غني خان

غني خان

 


زه یم ناست ځان له جانان یو تصور کښې جوړومه
کله یې سترګې تورومه، کله یې شونډې ښکلومه
زه یم ناست د غم په هار کښې د رڼا بڅری پییمه
خم د رنګ کښې لا خمار شته زه ترې لپې ډکومه
د سخی ګوتو دې ځار شم څنګه ښکلی ویش دې وکړو
زه یو څاڅکی خو ځیګر کښې دریابونه ګرځومه
زر او زور او تخت دې واغشت، خیشت ، نظر او خیال دې راکړه
دسرو په سور طوفان کښې دې کړه ډوبه لوږه طمعه
دا یو غم د ویشه پاتې چرته پټ تیاره کښې ناست وه
ورو ورو پټ مې زړه له راغی لکه مار د ښکار په طمعه
په دې هر څه دې رضا یم د لالونو زرو خانه
غم څه مرګ مې هم قبول دی په خندا یې قبلومه
دا خو تا اور اورکی یو د سرور ما ته بخښلی
ځکه زه دې تور محل کښې خپل خوبونه بلومه
خلق وایې لاړ بوډا شو غنی خپلې مستۍ وخوړ
زه یم ناست د  یار ویښتو کښې د نرګس ګلونه ږدمه
مرګه ځه چرته  ورکیږه زه لا نه یمه وزګار
خم د رنګ کښې لا خمار شته زه ترې لپې ډکومه
شاعر : غنی خان
ترتیب کونکی : عبدالقادر مسعود


ستا د سترګو بلا واخلم بیا دې سترګی ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا  نشي ما منلی غرغرې دي
د ارزو جوپه باریږي حوصلې وهي خنجکې(ترپکې)
د امید په قافله کې شروع نوې نغارې دي
ستا د مینی خزانه بس زما ژوند ته بهانه ده
ګوندې وخته ما لیدلي په خپل سر خاورې ایرې دي
نازولې لیلا راشه! د مجنون ګریوان ته ګوره
دا باران د ملغلرو که د اوښکو فوارې دي
مخ دې بلې لمبې کاندي خوله دې ګل شي بیا غونچه شي
ځکه ماته ډیری ګرانی د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډیر لت اوکوبه ستا له تلو قربانیږم
د نکریزو په جامه کې می قربان د زړه قطری دی
چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ایله می وصال بیا موند
د رنجوپه نوم می کړي ستا د سترکو نندارې دي
چې اری ته می سر ورکړ نو اوربل کې په خندا شوم
د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفی ما خورې وری دي
شاعر : امان الله سیلاب ساپي
ترتیب کونکی : عبدالقادر مسعود


خدایه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ؟
په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان
ولې ما ته دې عطا کړ فکر و خیال ؟
ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه؟
ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړ؟
ولې تریخ دې کړ بیلتون او خوږ وصال؟
خدایه ولې دې ځوانې هر چا له ورکړه؟
خدایه ولې دې پیدا کړل امیدونه؟
ولې ما له دې د ولې طاقت راکړ؟
خدایه ولې، خدایه ولې، خدایه ولې!؟


نه ربّ د چا ربّ و

نه بنده د چا غلام و

بس يو بې پايانه عاشق

ورک په خپل خمار ک


خوب د خپل وصال و

خيشته شونډو د يارکۍ

په غمونو کې خندا کړه

په خندا کې غم هېر نکړې

او د ډېرو په خندا کې

چې قيمت د کم هېر نکړې

د وصال په لمغړو کې

د فــــراق ستم هېر نکړې

دا چې ته يې سترګو ته خاندې

ددې سترګو غم هېر نکړې

د الله الله پـــــه شـــــــــــــــــور کـــــــې

چــــــــــې صنم صنم هېـر نکـــــــــــړ

ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما
ای زما وطنه

عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما
ای زما وطنه

يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
نر يمه، پښتون يم تاته يادې افسانې زما
ای زما وطنه

سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادېخله دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم

ګوره د فقير کچکول کې تاج د سکندر پروت دی
زه يم د سخيانو د شومانو ګدا نه يم

زه يې په غرور درنه د مينې په نوم غواړمه
زه ملنګ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يم

يو د سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له د جانان غواړم
زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم

هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلی
زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه يم

تشه دنياګۍ که دې بښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دنيا زه وږی ستا د دني

وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ

خوار او زار بچي دې بې هنره بې کماله دي
غوږ يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي

لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې

پاڅه ای ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله

توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه

پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!

چـــــــــــــــه مستې او ځـوا نـې وې اوجـــا نـــــان وې او ډ ک جــــــام

ډ یــر کــلــونــه، لـږ یـــاران ، اوغـمــګـــیـن غــــــــونـــدی مــاښــــام

عشق څه اور وې او څه نور وې زړه لمبی لکه تــــــــــــــــــــنــور وې

پـه د ی ژوند بـه زه ورزار کړم جــنـتـونــه ســــتــــا تـــمـــــــــــــــــــام

خـو دا ګــټـه په دی وکړی چـه هـیـڅ رنګ له قرار نــــــــشــــــــــتـــــه

هــر ساعـت ، هر رنګ دژوند، ستا دوخــــــــــت بــــی کـس غــلام

ا و جــنــت کــی مــلا وائــې وخـــــــــــــت بــــه وی زمــا غـــــــــــــلام

دی چه ورک شې او زه شته شم، ټول به وران می شــې تـمــــــــــام

چـه زه ټــول عـمـر زلمی یـم ، زلمی تـوب به یـو عــذاب شـــــــــې

ځکه اوس را باند ی ګران د ی ، چه ئې خیشت شې زرتــــــــمــــام

تــل سـپـوږمـي د څــوار لسمــی، تــل جانان دشـپـاړ ســـــــــمــــي

تـل ځـوانـې ، سـیـنــد د شـرابــو ، د ا د وزخ کــــــــــــــه ا نـــعـــــــام

د ي د نــیــا پــســی بـــه ژاړم، دا تـیـاره هـــــــــــــلا ل بــه غــــــواړم

هـــره ورځ بــه یـــا د ومـــــــــــــــــــــــه ، نـــرئ لــــړه د مـــا ښــــــــــا م

ټنګ د حورو وفــا دارو، بی وفـا جــانــا ن بـــه غــــــــــــــــــــــوا ړم

ستا ا د م په ذات ښکاری دی ، د ښکاری خونـــد کــوی هر ګــــام

د مستی د سـیـنـد پــه غاړه ، ثوابـــې روژی بـــه نــــــــیـــــــــــــســـم

ا ســویـــلـې بـه کوم یــا د وم بــه د ســاقـــــې نـــیــــــمـګــړی جــــام

هـریـو شی چه ابـدې شې ، یــو افــــــت شــــې یــو عــذ ا ب شـــــې

بــس یــــو تـــا ســـــره مــــزه کـــــــــــــــــه د ا ا ذ ل ، ا بــــــــد ، د وا م

بـنــد ه نــوی رنــګ مـــحــل کــې نـوی نـوی جـانـــــــــــــان غـــواړې

بی بـان کې سره ګلـونـه ، تـوره شــپـه ، چـرا غــــــــــان غـــــــــواړی

تـل تــیـاره کښی دی ورکـیـږې، تـل رڼا کښـی هــم ورکــــــیــــــږې

دی بـچی د تــغـیـر دی ، یــو حالـت کـښـی نـه ټــــیــــنـــــګـــیــــږې

که دا ســتــا جـنـت لـه یــــــــوړه ، دا فــطــــــــــــرت او دا وجـــــــــود

یـــو څـــو ورځو کښې به سوځې ، پـه سرو سترګو بـــه ژړبـــــــږې

ای د لــــوئ فـضــل ما لــکه ، ما لــــه دا دنــــیـــــــــــــا جـــنــــت کـه

فارمـولــه یــې ده اســانـه ، د د ری تــوکــــــــــــــو نـــه جــــوړیـــــږې

لــکه ویــلـی مې دې سرکښې ، بـــس جـــانـــــــــان ځــوانــې او جام

چــــه زمــا لــیــونــی سـر پـــری کلــه کلـــــــه مــشـــغــو لـــــیــــــږې

او هــــغـــه بــــل د مرګ پـــس مــې مــلا جان پــسـی خیرات کــــــه

تــــش د حـورو پـــه خــو بـــونــو که د خــــوار ګـــذاره کــــــــــیـــږې

مالــه دلــتـه یــوه راکه غــونــــډه ، مــســتــه ، تـــــکــه ســـپــیــنـــه

مینه ناکه ، ســپــیــنـــه شــمــعه ، چـــه لــمـــــــبــې وهـې بــلـــیــږې

شــــــل رنـــګـــونـه ئې پـه نظرکښې ، شــــل مزاجـه پـه ځیګر کښې

دســـپــرلې هســی خــو یــو نــــه، کلـــه لــــمـــــر کـلــه اوریـــــــــــږې

یــو څرمــنــه کــــښــی د نــــنـــه ، یـــــــــــو حـــرم د جــیــنـــکـــــو وې

کلــه مــــســتــه او ســــر شــــاره ، کلــه غــلــۍ شـــــې شــــرمــیـــږې

او زمــــا د ی ســتــړی زړه کـــښـې شــل رنــګـونـه اور لمبه کـــړې

چـــــه دا اور هســی ســوزیــــږې ، د لــښــتــو هــســی ګـــډ یـــــږې

چـــه پـــه یــو بــی تــاب نــظــر مـې داســی مـسـت داسی نشه کړې

مــیــخـانــۍ ورتــه حــیــرانــۍ او ســاقــی ورتــــه پــــســخــیـــږې

دهــــغــــی زور بـــــــد ل کښــې مـــــالــــــه د لــتـــه یــــوه راکــــــــه

دابـــد ټـــــولـــــه ځـــوانـــی مــــې ، د څـو کـالــو مــشـــغــولا کـــه

که دانــه کئ ای جــانــانــه ، ســـــر بـــی حــوری دی ســنــبــال کـــه

نـه می هـغـلــتـــه پـــکار دې ، نــه مــی د لـتــه کښــی یـــا د یـــږې

غټی غټی ، ســپیـنې سپــیــنې ، چـه نـه سـوال نــه مـنــت غواړې

ارتــــی بــیــرتـی ، وږی سـتــرګـی ، پــه بـخــملو بـــه لــــغــړیــږې

ربّــــه ! ای جـــانـــانــــه ربـــهّ ! دغــه یـــو سوا ل خـــــو مــنـظـورکه

ګـنـــی لاړ غــنـــې د مــړ شــــو ، ورپـــــســـی ئــــــې ژبــی کــیــږې

خان راخيــــستي دي مـــــــــلا پسي څو بــــاړي خپل کور سم کړه څه پر دي غمونه ژاړی

بل تــــــــــه وائي د حرص وبــــــــاسه غــــاښــونه او پـخپـــــله سوان په لاس تيروي داړي

تل وطن پخپله وران کړی بل بدنـــــــام کــــــړي ملايـان دې کړل قارغان خواري خراړي

چه پخپله په بيه قام خــــــــــــــــــــــــرڅـــــــوي ته بيا پــــه کـوم مخ په ملا کوي پيشاړي

چه پخپله دي مخ کال کښي نئ ( ٣ ) ويځـلي بل ته مه وايــــه زړګيــــــه چـــــه پــواړي

ته اول دصاحب پـــــــــــريــــــــــــــــږده سلامونه بيا په ده سرسايه پريږ ده پــــــــه دلاړي

د غني نصيحت واوره اوس ځان بسم کړه

خــــــــولي له نه راځي بيابياتو کلي لاړي

پـــرچــه د شــهــبــا زلــــــــــری او ستر ګـــــــــــې دعــقـاب

زړه پوســت دبـلـبـل خــوږی خـــــــــــــــــبــرې د ښـــــــــــــارو

ســـر ډ ک د خــوبــونــو لــــــــــــــــــــــکـه مـیـــنـه د قـا رون

ســتـــرګـی مـینـه نــــــــــــاکـې مسـتې ستر ګې دمجنون

چــل د ســامــــــــــــــــــرې او پــاکـې ګــوتــې دمــوســــی

تـور دغــم صلـــــــــــــــیـب پـه ســپــیــنــولــو دعـــیــسـی

تن ئـــــې سرربا ب چه دقسمت ګوتو کښې هنګ کوې

خوله یې دګونګرو چه دجانان پښو کښې شرنګ کوې

دي دې ګــــــوتــې پــورتـه کــړې نــامـه دی دیار ولیکې

څــه چـه قــــــــــلـم نـه لـیکـې هــغــه دی خمــار ولیــکــې

د أسمان دســــــــوري لانــــــــــدي

اود ستور د مشغولا کــــــــــــښي

د يخ سيند په غاړه نــــــــاست وو

دوه ياران مشغول ســــــلا کښي

د سپوږمـــــي زړه شو خوشحاله

په خـــــنــداي لاس کړ پــــــــوري

د عشق نوري هر خوا خور کـــــړ

په بلبل کښي په لالا کښـــــــــي

خوشحالي وزري وکــــــــــــړي

چه دزړه دباغ سيــــــــــل وکړي

او دا دواړه ياران ښـــکل کړي

د سرو ستورو مشغولا کښي

سوی باغ تــــــــــــالا ګلشن دې مړاوۍ ګل خاورۍ چمـــــن دې

نه بلبل نه لولـــــــــکې شـــــــته نه نرګس نه یاسمـــــــــــــــــن دی

دا ګلاب دې ایرې شــــــــــــوې که پـــــــه اور ســــــوی ختن دې

ای پښتونه !ستا وطــــــــن دې ای پښتونه ستا وطـــــــــــن دې

ددی باغ خاوری را واخــــــــــله ترینه نوی بوستان جــــــوړکړه

ای د سوی بـــــــــــــاغ ملیـــــاره دنورونو جـــهــــان جـــــــوړکړه

ای ښکته ښکته ګـــــــــــــــورې نن پښې ابله ســــــرســــر تورې

ته خبر یې چه ته څــــــــوک وې ته د منځ آسمان وی ستـــــورې

ستا شمله به چه شوه پــــــورته شوې به ښکته شملی نــــــــورې

په مستی او ننګ به ســــروې ستا دا ټیټې سترګې تـــــــــورې

ای دټیټو سترګوځــــــــــوانـــه پاڅه هغه جهان جــــــــوړکـــــــړه

ددی باغ خاوری راواخـــــــــله ترینه نوی بوستان جــــــــوړ کړه

ای د وران څپر میـــــــــرمنـــې ای دوږې بچــــــــــې پــــــــــــلاره

بی درکه سرګـــــــــــــردانــــــــه ای دسوې بــــــــــاغ ملیــــــــــاره

ای چه نن بربنډبچې ســــــــــتا دخوراک کـــــــــشالـــــــــــــه دې

ستا دلاس مـــــــــاڼـــې ولأړې په ډهلې په بنـــــــــګــــــــاله دې

ای د بل د در مــــــــــریــــــــــده پاڅه هـــــــــــــغه دوران جوړکړه

ددی باغ خاوری را واخــــــــله تریــــــــنه نوۍ بوستان جوړکړه

ای په غره په سرد دروکــــــښ په باغونو په میــــــــــروکـــښې

په جندول کی په تیـــــــــراکې زمــــــا لال په ایــــــــــــــروکښې

ای دزرکو پــــــــــه خنداکښې د تنزرو په نــــــــــــارو کـــــــــــې

دشیــــــــــــــرشاه نازبینه زویه ته یې پروت تورو تیارو کښې

کړه دغم تیـــــــارې را غونډې ترې دمیـــــنې داستان جوړ کړه

ددی بـــــــاغ خاورې راواخله تری نه نــــوۍ بوستان جوړکړه

ټـــټــودوست کا ســـنـــډا یــا رکا خر کړه خپل مطلب پــري بــار کا

خوار لوهــار تـــــــه لا لا وایــــه چــــه تــیــره د رلــه ســـپـــــار کا

سرکار مر ګ له چه څوک بیا ئې یـــــو کپــټــان بـل صوبــه دار کا

د مـــسـتئ چــه خر شې پــاتــــي دشـــیخــي چــوغــه اختــیـــار کا

چـــه نــری رنځ ورشـــروع شې ځان حاجــې کا پــرهـــیـــز ګارکا

چـه میږې تــه خدای پـه قــارشې د وه وزر ورلــــــه تــــیــــــار کا

چــه پښتون تــه خدای پـه قارشې لــــوی مـلـک ئــې د ســـرکــارکا

خـــان او خــر دې سـکـه ورونــه مـسـت پـه جــر زنــا پـه جــار کا

پـښـتون هــغه وی چــه مـــړ شې خــپــــل پـــردې ورتـــــه ازار کا

خـــر تــری لـوي په جهان نه وې چــــه پـــه ږیـــــره اعــتــبـــار کا

زړه کــړه زهر خوله خــوږه کړه خــره راشـــه ځـــان هوښــیـار کا

یــــو د یـــار شــونــډ ی خوږي دې

یــــــو مزه غــوښــــه د ښــــکار کا

اي زما د زړه بلبــــــله ولــــــــــــــــي ژاړي
ولي څه پسي خپه ېي څـــــه شي غواړي
څه دپاره دي بوستان د عشرت پريښود
څه دپـــــــــــاره دي غـــــمونو لټي جاړي
راته ښکاري جوړي بيا ئي شيدا شوي
ځکه نه وهي نغمي ګوټ کښي ولاړي
دا ته څه وي چه يـــــورپ کښي دلبري
درقيب ياري کړه جــــــــوړه چه ته لاړي
دا يورپ دي جينکو کـښي وفا نشته
بي وقوفه ته د مړونه مـستي غواړي

ای دحسن اونور دریابه! ما له یو ټکې دنـــــــــــــور را
سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دســــــــــــرور را
زه دې خپل وړوکې زړګې له یوه نښه دیار غــــــواړم
ای دحسن او نور دریابه ماله یو ټکې دنـــــــــــــور را
دې تک تور دغم محل په یو بڅرۍ درڼــــــــــــــــــا را
سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دســــــــــرور را
دۍمستې او دۍ ارمان له یو تصویر دجانان راکړه
ستا په مینه نازیدل راستا په ښکلې مخ غـــــروررا
دې داخودسوې باغچې له یوه وعده دبهار غـواړم
زه دا نه وایم چه جنت را زه دانه وایم چه طـــــــور را
ددی خوب دسا اووخت اشاره دتعبیر راکـــــــــــــړه
ماله زړه دپادشاهانو او سینه دفقیر راکـــــــــــــــړه

عقل ترینه ږیری وخـــــوړ
خیـــــټې تری ایمان وخوړ
ګــوره په وربشوکښـــــې
خـــره لأل دبـدخشان وخوړ
ګــوړه یې نه خـــــرسیږې
خوارلاله دغمه ځان وخوړ
قبــــــض شـــــو دآ صیب
ډیرې هنـــدوستان وخوړ
ځارشـــــم دلیډر کولمو
خیټه یې دښــــــــکلولوده
چا مهار چا اوښ وخوړ
او ده واړه کاروان وخوړ
کوڼ ملا شهـــــــید دې
په مـــزار یې ډیوه بله کړه
مړۍ وؤکم شوې خوار
د لـــــــــوږې نه قرآن وخړ
ځه دلیونې د مــــــــــــــرض
خـــــــوشـــــې دارومــه کوه

د أسمان دســــــــوري لانــــــــــدي
اود ستور د مشغولا کــــــــــــښي
د يخ سيند په غاړه نــــــــاست وو
دوه ياران مشغول ســــــلا کښي
د سپوږمـــــي زړه شو خوشحاله
په خـــــنــداي لاس کړ پــــــــوري
د عشق نوري هر خوا خور کـــــړ
په بلبل کښي په لالا کښـــــــــي
خوشحالي وزري وکــــــــــــړي
چه دزړه دباغ سيــــــــــل وکړي
او دا دواړه ياران ښـــکل کړي
د سرو ستورو مشغولا کښي

چـــــــــــــــه مستې او ځـوا نـې وې اوجـــا نـــــان وې او ډ ک جــــــام
ډ یــر کــلــونــه، لـږ یـــاران ، اوغـمــګـــیـن غــــــــونـــدی مــاښــــام

عشق څه اور وې او څه نور وې زړه لمبی لکه تــــــــــــــــــــنــور وې
پـه د ی ژوند بـه زه ورزار کړم جــنـتـونــه ســــتــــا تـــمـــــــــــــــــــام

خـو دا ګــټـه په دی وکړی چـه هـیـڅ رنګ له قرار نــــــــشــــــــــتـــــه
هــر ساعـت ، هر رنګ دژوند، ستا دوخــــــــــت بــــی کـس غــلام

ا و جــنــت کــی مــلا وائــې وخـــــــــــــت بــــه وی زمــا غـــــــــــــلام
دی چه ورک شې او زه شته شم، ټول به وران می شــې تـمــــــــــام

چـه زه ټــول عـمـر زلمی یـم ، زلمی تـوب به یـو عــذاب شـــــــــې
ځکه اوس را باند ی ګران د ی ، چه ئې خیشت شې زرتــــــــمــــام

تــل سـپـوږمـي د څــوار لسمــی، تــل جانان دشـپـاړ ســـــــــمــــي
تـل ځـوانـې ، سـیـنــد د شـرابــو ، د ا د وزخ کــــــــــــــه ا نـــعـــــــام

د ي د نــیــا پــســی بـــه ژاړم، دا تـیـاره هـــــــــــــلا ل بــه غــــــواړم
هـــره ورځ بــه یـــا د ومـــــــــــــــــــــــه ، نـــرئ لــــړه د مـــا ښــــــــــا م

ټنګ د حورو وفــا دارو، بی وفـا جــانــا ن بـــه غــــــــــــــــــــــوا ړم
ستا ا د م په ذات ښکاری دی ، د ښکاری خونـــد کــوی هر ګــــام

د مستی د سـیـنـد پــه غاړه ، ثوابـــې روژی بـــه نــــــــیـــــــــــــســـم
ا ســویـــلـې بـه کوم یــا د وم بــه د ســاقـــــې نـــیــــــمـګــړی جــــام

هـریـو شی چه ابـدې شې ، یــو افــــــت شــــې یــو عــذ ا ب شـــــې
بــس یــــو تـــا ســـــره مــــزه کـــــــــــــــــه د ا ا ذ ل ، ا بــــــــد ، د وا م

بـنــد ه نــوی رنــګ مـــحــل کــې نـوی نـوی جـانـــــــــــــان غـــواړې
بی بـان کې سره ګلـونـه ، تـوره شــپـه ، چـرا غــــــــــان غـــــــــواړی

تـل تــیـاره کښی دی ورکـیـږې، تـل رڼا کښـی هــم ورکــــــیــــــږې
دی بـچی د تــغـیـر دی ، یــو حالـت کـښـی نـه ټــــیــــنـــــګـــیــــږې

که دا ســتــا جـنـت لـه یــــــــوړه ، دا فــطــــــــــــرت او دا وجـــــــــود
یـــو څـــو ورځو کښې به سوځې ، پـه سرو سترګو بـــه ژړبـــــــږې

ای د لــــوئ فـضــل ما لــکه ، ما لــــه دا دنــــیـــــــــــــا جـــنــــت کـه
فارمـولــه یــې ده اســانـه ، د د ری تــوکــــــــــــــو نـــه جــــوړیـــــږې

لــکه ویــلـی مې دې سرکښې ، بـــس جـــانـــــــــان ځــوانــې او جام
چــــه زمــا لــیــونــی سـر پـــری کلــه کلـــــــه مــشـــغــو لـــــیــــــږې

او هــــغـــه بــــل د مرګ پـــس مــې مــلا جان پــسـی خیرات کــــــه
تــــش د حـورو پـــه خــو بـــونــو که د خــــوار ګـــذاره کــــــــــیـــږې

مالــه دلــتـه یــوه راکه غــونــــډه ، مــســتــه ، تـــــکــه ســـپــیــنـــه
مینه ناکه ، ســپــیــنـــه شــمــعه ، چـــه لــمـــــــبــې وهـې بــلـــیــږې

شــــــل رنـــګـــونـه ئې پـه نظرکښې ، شــــل مزاجـه پـه ځیګر کښې
دســـپــرلې هســی خــو یــو نــــه، کلـــه لــــمـــــر کـلــه اوریـــــــــــږې

یــو څرمــنــه کــــښــی د نــــنـــه ، یـــــــــــو حـــرم د جــیــنـــکـــــو وې
کلــه مــــســتــه او ســــر شــــاره ، کلــه غــلــۍ شـــــې شــــرمــیـــږې

او زمــــا د ی ســتــړی زړه کـــښـې شــل رنــګـونـه اور لمبه کـــړې
چـــــه دا اور هســی ســوزیــــږې ، د لــښــتــو هــســی ګـــډ یـــــږې

چـــه پـــه یــو بــی تــاب نــظــر مـې داســی مـسـت داسی نشه کړې
مــیــخـانــۍ ورتــه حــیــرانــۍ او ســاقــی ورتــــه پــــســخــیـــږې

دهــــغــــی زور بـــــــد ل کښــې مـــــالــــــه د لــتـــه یــــوه راکــــــــه
دابـــد ټـــــولـــــه ځـــوانـــی مــــې ، د څـو کـالــو مــشـــغــولا کـــه

که دانــه کئ ای جــانــانــه ، ســـــر بـــی حــوری دی ســنــبــال کـــه
نـه می هـغـلــتـــه پـــکار دې ، نــه مــی د لـتــه کښــی یـــا د یـــږې

غټی غټی ، ســپیـنې سپــیــنې ، چـه نـه سـوال نــه مـنــت غواړې
ارتــــی بــیــرتـی ، وږی سـتــرګـی ، پــه بـخــملو بـــه لــــغــړیــږې

ربّــــه ! ای جـــانـــانــــه ربـــهّ ! دغــه یـــو سوا ل خـــــو مــنـظـورکه

ګـنـــی لاړ غــنـــې د مــړ شــــو ، ورپـــــســـی ئــــــې ژبــی کــیــږې

دسيند دسپينو شگو نه مې جوړ کړو يو محل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

قالين مې په کې خور کړ دسرو پاڼو دگلاب

اوچت يې ديوالونه دسازونو درباب

بيا رنگ مې ورله ورکړ دخوبونو دشباب

هر گل مې ورله راوسته ماليار مې کړ بلبل

دۍ ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

نرگس مې په غيږ راوړ هم ميلمه مې کړ رامبيل

دڅاڅکو دشبنم نه مې ښيسته جوړ کړ اميل

نسيم په خندا راوړل زيړ گلونه دچامبيل

شراب مي ورله راوړل بيا داوښکو دبلبل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

رڼا مې دسپوږمۍ کړه دزهرا پستې غزلې

خندا ته دتمځرو ښکلې زرکې گډيدلې

دستورو مستې سترگې غلې غلې رپيدلې

رورو پرې مستي راغله خدايي اور يې کړ بل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

يوازې زه بادشاه ومه په سرمې تاج دغم

په خواکې مې دلبره وه موسکۍ سترگې پر نم

په غاړه يې اميل ښيسته دڅاڅکو دشبنم

ماشومه نازنينه پاکه ښکلې له گل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران کتل

 
لوستل شوی 16899 ځله Last modified on دوشنبه, 02 اسد 1396 22:43
دې ته ورته نورې ليکنې « حمید مومند ګل پاچا الفت »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي