Print this page
هدایت الله هدایت

هدایت الله هدایت

 

دا زما مسکن او دامې مدفن دی

دلته زموږ دمځکي آسمان سور رنګ لري
دلته زموږ پر آسمان دسرو لمبو غورځکه ده
دلته زموږ پرمځکه سرې ويني بهيږي
دلته څوک پسرلۍ نه پېژني
دلته درختې نه غوړېږي
دلته ګلان رنګ نلري
دلته مرغۍ رېز نه کوي
دلته ژوند بل رازي
اداء لري!
دلته دآسمان څخه،
دباران پر ځای
ويني اوري!

دلته برګونه تل ژړدي
دلته فصلونه د يوه سره رژيږي
دلته ولسونه ديوه سره ژړيږي
دلته محبت څوک نه پېژني
دلته دنفرت سايه خوره ده
دلته دنفرت ځواب ويني دي
ددې ولس سره چې څوک
ځان مخ کړي
نو زمان و دريږي
ساعت نه ګرځي
دلته هرڅه پر ميدان
معلوميږي !

دلته ازل دزمانې
سرکښانو ته
نامردانو ته
لويو فرعونانو ته
زما په وطن کې
يرغلګرو انګرېزانو ته
زما په وينه سزا ورکوي
دلته د هغوی زوال
زما د سرپه بيه
تر سره کيږي!

دلته زما ولس
د تاريخ سالار دئ
دلته خدای وخپلو
سرکښه بنده ګانو ته
زما پر مېنه جزا ورکوي
دلته خدای، د زمانې
و فرعونانو ته
زما و ارادې ته
سر ونه ټيټوي!

و افغان ته
سلامي کوي!
هو!
و افغان ته
سلامي کوي!

ددې وطن بچي ته
سلامي کوي!

دا زما وطن دی!
دازما دپلار وطن دی!
دا زما د مور وطن دی!
دلته دازه يم چې ،
وطن مې په وږي نس
او داسي
لېونتوب ساتل کيږي !

دا زما وطن،
دا زما مسکن دی !
دا زما مدفن دی !

هـ . هدايت
۲۵/۱۰/۲۰۰۷

لوستل شوی 7373 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 15:04