Print this page

محمد سرور

 

ټولو میندو ته


لږ به دغه خپل زړګی تسل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
ډیر بیشمیر دردونه دی زغملی
تاڅومره سیتمونه دی لیدلی
دی تازه خو دی راستکارو سره مل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
ته به په خفګان کښی خندیدی راته
وروروبه په مینه غږیدی راته
ستا دقدم خاوری به انمبر کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
زه چی دی په ژبه راوستلم
تاڅومره دی په مینه تخنولم
تاتا زه په خبرو کی بلبل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
یما ریښتینوال ما باندی ډیر ګرانه یی ته
زما کغبه زما ایمان یی ته
ستا تواب به داسی تل ترتل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
ستا ریښتینوال تا ته تل په منډه ده
ستاخدمت ضروردهغی دنده ده
سرمی غیږکښی کیږده زړه تسل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه

لوستل شوی 8131 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 15:14