Print this page

محمدعلی عمری

 

لا څو کلونه ګوري زما داحساس

زما دمستۍ ننداره

چی دشباب پر لمن

کښیږدم بی ترس

او بی پروا یادونه

څو ګنهګاري شیبي

دځان ملګري کړمه

چی دزمان په زړه کی

شیخه یاغی زندګی

کړم نذرانه

دمیخانی

او دساقی حضور کی

زما دشباب

یاغی کلونه شمیري

ورته ځیر ځير

تاند ارمانونه شمیري



په پښتنه مینه

محمدعلی عمری

جنوبی پښتونخوا مسلم باغ

لوستل شوی 8582 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 19:16