فضل هادي فضلیار


ستا د هجران په سره تنور کې لا ژوندی دی کنه
دا څه بلا دی، دغه څه ډول زړګی دی کنه
د لوند اوربل څاڅکي یی ټول زما پر مخ وشیندل
بیا یې په ناز ویل چې پاڅه پیشنمی دی کنه
په مخ مې پروت "ګلابی خاپ" ته ولې سره او شنه شوې؟
دا خو د بل د شونډو نه دی، بیګانی دی کنه
اوس يې نو ولې څټې؟ تا خو به یو وخت کې ویل
مورې "هادی" خو د غومبسو کټوری دی کنه
ماته په ژوند کې ډېر دردونه دي همده راکړي
زما د زړه په مینځ کې ناست چې کوم سړی دی کنه
په فضلیار يې چې نظر پرېوت، حیرانه شوله
" دا خو پنځلس کاله پس هماغه شی دی کنه ''


فضل د خداى دى د ټوپک پر ځاى ګلاب غواړي اوس
چـا چې بـه كلــي ورانـول هغـوى كـتاب غــواړي اوس

وايـي زمـا مـــيـنـه بـه خــپل زړګـــي كـــې پـټـه سـاتې
دا ســــاده ګلــه رانـه لـــپه كــې دريـاب غـواړي اوس

چـې خــپل عـزت ، قــدر او پــت يـې پـه كـې ولـيـدلـو
پـه اروپا كې ګوره پـېـغـلې نور حـجـاب غـواړي اوس

اول يــې وېــل راځـه لــيـلام يــم پــه تــاوان يــم يــاره
د هـرې خـولې د هـرې غـېـږ رانه حساب غـواړي اوس

دده د لاســـه مــو د مـــړه نيـــكـه هـــډوكـي خــرڅ كـــړل
خدازده چې نور راڅخه څه شى انقلاب غواړي اوس

هغـه بـې عقـلـه چـې لـه تـانـه يـې ځــان ښـكلـى ګاڼـه
دادى راغـلـى دى، مـافـي هغـه ګلاب غــواړي اوس

نـــور دې د ســـتـرګـــو او بـڼـو پـه ژبــو نـــه پـوهــــيـږي
د فضـليـار زړه درنـه تـكه سـپين ځواب غواړي اوس

د مصطفى سالک پر ليکه
پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنـدګـي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده

د سـترګـو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـي
ددې وطــــن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زنـدګــــي ده

پښـــتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم بل څـه ورتـه وايـه
د چــا چــې بــې حـجــــرې او بـې اذانــه زنـدګـــي ده

چې يار يې وي ، کـوکـنار يې وي او رحم پر خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمــانـه زنـدګــي ده

بـې مـينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه او بـې روحـــه بـې وجـــدانـه زنـدګي ده

چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده

ســره له دې چــې ډکــه ده لـه رنـځــــه فضـليـاره
خـــو بيـا هــم ګـــوره مـينه څـه کامـرانـه زنـدګي ده



د ګلاب د ګل غـوټـۍ شــولـې کـه څنګـه؟
ايلــه اوس نـو د يـارۍ شـولـې کـه څـنګــه؟

پــولادي زړونـه پـه يـو نـظــر سـکاره کـړې
جـادوګـره بـنـګالـــــۍ شـــولې کـه څـنګــه؟

دا چـې تـل د پېغلـــــو مخکــې يـې روانـه
سـرلښکـره ابـدالـــــۍ شــولې کـه څـنګــه؟

پـه هــر چــا بـه لکـــــه واوره ورېـدلــې
خـو پـر مـا لکــه ږلـې شــولې کـه څـنګــه؟

څنګــه لاس پـر مـخ حــيرانـه ودرېـدلـې؟
پښـېمانه پـه خولګـــــۍ شولـې کـه څـنګــه؟

والله ډېـر زيات ځـورول دې اوس ياد کړي
نـوره لاړې کابـلـــــۍ شــولـې کــه څـنـګــه؟

سـتا دې مستـو حــرکاتـو کـړم بـې خــوده
ټـولـه جـوړه لـه مستۍ شـولې کـه څنګـه؟

فضلـيار تـه اوس غوسه او کنځل نه کړې
ګلـې! نـوره سکــــــنۍ شـولـې کـه څنګـه؟



کــه راغـلــې نـو دا سـتـا د سـتـرګــو ښــکار درتــه درښــيـم
پـر زړه بـه مــې تـر ټـولــو ســـتر پـرهـــار درتـه درښــيـم

لـه غــره راځـوړنـد رود بـه درنـه هــېـر کــړي کـه دې ولـيـد
ددغـــــې ګلالــــۍ جـــــيـنـۍ رفـــــتــار درتـــه درښـــــــيـم

شـربـت غـونـدې يـې غـړپ کـه اى د وخـت غـلام زلـمـيـه!
نـور څـه درســره ښـايـي خــو بــس زار درتــه درښـــــيـم

کـم عـقـل دى چـې هــــر څــه ورتــه وايــم نــه صــبـريـږي
دا زړه ، دا پـه اور ســوى ســــور انـګار درتــه درښـــيـم

