نسیم پسرلی

 

هره وعده دې په وعده باندې پښيمانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

پرون دې ښه وو که هر څه وو نن دې څه پاته دي
را ته راښايه که په سترګو کې اوبه پاته دي
ډېر پيغورونه د پرديو لا په زړه پاته دي

هره خبره د پردو دلته خندانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

زه مې غزني زه مې هلمند که مې کابل وژاړم
که کندهار که مې کنړ که مې زابل وژاړم
او که مې دا په وينو سور او که مې ا بل وژاړم

له کلو سره وينه مو سپينه سوه ارزانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

که مو نيکونو د همدغې خاوری پت ساتلی
دغه تاريخ هم هر تاريخ دی حقيقت ساتلی
چې ترېنه پاتو يې هم شان دی ښه اوچت ساتلی

اوس ګونګوسې له دې ځوانانو بې ايمانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

توره مو تيکي ته ورپاته سوه لا نوره به وي
راځي قاصده چې بل غم، نو له کوم لوره به وي
ځواب څه دی، توره بېغمه په زنګ توره به وي

له بله نه ده هر پرهر مو له خپله ځانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

چې له وطنه مارغان تللي مارغان بيرته راسي
هغه په ورکو لارو تللۍ کاروان بېرته راسي
او دومره خپل سو چې تر منځ مو افغان بيرته راسي

اوښکې د شکر په هغې ورځ تر ګرېوانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

راځئ چې لاس د ورورۍ ورکو حبيبان سو سره
هم په يوې ليلا مجنون سو لېونيان سو سره
راځئ چې ټوله مسيحا او لېونيان سو سره

سختې خبرې د نسيم خولې ته اسانه راځي
دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي
<يو سرور دی یو ښايست دی چې دنيا کې نه ځاييږي

تر ابده يي پايښت دی په فنا کې نه ځاييږي

يار چې زلفې راخوری کړي تور ماښام د ابد جوړکړي

توره شپه سي چې تياره يې سپين سبا کې نه ځاييږي

ته زما د زړګي ګل يې د صحرا په مخ لوی سوی

نور مې هيڅوک په رښتيا چې تمنا کې نه ځاييږي

دغه مينه مې له زړه ده چې په تا باندې نازيږم

ګوره زما درته ښيراوې په دعا کې نه ځاييږي

ستا په مينه ستا د کلي له يزيد سره په جنګ يم

زه اتل يم هر يزيد خو کربلا کې نه ځاييږي

ْپسرليهْ نه چې مېنه دی پيغور سي داسې مه کړه

داسې مينه په والله چې پښتونخوا کې نه ځاييږي
د زړې زمانې نكله! كومه دي د كار سرونه
دا خو رسيدلي دي هر كاڼي ته په شمار سرونه
د خونی فلک د سترګو بيا ګزمې رانه چاپيرې
بيا سترګو كښي څاري، را نه اخلي د دستار سرونه
داسي سر چي سل منزله تر بورجله راته راوړي
چرته كه له سلو سي پيدا داسي شهكار سرونه
دا چي يو وتلئ نه وي سل پرې راسي
څه عجب يو فصل! دوى كرلي دي اغيار سرونه
سل دې ومره يو دې مه مره دا متل د كوم عالَم دى
سر خو دلته ومري، سل په دار سوو دا د دار سرونه.
د شونډو سر دې خزانه ده پکښي شات وينمه

دغه سرې شونډي ميخانه، زړه دي جومات وينمه

دا خو سهي ده حرم تش مکه خالي غوندي ده

خو انسان سپين دی، زړه يي تور لات و منات وينمه

ته چي تياره کي وې نو ښه وې ما ليدلې ياره

دا چي رڼا ته سوې رنځور يم زړه مي مات وينمه

ته يي د سر په سترګو ګوره زه د زړه په سترګو

ته به يي نه وينې خو زه يي سات په سات وينمه

نسيمه يار له مودو پس دی يوه شپه راغلی

دغه راتګ يي د دې تېر عمر زکات وينمه.
ټول ياران دي را نه تللي او زه پاته يم
څو ولاړ دي د غم څلي او زه پاته يم
اشنا د برخو وېش په څو بللو کړی
يو څو دغه نابللي او زه پاته يم
خدايه! يوه پوښتنه زه هم اوس له تا لرم
څنګه ټول زړونه پييلي او زه پاته يم
د جانان ځور مي دې اوښکو ته زنځير ده
غم د ده ده بل ژړلي او زه پاته يم
د خدای په لوی عالم کي دا عجبه چاره
چي دا ټول دي غم وهلي او زه پاته يم
نسيمه پورته و ديدن لره سپوږمۍ ته
هم سپاره تللي هم پلي او زه پاته يم
دواړه زه او ته پيدا له يوه عدمه يو
ته دادم لور يې زه دادم زوى يمه
ته د ژوند په ائينه کي خپله يوه هينداره يې
ماته نه يې جوړه يې په خپل مذهب دينداره يې
تا و احمدخان ته د دېوال آفت ښودلى وو
ما ته را معلومه ده ويده نه يې بيداره يې
بيا دي ازمېيلی قسمت نه ګورم وفا لرې
ټکنده غرمه کي دميوند جنګ ته تياره يې
ته خوملا لۍ يې زرغونه يې دا نا کيسه
په چوپه خوله ګونګۍ نه يې ووايه هوښياره يې
ددې خپل "نسيم" قلم به ستا پرعهد څه ليکي
ته خپله وفا يې له وفا يې وفاداره يې
ښه سوه له ځانه چي تر ما يې ځان راورساوو
له تا نه مخکي په هوا يې ځان راورساوو
ډېر يې ووېل وم ناځوانه خو اوس نه يم شپه درځم
چي اذان وسو په سبا يې ځان راورساوو
دارو درمل يم مور مي ډېر ځلي ويلي راته
يار وو رنځور تر مسيحا يې ځان راورساوو
رقيب مي ژامه راتړله دا ونسول داسي
مور که مي نه وه خو دعا يې ځان راورساوو
لکه ماشوم مي غبرګ لاسونه ور ته بر نيولي
سپوږمۍ که رانغله رڼا يې ځان راورساوو
خپله ژبه که کلا ده که بلا، موږ خو خپله
کلا ته ورنغلو بلا يې ځان راورساوو
"نسيمه" زړه دي مه خوره د غزل توري به سم سي
توري که سم نه وي معنا يې ځان راورساوو

لوستل شوی 9152 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 15:15
دې ته ورته نورې ليکنې « محمد سرور محمدکریم نور »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي