مفتاح الدين ساپې

مفتاح الدين ساپې

 

ما خپلې بوډۍ مینې ته
د مینې د نمانځنې او درنښت پر ورځ
یوه د لورو مینې
دعطرو ډالۍ وړاندې کړه...
خو یاد د پیغلتوب د تاندې مینې یې
زما له مړاوو تتو سترګو نه،
راتوې کړې څو مړ ژواندې تړمې اوښکې
د سوي مخ پرګونځو
پر سپینه ایښي تشتور بوډا لاسونه
جوړ ته وارژې
ګلپاڼې تر مې ترمې له پاڼریژه
د بڼ په منګۍ څیرې لمن کې!
يه، فلکه لوبوې څه چارې غاندې!
پر برخليک د مينه وړو لوبې کاندې!
بې زړه سويه رژوې زلفې پياندې!
پرې زرغونې کړې د زلفو پرځای سپاندې!
اميدونه کړې تر تورو خارو لاندي!
د ويرژلو په مړو ساندو پورې خاندې!
١٣٥٩ـ کابل
د پسرلي له شنو بارخو نه
د خزان سپیره خولګۍ وړم
د لونلي ګل له غاړې
ترمې ترمې غاړه کۍ وړم
د برخلیک له شومو چارو
تتې وړانګې د سپوږمۍ وړم
د «وینوس» د داد نیاوتون ته
تاند لبانه ناوکۍ وړم
او د مینې له میراث نه
پر سر ایرې لکه سپرغۍ وړم
بيا به په غرېو نيولو غاړو کې خـــــــــنـــــــــــــدا راشي
بيا به بېلتانه ځپلې غېــــــــــــږې تـــــــــــــــه خوبا راشي

بيا به دا تور زړی اهــــــــــريمـــــن دلته په ګونډو شي
بيا بــــــــــه دې تيـــــــارو ته له ډېوو سره ميترا راشي

بيا به دخوبونــــــــــــــو غله خواږه خوبونه غلا نه کړي
بيا به دې ګــــــــــــور اور ته د مينو خوب خندا راشي

بيا به زور تېری چاته خپل کور لکه تورګور نه کړي
بيا بـــــــــه لــــــه بلاوو نه ژغورون ته يوه سلا راشي

لوستل شوی 8185 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 13:56

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي