچ سپیره ډاګونه به رنګین او لاله زار شــــــــي

جوړ به په هر ځای کې بیا دلو بو میدا نونه شي

بیا به له مستې نه شرو شور جګ دآبشارشــــي

ئې خوږې سندرې به له شو قه لوی واړه وایـــي

پاڼې به رپیږي غــــږ به پورتــــه دچنـــــــارشـــــي

ښکلی به په ګلو پسې ځي دباغ په لوري بیـــــــا

ناز به دخوبانو ټول په برخـــــــه دملیـــــــارشــــــي

زړوکې به ګرمي او حرارت پیدا دمینـــې شـــــــي

څاڅکی دخولو به طراوت دمـــخ دیــــــار شــــــي

تاک به شي سر سبز نوی کیف به بیا پیدا کا ندي

ځو ړند به سرونه دغنچو بیا په خمـــــــــار شــــــي

یو ځای به بلبله شي که خدای کا ندي له ګل سره

ښه وږمه دګلو به پخــــپله ښـــــــه ریبـــــار شـــــي



اوریدلې مــــې قصـــــه لـــــه راویـــــانـــــو

که یې اورئ ای دعقــــل خـــــــونـــــدانــــــو

په کوم وخت کې چیرته لرې یو مالـــدار و

شوم بخیل او ډیر بې عـقلــــه دنیــــا دار و

هوښیاري پوهه خدای هیڅ نه وه ورکړی

انساني برخه یــــې ډیــــــره وه نیمـــــګړی

یوه ورځ یې په خپل اوښ له کومې خوا

څــــه غــــــلـــــه راوړلــــه کـــــورتــه دربار

ورسره یو سړی مــــــل شو دیـــــو نـــــان

چې حکیم ؤ دخپـــل عصــــــر او زمـــــان

هغه وویـــــل دادومــــــره درونــــــد وری

په او ښ باندی دی ظلـــــم او تــــــیـــــری

راته ووایه چې څـــــومـــــــره دی دا بـــــار

دابار کړي دې غنــــم دي او کـــــه جــــــــوار

ســــــړي وویـــــل له پنځوســو منو تیر دی

داوری خو په رښتیا چې په اوښ ډیر دی

مګــــر څه وکړم چې نـــــه وه چــــــاره بــــــله

ضرورت اوښ تـــه دارنـــــــګه پېښـــــــوله

یو انډی ډک شو ترخولې دسود په جوارو

له ناکامه مې بل ډک کړلو لـــــه خــــــاورو

دې دپاره چــې انـــــــډول شـــــــي بــــــرابـــــر

اوښ ته جوړ شو دروند وری لکه یـــــو غر

حکیم ووې بـــــــار او پــــــیټـــــی دنــــــادان

یو په دوه دي په رښتیا پـــــــه دې جهـــــــان

خاورې مه وړه خوشې مه درنه وه بار خپـــل

واچوه دواړه انډیو کې د جـــــــوار خــــپـــــل

چې سړی دده وینا ته لږ څــــــه ځیـــــر شــــــو

ډیر خوشحاله دحکیم دښه تــــدبیـــــر شــــــو

خپل ملګري تــــه یې ووې ای لقـــــمـــــانـــــه

په تدبیر او عقل زیات له ټول جـــــهــــانــــــه

ته چې دومره ډیر ښاغلی او هوښیـــــاریـــــې

راته ووایه چــې څومــــــــره دنیــــــا دار یـــــې

سره او سپین څومره لرې او ځمکه څومره

چې خدای تا لره درکړی عقـــــل هـــــومـــــره

حکیم ووې هیڅ شی نه لرم فـــــقیـــــــــر یـــــم

خو خاوند دعقل وفکر او تـــــد بـــیـــــر یـــــــم

مال مې څه کړې مشوره مې کړه قبـــــــولــــــه

سره او سپین نشته نه ځمکه یــــوه پـــــولـــــه

سړي وویـــــــل ستـــــــــا نـــــــه منــــــم خـــــبره

ګڼم خپله نا پوهي لـــــــه تــــــا نـــــه غـــــــوره

څوک چې مال او دولت نه لـــري هر ګــــــــــوره

دهغو مخـــــونــــه هیڅ کلـــــه مـــــــه ګـــــــوره

نا پو هي دبډا یانـــــو یـــــــو پــــــه ســـــلــــــه

ده بهتره ستا له عقـــــــل بـــــې حا صـــــلــــــه

د هوښیار او دنیا دار قصه شــوه خلاصـــــــه

اوس دخدای دربارته جګ کړه دواړه لاســـــه

پروا نشته که قصه رانـــــــه دعــــــا شــــــوه

ځکه ماته اوس پیدا دا تـــــمنــــــا شــــــــوه

خدای دې نه کا علم و پوهه دومره خـــــــواره

چې نا پوهه بډای کیــږدي ورتــــــه غـــــــاړه

له دې ملک اودې وطن نه دې وي لــــــــرې

دغه رنګه بې قــ دري دارنـــــــــګ خبـــــــرې

ړوند دې شــــــي هغــــــــه بــــــډای او معتبر

چې به ګوري فضیلت ته په سپـ ــک نظـــــر

داهیواد دې خدای ساتي له داسې حـــــاله

چې معنا به څوک نه ویني بې له مـــــــــالــه

مال دولت دبـــــــډایانــــــو دې مـــــــدام وي

خو دعلم لوړ بیـــــرغ تــــــه دې ســــــلام وي



سرو صورت یوازې مه ګوره معنا وګــــــــوره

په سرکې فکر زړه کې پټه مدعا وګـــــــــوره

وینا یې واوره بیا یې وګوره عمل ورســــــره

میل و رغبت غایه هدف او تمنا وګـــــــوره

په اشنایانو او ملګرو کې یې فکر کــــــوه

په غور غور یې بیا ذوق و اشتها وګـــــــوره

څه وایي څه کوي او څه غواړي دڅه دپــــاره ؟

ورته په ځیر ځیر له هر لوري هری خوا وګوره

نن دې چې ولیده یوازی او له نورو ســــــــــره

په یو ځل مګړه قناعت سبا یې بیا وګــــــــوره

مه وایه دا چې نور یې نه ګورم لیدلې مې دی

بیا په دقت دده تمامه مشغولا وګــــــــــــــوره

ورپسې پټ پټ څار کوه څه پټوي څه ښــــې؟

دده په کار کې دده غلا دده ریــا وګـــــــــــــوره

تاثیر یې څنګه دی په نورو په ده څه تاثیر دی؟

دده طاقت او دده ټوله کمزور تیا وګــــــــــــــوره

په خطراتو سختو ورځو کې به څه رنـــــګه وي

استقامت او حوصله د خپل اشنا وګــــــــــــوره



پسرلی ؤ تازګي وه غوړیــــــدلـــــــي ؤ ګلـــــــونـــــه

دګلانو موج کې پټ وو دوطـــــن غـــــــرونــه رغونه

صحرا ډکه وه له ګلو هر طـــــرف تـــــه لا لــــــه زارؤ

ټول وطن ګل وګلزار ؤ هره خــــوا وه ګلشنــــــونـــــه

لمر لانه وه راختلی شین سحــــــر تـــــــازه هــــــوا وه

جونې سیل ته وې وتلې په اوربل ایښي ګلــــــونـــــه

دبهار په ننداره وم نه غمـــــــونه نــــــه ســــــودا وه

په آزاده هوا باندې تازه کیږي مــــــړاوي زړونـــــــــه

دهیچا په قید کې نه وم څومره ښه ښکلې صحراوه

په خپل سر هر طرف تلمه نه وه حکـــم نــه امــــــرونه

بیخودۍ کې تلمه تلمه نــا خبـــــره لاړم بـــــاغ تــــــــه

ښه ګلزار ښایسته ګلشن ؤ خو هرلور ته دیوالونــه

نظر بند ؤ مخه بنده لــــرې لــــــرې کتــــــل نــــــه ؤ

فراخي دزړونو نه وې چې ایثار شـــي نظـــــرونــــه

دبیدیا خلق په باغ کې خوشحالي نه شي موندلی

خوښوي دصحرا خلق داوچتو غـــــرو ســـــرونـــــه

یو زه نه وم غوټۍ هم وه په هغه ځای کې دلګــــیره

بلبلان وو که طو طیان وو کول ټولو فریــــــادونـــه

چې ناڅاپه له صحرا نه دبهار وږمه پیــــدا شـــــوه

ونو بو ټو ورته ټيټ کړه په تعظیم باندې ســرونــه

زړه تنګي له باغه لاړه غوټۍ ټولې په خندا شــوې

دازادو صحبتونه لري څــــه ښـــــه تـــــاثیـــــرونـــــه

چې له باغه وتې نه شي په قفس کې وي که نــه وي

ګلستان ورته زندان دی شته زندان کې هم ګلونـــــه


چې پلو له مـــخــــه لــــرې دهــــــرچـاشـــي دارنـــــګینې جامې څیـــرې دریـــــا شــــــي
حقایق ټول رابهر شي لـــــــــه حــــــجــــابـه پټ کارونه را څرګند زما او ستــا شـــــــــي
که رازونه که رمزونــــــــه که اســـــراردي لکه ستوري داسمان هسې رســوا شـــــــي
مقصدونه، غرضــــــونـــــــه، عمـــلونـــــه بـــــې پـــــردې او بـې سیرته برالا شــــــــــي
دتلبیس ښایسته رنګونه ټول شي محوه په خپل څیر ښکاره روا او نــــــارواشـــــــي
دهر چا زړه کې چې هر څه وي لیکلــــــي دی په خپله دهغه نــــقـــش ګویــا شــــــــــي
هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کــــــــړي توره شپه له مـــنــــځــــه لاړ شي ســبا شــي
لیک دحق او حقیقت وي په هر لاس کې دتیارو شپو واقـــعــات واړه رڼـــــا شــــي
ډیر ښایسته اوسپین مخونه به تک تور وي
ډیر ښــــاغلي به پــــه دغه ورځ ســــرتـــور وي

ستــــا ټـــــول کارونــــه خــدایږو دي برای نــام غــونـــدې

رامـــعلــــومیـــــږي ستــا فکرونه راتـــه خـــــام غونــــدې

هغــــه کارکــــړې چــــــې ساده ګان ورباندې ژر غولیږي

دقـــام خـــــادم نـــــه یـــې دنــورویـــې غــــلام غـــونــــدې

ریـــــا او ظــــلم ارتجـــاع ســــــــــره دښـــمــــن یـــــمــــه زه

له ډیــــر نـــــاکامــه درته کــړمـــــه احتـــــرام غــــونــــدې

رښتیــــا رښتــــیـا به وایــم زه که هر څه پيښ شــي راتــــه

اخر بــــه کړم دټـــولـــو خلـــکو درتــه پــــام غـــــونـــــدې

زمــــانــــه ډیــــــره شـــــوه هـــوښــــیاره تــــه لا ئې هغـسې

تر څـــو به موږ تــــه پرتـــې وائې دسـرســـام غــــونـــــدې

پــــه ټــــول عالم دسپین سبــــا شپــــه شــــوه دټولو سحر

پــه تــــا راځي نوی تیاره اوســـدمـــــاښــــام غــــونــــدې

څـــه چــــې مرغان وو ټول ازاد شوه قفسونه شـــوه مــات

ستـــا ببـــر سر او څڼې ښـــکاري راتـــــه دام غـــــونـــــدې

دپڼو غــــل خلـکو دمخه کـړ چـــــې غـــــلا ونــــــکــــــړي

اودس ئې نه ؤ پـــــه لمـانځه کې شو امــــام غــــــونـــــدې

داسې لمـــونځونــه دې ډیرکړي دي دخلــــکو مخ کـــــې

نیسې روژې خــــو روژه ماتې وي حـــــــرام غـــونـــــــدې

څــــادر دې سپین لکه سبا دی په خپل سر خــــورکـــــړی

مــــخ دې چې ګورم راته ښکاري تور ماښام غـــــونــــدې

ډیر دې غلط کړه تـــوره شپــه دې لــــکــــه ورځ وښــــوده

په نیمــه پــوه شه دابیــــــان دی نــــــاتمـــــام غـــــونــــدې

مورې چې خدای له تا پیدا کړمه

ګران یې له هر چا نه په تا کـــــــړمه

له خپـــله ځانــــــه لا خبــــــــــرنه ومه

چې تا له ځانه سره اشنا کــــــړمـــــه

په مینه مینه به دې ما تــــــه کتــــل

د مینې کیف ته دې بینا کـــــړمــــــه

په ژبه پوه نه وم په مینه پوه شوم

پوه دې بې لفظه په معنــــــا کړمـــه

ورو ورودې راوستم خبرو باندې

راغلی ګونګ وم تا ګویا کــــــړمه

پاک به دې کړمه چې خیرن به شوم

لکه ښیښه به دې صفـــــا کــــــړمــــــه

خوب به دې نه و تـر سحره پــــــورې

چې لږ څه درد به پـــــه ژړا کــــــړمــــــه

که وطن چاڼ کړمه په مینې پســــــې

که لــــــــټ په لــــټ دغـــــه دنیــــا کړم

بې ریا خاصه پاکه مینه بــــــه ستـــــا

کله په بــــل زړکې پـــــیدا کـــــړمـــــــه

د محبــــــت غېـــــږکـــــې دې وروزلم

پـــــه عـــــواطفـــــــــــــو دې دانا کـــــړمه

اشــــنا دې کــــــړم له خوشحالیو سره

تا په مســـــــــکا تا په خنـــــدا کړمـــــــه

که وایم ستا غېــــږکــــــې جنــــت وزما

پـــــوه شــــــوی نه یم اشتبــــــاه کـــــــړمه

جنت خو ټیټ ستــــا له قدم لاندې دی

پــــــــه اعلــــــی حکـــــم دادنی کـــــړمـــــــه

رب مې دی خدای او مر بي مې ته یې

پیدا کړم خــــدای تاتــــــوانا کــــــــــړمه

ودرولــــــم تــــــــا پــــــخپـــــــلو پښــــــــو

بیا دې بـــــــلد پـــــــه ګـــــــرزیدا کړمه

څومر ه وړوکی ومه لوی دې کړمه

یوه قطـــره وم تـــــــــا دریاکــــــړمــــــــه

د ورورولــــــۍ په رابطــــــه باندې تا

د چا روکــــــی د چــــــا لالاکــــــــړمــــــه

درس تــــــــه لېـــــــږ لـــــــم تا پــــه زار یو

په څه خواریو دې مــــــلا کـــــــړمـــــــــه

چې زلمی شومه هم دې پرې نښودم

دبــــل دپــــــــاره دې دادا کـــــــړمــــــــه

تا سړی کــــــــړی یمه ګرانې مــورې

د کار ســـــړی که کــــــړمه تا کــــــړمه

ستا احســــانونه بې حسابــــــــه دي

ستا کوم یو حـــــق به زه ادا کـــــړمه

نوروته لوی تات وړوکی ښــــــه یم

ځان به وړوکی درته بیــــــا کـــــــړمه

ای زما د زړګي سرد سترګو توره

د بهار وږمه تا وېږي ستا له کوره

داجهان بهار ښايسته کړستا دپاره

ته له خپل قدره خبرنه يې هر ګوره

که اسمان اوکه دامځکه که هوا ده

که د لمراو دسپوږمۍ سپينه رڼاده

دغه واړه خدای پيداکړه ستا د پاره

دنيا ټوله ستا ددوه سترګو بهاده

ګلو ځان ښايسته کړی نن زمان دی

ستا دپاره پيدا شوی داجهان دی

هرشی غواړي چې مقبول شي ستا حصورکې

د ﻻله په زړه کې هم دغه ارمان دی

د وطن په محبت باندې قسم خورم

چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم

د جنت باغ کښې مېوې رقم رقم خورم

دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو

په غيرت ګټلی شي به ولې کم خورم

د وطن داعتلا تږی يم ځکه

لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه

هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

شهرت د عقل له نامه دافلاطونه نه ځي

د ازادی مينه هېڅکله له پښتونه نه ځي

که هر څه لاړ شي له دې د هر او جهانه ځنې

د بل له جغ لاندې ژوندی ويښ ملتونه نه ځې

أ زادی معراج ته نه رسېږي هغه کسان

چې د غيرت او ننګ په لار کې يې سرونه نه ځې

په توره باندې چې مړ نه شي څوک يې نه پېژني

داسې مزار ته پښسنې ملالی نجونه نه ځې

سرومال ځې د عشق په لار کر خاورې کېږي ږړونه

د ليلی مينه پس له مرګه له مجنونه نه ځې

لوستل شوی 16075 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 13:39
دې ته ورته نورې ليکنې « غني خان ملنګ جان »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي