Print this page
عبدالملک پرهیز

عبدالملک پرهیز

 

 

 

وخت تېرېږي


را په ياد شي ها وختونه چې به موږ مينه کوله
د رامبېل ګلونو خواته مو د زړه خواله کوله
د نارنج پر څانګو ناستې د غوټيو پونډکونه
موږ پر شونډو د سرو پاڼو د مچکو کرکوله
موږ سندرې د عشق ويلې د احساس رڼو څپو کې
بلبلانو ترانې به زموږ له مينې زده کوله
سږکال ها ګلان وچ شوي بلبلانو ګډه کړې
د ژوند ون خزان وهلو د تېر وخت ژړا کوله
د رامبېل د ګل کميس ٶ پاڼې پاڼې او شلېدلى
نه احساس پاتې د مينې نه بلبل مستي کوله
وخت تېرېږي وچ يادونه پاتې کېږي ارمانونه
شېبې ښې وې له الماسه بې قدري يې موږ کوله

زما د سترګو تور شه


راځه په ځير د هيلو ولولو ته زما ګوره
لېمو نه لکه اوښکو څڅېدو ته زما ګوره
چې تل زما له خوا نه لرې لرې ګرځېدلې
راځه د خاورې زړه کې دروند خوبو ته زما ګوره
مايوسه نه يم دا چې د لېدو وس دى ور کړى
خبر ستا د وړندتوب شوم آورېدو ته زما ګوره
پوهېږې کله ته ،چې جل وهلې هيلې څه دي
زما د سترګو تور شه غلا کتو ته زما کوره

غمچنه ساه

دغه څوک دی چې يې عقل وړی موږ نه
سپین سحر او سباوون يې وړی موږ نه
ټول ډيوې يې زموږ مړې کړې توره شپه کې
چا کړو کندې ته ګوزار توره تیاره کې
چا د ګلو واک ورکړی دی اغزو ته
چا کړو خوشې د خزان سپېرو بادو ته
بیا کوم غم نن د غاټول په زړه ګي پروت دی
مړاوې شوې هر غوټۍ يې سرته پروت دی
چې خوښي مو د ماشوم له شونډو رېبي
د افغان دښمن افغان په افغان رېبي
قجیران يې په ګلشن زموږ واکمن کړل
د مردارو په خوړو يې ټول پمن کړل
سرداران د خوار اولس مو قاتلان شول
عقابان مو د کارغانو نوکران شولa
غلیمان زموږ دردو ته خوشحالي کړي
قاتلان زموږ د غوښو قصابي کړي
څوک مو تن او څوک مو روح وژني لګیا دي
څوک مو پت او څوک عزت په لوټ لګیا دي
چې پرون د یو مړۍ يې ګدايي کړه
د خیرات په هر محل يې آشنايي کړه
نن خاوند د ښکلو حورو په دنیا شو
هم غلام د شنو نوټونو بې حیا شو
ځئ چې ورکې دا تیارې کړو له وطن خپل
ورک د شر دا سلسلې کړو له وطن خپل
چې له عقل او له پوهې بې خبر وي
 چې لوی شوی په تیارو کې بې خبر وي
چې يې زړونه د تعصب په اور سوزېږي
چې يې عقل د کينو په تاو رژېږي
تل به دلته دا اورونه او ماتم وي
هره ورځ د مرګ او ژوبلې دغه غم وي 
یوه لار ده له دې غمه خلاصېدی شو
د غلیم له تور دامو آزادېدی شو
د نفاق له تور جالو نه که ځان خلاص کړو
جهالت او تور فکرو نه که ځان خلاص کړو

زما زړه به ژوندی وي

هره شپه دې تصویرونه وینم خوب کې
رنګينه مې ده د ژوند دنیا په خوب کې
که څه هم زموږ ترمنځ واټن ډېر زیات دی
په خيالو کې ځان تل وینم ستا په غېږ کې
دغه تشه چې زموږ په منځ کې ښکارېږي
ځوروي مې د هجران په ورځو شپو کې
د بېلتون واټن به تا له ما هېر نه کړي
پر ما ګران يې ځکه تل يې زما زړه کې
منتظر یم د راتلو ور به راخلاض کړې
چې ور خلاص شي اول ته يې زما زړه کې
زړه مې کوره ستا له عشقه څپڅپاند دی
ګران وطنه یادوم دې په فراق کې
ژوند ته ګوره څومره لنډ دی ژر تېرېږي
ژر مې بوله که نه مرمه ستا فراق کې

ستا د مینې بېځ تل زما روح کې غوړېږي
مینه ستا ده لکه وینه زما بدن کې
څو ژوندی یم زما رګو کې به جاري وي
هېروی دې نه شم هېڅ په خوشحالو کې
زما زړه به تل ژوندی وي ستا په مينه
اوس دې مینه ټينګه شوې زما زړه کې

ګناه

 

د زړه تسل دپاره ډکې پېمانې اړوم
د ژوند پرهیز په سرکو شونډو د جانان ماتوم

زه د دوزخ د سره اورو او مار لړم ډار نه کړم
زه هر مهال د زړه تنور د عشق په اور تودوم

زړه مات به نه کړم د جانان د ګناهو له ډاره
تېر له جنت یم خو د زړه کعبه به ماته نه کړم

له دې به ستره ګناه چیرته وي چې زړونه مات کړم
زه به جنت په خپلو سویو ارمانونو خپل کړم 

پرېښته

چې له تا ساتنه وکړي پرېښته تاته لېږمه
سور ګلاب د ژوند له لارې شکوم تاته لېږمه
دا هرڅه راټولومه په یو غوټه د خوښۍ کې
د زړګي په ژورتیا کې په خولګو يې تودومه
دا سوغات دی ستا له پاره ځکه ته يې زما زړه کې
د خپل زړه دپاره ګرانې تا په خپل وزرونو وړمه 
پرېږده ساتي پرېښته دې د ژوندون په هره لاره
توده غېږه درکومه د زړه تل کې دې ساتمه

څوک پوه نه وو

ته وې جوړ له سخت ډبرو څوک پوه نه وو
ته وې غوټه د ټول ستونزو څوک پوه نه وو
پر شتمنیو دې  یرغل ؤ له هر لور
ته ارزښت وې په ارزښت دې څوک نه پوه وو
غرونه مړه  وینې د تاکو رګو کې وچ ول
په دې غرو کې د ژوند ساه وه څوک پوه نه وو
مست څپو کې د خندا پټه ژړا وه
د چوپتیا منځ کې توفان ؤ څوک پوه نه وو
دلته هر چا په هرشان لوبې خپل وکړې
ظاهري انسان شیطان ؤ  څوک پوه نه وو
چاته  لوړ چاته څوک ټيټ وايې زه آورم
دغه جنګ د تور او سپین ؤ څوک پوه نه وو
ټولو ویل دا شراب مه څکه چې ګناه ده
ما لیدل انتهورا ده څوک پوه نه وو
چې پوستکی شي خوسا د سړي تن کې
پټ رنګو کې دا خوسا ؤ څوک پوه نه وو
چې له مینې د انسان مقام يې خپل کړ
دا عاشق مدام انسان ؤ څوک پوه نه وو
 

انساني اندونه

تعصب له ځانه لرې ،  خپل خویونه  انساني کړه
پیدا که له انسانه يې ورک سوچونه شیطاني کړه
چې راغلې دې  دنیا ته نه دې نوم نه دې مذهب ؤ
سپېڅلی بې ریا وې هغه شانې یو رنګي کړه

ښایسته او مینه ناک  ، ګران په ټولو بې توپیره
ښيښې غوندې زړه پاک که، بې غباره آشنايي کړه
نه ډار دې ؤ په زړه کې، نه پر ژبه دې ریا وه
بیا هسې رښتیا وایه ، چارې واړه رښتیاني کړه
 
ها فکر انساني نه دی چې انسان ایل د  انسان  کړي
آزاد يې پیدا شوی یون په لار د آزادي کړه
تعصب د قوم او ژبې ورک له ژونده د انسان کړه
د مینې  غزلونه  زموږ پر ژبه ترانې کړه
 
د بخل او د نفاق فکرونه کله د انسان دي
انسان له مینې جوړ دی چاپېریال يې انساني کړه
چې تېر شې له تعصب او له کينې همدا يې وخت دی
په عشق او مینه مست شه  ژوند لمحه د عاشقي کړه
ټولنه انساني په انساني کړ او چلند شي
ګلونه د هر رنګ دغه چمن پرې عطراني کړه
د ظلم او د جګړو په لاره مه ځه بدمرغي ده
په سوله او په امن پرمختګ او نېکمرغي کړه
 هغه پوهه، پوهه نه ده چې انسان په عقل ړوند کړي
له داسې بدې پوهې  خلاص مو فکر ابدي  کړه
دا شر او دا ناخوالې چې زموږ په کلي کور دي
له دې شر او غدۍ مو تر ابده اماني کړه
د هر چا خپله ژبه خپل مذهب او خپل يې قوم دی
چې ومني یو بل  داسې منطق موږ کې جاري کړه

ګلانو کې توپیر شته په عطرو کې يې توپیر دی
دا نښه د ښایست ده سترګې خلاصې سیلاني کړه

را پاڅه د توفان  زور او توان ځان کې پیداکړه
مات خنډونه د اندونو بیا یرغل د رڼايي کړه

هغه دین د انسان نه دی چې انسان ډوب په کینو کړي
ځه پاک دین او ایمان د تور فکرو له زولنې کړه
هغه قوم د انسان نه دی چې انسان بیل له انسان کړي
یو قوم د انسان جوړ کړه د وګړو یو رنګي کړه
 
په هغه لاره مه ځه چې پایمال په کې انسان شي
ددغه لارو مخ ته جوړ خنډونه  فولادي کړه
له هغو سره مه ځه چې انسان غل انسان کړي
 له دغه بد فکرانو  لاره بېله دایمي کړه
 
هغه ځای د سجدې نه دی چې امام په کې شیطان وي
له داسې لارښودانو ځان ګوښه او تنهایي کړه
هغه ځای د تلو نه دی چې مسلخ د حقیقت وي
د لمر په شان ځلېږه تورو شپو کې رڼايي کړه
جګړه د ارزښتونو له منځه وړل او تباهي ده
پیغام د سولې اوسه شعارونه رښتیاني کړه
د دین دا سوداګر ، ټول خرڅونکي د وطن دي
د دغو سوداګرو تورمخونه آفتابي  کړه
پلورنکي د کفن او قاتلان  د نوي ژوند  دي
د غلا په لوړ ماڼیو يې تندرونه آسماني  کړه
چې تل د ګل پر ځای کښت د اغزیو کړي په لار کې
له دغه بدکارانو لارې پاکې ګلکاري کړه
 

 

حکمتیاره

بې شعوره بې غروره حکمتياره
د پنجاب اصلي مزدوره حکمتياره
تا وطن د پنجابي په امر وران کړ
اى د جهل خپرونکى بد ګفتاره
تا جهاد د تور پنجاب د پاره وکړ
له تا بد په ټول جهان نشته غداره
تا نه پل او نه مکتب وطن ته پرېښود
د ظلمت او تورو شپو لويه سرداره
د وطن پر انجونو تا تېزاب شيندلي
د کابل د ټول قتلونو جنګسالاره
نن دې بيا د پنجابي بېرغ اوجت کړ
يې نوکر د آى اس آى او بدکرداره
تا خپل مخ د تور پنجاب له پاره تور کړ
شوى رسوا په بدو کړنو ډير مرداره

د هلمند شهیده ماشومانو ته

د سوږمۍ سترګې شوې ډکې د غمونو له رودونو
پسرلی په وینو رنګ دي د باران له ټک ټکونو
دا د جنګ د خولې تړلو ماشومانو په سرو وینو
  نه مړېږي دا تبجن او جل وهلي د کلونو
هره ورځ مو پريښتې د سرو بمو په لمبو وژڼي
رژوي تنکي ګلان مو د جګړو په ناورینونو
ځۍ ویده شئ دا دنیا ډک له غمونو اودردو ده
سر مو کېږدئ د آسمان د پرېښتو په زنګنونو
ځئ ويده شئ د دنیا جلادان وياړ په جلادۍ کړي
ستاسې ویر کې  توتکۍ چاودې په زړه شي له غمونو
ځئ که هلته ته مو ماشوم زړه ته آرام تسکین پیداشي
لکه ستوري شئ ځلانده د آسمان په تورتمونو
ددې چپو ماشونو غږ بیان کړئ لوی آسمان ته
ولې ځمکه مو جوړ کړې له ډېر شر  او  له غمونو
 

څلویریزې


زه شاعر نه یم ښکلی شعر ولیکم
د ښایسته سترګو ناز نخرې ولیکم
زما خو زړه هسې غمونو خوړین که
د خوړین زړګي به څه قصې ولیکم

د زړه دردو ته څه دوا غواړې ته
د مينې جنګ کې لا خندا غواړې ته
د عشق له سوز مې هر مین خبر دی
زما له زړه نه هر مجنون خبر دی

نستلجي



د ژمي د ها شپو په مجلسو کې څومره خوند ؤ
د دیو او ښاپېریو ها قصو کې څومره خوند ؤ
یادېږي ماته هغه اوږدې شپې او تورتمونه
په ټنګ او په ټګور د ها حجرو کې څومره خوند ؤ
مستي او شورماشور ؤ د سپوږمۍ په ترږمۍ کې
په هغه ولولو ، بې ریایۍ کې څومره خوند ؤ
وږمو ورځۍ زما کيسې د یار غوږو ته یوسۍ
زموږه د ځوانۍ په رنګینو کې څومره خوند ؤ
 هغې ته وایه سوزم په اور کې ستا د مينې
پلو لاندې د یار پټو کتو کې څومره خوند ؤ
شاید چې یوار بیا راشي د تېر وخت  په یادونو
د مينې لنډ شیبو او خطرو کې څومره خوند ؤ
زما یار ته ووايي ها شيبې چې هېرې نه کړي
هغه د ناز کتلو مکیزو کې څومره خوند ؤ
شاید چې یو ځل راشي مات زړه ګی کړي زما ښاد بیا
د شونډو نڅېدو او رپېدو کې يې څومره خوند ؤ
زړګیه توفاني شه شور غوغا په عالم ګډ کړه
د مينې خندا ګانو قلقلو کې يې ډېر  خوند ؤ
د یار کاڼه غوږو نو ته زما د زړه دردونه یوسئ
د یار مرورۍ او په قهرونو کې ډېر خوند ؤ
بهر به نه شي مینه  ستا له زړه زما هیڅکله
د مينې سپرغکیو او اورو کې څومره خوند ؤ
که څه هم نن يې بیا زما د وژلو پریکړه کړې
په سترګو د جانان کې د جنګونو څومره خوند ؤ
ای زما د زړه غزله بېلتون څه کوي نن دلته
جادو پر زړه يې وکړه شعر نشو کې څومره خوند ؤ
ربابه غږوه زما د زړه د شعر سوزونه
زما د زړه زخمونو او نغمو کې څومره خوند ؤ
زما د زړه له سوزه د آسمان لمنې سرې شوې
د زړه په افقو کې د اورونو څومره خوند ؤ
ته څه خبر يې ټوله شپه مې تا پسې ژړلي
د مينې سره اورو په سوزېدو کې څومره خوند ؤ
د ژوند په دې مکتب کې مې د مينې زده کړه وکړه
هميش د یار دپاره سوزېدو کې څومره خوند ؤ
یاران د زمانې اوس هره شپه ور بدلوینه
دا ستا د ور له شانه پټ کتو کې څومره خوند ؤ
زه تل په خپله ژبه او خپل قول یم  همیش ولاړ یم
د مينې پاک قولونو او وعدو کې څومره خوند ؤ

 

خوب


راغلې شاعري زما لټون ته له کوم خوا نه
د ژمي له کنګلو یا د سیند له مست څپو نه
دا چې څنګه ذه راغلې او کومه يې پلمه ده
نه وخت د شاعرۍ دی او نه مینه لرم ځوانه
نه مین په تورو سترګو او شین خال د لیلا یم
که راغلې دا ډیوه د تیارو له ناروا نه
نه آواز ؤ په جملو کې نه  ساه وه کلمو کې
چوپتیا له شوره ډکه وه زه ورک ومه له خپل ځانه
بلنه يې راته راکړه له کوڅې  نا آشنا نه
د شپې له هرې څانګې د آسمان له هرې لښتې
ناڅاپه تېرېدم د سپينو وړانګو له رڼا نه
زه ځانته يې بللم دغه ځواک ته په ګونډو شوم
لمبې وې یرغلګرې کشولم يې له ځانه
یوازې او تنها وم مل د لارې مې څوک نه ؤ
یوازې او تنها شوم ورک څېره مې شوه د ځانه
تارونه يې د روح زما وهل په بې رحمۍ خپل
پوه نه یم څه نغمه او که کوم ساز ختو له مانه
نومونه په خوله نه راتلل او سترګې مې وړندې وې
خو روح مې ځورېده د نامالوم شور او غوغا نه
سرې تبې وم نیولی لړزېدم زه سر تر پايه
هیر شوي مې وزر ؤ په لار تلی نه شوم آسانه
ولېدمه پاڅېدمه د ګړنګ په سر مې لار وه
خو اخر  آلوتو  وزرې شولې  پرېمانه
ما تکل وکړ د اور د رازو د پرانیستلو
څو کرښې مې کړې تورې ډېر په ویره او لړزانه
نه مې زړه ؤ د لیکلو نه زړه د صبرولو
اوتې بوتې مې لیکلې بې خونده او مانا نه
لړزانده بې مانا او بې ثباته څو جملې وې
ډک له پوهې د هغو ول چې ول تش له مانا نه
ناڅاپه شوم داخل د ښایستونو په ګل بڼ کې
ورونه خلاصیدل او ګلدستې راتلې آسمان نه
ډېر ښکلي چمنونه هر خوا ښایسته ګلونه
ښایسته ښکلې فضا ، د بلبلو آټنونه
تازه خواږه عطرونه ول پسرلي خوږه هوا وه
خندا او مکیزونو د چا زړه وړی له مانه
ټول سیوري سوري شوي  ول د اور په سرو لمبو کې
دا شپه څه عجیبه وه هره خوا ول توفانونه
دا شپه د پونځونې وه او دا شپه وه هستۍ
رنګونه جنګول ول د نيستۍ له دې ميدانه
د ستورو آسمان ستر ؤ او د هسک سینه پراخه
کوچنی ځانته مالوم شوم د خپل ځان له وړکتیا نه
پیالې به  کړنګېدلې او خمونه تشېدل به
لیلا هم په ډېر مینه یو جام واخیسته له مانه
عجیبه میخانه وه ډک له هر راز انځورونو
خطونه د رمزونو تاوېدل له هرې خوانه
کوچنۍ وړه ذره وم ، بې پایتوب دغه دهلیز کې
له ستورو تاوېدمه د شب قدر له رڼا نه
بس زړه مې هلته هسک کې د یو څه لټون کولو
څه ویره د دنیا وه څه خوږ یاد د خوږ جانانه
 

د وطن درد



د تیارو له خولې وتلې تور بلا ده
وير ماتم يې دی راوړی واويلا ده
په هر لاره او کوڅه  ولاړ دېوان دي
له سرو داړو، دار د وینو برالا ده
لوټ تالان يې پر هرڅه باندې ګډ کړی
دا غدۍ د ظلمتونو او جفا ده
له آسمانه هر شیبه ناورین ورېږي
د ملا په لاس وسله نن هره خوا ده
ښار او کلي يې تالان او وران او ویجاړ کړل
دا د دین په نوم شعار پلمه د غلا ده
سلسلې د غم غزېږي پای يې نشته
له هر تورې بلا وتې تور بلا ده
نه عزت او پت خوندي دی نن دې ښار کې
د بې پتو واکداري څومره رسوا  ده
مایوسي او ناچاري ده چاره څه ده
بې وزلي او سر ساتل دلته سودا ده
د امید او د آرزو ډيوې ټول مړې شوي
د بمونو راکټو هرخوا غړمبها ده
 سترګې ډکې دي له اوښکو د هر چا نن
د چا مړه کور کې لمسۍ د چا انا ده
ډله ایزې دي وژنې رحم نشته
چا ویل دا زموږ تقدیر د خدای رضا ده
جهالت پښې ټينګ کړي  دي تیارې دي
لمر ته ګوره له غصې نن يې ژړا ده
په هر لور ې مرګ وژنې او ناورین دی
غلا، زنا ،تېری ، قتلونه ټول روا ده
تور لښکرې دي راغلي قلا ورانه
د پاسوال پر مورچلونو يې بلوا ده
د تیارو لښکر اخیستې مو رڼا  ده
دې جنت وطن ته ګوره کربلا ده
 *****
 دې حالاتو له وطن بې وطن کړم
دا په څه راکړې وخت لویه  سزا ده
مجبورۍ کړې ارادې زموږه ماتې
لوی پوښتنه نن د شتون او د بقا ده
ډکې سترګې ستا له غېږه تلم ژړل مې
د غم اوښکې تویول هم تسلا ده
تا دې اوښکې پټولې ما ليدلې
څومره ډکه دا نړۍ  له ډېر جفا ده
ته مجبوره وې او زه هم ډېر ترور وم
بې انصافه دا دنیا زما او ستا ده
د بېلتون او جدايۍ پر خط ولاړ وو
د بې وسو زړو ښيښه په ماتېدا ده
له بڼو دې د غمو باران روان ؤ
خو همت دې ډېر اوچت هم له حوا ده
تورو ورېځو کې ستا سترګې ډوبېدلې
پيلامه د بل شبخون نن او سبا ده
زړه دې ټول سوری سوری له نهېلۍ ؤ
ناچاري ده که که تقدیر کې دا روا ده
نن د شونډو رپېدا دې پټه نه وه
دا شیبه د برخه لیک زما او ستا ده
هره خوا د اور لمبې  دي او مرګې دی
سرو اورونو خوله پرانیستې ګوره بیا ده
ته د وخت د شرمخانو شور ماشور ته
ټینګ ولاړ يې ، دا زموږه اتکا ده
د ناولو ډېرانو تورو کارغانو
له چمنه ستا  اخیستې ټول ښکلا ده

******
تا د زړه په وینو ماته ژوند ون  راکړ
ستا ټپونو ته تل ځکه زما ژړا ده
زه  چې تلم ستا نهيلي او غم لېده ما
څه چاره ده دا د وخت سخته سزا ده
توفانو کې پاتې  ځانته تنها شوې
دغه لوبه د ژوندون ډېر نارواده
 ******
ته شوې پاتې هر توفان ته دې غېږ ورکړه
هسکه غاړه دې اوچته په رښتیا ده
تا خپل غېږ کې لالهاند بچي سمبال کړل
له هر لورۍ که پر تا برید او بلوا ده
ستا همت ته درناوي سرونه ټيټ دي
هېرول ستا یو شیبه لویه ګناه ده
ستا له غېږې جدايې او سفر ګران دی
لکه وتې له بدن د  سړي ساه ده
ورشو ګانې او درې دې پر ما ګرانې
ستا هر ګل د بیابان د غم  دوا ده
دا تور ورېځې چې باران د جهالت کړي
ستا خندا د تیارو زړه کې بس رڼا ده
 چې باران پر تا همېش د ظلمت اوري
ستا غیرت دی چې تیارو کې تل بريښنا ده
ته د هغو چې په نیمه لار يې پرېښوې
مینه ستا ټولو ته یو شان بې ریا ده
ستا تندی لا اوس هم ورین دی او ځلانده  
تا شیندلې غرو سرو نه خپل رڼا ده
ته د لمر د تودو وړانګو په شان تود يې
د غیرت لمبه دې لوړه له عنقا ده
ته اوچت د لوړ خېبر له لوړې سوکې
ستا غرور هم ډېر اوچته له سما ده
د امید  په ډکو سترګو را ته ګورې
پيلامه ستا د خوښۍ راځي سبا ده
اوس د غم سیوري ته پروت زموږ وطن دی
خلک ويښېږي به اخردا ستا ده
زما اوښکې به تل ستا په بدرګه وي
زما مینه تا سره د ګل بورا ده
تل دې لوړ په ټول جهان او سمسور غواړم
خپلواکي او آزادي تمنا ده
تر وروستۍ سلګۍ به لاس در نه وانخلم
دا مې هوډ او اراده دا مې وینا ده
که څه هم هيلې تیارو دي ټول وژلي
تلوسه مې رسېدو ته د رڼا ده
د تیارو په دغه شاړه کرونده کې
زه ګلان کرمه هیله د سبا ده
آزادۍ نغمې به بیا پر وطن راشي
دغه هيله په وطن نن د هر چا ده
یوه ورځ به ته هم پورته دغه غږ کړې
چې زما او ستا د درد یوه دوا ده





ژوند څه دی? زندګي چیست؟

 

درى ژبې ته د حمزه شينوارى د يو شعر ژباړه
ژباړن عبدالملک پرهيز


ژوند ته وگــوره ژونـد څـه دی هـمـه کـار دی هـمــه کـار دی

هغه ژوند په مرگ حسـاب دی په دنيــا چې بې روزگــار دی

د عـمـل پـــه لـــويــه لاره ځـي وخـــتـــونـــه نــــه ودرېـــږي

ای پــښـــتــونــه! څه ته ناست يې ستا و چا ته انتظار دی

پــه ډيــوه د خـپــل عـمـل کـې د وجــود ويـنـه که تېل کړې

ستــــا دپـــاره تـيــاره نـشـتـه هـــر وطــن درلــه بـــازار دی

زندګى چيست
نګاهى به زندګى کن زندګى چيست همه اش کار است ، همه اش کار
ان زندګى به مرګ حساب است که در دنيا بدون روزګار است
در جاده بزرګ عمل زمان ميګذرد و درنګ نه ميکند
اى پښتون! چرا نشسته اى و منتظر کى هستى
اګر خون وجودت را تيل چراغ عمل خود بسازى
دګر برايت تاريکى وجود ندارد هر وطن برايت بازار است

باور


په وینو رنګ زړګی ټپي لرمه
ساه پرېشان د لېوني لرمه
کتی د یار سترګو ته نه شمه زه
غشي باڼه يې په ځګر لرمه
چغې د زړه له کومې باسمه زه
زه له آسمان سره یو جنګ لرمه
دا چې مدام فرياد ژړا کوم زه
سوغات د مينې دی چې درد لرمه
د درد په ژبه پوهېدل ګران کار دی
د درد باران په زړه ځګر لرمه
هېڅکله لاس به ترینه وانخلم زه
چې پیاله ډک زه له شراب لرمه
دا چې تل لرې یم له عقل او هوښه
نشه د شونډو د جانان لرمه
یارتل ساتمه په زړه کې زه خپل
هر څو ژوندون زه په انګار لرمه
نصحيتونه ماته څه له کوې
باور په مينه د خپل یار لرمه

کتی/کتل

د شکسپیر د یو شعر ژباړه


سبا، او سبا او سبا،
په وړو وړو ګامونو، له یو ورځې نه بل ورځ ته
دثبت شوي وخت د وروستۍ توري تر ویلو،
او زموږ ټول تېر وختونه د ناپوهو روښانول ول،  
د ګردجن مړينې د لارې. غلی غلی خوارې شمعې،
 له لړزانده سیوري پرته، ژوند بل څه دی، یو بې وزله شان لوبغاړی،
چې پر ستج تیروي  ساعت خپل،
وروسته هيڅ ترې تر غوږ نه شي، تش خبرې ،
کوم احمق چې وي وېلې، ډک له شوره او له قهره، بې مانا وي
 
د شکسپیر د یو شعر ژباړه
Tomorrow, and tomorrow, and tomorrow,
Creeps in this petty pace from day to day,
To the last syllable of recorded time;
And all our yesterdays have lighted fools
The way to dusty death. Out, out, brief candle!
Life's but a walking shadow, a poor player
That struts and frets his hour upon the stage
And then is heard no more. It is a tale
Told by an idiot, full of sound and fury
Signifying nothing.

مات زړه



نه  رڼا سترګو د چا یم
نه آرام د زړه د چا یم
هم له ښکلو زړونو هېر يم
نه د سترګو تور دچا يم

چې په هيڅ کې پکار نه شي
زه هغه ګرد د هوا يم

نه  محبوب  شوم د چا زړه کې
نه د چا د لار رقيب يم

تل وهي مې په څپېړو
زه د وخت دا بد نصيب یم

په ګرداو د زمان څرم
مات وزر پروت په توفان يم

له هر لورې تور لښکرې
ټينګ ولاړ لا په ګړنګ یم
له اندونو یم لوېدلی
تل زه ډوب په خرافات یم

نه یاران په زړه صفا دي
نه زه پوه يې په نیرنګ یم

لوی ښارونه مې زړه تنګ کړي
خوښ جونګړه د صحرا  یم

رنګ د مخ مې بدل شوې
زولنو کې بې پروا یم
شین چمن نه یې بېل کړى
مړاوې څانګه په ګلدان یم

چې آلوتى ورته نه شي
زه پسرلى دلته خزان يم
سترګې ژاړي لکه شمعه
 بې وسۍ ته خپل حېران یم


که مو عقل درلودى



يو ذره عقل که واى زموږ په سرکې
 اوسيدو به ولې تل په جهنم کې
پرګنې به اوسېدې پت او عزت کې
د افغان په دا ښايسته ښکلي وطن کې
موږ خو نه وو پخوا داسې ربړېدلي
لکه اوس چې يو لوغړن درسته دنیا کې

 هرمېلمه ته مو د زړه ورونه خلاص ول
د مېلمه به قدر ٶ په ډېر عزت کې

که هر څو وو ډېر نادار او ډېر بې وزله
خو خوشحال وو په آزاد  ژوندون او وياړ کې

تل په ژبه او  په قول به وفادار وو
د شنډ  تخم  کر مو نه کړ کروندو کې

د انسان له مينې ډک ول زموږ زړونه
کينه نه وه په قومونو  اولسو کې

په هر زړه کې ولوله د صداقت وه
د وطن مينه مو نغښتې ايمانو کې

ستر ټبر د يو افغان ٶ  وياړ د ټولو
تل ښکلا وه د ګډ کور په قبيلو  کې

ګډ کلتور او لوى فرهنګ مو شتمني وه
هم په شعر او هم په ننګ د ستر وطن کې

هغه پوهه او هنر د وحدت څه شو
ولې وېشو ځان کوچنيو جزيرو کې

ولې ورکه  د وطن مينه له  زړو شوه
ولې ناست يو نن يو بل ته په مرچو کې

 سوزو په اور  د کرکې  ځان او  پردي
 دا تيارې ولې  خورې شوې زموږه زړو کې


 لرې  تللي يو د عقل له بستره
لاس پښې وهو د جهل په تيارو کې


داغمونه سرپه سرراځي له کومه
دا غم نه ٶ زموږ دېرو زموږ حجرو  کې

ها لرغونى د جرګو دستور مو څه شو
حلول به مو ټول ستونزې په جرګو کې

آزاد ژوند د هر افغان وياړ او غرور ٶ
سر ټيټ نه ٶ د افغان چاته پيسو کې


د وطن مينه ستر وياړ د هر افغان ٶ
تل لمانځل مو خپلواکي جشن اومېلو کې


سمسوري د وطن وياړ او افتخار ٶ
تويول خولې بزګر په کروندو کې

هر يو څوک چې به لرونکى ٶ د پوهې
يادېده به په حجرو او مجلسو کې

مېړني مو د وطن وياړ او عزت ٶل
يادېدل په ترانو او اوسانو  کې


دلته ځالې د دښمن جوړېدى نه شوې
ماتېدل ستر غلىمان ټولو جبهو کې

که دژوند ارزښت سر ټيټ او غلامي وي
مړينه ښه ده له دې  ژوند وي غلامۍ کې

 راځئ  ړنګې د ذلت تورې ماڼۍ  کړو
د پتمن ژوند احساس ويښ کړو پرګنو کې
 
په نطفه کې ساه جارى  د هر انسان شي
 چينې وچې د نفرت کړو خپلو زړو کې

دا چټاقه چې چلوټې او چل ول کړي
دا د دوى د  اند ځلا ده  کړکېچو کې

چې د خپل لنډو فکرونو  لنډاکي کړي
ځکه ګير يو د دښن تورو جالو  کې

زموږ عقل او ساه ده ډوبه په تيارو کې
ځکه وران مو کړ خپل کور خپلو لاسو کې

چې خواړه مو برابر د بل په لاس شي
څنګه جوړ به دا وطن شي خيراتو کې

چې بزګرمو د غنمو ګدايي کړي
 هيلې مړې شي زياتي خلکو اولسوکې
 

دلته يون د پرمختګ به څنګه پيل شي
چې ډاکوان کړي فېصلې پارلمانو کې

که پر پوهې  رڼا کړې مو واى سترګې
سوزيدو به ولې موږ په سرو لمبو کې

له هغه ژوندونه مرګ هميش بهتردى
چې  اختيار مو خپل ورکړى وي پيسو کې
 
راځئ  چې يو بې سارى عزم او هوډ وکړو
بيا به نه ځو جهالت تورو کوڅو کې

جنګ کړوبس او  سوله راوړو وطن ته
تور فکرونه د جنګ پاک کړوخپل فکرو کې

ټغر ټول د زورواکۍ او زورواکانو
راوړو سوله امنيت کليو بانډو کې

د لټۍ او بېکارۍ نه لاس په سر شو
وطن جوړ کړو په خپل فکر او سوچو کې

چې خبره د وطن د نوم او ننګ شي
 شو يو موټى په مرچو او سنګرو کې

دښمني چې د افغان افغانستان کړي
په وحدت سره يې مات کړو اورمېږو کې

ټول يو تن او يو افغان او يو ملت شو
بېلتون نه شي راتلى د ګډ کوربچو کې


د خیام د یوې رباعیۍ ژباړه


دا پته چاته نشته د ازل رازونه څه دي
ددغې معما د حل ځواب زموږه څه دي
زموږه ټول خبرې د پردې له شانه کېږي
چې څيرې دا پرده شي پاتې زما او ستا نه څه دي
د عبدالملک پرهيز ژباړه

اسرار ازل را نه تو داني نه من
وين حل معما نه تو خواني نه من
هست از پس پرده ګفتګو من وتو
چون پرده بر افتد نه تو مانى و نه من
خيام

د وخت غږ



هغه چې د وطنه نېکمرغي او ښکلا غلا دی
ددوی د ډېر ظلمونو هر سړی دلته په تنګ دی
د وینځو غلامان دلته هر لورې واکمني کړي
د سپو په شان غپېږي دا خاصیت يې د پلرو دی
چې څومره په پیسو کې دوی ډوبېږي نه مړېږي
د غصب او د غلا کارکې لوی شېطان د دوزخو دی
وطن يې د پردو دپاره وسو په اورو کې
د نورو غلامي کړي ډېر بې پته او غرور دی
نه دین او نه ایمان ، افغانیت دوی ته ارزښت دی
دوی تل وجدان پلورلی ډېر کمزوری د پیسو دی
په دې تورو تیارو کې راکوي د سهار زېری
د مړو ډيو له ورایه راښکارېږي د لمر سیوری
د ظلم د ماڼیو بنسټونه به نړېږي
غورځنګ د پرګنیو بېدار شوی لور په لور دی
د سولې غږ اوچت دی د وطن په غرو رغو کې
رڼا په خورېدو ده دا آواز د پرګنو دی

د مينې شپه



آرزو هيله مې داده چې يو کار به نن زما کړې
رنګينه دغه شپه به په نامه ياره زما کړې
مننه کړم چې راغلې توره شپه کې ليدو زما ته
د مينې مزي ټينګې تل تر تل يې رندانه کړې

پر مخ زما په مينه را خواره ښکلي زلفان کړه
لاسونه دې ترغاړې مې تر سهاره راکړۍ کړې

د سرو شونډو نڅا کې مړ احساس مې را ژوندى کړه
د عشق په ميو مست او له دنيا مې بېګانه کړې

تو فان د مينې جوړ که ټوله شپه مې رنګينه کړه
باطل راته د حورو د ښکلا ټولې قصې کړې
 

چې څو شومه اوبه

چې څو شومه اوبه ،ځان مې سراب ښکاره شو
چې سیند شومه نو ځان راته حباب ښکاره شو
چې پوه شوم، بې خبر مې ځان وليد
چې ويښ شوم، نو وېده مې ځان وليد

تا آب شدم ، سراب دیدم خود را
دریا که شدم، حباب دیدم خود را
آګاه شدم ، غفلت خود را دیدم
بیدار شدم، به خواب دیدم خود را
مولانا
 

وختونه


دا ژوند لنډ د څو شپو ورځو ولې غم کې تل تېرېږي
د چا اوښکې پر مخ څاڅي د چا زړه په اور سوزېږي

دلته ظلم له حده تير دى په تيارو کې زموږ ژوند دى
لاره ورکه له هرچا نه وچ لامده په کې سوزېږي

چور او قتل دى او غلا ده د قتلونو انتها ده
پر ډېر شتو او ثروتونو غاصبات مو نه مړېږي

دا د مني سوړ بادونو مړاوي زموږ تازه ګلان ګړل
يوه ورځ ظالمه ستا هم سمسور باغ به دې رژېږي

له اجله پناه نشته که منلګ او که سلطان يې
دا بې رحمه چاړه ګوره ستا هم ستونې ته رسېږي

دا ظلمونه او ناخوالې په هر لور چې کړي تا دي
لرې نه ده عدالت کې ستا هر ظلم څېړل کېږي

که پرون مو عدلت د بې عدليو قرباني شو
ستا ظلمونه ظلم زور هم تر ابده نه اوږدېږي

دلته ستر سترقدرتونه د تاريخ په ګونډو شوي
د شرمخو تور سرداره دلته ستا سر هم ماتېږي

د چنګېز ملاته شوې هلاکو په چغو تللى
که ويده ملت مو وېښ شو زنځيرونه به ماتېږي

چې ګردونه د آسو به يې تر آسمانه رسېدل
نن اثر يې د ګردونو بيابان کې نه ښکاريږي

د پردي پر ټټو سپوره يې ډير نخرې او کرشمې کړې
ستا ګوډ خر خټوکې بند دى هر شيبه ځي او ډوبېريږي

توفانونو له هر لورې بل ډيوې زموږه مړې کړې
لوى توفان ګوره روان دى ستاسې شمعې هم مړې کېږي

سمندر تل توفاني دى د نهنګ قدرت پکار دى
څه حيران يې مست څپو ته ځي بېړۍ زموږ ډوبېږي

له غرور پر ځمکه نه ځې وايې ځمکې ته روان شه
دبخت ستورى دې نادانه له آسمانه ښکته لوېږي

چې د وياړ خلک په واک ول ها وختونه لاړه تېر شو
د بې وياړو شرمېدلو د شرم دور هم تېريږي

زه به سپر خپله سينه کړم د بې اندو ګوزارو ته
که تور غشي له کمان ستا په لړمون زما لګېږي

دغه بڼ يو وخت خړوب ٶ د مليار له پاکې مينې
بې ملياره زموږ بڼ شو تورکارغان پکې ګرځېږي

چينې وچې دي له مينې د وطن په غرو رغو کې
د سرو وينو باران اوري نفرتونه لا غوړېږي

د پسونو رمې پيايي خونړي لېوان شپانه شول
ځکه هره ورځ وطن کې غم د غم پر سر زېږېږي

دا دنيا ده څو شپې ورځې په هر چا هر رنګ تېرېږي
څوک مستي کړي او خاني کړي په چا ولږه کې تېريږي

اى ويده خلکو راويښ شئ ځان آزاد له غلامۍ کړئ
د وختوتو تور ښامار مو په تدبير پوهه مړ کېږي 

د زړه دردونه


ایسار ی می کړی اوښکی چې له سترگو نه تویږی
اوبه چی توفانی شي په بندو نه ایسارېږي
یو هیله می تل دا وه ددی وران ویجار وطنه
وږمې د کندوالو یی تر مدفن مې و رسیږي
بی شمېره دلیلونه د وطن د بربادی دي
ناخوالې دومره ډیر دي په کلونو نه رغېږي
د مړینې تورجامونه شپه او ورځ په کې کړنگېږی
په دغه بدمستۍ کې هسک سرونه دي رژیږی
بېشمېره مو ډيوې د علم او پوهی تیارو ډوب کړل
پر دغه لوی ماتم مو پتنګان شپه ورځ ژړېږي
برجونه د پوهنې د شیطان په لاس نسکور شول
د خړ اسمان له وریځو تور غمیزی تل وریږي
ها ښکلي په زړه پاک ها گلالي خلک مو څه شول
د سولې لارویان لکه گلان داسې رژیږي
زما له خوا درود هر یو شهید ته د وطن وي
هر ویاړ ددې وطن شیهده تاسې ته رسيږي
تر څو به دا مېچنې پر وطن ځوانانو زغمئ
زموږ زغم او طاقت ته دا آسمان هم نه ژړېږي
نن اوښکې لېونۍ شوې بیا جاري زما له سترګو
دا څه شوي پر خلکو له دردونو نه صبریږي
غلیم چې پر وطن د سرو اورو غونډاري ولي
زما د زړه دردونه د قلم له خولې غږېږي
هر توری هره کرښه زما د زړه درانه غمونه
که نه شي را بهر زړه له دردونو را پړسېږي
زموږ د خوشحالو وختونه چور بې وخت خزان کړه
پوه نه یم له وطنه دا تیارې کله ختمېږي

پسرلي ته


 
وږمې د پسرلي دي دا جامونه ډک د څکو دي
غمونه له زړه ورک کړو دا شیبې د خوښېدو دي


دا څه دي په پیالو کې دا له کوم جوهره جوړ دي
 اورجنې شان اوبه دي د هر روح د خوښېدو دي

پرېښتې زما د مینې، د پسرلي د سهار لمره
را لېږه ډک جامونه زړونه  ډک له تلوسو دي


اېشېږه مینې اېشه زما د ژوند  په دې پیاله کې
روښانه مو جونګړې ستا د وړانګو له لیدو دي


ویده مې په زانګو د خپلې مینې هره شپه کړه
د شونډو په نڅا کې  شېبې ډک له ولولو دي

په ورانه لار د ځان دوړې کولو څه حاجت دی

په دې ورانه دنیا کې ډېر خوندونه د ترخو دي

خم

 

رقیبانو پر اوږو زما خم کېښود
په غوږو کې مې خم دغه پیغام کېښود
یو وخت ته د بڼ ملیار وې زه انګور وم
ځکه مخ ته دې اوس ډک د می جام کېښود
دا چې هر شیبه پاڅېږې او غورزېږې
چاره وکړه خلاص له عقله دې ګام کېښود

وروستۍ شیبې



هره ورځ غم او ماتم دی
وړ او ځوان په وینو رنګ دی
انسانان دلته چاودېږي
غم راوړی کوم فرنګ دی
هره خوا ځوان او سپين ږيري
په سرو وینو کې په رنګ دی
دغه ځوان سوری سوری دی
د آسمان سره په جنګ دی
لاس او پښې خوځوی نه شي
وايي  خدایه  داهم ژوند دی
له دې ژوند مو څه لیدلي
چې دا شر او دا غوبل دی
په ګناه خپل هيڅ پوه نه شوم
ولې تل پر موږ محشر دی
له ټپو يې وینې تللې
درد يې زیات له وس او زغم دی
لاس او پښې يې لا رپېږي
لا له ژوند سره په جنګ دی
شونډې خوري ماته ګوري
د کوم څه شي هیله مند دی
زه نژدې شومه ترې واورم
خو د ژبې ځواک يې کم دی
خو له سترګو يې پوهېږم
د کوچني ماشوم په غم دی
چې د پلار لارې به ساري
 چې راوړی يې قلم دی
د پلار غېږ ته به ور دانګي
له هر ځای ورته په امن دی
نن به چاته غېږ ته ورشي
چې پلار پروت په سور کفن دی
نور به څوک اوښکې ور پاک کړي
چې بې پلار او بې همدم دی
نور به چاته دادا وايي
نور يې څوک له زړه خبر دی
پر اندام يې لړزه راغله
چې د مور حال يې ابتر دی
دا کور ټول په ده راټول  ؤ
د مېرمن سر نن ببر دی
په څپېړو مخ وهلی
څير کمیس او هم  ټټر دی
په سر خاورې بادوینه
ولې دلته مدام شر دی
دلته ورور مسلمان وژني
وايې دین ته لوی خطردی
کلی کور او ښار ویجاړ کړي
وايي دا اسلام او شرع دی
هره ورځ وینې بهيږي
هره ورځ په هر کور غم دی
دا چې څوک ښه او خراب کړی
ددې کار قاضي خو خدای دی
د جنت تګ په زور نه شي
څوک د خدای په کار اګاه دی
دلته ډېر ټيکه داران دي
څوک د دین او څوک د قوم دی
په دې کور يې اور بل کړی
څوک جاسوس او څوک غدار دی
هره ورځ فتنې ډېريږي
ډارولی دوی شیطان دی
ځه خپل دین عقیده سم کړه
د هر چا قبر جدا دی
هر څوک خپل ځواب به وايې
د هر چا قاضي الله دی
ځوان نري څو ځګېروي وکړل
له سړو نه په عذاب  دی
ښکلي سترګې يې شوې پټې
له دنیا زیاتي بېزار دی
زما اوښکې توفاني شوې
ما ویل دا عجب انصاف دی


د زړه کوڅې

 

زما د زړه کوڅو کې دې پام نیسه چې ورک نه شې
د مرستې هيڅ څوک نشته جې مایوس او غمجن نه شې
 د زړه خبره لیکم پر ډبره چې وران نه شي
ته ګرانه يې پر ما څو دا خبره ښه پخه شي

«پر ما بيشانه ګرانه يې» خو پام مغروره نه شې
دا تیږه ستا پر سر وهم چې لږ ټپي پر زړه شې
چې څه تېرېږي شپه او ورځ پر زړه زما که بوه شې
پرهر زما د زړه ته که ملهم او لږ ټکور شې

له ورځ سره توپیر دا ستا په څه کې دی جانانه
میاشت هله شي چې  شمیر د ورځو دېرش کله یو دېرش شي
خو ته لکه غونډاري تل همیش يې غونډه مونډه
ښایست ته ستا حیرانه تل هم لمر او هم سپوږمۍ شي

ساته  له خپل سترګو د زړه راز چې خبر نه شي
چې درد پر زړګي راشي نو پر سترګو کې ژړا شي
روح هله آرامېږي چې خوږ خیال سر کې پیدا شي
چې زړه په مینه مست شي له هر درد ځنې رها شي

ريښتنې مینه نه مني د قید او شرط خبرې
دا داسې یو څیز نه دی  چې سودا د یو پر بل شي
همېش دلته راښکون دی بېلول يې ناممکن دي
احساس تل حکومت کړي دې کې فکر او تدبیر نه شي

نوی کال



دا شپه ډېره سړه ده کال بدليږي
هر خوا جشن او مېله ده کال بدلېږي
په آسمان د رنګونو ننداره ده
په رڼا د تیارو زړونه چاودېږي


یخني ده تنهايي ده او غمونه
بوتل دی له غمو سره جګړه ده
روان یم میخانې ته ځم ملګرو
غمونه تنهايې کې نه بدلېږي


ته ولې راته وايې شراب مڅکه
تقدیر به زما دا وی ګله مه که
جامونه ډکوه چې زه يې څکمه
ژوندون د ژوند مېله ده چې ګرمېږي


تنها ژوندون به څه وي بې د ياره
چې شور او مستي نه وي ژوند دي خواره
راځه چې شراب وڅکو د سرو سترګو
ژوندون وړه شیبه ده ځي تېريږي


دا زړه زما نن بیا شوق د ځوانۍ کړي
ځوانانو ته پيغام نن د سیالۍ کړي
دغه واورې پر سر پراته زما دي
پاغوندې د مینې دي را ورېږي


دا عیب د عقل نه دی چې شراب څکم
دا عیب په جام کې نه دی چې خراب شوم
دا عیب زما د زړه دی چې نشه یم
دا اور د ښکلي یاره دی را رسېږي


دا یو پړق وه آسمان کې راپېداشو
زه يې ړوند په دواړه سترګو او پناه شو
د شپې له دیوال شانه ورته ګورم
شراب يې له چشمانو راورېږي

کله پاڅېږي


 
د پېړۍ په خوب ويده يې ته له خوب پاڅېږې کله
د کور هر ډېوال  ړنګېږي ته ويده پاڅېږي کله
د چمن  بلبلا ن غږکړي ژر اوچت له  درانه خوب شه
د چربانګ په آزانونو ستا دا غوږ خلاصیږي کله
ستا د کور هره کوټه کې خورناورین دی او غمونه
په دې کړیکو اوسېلیو ستا احساس پارېږي  کله
د رڼا پلوشو څيرې د تیارو دا توربخمل کړ
د سهار دغې ښکلا ته سترګې ستا غړيږي کله
دا چې سرې غومبورې هلته د آسمان په غاړو ښکاري
د ښايست دې رنګينو ته سترګې ستا خلاصیږي کله
قافلي  ځي لرې لرې غرو سرو ځنې تېريږی
د ژوندون ښکلي مزل ته ستا به زړه تخنېږي کله
دغه لار ده د هوډونو پاڅېدل او هم لوېدل شته
د عزمونو ستر کاروان ته وایه ته تیارېږې کله
دلته سوي ارمانونه اسویلي دي رژېدلي
ددې مات زړکي درمان ته، ته تدبیر به کېږې کله
ددې خاورې هر بڅری د جنت خوږه میوه ده
بې خبره له خپل ځانه ته د ځان به کېږې کله
غر دې ډک له سترې پانګې سیند دي مست له شتمنیو
په ډېر شتو کې ای نیستمنه ته له ځان خبرېږې کله
پانګه هله به د ستا وي چې ته زده علم او هنر کړې
خو دې علم او دې هنر ته ، دغه شپې ختمېږي کله
وطن ستا د خاورو تن دی مینه روح په دغه تن دی
د وطن مینه پيداکړه په دې راز خبرېږې کله
بې له مینې وطن مړ دی مینه بې وطنه نشته
دا د یو بل روح او تن دی په دې رازُ پوهېږې کله
قلم واخله کتاب واخله تور توپک په کاڼو مات کړه
انساني ژوندون دپاره له نفرت تېرېږې کله
ځه ساتونکی د وطن شه مینه ورکړه ټول بشر ته
ددې ستر رحمت دپاره وایه ته تیارېږې کله
لږ باور ځان کې پیداکړه په دې خم کې ځان نشه کړه
ددې مينې په نشه به ستا وجود مستېږي کله

بلبله


د نرۍ لښتې پر سوکه بره ناسته ده بلبله
د تند باد څپو ته ټینګه په ډاډ ناسته ده بلبله
که هر څو لښته په زوره ښکته پورته ځي تروره
خو بې خيال ډېره مغروزه هلته ناسته ده بلبله
نه يې وهم له توفان دی نه د لښتې له شکنه
ښکته پورته لښته درومي پرې خوشحاله ده بلبله
له خوښۍ سندرې بولي زړه يې ډک د عشق له ځواکه
ولولې د مینې شیندي سحر ګره ده بلبله
هک حیران شوم چې دا څومره زړه وره او بې باک ده
په هنر او په آواز کې هم بې سیاله ده بلبله
د باد زور ته نرۍ لښته ډېر کمزورې او لړزان ده
خو د ټال شان  زنګېدو ته ډېر خوشحاله ده بلبله
له سندرو به يې موړ نه شې بې رقیبه په دنیا ده
چې وزر يې دي په څنګ کې  نو بې ډاره ده  بلبله

هیله


ځه چې هېر کړو ټول ها څه د هیره وو دي
د پرون هرڅه پرون ته د سپارو دي
د بېلتون ساړه وختونه راځه هېر کړو
ټول عبث تللي شېبې د هېره وو دي
هېرول د تېر وختونو راشه زده کړو
غزول د ښه شیبو د زده کوو دي
نور د تګ او د بېلتون خبرې پرېږده 
خواته کینه د زړه خوالې د کوو دي
زه ډالۍ به مرغلرې د باران کړم
دا وروښتونه له سپوږمۍ د راوستو دي
دومره خړوب به دې د مینې په اوبو کړم
د پېړیو جل ول د هېرېدو دي
د رڼا له زر جامې به ستا په ځان کړم
نور د مینې کورګوټي د جوړوو دي
له تا جوړه ملکه به ددې کور کړم
د نفرت ریښې له کور نور د ایستو دي
بې مانا به زه یو څو خبرې وکړم
بېهوده دغه خبرې د ويو دي
دا یو ته يې په مانا پوره پوهېږې 
نور خبرې د مانا د هېره وو دي
زه به ووایم قصه د مینانو 
چې په زړو يې دوه ځل اور په بلېدو دي
ها پاچا چې ستا فراق کې يې سا ورکړه
داسې ډېر ستا په درشل کې د ليدو دي
موږ لیدلي د سره اور برې لوخړې
اورشیندونکي د غره سر کې د ليدو دي
دا توفان چې په شیبه کې پیدا کېږي
دا د سیند مړاوې اوبه د ډارېدو دي
کله سوې ځمکه وسپړي ګلونه
په حاصل تر آباد ځمکې د ختو دي
للمي ځمکه چې تازه شي او زرغونه
ښېرازي بیا هرې خوا ته د ليدو دي
نور د هغه سوی باد چینه به مړه شي
چې د ګل پر ګلستان د لږېدو دي
د آسمان پر څنډو سرې لمبې شي بلې
مازیګر چې زېړی لمر د ډوبېدو ډي
د تیارو او د رڼا خونړی جنګ دی
په سهار د شپې تیارې په ورکېدو دي
نور به اوښکې تويې نه کړمه بې ځایه
دغه اوښکې ارزښتناکه د ساتودي
نور به نه راوړم پر ژبه یو خبره
دواړه سترګې چوپه خوله ستا په لیدو دي
ګورم ته ناڅې ، کړس کړس راته خندېږې
نور د غم ستړې شیبې د هېرېدو دي
یوه هيله ده چې سیوری ستا د ځان شم
دغه ویش زما او ستا د هېروو دي

د رڼا په لور

 پردې ځمکه باور نشته چې تر څو ده
ماته شوې پوقانه سر د اوبو ده
ولې داسې يې بېغم او بې خبره
مست توفان د سمندر په پاڅېدو ده
جادوګر د هسک له نوم کوډ او جادو کړي
دوی خوړلې دا دنیا په منترو ده
دا کوټګر سبا بېګا سحر او جادوکړي
د جاهل خونه تل وران په دې قصو ده
په وچ ډاک د اوبو ولې ته لټون کړې
جل وهلو ته سراب د تېروتو ده
له دام تښتي چې مرغه موړ او هوښیار وي
په نس وږي او نادان د ښکارېدو ده
شنه خالونه ورته زړه وران ویجاړ کړي
د هوس په کشتې ناست په ډوبېدو ده
څه ویده يې دا وختونه ژر تېريږي
شې ستومان چې دغه لار د اوږدېدو ده
څو کوی شې د ژوند څاه نه اوبه باسه
د ځوانۍ ځواک او شيمه په ختمېدو ده
د اوبو په شان تېرئږي میاشت کلونه
دا شنه څانګه په خزان د رژېدو ده
د غفلت په خوب ویده شپونکیه وېښ شه
ستا رمه نن د لېوانو د مېلو ده
هغه لاره چې لارښودونه يې شیطان کړي
دغه لار د سور دوزخ د رسېدو ده
له ډاکوانو ولې هيله د انصاف کړي
اوچت کړي دوی ماڼۍ له ستمو ده
که غښتلی نه کړې ځان  په علم او پوهه
شې به خوار  چې دا تیاره په زیاتېدو ده
چې په هر ظلم او ستم پټوې سترګې
لاس او پښې دې سبا بند په هټکړو ده
په تورتم کې د دېوانو  حکومت وي
ډيوې بل کړئ چې تیاره په زیاتېدو ده
رڼا مه وژنه چې لار دې پر ګړنګ ده
بې رڼا خطره د ژوند ختمېدو ده
چې يې نه لولې کتاب خوشې کاغذ دی
بې له زده کړې ستا سبا په تورتمو ده
ځواني وخت د هڅو هاند دی له خوب ويښ شه
په اخر ژوند دا توښه د کارېدو ده
د هر زور د پاسه زور شته خبر اوسه
د ستم ماڼې اخر په ړنګېدو ده
په ها لار چې ډيوه نه وي سفر مه کړه
تورو وريځو کې سپوږمۍ په ورکېدو ده
که لمر نه وي دنیا توره او تیاره ده
بې له پوهې ستا دنیا په سړېدو ده
که تر لاسه پلوشې د علم نه کړې
ستا سبا او بل سبا  د ژړېدو ده
چې باران او چې د لمر تودوخه نه وي
ستا د ژوند کرونده ژر په وچېدو ده

افسوس کول

پرون ته ستنېدل نه د انسان  وس او توان دى

د ژوند د مرغلرو سوزول منه تاوان دى

 

 رښتيا دلته ده مرينه  نور دا هر څه لوى دروغ دى

د موټې خاورې پاره تل انسان ولې ستومان دی

 

وخت نه کړي ابدى په څېرد ځان هيڅ څوک هيڅکله

پسرلی دی بې توپیره هر غوټۍ ته تل خندان دی

 

چې شنې کړي وچې څانګې دغه توان او وس د چا دي؟

دا فکر او سوچ ونه کړې چې غر بې خبر له ځان دی

 

تړلي دې دي  سترګې  شپه او ورځ په تا يو شان دي

چې کټه ترې نه ، نه اخلې د وختو ترېدل زيان دی

پاکه مينه


مستوم دې د خپل مينې له څپو نه
خبروم دې د خپل زړه له سره اورونه
څو څو ځلې خوږ ماشوم مې د احساس
ټپي شوی دی د اوښکو سېلابو نه
مینه ستا هسې آسان بې اغزو نه ده
راکوي راته همیش د زړه سوزونه
بلول پر زړه د اور اسان کار نه دی
وچېدی کله د سترګو شي رودو نه
په غرور د هسک تر بامه به لوړېږې
ماتوې به تل په ځان کې بیا کبرو نه
زما زړه په تور د مینې څو څو وارې
شو ‌‌ذرې ذرې د ښن له ګوزارو نه
بې خوبۍ بې قرارۍ مې دي ګاللي 
ځورېدلی د هر خپل او نور پردو نه
هر څپېړه د روزګار مې ده زغملې
فارغ نه شوم ستا د یاد ستا له فکرو نه
که هر ځل يې زما وزرې دي مات کړي 
رسېدو ته ستا مې بیا ویستي وزرونه
څه آسانه مې خپل کړی نه يې مینې
ستا دپاره سپېلني د ژوند کلونه

مه ډارېږئ

«په ما ګران يې » له ویو يې مه ډارېږه
چې پر زړه دې حکمران دی مه ډارېږه
دا ژوندون څه ابدي په دنیا نه دی
له ډالۍ د یو مسکا نه  مه ډارېږه
په هر کار کې شته امکان د تېروتنې
له خبرو د اغیاره مه ډارېږه
ترینه زده کړه  چې هر ځل  لوېږې پر ځمکه
د کوتل  له ټيټ او پاس نه مه ډارېږه
زړه روښان ساته ښيښه شه بې غباره
د روزګار له ګرد او خاورو مه ډارېږه
د ژوندون سمون بښل او تېرېدل دی
چې بښل وي له اخلاصه مه ډارېږه
د خپل روح غوښې کباب د عشق په اور کړه
له روڼتوب د خوږې مينې مه ډارېږه
مینه مه پرېږده چې مړه د خزان باد کړي
د پسرلي له مسېدو نه مه ډارېږه
څومره خوند دی چې موږ اړ یو یو اوبل ته
 د ژوندون له دغه رازه مه ډارېږه
ژوندون څه وي چې وي تش د عشق له اوره
دا سور اور پر زړه دې بل کړه مه ډارېږه
ظاهر مه ګوره د روح ځلا ښکلا ده
ته د ژوند له دې رڼا نه  مه ډارېږه
تل په یاد ساته چې مینه ده جادو کړي
«په ما ګران يې » له ویو يې مه ډارېږه
عبدالملک پرهیز

 

رښتنې هوډ

ګړندی لکه د خیال په پراخ فضا آلوتل زده کړه

 

لکه کب په لوی دریاب او سمندر لمېدل زده کړه

 

د هر کاڼي په ویشتو به ضروري ښيښه ماتېږي

 

چې هر کاڼی پرې ماتېږي د ښيښې دا کمال زده کړه

 

د شپې ورځې له سجدو دې څه حاصل نشو زاهده

 

چې دنیا دې کړي بدله د رښتیا ها سجده زده کړه

 

دین دنیا يې درنه لوټ کړه ټيکدار د جنتونو

 

د ایمان ساتو دپاره ته هم خپله پوه زده کړه

 

د شر اور کې به خود سوزي بلوي چې د شر اور څوک

 

چې د اور مړ کول غواړې دا هنر له اوبو زده کړه

 

چا ده وینه پاکېه کړې د سرو وینو په ویالو کې

 

د سرو وینو پاکېدو ته خاصیت د اوبو زده کړه

 

سوله کله ده راغلې د توپک مرمي له ژبې

 

سولې امن رسېدو ته ورځه خوله دسولې زده کړه

 

 

څلوریزه

 

د چوپتیا او رمز دنیا کې ځې ډوبېږې کله کله
د غرور او قهر څاه کې ځې ورکېږې کله کله
چې د عقل دنیاګۍ ته راستنه له دې ګړنګ شې
چې په تش لاسو راغلې پښېمانېږې کله کله

په دې توره تیاره څاه کې ته په لټه د کوم څه يې

هلته وایه دغه څه دي هوسېږې کله کله

په تړلو پټو سترګو وایه څه وینې تیارو کې

ټپ د زړونو که د ژوند غم دريادېږي کله کله

ته د تورو تیارو په زړه کې ليدی نه شې دا خواږه

چې ژوندون يې درکوي په اوچت غرونو کله کله

دومره نژدې يې

 

داسې زړه ته مې نژدې يې

هغه ځای کې چې زه نه یم، ګنې ته هم هلته نه يې

دومره ما ته نژدې يې

ستا لاسونه پر اوږو زما

لکه دواړه لاس زما دي

او چې ته سترګې کړې پټې

ګنې زه په خوب ویده یم

 

"پابلو نرودا"

ژباړن : عبدالملک پرهیز

څلوریزه

  

که ته لږ لږ هم پر ما مېنه نه يې

  

پوه شه ته هم نور زما په زړه کې نه يې

  

که مې هېر کړې او له زړه نه مې بهر کړې

  

پروا مه کړه له پخوا ته مې خوښ نه يې

  

د سعدي د یو شعر ژباړه


د ځانکدن وروستۍ سلګۍ کې لا هم ستا په هیله یم
په دې امید ورکوم ساه چې خاورې ستا د پښو یم
د قیامت په سهار چې کله وباسمه سر له قبره زه
ستا خبرو ته پاڅېږم او لټون به ستا کوم
چې د دواړو دنیا ګانو ښکلي هلته وي راټولې
په کتو ستا نه مړېږم ستا د مخ غلام به یم
د عدم د خوب په خونه که ویده شمه زر کاله
د عاقبت له خوب خبر به ستا د زلفو له بوی یم
د روضې حدیث نه وایم د جنت ګل بویوم نه
ښکلا د حورو لټوم نه په منډو ستا په لور به یم
د جنت د رضوان لاس نه به زه نه څکمه شراب
زما شراب ته څه حاجت چې مست ستا په کتو یم
ستا په شتون کې هره ستونزه ماته ډېره ده آسانه
که خلاف وکړمه زه سعدی ډېر به ملامت یم

 


در آن نفس که بمیرم در آرزوی تو باشم
در آن نفس که بمیرم در آرزوی تو باشم بدان امید دهم جان که خاک کوی تو باشم
به وقت صبح قیامت که سر ز خاک برآرم به گفت و گوی تو خیزم به جست و جوی تو باشم
به مجمعی که درآیند شاهدان دو عالم نظر به سوی تو دارم غلام روی تو باشم
به خوابگاه عدم گر هزار سال بخسبم ز خواب عاقبت آگه به بوی موی تو باشم
حدیث روضه نگویم گل بهشت نبویم جمال حور نجویم دوان به سوی تو باشم
می بهشت ننوشم ز دست ساقی رضوان مرا به باده چه حاجت که مست روی تو باشم
هزار بادیه سهلست با وجود تو رفتن و گر خلاف کنم سعدیا به سوی تو باشم

د فارسي ژبې د څو شاعرانو د دوه بیتونو ژباړه

عبدالملک پرهيز
کفر است در طریقت ما کینه داشتن
آیین ماست، سینه چون آیینه داشتن
طالب آملی
کفر دی زموږ په طریقې کې د کينې په زړه ساتل
دستور او دود مو دادی د هیندارې زړه لرل
***
ز یاران کینه هرگز در دل یاران نمی ماند
به روی آب جای قطره باران نمی ماند
 
بیدل
د یارانو په زړه پاتې د یارانو کینه نه شي
لکه نښه د باران پاتې پر مخ د اوبو نه شي
 
***
صورت نبست در دل ما کینه کسی
آیینه هر چه دید فراموش می کند
سلیم تهرانی
 
ځای نشته زما پر زړه د چا د بغض او د کينې
هېنداره هېروي هر څه چې وینې په شېبې
 
 
هان ببين اي ديده آن حسني که مي کردي طلب
مرد مي بايد که حالا تاب ديدار آورد
صرفي ساوجي
 
چې تل به دې غوښتل د ها ښکلا دیدن اوس وکړه
مېړه شه او ځان ټينګ ددې دیدن کړه
***
به دعا اثر چه جويم ، که چنان به دور حسنت
شده عام بت پرستي ، که دعا اثر ندارد
محمد ميرک صالحي مشهدي
 
څه اغېز له دوعا غواړو، چې چاپېر ستا له ښکلا نه
بت پالنه داسې عام ده، چې دوعا اغېز نه کاندې
 
***
در آفتاب٬ چشم ندارم که بنگرم
از رشک آنکه ، روز چرا در هواي توست ؟
شهيدي قمي
 
سترګې نه لرم چې وګورمه لمر ته
له دې رخې، ولې ستا هوا کې ورځ ده
***
آرزو دارم که از عالم ٬ برافتد رسم خواب
تا نبيند هيچ کس در خواب ، ديدار تو را
محمد ميرک صالحي مشهدي
 
دا مې هيله ده چې ورکه له نړۍ دستور د خوب شي
څو په خوب کې څوک و نه کړي بیا دیدن ستا
***
طرح غوغا افکنم ٬ جايي که آيي در سخن
تا نيابند اهل مجلس ٬ ذوق گفتار تو را
محمد ميرک صالحي مشهدي
 
شور به ګډ کړم چېرې ته په وینا راشې
څو ستا له وینا خوند مجلس وانخلي
***
در هر نماز٬ دست به زانو چرا زند ؟
زاهد ، اگر ز کرده٬ پشيمان نگشته است
غني کشميري
 
په هر لمونځ کې ولې لاس پر ګونډو ږدي؟
چې زاهد له خپلو کړو پښېمان نه دی
 
 
چرک دنيا ، همه در جَيب تو جمع است زاهد
از کجا يافتي اين کيسه دلاکي را ؟
سليم تهرانی
 
ددنیا خيره ټول ستا جیب کې پرته ده
دلاکۍ کڅوړه اخیستې دې له کوم ځای ده؟
***
مخوان ز ديرم به کعبه زاهد ، که برده از کف دلِ من آن جا
به ناله مُطرب ، به عشوه ساقي ، به خنده ساغر ، به گريه مينا
مشتاق اصفهانی
 
زاهد څه له مې را بولې ما له دیره ته کعبې ته، ما خو همالته زړه بایللی
آوازونو د مطرب، مکیزونو د ساقي، خنداګانو د ساغر، ژړاګانو د مینا ته
***
مخور صائب٬ فريبِ زهد٬ از عمامه ي زاهد
که در گنبد٬ ز بي مغزي٬ صدا بسيار مي پيچد
صائب تبریزی
 
په جامو د زاهدانو مه تیر وځه ته صائبه
تاو راتاوشي غږ ګنبد کې ځکه هلته ماغزه نشته
 
 
زاهد٬ از حور بهشتي٬ به جز اين نشناسد
که شود ٬ دستْزدِ شوق ٬ و بکارت نرود
غالب دهلوی
 
د جنت له حورو دومره زاهد پوه دی
بکارت نه ځي هر څو که زړه ګی سوړ کړې
***
به زاهد نگفتم ، ز درد محبت
که نشنيده بود ، آنچه من ديده بودم
بيدل دهلوي
 
ما د مینې درد و نه ویل زاهد ته
څه چې ما ول لیدلي ، آورېدلي هغه نه ول
***
گرچه هستيم٬ گنه کار تو٬ اي ربِّ رحيم
نااميدي ز درت نيز٬ گناهي است عظيم
واصل
 
ګناهکار یو ستا ای ربه مهربانه
نهیلی هم ستا له وره ستر ګناه ده
 
 
انديشه از گناه مکن٬ زان که در جهان
نوميد٬ کس ز رحمتِ پروردگار نيست
واصل
 
د ګناه پروا مه کړه، چې نړۍ کې
څوک نهیلې د الله له رحمت نه دی
***
گر گنه می کنی٬ اندر شب آدینه بکن
تا که از صدر نشینانِ جهنم باشی
 
که ګناه کوې په شپه د جمعې وکړه
څو خاوند د لوړ دریځ شې په دوزخ کې
واصل
 


کفر دی زموږ په طریقې کې د کينې په زړه ساتل
دستور او دود مو دادی د هیندارې زړه لرل
***
ز یاران کینه هرگز در دل یاران نمی ماند
به روی آب جای قطره باران نمی ماند

بیدل


د یارانو په زړه پاتې د یارانو کینه نه شي
لکه نښه د باران پاتې پر مخ د اوبو نه شي

***
صورت نبست در دل ما کینه کسی
آیینه هر چه دید فراموش می کند
سلیم تهرانی

ځای نشته زما پر زړه د چا د بغض او د کينې
هېنداره هېروي هر څه چې وینې په شېبې


هان ببين اي ديده آن حسني که مي کردي طلب
مرد مي بايد که حالا تاب ديدار آورد
صرفي ساوجي

چې تل به دې غوښتل د ها ښکلا دیدن اوس وکړه
مېړه شه او ځان ټينګ ددې دیدن کړه
***
به دعا اثر چه جويم ، که چنان به دور حسنت
شده عام بت پرستي ، که دعا اثر ندارد
محمد ميرک صالحي مشهدي

څه اغېز له دوعا غواړو، چې چاپېر ستا له ښکلا نه
بت پالنه داسې عام ده، چې دوعا اغېز نه کاندې

***
در آفتاب٬  چشم ندارم که بنگرم
از رشک آنکه ، روز چرا در هواي توست ؟
شهيدي قمي

سترګې نه لرم چې وګورمه لمر ته
په دې رخه، ستا هوا کې ولې  ورځ ده
***
آرزو دارم که از عالم ٬ برافتد رسم خواب
تا نبيند هيچ کس در خواب ، ديدار تو  را
محمد ميرک صالحي مشهدي

دا مې هيله ده چې ورکه له نړۍ دستور د خوب شي
څو هيڅوک په خوب کې و نه کړي دیدن ستا
***


طرح غوغا افکنم ٬ جايي که آيي در سخن
تا نيابند اهل مجلس ٬ ذوق گفتار تو را
محمد ميرک صالحي مشهدي

شور به ګډ کړم چېرې ته په وینا راشې
څو  ستا له وینا خوند مجلس وانخلي
***
در هر نماز٬ دست به زانو  چرا زند ؟
زاهد ، اگر ز کرده٬  پشيمان نگشته است
غني کشميري

په هر لمونځ کې ولې لاس پر ګونډو کيږدي؟
زاهد، چې له خپل کړو پښېمان نه دی


چرک دنيا ، همه در جَيب تو جمع است زاهد
از کجا يافتي اين کيسه دلاکي را ؟
سليم تهرانی

ددنیا خيره ټول ستا جیب کې پرته ده
دلاکۍ کڅوړه اخیستې له کوم ځای تا؟
***
مخوان ز ديرم به کعبه زاهد ، که برده از کف  دلِ من آن جا
به ناله مُطرب ، به عشوه ساقي ، به خنده ساغر ، به گريه  مينا
مشتاق اصفهانی

زاهد څه له مې را بولې ما له دیر ته کعبې ته،  ما خو هلته زړه بایللی
آوازونو د مطرب، مکیزونو د ساقي، خنداګانو د ساغر، ژړاګانو د مینا ته
***
مخور صائب٬ فريبِ زهد٬ از عمامه ي  زاهد
که در گنبد٬ ز بي مغزي٬ صدا بسيار مي پيچد
صائب تبریزی

په جامو د زاهدانو تېر مه وځه ته صائبه
تاو راتاوشي غږ ګنبد کې ځکه هلته ماغزه نشته


زاهد٬ از حور بهشتي٬ به جز اين نشناسد
که شود ٬ دستْزدِ  شوق ٬ و بکارت نرود
غالب دهلوی

د جنت له حورو دومره زاهد پوه دی
بکارت نه ځي هر څو که زړه ګی سوړ کړې
***
به زاهد نگفتم ، ز درد محبت
که نشنيده بود ، آنچه من ديده بودم
بيدل دهلوي

ما د مینې درد و نه ویل زاهد ته
څه چېو ما ل لیدلي ، آورېدلي هغه نه ول
***
گرچه هستيم٬ گنه کار تو٬  اي ربِّ رحيم
نااميدي ز درت نيز٬ گناهي است عظيم
واصل

ګناهکار یو ستا ای ربه مهربانه
نهیلی هم ستا له وره ستر ګناه ده


انديشه از گناه مکن٬ زان که در جهان
نوميد٬ کس ز رحمتِ پروردگار نيست
واصل

د ګناه  پروا مه کړه، چې نړۍ کې
څوک نهیلې د الله له رحمت نه دی
***
 گر گنه می کنی٬ اندر شب آدینه بکن
تا که از صدر نشینانِ جهنم باشی

که ګناه کوې په شپه د جمعې وکړه
دوزقیانو کې پیدا څو لوړ دريځ کړې

واصل

 

 

 له خدای سره خبرې

د رابیندرنات تاګور لیکنه
 
 I dreamed I had an interview with God.
 
ما خوب ولېده له خدای سره خبرې کوم

 

 
“So you would like to interview me?” God asked.
 
خدای ویل: نو ته غواړې له ما سره خبرې وکړې؟
 

 

“If you have the time” I said

 

ما وویل: که وخت لرئ؟
 
God smiled. “My time is eternity.”
“What questions do you have in mind for me?”
 
خدای موسکی شو. «زما وخت پای نه لري.»
«ستا په سرکې کومه پوښتنه ګرځي چې له ما يې پوښتل غواړې؟»
 
“What surprises you most about humankind?”
 
ما ویل: د انسان کوم څه ستاسې د حیرانتیا سبب کېږي؟  
 
God answered...
“That they get bored with childhood,
they rush to grow up, and then
long to be children again.”
 

 

خدای وویل.: دوی په ماشومتوب کې له ماشتوب ستړي شي او
بیړه کوي ژر لوی شي او چې لوی شي د ماشومتوب ارمان کوي
   
“That they lose their health to make money...
and then lose their money to restore their health.”
 

 

دا چې دوی خپله روغتیا د پيسو د ګټلو په خاطر له لاسه ورکوي
او وروسته بیا خپلې پیسې د ځان په درملنه لګوي

 

 
“That by thinking anxiously about the future,
they forget the present,
such that they live in neither
the present nor the future.”
 

 

دا چې د راتلونکي په هکله پریشانه وي
خو د اوس د اوس په هکله فکر نه کوي
ته به وايې چې نه په راتلونکي او نه په اوس کې ژوند کوي

 

 
"That they live as if they will never die,
and die as though they had never lived.”
 
.

 

دوی داسې ژوند کوي چې ګنې هيڅکله هم نه مري
او داسې مري چې ګنې هيڅکله ژوندي نه ول
 
God’s hand took mine
and we were silent for a while.
 
خدای زما لاسونه ونیول او لږه شیبه چوپ شولو
 
And then I asked:
“As a parent, what are some of life’s lessons
you want your children to learn?”
 
بیا مې وپوښتل: د انسانانو د خالق په توګه، څه غواړئ چې هغوئ له ژونده څه زده کړي؟
 
God replied with a smile:
 
خدای په موسکا سره وویل
 
 
“To learn they cannot make anyone love them. All they can do is let themselves be loved.”
 

 

باید پوه شي چې په زوره په چا ګرانېدلی نه شي
خو په آسانۍ سره د خپلو کړو لارې ګرانېدی شي

 

“To learn that it is not good
to compare themselves to others.”

 

پوه شي چې دا سمه نه ده ځان له نورو سره پرتله کړي
 
“To learn to forgive
by practicing forgiveness.”
 
د بښلو له لارې بښل زده کړي
 
“To learn that it only takes a few seconds to open profound wounds in those they love,
and it can take many years to heal them.”
 
پوه شي چې په یوه شیبه کې د هغه کسانو په زړه کې چې پردوی ګران دي، ټپونه جوړولی شي، خو زیات کلونه به ونیسي څو دا ټپونه بېرته  و رغوي.
 
“To learn that a rich person
is not one who has the most,
but is one who needs the least.”
 
باید پوه شي چې هغه څوک شتمن نه دی چې زیات شته لري، بلکې هغه څوک چې لږ څه ته اړتیا لري شتمن دی
 
“To learn that there are people
who love them dearly,
but simply have not yet learned
how to express or show their feelings.”

 

باید پوه شي چې داسې کسان شته چې دوی پرې ګران دي
خو نه پوهېږي څنګه خپل عواطف څرګند کړي
 
“To learn that two people can
look at the same thing
and see it differently.”
 

 

باید پوه شي چې دوه کسه یو ټکي ته کتلی شي خو دوی به یو شان نه ویني
 
“To learn that it is not enough that they
forgive one another, but they must also forgive themselves.”
 
باید پوه شي چې تل دا بس نه دی چې نور دوی وبښي
بلکې دوی په خپله هم باید ځان وبښي
 
"Thank you for your time," I said humbly.
 
په درنښت مې وویل : ددې خبرو په خاطر چې له ما سره مو وکړې، مننه کوم
 
"Is there anything else you would like your children to know?"
 
آ
آیا داسې نور څه هم شته چې ستا اولادونه باید پرې پوه شي؟
 
God smiled and said:
✨“Just know that I am here... always.”✨
 
خدای موسکی شو او ويې ویل: « بس دومره پوه شي زه دلته یم ، د تل دپاره»

 

کوچنۍ هيله


د خپل مور سره د زړه نه
 غواړم څو خبرې وکړم
غواړم  وخت ته بدلون ورکړم
غواړم تېر وختونه هېر کړم
په انډول د یوې ساه او په انډول د یوې شېبې
بس ددغه بهیر مخ ته جوړه کرښه د تدبیرکړم
لاړ شم هلته چېرې زړه ځي
خپل تقدیر هلته بدل کړم
چې د ژوند هلته سکون دی
تېر الماس هلته خوندي کړم
د رازونو تود  ګلبڼ مې
لا مشکین په ښه عطرو کړم
غواړم تېر له سمندر شم
او لامبو د نهنګ وکړم
شم بریښنا د آسمان زړه کې
څيرې ټولې تور تیارې کړم
هره خوا پړک د رڼا شم
ټول تیارې د اند رڼا کړم
د تور اند پر تور دېوانو
سخت ګوزار د سپین بريښنا کړم
وآلوزم لوړ آسمانو ته
 خوا کې تېر ځان له شهاب کړم
څه چې ما په سفر و ليد
ترې نه جوړ اند د سبا کړم
غواړم لاړ شم هغه ځای ته چې څوک هلته ته تللي نه دي
د انسان د روح د پاره هلته کر د ګلو وکړم
څوانسان د خپل جوهر او خپلې تومنې بهرمند شي
تیارې پاکې شي له روح نه سړیتوب په ځلېدا کړم
غواړم څيرې غړوندی  کړم د سپوږمۍ له سپينې غاړې
هر ناشونې کار دپاره چار د شونې برابر کړم
د بدمرغۍ دنیاګۍ د ژغورون او نجات دپاره
ښه فکرونه د انسان د نېکمرغۍ دپاره وکړم
خو ددې هر څه نه مخکې یو آرزو لرمه زړه کې
څو خبرې و خپل مور ته د زړه تله ځنې وکړم
غواړم و نیسم توپان له سرکښ څڼو کوسڅو نه
د توپان مستو څپو کې  په جاله یو  سفر وکړم
نه له زرو نه له  سپینو ماڼې غواړم
جوړ ماڼۍ د تخیل له توکو وکړم
لږه دمه ددې ډېرو سفرو له عطره غواړم
څو د فکر په ژوره اند د نن او سبا وکړم
هغه چا چې به تل ماته د ژوندون لاره ښودله
د شعور په کږلیچو کې به لټون ددې غږ وکړم
تخیل اوخیال آزاد دی په کې عیب او ګناه نشته
که رنګینه تصویرونه د خیالو له دنیا جوړکړم
غواړم و موم رنګونه د خپل زړه ټول انځورو ته
څو انځور د خپل خیالو انڅور په رنګ د خیال وکړم
چې زما د هڅولو تصویرونه ستا څرګند شي
چې هم ستاسې له ملاتړه لږ په ځان هم باور وکړم
غواړم وژغورمه ځمکه له ټول بدو او نادودو
د سپوږمۍ له سپینې غاړې مات د غم توره کړاوه کړم
خو له دې هر څه دمخه
غواړم مور ته سلام وکړم
غواړم هېرکړمه وختونه
د وخت څرخ باندې ولکه کړم
د یوې ساه په اندازه ،د لنډ شېبې په پېمانه
د همدغه بهیر مخ ته یوه کرښه یو خط وکړم
لاړ شم هلته چې مې زړه  وړي
چې لږ څړک هم د ځان وکړم
ها چې ډېر زما یادېږي
هلته جوړه زمانه کړم
او خپل تېر الماس خوندي کړم
د ژوند  زېرې پر تا وکړم
زما د راز تاوده ګلبڼ کې
هرقدم په مینه وکړم
ګډ له تا سره خپل خیال کړم
د خبل خیال تسلا وکړم
چې پیدا په هيڅ ځای نه شي
داسې علم او هنر وکړم
تل باور مې پرځان پوخ شي
هر ناشونی ژر د شون کړم
د سپوږمۍ له سپينې غاړې
غواړم خلاص یې غړوندی کړم

 

چې په وس د هیڅ چا نه وي
غواړم داسې چارې وکړم

 

غواړم وژغورمه ځمکه
له هر بدو يې تمیز کړم
خو دې هر څه نه دمخه
غواړم څو خبرې وکړم
د خپل مور سره له زړه نه
 د زړه دوه خبرې وکړم

 

 

د فرخي یزدي د یو شعر ژباړه

 

د عبدالملک پرهیز ژباړه
شب چو در بستم و مست از مي ‌نابش كردم
ماه اگر حلقه به در كوفت جوابش كردم

چې مې ور د خونې و تړه  مست مې په شراب کړ
که هر څو به ور واهه سپوږمۍ  له وره مې ځواب کړ
 
دیدی آن ترك ختا دشمن جان بود مرا ؟
گر چه عمری به خطا دوست خطابش كردم
 لېده دې ها ختا ترک چې دښمن زما د ځان وه
 چې د دوست مې په ټول عمر له خطا ورته خطاب کړ
 
منزل مردم بیگانه چو شد خانه ی چشم
آنقدر گریه نمودم كه خرابش كردم
چې جونګړه د پردو شوه کور د سترګو
په باران د تړمو اوښکو مې خراب کړ

شرح داغ دل پروانه چو گفتم با شمع
آتشی در دلش افكندم و آبش كردم
چې کېسه مې د پتنګ د زړه داغو، ډېوې ته وکړه
 بل په زړه مې ورته اور کړ، په لمبو د اور مې آب کړ

غرق خون بود و نمی مرد ز حسرت فرهاد
خواندم افسانه ی شیرین و به خوابش كردم
 وینو کې ډوب ؤ له حسرته، مړ کېده نه فرهاد
چې کېسه مې د شیرین وکړه وېده مې په خواب کړ
 
دل كه خونابه ی غم بود و جگر گوشه ی درد
بر سر آتش جور تو كبابش كردم
زړه چې څڅاند له وینو ؤ او یار د غم
ستا د جفا په اور مې وریت او کباب کړ
 
زندگی كردن من مردن تدریجی بود
آنچه جان كند تنم عمر حسابش كردم
پر له پسې مړینه وه ژوندون زما تل
کړاو د ځان مې تل په ژوند عمر حساب کړ

یادونه:
ختا  له ختن څخه اخیستل شوی، د ښه بوی مانا ورکوي

 

بدلون

دا ځنې ځنې دلته ځان بدلوي
کله کوڅه کله جانان بدلوي
دوی کوم هدف او کوم ارمان نه لري
په تش خبرو دوی دوستان بدلوي
دوی د بدلون په ماهیت پوه نه دي
په وچو دګمو دوی انسان بدلوي
دوی سره اند فکر او ارمان نشته دی
چې امتیاز وي ژر میدان بدلوي
دوی په ښایسته خبرو ښه بدلد دي
هر یو فرعون ته سر او ځان ټيټوي
دوی هر قدرت ته اقتدا ژر کوي
نوی رهبر او بل امام لټوي
په هر یو تېر دوي پښېمانه ښکاري
تېر کې ګناه د ځان او قوم لټوي
دوی ته پرتېرو خط ایستل بدلون دی
دوی ښه او بد ټول په یو شان ارزوي
دوی ته د نورو بتان تورښکارېږي
له خپل بتانو اتلان جوړوي
د بت پالنه ده فکري کمزورتیا
خو دغه خلک ولې بتان لټوي
کله خو دوی حکم او فرمان ورکوي
 له چا اتل او څوک په دار اړوي
دوی غواړي ټول ددوی په شانې اوسي
بل شان فکرو کې دوی تاوان لټوي
کله چې واړوي او پرده بدل شي
ځانته کمیس له بل دکان جوړوي
په هر قالب کې څرګندېږي چټک
بوقلمون ژر له  خپل ځان جوړوي
بدلون له زوړ نه نوي حال ته تګ دی
نوی حالت ، ښه له پخوا راولي
بدلون او وده دی قانون د زمان
هم طبیعت او هم انسان بدلوي
بدلون تغییر او تکامل ته وايي
په هر زاړه کې نوی ځوان جوړوي
هر نوی ځوان شي او زړېږي اخر
څرخ د زمان داسې دوران جوړوي
هر آوښتون ته وخت زمان په کار دی
نه د پتلون بدلون انسان بدلوي
بدلون د هر څه ماهیت بدلوي
په لوړه سطحه کیفیت جوړوي

 

رو ورېږئ زما اوښکو


 رو ورېږئ زما اوښکو، دلته غم  سودا ده زیاته
رو سوزېږه ای ډېوې، دلته شپه او تیاره  ده زیاته
لا هم دلته بد مستي کړي د تورو  شپو تور شرمخان
 جهالت تیارې خورې دي  د افغان خونه ميراته
دلته عقل په سترګو ړوند شو  ځکه ورځې دي تیاره
مرور  لمر او سپوږمۍ دي له موږ تللي کومې خواته   
د زړه درد چاته بیان کړم دلته ټول په زړه غمجن دي
مایوسي ده لور په لورې خوښۍ والوتې هوا ته
ارادې دي ورانې شوي ډېر نيتونه دي بد شوي
په هر لورې چل او چم دی غړوندی پروت دی رښتیا ته
روح او تن زموږ رنځور کړ تورو شپو او تور وختونو
روح ځپلی تن ځپلی ناست دي ټول غم او سودا ته
نن مالومه شوله ماته ، دلته څوک د چا یار نه دی
د هر چا خپل خپل مقصد دی د چا تمه زیاته  زیاته
هيڅ عالم او دانا نه دی چې ګړېږي تل بې باکه
په سټېجونو او منبر بادوي غټ دروغ هوا ته
هر سپینن کاڼې تل د سیند کې نه ګوهر او نه الماس دی
له قاتل يې اتل جوړ کړ هر یو غل رهبر سباته
دا ناولي نه پاکېږي کوم چې جوړ وي له بد توکو
د فتنواو د شر کار کې ، شیطان پاتې له دوي شاته
څوک چې لوی شي په محیط کې د بد جنسو شیطانانو
 سوچ او خيال يې شیطاني وي بې پروا پت او حیا ته
خوښ پې نه شې که دښمن په مينه لاس اوږد کړي تاته
دې کې هم چم او فتنه ده چې دښمن خاندي و تاته
هغه کور کې چې جګړه وي هر یو ورور د بل دښمن وي
ددې کور واک به د بل وي کوربه  ناست به وي ژړا ته

 

سم فکر


د ځان د نېکمرغۍ او دهوسا په فکر اوسه
د خپلو ټولو کړنو او رفتار په فکر اوسه

 

په لږو قناعت کړه له بې ځایه حسرت تېر شه
ډېر مال به چېرته یوسې  د وجدان په فکر اوسه

 

ملګری هغه خوښ کړه چې خوښ ستا پر ملګرتوب وي
له ډېر غلط  ملګرو  د ښه  یار په فکر اوسه
که هسک ته ختل غواړې نو وزرې خپل پیدا کړه
د هيلو غوړېدو ته  د لوړ اند په فکر اوسه

 

هغه آلوتل نه دي چې وزرې دې د بل وي
منت د نورو پرېږده تل روښان  په فکر اوسه

 

دا ژوند که هر څو اوږد وي خو بیا هم پای ته رسېږي
وخت ځي په تېرېدو دی د ښه کار  په فکر اوسه

 

هغوی چې په وژلو کې تګړه او بې نظیر دي
سبا ته د تاریخ د سخت ګوزار په فکر اوسه

 

د مخ پر هره څنډه يې خالونه د سرو وینو
ښه پاتې ترېنه نه دي د بدنام په فکر اوسه

 

هر څوک چې هر څه وايي دا د څو ورځو کېسې دي
انسان له ځانه جوړ کړه د انسان په فکر اوسه

نه شو


څوک په لاره مې ملګری او یارنه شو
په کږلېچ او په پېچومو په کار نه شو

 

چې مې کر کړ د ګلانو ګلان نه شو
چې په تمه د سپرلي وم سپرلی نه شو  

 

چې مې زړونه په هر ډډ د ونو کښلې
څومره زړونه مې را وکښل یادګار نه شو
 

 

بې له تا چې شپې او ورځې او کال تېر شو
ټول شېبې چې بې له تا وې ژوندون نه شو
 
چې تل لارو کې به ستا مخ ته ولاړ وم
چې زه تل به ستا په خوا وم په خوا نه شو

 


چې غوښتل دې زما د زړه قرار تسل شې
چې تسل دې بېقرار کړم تسل نه شو

 

دا امکان نشته

دا امکان نشته  محفل ته د خوبانو ما بینوا راولي
 خاورې د لارې یم که باد مې ستا درشل ته هر سبا راولي
یار یاري ونه کړه ځکه تل د ژوند په لار یک تنها روان وم
دا مې ارمان دي جنازه مې څوک کوڅې ته د لیلا راولي
د یار زړه سخت دی لکه تیږه هیڅ اثر پرې نه شي
که څه دردونه مې هر تيږه په ژړا راولي
زه د خپل زړه په دې چمونو هډو پوه نه شومه
د زخمي زړه غشی هرځل کمان ته بیا راولي
زړه مې خوشال شي له خوښیو په پوټوپونو راشي
هرځل لیلا په شونډو سرو چې نوم زما راولي
زړه نذرانه به د لیلا په نیم نظر کاندې ځان
که زړه وژو ته تېره غشي لیلا بیا راولي
په تمه ناست په بې صبرۍ شيبې د ژوند شمېرمه
هیر کړی یار که ناروغ زړه  ته مې دوا راولي
زه سرګردان په سپېره ډاک د جنون او لېونتوب ګرځمه
یار ته  وایه ! زولنې لاس او پښو ته بې وفا راولي
عبدالملک پرهیز

 

 

د بېدل د یو شعر ژباړه

 

شب جوش بهاری بدل تنګ شکستم
ګل چید خیال تو و من رنګ شکستم


بیګاه مې پر تنګ زړه د سپرلي جوشونه مات کړه
خیالونو ستا ګلونه ټولول ما رنګونه پسې مات کړه


مژګان بهم آوردم و رفتم بخیالت
پرهیز تماشا به چه نیرنګ شکستم


باڼه مې کړله پټ خيالونو کې ستا ډوب شوم
په کوم چل او بانه مې د ليدو روژه  مات کړه


خلوتکدهء غتچه ، طربګاه بهار است
در یاد تو خود را بدل تنګ شکستم


د غنچې زړه د سپرلې د بنډار کور دی
ستا یاد کې مې خپل ځان په  زړه تنګ مات کړ


آخر بدر یآس زدم حلقهء پیری
فریاد که نی چنګ شدو چنګ شکستم


 کړۍ  مې د زړښت اخر پر ور د مایوسې وټکاوه
افسوس شېلۍ رباب شوه  رباب مې مات کړ


خون ګشتن دل باعث واماندګیم بود
تا آبله یی در قدم لنګ شکستم


د زړه ټپي کېده مې وسیله د مایوسي وه
تڼاکه مې د ګوډ قدم و مخې ته مات کړ


شبګیر سرشک این همه کوشش نپسندد
در لغزش پا منزل و فرسنګ شکستم


دا هڅې خوښې نه دي د اوښکو د باران شپې
د پښو په خويدو مې هم هدف او واټن مات کړ


در بزم هوس مستی اوهام جنون داشت
صد میکده مینا بسر سنګ شکستم


د اوهام مستي جنون درلود محفل کې د هوس
په یو ډبر د سل میخانو مینا مې مات کړ


از شش جهتم ګرد سحر آیینه دار است
چون شمع چه ګویم چقدر رنګ شکستم

 

 

ګردونه د سهار مې له شپږ اړخ هيندار په لاس دي
د شمعې په شان څه وایم چې څو رنګه مې مات کړ


خون در جګر از شیشهء خالی نتوان کرد
بیدرد دلی داشتم از ننګ شکستم


له تشې پیالې څنګه به ځګر له وینو ډک شي
بې درد زړه مې درلود له ننګه مې مات کړ


( بیدل ) نکشیدم الم هرزه نګاهی
آیینهء راحتکدهء رنګ شکستم


(بیدل) زغملی نه دی د ناوړه کتو رنځ
د رنګ د هوساتون هیندار مې مات کړ


ابوالمعانی میرزا عبدالقادر بیدل

 

 

د مینې وسله


له زړه  خبره وځي ترې نه جوړ ښکلی غزل شي
موسکا د یار په شونډو شي خوره د زړه تسل شي
 
که وګوري نړۍ ته څوک د عشق په ښکلیو سترګو
رنګونه رنګارنګ د درست نړۍ لکه د ګل شي

 

سیالي که د ښکلاو د ستاینې په هنر شي
جاري دې په نړۍ همیش دپاره دا جدل شي

 

راځه د وخت غوږونو کې د مینې راز بیان کړه
د مینې په وسله به دا پرتې کشالې حل شي

 

د هر چا د هر بد په وړاندې یو ښېګڼه وکړه
چې هرې کړنې وړاندې برابر عکس  العمل شي

 

راځه پر خپل غزل زما سړه غېږه توده کړه
د هر ګناه له خونده به بیا جوړ نوی متل شي

د زړه درد


یو څپه ده مې له زړه نه را وتلې
یا وږمه له شین چمن نه را ختلې

 

یا په زړه مې شور اوځوږ دی پارېدلی
یا سېلاب د غرو له څوکو بهېدلی

 

نن د غشو سور باران ته نیغ ولاړ یم
ټګ غلیم له سرو وسلو سره راغلی

 

یم  ټپي د ځان په وینو کې لمبېږم
دښمن نېغ د کور له وره رسېدلی

 

ولې امن او ټينګښت به وي زموږ کور کې
چې دا اور زموږ په لاس کور ته راغلی

 

خلکو پاڅېږئ  بېدار له درانه خوب شئ
چې دې ښار ته خونړی  لېوه  راغلی

 

ولې دلته په پېړۍ وېده دا خلک دي
د رڼا دښمن په نوي چل  راغلې

 

د یادو له بې نښانه ټاپو ګانو
دلته درد او غم رسا وړیا راغلی

 

چې پېغام ته مې غوږ نه نیسې اولسه
ځکه کور ته د وحشت بلا راغلی

 

د دنیا دا خوشحالۍ به مې خوښ نه کړي
چې وطن ته بیا ویر غم ژړا  راغلی

 

د وطن په تورو شپو کې لټوم دې
ولی ژوند مو له خوښۍ په تنګ راغلی

 

د خوښۍ او نېکمرغۍ سپرلی به راشي
نن مې خوب ته افغان ويښ بېدار راغلی

د سروانتس د یو شعر ژباړه

 

 زه ماڼو یمه د مینې چې را وتی په سفر یم
د ژور دریاب په غېږ کې خپل بېړۍ چلوم
هیله نه لرم نړۍ کې کوم بندر ته به رسېږم
یا هيڅکله په کوم ځای کې لنګر به اچوم
د سروانتس د یو شعر ژباړه

نفرتونه


دا چې سوزو هره ورځ پرموږه غم دی
د وطن لوی او کوچنی مو په ماتم دی

 

ددې ټول علت زموږ مغزو کې پروت دی
علت ټوله  ناپوهۍ او جهالت  دی

 

زموږ  تور فکرونو جوړ دغه حالت دی
په تعصب او په کينو کې مو ذلت دی

 

تر څو  ډک زموږه روح له نفرتو وی
تسلط پرموږ د تورو قدرتو وی

 

د انسان مینه به ورک زموږ له زړو وي
د رحمت مینې ځای تش به مو په زړو وي

 

چې خواړه زموږ د فکر له شرارت وي
کله زړه کې زموږه مینه حرارت وي

 

هره خوا د نفرتو  ډنډورچیان ګرځي
په کوڅه او په بازار پلیدان ګرځي

 

ځکه سترګو نه  د غم سیلاب بهېږي
او په وینو هر مظلوم انسان لمبېږي

 

ځکه جوړ مو په وطن دا لوی توفان دی
چې کمزوری هر انسان قوي شیطان دی

 

له هر خوا د تند لارۍ لېوان غپېږي
په اورونو انسانان زموږ سوځېږي

 

ملا توره ده اخیستې لو د سر کړي
کمايې ځانته کلدار او شنه ډالر کړي

 

لکه چرګې له انسان سرونه پرې کړي
دهشتونه کلي ښار باندې خورې کړي

 

په نارو د ستر الله مسلمان وژني
دوی په خلکو کې اسلام او ایمان وژني

 

لوی قصرونه ځانته جوړ اوچت اوچت کړي
له خوارانو غلا کړکۍ او د کور چت کړي

 

څوک د قوم، څوک بیا د ژبې په تور وژني
څوک په بم او انتحار په میدان وژني

 

ویښ شئ خلکو دغه وروڼه د شیطان دي
دوی د ټول اولس ريښتني دښمنان دي

 

 

ښکلا نشته

خمونه واړه  تش شوه خو شراب کې تاثیر نشته
دردونه دومره ډېر شوه نور خمارکې تاثیر  نشته
 
زه انسان یم جوړ له کاڼو تیږو نه یم
څه به وایم چې له غم زما ډار نشته

 

پرون ملګري موږ په لار د ستر کاروان وو
نن ولې په تیارو کې هيڅ ډيوه د لار نشته

 

راشه ماته په ګردو دا خړ هنداره د ژوندون کړو
دې کې نور هغه صفا هغه ښکلا او انځور نشته

دعمر خیام د څو رباعی ګانو ژباړه

دعبدالملک پرهیز ژباړه

 

اين قافله عمر عجـب ميگذرد

درياب دمي کـه با طرب ميگذرد

ساقي غم فرداي حريفان چه خوري

پيش آر پياله را که شب ميگذرد

 

کاروان د ژوند ځي تند او نه دريريږي

خوند واخله له شیبې چې نه تمېږي

د سبا د حریفانو غم سودا څه کوې

پیاله را وړه چې شپه ځي نه ودرېږي

 

***

 

آن قصر که جمشيد در او جام گرفـت

آهو بـچـه کرد و شير آرام گرفـت

بـهرام کـه گور مي‌گرفتي همه عمر

ديدي کـه چگونه گور بهرام گرفـت

 

 

ماڼې هغه چې پکې جمشید جام واخیست

غرسه بچی و کړ او زمري آرام واخیست

بهرامه چې درست عمر دې ګور اخیست

و دې لید چې څنگه ګور بهرام واخیست

 

***

 

افـسوس که نامه جواني طي شد

و آن تازه بـهار زندگاني دي شد

آن مرغ طرب که نام او بود شـباب

افـسوس ندانم که کي آمد کي شد

 

افسوس چې لیک د ځوانۍ تېر شو

د ژوند تاند پسرلی لاړه ګنډېر شو

د مستۍ مرغه چې نوم يې ؤ شباب

پوه نه شومه افسوس کله راغی کله تېرشو

د مولانا د یو ښکلي او له مانا ډک شعر ژباړه او لنډ تفسیر

یادونه:

 

درنو دوستانو دغه ښکلی ژباړه او لنډ تفسیر شوی، دا چې د مولانا شعرونه ژور او پراخه مفهومونه له ځانه سره لري نو هر څوک له هغې نه د خپلې پوهې او نړۍ لید پر بنسټ مانا او مفهوم تر لاسه کوي چې همدا د مولانا شعر د پراخ مفهومۍ مانا ورکوي. هیله مند یم دغه شعري ژباړه دګرانو دوستانو خوښه شي. همدارنګه هیله مند یم خپل نظریات او ارزونه له ما سره شریکه کړۍ. ستاسې د تبصرو او نظریاتو په هيله.

 

 

دلا نزد کسی بنشین که او از دل خبر دارد

 

به زیر آن درختی رو که او گل‌های تر دارد

 

زړګیه ناسته د ها چا کړه چې هغه له زړه خبر لري

 

تر هغه ونې لاندې ځه چې ها ګلان تازه لري

 

ددې مصرعې مقصد د زړه ستره او پاک ساتل دي او دا چې مین د خپل زړه غوټه هر چا ته نه پرانیزي. د انسان شخصیت او سړیتوب د هغه کسانو څخه هم د پېژاندلو وړ دی چې دوی ورسره ناسته ولاړه کوي.

 

دویم بیت هم دا مفهوم بیانوي چې که د دمې دپاره د ونې سیوري ته ځې دداسې ونې لاندې لاړه شه چې تازه او ښکلي ګلان لري څو زیات خوند ترې واخلې. کله چې د پوهې او علم لرونکي سره ناست ولرو د هغه د پوهې څخه برخه مند کېږو لکه د ګلانو له ښکلا او عطرو څخه چې خوند او ګټه اخلو.

 

در این بازار عطاران مرو هر سو چو بی‌کاران

 

                                   به دکان کسی بنشین که در دکان شکر دارد

 

د عطارانو دې بازار کې لکه وزګار په هر لور مه ځه

 

د هغه چا هټۍ کې کېنه چې په هټې کې خپل خواږه لري

 

وزرګاره خلک بې له دې چې کوم هدف او کار و لري د عطارانو په بازار کې سرګردانه دیخوا ها خوا ګرځي نو ځکه کله چې هدف نه لرې بې ځایه مه ګرځه بې هدفه ګرځېدل د وزګارو خلکو کار دی.

 

دویمه مصرع هم د لومړي مصرعې دوام دی چې وايي په هغه هټۍ کې کينه چې خواږه لري ، له خوږو مقصد ګټه او فایده ده او خلک او ټولنه له باراز سره پرتله شوي.

 

 

 

ترازو گر نداری پس تو را زو ره‌ زند هر کس

 

                                   یکی قلبی بیاراید تو پنداری که زر دارد

 

که تله نه لرې تېر باسي دې هر څوک پر دغې لارې

 

که څوک چم کړي ستا باور شي ګنې دا سره زر لري

 

 

 

دلته شاعر وايي څوک چې د اند او تحلیل او تجزيي ځواک نه لري او هوښیاره نه دي په ژوند کې زیان کوي او دا يې دداسې چا سره پرتله کړی چې کله هغه بازار ته د سودا اخیستلو دپاره ځي او تله له ځانه سره نه لري نو هټیوال د لږ وزن شیان پرې تېروي او دی هم نه شي کولې د شیانو ریښتنی وزن او اندازه و پېژني نو په دې ډول ټول يې تېر باسي.

 

دویمه مصرعه کې د چا یا کوم شي په ظاهري بڼه له تېر وتنې څخه مقصد دی یانې که د یو تقلبی شئي ظاهري بڼه ښکلې کړی شي نو ځنې کسان پرې تیر وځي. ډېر کله بازار کې هوښیاره او چالاکه کسان تقلبي څيزونه د اصلي څيزونو په بیه تېروي. په ټولنه کې هم د تبلیغ او پروپاګند له لارې کله ناپوهه کسان د پوهانو په جامه کې ځانونه څرګندوي.

 

 

 

تو را بر در نشاند او به طرّاری که می‌آید

 

                                   تو منشین منتظر بر در که آن خانه دو در دارد

 

تا به په ور کې تمه کړي وايي ژر بېرته راځم

 

په تمه ور کې مه کینه چې دا کور دوه وره لري

 

داسې پېښې زیاتې شوي چې ځنې کسان د نورو له باور او ريښتینولۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او دوې تېر باسي لکه داسې چې یو څوک په ټګۍ برګۍ د کور په ور کې ور دروې او ورته ووايې چې ژر بېرته راځم همدلته په تمه اوسه خو بیا د کور ددویم ور له لارې ولاړ شې او نو هيڅکله را نه شې. نو په دویمه مصرعه کې سپارښتنه کوي چې د ټګانو په خبره باور مه کوه او په ور کې په تمه مه کینه ، یانې د ټګانو په ژمنو او وعدو باور مه کوه ، هغوی تاسې تېر باسي او بېرته نه ستنېږي. لکه د افغانستان د ټولټاکنو دروغجنې ژمنې چې هيڅکله به هم ترسره نه شي.

 

 

 

به هر دیگی که می‌جوشد میاور کاسه و منشین

 

                                   که هر دیگی که می‌جوشد درون چیزی دگر دارد

 

هر دیګ چې اېشي ورته مه کېنه او مه نیسه کاسه

 

چې اېشېږي هریو دیګ په منځ خپل بل څه نور لري

 

دا بیت وايي هر دیګ چې د اېشېدو په حالت کې وینې ورته کاسه مه نیسه ، ځکه نه پوهېږې چې په دیګ کې خواړه دي يا څه نور ، صبر وکه څو د دیګ محتویات درته څرګند شي. دا مفهوم زموږ په ټولنیز ژوند کې زیات د لمس وړ دی، په تېره بیا کله چې سیاسي بازار تودېږي هرې احساساتي ویانا او شعار ته چکچکې باید و نکړو او صبر وکړو څرګنده شي ددې تندو شعارونو او ویناګانو تر شا څه پراته دي.

 

نه هر کلکی شکر دارد نه هر زیری زبر دارد

 

                                   نه هر چشمی نظر دارد نه هر بحری گهر دارد

 

نه خو هر ګوته خوږه وي او نه هر کوز بر لري

 

نه هره سترګه لید او نه هر سمندر مرغلره لري

 

ددې بیت مفهوم هم لکه د تېر بیت دی ګوتې کله نا کله د قلم په مانا کارول کېږي خو دلته يې مانا په خپل ګوتې دي. دلته بیا هم شاعر خپل مخاطب شک کولو ته رابولي او وايي چې ټولې ګوتې خوږې نه وي او په هر سیند اوسمندر کې مرغلرې نه پیدا کېږي.  

 

بنال ای بلبل دستان ازیرا ناله مستان

 

                                   میان صخره و خارا اثر دارد اثر دارد

 

د مستانو په څېر غږ او نارې باسه بلبه

 

چې پر تيږو هم پر کاڼو دا اغېز کړي

 

دلته د بلبل نه مطلب مین دی او وايي چې د مستانو غږ پر تيږه او ډبره هم اغيزه کوي او لکه د کاڼي سخت زړونه هم نرموي.

بنه سر گر نمی‌گنجی که اندر چشمه سوزن

 

                                   اگر رشته نمی‌گنجد از آن باشد که سر دارد

 

که د ستن له سوري تېرېدی نه شې نو سر کېږده

 

که تار له ستنې تېر نه شي نو پوه شه تار سر لري

 

په دې بیت کې ژور مفهومونه په ښکلي قالب کې ځای کړی شوي. په ژوند کې د پرمختیا لاره ډېره ستونزمنه او له خنډونه ډکه ده ، که غواړئ په ژوند کې پرمختګ وکړئ نو باید له زیاتو خنډونو او ستونزو تېر شئ او ددې دپاره لازمه ده څو خپل سر نری کړئ یانې تواضع ولرئ د لويي او کبر نه ډډه وکړئ چې دلته يې د ستنې له تنګ سوري نه د تار تېرېدل بېلګه راوړی چې تار تر هغې له ستنې نه تېريږي تر څو يې سر صاف او نری نه شي. په مینه کې بری هم له همداسې لارې تېریدل غواړي. همداسې په ټولنیز ژوند کې د لوړ دریځ تر لاسه کول په داسې لاره تګ غواړي.

 

 

 

چراغست این دل بیدار به زیر دامنش می‌دار

 

                                   از این باد و هوا بگذر هوایش شور و شر دارد

 

دا بېداره زړه څراغ دی نو ساته يې لاندې تر لمنې

 

له دې باد او هوا تېر شه چې هوا يې شور او شر لري

 

وايي دا زړه لکه ډيوه ده اولاره روښانوي خو د لارې هوا توفاني او له غباره ډکه ده نو کېدی شي دا ډيوه مړه کړي او خپلې لارې ته دوام ورکولی و نه شي نو ځکه پر ډيوه پام ساته څو در څخه مړه يې نه کړي ، چې دلته له ډيوې مطلب عقل ، اند او پوهه ده کوم چې زموږ ژوند او لاره روښانه کوي، یانې پام کوه د نړۍ او یا جانان ښکلا او شان او شوکت دې سترګې ړندې نه کړي تل له عقل او هوښیارتیا کار اخله که نه نو له بدمرغۍ سره به مخامخ شې او لاره به درنه ورکه وي.

 

 

 

چو تو از باد بگذشتی مقیم چشمه‌ای گشتی

 

                                   حریف همدمی گشتی که آبی بر جگر دارد

 

چې تېر شولې له باده استوګن شوې په چینې کې

 

حریف د ها همدم شوې چې اوبه پر ځګر لري

 

کله چې له سختیو او کړاونو تېر شوې خپل هدف یا جانان ته رسېږې او وینې چې هغه هم لکه ستا په څېر له همدغه نرۍ لارې تېر شوی او زیاتې ستونزې يې ګاللي او دا په حقیقت کې د رښتنې او دوه اړخيزې مینې په مانا دی.

  

 

چو آبت بر جگر باشد درخت سبز را مانی

 

                                   که میوه نو دهد دایم درون دل سفر دارد

 

چې اوبه وي پر ځګر کې لکه شنې ونې ښکارېږې

 

چې نوې مېوه وکړي ها تل سفر په منځ د زړه لري

 

دلته په ځګر کې د اوبو لرل د لاس ته راوړنو د لرلو په مانا دی لکه شنه ونه چې میوه يې د نورو دپاره ګټوره ده او د هر چا خوښېږي نو د انسان ګټور کار هم لکه د مېوې د خلکو ددرناوي سبب ګرځي نو ځکه د خلکو په زړونو کې لار پیدا کوي.

وختونه


څومره ښکلي وه وختونه د شرابو ډک جامونه
چې یو دوه به مو ترې واخیست ورک به شو واړه غمونه
شپه تر سهاره خندیدل وه د خوبانو رقصیده وه
څه ښایسته ښکلې دنیا وه زموږ ښایسته وه ارمانونه
موږ ویل تل به دا مستي وي هم به دا ښکلې ځواني وي
د ساقي په لاس مینا وي، هم نخرې او مکیزونه
د غم څړیکه هلته نه وه د جنګ لیکه هلته نه وه
موږ وېل تل به دا بنډار وي زموږ نه ول بل سوچونه
موږ ویل زموږ عزم قوي دی تل بری زموږ حتمی دی
وهم زموږ په زړو کې نه ؤ بې له ډار مو کړه یونونه
یوه ورځ به غوره ژوند کړو چې زموږه وي په خوښه
موږ وی داسې ژوند به جوړ کړو هلته نه به وي غمونه
دا ځوانۍ عجب دوران دی ډېر ښایسته له هربهار دی
هوډ ځوانۍ مو پولادین ؤ ، ټول ښایسته ښکلي فکرونه
نن شپه بیا په میخانه کې د ډک جام مخ ته ولاړ یم
هر څه نوي او بل شان دي دلته نه نشته مین زړونه
جام د مې ته په ځير ګورم په کې خاندي تصویرونه
هغه تاندې څېرې نه نشته ټول خزان مړاوي ګلونه
ډېر افسوس مې زړه ته راغې څومره ژر تېره ځواني شوه
ډېر کلونه د ژوند تېر شول لا کمکي دي زموږ عقلونه
حوصلې مو وړې شوي د مستۍ ځواک ټپي شوی
خوب او خیال مو پرونی دی په کې نشته سمونونه
ستا څېره هم د سرو میو په څپو کې راښکاره شوه
زما نوم وه ستا پر ژبه له خوښۍ ورک شوه غمونه

 

وطن ته


ته مې مينه ، ته مې زړه يې
چې خیالونو څپې راشي، سلسلې د خیالوستا وي
چې سندره په خوله راشي، په سندره کې نوم ستا وی
بې له تا ژوندون ډېر ګران دی
ته مې مینه، ته مې ساه يې
په دلیل يې نه پوهېږم
دا عجیبه شانی راز دی
پخوا داسې مینه ما نه وه لیدلې
داسې ښکلې ولولې مې په یاد نه دي
پرتله زما د مينې ممکن نه ده
داسې اور د مینې زړه کې پخوا نه ؤ
داسې ګران کله هيڅ نوم مې په زړه نه ؤ
نه پوهیږم ، دغه مینه به ما کومې خواته بوځي
اوس باور مې پوره پوخ شو چې پر تا  له زړه مین یم
هو، له تا لاړم خو بې تا مې ژوندون ګران دی
چې تنهایم ستا د مینې غزل وایم
هر خبره کې یوازې هم تا ستا یم
ته مې مینه، ته مې عشق يې

پېغام


  دلته کړيکې او ناورین دی
مړ  له ولږې خوارمسکین دی
څوک په وینو کې لېشت پروت
ځکه زړه مې له غم خوړین دی

ترڅو ناست د ظلم سیل کړئ
تل په کور کلي  ماتم کړي
سترګې خلاصې له خوب وېښ شئ
څو به زغم د لوی ستم کړئ


دا ناورین پر ټول اولس  دی
هر ستم پر وړ ماشوم دی
دلته مېندې خوېندې ژاړي
هم بوډا خوار او مظلوم دی

هره ورځ دلته  ناورین دی
له دهشت هر زړګی خوړین دی
هره ورځ وینې توېېږي
 د غلو جنګ په نوم د دین دی

دلته هر راز غلیمان دي
هر جامه کې په خرام  دي
په چلوټو او دوکو کې
څو ګام وړاندې تر شیطان دي


دلته ډېر خواره دامونه
خلاص د دروغو دوکانونه
ساده ګان په کې ښکارېږی
کړي تباه خوار ولسونه

دغه جنګ د پردو جنګ دی
دغه ټول پردی نېرنګ دی
نورو خوند اومزې وکړې
ولې زموږ پر لاس تفنګ دی

توپک مات د جنګ سالار کړئ
د غاصب سر نور په دار کړئ
چې جاسوس له وطن ورک شي
لوټماران تس نس یو وار کړئ

دا وړانده خلک  بینا کړئ
په ريښتیا يې ښه دانا کړئ
جوړ سپرغکې د عرفان کړئ
د ظلمت تيارې رڼا کړئ


جهالت ورک  له وطن شي
دتور فکرو ځانکدن شي
خرافات له سټې ورک کړو
بیا علم ډېوه روښان شي


چې روښان زړونه تیاره شي
محبت مینه خوره شي
ټول یو موټې یو قوت شو
د نفاق سکاره ایرې شي

سوله تل ښکلی ارمان  دی
ژوند په سوله کې ودان دی
د جنګمارو خونه  وران کړئ
بې له جنګ سړی ، انسان دی

چې آزاد له هره بند شي
ورک انسان  د لارې خنډ شي
چې دوستي او ورورولي وي
وطن جوړ په کار او اند شي

دا اولس له کړاو  خلاص کړو
ورک د جنګ جګړو میراث کړو
چې چينې وچ د جګړې شي
راشئ ټول سره لاس ور کړو

یا بريښنا په شین آسمان شم
د مرګ تندر پر شیطان شم
 زنځيرونه له پښو مات شي
غږ د حق د هر انسان شم


 د ستم برجونه ړنګ کړو
اهریمن په وینو رنګ کړو
اور دښمن پر سټه بل شي
کوز  ګوزار  يې له ګړنګ کړو

که نه تل به دلته غم وي
جنګ به تل او په هر دم وي
غلیمان به تل مزې کړي
تل همېش به زموږ ماتم وي


هره ورځ به انفجار وي
ځان وژل او  انتحار وي
چور تالان به تل روان وي
هم په کلي هم په ښار  وي

که  کارګر او که بزګر يې
که روڼ اند یا روښانفکر یي
ولې پروت  داسې وېده يې
دې ناورین ته غلی ځير يې

تور  زنځير د عقل مات کړئ
ورک تعصب او هر نفاق کړئ
د رښتیا لاسونه ور کړئ
بیا به جوړ افغانستان کړئ

د وطن مینه

بې له تا به ژوندون کله زما اسان وي

لکه مات چې مې ورز پر ستر توفان وي


د ښکاري په سرو منګولو کې را ګير یم

لکه ویشتي غشي نېغ په زړه جانان وي

 

بې له تا په سخت سفر یوازې درومم

لکه شپه کې چې سپوږمۍ تنها روان وي

 

زما پر زړه ستا د یادونو څلي جوړ دي

فکر او اند مې تل ستا څيرې ګریوان وي

 

تل په سترګو مې رڼې اوښکې جاري شي

چې پر تا وینم را تاو پړانګ او لېوان وي

 

ډکې اوښکې مې له غبرګ سترګو توی شي

چې واکمن پر کلي ښار مې تور دېوان وي

زه له دې لرې ملکو دې تل څارمه

ګنې بیا یو ورځ به جوړ دا ګلستان وي

 

پام ونه کړې چې زه به ستا له عشقه تېر یم

ستا فراق کې مې ژوند تل خوار او پریشان وي

 

پښې مې سستې وس د تلو په ما کې نشته

یا نړۍ په مخه کړې زلزلې او لوی توفان وي

 

بې له تا چې پر هر ځای یم خوار فقیر یم

لکه ژوند چې د انسان په تور زندان وي

 

پروت پنجره کې د سرو زرو زار بلبل یم

چې ارمان يې آلوته پر شنه چمن وي

 

که هر څو له تانه لرې زړه مې ستا دی

روح مې ډک ټول ستا له مينې او ایمان وي

 

ته ټول مينه ټول غزت او شرافت يې

پرتا ویاړم بې له تا که مې ګزاران وي

 

زه هيڅکله به تا هیر نه کړم وطنه

تل نابود دې رنګارنګه دښمنان وي

 

سفر


زړه تنګۍ نه شوې روان په اوږد سفر

لرې ښار ته ځې له مونږه بې خبر

 

ای زړګیه ای د عشق ښایسته بلبله

تنګ قفسه نه الوته کړه چټک لکه نظر

 

د وږمې د سبايي په شانې وکړه آلوتنه

لر اوبر په شنو درو او اوچت غر

 

د رڼو اوبو په څېر له غرو جاري شه

لکه اوښکې د آسمان د غره په سر

 

په شیبو شیبو ژړیږه زړه دې تش کړه

شه جاري په وچو شاړو د کرګر

 

څو پټي او دښتې و څپړي ګلونه

دا سپېره غرونه شي پټ ټول په نښتر



زموږ نړۍ کې بې له مني بل څه نشته

رژوي ښکلي ګلان مو له یو سر

د يوې روسي سندرې ژباړه

وچې فوارې شوې، اوړی ناڅاپ تېر شو

ژېړ غاټول ګلونه، راکوې ماته، څه عجیبه کار دی

 

ښه په دې پوهېږې څومره په زړه سخت يې ، په دا اشارې دې

ژېړ غاټول ګلونه او او او، ژېړ غاټول ګلونه

ژېړ غاټول ګلونه، نښې د بېلتون دي

دا وروستۍ رڼا ده د سهاري ستورو ، د سهاري ستورو

ژېړ غاټول ګلونه ، یاد يې ستا لاسونه

یاد يې ستا شونډې، ځیګ زبر ګلونه

ژېړ غاټول ګلونه ، یاد يې ستا لاسونه

یاد يې ستا شونډې،

ځیګ زبر ګلونه او او

ځیګ زبر ګلونه او او

 

ژر به هم ته لاړ شې، له دې ځوږ من ښاره

پس زموږ له ناندرو ، ته شاید پر حق یې ،نور ټينګار پرې نه کړم

داچې هېلې ماتې شوې ، ګل ملامت نه دي

ژېړ غاټول ګلونه ، او او، ژېړ غاټول ګلونه

 

ژېړ غاټول ګلونه، او او او، ژېړ غاټول ګلونه

ژېړ غاټول ګلونه، نښې د بېلتون دي

دا وروستۍ رڼا ده د سهاري ستورو ، د سهاري ستورو

ژېړ غاټول ګلونه ، یاد يې ستا لاسونه

یاد يې ستا شونډې، ځیګ زبر ګلونه

ژېړ غاټول ګلونه ، یاد يې ستا لاسونه

یاد يې ستا شونډې،

ځیګ زبر ګلونه او او

ځیګ زبر ګلونه او او

 

ژېړ غاټول ګلونه. او او او، ژېړ غاټول ګلونه

ژېړ غاټول ګلونه، نښې د بېلتون دي

دا وروستۍ رڼا ده د سهاري ستورو ، د سهاري ستورو

ژېړ غاټول ګلونه ، یاد يې ستا لاسونه

یاد يې ستا شونډې، ځیګ زبر ګلونه

ژېړ غاټول ګلونه ، یاد يې ستا لاسونه

یاد يې ستا شونډې،

ځیګ زبر ګلونه او او

ځیګ زبر ګلونه او او

 

 

Высохли фонтаны, лето кончилось нежданно
Желтые тюльпаны ты мне даришь как ни странно
Знаешь ты сам как жесток этот прозрачный намек
Желтые тюльпаны, о-о-о, желтые тюльпаны

Желтые тюльпаны - вестники разлуки
Цвета запоздалой утренней звезды, утренней звезды
Желтые тюльпаны помнят твои руки
Помнят твои губы строгие цветы, строгие цветы
Желтые тюльпаны помнят твои руки
Помнят твои губы
Строгие цветы о-о-о
Строгие цветы о-о-о
Строгие цветы

Ты уедешь скоро, опустеет шумный город
После нашей ссоры может прав ты я не спорю
В том что разбились мечты не виноваты цветы
Желтые тюльпаны, о-о-о, желтые тюльпаны


Желтые тюльпаны - вестники разлуки
Цвета запоздалой утренней звезды, утренней звезды
Желтые тюльпаны помнят твои руки
Помнят твои губы строгие цветы, строгие цветы
Желтые тюльпаны помнят твои руки
Помнят твои губы
Строгие цветы о-о-о
Строгие цветы о-о-о
Строгие цветы.

Желтые тюльпаны - вестники разлуки
Цвета запоздалой утренней звезды, утренней звезды
Желтые тюльпаны помнят твои руки
Помнят твои губы строгие цветы, строгие цветы
Желтые тюльпаны помнят твои руки
Помнят твои губы
Строгие цветы о-о-о
Строгие цветы о-о-о
Строгие цветы.

ځان پوه کړه

زړګیه بس ، ګډوډي همدومره بس دی
دا  وژل او تباهی  همدومره بس دی

چې په خلکو کې ورک له سړي ځان شي
نو د نورو ناولتیا کې ککړ  سړي نه ځان شي

نور به ځان له خپله ځان سره عادت کړم
د خپل زړه په رڼايۍ به ځان عادت کړم

چاړه وا  نه خلم  په لاس خلاف د خلکو
نه مقام  او دریځ خوښ خلاف د خلکو


بت پالنه د دانا په کار کې نشته
له ددانو وېره او ډار رڼا کې نشته


شي باران د غم چې شونډې مې لمدې کړم
جاري اوښکې شي  چې زړه سره کېسې کړم
 

ولې لار رانه شي ورک مستو څپو کې
چې لوی شوی یم د ژوند په کږلېچو کې

څه د غم غوټې تړې د زړه پردوکې
زه عادت یم د هر غم په مکيزو کې

زه دا نه وایم چې ژبه دې ایسار کړه
له ترخو مې غوږ او روح واړه قرار کړه
 

زه دا نه وایم راځه د زړه قرار شه
لاس په سر له زورونې او آزار شه

وایم ژوند دې تل خوشحال او بې عذاب شه
نه درخو  نه شیرنۍ په څېر مینه کې کباب شه


وایم ستا کلي کې زړه د مينې نه ؤ
سوزېدو ته هيڅ پتنګ د شمعې نه ؤ


ستا د کلي هر یو کور  له ظلم جوړ ؤ
پر هر ور يې د مېن زړګی نسکور ؤ

هلته هره خوا د وینو څاڅکي اوري
طوطکۍ ځالی ویجاړې خپسې خوري

ډېر ستومانه کیسو ستا ترخو ترخو کړم
پریشان په زړه زخمي درد د درخو کړم


ستا په خواله کې تل چل او نېرنګ پروت ؤ
همدردۍ کې دې پيغام د بل جنګ پروت ؤ


چړې ډېر دي خو ټپي د چا  زړه نه شو
خوبان ډېر دې خو مجنون بل پیدا نه شو
 

د آسمان غوږونه ټپ کړه ډېرو چیغو
تل له درده به ځوريږو که ناپوه وو
 

په ځګېرویو او زارۍ به بې غم نه شو
څو له شر نه د خلاصون په فکر نه شو


صدف پروت د سمندر تل کې ژور دی
رسیدو ته يې په کار فکر او هنر دی


که  ځان پوه په دغه فکر او هنر نه کړو
بچ به هيڅکله څپو نه کشتۍ نه کړو


څوک به زموږه د ژغورون اتل نه شي
څوک به زموږ د سباوون په فکر نه شي


چا ته پته زموږ د درد او احساس نشته
بې له موږ زموږ د درد چاره ګر نشته


هيڅ چا توی نه کړه یو اوښکه زموږ غم کې
مسیحا نه شو څوک موږ ته زموږ رنځ کې


دا څو کاله چې په اور کې موږ سوزېږو
د اغیارو سرو اورو کې ایرې کېږو


څوک رانغی زموږ له حاله خبردار شي
په دې سخته لار زموږه مددګار شي


همیش ناست د تور ملا تورو کیسو ته
د نفرت او عداوت سپېرو غمزو ته


کله پروت په تورو خاورو کې لغړېږو
د خپل ځان په بدمرغیو نه پوهېږو


پاسۍ جګ شئ د پېړیو له غفلته
ځان سمبال په پوهه ووځئ له ذلته


بې له پوهې د نجات لاره بل نشته
وخت  دی کم فرصت  تا لره بل نشته

د مولانا د یو شعر ژباړه

ای خلکو حج مو خواته چیرته ځئ چيرته ځئ

معشوق د کور تر خوا چیرته ځئ چيرته ځئ

 

معشوق مو ګاونډی د کور تر خوا د کور تر خوا

اند څه مو دی په سر چې سرګردانه په صحرايئ

 

که صورت د بې صورته معشوق ووینئ

هم حاجي او هم کعبه او هم کور خپله يئ

 

سل واره له دې کوره هغه کور ته تلي یاست

یو وار له دې کوره د بام سر ته وخېژئ

 

که هیله مو د روح د کور لیده وي

اول مخ د هیندارې ښه صیقل او صفا کړئ

 

ها کور لطیف دی کومې نښې چې مو وویل

د کور خاوند هم ځنې نښې ووایئ

 

د ګلو غنچه چېرې ده که بڼ مو دی لیدلی

د روح ګوهر مو کوم دی که د خدای له پاره یئ

 

له ډېر کړاوه پس دې شي ستاسې شتمنئ

افسوس په خپلو شتو همدا تاسې پرده يئ

 

د خاورو په ډېرۍ کې لکه ګنج پنا یاست

سپوږمۍ غوندې له تورې وريځې ووځئ

 

سلطان د جهان فخر په تبریز کا

عجایب وي ډول ډول چې مو روح ښاد ساتئ

 

 

ای قوم بحج رفته کجایید کجایید

معشوق همین جاست بیایید بیایید

معشوق تو همسایهء دیوار به دیوار

در بادیه سر گشته شما در چه هوایید

گر صورت بی صورت معشوق ببینید

هم حاجی و هم کعبه و هم خانه شمایید

صد بار از این خانه بدان خانه برفتید

یک بار از این خانه بر این بام بر آیید

گر قصد شما دیدن آن خانه جانست

اول رخ آیینه بصیقل بزدایید

آن خانه لطیف است نشانهاش بگفتید

از خواجه آن خانه نشانه بنمایید

کو دسته ای از گُل اگر آن باغ بدیدید

کو گوهری از جان اگر از بهر خدایید

با اینهمه آن رنج شما گنج شما باد

افسوس که بر گنج شما پرده شمایید

گنجید نهان گشته درین توده پُر خاک

چون قرص قمر ز ابر سیه باز بر آیید

سلطان جهان مفخر تبریز نماید

اشکال عجایب که شما روح فزایید

دوه ایزې


ځکه ښه یم چې غم کم خورم
هره ورځ ترې لږ او کم خورم

چې شم تږی رسوي مې تر سرابه
چې کړم مینه ځوروي مې بې حسابه

نه پوهېږم په کوم ځای چېرته ویده یم
ولې لمر رڼا هم ويښ نه کړم ویده یم
زړه رنځور ؤ یار چاړه ولې ور تېر کړه
بې ګناه يې سر په دار زما د خوار کړه
نامرد تل له څټ ګوزار  ناببر کړي
مات ملاتیر مې په خیانت هر غدار کړي
مینه راغله زما د بېخ په سوزوو شوه
فکر او اند پرېشان له دې غمو شوه
که دا مینه وي زه تېر له داسې مینې
که دا ښه وي بد دي ښه له داسې مينې

د جګړې مصیبت

د افغان ملک کې فتنه او واویلا ده

هره خوا د غم تغر خپور او ژړا ده

هره ورځ بلا نازله پر خپل ځان کړو

وايو دې کې د خالق زموږ رضا ده

دا جګړې او کشالې مو تل له جهل او ناپوهۍ دي

ولې تل مو پر دې جهل او ناپوهۍ همېش رضا ده

د خپل قام ولس وژو ته وسلې او توپک اخلو

باید پوه شو دغه لاره د ابلیس د زړه رضا ده

هيڅ ملت په جنګ جګړو آباده نه شي

زموږ بقا او نیکمرغۍ بس په سوله او صفا ده

چې پېغام يې تل د جنګ او د نفرت وی

دښمني يې زموږ خوښۍ او د هوسا ده

آزادي


دا ژوندون د بڼو خوب دی ژر تېريږي
ښه او بد يې پاتې کېږي نور تېریږي
د ژوندون بیه که بند او په زندان وي
مېړني په داسې ژوند مدام شرمېږي 
چې د ژوند شرط غلامي او بندګي وي
آزاد خلک مرګ مني له ژوند تېرېږي
که فشار د غلیمانو یې اوبه کړي
د سر لوړو سر غلیم ته نه ټيټږي
هر فشار ته ټټر نیسي همت ساتي
سر ټيټۍ باندې زمریان همیش شرمېږي
که آسمان يې کاندي خوار او لور د زر کړي
همتناک له دې لورینې نه تېريږي
که هر څه ورته ملاو په غلامۍ شي
با وجدان چې وي ، په دغه شتو شرمېږي
غوړمالي که وسیله د سر ساتو وي
په دې سر به قام ولس مدام شرمېږي
چې انسان ته د ځان واک او اختیار نه وي
آزاد خلک غلامۍ پر ضد جنګېږي

لور - لورینه

بې باوري

نادان او لېوني، سچه بې عقله دي دا خلک
دوی غواړي ما کړي پوه څومره نا پوهه دي دا خلک
آرام او که هوسا وای په جومات او کلیسا کې
نو ولې میخانې ته ډلې ډلې ځي دا خلک
د پوهې لاپې شاپې کړي او ځان عالمان بولي
خو څومره بېګانه له عقل او پوهې دي دا خلک
هيڅ کار يې په وس نه وي چې اړتیا ورته د کار وي
دوی ډېر پر ځان مین خو د هيڅ کاره دي دا خلک
تخر کې ګرځوي تل کتابونه او نخرې عالمانه کړي
باور مې پر دوی نه شي چې دانا به وي دا خلک

ژوند څه دی؟

کله یار رانه پوښتنه کړی ژوند څه او مړینه څه ده
په خوله نه وایم ځواب چې دغه څه او هغه څه ده
خو په زړه کې په بیا بیا وایمه ځانته
ژوند هغه چې مینه درکړله ما تاته
مړینه ها چې ژوند دې واخیسته له مانه!!

ډار


یا خو وس  لږ د ویو وای
یا ګوګل د پرانیستو وای
یا خو ته لږ پوهېدلی
د زړه درد دې حسولی
ها شیبه دې یادولی
چې پر تا مین له زړه شوم
ستا موسکا
 او شوخ نظرونه
ها د غشوګوزارونه
له بڼو چې وريدل ستا
نیغ په زړه به لګېدل زما
بیان ګران ددې شیبو دی
زړه کې ډار په زیاتېدو دی
ډار چې ور نه کړم له لاس تا
ډار چې پاتې شم تنها بیا

د فروغ فرخزاد د ی شعر ژباړه

د شیبو په قدر پوه شه 

د سبا سترګې ړندې دي
څه چې ښکاري دا له ورایه
په ها پای کې ډیوه نشته
ها روښان ټکي چې ښکاري
دغه سترګې د لېوه د بیابان دي


لحظه ها را دریاب
چشم فردا کور است
نه چراغیست در آن پایان
هر چه از دور نمایان است
شاید آن نقطه نورانی
چشم گرگان بیابانست


(فروغ فرخزاد)

د مينې شېبې


بس همدومره ویل غواړم
چې یو ستا عشق مې په زړه دی
بس همدومره چې ته پوه شې
څومره درد زما په زړه دی
په لومړي نظر مين شوم
چې زه ستا له څنګه تېر شوم
ستا پر شونډو ها موسکا
ستا د سترګو ها نڅا
ستا ها ښې خوږې خبرې
سپین غاښونه مرغلرې
ها د ګلو ښایسته څانګې
وې ډالۍ د زړګي پانګې
ها شېبې مې نه هېرېږي
ولولې مې تازه کېږي
راز د عشق ویل سخت کار دی
ژبه بند په زړه درزار دی
د زړه ډار هم لوی ناتار دی
پر دې ډار بری سخت کار دی
څوک د زړه پر ډار غالب شي
بیا یار سترګو نه غایب شي
عبدالملک پرهیز

د زړه کړکۍ


کړکۍ د خونې پرانیزئ کوربه مینه د کور کړئ
انګړ د بڼ کې جوړ د بلبل د عشق نغمې کړئ
غمونه له زړه وباسئ نظر پر روڼ سبا کړئ
اوچت د زړه له تله هم د مینې ترانې کړئ
کړکۍ د خونې پرانیزئ چې وړانګې د لمر را شي
څو سرې غوټۍ د هيلو له هر خوا په ټوکېدو شي
د غرونو له سرونو سپینې وړانګې را خورېږي
موسکی شه چې دنیا ټول مسپدو ته هوسېږي
یو دوه ورځې دنیا ده ولې تېر يې څوک په غم کړي
دنیا د هغو نه ده چې په غم پسې جوړ غم کړي
بیا وخت د پسرلي دی توتکۍ په نڅا راغلې
د کور زموږ برنډې ته په پيغام د مینې راغلې
دا ستا سترګو کې یاره نن ښکلا د پسرلي ده
دا ستا غېږه کې یاره تل ژوندون او تازګي ده
د ژوند اصلي مانا پرته په مینه او دوستي ده
بې مینې ژوند دنیا کې بې مفهومه حیواني ده
که و کرې دانه ، یوه دانه سل او هزار شي
چې مینه په زړه کیني لکه څانګه د بهار شي
چې اوبدي توتکۍ ځاله د مینې په تارونو
نو ځکه ستایل کېږي عشق په ټولو کتابونو
عبدالملک پرهیز

ژوند


ژوند ښکلا ده ژوند صفا ده
ژوند بې عیبه بې ریا ده
دا بدۍ چې هره خوا ده
دا مېوه زموږ د کړنو او ادا ده
دا هر خوا چې ناولتیا پراته پر لار دي
دا را وتي زموږ له فکر او له کردار دي
ژوندون روڼ دی، دې  کې ګرد او غبار نشته
داد پاک اوبو چینه ده دې کې بد او زهر نشته
ژوند هينداره د صفا او بې ریا ده
هر څېره په خپله بڼه هویدا ده
ژوند په شان دې کروندې  دی کرل کېږي
څه چې خپله  مو ږ کرو هغه ریبل کېږي

لیک

د یوې هندي سندرې ژباړه

زما له خوږ وطنه  ښکلی لیک دی رسېدلی
زموږ د بې وطنو یاد يې لیک کې دی پوښتلی
 
پاس پر خط يې نوم  دی پر غټ تورو زما لیکلی
دا پيغام يې  هم ماته په لیک کې استولی

ته چې کله لاړې له وطنه مسافر شوې
هيڅکله وطن ته د را تلو په فکر نه شوې

تېر له هسکو غرونو ،سیندو او سمندر شوې
ولاړې  نور ملکو کې استوګن او مسافر شوې

ته چې ولاړې مور دې مړه  غمونو کې تالا شوه
ژوند يې شو پرېشانه له خوښیو نه سوا شوه
 
تا نه په دې تلو د خپلو وینو پیوند هېر شو
ستا په دې چلند موږ اندېښمن  له حده ډېر شو

اوس زموږ له سترګو تړمې اوښکې تل بهېږي
ستا په بې غورۍ مو زړه ځیګر مدام سوځېږي
 
خواړو نه یو لوېدلي او خوب نه لرو په  شپو کې
اوښکي  مو څڅېږي د هجران په تورو شپو  کې

زما له خوږ وطنه  ښکلی لیک دی رسېدلی
زموږ د بې وطنو یاد يې لیک کې دی پوښتلی
 
ته چې ولاړې ، ولاړه رڼا يي زموږ له ژونده
دا ښکلی ګلشن لکه شدیاره شو بې خونده

اوس د دې  چمن  له وږمو، رسي دا  نغمې
تا که څه هم هېر کړو دلته تل دي ستا قصې

دلته بې له تا اوس ژوند انه کې ښکلا نشته
دېره حجره سړه ده په څراغ کې رڼا نشته
 
څو  اختره راغله  بې خبره ولاړه تېر شول
خوند مزه يې نه وه، بې پر تمه ولاړه تېر شول

بې له تا به څه وي د اختر او د مېلو  خوند
بې له تا به څه وي لا مفهوم هسې  ددې  ژوند

بې له تا د کور  انګړ، تل تش او پرېشان دی
نشته دی خوښي ، لکه د قبر سوړ  زندان دی

بې له تا  یو څو پسرلي راغله ولاړه تېر شو
ته را نه غلې ولاړه پسرلي او منی خپور شو

دلته پر فصلونو هم لو ګډ شو ته را نه غلې
درمند شو غوبل او غلې ټول شوه ته رانه غلې

هغه لومړی لیک چې مو له تا نه کړ تر لاسه
ستا څېره له ورایه  ځلېده د لیک د پاسه

اوس هغه وختونه زیاتي  ولاړه هسې تېر شول
زموږ دغه اړیکې ډېر ساړه او بې تاثیر شول

دغه لوبه  هم زیاتي تمامه شوه او تېر شوه
زموږ ها پاکه مينه هم ناکام شوه او هېر شوه

ته لا پوه نه يې  بېلتون څومره یو سخت کار دی
زړه له غوښو جوړ ، نه له کاڼو  نه له خار دی

ستا خور چې ډولۍ ته ور خته ډېر بې قراره وه
ستا لار يې څارله ستا را تلو ته انتظاره وه

زړه يې ستا لیدو ته غورځنګونه کړه ټوپونه
سوچ دنه را تلو ستا ور په برخه کړه غمونه

زه خو یمه پلار ستا  زما د حال  پوښتنه څه کوې
زما د درد او غم او د عذاب  پوښتنه څه کوې


د مور پوښتنه وکړه چې رنځوره او بیمار ده
ستا په بېلتانه کې شپه بيداره تر سهار ده

ستا مېرمن چې بوخته ده زموږه په خدمت
هيڅ کمی يې نشته تل دې اوسي ښه غزت

خو! چې وګورې د هغې، ځورېدلي ژړ څېرې ته
لکه ناسته چې وي کونډه د خاوند خپل  هدیرې ته

زویه راشه د پيسو د پیدا کړنې دا حرص پرې ږده
حرص چې يې جدا کړلې له موږ او وطن  پرې ږده

راشه پرې ږده ها ملکونه ، ور له ماتې ټول کړکۍ کړه
راشه و وځه له زندانه ، ځان آزاد له دې پنجرې کړه

خپلې ځالې ته والوزه ، دا ستا اصلي وطن دی
د را تلو لارې دې څارو ، دغه غږ ستا د وطن دی

راشه ګوره ژوند یو څو شېبې  او خورا لنډ دی
چا دی لګولی زړه، پر دې دنیا   او خوند دی

راشه باور نشته د دې ژوند په څو  شیبو
همدغه دی فرصت، بل فرصت نشته د لمحو


دلته هم ، یو ه مړۍ ډوډۍ شته ما او تا له
هم د خواخوږۍ ، یو څو شېبې شته ما او تا له    

خپل وطن ته راشه، پرې ږده  دا پردي ملکونه
غوږ شه،  ټول کوي درته د مينې آوازونه

زما له خوږ وطنه  ښکلی لیک دی رسېدلی
زموږ د بې وطنو یاد يې لیک کې دی پوښتلی

ویدیو دلته وګورئ

د مرحومې سیمین بهبهاني د یو شهکار ژباړه

 

له ها شپو چې سپوږمۍ نه وي ترې ډارېږم

نه د پړانګ نه له زمري، له ګیدړو يې ډارېږم

تېښته نه کړم له دښمن چې پر ميدان وي

له دوستانو چې تر بوسو تېروي اوبه ډارېږم

له هوښیاره لا مذهبه دښمنانو نه ډار ېږم

د پې عقله او ناپوهه زاهدانو زښت ډارېږم

نا پوهۍ په څا کې، ورک نه لټوم خپل

پوه پرې نه یم چې له څا ولې ډارېږم

که څه هم لاره ستونزمنه او هدف ورک دی، خو

له ستونزو نه ، زه د لارې سست ملګري نه ډارېږم
له ګواښونو د ضمني د ظالمانو نه ډارېږم

له رټلو د مظلوم، له اوسېلي نه يې ډارېږم

که شمله ، تسبې ، تاج او تخت د پاچهۍ

چې په لاس د کوم ځان پال ور شي ډارېږم

د داریوش او کوروش او داسې نورو پروا نه کړم

زه د شاه د شاه قولیانو سخت ډارېږم

مهربان خدای له درباره نه ډارېږم، خو

د دې درباره له ځنې پلویانو نه ډارېږم

د «کېوان» په څېر څرخم پر مدار خپل

خو شهاب له تيږې نه ، له ګمراه حاجي ډارېږم

********************

من از شب ها ی تاریک بدون ماه می ترسم
نه از شیر و پلنگ، ازاین همه روباه میترسم
مرا از جنگ رو در روی درمیدان گریزی نیست
ولی ازدوستان آب زیر کاه 
میترسم
من از صد دشمن دانای لا مذهب نمی ترسم
ولی از زاهد بی عقل ناآگاه
میترسم
پی گم گشته ام در چاه نادانی
نمی گردم
اصولأ من نمی دانم چرا از چاه 
می ترسم
اگرچه راه دشوار است و مقصد ناپدید، اما
نه از سختی ره، از سستی همراه می ترسم
من از تهدیدهای ضمنی ظالم
نمی ترسم
من از نفرین یک مظلوم، از یک آه
می ترسم
من از عمامه و تسبیح و تاج و مسند شاهی
اگر افتد به دست آدم خود خواه
می ترسم
مرا از داریوش و کوروش و این جمله باکی نیست
من از قداره بندان مرید شاه 
می ترسم
نمی ترسم ز درگاه خدای مهربان، اما
ز برخی از طرفداران این درگاه 
می ترسم
چو " کیوان " بر مدار خویش
می گردم
ولی گاهی از این سنگ شهاب و حاجی گمراه می ترسم

شاهکاری از مرحوم سیمین بهبهانی

ژوند ارزښت دی

ژوند ارزښت دی
تش له هيلې او ارمانه
موږه تل یو لالهانده 
د سبا له غم پریشانه

دغه شین خوهم یو رنګ دی
خو رنګ کوم د نېمکرغۍ دی
نېکمرغي نرمه تودوخه
یا وږمه د سبايي ده
وخت په شان د ها صافي دی
چې یو ځل کارول کېږي

د سبا لا پته نشته
چې څوک مړ او څوک ژوندي دي
وایه نن ته دې څه کړي؟
چې سبا دې شي روښانه!

لاس تر زنې ولې ناست یو
همدا نن مو وخت د کار دی
د وخت سیوري ته څه ناست يې؟
ور ځه هڅه د بدلون کړه
همدا نن دی وخت د کار دی
مهلت نشته دی سبا ته
که روژه سبا پیلېږي
همدا نن دې ژوند آغاز کړه

مینه وکړه مینه وکړه
بې له مینې ژوندون هيڅ دی

شا او خوا ته نظر وکړه
ښه ژوره دې ساه واخله 
ژوند نغمه په غږېدو ده
د پسرلي بلبل چغېږي
لږ مسکی شه په خندا شه 
خوند د شتون
او د ژوند
واخله

تصویر

 شپه ماښام دی له کړکۍ بهر ته ګورم
هلته لرې تور دېوال تر سترګو کېږي
د چپتیا څادر را خور زما په سر دی
نا آرامۍ کې مې ټول اند له سره تښتي
غواړم و مومم یو فکر او یو اند
یو دلیل چې ولې ناست یمه زه دلته
غواړم و مومم علت او یو دلیل
دې هستۍ او زما  شتون ته یو بیان

دلته تل همېش  یو څه نا څه   پېښېږي
چې دا څرخ ساتي همېش په څرخېدلو
یو د وخت بهیر دی ځي په مخه درومي ،بل هم تل دا بهانې او دا عذر ونه
له نږدې او که ژور پرې سوچ ونه کړم
 د هوا ماڼې تر شا، د اندو پټ محلونه
ځي یو بل پسې تېرېږي شپې او ورځې
 څه اسانه چې تېرېږي تل بهیر د شپې او ورځو
یوه ورځ بله هم تېره ، موږ هم لاړو لږ په وړاندې

کله کله  پر ما لګي، اوسېلو کلکې څپېړې
کله هم بیا هوښ او عقل بولي ما خپل خوا ته
د اوس شتون او فکر دواړه په خاپوړو ځي مخ وړاندې
په دې زیار چې کړي قانع زما فکرونه
چې دلیل او فکر دلته غېږه کې ونیسي یو بل
 کله کله هر څه وینم، خو جرأت د کتو نه وي
 بیا يې پرې ږدم چې دا شپې  ورځې تېرېږي
 له اندو مې په یو په بل پسې  ورکېږي
 
خو یو ځای په بې خبرۍ کې
اند نارې کړي ، غواړي واوري او احساس شي
 څو په سترګو دا کوچنی ژوند لیدی وشي
خو ډار تل  له خپله بریده ډېر لوی ښکاري
داسې وګڼئ که ووینئ رښتیا
شپې او ورځې په خپل سر ځي او ورکېږي
خو لا ژوند همداسې پاتې بې توپيره  بې هدف دی
پس له ورځو ، شپو ، اونۍ ، میاشت او کال تېر شي

څه آسانه دا وختونه ځي تېرېږي
بې له دې چې سوچ پرې وکړئ
بې له دې چې یو دلیل ورته کړئ
بې له دې، شتون خپل احساس کړئ
بې له دې چې له خپل وخته، برخه مند شئ
بې له دې چې ځانته و ټاکئ خپل لوری

زه پرېدمه دغه هر څه ورځو  شپو ته
ځکه ما کې دغه زړه او جرأت نشته
دغه وخت دی هڅې پیل او ونډه وا خلمه خپل ژوند کې
خو نه ، دا آسان دی چې وخت  زما  پرېکړه هم وکړي

د مينې احساس

تل احساس دې راسره دی
تل دې مینه لرم زړه کې
په بدن کې مې ځلېږي
نښې ستا د خوږې مينې
تل فکرو کې مې ژوندي دي
ستا د مينې انځورونه
هم په زړه او هم خیالو کې
چې له تا ځنې جدا یم ژوندون تریخ دی
دا راښکون لرمه زړه کې
ستره هيله
تر هر څه ته لوی ارزښت يې
په هر څيز ښایسته کې ته يې
راشه زما د مټ قوت شه
چې ژوندون هسې یو بار دی
زما د ژوند د لارې مل شه
چې ژوندون دی یوه لوبه
ګرانې زه پر تا مېن یم

************
په دنیا کې تل د دوو ښځو شتون دی
چې راځې سړي ته مخې ته په لاره
یوه هغه چې زه هغې باندې مېن یم
او دا بله چې بیا پر ما باندې مېن ده

************
که هر څو له تا لېرې او پناه یم
خو لا زړه مې ستا په مینه کې درزېږي
په فکرونو کې ستا لورې ته پرواز کړم

بې وزلي  څه ده؟

ژوند بې پانګې او پیسو  بې وزلي نه ده
په زړو جامو کې ژوند بې وزلي نه ده

نه لرل د سپين او سرو بې وزلي نه ده
اوسېدل په خټين کور بې وزلي نه ده

بې وزلي ها سپېره دوړې د تاخچو دي
چې خواره مو په نالوستو کتابو دي  
بې وزلي مو د ښار  ها کتابتون دی
چې تړلی پر ځونانو له لوستون دی

بې وزلي د کتابونو پلور تون دی
چې بې لوستی او راښکون دی

بې وزلي ها کتابونه او مجلې دي
چې سېځلي يې په ځای د وچ لرګو دي

بې وزلي  جوړ پاکټونه له کتاب دي
چې پراته په کراچۍ یا په دوکان دي

بې وزلي هغه اونیزه او  اخبار دی
چې څيرلی ترکاری ته يې بازار دی
بې وزلي ها موزیمونه تاریخي دي
چې لوټلی جاهلانو د وختو دي

بې وزلي مو  تاریخي ها وران بتان دي
چې وران کړي دښمنانو بې مغزو دي

بې وزلي ها لرغونې کتیبه ده
رسېدلې  چې په لاس د قاجاقبر ده

بې وزلي هغه پوستکی د مېوو دي
هره خوا لارو کوڅو کې چې پراته دي

بې وزلي مه بوله دا چې
شپه دې تېره بې خواړو شي
دغه لویه بې وزلي ده
چې ورځ تېره بې فکرو شي

د مولانا د یو شعر ژباړه

برکف گرفته جانم و جانانم آرزوست

دل را ،به یار دادنِ چندانم آرزوست

 

له سر او ماله تېر یم د جانان هیله لرم

په یار د زړه بایللو دغه شان هیله لرم



بغضم ،گرفت راه نَـفَس در فراقِ دوست

بارانِ ابرِ مانده به چشمانم آرزوست

 

د یار بېلتانه و نیوله ستوني کې مې ساه

له سترګو مې د اوښکو د باران هیله لرم



مهمان دیده ام شو و دیدار تازه کن

کان نکته های دلکشِ پنهانم آرزوست

 

مېلمه مې شه د سترګو تازه کړه دیدنونه

چې زه د هغه پټ ښکلي کلام هیله لرم



در کعبه و کنیسه و مسجد نیابمش

آن لامکانِ عرصه ی امکانم آرزوست



کعبه او جومات او کلیسا کې يې پیدا نه کړم

د امکان د پراخ ډګر د ها لامکان هیله لرم

 

منجی تویی و راهِ رهائی به گام تُـست

ای منتظر به ره که؛موسیِ عمرانم آرزوست

 

ژغورن ته يې او لاره د خلاصون ده ستا قدمو کې

ای منتظر په لاره چې ، موسی د عمران هیله لرم

 

بر من مپیچ ؛سلسله ی باورِ قدیم

اندیشه های تازه و عریانم آرزوست

 

ما مه نغاړه لړۍ کې د زاړه فکر او اندونو

د نويو او ښکاره تازه اندو هیله لرم

 

مردن به تنگنای غریبی نه کارِ ماست

منصور وار مرگِ به میدانم آرزوست

 

بی وزلۍ په تنګه لاره مړ کېده زموږ کار نه دی

منصور په شان میدان د مړ کېدو هیله لرم



خاموش و غمگنانه و پنهان نمی روَم

شیب و فرازِ رودِ خروشانم آرزوست

 

زه پټ به په چپتیا خپه لاړ نه شم

د مست دریاب په څېر د لوړ او ځوړ هیله لرم



دریاییم ، به ساحل غمگین مرا چه کار؟

موج بلند و پهنه ی توفانم آرزوست

 

دریاب یو ، پر غمجنو غاړو څه دی زموږ کار ؟

د اوچت مستو څپو او پراخ توفان هیله لرم


ستا مانا


که رڼا دریاب د  زړه دی
ته ډيوه  يې ښایسته يې
که هینداره یو نړۍ ده
ته مانا يې  د نړی يې


***
د چمن ښکلي بورا ته
ستا مانا  بخښل د ګل دي
ستا مانا شپه تر سهاره
په ښکلا کې ځلېدل دي

***


ستا مانا ده چې آزاد کړې
سپین کوتره له زندانه
ستا مانا آرامه غږ کړې
خدای د ځمکې او آسمانه

مورې پر ما ګرانه يې


د آسمان له سره تاج اخیستل
تل تر تله د دې تاج پر سر لرل

په جنت د ګرځېدو هیله لرل
په پیاله کې شات په هره ساه لرل

ورځ په راز راز نعمتو کې تېرول
شپه سپوږمۍ په شانې ناوې درلودل

سبايي د نړۍ بام لکه د لمر نه
ټوله ځمکه په رڼا روښانول

شپه سپوږمۍ په شان خیالونه جوړول
پر آسمان او ستورو ناز مکیز کول

د سبا په څېر د هسک شنه کرونده کې
په جوړه د سپین کوترو آلوتل

سلیمان سترتیا مقام ته رسیدل
سکندر لويې او ویاړه لاس ته راوړل

تل ترتله د واک اوج کې اوسېدل
د هستۍ دنیا په واک کې خپل لرل

ټول د ستا وي موږ خو بې له دې هم خوښ یو
څومره خوند دی یو شیبه د مور لرل

د سعدي د شعر پر بنسټ

د سعدي د شعر پر بنسټ
عبدالملک پرهیز

زه به هاند او کار کوم تر وسه خپل
کار او زیار کېدی شي هم تر بریده خپل
که ارمان هیلو ته ور سم زه خپل
له هر غم پریشانۍ خلاص به شمه خپل
که په کار او زیار هدف مې پوره نه شو
ګرم به نه یمه ضمیر وجدان ته خپل

مورته

په هیلو آرزو ګانو کې مې ته يې او تا غواړم

سجدو او رکوګانو کې مې ته يې او تا ستایم

که راشې زه به ښکل کړم قدمونه ستا په سترګو

ډير تږی د لیدو یم دعا ګانو کې دا وایم

رانجه به کړم د سترګو، خاورې ستا د قدمونو

که راشې یو ځل بیا مورې له خدایه همدا غواړم

د بدخشان ناورین ته

دغه ښار د مړو ښار دی
دلته حق بند په زندان دی
دلته غږ ایستل ګناه ده
د رښتیا ویل سزا ده
دلته شونډې د ګل بند دي
دلته جهل مست  آزاد دي
په هر ظلم پسې ظلمونه
په هر چم پسې چمونه
دلته غم راځي هر خوا نه
هم له ځمکې هم هوا نه
چير ته بم خلک تباه کا
چير ته غر پر کور بلوا کا
دلته غم دی دلته غم دی
بدخشان کې نن ماتم دی
دعا دلته نه قبلیږي
ژړا غوږ ته نه رسیږي
دا قسمت نن د افغان دی
له هر خوا د غم باران دی
خلکه پورته شئ له خوبه
د غفلت له اوږده خوبه
خپل تقدیر خپله بدل کړئ
ځان په پوهه مجهز کړئ
له یوخوا دې طبعیت خوري
له بل خوا دې جهالت خوري
څو چې ويښ نه شې افغانه
څو ورک نه کړې غله له ځانه
ته به هره ورځ ژړېږې
ته به هره ورځ کړېږې

تیښته

زه لاړمه  چې تا وباسم له زړه نه
هم پاک کړمه یادونه ستا له زړه نه
چې و  نه کړې  بیا ما پسې تورونه
چې یار دې بې وفا ؤ دا فکرونه
بس ستا د هېرولو همدا   لار وه
د غم د هېرولو همدا چار وه
زه لاړم ستا له سترګو ځان پنا کړم
تا ځانته ستا د هيلو په دنیا کړم
 ستا مینه تک سور اور ؤ سوځېدم زه
په دردونو  وم مجبوره کړېدم زه
دردونو او غمونو صحرا نی کړم
بې خوده  سیلانی او لېونی کړم
له خپلو او دوستانو  بېګانه شوم
لا ډوب هم د ګناه په غمخانه  شوم
زړه لاړم  شونډې و وينځم د اوښکو په باران
د هيلو نښې پاکې کړم د مچو په دا شان
زه لاړم چې شم پاتې د غزل نیمګړی خیال
چې و ګټمه پت په بندو شونډو دا مهال
زه لاړم بیا غږ و نه کړې چې څه شوې زما یاره؟
دا شانې د مېنو تګ خو نه دی ایمانداره؟
موږ دواړه زورېدو به د  یو شیبې مينې دپاره
رازونه مو څرګند او دنیا شوه خبرداره
څرګند لکه چې لمر شي له څادر د تورو شپو نه
زه لاړمه داسې وردک شوم د ژوندون له ترږمونه

لکه تک  تورو تیارو کې چې پنا سپنه سپوږمۍ شي
یا ورک ځلانده لمر د ستر آسمان په کنارو شي
زه لاړم ځان بېغم کړم د ژوندون له کړاوو نه
د اوښکو تويول او له غم ډکو شیبو نه
په منډه د توفان له هیبتناکه غړمبېدو و تښتیدمه
د ژمي ساړه غېږ ته د هجران له ناکردو  تېښتیدمه

د مينې او وصال له تاوده غېږې شوم په تېښته
د وجدان له ملامته پريشان لاړم په تېښته
څه پته را نه غواړې د اورونو سرو لمبو
زړګیه اوس سوزیږه د خپل اور په سرو لمبو

غوښتل مې د  لمبې په شان سرکښه او یاغي شم
بلبل په شان پنجره کې بندیوان ابدي شم

له ځانه بې خبر او پریشان دی روح  زما
له سترګو اوښکي څاڅي په ژړا دی زړه زما
له کړو نه په زړه شین او له خبرو پښېمان یم
زه وړ ستا د عشق نه پوه زه پر  ځان  یم

شاه او بوډا

پسرلي ؤ یو پاچا په لار د ښکار ؤ
بدرګه کې يې آسونه په کتار ؤ
برابر پاچا یو بڼ ته په دې لار شو
ډېر حیران د بڼوال بوډا د زیار شو
بوډا لاس کې ول نیالګي اخته په کار ؤ
د پاچا له رسېدو نا خبردار ؤ
د بوډا په هاند او زیار پاچا حیران شو
نژدې لاړ د بوډا د حال جویان شو
پاچا ویل بوډا دا هلې ځلې څه دي؟
په دې عمر دا د حرص کانې دې څه دي ؟
بوډا ویل قربان نیالګي دلته کرمه
له وچ ډاګه ښکلی بڼ تیار ومه
دې کې څه د حيرانتیا او د تعجب دي
ګورم سترګې دې را وتي له غضب دي
پاچا ویل بوډا ته مړینې ته تیار يې
دا څه حرص دی په دا عمر بې قرار يې
ستا د ژوند پاتې څو ورځې او څو شپې دي
څه دې تمه له دې بڼ له دې نیالګو دي
ستا نیالګي به له  کلونو پس میوه دار شي
چې هډوکي  ستا  د خاورو تر انبار شي
بوډا وښودله ونه میوه داره
له خورما ډکه ولاړه مزه داره
ویل دا ونه زما نېکونو وه کرلي
د هغوی په زیار زحمت وه رسېدلي
هغوی نشته زه مېوې ترې ټولو مه
خپل کهول د دې له ګټې مړو مه
زه کرمه چې زموږ بچې په ژوند آباد وي
نور راتلونکي ټول نسلونه زموږ ښاد وي
زما له کره چا ته زیان هيڅ نه رسېږي
شا او خوا زموږ تازه او سمسوریږي
پاچا خوښ شو د بوډا له ځوابونو
د بوډا د دغه لوړ اوچت فکرونو
پاچا ورکړه بوډا ته څو لوټونه
هم يې وکړه پر بوډا شفقتونه
بوډا ویل ګوره نیالګي مې میوه وکړه
زما په ژوند خدای قبوله زما روزي کړه
پاچا بیا هم بوډا ښه ونازولو
و بوډا ته د سوغات په ورکولو
بوډا ویل ګوره نور ونې کال کې یو ځلې میوې کړي
زما نیالګیو  لومړۍ ورځ دوه ځل مېوې کړي

مور

د مور غېږ لکه جنت دی
مور آسمان د محبت دی

کاش ژوندۍ وای زما مورې
تل تر تله ابدي وای زما مورې
ته له هر چا مهربانه او رښتین وې
په پرزو لکه آسمان سخي متین وې

چې پر شونډو دې مسکا وه
ستا خوښي د کور رڼا وه
سترګې ډکې ستا له ستورو
ښایسته نښې د رحمت وو

لکه مینې ، وې ته ستره بې مثاله
زما دردو ته وې آرامه بې مثاله
کاش چې تل تر تل ژوندۍ وای زما مورې
دومره ته چې همربان وې زما مورې

زما د زړه کوڅو کې تل تر تل ژوندۍ يې
ته د مینې په دریاب کې تل جاري يې
چې خبره تل د مینې وي نوم ستا دی
د رښتیا او صداقت وي تل نوم ستا دی

مینه او تعصب

کله ګوري سړی هر څه د تعصب په ړندو سترګو
ليدی نه شي څوک ريښتیا په رڼا ورځ  په رڼو سترګو
یاران لاړ شي بیګانه شي لارې بېلې په هر خوا  شي
سړی مخ آړۍ له دوسته  د تعصب په ړندو سترګو
سړی غواړي چې یاران وي ټول دده په اند او فکر
زغمی نه شي د نور خلکو ښه اند په  تنګو سترګو
په دوی بد لږي نور ژبې ، نور رنګونه ، توکمونه
تل ځوریږي له تعصبه هر زمان په جنګ د  سترګو
پرمختګ ته غاړه نه ږدي ځي همیش په زړو لارو
تل ځوریږي له نوښته په نه زغم د ورانو سترګو
 زېږوي دوی هر قدم کې تل غمونه کړاونه
چې شي ورک مینه اوپوهه د غفلت په تورو سترګو
خو چې فکر شي آزاد د تعصب له تور زندانه  
سړی وینې ټول وګړي په یو رنګ په ښکلو سترګو
زړه آزاد له تربګنۍ شي رخه ورکه له وجدانه
ښایسته وي ټول رنګونه چې راځی مینه تر سترګو
مینه راشي ځاله وکړي د انسان په روح اوتن کې
چې دنیا ته سړی ګوري د اخلاص په پاکو سترګو
تن شي مینه، روح شي مینه ټول اندونه ډک له  مینې
څوک صفا کړي خپل اندونه له تعصب په ښکلو سترګو
تل مني سړی هغه خلک چې ريښتنی بې ریا وي
مینه هغه ستر طاقت دی جوړوي صفا د سترګو

هیله

 یوه هیله مې په زړه ده
یوه ورځ نوی انسان شم
مات کړم ټول تور رنځيرونه
هیر کړم ټول دود دستورونه
روح مې پاک له بد فکرو کړم
بل انسان له ځانه جوړ کړم

مینه وکرمه زړه  کې
مهربان پر هر انسان  شم
تېر ناخوالې ټولې هېر کړم
لږ په فکر د سبا شم
ژبه پاکه زړه مې پاک
 ښه ستره خپل فکر او خیال کړم
هر يو غم له زړه بهر کړم
اور په بغض او کینو بل کړم
زړه مې پاک له هرې رخې
هم آزاد ژوند د انسان کړم
زړه مې لوی لکه آسمان کړم
تل ډالۍ خوږه مسکا  کړم
موټی خلاص او لاس په کار کړم
څوک را پورته له لوېدو کړم
هره خوا ورکه نیستي کړم
را ژوندۍ زړو کې خوښي کړم
د ورک لارې کاروانونه
را روان په سمه لار کړم

يوه هیله مې په زړه ده
چې سبا پورته له خوب شم
یو ژوره سا را واخلم
غږ کړم ای د دنیا خلکو
ای بې وزلو خوارو خلکو
راشۍ وګورۍ سهار ته
هم دې ښکلي مازیګر
څومره ښکلې دا هوا ده
څومره مسته دا فضا ده
سږي ډک له دې هوا کړۍ
ښه تازه مو روح او سا کړۍ
ګورۍ ژوند کې څومره خوند دی
سباوون کې د ژوند رنګ دی
راشۍ ځان په ژوندون پوه کړو
هم په پوهه ژوندون جوړ کړو

راوړۍ روڼ جام د اوبو
د اوچت غرو له سرو
خپل موسکا په کې خیشته کړم
له بد زهرو يې ستره کړم

په وچ شونډو خندا شنه کړم
هر نهيلي او مات زړه کې
نوي هيلې را ژوندۍ کړم
خړوب زړونه له خوښۍ کړم

کله دا هيله پیدا شي
وایم شیبه دې داسې راشي
چې رښتیا مينه اظهار کړو

کله داسې زړه ته راشي
خپل خبه ګاونډ پخلا کړم
یو سلام پر ګاونډ وکړم
ځان له حال يې با خبر کړم
یا له کوره را بهر شم
خپل خپه یاران پیدا کړم
د دوستې رسم پر ځای کړم
هېر ګلې مانۍ بیځای کړم
ټول خوږې شيبې ور یاد  کړم
ټول خوږې کیسې ور یاد کړم

یا خو و څارمه لاره
د جانان د قدمو لاره
مرور جانان پخلا کړم
زړه مېن او بې ریا  کړي
ټول ناخوالې له زړه پاک کړم
ژوند ښایسته په مینه بیا کړم
چې لږ پوه شم غصه بد ده
مینه ښه ده مینه ښه ده

 وخت ډېر لږ او ځان باید پوه کړم
چې وختونه ژر تېریږي
د اوبو په شان بهيږي
بیا به نه وي دا وختونه
دا فرصت او مهلتونه
که مې ځنډ وکړ وخت تېر دی
وخت نایابه او بې دریغ دی

یوه ورځ به مو سفر وي
هیڅ امکان د راتلو نه وي
نن مو ورځ نن مو فرست دی
خو کېدی شي سبا نه وي
که سبا هم زړه نا زړه وم
ګام اوچت نه کړم نو پړ یم
خو سبا وروستۍ شيبې کې
دا خبره له زړه تېر کړم
مینه خپل ډالۍ کومه
خلک ټول پخلا کومه
ټول نادودې هېرومه

چې سبا پاسمه له خوبه
زه بیخي نوی  یو انسان  یم
نه ګلې کوم له وریځو
، نه له ځمکې نه له ستورو
بس مین زه پر انسان یم
د انسان مینه کومه
وایم خلکو ژوند ښایسته دی
وایم خلکو ژوند ښایسته دی

مینه

 راځه چې يوه شپه سره په ګډه تر سهار کړو
راځه د مينې غېږه ته چې هرغم له زړه بهر کړو
بې کوره لاروی یم ستا د مينې محلو کې
درځم شمه دېره د تودې غېږې په زانګو کې
ته مسته کرشمه يې زما د مينې روح او ځان کې
بې تا به ژوندون څه وي په سپرلي او ګلستان کې

دعا

د بیدل د یو شعر ژباړه ده

هرشپه دعا کړم ربه هیر مې د جانان مینه کړې
خو زړه کې رو وایمه خدایه ټينګه زما مینه کړې


هر شپه ژړېږمه په مینه د جانان، که شي خبر د زړه له سوزه
خو زړه کې رو وایمه خدایه ، سوز مې پټ له یاره کړې

هره شپه وایم هېروم يې ، سوز د عشق له زړه نه باسم
خو زړه کې رو وایمه خدایه ،جاویدان مې دا سوز کړې

هر شپه دعا کړم ربه، د سوزشپې مې سهار کړې
خو زړه کې رو وایمه خدایه ¸شپه د سوز بې سهار کړې

عجبه زمانه ده

عجبه زمانه ده مینه مړه شوله په زړو کې

اورونه دي بليږي هم په بدو او ښو رړو کې

هر څوک دلته غلام دی د دودونو رواجونو
ځوریږي اولسونه په دې تنګو رنځیروکې

که یووار ژبه وکړې ، بیا بندي شوې د لفظونو
وتل ترې امکان نه لري څوک بند شي دې فکروکې

تعصب خپروي مینه زړو کې مړه کړي 
تعصب تور زولنې شوې زموږ فکرونو او اندو کې

نن هر څوک بندیوان شو د تعصب په زولنو کې
څوک د جهل تیارې راوړي د ظلمت تورو څپو کې

بدلون غوښتل ګناه ده قصاص ولاړ توره په لاس دی
د سر تاوان به ورکړې که زنځير مات له پښو کې

خیانت، ستم ، وژل کړي دوی پرې ویاړي دا عیب نه دی 
پيسو ته غلامي، پت خرڅول هر څه روا ددوی فکروکي

که چور که چپاول کړې، ږیره پریږده ورځه حج ته
پروا د بدو مه کړه خدای مو بښي په سجدو کې

پکول واخله په سره که توپک شخ پر اوږه کېږده
پروا او عیب يې نشته که څوک مړ ستا په لاسو کې

هیڅ زغم په دوی کې نشته د چمن د بلبلانو
غولک په لاس ولاړ بلبل ته ناست په کمینو کې 

د چا په زړه چې و ټوکي د مینې شنې غوټۍ
بیا وران باغ او بوستان او غوټۍ مړې په شنو باغو کې

ها خلک چې چېرې نه ځي د خیانت په تورو لارو
ځوريږي تویوي اوښکې ظلمت په تورو شپو کې

زاهد چوره دنیا کړه د جنت هم دعوه ګیر دی
منبر کې کړي وعظونه خو ترشا ډوب فسادو کې

هیله


راشه و وره بارانه
په وچ شاړو ښه پریمانه
هره خوا شنه که زرغونه
هره خوا شنه که زرغونه

دلته ویر هلته ماتم دی
هره خوا فتنه او غم دی
زړه مې تنګ دی
زړه مې تنګ دی

زموږ زړونه غم پرېشان کړل
ستمونو ډېر ستومان کړل
جوړ د اوښکو يې سېلاب کړل
جوړ د اوښکو يې سېلاب کړل

دلته مینه اخلاص نشته
یورنګي او صفا نشته
هیڅ باور پر دنیا نشته
هیڅ باور پر دنیا نشته

چا ته حال د زړه بیان کړم
تریخ داستان د ژوند بیان کړم
لږ دا تنګ زړګی مې ښاد کړم
لږ دا تنګ زړګی مې ښاد کړم

راشه زما ښکلی دلبره
څو جام راکه سر په سره
فرښته شه د زړه سره
فرښته شه د زړه سره

دا رنګونه له زړو پاک که
دا چمونه له زړو پاک که
څو جامونه ډک ډک راکه
څو جامونه ډک ډک راکه

هرکلی

خوشحاله یمه ځکه چې صنم راغلی دی
زما د مينې کور ته له سفر راغلی دی
ما لاره کې خواره ورته شعرونه او غزل کړه
خبر شه ای رقیبه یار تر څنګ راغلی دی
امیل مې ورته وپېله د زړه له مرغلرو
نن غېږې ته دلبر په ناز ادا راغلی دی
د مينې په ګلپانو مې آباد د خیال ماڼې کړه
قدمونو کې د یار نن پسرلی راغلی دی
ما لاره ورته فرش کړه د جنت په سرو ګلانو
که ګورم توره شپه کې نوی لمر راغلی دی
د لمر له څانګو جوړ مې ور غزل کړ
چې غبرګ کړو ترانه د مینې یار راغلی دی

تخیل

ستا خیالونه مې د زړه پر لمن څاڅي
د احساس پتنګ مې

ځکه وزر باسي
له وږموسره اوچت کړي آلوتنه
اوږد مزل
د سپینو وړانګو پر اوږو کړي
په شیبه کې
له جهانه تاو راتاوشي
په شتاب د پراخو ستورو په دنیا ځي

څو پیدا د مينې ستوري پر آسمان کړي
هلته ورشي
څو د مينې غېږ کې پوخ شي
دانو ځکه
تر سهاره خوب کې زما يې
چې را ویښ شم
ستا تصویر انځورومه

یوه هیله

کاشکې باد وای چلېدلی
ستا زلفان مې بویولی
څه نیکمرغه باد وږمې دي
چې مخ ستا تل ښکلوینه
څوک تپوس پوښتنه نه کړي
پر سینه چې ستا تاوېږي
کاشکې باد وای او ته پاڼه
چې له تا به چورلېدلی
د باد پاڼو مينه ګورۍ
لا مېن شي
چې لا تاو په یو او بل شي

غزل

د دري ژبې د نامتو شاعر عشقري د یو ښکلي شعر پربنسټ

دا امکان نشته د خوبانو و محفل ته ما غریب او بینوا راولي
د لارې خاورې یم که باد مې ستا درشل ته هر سبا راولي

د ژوند په لاره تک تنها تلم یار یاري ونه کړه
دا مې ارمان دي جنازه مې څوک کوڅې ته د لیلا راولي

د یار زړه سخت دی هم له تیږې هیڅ اثر پرې نه شي
که څه دردونه مې هر تيږه په ژړا راولي

زه د خپل زړه په دې چمونو هډو پوه نه شومه
د زخمي زړه غشی هرځل کمانم ته بیا راولي

زړه مې خوشال شي په پوټوپونو راشي
هرځل چې بیا لیلا په شونډو نوم زما راولي

زړه نذرانه به کړي خپل ځان د یارپه یو نیم نظر 
که لیلا بیا د زړه وژو ته تېره غشي سم راسا راولي

په تمه ناست په بې صبرۍ شيبې د ژوند شمارمه
یار چې هیر کړی یم یو ځل زړګي ناروغ ته مې دوا راولي

زه سرګردان د لیونتوب په سپېره ډاګ ګرځمه
یار ته مې وایه ! لاس او پښو ته، زولنې دا بې وفا راولي

عبدالملک پرهیز

انتظار


ستوري د ناز په خوب ویده شوه ګرانې کله به راځې
د تیارو زړه کې سپېدې په چاودیدو شوه ګرانې کله به راځې
دا ستا په تمه مې لمده د تورې شپې لمن په اوښکو کړله
دسباوون وړانګې هرخوا په خورېدو شوه ګرانې کله به راځې
زما د خيالو پر فضا آلوزي، مرغه ستا د یادونو هردم
زرینې وړانګې له هر خوا په تاوېدو شوه ګرانې کله به راځې
په کرۍ شپه مې له تیارو سره ،خواله ستا د یادو کوله
له ډېره غمه رنګ د شپې او رنګ زما په الوته شوه ګرانې کله به راځې
که دې هوډ دا وي ځانکدن کې زما ليدو ته راځې
وروستۍ شېبې دي ساه بدن نه په وتو شوه ګرانې کله به راځې
د چا د پښو غږ مې تر غوږ شې وایم دا به ته يې
زړه په ټوپو له تنګ ګوګل په وتو شوه ګرانې کله به راځې
هله رانغلې چې د هسک لمنه ډک له بلي بلي وږو وه
اوس چې دستورو وږي ټول د سهار په لاس شوه ،ګرانې کله به راځې
ته د مات زړګي د تنکي هیلو، ارمانو اسره يې
دارماني هیلو تسل په مړاويدو شوه ګرانې کله به راځې
عبدالملک پرهیز

د بشر لیوان


د فریدون مشیري د شعر پر بنسټ

د بشر سینه کې پټ وحشي لیوان دي
په دې اند د نړۍ واړه هوښیاران دي
څوک چې و شړي له زړه نه دا لیوان
بیا به ورسي معراج ته د انسان
څوک چې پالي په خپل زړه وحشي لیوان
په رو رو به شي داړونکي دا انسان
په ځوانۍ لېوه زندۍ ، ځان که بې غم
څو له تا سره ځان زوړ نه کي داهم
په زړښت ، لکه زمری هم زورور يې
ژر به پوه شې چې لېوه ته ډېر کمزور يې
دغه خلک چې یو بل داړي هر وارې
دا لیوان دي لارښودان ددوی د لارې
ظالمان چې کړي دوستي او ملګرتیاوې
ټينګ دوستي ددې لېوانو لا پخوا وې
دي لیوان د لارې مل، زه ډېر کمزوریم
کړم شریک دا درد له چا سره ترور یم
عبدالملک پرهیز

مینه

ته خفه ګرځې له مانه خوږ ه یاره
تهمتونه کړې په مینه زما بې واره


ښکاري ستا په خپله مینه باور نشته
د خپل زړه له ولولو دې خبر نشته


مینانو ته خوښې کله نصیب وي
ژوند يې وریت د تناره په سرو لمبو وي

انتظار

په تمه د راتلو دې  ټول لارې ما سارلې
له پښو که ولوېدمه په سر منډې مې وهلې


کله مخ ته کله شا ته تلم راتلم زړه بېقرار ؤ
چې غږ به د پښو شو په ترپ ور ته مې ځغاستلې


ما به حس د ستړیا نه کړ زړه مې ډک ؤ له امیده
څه بې ځایه منډې ترړلې چې ما  ستا لیدو ته کړلې


ته د ور تر شا به نه وې خو به زه مایوسه نه شوم
ټينګ باور مې ستا په ژبه بې ګومان همیش کولې

ورځ  به تېره او ماښام شو خوزما  لمر به پېدا نه شو
هی افسوس به مې پر ځان شو خوشې منډې مې وهلې

تل پر ځنډ ستا د وعدو به ، مات مې سر پر درشايي شو
عجیبه د قدرت کار ؤ عقل او هوښ به تښتېدلې

کاش یوځل دې ليدلی په خپل سترګو حال زما وای
وچې شونډې ګرزیدمه لیمو اوښکې څڅولې


شاید لږ به پيداشوی ستا په زړه کې هم احساس وای
تا به هم په سوزيدو کې د پتنګ درد حسولې

غزل


سهار دی ساقي راشه پیاله ډکه له شراب که
دا څرخ د زمان نه دري، لږ بیړه او شتاب که
تر دې چې دا فاني دنیا ورانیږي
د ميو په ښایسته ښکلو جامونو  مې  خراب که
د میو لمر، دجام له ختيځ و خوت
د عیش ژوند که غواړې ، هیر فکرونه د خوب که  
تر دې چې وخت زموږ له خټې جوړ منګوټي کړي
پام زموږ د سر کاسې ښې ډکې له شراب که
زه نه یمه هغه چې زهد، توبې او شیادي کړي
بس ما ته په صفا دجام د میو  خطاب که
پالل دمیو کار ښه د ثواب دی حافظه
اوچت شه په ټينګ هوډ او اراده کار د ثواب که

ژباړه :عبدالملک پرهیز


صبح است ساقيا قد حي پر شراب كن
دور فلك درنگ ندا رد شتاب كن
زان پيشتر كه عالم فاني شود خراب
ما را زجام باده گلگون خراب كن
خورشيد مي ز مشرق ساغر طلوع كرد
گر برگ عيش مي طلبي ترك خواب كن
روزي كه چرخ از گل ما كوزه ها كند
زنهار كاسه سر ماپر شراب كن
ما مرد زهد وتوبه و طامات نيستيم
با ما به جام باده صافي خطاب كن
كار صواب باده پرستيست حافظا
بر خيز عزم وجزم به كار صواب كن
حافظ

د وطن مینه


دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

پر ما ګران يې اوچت غرونه
هندوکش ، پامیر سرونه
هر یو کاڼی لعل مرجان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

هم په سمه هم په ټل کې
ددې لوړو غرو په سر کې
د افغان بیرغ رپان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

توره خاوره يې سره زر ده
ځکه ګران پر  لر او بر ده
ځکه ماته تر زړه کران دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

دغه کور د شنو زمریانو
د باتورو شاه زلمیانو
ځکه پاتې جاویدان دی
څه ښایسته کور د افغان دی


دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

ټول رزمونه يې د ویاړ دي
کارنامې يې افتخار دي
هوریت د لوی افغان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

ښکلي مست لري رودونه
څپڅپاند يې دي سیندونه
زوږ او شور يې جاویدان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

هریرود يې مستانه دی
هم هلمند يې جانانه دی
دا کنړ آمو مې ځان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی


څومره پاک يې شین آسمان دی
هم يې وريځ هم يې باران دی
ټول بشر ورته حیران دی
څه ښایسته کور د افغان دی
دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی
 
پرما ګران يې پرګنې دي
خوندورې يې کېسې دي
دا بې ساری پر جهان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

پر ما ګران يې دي غمونه
دا  وران کلي ، او ښارونه
دلته لوړ نوم د انسان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

زما خوښ يې شنې درې دي
د کوچیانو يې خيمې دي
څومره ښکلی ګلستان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

ښکلي ښکلي يې دودونه
د اختر نوروز رسمونه
مست آټن يې د هر ځوان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

څومره ښکلی يې ګودر دی
هر انجلۍ منګی په سر دی
ښه سینګار مې د جانان دی
دا ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی
 
نوی کال او نوې ورځ يې
د بزګر د جشن ورځ يې
په نړۍ کې ډير بې نشان دی
څه ښایسته کور د افغان دی
 
دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

 زما خوښ يې قهر او جنګ دی
پر وطن د ځلمو ننګ دی
هم غازی او هم اتل هم د سولې قهرمان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

که غریب او بینوا دی
بې ثروته تر هر چا دی
خويې خور تل دسترخوان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

 
پر هر فتح يې ویاړیږم
پرمختګ ته يې هوسیږم
غم ښادي کې پرما ګران دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی


په تیارو کې مو مزل دی
ګام په ګام د  دښمن چل دی
دلته مات سر د شیطان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

بیرغ ستا دې تل رپاند وي
ستوری ستا دې تل ځلاند وي
دا آرزو د هر افغان دی
څه ښایسته کور د افغان دی

دا وطن  پرموږه ګران دی
دغه کور د لوی افغان دی
دا ښایسته پر درست جهان دی
لکه ستوری د آسمان دی

فانتازي

تر یو څو زره کالونو،
هو، تر څو میلیون کالونو،
باید تاته زه ووایم:
په دې پوه يې چې يې چيرته؟
ته زما په زړه کې پروت يې .
«هو» په خوښۍ به ځواب درکړم
له بې پایه خپل آسمانه چيرې زه چې سرګردان یم:
زما ځای دی ستا په زړه کې    
دلته زه تل ډېر خوشحال یم
زه یم مالګه ستا په وینو
دا لرغونی خوند دسیند دی کوم چې ته ترینه راغلی
زه بهیر یم ابدي
ستا د سترګو  شپه او ورځ کې
له رڼا  یم پیدا شوی
او  رڼا را نه پیدا شوه
او دا مفهوم يې  کړ رامنځ ته
«زه یم پېچومې ستا غوږوکې
د سندان او سټک په شانې
د سټک  په څير،زه د نړۍ د غږ خام توکی
دا د مفهوم د جوړولو سخاوت دی
زه تنفس ته یمه هوا
چې ستا د سږو په دالان کې ګرځي
هم اکسیجن ، کاربن دای اکساید
چې تل تر تله اخست او ورکړه کې دی
د ځمکې  شین رنګه سره
زه ستا د خولې نم یمه
زه ستا په ژبه عصبي غوټې د خوند یمه
ستا په معده کې یم د مالګې تیزاب
ستا د کولمو د چلېدو هم ځواک یم
لکه د ځمکې  له زړه  باسي شربت د ژوندانه
دا کرویات دي مړوي، ټولې د حجرې د ژوندانه
زه ستا دننه د هستۍ   پټ راز یم
لکه ترږمۍ کې چې سپوږمۍ پټه ښکاره شي کله
زه د نړۍ په زړه ونه، د رحم  ځوانه مېوه یمه  
او زه د شیدو د چینې داره ، ستا پر غبرګه تیو
زه کلسیم  ستا د هډوکو یمه
زه په مفصل، زه په ويښتو، په نوک ، پوستکي او ښکرو کې یم
ستا د پوستکي له سوریو، عطر  د خوند یمه
زه مست غورځنګ یمه
ستا د شریان د غرو  سیندونو کې یم
د حوصلې او زغم سمبول  یمه زه
ستا  د ورید آبي ډنډونو کې یم
زه یمه سپينه انرژي
ستا عصبي چټک تارو کې یم
هو، زه د ژوندون بريښنا لین یم
ستا د روح په پراخه فضا کې
زه یم بې ډاره کلک غاښونه ستا د ښایسته خولې په خندا کې
کله خوشحاله يې ته
ستا په غم او پريشانۍ کې زه پټ راز د خواخوږۍ یم
زه ستا په ډار کې څړک د اور یم
او زما قهرجنه مینه به
کاندې بدل دردونه ستا خړو ایرو باندې»


FANTASIA
“Om tusinde år,
ja om millioner af år
skal jeg fortælle dig:
Ved du hvor du er?
Du er i mit hjerte.”
“Ja!” vil jeg svare dig glad
fra de tidløse himmelegne hvor jeg vanker:
“Jeg er i dit hjerte
og hvor er jeg lykkelig!
“Jeg er saltet i dit blod,
den urgamle smag af havet du kom af.
“Jeg er det evige tidevand
af nat og dag i dine øjne
som lyset skabte
og som genskabte lyset
og gav det indhold.
“Jeg er labyrinten i dit øre,
ambolten og hammeren
som finhamrer verdens råstof af lyd
og skænker det mening.
“Jeg er luftningen
der går i dine lungers kroner,
som de evigt udveksler
med jordens hjemlige grønhed.
“Jeg er fugten i din mund,
smagsløgene på din tunge,
saltsyren i din maves kolbe,
kraften i dine indvolde
der uddrager essensen af jordens kerne
og mætter livscellernes myriader
i dit legeme.
“Jeg er tilblivelsens dybe mysterium
i dit indre
i hvis mørke månen
uset tændes og slukkes.
Jeg er den unge ensomme frugt
på din livmoders ældgamle verdenstræ
og jeg er mælkens kildespring
i dine bryster.
“Jeg er kalken i dine knogler,
smidigheden i dine sener og ledemod,
hornet i dit hår og i dine negle.
Og jeg er den fyrige vellugt
af din huds porer.
“Jeg er hæftigheden
i dine arteriers bjergfloder
i dine veners blå delta.
Jeg er den hvidnende energi
i dine nervers lynforgreninger,
ja, jeg er livets elektriske ladning
i din sjæl.
“Jeg er de frygtløse tænder i dit smil
når du er glad.
Jeg er ømhedens hemmelige sødme i din sorg.
Jeg er ildhvirvlen i din angst,
og min rasende kærlighed
skal brænde din smerte til aske!”

د دري ژبې د نامتو شاعر عشقري د یو ښکلي شعر پربنسټ 


دا امکان نشته  د خوبانو و محفل ته ما غریب او  بینوا راولي
د لارې خاورې یم که باد مې ستا درشل ته هر سبا راولي

د ژوند په لاره تک تنها تلم یار  یاري ونه کړه

دا مې ارمان دي جنازه مې څوک کوڅې ته د لیلا راولي


د یار زړه سخت دی هم  له تیږې هیڅ اثر پرې نه شي
که څه دردونه مې هر تيږه په ژړا راولي


زه د خپل زړه په دې چمونو هډو پوه نه شومه

د زخمي زړه غشی هرځل کمان ته  بیا راولي


زړه مې خوشال شي په پوټوپونو راشي

هرځل چې بیا لیلا په شونډو  نوم زما راولي


زړه نذرانه به کړي خپل ځان د یارپه یو نیم نظر

که لیلا بیا د زړه  وژو ته تېره غشي سم راسا راولي

 په تمه ناست په بې صبرۍ شيبې د ژوند  شمارمه
یار چې هیر کړی یم یو ځل زړګي ناروغ ته مې دوا راولي


زه سرګردان د لیونتوب په سپېره ډاګ ګرځمه
یار ته مې وایه ! لاس او پښو  ته، زولنې دا بې وفا راولي

عبدالملک پرهیز

انتظار


ستوري د ناز په خوب ویده شوه ګرانې کله به راځې
د تیارو زړه کې سپېدې په چاودیدو شوه ګرانې کله به راځې 
دا ستا په تمه مې لمده د تورې شپې لمن په اوښکو کړله 
دسباوون وړانګې هرخوا په خورېدو شوه ګرانې کله به راځې 
زما د خيالو پر فضا آلوزي، مرغه ستا د یادونو هردم 
زرینې وړانګې له هر خوا په تاوېدو شوه ګرانې کله به راځې 
په کرۍ شپه مې له تیارو سره ،خواله ستا د یادو کوله
له ډېره غمه رنګ د شپې او رنګ زما په الوته شوه ګرانې کله به راځې
که دې هوډ دا وي ځانکدن کې زما ليدو ته راځې
وروستۍ شېبې دي ساه بدن نه په وتو شوه ګرانې کله به راځې
د چا د پښو غږ مې تر غوږ شې وایم دا به ته يې
زړه په ټوپو له تنګ ګوګل په وتو شوه ګرانې کله به راځې
هله رانغلې چې د هسک لمنه ډک له بلي بلي وږو وه 
اوس چې دستورو وږي ټول د سهار په لاس شوه ،ګرانې کله به راځې
ته د مات زړګي د تنکي هیلو، ارمانو اسره يې
دارماني هیلو تسل په مړاويدو شوه ګرانې کله به راځې
عبدالملک پرهیز

یوه هیله

بې له تا دې ورځ پرما لکه شپه تور وي

د هجران تورې لښکرې دې نسکور وي

د بیلتون سوز مې له زړه نه په بل لور وي

ستا په مینه زړه زما دې تل سمسور وي

دابوالمعانی میرزا عبدالقادر بیدل د یو شعر ژباړه


شب جوش بهاری بدل تنګ شکستم
ګل چید خیال تو و من رنګ شکستم

بیګاه مې پر تنګ زړه  د سپرلي جوشونه  مات کړ
خیالونو ستا ګلونه ټولول  ما رنګونه پسې مات کړه

مژګان بهم آوردم و رفتم بخیالت
پرهیز تماشا به چه نیرنګ شکستم

باڼه مې کړه پټ ستا خيالونو کې ډوب شوم
 د لیدو  پرهیز  مې بیا په څه هنر مات کړ
 
خلوتکدهء غتچه ، طربګاه بهار است
در یاد تو خود را بدل تنګ شکستم

د غنچې زړه د سپرلې د بنډار کور دی
خپل ځان مې پرتنګ  زړه  ستا  یادو نو کې  مات  کړ
 
آخر بدر یآس زدم حلقهء پیری
فریاد که نی چنګ شدو چنګ شکستم

 د زړښت کړۍ اخر مې پر ور د مایوسې وټکوه
افسوس چې  رباب نه شو خو رباب مې مات کړ
 
خون ګشتن دل باعث واماندګیم بود
تا آبله یی در قدم لنګ شکستم

د زړه ټپي کېده مې وسیله د مایوسي وه
تڼاکه مې د ګوډ قدم و مخې  ته مات کړ
 
شبګیر سرشک این همه کوشش نپسندد
در لغزش پا منزل و فرسنګ شکستم

باران د اوښکو شپه کې دغه هڅې خوښې نه دي
د پښو په خويدو مې هم هدف او واټن مات کړ

در بزم هوس مستی اوهام جنون داشت
صد میکده مینا بسر سنګ شکستم

محفل کې د هوس جنون درلود ، مستي د وهم  
 په یو ډبر  د سل میخانو مینا  مې مات کړ
 
از شش جهتم ګرد سحر آیینه دار است
چون شمع چه ګویم چقدر رنګ شکستم

د سهار غبار  له شپږ اړخه هیندار  لاس کې ولاړ دي
د شمعې په شان څه ووایم رنګونه مې څو مات کړ

خون در جګر از شیشهء خالی نتوان کرد
بیدرد دلی داشتم از ننګ شکستم

له تشې ښيښې  څنګه  به جګر له وینو ډک شي
له درده خالي زړه مې له شرمه زیاتي مات کړ
 
( بیدل ) نکشیدم الم هرزه نګاهی
آیینهء راحتکدهء رنګ شکستم

 (بیدل) زغملی نه دی د ناوړه کتو رنځ
د رنګ د هوساینې هیندار مې مات کړ

ابوالمعانی میرزا عبدالقادر بیدل

ته عجیبه يې


له سل سپرلیو تل تازه ښکاریږې
چې ماته و رسې خزان ښکارېږې
زما لیدو ته څوک اکثر نه راځي
چې ته هم راشې د غمونو ډک پیاله ښکارېږې

ته ماته سترګو کې بی شانه زیات غمونه راوړې
د زړه تپو ته مې کڅوړې ډک مالګينې راوړې
زما د زړه هیله ده ستا تګ راتګ
 ګوره په تلو راتلو، زړه مې ته فتنې رانه وړې
 
راشه مسکۍ شه او په زړه مې توفانونه ګډ کړه
هم مې په روح کې تازه نوي انګازې ګد کړه
وایه چې زما د ځورولو اراده نه لرې
خو هره حجره کې د وجود مې سره اورونه ګډ کړې
 
ګوره چې زه لکه د تل ستا د راتلوتمه کړمه
ستا په غصه کې هم عجبه د وفا تمه کړم
ته لا هم ناسته يې له قهره شنه او سره تاویږې
په تورو وريځو کې زه هسې د بريښنا تمه کړم

 له قهره کینه او مه ژړا ګرانې
دپراخ طبعیت له عجایبو یو هم ته يې ګرانې

ستا په سپرلي او په خزان کې ښایستونه پټ دي
ته ښایسته د هر سپرلي له هر ښکلا يې ګرانې

مور ته


مور څوک ده؟
مور ښکلا ده!
رهنما مود ژوندون ده
مورنښه د قوت او طاقت ده
مور ستر مینه او همت ده
مور تسکین او باور ده
مور د ژوند د تداو تيږه
مور ساتنه ، پاملرنه
مور  معیار د رښتینتوب ده
مور همسا د ژوند په لارده
ښه ملګری او همراز ده
مور ستر زړه لکه آسمان ده
ډېره ښکلې تر بوستان ده
مور سمبول د صداقت ده
د ایثار او امانت ده
میندو ورځ مومبارک شه
لوی اختر مومبارک شه

د ۷۰۱ کال د قزاقستاني شاعر لیپو د یو شعر ژباړه

که جنت کې مینه نه وای د شرابو
نو به ولې ځلېدی پر هسک ستوری د شرابو

که دا ځمکه مین نه وای د  شرابو
دلته نه به وای سپرلی  نن د شرابو

 چې آسمان ، ځمکه مین دي د شرابو
له فاني دنیا به ولې ځي انسان پړ د شرابو

ځکه زه رڼې اوبه څکم د شرابو
د حکیم  او د زاهد روح ښاد د شرابو
دوی وایي دشرابو خوند  اوچت دی
ځکه فکر د هر پوه دی اغیزمن د شرابو

If heaven loved not the wine,
A Wine Star would not be in heaven;

If earth loved not the wine,
The Wine Spring would not be on the earth.

5Since heaven and earth love the wine,
Need a tippling mortal be ashamed?

The transparent wine, I hear,
Has the soothing virtue of a sage,
While the turgid is rich, they say,
10As the fertile mind of the wise.

دانا او عاقل دواړو څکل شراب
د  یارانو پل ځې له منځه دخدایانو او پېریانو
درې پيالې به درته خلاص ور دې خوښۍ کړي
دا دنیا به دهغه وي څوک ساتې مینا ډکه د شرابو
 د شرابو بس همدغه یوه جذبه ده
چې هیڅکله په ارث نه وي د هوښیارو


Both the sage and the wise were drinkers,
Why seek for peers among gods and goblins?
Three cups open the grand door to bliss;
Take a jugful, the universe is yours.
15Such is the rapture of the wine,
That the sober shall never inherit.

نوی کال

انګازې د نوي کال دي

نن مې ولیده موسکا د یار په شونډو

خدای تاته مې دعا ده

هر شیبه نوی کال راوړې

څوخندا په نڅېدو شي

څو موسکا پر ګډېدو شي

پر سروشونډو د جانان

بیا به و وایمه یار ته

نوی کال دې مبارک شه

نوی کال او ژمی

ستا په تلو زما افسوس شي
چې ته لاړشې سپرلی راشي
ته په سوړ ژمي کې راغلې
لړزېدې له یخنۍ راغلې
اوس روان زما له خوا ځې
لکه شپه د تنهايي ځې
سوړ او یخ لکه د واورې
ځې زما له خوانه درومې
ستا په تلو سپرلی را درومي
عجب چار د زمانې ده
بس یو هیله دا زما  ده
سپرلی راشي په موسکا شي
ستا پر شونډو په نڅا شي
خو دا هیله بس یو خیال دی
چې خلاف د وخت دوران دی
سپرلی نه راځي هيڅکله
په سوړ ژمي زما ګله
ژمی څومره بېګانه دی
نا اشنا له شنه ګلزار دی

ژوند څه دی؟


ژوند خوځښت او شورماشور دی
نوي اند او مفکورې دي
ژوند بدلون او اوښتون دی
نوې ورځ اونوي شپې دي
ژوند د زړونو خوښول دي
د چا  اوښکې پاکول دي
ژوند د مينې خپلول دي
غم خپګان له منځه وړل دي
ژوند د ګلو په باغچه کې
دګل پاڼو لمسول دی
ژوند  کړاو او ځورېدل دي
له پېچومو آوښتل  دي
ژوند  کیسه  او ترانه ده
په نغمو کې زنګېدل دي
ژوند  یون او پرمختګ دی
نووښتونه او پنځول دي
کر د ګلو او کرل دي
د عطرونو خورېدل دي
ژوند سندره زما او ستا ده
لوړ آسمان ته آلوتل دي
ژوند سوله او دوستي ده
قول او ژبه یو رنګي دي
ژوند بې پایه ستربهیر دی
ستر بهیرکې لمبېدل دي
ژوند پټ راز زموږ ترمنځ دی
لنډ واټن د تګ  راتګ دي
ژوند انځور زموږ د کتو دی
دا بېشمیره تصویرونه د مغزودي
ژوند حسرت د ماتو زړو دې
رژېدلي شان غوټۍ دي
ژوند پوهه دشيبې ده
خپل منزل ته رسېدل دي

ژوند یوه هیله د سبا ده
تل په هیلو اوسېدل دي
ژوند شتون ددې شيبې دی
نه پرون ؤ ،نه سبا دي
ژوند کلام  شین زموږ د هیلو
دشنو پاڼو  د اندو دي
ژوند د دریاب په آرامښت کې
 خاطره  د څاڅکو ،سیند په شان  دي

 ژوند یو حس د غوړیدو دی
په سپرلي چې د دانو دي

ژوند باورونه د یو رود دي
جاري شوي د کبانو په فکرو دي
ژوند پر تنګه نرۍ لار ه
پر هینداره مود مینې پلوشې دي

 ژوند کړکۍ د شتون دنیا ته
د رازونو ،ناڅرګندو پوهېدل دي

ژوند آرامښت دی او مینه
د رڼا لور ته ختل دي
ژوند ټکان دی زلزلې دي
په زاړه کې بیا د نوي ټوکېدل دي
ژوند تیاره او تور تمو کې
د سپوږمې ستورو جلوې دي

د بشر لیوان


د فریدون مشیري د شعر پر بنسټ

د بشر سینه کې پټ وحشي لیوان دي
په دې اند د نړۍ واړه هوښیاران دي
څوک چې و شړي له زړه نه دا لیوان
بیا به ورسي معراج ته د انسان
څوک چې پالي په خپل زړه وحشي لیوان
په رو رو به شي  داړونکي دا انسان
په ځوانۍ لېوه زندۍ ، ځان که بې غم
څو له تا سره ځان زوړ نه کي داهم
په زړښت ، لکه زمری هم زورور يې
ژر به پوه شې چې لېوه ته ډېر کمزور يې
دغه خلک چې یو بل داړي هر وارې
دا لیوان دي لارښودان ددوی د لارې
ظالمان چې کړي دوستي او ملګرتیاوې
ټينګ دوستي ددې لېوانو لا پخوا وې
دي لیوان د لارې مل، زه ډېر کمزوریم
کړم شریک دا درد له چا سره ترور یم
عبدالملک پرهیز

د خیام د شعر ژباړه

ټول ورانۍ ستا له کینې دي ای آسمانه

ستم ستا کړه او عادت دی ډېر پخوانه

که څوک څيرې سینه کاندې د خاورو

په سینه کې قیمتي ګوهر دي ستا بې شانه

د عبدالملک پرهیز ژباړه

 

ای چرخ فلک خرابي از کینه توست

بیدادګری شیوه دیرینه توست

ای خاک اګر سینه تو بشګافند

صد ګوهر قیمتی که در سینه توست

 

خیام نیشاپوري

د بام لاندې


ځنې خبرې داسې هم وي، په رمز د سترګو ویل کېږي
ترخې زيږې خبرې ډېرې، خوږو مصرو کې ویل کېږي

ډېرې خبرې داسې هم شته په آورېدو  يې وي بندیز
ډېرې ساده سپينې خبرې ، د سر په بیه ویل کېږي
له ها خبرو چې ډارېږو، داسې خبرې د ویو دي
د پاکو زړو د درد خبرې، ډېرې هم سپکې بد  خبرې
ددا وایه دا مه وایه، دا د رښتیا  دا  پټ خبرې
له څه چې ته يې با خبره له څه چې ته يې بې خبره

دد غه کور د بام ترلاندې، زه یم مېلمه  ته هم مېلمه يې
لکه ته، زه هم ښه پوهېږم، یو ورځ به ځم له دغه کوره
ځنې خبرې داسې هم شته، ګوګل کې پټ زموږ د درد وي
لکه یو کړیکه دیو نسل، ډکه له مينې او کينې وي
له پټ خبرو مو زړه ډک وي ، خو یو  ساتی دغه راز نه شي
زموږ راز خپور په واستل شي، خپل او پردی ترینه خبر شي
په هر کوڅه هره بانډه کې کیسه زموږه د رازو وي

روستۍ خبرې مونیمګړي، لا ډېر خبرې  د ویو وي
دا مو چلند او دا مو حال دی، ځکه نړۍ کې غم بې شان دی


دد غه کور د بام ترلاندې، زه یم مېلمه  ته  هم  مېلمه يې
لکه ته، زه هم ښه پوهېږم، یو ورځ به ځم له دغه کوره

نوی کال دې مبارک شه

زیات شمپاین به سره نه څکو
دا اور لوبې بیا پېل شوي
موږه  ناست پر دغه پوله، یو زه اوبل هم ته يې
آزاده زموږ احساس، دی آبي زموږ احساس
دغه پای زموږ د بنډار دی
رنګ خړ نن  د سهار دی
څه بدمرغه مو پرون ؤ

دغه وخت دی  څو ووایو
نوی کال دې مبارک شه
نوی کال دې مبارک شه

کېدی شي سوچ مو دا وي هم زما او هم د ټولو
کاش دنیا یو داسې کور وای چې وه سوله موږ ملګري
دغه وخت دی  څو ووایو
نوی کال دې مبارک شه
نوی کال دې مبارک شه

څه به ښه وای که داوخت وای څو آزمویلې مو خپل هيلې او آرمان وای
که  دا نه وای پوره کړی، بیا به مړ په ارمان نه وای
نه به ته اونه به زه وای

کله کله داسې ښکاري
څومره تللې مخ په وړاندې په جرئت نوې دنیا ده
او زه وینم څنګه درومي مخ په وړاندې پرمختیا ده
په ایرو کې زموږ د ژوندکې
ډېرافسوس ډېر ساده زموږ انسان دی
لا دی فکر کوي هر څه جوړ سم دی

پښې باسي  له پړندې خاورې
وايي نه ځم زه بې لارې
خو تم به کله نه شي...

دغه وخت دی  څو ووایو
نوی کال دې مبارک شه
نوی کال دې مبارک شه



کېدی شي سوچ مو دا وي هم زما او هم د ټولو
کاش دنیا یو داسې کور وای چې وه سوله موږ ملګري
دغه وخت دی  څو ووایو
نوی کال دې مبارک شه
نوی کال دې مبارک شه


څه به ښه وای که داوخت وای څو آزمویلې مو خپل هيلې او آرمان وای
که  دا نه وای پوره کړی، بیا به مړ په ارمان نه وای
نه به ته اونه به زه وای

اوس ښکاري ماته داسې
هغه خوب چې لا پخوا زما او ستا ؤ
هیڅ ترې پاتې نه دي،  لاړ پو او پناه شو
لکه ګوړه پرته پرخاورې
داسې پای ددې لسیزې
نن نه روسته بیا لس کاله
څوک به ووايې چې څه به لاس ته راشي
تمه څه ده زموږه هلته تر خط لاندې
وړاند لسیزه نور څو کاله

دغه وخت دی  څو ووایو
نوی کال دې مبارک شه
نوی کال دې مبارک شه

کېدی شي سوچ مو دا وي هم زما او هم د ټولو
کاش دنیا یو داسې کور وای چې وه سوله موږ ملګري

دغه وخت دی  څو ووایو
نوی کال دې مبارک شه
نوی کال دې مبارک شه

څه به ښه وای که داوخت وای څو آزمویلې مو خپل هيلې او آرمان وای
که  دا نه وای پوره شوای، بیا به مړ په ارمان نه وای
نه به ته اونه به زه وای

که موږ دا کار سم ونه کړو ، بیا به پریوځو  پر مځکه
هم به ته اوهم به
که موږ دا کار سم ونه کړ ،نو به پریوځو  پر مځکه
هم به پاتې له کاروان شو
مړه به دواړه زه اوته شو

تصور


چې د واک په لوړو څوکو چې چلېږې
د انسان په ارادې نه ایسارېږي
لږ په فکر د حباب شه
د اوبو په تاو پاڅېږي

زه به ویاړ د چا په ناز کړم
ناز چې خپله نه ناز ېږي

د ناز پلورو په بازار کې 
له ناز پلور زړه تنګېږي

ناز د پاک یار مې په کار دی
د منحوسو ناز خرڅېږي
ټوله شپه غم او حسرت کې
ژوند په فکرو او سوجو تېريږي
ته بې خوب د لمر رڼا کړې
شپې تیارو کې ویده کېږې
ما د ستورو سترګکو نه ځان ته بولي
ټوله شپه ځکه په ويښه بیاتېريږي
که یار مینه خپل دالۍ کړي 
خود به زړه د هسک مزو نه تېريږي
عبدالملک پرهیز

شراب

زاهد شراب پینده مسجد مې بیټکر
یا وه جګا بیتا  جها  خدا نه هو
زاهده  کینه  په جومات کې شراب وڅکه
یا وښایه ها ځای  چې چيرې هلته خدای نشته
مرزا غالب

مسجد خدا کا ګر هې پینې کي جګه نهي
کافر کې دل مې جا، وها خدا نهي
جومات د خدای کور ، نه د څکلو د شراب
ورځه د کافر زړه ته ، هلته خدای نشته
علامه اقبال

کافر کې دل سې ایا هوی می یه دیکه کر
خدا موجود  هی وها پر اسې پتا نهی
د کافر له زړه راغلی یمه  وګوره و دیته
چې هلته خدای شته ددې پته چاته نشته
احمد فراز
ژباړه :عبدالملک پرهیز

غم


چې پېدا زه په دنیا شوم
په ژړا او واویلا شوم
مرموز غږ تر غوږو راغی
چې ابتر له دې دنیا شوم
پریشانه ګرانه نه شې
زه دې مل د ژوند په لار شوم

په کړس کړس خندا اوچت شوه
کله زه سر په ژړا شوم
ما ویل څوک يې راته وایه؟
زه پوه  ستا پرمطلب نه شوم؟
تا ویل ته مې د ژوند مل يې!؟
زه دې خوښ له دې خبر شوم
څومره ښه او ډېر پتمن يې
زه لومړی ستا سره یار شوم
ته لومړی له هر چا راغلې
چې بې کس او تک تنها شوم
مینه وکړه وایه څوک يې؟
څو په نوم باندې دې پوه شم
ته راغلی له کوم لور يې؟
څو مېلمه زه ستا د کور شم
ځان دې وښایه جانانه
څو زه موړ ستا په دیدار شم
ده ویل نوم  زما غم دی
هر ناروین کې زه پېدا شم
کله کم کله لوی غم یم
کله بر  وتی له زغم شم
پته زما کور د ماتم دی
زه پېدا هره شیبه شم
زما څېره درد او کړاو دی
چېرې چاته چې میلاو شم
زه به تل ستا تر څنګ ناست یم
پر لیمو به دې شبنم شم
موسکا ورکه به له تاشي
چې زه ستا د زړه لیلا شم
چې دې مات ماشوم زړکی شي
ستا واکدار د عقل او اند شم

کوڅه

د صبرکاسه  ماته او دوه سترګې به رڼا کړمه
دزړه مزي به وشلوم لاهو به يې په دریا کړمه


دسوي تنګ زړګي نه به یو سوړ آوسلی وباسم
اور بل به د ګناه پر مېنې ،د آدم او دحوا  کړمه


خوښي د زړه وي هلته چې یار هلته اوسېږي
خواري هڅې کوم ځان  د یار د زړه کور کې هوسا کړمه


تڼۍ د کمیس خلاصې کړه د لمر تاج دې په سر دی
څو ځار  خپل سودايي زړګی قدمونو کې زه ستا کړمه


جامونه راته راوړه ،زړه زخمي په غشو ستا دی 
څو خلاص د خپګان غوټې نن مست او بې پروا  کړمه

یو څو څاڅکي به وشیندم د وخت په څرخ چاپېره
مستي او شور  به  جوړ پر ځمکه او سما کړمه

ژوندون نه مزې واخله د ژوندون مزه بس نن ده
د سبا په نسیا ژمنو به بدله  هيڅ د ژوند نغده سودا کړمه

کوڅه


شپه د سپوږمۍ یوازې بیا په هغه لار تېر شوم
ټول سترګې سترګې شوم ، ستا  موندو ته ځیر شوم
ستا د لیدو له شوقه ډک د بدن جام  شو ګوره
ها لېونی مین چې وم هغه هم بیا شوم ګوره
د روح په تل کې شو زرغون ستا د یادونو ګل
د سل یادو بڼ وخندل
د سل یادو عطر خپاره شول
را په یادشي  چې یوه شپه په ګډه تېر له ها کوڅې شوو
خلاص مو وزرکړ، د زړه غوښتي په خلوت قدم شوو
د ها ویالې په غاړه هم یو څو شيبې کیناستوو
د ګرد عالم راز دې را ټول په تورو سترګو
په ننداره کې شومه ورک زه ستا د سترګو
هسک شین او شپه آرام
بخت په خندا او وخت رام
د سپوږمۍ وږی شو لاهو په اوبو
لاسونه پورته کړه سپوږمۍ ته څانګو
شپه او صحرا ، کاڼي او ګلونه
د شومه دم پر انګازو بایلي خپل زړونه

یاد ته راځي: تاماته دې وویل!
له دغې مینې تېر شه!
یو څو شيبې دغو اوبو ته ځیر شه
اوبه، هینداره ده د تلونکې مینې
نن چې نظر دې پریشان د کوم نظر دی
تم شه سبا، چې زړه دې مل دبل دی
تر څو يې هیر کړې، یو څوورځې له دې ښاره لاړشه!

تاته مې وویل :
ډډه له مينې؟
نه پوهېږم
سفر د تا له څنګه؟
زما په وس کې نه دی
په لومړۍ ورځ چې ستا په هیله زړه زما والوته
لکه کوتره په بلۍ ستا کېناستم
تا وویشتم په کاڼو،  خوماونه کړه پروا ونه ترهېدم
بیا مې وویل چې: ته ښکاري او زه هوسۍ دصحرا
څوستا په لومه کې راښکېل شم، لاړم زه هره خوا
ډډه له مينې نه منم
ستا د بېلتون سفر هيڅکله نه کوم، نه کوم!...

له څانګې  اوښکه ولوېده!
د شپې مرغه ترخه کړیکه کړه ، وتښتېده!
ستا په باړخو کې اوښکه ولړزېده
دا ستا پرمينه سپوږمۍ هم وخندېده
یاد ته راځي  له تا ځواب نور نه راته
د غمو غېږ ته مې قدم واخيسته
نه په شا شوم او نه مې ډارهم وکړ
د غم تیارو کې، یون ها شپې او نورو شپو هم وکړ
یوځل تپوس ته د خوابدي مین هم نه کوې
په دې کوڅه د تېرېدو به نور ته زړه نه کوې  !
خوبی له تا، په څه حال له ها کوڅې زه تېر شوم

فریدون مشیری

 
کــوچــه                      
بی تو مهتاب  شبی باز از آن کوچه گذشتم
همه تن چشم شدم خیره به دنبال تو گشتم
شوق دیدار تو لبریز شد از جام وجودم
شدم آن عاشق دیوانه که بودم !
در نهانخانه جانم گل یاد تو درخشید
باغ صد خاطره خندید
عطر صد خاطره پیچید

یادم آید که شبی با هم از آن کوچه گذشتیم
پر گشودیم و در آن خلوت دلخواسته گشتیم
ساعتی بر لب آن جوی نشستیم
تو همه راز جهان ریخته در چشم سیاهت
من همه محو تماشای نگاهت
آسمان صاف و شب آرام
بخت خندان و زمان رام
خوشۀ ماه فرو ریخته در آب
شاخه ها دست برآورده به مهتاب
شب و صحرا و گل و سنگ
همه دل داده به آواز شباهنگ

یادم آید : تو بمن گفتی
ازین عشق حذر کن !
لحظه ای چند بر این آب نظر کن
آب ، آئینة عشق گذران است
تو که امروز نگاهت به نگاهی نگران است
باش فردا ، که دلت با دگران است
تا فراموش کنی ، چندی ازین شهر سفر کن !

با تو گفتم :
حذر از عشق ؟
ندانم
سفر از پیش تو ؟
هرگز نتوانم
روز اول که دل من به تمنای تو پَرزد
چون کبوتر لب بام تو نشستم
تو بمن سنگ زدی ، من نه رمیدم ، نه گسستم
باز گفتم که : تو صیادی و من آهوی دشتم
تا به دام تو درافتم ، همه جا گشتم و گشتم
حذر از عشق ندانم
سفر از پیش تو هرگز نتوانم ، نتوانم … !

اشکی از شاخه فرو ریخت
مرغ شب نالة تلخی زد و بگریخت !
اشک در چشم تو لرزید
ماه بر عشق تو خندید


یادم آید که دگر از تو جوابی نشنیدم
پای در دامن اندوه کشیدم
نگسستم ، نرمیدم
رفت در ظلمت غم ، آن شب و شبهای دگر هم
نه گرفتی دگر از عاشق آزرده خبر هم
نه کنی دیگر از آن کوچه گذر هم !
بی تو ، اما به چه حالی من از آن کوچه گذشتم

مینه


هره شيبه پروت يې
زړه کې هیله ستا د مرګ ده
خو ډېره ډېره سخته ده، چې زه به يې هېرومه
د لیدو لومړۍ شیبه ستا
له تا کرکه مې زیاتېږي، تا خپه زه تر ابد کړم
هغه مینه، چې موږهیڅکله ونه کړه
ته هيڅکله ام هلته نه وې
ماته هيڅکله ام پام نه کړې
په سختۍ مې هڅه وکړه
هيرې ستا خوږې خولګۍ کړم
په سختۍ مې هڅه وکړه
چې هيڅکله دې هیر نه کړم
زما کرکه لا زیاتيږي
هره ورځ هره ښیبه کې
ولې دا دومره سخت کار دی
چې تا هیرکړم نه هېرېږې؟
څومره زیات مې زړه غمجن شي
تیروختونه چې را یادکړم
ها وختونه چې زه خوښ وم
لاړې تیرې شوې زه او غم شوم
په خپګان کې ژوندون سخت وي
بې له تانه چې تيريږي
خو هیڅ سخت نه وي
لږ که وګوري څوک شاته
موږ یو نه یو زما ګرانې
موږ به یونه شو هيڅکله
خو لا اوس هم زما ګرانې
تل تر تله دې یادوم

د کوټي واده


کوټي ویلې خپل خرې مور ته
په ګله یمه راغلی زه ستا لور ته
ولې دومره بې خبره زما له حال يې
په څه فکر او سوچ کې په ټال يې
زه یم ځوان له تا نه هيله د کوژدې کړم
د واده غوښتنه ټينګه پس له دې کړم
که رښتیا ته زما مور او زه دې زوی  یم
یا لوی شوی په رښتیا  ستا په پی  یم
نن چاره به  زما د هیلو او آرزو  کړې
بس سمون به مې دهیلو غوړیدو کړې
کوټي مور، ویل زوی جانه له تا ځار شم
صدقه دې دهر پریکړې او ګفتار شم
دا سپېږمې دې داسې ویتې وتيې کيږي
خوار زړګی دې دچا مینه کې سوزېږي
لاړ شه ولټوه  ښکلې خره  پیدا کړه
په خپل مینه يې خبره او رضا کړه
کوټی خوښ د مور خبرو او ویو کړ
له خوښۍ  نه په ګډا او نڅېدو کړ
خره تیندکې ، اینجقې او نارې کړې
آوازې يې خورې تر نورو خرو کړې
ویلې يې نن مې مور بې حده زه خوشحال کړم
د غمو له دنیاګۍ نه يې پر حال کړم
زه مین د خپل ګاونډ پر ښایسته خرې یم
شپه او ورځ يې دروازې ته په پيرې یم
داسې ښکلې خره به هیڅ ځای پیدا نه شي
زړه زما به په کوم بل خرې مین نه شي
مور ویل ځه همدا اوس لاس په کار شه
کته واغونده کوژدنې ته ښه تیار شه
ټول سپين ږيري او مشران  له حال خبر کړه
د خوښۍ دا خبر خپور په ټول بازار کړه
ټول دودونه رواجونه به پالو موږ
هم سيالۍ او دستورونه به سارو موږ
دوه ښې کتې زبردسته  لاړ شه جوړکړه
په سره زرو او وریښمو يې ښه پېړکړه
ځه  ښه لویه خرماڼۍ ځانته ودان کړه
لوی انګړ يې په بريښنا ښه روښان کړه
ټولې چارې د نکاح ورځ ته تیار شول
لوی خران د مار چارو ته تیار شول
نکاح ګر او نکاح  وال په  ګفتار شول
شاهدان او وکیلان سره کتار شول
نکاح ګر له ځوانې خرې وکړه پوښتنه
دویم وار له ځوان خره کوم غوښتنه
ځوانه خره وه غلې ناسته پټه خوله
د سوچونو په دریاب کې تله راتله
یو شاهد په دې شيبه کې په خندا شو
د خرې ناوې د چوپتیا دلیل پېدا شو
ناوې ناسته د ور لور ته په کتو وه
د شوتلو کروندې ته په لیدو وه
د شوتلو کرونده ناوې ته ورکړۍ
خرخانه او یو انګړ هم ورته ورکړۍ
ځوان خر ومنل شرطونه د خپل ناوې
سوغاتونه د خرې مخ شو را  تاوې
په دریم ځل نکاح ګر بیا وکړه پوښتنه
د پيوند د منو بیايې  کړه غوښتنه
ناساپي د خرې سر په خوزيدا شو
د قبول کلام يې ژر په خوله ادا شو
خرو مجلس ډک له خوښې او خوشالۍ شو
په هر خوا ویش د خوږو او شیرینۍ شو
په هر لور غږ د خوښۍ مبارکۍ ؤ
هم د نقلو آخور ډک هم کجاوې ؤ
له هر خوا د خرو عرعر او تیندکونه
منځ محفل کې ول د کوټو خېزکونه
ټول مجلس کې عرعرې او خرمې وې
د ګډا او د نڅا مستې نغمې وې

وخت


نه به ته يې نه به غم وي نه غصه
نه به دا ددنیا خلک نه آبادي وي
د مست سیند د لالهند حباب  پر تلوار مې قسم
د خوښۍ په ها لمحه چې لاړه تېر شوه مې قسم،
دا ناخوالې به هم تیر او پوه پنا شي
بس یادونه به د تېرو را پراته وي
دا شیبې څومره بربنډې، لوڅ لپړ دي
چې وا نه غوندې شېبې خپل ته د غم جامې هيڅ کله

غربت

کړۍ ورځ  ستا په یادونو تېروم زه

دا چې څه به وي سبا سوچ نه کوم زه

زه په دې هيله سبا غېږې ته ځم

چې یادونه ستا پر زړه انځوروم

یوه ورځ به مې زیارت دقبر وکړې

دې شیبې ته بې صبرۍ تمه کوم

خپل تنکۍ لېچې به زما پر لهد کېږدې

سوړ بدن خپل ستا په ګوتو  تودوم

دلته همدومره واټن زما او ستا ترمنځ دی

ته ژوندون کړی زه يې دلته تیروم

دسړې تيږې پر لمس  ستا خوشحالېږم

له دې لارې زه احساس د عشق کوم

ددنیا هرڅه مې پريښود په دنیا کې

بس یو مینه ستا په زړه کې خپلوم

خپله مینه او محبت ماته ډالۍ کړه

ستا په مینه به مړ ژوند خپل ښادوم

زما مینه دومره ټينګه او پخه ده

یو کتو ته دې مړ زړه قربانوم

نوره تمه د سبا بل سبا نه کړم

دا شيبې بس ستا یاد کې تیروم

په غربت کې ستا دمينې په ارمان

تل د اوښکو سور سیلاب جاري کوم

نور نو هيله او امید د سبا نشته

ځکه نن ټول وخت په یاد ستا تیروم

ولې ژړا نه کوم

ژاړمه نه

اوښکې مې نه بهېږي

خو زړه مې  تيږه نه ده

دا نه ژړا مې د غرور نښه ده

زه په ژړا د زړه بړاس نه باسم

ماته ژړا د کمزورۍ نښه ده

ماته ژړا د ماتېدو نښه ده

زه که خپل غم غلطوم

د غرو لمنو ته ځم

د سیند په غاړه

د آرام څپو موجونو ته ځم

نغمو ته غوږ نیسمه

د بلبلانو ترانو

د ځنګل زړونو ته ځم

خو ژړا نه کومه

نه داچې غم نه لرم

درد نه لرم

نه داچې ډوب د ژوند خوښیو کې یم

نه مې احساس مړ

غم لړلوحوادثو کړی

نه عاطفې کډه له ما کړې ده

زه وینم ټولې دا ناخوالې وینم

دا تورتمونه

ظلمتونه

د ژوند په لاره

ټول خنډونه کړنګونه وینم

خو زه ژړا نه کوم

زه د خنډو له منځه یون کومه

له ګړنګو آوړم

پيچومي وهم

زه په تیارو کې

د تلو لار لټوم

په ظلمتو کې لکه شمه

سوزم

ځکه ژړا نه کوم

څو پاتې نور د ژوند کاروانه نه شم

خپلو غمونو کې  دېره

او نا توانه نه شم

له ژوند پېښمانه نه شم

ستړی ستومانه نه شم

ځکه ژړا نه کوم

ځکه ژړا نه کوم

د موږک پيشو کیسه

راشه واوره  د پيشو موږک کیسه

هم خوږه هم د مانا ډېره پخه

د پيشو بې رحمي واوره

پر موږک زور زیاتي واره

دا کېسه به زه بیان کړم

حقیقت به زه عیان کړم

یو وخت یوه پيشو وه

ډیر غښتلې په پنجو وه

پلنه خيټه لکه ډوول وه

په سینه پلن لکه شپول وه

اوږده لکۍ لکه ښامار

بې رحمۍ کې لکه مار

غړمبېدو به يې پريشان واړه زمریان کړه

او حیلو به يې په تېښته ټول پړانګان کړه

یوه ورځ پر مېخانه ستره پيشو شوه

دخم شا ته د موږک د رسېدو شوه

هلته پټه ګوټ کې ناسته په  کمین وه

د موږک نیوه ته چم کې ډير اړین وه

څو دخيټې دوزخ ډک ژر له موږک کړي

او د خولې مزه خوږه لکه قندک کړي

د موږک نیوو دپاره

خونړي چمو دپاره

لکه غله په ګوټ کې ناسته په دوکوو وه

ډير په تمه د موږک د رسيدو وه

یو ناساپه له دیواله را بهر کوچنی موږګ شو

په خیزونو په ټوپونو د خم خواته په ورتګ شو

دم شیبه يې ځان ټنډ د خم پرمی کړ

ضعیف ځان يې زړه ور لکه زمری کړ

ویل يې چيرې ها پیشو ده سر به يې غوڅ زه نن له تن کړم

په وښو بوسو به يې ډک  نن ،هم پوستکی او بدن کړم

دا پيشو ده ډېر بې ایمانه، ناتوانه اوکمزورې

که څرګند شي په ډګر به يې حالت ګورې

پيشو واوريدې دا غورې

د موږک لويې ډغرې

یو ناساپه يې اوچت یو رسا ټوپ کړ

ويښ موږک يې له دروند خوب کړ

موږک ویل دا لاپې باټې ناپوهي وه

له نشو نه پيداشوې بې عقلي وه

په ټول ژوند زه ستا د حکم تابېداریم

هم غلام حلقه په غوږ ستا د دربار یم

تاته عذر او زارۍ کړم

غږ د خپلې آزادۍ کړم

زه نشه می او شراب کړم

لیونی او ډېر خراب کړم

پيشو ویل دروغ  ویل بس دي

هم  ټګي او برګي بس دي

ته فاسد اوبې ایمان يې

ته خوراک د مسلمان يې

پيشو سر له موږک پرې کړ

په سرو وینو غاښ يې سرې کړ

چې د خيټې اور يې سوړ شو

جومات تلو ته يې زړه جوړ شو

نو اودس يې خپل تازه کړ

عبادت يې د ملا په اندازه کړ

په څو وار وار يې  توبه کړ

پېښیماني موږکانو پر سوبه کړ

د ناحقه وینو له څکلو ډېر پښيمان یم

هم چمتو د خپل ګناهو د جبران یم

یو شیبه کې يې عذرونه او زاري کړۍ

او له سترګو يې تودې اوښکې جاري کړې

بل موږک هلته منبر تر شا پټ ناست ؤ

د پيشو عذر او زاریو او د خواست ؤ

په ډېر ځير يې هر څه واوريد

هم دعا هم ختم يې واوريد

په خوښۍ او په مستي شو

د خپل خيل په لور راهي شو

وې دوستانو موږکانو

د پيشو کلک دښمانانو

دا لوی زېری مې پرتاسې

د پيشو پيغام تر تاسې

نن پيشو  سم مسلمان شوه

له خپل کړو خپل پښيمان شوه

په جومات لمونځ  او سجدې کړې

هم زارۍ هر دم توبې کړې

موږکان شو په څېړنه

د پيشو پر داسې کړنه

ټول خوشحال او په مستي شول

امیدوار د ژوند هستي شول

دا پيشو  ددرناوي ده

هم د قدر رښتياني ده

موږکان اوه شول غوره

له هر خوا او لر او بره

هم کارګر او  هم بزګر

هم مداح او ستاینګر

د پيشو قدر او عزت ته

هم خدمت او هم حرمت ته

سوغاتونه يې راټول کړل

د پیشو مخې ته يې شپول کړل

چا خومان ډک له شراب کړل

چا وریته چرګ او پسان کړل

چا خوږې او چا ترشې

چا هم شات او چا مستې

هم پنیر او پلاونه

هم قورمې او نور خوندونه

د میوو ول قطارونه

ددنیا هراز خوندونه

د پيشو مخ ته کتار شول

هم سر ټيټ په یو وارشول

ټول سلام ادب يې وکړ

د پيشو صفت يې وکړ

په ادب يې کړې خبرې

د پيشو يې کړې ستاینې

ته لایق د خدمتو يې

د هر رازه چوپړو يې

موږ قبول په ځان دا ویاړ کړ

ستا خدمت ته ځان تیار کړ

ته فرمان کړه ستا عزت کړو

موږه ټول ستا محبت کړو

پیشو ویل څه ناپوهان دي

ډېر بې عقله ساده ګان دي

خدای چې رزق سړي ته ورکړي

هر هر څه مخې ته کړي

دا څو میاشتې وږی تږی

په دعا د رب وم ستړی

څوک چې پروت د خدای چوپړ ته

رزق به يې رسي تل انګړ ته

ویلې راشۍ زما ملګرو

زما د مینې مرغلرو

موږکان خوښ او خوشحال شول

د پيشو لطف ته برحال شول

خو په زړه لږ بېقرار ول

د پيشو له چم تلوار ول

 

موږکان زړه او نا زړه ول

د پيشو مخ کې بې زړه ول

یو ناساپه پيشو ټوپ کړ

د موږکو يې وران خوب کړ

له پنځو نه يې سر پرې که

بیا يې غاښ په وینو سرې که

موږکان وو غوره کړي

هم په ځير يې نښه کړي

څوک يې څيرې په پنجو کړل

برابريې تر غاښو کړل

موږکان دوه شول په ځغاسته

د پيشو څنګ ته ول ناسته

هم په ځغاسته او ټوپونو

ځغلېدل مخ په کورونو

موږکان يې نور خبر کړل

د پيشو له ظلم اوشر کړل

موږکان يې په ماتم کړل

چې خبر پيشو له چم کړل

ولې داسې غلي ناست یاست

د پيشو پر جنایات یاست

پیشو مړ زموږ یاران کړل

هم د قوم ټول سرداران کړل

اوس نو خاورې مو په سر شوې

بې مشرانو در په درشوې

موږکان ټول پریشان شول

تورجامو کې په خپګان شول

ټول له سره په ژړا شول

هم ویرجن په واویلا شول

تورې خاورې يې په سر کړې

جوړ ویرونه يې له سر کړې

ټولو پریکړه دتلو وکړه

د سلطان دلیدو وکړه

عرض پاچا ته به کوو موږ

د پيشو له ظلم کوو موږ

پاچا ناست پورته په تخت و

ډیر خوشحال له خپله بخت و

موږو سر ټيټ په درناوي کړ

وخپل شاه ته په زاري کړ

پيشو ظلم ستم پر موږ کړي

هره ورځ غوڅ سر زموږ کړي

پخوا په کال یو به يې ښکار کړ

په مودو به يې انتظار کړ

اوس شیبه کې پنځه وژني

لوی کوچنیان مو پنځه وژني

پيشو کله مسلمان شوه

بیا زموږ د مرګ او خوان شوه

موږو و ټکوه سر خپل

خلاص پاچا ته غم دفتر خپل

پاچا ويل ای ګران عزیزانو

ای خوږو خوږو دوستانو

زه به غچ له پيشو  واخلم

خوب آرام له پيشو واخلم

اونۍ پس لښکر تیار شو

جنګ جګړې ته برابر شو

لوی لښکرې له هر لورې

د وسلو کاروان که ګورې

چا به تورې پړقولې

چا نيزې اوچتولې

ټول په لوړ همت روان ول

نه په فکر د خپل ځان ول

څوک د آس پر سورلۍ سپور ؤ

هم فیلانو شورماشور ؤ

هره خوا کتار پوځونه

د وسلو ول انبارونه

یو موږک وزیر د جنګ ؤ

هم عاقل او هم زرنګ ؤ

ويل قاصد  لېږو پيشو ته

څو چمتو کړي ځان جګړو ته

ژر دې پوځ ته ځان تسلیم کړي

او خوشحال دې خپل غلیم کړي

یو قاصد په لار روان شو

رسوونکی د توفان شو

ویل يې زه د شاه ریبار یم

نیغ راغلی له دربار یم

ژر د شاه دربار ته لاړ شه

یا چمتو د جنګ دکار شه

پیشو ویل وایه سلطان ته

تسلیم نه یم ستا فرمان ته

پیشو ژر لاس په کار شو

جنګ ډګر ته ژر تیار شو

ستر لښکر يې برابر کړ

په وسلو يې ښه تیار کړ

له هر خوا نه پيشو ګانې

را راون لکه زمریانې

لوی لښکر ډګر ته راغی

ښه سمبال په وسلو راغی

موږګان راغله له دښتې

پیشوګان له غرو په سختې

دوه لښکرې شوې څرګندې

هره خوا مورچل او کندې

سخت جګړه په منځ کې پیل شوه

ټول دنیا ورته د سیل شوه

په میړانې يې جګړه کړه

هم یرغل هم  يې جذبه کړه

ډېرې موږې پيشې مړې شوې

په سرو وینو دشتې سرې شوې

پيشو ګانو سخت یرغل کړ

پر موږک يې سور اوربل کړ

یو موږک پر آس ور خیز کړ

خپله ډال توره يې لا تيز کړ

په موږکو کې خوښي شوه

د بري غږ او مستي شوه

هره خوا چیغې نارې شوې

د بري خپرې کیسې شوې

موږک شاه پرفیل سپور شو

ستر لښکر ترینه چاپیر شو

پړي واچول پيشوته

کشوه يې لوی ورشو ته

شاه ویل تا به به دار کړم

ځان بې غم به په تلوار کړم

پيشو ولید شاه د موږو

لوی غرور له دغه سپږو

مړ غیرت يې بیا ژوندی شو

خونړی لکه زمری شو

د ډار وهم زنجیر يې مات کړ

غوڅ يې مزی په دم ساعت کړ

موږکان يې تار په تار کړه

ټول په دښته يې مردار کړه

دموږک لښکر ژر مات  شو

موږک شاه له ډاره قات شو

مړه فیلان او فیل سپاره شول

وران شاهي او ټول خواره شول

دا کیسه ده څه عجیبه

په مانا ښکلې رنګينه

ځان دې پوه پر دې کیسه کړه

په مانا ځان دانسته کړه

څوک سر لوړی او قوي شې

نو تل پاتې دایمي شې

دا پيشو موږک سمبول دی

هر هوښیار پوه په دا رول دی

څلوریزې

زه خو هسی مات پریوتی یم په لار نور مې څه له ماتوې مینې
زه د لار په تورو خاورو یم پرېوتی نور مې ولې رغړوې مینې
غبرګې سترګې تاته آوړي ډير په مینه مینه  
په چړو د سترګو ولې زړه مې بیا ټپي کوې مينې
***
په شین سهار دسیند د غاړې پرښې او وښو کې
د تورو سپینو وریځو سپرلنیو نڅېدو او مسېدو کې
په هر لورې خپاره دي پر فضا  غمجن رنګونه
لا سترګو کې ځلا شته لا هم هيلې غوړېدو کې
***
احساس د تودښت نه راځي د لمر وړانګو څپو کې
ها خوند او ښکلا نه نشته د سپرلي تازه وږمو کې
ګرمې دمینې ورکه شوه په زړونو او رګو کې
هيڅ پاتې نه دی خوند نن د یارانو  مجلسو  کې

***
نور دا غمونه پرېږده چې سبا به څه پېښېږي
دنن خوندونه واخله چې سبا درنه تيرېږي
دا نن سبا  پرون دی او پرون ته ورتګ نشته
پرون زړه کیسه ده هسې بیا نه راپېښېږي
***
تاوده تاوده کاته دې زما سړو سترګو ته ژوند دی
تل ګوره په دا سترګو دا زما اسره د ژوند دی
لا تږی دچینې یم په سراب پسې مې یون دی
زه ويلې نیم نظر کړم دا اوچت  له بله خوند دی

خم


ای ښکلې ښاپېرې ستاهر یاد  پر زړه  ورېږي
ستومانه بېلتانه کړم ستا وصال ته مې زړه کېږي

ستا ښکلا به  مدام نه وي نه ښایسته به د سپرلی وي
دا په یاد لره د ژوند کاروان ژر درومي او تېرېږي

د کار وخت بس همدادی د پلمو نه لاس په سر شه
که همت لرې په سر کې ورانې چارې هم سمېږي

ما وږمې ته  توره شپه کې تورو  زلفو ګله وکړه
ماوې تېر له زوړ اندو شه ژوند په زوړ کله سمېږي

هر سهار دلته نڅېږي سپرلني مستې وږمې تل
خو د زړه غلیمي داده  د باد خلاف جنګېږي

دې بېلتون او جدايۍ مې  زړه غمګین او پریشان کړ
لږ راکش کړه تنابونه شي دا واټن د زړو کمېږي

د غیب سترګې  هره خوا دي خو دا سترګې چا ليدلي
دنیا ډک له راز اورمز ده د چا سر پرې نه خلاصېږي

څه ښکلا  به د ها بڼ وی هلته ته چې قدم نه ږدې
که قدم په دې خوا واخلې وچې شاړې سمسورېږي

غم را لېږه چې مرهم دی د ټپي زړه په بستر کې
خپل دردونه ژر رالېږه د زړه درد مې لږ کمېږي

ته ترخه ترخه  را لېږه په ترخو د زړه تسل دی
دا ترخه زما له تقدیره ډک جامونو کې رسېږي

ټول اندونه دې روښانه او حکمونه دې د خیر دي
په مجلس کې د خوبانو کله اند د ګټو کېږې

دلته ځای د ها چا نشته چې فکرونه تل دځان کړې
میخانې په شنو رګو دا سرې وینې چې بهېږي

که د زړه وچو ډاګو کې د شراب سیلاب راشي
د عمرو اوږدو غمونو سختې غوټې ژر خاصېږي

ټول غمونه به پری مینځم  دا د شنو خمو په وینو
د زړو شرابو خم کې سر د چا کله ډوبېږي

ناورین


کشتی د ژوند شوله راماته لاره ورکه زما
څنګه به ځمه لاس تړلي پښې تړلي زما
چيرې به وځم له توفانه څرک د غاړې نشته
کاڼي را اوري ټوک ټوک شوی درست بدن زما

زړګی را مات ټول ناکردو د زمانې کړ زما
وس ما کې نشته  جنډه پریوتې  لاس مات زما

لکه هوسۍ په شنو درو خوښ اوخوشحاله ومه تل
نن د دریاب مستو څپو کې ډوبېده دي په هر آن زما

ځم  په هر ګام کې بدرۍ خورمه پریوزم په لار
ستړی کاروان به نن منزل ته څنګه رسي  زما

مانه کیسه د سرو اورونو او ایرو مه پوښته
دنیا برباده یو شیبه لکه بریښنا شوه زما

څومره ښه وخت ؤ ستا تر سیوري آرامه ومه
ها خوږې هيلې چيرې ورکې سرګردان شوې زما

د ټپي زړه نه دخوښۍ او ښادۍ تمه څه کړې
خوښۍ ټول لاړې سرګردن او مرورشوې زما

د ویجاړ ځالو بلبلانو نه پوښتنه وکړۍ
کومه خوا درومي ډلې ډلې نن له بڼه زما

سمون


هر چارته لار په کار ده ګډوډان پرې نه پوهېږي
واټن ددواړو ډېردی ځکه  چارې نه  سمېږي
منبر دپاسه ناست له دې ټګانو مې  زړه تور دی
مات زړه، په ډک جامو د سرو شرابو ژر  رغېږي
څوک ترنګ د رباب باسي کړي د زړونو رغونه
تسبې د سالوسۍ په لاس   تقوا نه بلل کېږي
دوستانو په هر شتون ، دښمنان په اور ستي شي
د لمر وړانګوته مړ څراغ هیڅ کله نه ځلېږي
ټول پوهه مې رانجه دي لکه خاوره ددرشل ستا
په کومه خوا به ځمه چې زړه تا نه نه صبرېږي
د زنې مڼه مه ګوره په لاره کې کوهی شته
دادومره بيړه څه ده په هر بيړه خطا کيږي
څه خوند وي د وصال په خوب اوخیال کې زنګېدل
قسمت د سړي ښه وي په دې ټال کې چې زنګېږي
زما نه خوب او خیال ټول بېګانه شو تمه مه کړه
پوه نه یمه خوب څه دی او خیالونه څنګه کېږي

جامونه

زړه ځي زما له لاسه مکیزونه چې خوبان کړي
رازونه ځي سینې نه دیار سترګې چې جادو کړي  


پر ماته کشتۍ ناست یم د یار په لورې ځمه
توفانه  نه وېرېږم که ګواښونه هر شيبې کړي


یو څو ورځې ژوندون دی په منډه ځي تېريږي
فرصت بس همدادی رښتیا که څوګ نېکي کړي


د ګلو ښکلي بڼ کې بلبل خوږې نغمې کړې
خزان ته يې پام نه وي د سبا نه اندېښنې کړي


په برخه يې چې هوسا ده دغمونو دې دنیا کې
نېکمرغه به وي ځکه دبې وزلو چې یاري کړي


هوسا ددې نړۍ په دوه خبرو کېږي
مینه پر یارانو او زغم د دښمن وکړي


دښه نامه کوڅې يې  زموږ پرمخ تړلي
خپه پر دې خبره،  بدل دې خپل تقدیر کړي


ترخه هم ستونی سېزي، هر غړپ کې يې ګناه ده
خو ضمیر د بدو پاک او له دروغو يې آزاد کړي


تنګسې او بې وسۍ کې عیشونه او مستي کړۍ
دا پانګې او شتمنۍ  قارون پر مځکه ښخ کړي


دا غیرت به دې ستي کړې ناړامي دڅه دپاره
یار ګوره په اورغوي له موم نه تیږه جوړکړي


هینداره دسکندر د میو ښکلی جام دی
احوال د درست جهان شېبه کې دربیان کړي  


دا ښکلي مستې پېغلې د ژوند جامونه ویشي
ساقي دې پیغام یوسې ټول ښکلي دې خبر کړي


یار زه به لاس وانخلم د سرو میو له جامو نه
که شیخ له تعصبه د غضب اورونه بل کړي

مور


د یو فارسي شعر په تقلید کې ليکل شوی
پورته هسک ته مې کتل
آسمان نه مې پوښتل
ته کوی شې یو شیبه
جوړ له ځانه روح د مور کې
ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
درست جهان  دې کار ته کم دی
دې ته ستوري نه بسېږي
کهکشان ورته کمېږي
د رڼا هم ډېر کمښت دی
لمر سپوږمۍ هم نه ځلېږي
***
ما له خاورو وپوښتل
ته د مور زړه ګی کېدی شې
لکه د هسک پراخېدی شې
ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
ما  له  د بڼ بوستان کمی دی
ماله د زړه پانګه کمی دی

***
پر جهان مې داغږ وکړ
پر وخت ځای مې هم غږ وکړ
جوړ  له ځان ژبه د مور کۍ
ټول لوړتیا
ټول غزتونه
شان شوکت
او ټول برمونه
یو شیبه لکه بستر کۍ
ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
آسمان مې  واک نه دی
شمیر د ستورو مې بس نه دی
شان شوکت مې ډېر لوړ نه دی
نوم نښان غزت مې لږ دی
***

بیا دنیا ته مې  ویلې
ته کوی لمن د مورشې
او زانګو د رحمتو شې
ډک له عطرو او شبو شې
ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
ښکلې بڼونه ما کې نشته
ښایسته ګلان ما کې نشته
چې د مور غېږ کې غوړېږي
چې د مور غېږ کې لویږي

***
سمندر ته مې مخ واړو
یو پوښتنه مې ترې وکړه
ما ویلې یو شیبه کوچنۍ لمحه
ځان جوړ لکه د مور کې
لویه مینه شې اوچت شې
اوچت ستوری د آسمان شې
ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
زه آزاد له ساحل نه یم
زه نیمګړی یم محدود یم
ددې ستر کار دپاره
زه یو څاڅکی او قطره یم
نه طاقت توان لرمه
دغه کار ته بې قدرت یم
***

سباوون ته مې ویلې
ځان نه جوړ شونډې د مور که
چې جاري درنه هم شات  وي هم شکر
د خبرو په شیبه کې
ټوله مینه، محبت شې
هم الماس  او سره زر شې
‍ ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
هغه ګل به پيدا شي
په موسکا د مور تازه شي
هیڅ سپرلی به پيدا نه شي
هيڅ جنت به پيدا نه شي
هغه خوند د مور د مينې
هغه ژوند د مور د غېږې
نور چینو کې پیدا نه شي
چې د مور له موسکا را شي
ما کې داسې مينه نشته
په خندا کې مې ساه نشته
کوم ځلا چې را رسېږي
له خندا د مور له شونډو
دا خندا دهغې ژوند دی
دا خندا د هغې ساه ده
که زما د ورځې ساه کې
د ژوندون مزه لږ ښکاري
که زما د روح رڼا کې
د روح او ساه کمي ښکاري



***

ما له پوهې تپوس وکړ
را بیان د مور مانا کړه
ویلې نه او هيڅکله
دا ګران کار مې په وس نه دی
زما منطق او فلسفه، هم مې عقل هم مې ژبه
ددې کاره عاجزي کا
نه يې وس د بیان شته دی
نه يې پوهه توان شته دی

***

مخ مې واړو عشق ته
څو د مينې په هینداره
مخ د مور ته زیر وګورم
په رښتیا څېره د مور وه
ما لېده د عطرو زړه کې
ماليده د ګل څيره کې
ما ليده د سباوون خوږه وږمه کې
ما لیده د سبايي خوږه نغمه کې
ما ليده زړه د چمن کې
مالیده د بڼ سينه کې
مالیده په شنه سپرلي کې
ماليده په آلوتو د توتکیو په نازو کې
ما ليده په شنه چمن کې
د سپرلي پستو وږمو کې
مالیدله په سینګارد  ښکلاګانو
مالیدله په دنیا کې تر هر چا مهربان زړه کې
په ښکلاو کې بس مور وه
په ښيګڼو کې بس مور وه
بس یو مور وه
بس یو مور وه
دا زما او ستا مور وه
دا زموږه ستاسې مور وه

مینه


هر تار کې د زلفانو دې زنګېږي مین زړونه
ورېږي په زړګي مې ستا د غشو ګوزارونه
څو مست دې د زلفانو په وږمو دا مين زړه دی
آزاد ګل او بوستان ، د آرزو شو بند  ورونه
شیدا ځکه د یار یم،  ښایسته د جنت حوره
رفتار چې په مکیز کا پرېشان د زړه کورونه
ساقي پیالې که ډکې د رنګونو  له خمونه
انځور د زړه وګوره نه يې ورخ شته نه ورونه
دا څه غمزې راباسي لکه وینه د خم زړو نه
خندا او قلقلې کړي د مینا د زړه تارونه
داڅه پردې دې جوړې د آواز په دې سوروکې
چې يې  وتړلې لارې د وجدان شور او شرونه
ها څوک چې مینه نه کړي وصال غواړي
د زړه کعبه به ډکه کړي له کبر اوکینونه

بې فکره کار


که ځم پسې فتنې را پاروي
که تير مې له غوښتو شم بس کينې را پاروي
یو دم که لاروي ته له وفانه
ښکته دوړه يې د پښو شم لکه باد ځان تېروي
که هیله د خولګۍ کړم سل افسوس
د مکر او مکیز نه بیا شکر را وروي
تیروتنه په نرګس کې چې ستا وینم
آبرو ده چې د لار پر خړو خاورو يې  ګډوي
د مينې د صحرا لوړې ژورې یو بلا ده
دا کوم لوی زمری د ډار پروا چې نه کوي
ته ژوند غواړه و زغم چې دا مکاره زمانه
څه تورې بلا ګانې به پرسر در وروي
تسلیم ته غاړه کېږده ای زړګیه
تکل که د رزمو وي دا رزمونه پاروي

نه راځي

پاسېږه وطنه څوک ستا ژغورو ته نه راځي
مات کړه زنځيرونه آزادي په خپله نه راځي
مه کينه په تمه چې بل ستا مات زنځیرونه کړي
بر وهه لاسونه چې دا وخت بیا بېرته نه راځي
مه پریږده تا مات کړي تل بېداره او مضبوط اوسه
دې تورو تیارونه د وتو وار هر ځل  نه راځي
لا د آزادۍ هيلې ژوندۍ دي وارخطا نه شې
پوه شه خپلواکي په تشو هیلو هوس نه راځي
لار کې کړنګونه او پېچومې وارخطا نه شې
لعل د سیند له تله بې لامبو په کتو  نه راځي
ته د خړو دښتو، وچ ډاګو ښکلی آزاد غاټول
تاته د باغچې دګل اوبه روانې  نه راځي
وخوره اوچت شه له خوبو او له غفلت ځنې
ستا پر بدمرغیو د چا اوښکه خواره نه اځي

د زیږ ورځ


سوغات د مينې له آسمانه شوې ته
لکه ډیوه په زړه روښانه شوې ته
ستا د زیږون ستا دې خوښۍ ورځ ده نن
ستا د سپرلي او نیکمرغۍ ورځ ده نن
ورځ د زیږون دې مبارک وي تاته
ژوند دې خوښيو نه ټول ډک وي تاته

ته په هر ځای د ګلو څانګه  يې ته
په زړګي پاک  او لویه پانګه يې ته
ستا په خوښي خوښي د ځان وینمه
ښکلې څېره دې تل روښان وینمه
ورځ د زیږون دې مبارک وي تاته
ژوند دې ښادیو نه ټول ډک وي تاته

نن بیا دې ورڅ د زېږیدو کالیزه
زیری د مينې  غوړیدو کاليزه
خواړه هر لور ښه پریمان ښکاري
بلې ډېوې پر دسترخوان ښکاري
ورځ د زیږون دې مبارک وي تاته
ژوند دې خوښيو نه ټول ډک وي تاته

څو دا دنیا اخر او پای ته رسي
ستا ملګرتوب سینه کې ماته رسي
د دنیا ټولې خوښۍ تاته غواړم
پوره آرزو هره زه تاته غواړم
ورځ د زیږون دې مبارک وي تاته
ژوند دې خوښيو نه ټول ډک وي تاته

جشن د زېږ د همېشه غواړمه
یاران او بزم د تازه غواړمه
درد او غمو نه په امان اوسې تل
خوښ په پېړیو جاویدان اوسې تل
ورځ د زیږون دې مبارک وي تاته
ژوند دې خوښيو نه ټول ډک وي تاته


2010-08-22


ګران زوی رمان جان پرهيز ته يې د زېږ ورځې پر ویاړ ډالۍ کوم

تمنا

چې له دنیا يې تمه نه وي، تماشا به څه کا

چې يې کور د يار پر زړه وي بل مکان به څه کا

 

چې دې تل لاسونه پورته د خیرات  دي

دمجبورد مجبوریو تش تپوس به لا څوک څه کا

 

ته ښکلې ښاپېرې يې ، زه دې وریت په انکار کړم

پوښتنه له ملنګه  د اړتیا به لا څوک څه کا

 

د اړو اربابي ده ژبه ګونګه  د ګدا ده

د یار په لوی دربار کې تمنا  به دلته څه کا

 

خبرو څه حاجت چې تکل دې زما دمرګ دی

دا هر څه ټول ستا دي، بیا تکل د چپاو څه کا

 

هنداره ددنیا ده پاک ضمیر زما د یار

خبرې د اړتیا کړې دا اړتیا تمه د څه کا

 

د څه دپاره باسې  ته منت د جاله وان

ګوهر په لاس درغلی داسې بیا  تلاش د څه کا

 

ای مدعي ورځه نور مې تا سره کار نشته

محبوب دې خواته ناست ددښن اړتیا  څه کا

 

د مينې سوالګره اخله خوند د یار له شونډو

یار پوه  په مطلب  دی ته بیا غوښتنه څه کا

 

ته بس نور تمنا کړه چې  څرګند دې لوی هنر شي

هر دم نوي غوښتنې دا ګدا داسې د څه کا

آزادي

عنبر زلفو  خطا  کړه بس خطا وه چې کېدله          

پرما يې هر جفا کړه بس جفا وه چې کېدله


یا اور و لګېدلی د ورېښمو په انبار کې                

څه زور ستم جاري ؤ په خوارانو به کېدله


مرور به څوک پخلا کا جام د میو ماته راوړه          

له خيرو زړکی پاک که چاره داسې کېدله


د مينې په درشل کې اراده ټينګه په کار ده            

د ژوند غم او خپګان ته چې دوا داسې کېدله


که زړه غمزو او مکیزو د جانان   یوړ                

د تیر پېښې په زړه زما  پاتې داسې کېدله


اغیار چې هرڅه وويې څه پروا مې ورته نه وه       

زړګی مې ځکه مات شو دیار ژبه داسې کېدله


دروغجنو ناصیحانو نه په تېښته تېښه لاړم            

همدا وه په نصیب  مې آزادي داسې کېدله

د مينې دنبا

له شپې نه تر سهاره، ستا د زلفوسلسله وه

یارانو په محفل کې ستا د زلفو هنګامه وه

 

زړه ستا د بڼو څوکو د دریاب  وینوکې ډوب و

او ستا د وریځو ټال کې هر شيبه یې  زنګېده وه

 

نسیم د سبایی به ستا پېغام  ماته  راوړلو

وږمو  نغموڅپو کې  ستا دمينې  نڅېده وه

 

د مينې له غوغا نه دا دنیا وه بې خبره

غمزو کې ستا راښکېل دنیا، د کوډ څه اغيزه وه

 

په خټه تر هر چا ښه نیک انسان وم

چې ښکار خال دهندو شوم، بې وسي هسې د زړه وه

 

غېږ پرانيزه یاره تنګ زړګی زما آزاد شي

ستاغېږې په پراخۍ کې  هم پراخي زما د زده  وه

 

په غېږ ستا د وفا کې که لاړ زه له دنیا شم

ستا ټوله پاکه مينه  تر هر څه ماته  خوږه  وه

د تاک لور

چې شراب څکې توی څوڅاڅکی  کړه  پر خاوره

چي يې بل ته ګټه رسي له ګناه مه کړه څه ډاره

را پورته ډک جامونه  کړه د میو سر پرسر

چې  پاک دې روح بدن شي دغمونو او بد کاره

ورځه وخوره هرڅه  پروا مه کړه د سبا  ته

باور په ژوندون نشته، ترې به درومې سم د واره

دا  هوډ مې دی  نیولی ستا لیدو له به درڅمه

د پېښې ورځ به راشي  قدم نه اخلم پدې لاره

دوزخ  او که جنت دی ، آدم او که پري ده

دعوې او دا کفرونه، دي ټګۍ او بخل لپاره

معمار وتړلې لارې غزیدلي  میخانې ته

شا او خوا دې میخانې ته د ورتلو نشته هيڅ لاره

د تاک لور په مکیز او کرشمو،عقل او زړه یوړ له مانه

خراب پروت تر قیامت یم چاره نشي له دې کاره

په لار د میخانې مست او خوشحال له دنیا ځمه

هم هلته دلته خوښ  یم  چاره څه بې له خماره

دابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل‌ د يو شعر ژباړه


ای مردهء تکلف از کیف و کم برون آ
گاهی برغــم دانش دیوانه هم برون آ
ای د تکلف مړه له کیفیت او کمیته را بهرشه
کله د پوهې خلاف لکه ليونې هسې رابهر شه


اې چې ځان دې په تکلف کې مړ کړ، يانې هغه څوک چې په ظواهرو کې ډوب يې او د مادياتو فکر کوې او ژوند دې په خپل لاس په کړانو او ستونزو کې ډوب کړې دی، او د کمیت او کیفیت پسې لالهاند يې، يانې ددغه کمیت او کیفیت څخه را ووځه، که ستا پوهه هم تا ته ددغه کار واک او مشوره نه درکوي، ځان له دغه اړتيا څخه خلاص کړه. کله ناکله د هغه څه په خلاف هم عمل وکړه چې ستا پوهه او ستا علم تاته دهغې سپارښتنه کوي. کله داسې و بوله چې ته لیونی يې، ددغه کمیت او کیفيت پسې مه ځه. انسان ددې دپاره نه دی پيداشوې چې يوازې د خپل نفساني او دنيوي اړيکو په اډانه کې بند پاتې وي. يو شمير کسان علم او پوهه ددې دپاره تر لاسه کوي څو زياتې مادي ګټې اوخوندونه تر لاسه کړي . دوې د ښه ژوند او نيکمرغۍ مفهوم ددنیا د نعمتونو په تر لاسه کولو کې ویني، دوې هغه ستره نیکمرغي نه لمسوي کوم چې انسان ته د اوچتو انساني او معنوي ارزښتونو د تر لاسه کولو د لارې ورپه برخه کيږې.

تا از گلت جز ایثار رنگ دگــــــــر نخندد
سر تا قدم چو خورشید دست کرم برون آ

څو له ګله دې، بې د ايثاره بل رنګ ونه خاندي


سرترپايه لکه لمر سخاوت کې سره بهر شه


لمر د ځان ښندنې ، سخاوت او عدالت سمبول دی ځکه کله چې لمر ر ا وخيژي نو خپلې وړانګې هره خوا بې له توپيره خپروي نو ځکه انسان بايد له لمر څخه زده کړي او لکه د لمر داسې سخي او مهربانه واوسي. انسان بايد په خپلو کړو کې ، لکه د لمر په شان چې تودوخه او رڼا خپروي، مينه، رښتينولي او صداقت خپور کړي، يانې انسان بايد ښه کارونه و کړي داسې کارونه چې د انساني ارزښتونو سره سمون ولري. يانې انسان بايد په ټولنه کې دخير او رښتنولۍ استازې واوسی او د شر او فتنو څخه ځان لیرې وساتي.



تنزیه بی نیاز است از انقـــــلاب تشبیه
گو برهمن دو روزی محو صنم برون آ


سپيڅلتيا اړمنه نه ده د تشبیه و انقلاب ته
برهمنه دوه ورځې ورک صنم کې را بهر شه

د ښه څيزونو جوړول ښکلا او سمسورتیا رامنځ ته کوي او تشبه ته اړه نه لري. پاک او سپيڅلي عقيدې تشبه ټه اړتيا نه لري. د برهمنانو په څير بت له خدای سره مه تشبه کوه او دوه ورځې داسی راووځه چې د صنم په خيال کې ډوب او ورک یې . لنډه داچې هر هغه څه چې پاک او سپيڅلې وي تشبه ته اړتيا نه لري.

صد شمع ازین شبستان در خود زد آتش و رفت
ای خار پای همــــت زینسان تو هـــــــم برون آ
سل ډيوو په ځان اوربل کړ په تياروکې پو پنا شول
اې د همت د پښو اغزيه ته هم داسې را بهر شه
په تيارو او تورو شپوکې په سل ګونو ډيوې يا شمعې بلې شوې، سوزیدلې او له منځه تللې دي، يانې دغه نړۍ ته داسې انسانان راغلل اوترې لاړل چې په خپله لکه د شمع و سوزیدل خو نورو ته يې رڼا او تودوخه ورکړه يانې داسې کسان وه چې ټولنې او بشريت ته یې ستر خدمتونه تر سره کړه . دغه سترو انسانانو خپل ژوند د حق، عدالت، آزادۍ او برابرې په لاره کې قربان کړ. په تاريخ دداسې انسانانو نومونه لږ نه دي هغوې د معنويت لوړو پوړیو ته رسيدلي وه او ته چې د همت د پښو اغزی يې، د سر ښندونکو او بيلګه انسانانو لاره خپل کړه او ته هم په دې ډول عدالت ، آزادۍ، حقيقت ته د مبارزې له لارې ،ځان د معنويت لوړو پوړيو ته و رسوه.



در عرصهء تعین بی راستی ظفر نیست
هـــر جا به جلوه آیی با این علم برون آ
د «تعين» په ډګر کې بې له رښتيا برې نشته
هرچيرې چې څرګند شوې دې بیرغ سره را بهر شه

د «تعين» په ډګر او ميدان کې له رښتينولۍ پرته بری نه تر لاسه کيږي. د ډيرو عارفانو او د ذوق د خاوندانو په انده «تعين» د وحدت او وحدانيت مرتبه ده. انسان چې د حقيقت په لټه کې دی لومړی باید په خپله رښتنی و اوسی ځکه هغه کسان چې رښتنې نه دي حقیقت داسې نه ښیی لکه څنګه چې دی بلکې دروغو ته د حقیقت رنګ ورکوې څو خپلې ګټې خوندي کړي. کله چې انسان غواړې يو چيرې را څرګند شي بايد د رښتينولۍ او سمون تر بيرغ لاندې را څرګند شې څکه په رښتيا او رښتنولۍ کې د انسان اصلې جوهر ځلا مومی. بيدل ټولو هغه کسانو ته چې، وحدت او وحدانيت ته پاملرنه کوي د رښتينولۍ او صداقت سپارښتنه کوي.



شمع بســـــاط غیرت مپسند داغ خفت
سربازی آنقدر نیست ثابت قدم برون آ
د غیرت د ټغر شمعې، ځان سپک نه کړې
سر تیري خو دومره نشته په ټينګ هوډ را بهر شه
ته چې د غيرت د ټغر ډیوه يې، د بې عقلۍ او سپکاوۍ داغ مه منه. د انسان پام د انسان اصليت ته را آړوي. هره ورځ سرښندنه نه شي کيدی خو انسان بايد دانساني بشپړتيا لوړ پړاو ته د رسيدو د پاره هوډمن و اوسې.

چون اشک چشم حیران بشکن قدم بدامان
تا آبرو نریزی از خــــــــانه کـــــم برون آ
د حیرانه سترګو اوښکو قدم رو پر لمن کيږدۍ
څو بې پته نه کړې ځان، لږ، له کوره را بهر شه
حيرانه سترګې اوښکې نه تويوي ځکه کله هم له زياتې حيرانتيا او وحشته د انسان اوښکې بیخی وچې شی نو په دی حالت کې بیدل وايې چې اوښکې د سترګو له اډانې څخه نه راوځې او د سترګو په اډانه کې چې د سترګو لمن یې بولي راماتيږي . نو بيدل وایې ته هم بايد لکه داوښکو په څیر د خپلې لمنې په اډانه کې قدم ووهې ددی خبری مانا داده ده چې هر انسان د همت او وقار آداڼه لري او هر هغه څه چې غواړې، هغه باید په همدغه اډانه کې پیداکړي يانې انسان بايد پر ځان باور پيداکړې او د خپل ژوند د سمبالتيا دپاره پر خپلو امکاناتو، وس او خپلو مټو ډډه ولګوي. په هر انسان کې د يو څه د تر سره کولو استعداد او وړتيا شته دې خو ځنې انسانان له خپلو وړتیاو څخه ګټه اخلې او په ژوند کې پرمختګ کوې خو ځنې بیا تل د نورو په امکاناتو ډډه لګوي. که چيرې دکوم څه د تر لاسه کولو دپاره خپل لاس بلې خواته اوږد کړې، ځان به سپک او بې پته کړې.

شرم غرور اعمــــال آبی نزد برویت
ای انفعال کوثر یک جبهه نم برون آ
د کړو د غرور شرم، خوله نه کړي ستا پر مخ
ای انفعاله د کوثر خوړ د نم شه را بهر شه
انسان دغرور د لارې پت او عزت نه تر لاسه کوي. بلکې انسان بايد پر هغه کړونو و شرميږې او په خپلو خولو کې ډوب شي کوم چې دبې ځايه غرور له امله رامنځ ته کيږې. انسان بايد متانت ولري او له لويې نه ډډه وکړي. ای ته چې د کوثرتوب په دعوه کې شرمیدلې يې، لږ تر لږه پر خپل تندي د حیا خوله را څرګنده کړه او د شرم له حالته را بهر شه. په دغه ځاې کې «کوثر» د ستر او بښونکې انسان په مانا دی.

بار خیال اســـباب بر گــــــردن حیا بند
تا دوش خم نه بینی مژگان بخم برون آ
د سبب د خیال پيټې، د حيا پر اوږو کيږده
څو ملادې کړوپه نه شئ باڼه ښکته را بهر شه
پر خپلې بندګۍ او عبادت مه مغروره کيږه، بلکې دا هر څه د حيا په لاس ورکړه او حيا غوره کړه. تر څو ملا دې کړوپه نه شې، یانې و نه شرميږې، دا به ښه وي خپل باڼه و تړې او د فکر او حيا نه کار واخلې. د ملا د کړوپیدو په پرتله د بڼو ټيټيدل ښه دي. انسان په هر کار کې بايد له فکر څخه کار واخلي يانې دا به ښه کار وي که انسان د يو کار د تر سره کولو دمخه دهغه په هکله فکر وکړي او يو څوشيبې خپلې سترګې پټې کړي. ځکه د څو شیبو فکر به ښه وې تر دې چې د ناوړه کار له امله ځان له شرم سره مخامخ کړو.



اثبات شخص فطرت بی نفی وهـــم سهلست
چون خامه چیزی از خود با هر رقم برون آ
د فطرت د شخص ثبوت، بې له وهمه ساده کار دی
لکه اومه يو څه له ځانه په هر شانې را بهر شه
انسان د پوه او هوښيار موجود په توګه د هر څه په هکله فکر کوي او د هغه په علتونو ځان پوهوي چې همدغه ځانګړتيا په انسان کې د شک او ګومان حس رامنځ ته کوي، نو که دغه شک نه وای د فطرت د شخصیت ثابتول آسانه کار ؤ. له دې کبله د ګومان حالت، فطرت له پريشانۍ او ستونزو سره مخامخ کوي. قلم چې څه ليکي له ځانه يې راباسي. يانې انسان هر څه چې کوي هغه بايد دخپل فکر او وړتيا څخه رامنځ ته کړي او په هر حرکت کې خپل شتون ثابت کړي.

بیدل ز قید هستی سهلست باز جستن
گـــر مرد اختیاری رو از عدم برون آ
بیدله، له هستۍ نه په وتو کې ستونزه نشته
که واک لرې نو راشه له نسیتۍ نه را بهر شه
له شتون (هستې) څخه خلاصون يا له منځه تګ ستونزه نه لري او آسانه کار دی، که ته د واک خاوند يې نو ځه او له هيڅ څخه را منځ ته شه. موږ په خپله خوښه نه يو رامنځ ته شوې. اوزموږ رامنځ ته کيدل زموږ په واک کې نه دی.

د مولانا جلال الدین بلخي د کالیزې په وياړ


درنو دوستان نن به تاسی ته د سترشاعر، عارف او صوفي مولانا جلال الدین بلخې د غوره غزولونو څخه یو شعر دهغې له پښتو ژباړې سره وړاندې کړم.

مولانا په دغه شعر او په خپلو نورو شعرونو کې انسان ته د انسانیت د لوړو ارزښتونو او معنویت پيغام ور کوی. دمولانا پيغام د هغه د ژوندانه له وخته تر ننه پورې خپل ستر ارزښت ساتلی دی او نه یوازې خپل ارزښت یې ساتلې دی بلکې نن چې نړۍ د بې سارې مادی ودې له امله د معنوي بې انډولۍ سره لاس او ګريوان ده او په انساني نړۍ کې انساني اومعنوې ارزښتونه د کمزورې کیدو په لاره درومي ، د مولانا شعرونه لا زیات ارزښت پیداکوي . دا ارزښت په دې کې دی چې مولانا په خپل شعر کې د خلکو د زړونو د تر لاسه کولو غوښتنه کوی اودا هغه لار ده چې انسان خدای ته د رسیدو په لور بیایې.

مولانا انسان ته د ستر ارزښت په سترګه ويني او د هغه په شعر کې دغه ارزښتونه د اخلاقي، ټولنیز، فلسفي، عرفاني او ديني مفهومونو په بڼه څرګندیږي. د مولانا شعر په دوه بڼو لیدلې او لوستلی شو. د شعر ظاهري اوباطني بڼه اود مفهومونو مستقیم او غیر مستقیم بيان. مولانا په خپل شعر کې دغه حقیقت ته اشاره کوي چې انسان د معنوي او روحي تقوا او سپیڅلتيا د لارې کولي شي د انسانیت لوړو پوړيو ته ورسیږي.د هغه له نظره، هغه کسان چې د ژوند هدف يې يوازې د مادی خوندونو او شتمنیو تر لاسه کول دي ،د انساني مقام له پلوه د ټيټی کچې انسانان دي. ځکه نه يوازی انسانان بلکه ټول ژوندي موجودات د خپل پايښت او بقا دپاره د غريزي انګيزو پر بنسټ هڅه او هاند کوي. او دغه هڅې او هاندونه په غریزي اصولو ولاړ دي. هماغسې چې نور ژوندي موجودات د خپل پايښت دپاره نور ژوندي موجودات له منځه وړي. انسانان هم دخپل پايښت دپاره نه يوازی خپل طبيعي چاپیريال بلکې انساني چاپيريال هم تر خپل بريد او يرغل لاندې راولي او د انسانانو په وژلو او د انساني ټولنو په له منځه وړلو کې له غير انساني قصاوت او بې رحمۍ څخه کار اخلي. چګړې، جنایتونه، دهشت او وحشت، تیري او تجاوزونه ټول هغه غير انسانی فعالیتونه دي چې د انسان له خوا د انسان پرخلاف تر سره کیږي نو ځکه مولانا له دغه شيطاني چآپيريال څخه بيزاري څرګندوي او انسان ته د انسانيت لوست ورکوی او انسان انسانیت ته رابولي. مولانا په خپل شعر کې د يو رښتني انسان انځور وړاندې کوی. هغه د رنګ، ژبي عقيدې او ټبر پر بنسټ د خلکو د ويش او جنګولو مخالف دی. مولانا انسان د انسانیت د لوړو ارزښتونوپربنسټ له هغه کسانو څخه چې د حيواني خصلتونوپربنسټ عمل کوي توپیر وي. مولانا په خپل دغه شعر کې د هغه کور يادونه کوی چیرې چې هم د خدای نور شته او هم بت. دا کور د انسان زړه دی. د ارسطو له زمانې را په ديخوا داسی عقیده موجوده وه چې زړه د ټولو فکري او عاطفي فعاليتونو مرکز دی نو ځکه مولانا هم د مغزو پرځای زړه ته د یوهمداسې مهم مرکز په توګه ګوري. د انسان په فکراو روح کې هم ښه او مثبت او انساني بهیرونه شته او هم ناوړه او شيطاني. د مولانا په اند کله چې انسان انساني بهيرونه په خپل فکر او روح کې غښتلی کړي نو انسان د خدای په لور نژدې کيږي خو که انسان ناوړه فکرونه او کرکترونه غښتلي کړي نو انسان د حيوانيت او شيېطانت په لور درومي. نو ځکه مولانا دغه کور چې زړه دی له شور او ځوږ څخه ډک بولي چيرې چې د نیک اوبد تر منځ هميشنۍ او نه پخلا کيدونکې مبارزه جريان لري. خو دغه شور او ځوګ د چا غوږونو ته نه رسیږي.
مولانا دداسې لارو چارو لټون کوی چې د هغې په وسیله انساني ارزښتونه خوندي کړي او د انسان په روح او شعور کې انساني ارزښتونه غښتلي کړي.
افغاني ټولنه چې د اوږدو کلونو را په ديخوا د شيطاني قوتونو د سیالۍ په مرکز آوښتې د مولانا او هغه ته د ورته شاعرانو د پیغام رسیدو او پوهيدو ته سخته اړتيا لري. مولانا انساني ټولنه ښه پيژاندلی د هغې په دردونو، کړاونو، مصيبتونو، غمونو او خوښیو ښه پوهيدلې او د هغې د له منځه وړلو د پاره يې د شعر په چوکاټ کې خپل لارښودونه وړاندې کړی دي. مولانا ته ستر درناوې

په دې کې نه دې نغښتې چې يوازې د هغه شعرونه و لولو او يا پرې غونډې جوړې کړو د مولانا ستر درناوې دادې چې د هغه پیغام ټولنې ته او د خلکو غوږونو ته ورسوو.

این خانه که پیوسته در او بانګ چغانه ست
از خواجه بپرسید که این خانه چه خانه ست؟

داکور چې په کې تل ،غږ د ټنګ ټکور دی
خواجه نه و پوښتۍ چې دا کور څه شان کور دی؟

این صورت بت چیست، اګر خانه کعبه است؟
وین نور خدا چیست، اګر دير مغانه ست؟

دا بت دلته څه دی، که دا کورکورد کعبې دی؟
د خدای نور دلته څه دی، که دا ځای ځای د مستۍ دی ؟

ګنجې است در این خانه که در کون نه ګنجد
این خانه و این خواجه همه فعل و بهانه است

دې کور کې داسې ګنج دی، درست نړۍ کې نه ځایيږي
دا کور او دا خواجه، بس هسې کړه او بهانه دی

بر خانه منه دست که این خانه طلسم ست
با خواجه مه ګویید که او مست شبانه ست

لاس مه ږده پر دې کور، چې دا کور طلسم دی
خواجه ته مه وايی، چې دی مست د نيمو شپو دی

خاک و خس این خانه همه عنبر و مشک است
بانګ در این خانه همه بیت و ترانه است

خزلې او ګردونه ددې کور، واړه مشک او عنبردی
هر غږ د ور دې کور کې،هم سندره او غزل دی

فی الجمله هر آن کس که در این خانه رهې یافت
سلطان زمین است وسلیمان زمانه است

جمله له دی وګړو که چا لار کورته پيداکړه
پاچا د ټولې ځمکې، سلیمان د زمانې دی

حیران شده بستان که چه برګ و چه شګوفه ست
واله شده مرغان که چه دام است و چه دانه ست

حیران بڼ او بوستان شو، چې څه پاڼې او غوټۍ دي؟
تلوار ورته مرغان دي، داڅه دام او څه دانه دی

این خواجه چرخ است که چون زهره و ماه است
وین خانه عشق است که بې حد و کرانه ست

دا خواجه د زمانې دی، هم سپوږمې او هم زهره دی
داچې پوله او بريد نه لري، ډیرلوې د مينې کور دی

مستند همه خانه، کسې را خبرې نیست
از هر که در آید که فلان است فلانه ست

ټول مست په دغه کور دي، چاته پته ددې نشته
هر څوک هر څه وايې، چې دا دا او دا هغه دی

مستان خدا ګرچه هزارند یکې اند
مستان هوا جمله دوګانه ست و سه ګانه ست

د خداې په مينه مست ،که څه ډير دي خوټول يو دي
مستان د هوسو ګوره، هم دوه او هم څلوردی

در بیشه مزن آتش و خاموش کن ای دل!
درکش تو زبان را که زبان تو زبانه است

ځنګله ته تلي مه وهه او چپ شه ای زړګیه!
قابو کړه خپله ژبه، چې ستا ژبه هم لمبه دی

دیو هندي شعر ژباړه

تو هی توه جنت مری
ته مې جنت يې                             
تو هی مرا جنون
ته زما لیونتوب يې                       
تو هی توه منت مری
ته زما هيله يې                       
تو هی روح کا سوکون
ته زما د روح آرام يې                      
تو هی آکیون کی تنداک
ته زما د سترګو سیوری يې
تو هی دل کی دستاک
ته زما د زړه امسا  يې
اور کوچ نا جانون مِین بس ایتنا هی جانون
نور په څه نه پوهېږم بس دومره وایم
توج مه رب دیکتا هی
په تا کې خدای وینم
یارا مِین کیا کَرون
یاره زه څه وکړم؟
سجده سار جوکتا هی
سر ټيټوم کومه
یارا مِین کیا کَرون
یاره زه څه وکړم
کیسی هه یه دوری
دا بېلتون د څه له پاره دی
کِیسی مجبوری
څه مجبوري ده؟
مِینه نظرون سه توجه چهولیا
ما په ليدو ته لمس کړې
کبهی تری خوشبو
کله ستا ښه عطر
کبهی تری باتین
کله ستا خوږې خبرې
بِهین مانگه یه جهان پالیا
ته به وايې یوه دنیا مې تر لاسه کړې وي
تو هی دیل کی هی روناک
ته مې د زړه رڼا يې
تو هی جنمون کی دولت
ته مې د ژوندانه پانګه
اور کوچ نا جانون مِین بس ایتنا هی جانون
په بل څه نه پوهېږم بس دومره وایم
توج مه رب دیکتا هی
په تا کې خدای وینم
یارا مِین کیا کَرون
زما مينې څه وکړم؟
سجده سار جوکتا هی
سر ټيټوم
یارا مِین کیا کَرون
مينې څه وکړم؟
وسدی وسدی وسدی، دیلته دیل ویچ سبدی، هسدی هسدی هسدی، دیل رونه ته هسدی

له کومه چې دې زما په زړه کې ځای نیولی زړه مې کله ژاړي او کله خاندي
رب نه بنا دی جودی هایه
خدای دا جوړه پيداکړې
چم چم آیه موجه تارسائه
په کرار او په مکيز راځي
ترا سایه چهر که چومتا
ستا سیوری ما لمسوي
تو جو موسکائه
ته چې کله خاندې
تو تو شرمائه
ته چې شرمېږې
جِیسه مرا هی خدا چومتا
ته به وايې د خدای پرشا او خوا څرخم
تو هی مری هی برکت
ته زما  چانس يې
تو هی مری عیبادت
ته مې قبله يې
اور کوچ نا جانون مِین بس ایتنا هی جانون
نور په څه نه پوهېږم بس دومره پوهېږم
توج مه رب دیکتا هی
په تا کې خدای وینم
یارا مِین کیا کَرون
زما مینې زه څه وکړم؟
سجده سار جوکتا هی
سر ټيټوم
یارا مِین کیا کَرون
یاره زه څه کړم؟
رب نه بنا دی جودی هایه
خدای دا جوړه پيداکړه

Music:Dance Pe Chance
Film: Rab Ne Bana Di Jodi
Singer: Sunidhi Chauhan, Labh Janjua

زړه مي تاته درکړ


زړه مي درکړ تاته، روح به هم درکړم

هيڅکله دي نه تير باسم

دا مي قسم دي

نه پوهيږم ژوند بيا ولۍ مخ واړوه

هډو ما سوچ هم نه کاوه چۍ داسۍ به شې

باور مي نه شې چۍ زه به داسي بدل شوي ي م

او څومره ستا په نسبت بي وفا شوي يم

ته پخپله قضاوت وکړه او ما وبښه

يوازي دغه يوه ښيګڼه ماته وکړه

دربدري ليونۍ کړي يم

ولي زه په دغه سادګۍ پوه نه شوم

زما هيله داده چۍ دومره له تا سره مينه وکړم

چۍ دا دواړه تړي ستا له قدمو ځار کړم

زما صبر او قرار واخله زما ټولۍ خوښۍ واخله

او خپل ټول غمونه ماته راکړه

زما اوښکۍ زما داستان بيانوي

دا سوچ ونه کړي ګنۍ دا خوشي اوبه دي

په زياتۍ ژړا داوښکو اغيز هم ځۍ له منځه

او په هغه کي د وفا رنګ ځاي نيسي

که ته له ماسره پاتۍ شي نور به نه تير وځم

نور به پر تا ستم نه کوم

عبدالملک پرهيز



٢٣ـ٠٧ـ٢٠٠٥

دل د ديا هه
دل د دياهه جان تو مهه دنگه
ها
دگا نهي كرنگه صنم
هو
رب دي قسم يارا
روخ زندگي نه مور ليا كسا
همنه سوچا نهي تا كپي اسا
آتا نهي يكين كيا سه كيا هو گيا
كيس تا رها مه تو مسه بي وفا هو گيا
اينصاف كردو مو جه ماف كردو
ايتناهي كردو كرم
آوارگي مه بنگيا ديوانا
منه كيو سادگي كو نهي جانا
چاهت يهي هه كه ايس كدر پيار دو
كدومه تره مه دو جهان واردو
چن مرا له لو خوشي مري له لو
د دو موجه د دو ساره غم
مره اشك كهرهه مري كاهاني
اينه سمجو ناتوم صيريف پاني
رو رو كه آسو ئو كه داغ تو جائنگه
اين مه وفا كه رنگ آجه گو جائنگه
پاس توم رهوگي بول آپناهوگي

كرونگاناتو مپه سيتم

غزل


ای رستخیز ناګهان، وی رحمت بی منتها
ای آتشی افروخته دربیشه اندیشه ها

ای پاڅونه ناساپي،ای رحمته بې پايانه
ای اورونو سره لمبو، په فکرو کې جاودانه

امروز خندان آمدي، مفتاح زندان آمدي
بر مستمندان آمدي چون بخشش و فضل خدا

مات قفلونه د زندان شوه، دا ته چې په خندا شوي
نازل پر بې وزلانو ،ته رحمت شوې له آسمانه

خورشید را حجاب تويې، اومید را واجب تويې
مطلب تويې،طالب تويې، هم منتها، هم مبتدا

د لمر د مخ حجاب ته يې، د هيلودا واجب ته يې
مطلب ته يې، طالب ته يې، هم پيل يې هم پايانه

در سینه ها برخاسته، اندیشه را آراسته
هم خویش حاجت خواسته، هم خویشتن کرده روا

سينو کې را اوچت شولې، سمون ددې فکرو شولې
حاجت دې راپيدا کړلو، روا دې کړو آسانه

ای روح بخش بې بدل، وی لذت علم و عمل
با‌قي بهانه ست و دغل، علت آمد وآن دوا

ای ژوند بښونکيه بې بدله، ای د علم او عمل خونده
چې پاتې بهانې او چل،علت راغی او دارو پريمانه

این سکر بین، هل عقل را، و این نقل بین، هل نقل را
کز بهر نان و بقل را چندين نشاید ماجرا

د عقل خنډ مستي ده، دا خوند د لوست نيستي ده
دې یومړۍ خوړو ته، د فساد په لور روانه

خامش که بس مستعجلم، رفتم سوی پای علم
کاغذ بنه، بشکن قلم، ساقي در آمد، الصلا!

سریزه د تلوار یمه، روان د علم په لاریمه

کاغذ پريږده قلم مات که ، ساقي راغی، خواړه پريمانه
غزل

مولانا جلال الدین محمدبلخي

مولانا جلال الدین محمدبلخي


ای طايران قدس را عشقت فزوده بالها
در حلقه سودای تو روحانیون را حالها

د قدس مرغانوواخیست ستاله عشقه وزرونه
ستا په فکر اوسوادا کې روحانونیونو هم حالونه

در « لا اًجبَّ الا بفلين» پاکی زصورتها يقين
در ديده های غيب بين هر دم زتو تمثالها

په « لا اًجبَّ الا بفلين»۱ کې پاکي ۲ د هر صورت یقین
د غيب ليد سترګو کې، هردم ستا انځورونه

افلاک از تو سرنګون، خاک از تو چون دريای خون
ماهت نخوانم، ای فزون از ماهها و سالها

نسکور له تا هسکونه، خاوره له تا د سرو وینو رودونه
میاشت د نه بولم، چې زيات يې له مياشتو او کالونه

آن کو تو باشي بال او ، ای رفعت و جلال او!
آن کو چنين شد حال او، بر روی دارد خالها

ها څوک چې یې وزر شې ته،هم شان۳ او عزت شې ته!
ها چیرې چې يې حال شو دا، پر مخ لري خالونه

ګیرم که خارم خار بد، خار از پی ګل مې زهد
صراف زر هم مې نهد جو بر سر مثقالها

منم چې بد اغزی یمه، اغزغ د ګل جوړه یمه ۴
صراف د زر ږدي سرپرسر، اوربشې مثقالونه ۵

فکری بُدست افعال ها، خاکی بُدست این مالها
قالی بُدست اين حالها، حالی بُدست اين قالها

بد اندونه دي فعلونه ،بده خاوره دي مالونه
بد قالونه دا حالونه،بد حالونه دا قالونه

آغاز عالم غلغله، پايان عالم زلزله
عشقی و شکری با ګله، آرام با زلزال ها

پيل د عالم ډک له ځوږ، پای دعالم زلزله۷
مينه او شکر ګلو سره، آرام لري لړزونه

از « رحمتهً للعالمين»۸ اقبال درویشان بين
چون مه منّورخرقه ها، چون ګل معطر شالها

د« رحمتهً للعالمين» نه، ګوره بخت د قلندرو
روښان سپینې خرقې، د ګل عطرو شالونه

عشق امر کل، ما رقعه ای، او قلزمُ و ما جرعه ای
او صد دليل آورده و ما کرده استدلال ها

مينه سترکار، موږ بڅري ، ها درياب۹ موږه څاڅکي
هغه سل راوړل دليلونه، موږه وکړه پرې بڅثونه

از عشق ګردون موتلف، بی عشق اختر منخسف
از عشق ګشته دال الف، بی عشق الف چون دال

نړۍ جوړه (۱۰) له عشقه، نړۍ ورانه بې عشقه
عشق الف جوړ کړه دالونه۱۱، بې د عشقه الف لکه دالونه

آب حيات آمد سخن، کايد ز علم «من لدُن»
جان را ازو خالي مکن، تا بردهد اعمال ها

خبرې ژوند اوبه شولې، چې د علم راشي «من لَدًن»۱۲
روح تش له دې ګوهر نه کړې،څو راوړي ښه فعلونه

بر اهل معني شد سخن اجمال ها تفصيل ها
بر اهل صورت شد تفصيل ها اجمال ها

مانا خلک ته خبرې شول، لنډيز او تفصیلونه
صورت خلک ته خبرې شول، تفصيل او لنډيزونه

ګر شعر ها ګفتند پُر، پُر به بود دريا ز در
کز شعر آخر شتر خوش ميکشد تر حال ها

که یې ډک جوړ کړه شعرونه، ډک ښه لکه درياب له دُر
دډک شعرو له شوقه آن، اوښان کړي مست غږونه۱۳


۱. د ابراهيم له دينا څخه د قران شریف د ۶ سورهُ د ۷۶ آیت يوه برخه ده چې دسپوږمې، ستورو او لمرنه نيولې د هستۍ د يو يو څيزاو څرګنديدنې تر وړاندې د خدای په لټون کې ؤ او کله چې هر یو له دوې څخه لویده ویل يې:«دغه لويدونکي (غروب کونکي) زما نه خوښيږي»
۲. پاکې، پاک شتون.
۳. لوړتيا، سترتيا د هغه
۴. دګلو په بوټي کې اغزی وي.
۵. مثقال د زرو د تللو واحد دی چې يو مثقال د ۱۰۸ اوربشو سره برابر دی.
۶. فعلونه، کړنې، چلندونه.
۷. زلزلې، ټکانونه، لړزيدنې.
۷. مقصد رسول اکرم(ص) دی چې خدای تعالې د هغه په اړه فرمايلي دي: وَمَاارسَلًناکَ الارَحًمَهًَ لِلًعالَمينَ (ًقرأن کريم ۲۱ـ۱۰۷ ،ته مو وانه ستولې مګر د نيوالو د بښنې دپاره.
۸. مقصد له سیند یا دریاب څخه دی.
۹. همآهنګ
۱۰. ماتيدل، کږيدل
.
د دال د توري په څير کږيدو لو د الف د توري په څير سميدو څخه هدف دی.
۱۲. د قرآن کريم ۱۷ـ۶۵ ته اشاره ده . او په هغه کې مو له نژدې ځان وپيژانده. پوهه.
۱۳ . پخوا زمانو کې ددې دپاره چې اوښان په چټکۍ سره لار ووهي او ډیره لاره په استقامت سره ووهي نو اوښانو ته يې سندېي ويلې.

مولانا جلال الدین محمدبلخي


ای نوبهار عاشقان! داري خبر از يار ما؟
ای از تو آبستن چمن، وی از تو خندان باغها

ای سپرلی د عاشقانو! خبر زما ديار لرې؟
چې سمسور له تا ډاګونه او خندان له تا باغونه

ای باد های خوش نفس، عشاق را فریاد رس
ای پاکتر از جان و جا۱ آخر کجا بودي کجا؟

ای خوږو خوږو بادونو، مېنو ته غږ یوسۍ
ته چیرې وی؟ ای پاک له روح او ځانه

ای فتنهُ روم و حبش، حيران شدم که این بوی خوش
پیراهن يوسف بود۲ يا خود روان مصطفی؟

ای فتنې د روم او حبش، ښه بوی ته ستا حیران شومه
کمیس دا ديوسف ؤ یا تلو په لاره مصطفی ؟

ای جویبار راستي از جوی یار ماستی
برسینه ها سیناستی۳ برجانهایی۴ جانفزا

ای بهیره د رښتیا، بهیر یې ته دیار زما
پرسینو سینا یې ته، وجود ته یې روحونه

ای قیل و ای قال تو خوش، وی جمله اشکال تو خوش
ماه تو خوش، سال تو خوش، ای سال و ماه چاکر ترا

ستا قیل ښه اوستا قال ښه دی، ښایسته په هر رنګ یې ته
ستا میاشت ښه اوستاکال ښه، کال میاشت کا ستا چوپړونه



۱/ د روح او ځای په مانا
۲» د یوسف د کمیس داستان ته اشاره ده چې له مصره یې ولېږدولو او دهغه پلار یعقوب چې د یوسف په جدایې کې یې د خپلو سترګو لید د لاسه ورکړی ؤ، ددغه کمیس په مرسته یې د سترګو لید بیرته تر لاسه کړ، او داسې ویل کیږی چې یعقوب له لیرې واټن څخه د هغې بوی احساسولو، چې په فارسي ادب کې دغه خبره په بیلابیلو ډولونو راغلی دي. لکه مولانا وايې

این نفس جان دامنم برتافته ست بوی پیراهان یوسف یافته ست

۳» سینا دهغه غره نوم دی چې پر موسې باندې په هغه ځای کې د خدای نور و ځلېد.
۴» پر ځان، هستي

د زهرو هټۍ


هره خوا د رنګ هټۍ دي
بس رنګونه دي خرڅيږي
د ښيښې به لا څه حال وي
تيږې کاڼي چې خرڅيږي

دې دکان کې چې دا ناست دي
سوداګر د غم دردو دي
څه تپوس کړې د ګلانو
دلته کرکې سودا کیږي

انساني ولولې مړې دي
جذبات له منځه تللي
صداقت او ريښتيا ورکه
د چل لومې دي خوریږي

زړه سویي اورحم نشته
څه کانې په خلکو شوي
د رحمت چينې شوې وچې
د وحشت چارې تودیږي


د پيسو او سود دوران دی
د انسان سودا په سود ده
انساني شلمه شوه کوزه
غداران لوی او پړسيږي

زړه د چا په چا نه سوزي
زړونه کلک له کاڼو ګټو
غرسه څرڅ د زړه غوټۍ کا
پړانګ ليوان پرې نه مړيږي

دا څه دور دی عالمه
يو انسان دبل قصاب دی
هره خوا توپ اوباروت دي
ټانک تو پونه دي غريږي

څوک نوکر د شنو ډالرو
څوک کلدار ته هوسيږي
څوک قربان ترې خوږ وطن کړي
ربل ریال هم ښه چلیږي

ويش هوښیار شۍ ويده خلکو
پاک کړۍ زړه له دغه زهرو
کښت د مينې محبت کړۍ
که نه ورک او لاهوکیږۍ

که امید مو له شيطان وي
صداقت پرمځکه ښخ کړۍ
ځان ستي په دا دوزخ کړۍ
هلته خپله ور رسیږۍ

دلته ګل نه پیدا کيږي
نه بلبل دلته غږیږي
دا هټۍ د جنګ بټۍ ده
دلته مينه سيځل کيږي

ته نه تمه له غدار کړه
نه آرزو د کسب او کار کړه
تورکارغان به نور څه چار کا
په مردارو بس څريږي

په ګوښه ځۍ له دې ځايه
دلته رانه شې ای خلکه
دا دکان د ناولتیا دی
دلته چل فریب خرڅيږي
د مرحوم رزاق فاني د شعر پر بنسټ
{/slid{slide= دوه ایزې }

 

 

ځکه ښه یم چې غم کم خورم

هره ورځ ترې لږ او کم خورم

چې شم تږی رسوي مې تر سرابه

چې کړم مینه ځوروي مې بې حسابه

نه پوهېږم په کوم ځای چېرته ویده یم
ولې لمر رڼا هم ويښ نه کړم ویده یم

زړه رنځور ؤ یار چاړه ولې ور تېر کړه

بې ګناه يې سر په دار زما د خوار کړه

نامرد تل له څټ ګوزار  ناببر کړي

مات ملاتیر مې په خیانت هر غدار کړي

مینه راغله زما د بېخ په سوزوو شوه

فکر او اند پرېشان له دې غمو شوه

که دا مینه وي زه تېر له داسې مینې

که دا ښه وي بد دي ښه له داسې مينې

لوستل شوی 12822 ځله Last modified on چهارشنبه, 20 سنبله 1398 20:39