عـجـــــبـه ده ، هـــر څـــه يــې د دوســـتـۍ پــه نـامـــه وکـــړل
وژنــــــې ، ورانـــونــــــــې او بــمــــــــبــار درتــه درښــــــيـم

تــوبــه ! دا عــزرائـيـل هـم عــجــيـبـه غــونـدې انـسـان دى
هــا پـاس خـو نـه، جــانــان د فـضـلـيـار درتــه درښــــيـم



د وخــــت نــادودو نـاکــــردو کــې بــه تــرکلـــه اوســــي
نـور بــه مـــې روح او جـــسد دواړه يــو تــر بـلــــه اوســـــي

ستا ټول غمـونه چې هـــر يو يې لکــه غـــره غـوندې دى
زما د زړه کــونج کـې ځـــائيږي بل ځـــاى څلـــه اوســي

تـر څـو چـې هــاغه پورې غــره کې خونخــور بـاز اوسېږي
د ســــــولـې شــــنـه کـــوتـره دې کلــي کــې کلـــه اوســـي

خــدايه! د هــر مـــين برخـــليک د هاغه باغ پـه څېر کړې
چــې د نـري چـــنـار تـر څـــنګ پـکـې شـــنـه ولـــه اوســـي

رب دې زمــونـږ د چــم پـر ښکلـــــو بـانـدې ورحـمـــيږي
د ښـــــکـلاګـانــو قـــــــاتــــــــلان بـيـــا ډلــــه ډلـــــه اوســـــي

تـه بـې وفـــا د فـضـلـيـار لــه زړه چـې لاړې نــو څـــه؟
هـاغـه ده هـــلـته پـر هـمـــاغــه ځـاى اوس بـلــه اوســـي



مـيـنـه، خـنـدا، ټـوكـه، ادا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
سـخـتـو حـالاتـو كـې دعـا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې

چې هم دې وژني او هم خوند پـه كې لـه ژونده ډېر وي
داسـې نـظـر داسـې مسـكا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې

غـروره! پـام كـوه چـې يـار درنـه خـوابـدى نـشـي
سـاه اخـيـسـتـل د زړه درزا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې

وخـتـه! دا څـو ښـكلـي بـې قـدره نـه كـړې پـام پـرې كـوه
داسـې پـښـتـو داسـې تـقـوا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې

سپوږمۍ په ( لـمـر) ډېر ظلـم مه كوه كه مړ شي ګوره
تـه بـه هـم خـواره شـې رڼـا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې



بس ټولې سيمې د زړګي مــې نور تر خولې ډکې دي
سـتا لـه يـادونـــــو ددې ښــــار واړه كـوڅـې ډکـې دي

چـې راځې نـه، تصـويـر دې مه رالـېږه څــه پرې كـوم
ستا تصويران خو څه لږ نـه دي ترې باغچې ډکې دي

ددغه چم لـه پـېغلـو جـونـو بـه څوك څـه ګيلـه كړي
چـــې يـې لــه زرو فـســادونـو نـه وړې ډکـــې دي

خـدايه ځنګلونه خو يې ورېبل اوس بل څــــه وايـي
چـې لـه الـمـاسـو ددې وران هـېواد درې ډکــې دي

دلـته د ورځې هم ډاډه څـــوک ګـرځېدلاى نـه شـــي
داسې خو نه ده چې له ډاره مـو صرف شـپـې ډکې دي

خـندا خو څه كړې اداګانې هم پر خپل ځاى پرېږده
والله د مــيـنـې لــه اثـره دې ګــيـلـــــې ډکــې دي

يـوه خـو نـه ده، دوه خـو نـه دي، درې څلور هم نه دي
د فضـلـيار لــه غـــزلـونـو كـــــتابـچـــــــــې ډکـــې دي


څــه ســاده خــلـک يـو چــې څــوک راتــه راوګــوري لــږ
مــونـږه ورمــنـډه کــړو لاســــونـه ورتــه دواړه ورکـــړو

مـونـږ اطــرافـيـان بــس پـه هــر چـا کـوو د خـپلــو ګـومـان
څـوک چـې راپـاڅــي تـالاشــۍ تـه مـونـږه غـاړه ورکــړو

دوى مــو پـه شــواړو واسـکـــټـونـو کـې بـمـان لــټـوي
مـونـږ ورتـه جـېـب نـه مـوټـي کـورت راواخـلـو واړه ورکـړو

مـونـږ سـاده خـلک پـه ټـګــۍ او بـرګــۍ نـه پـوهــېـږو
چې څـوک مـو خـوښ شي نو بـس زړونـه پـه ولاړه ورکـړو

د ســـر پـه بـيـه لــه خــپل حـــق نـه تـېـرېـدلاى نــشــو
دې تـه حـاضـر يـو چـې دوســتۍ کـې ورتـه دواړه ورکــړو


خپلواکـي مې د خپل قـام راڅخه غواړي
له غلـــيم نـه انتـقـــام راڅخـه غـواړي

باغي روح مې د بدن قفس کې تنګ دى
د وحـشت پـر ضـد قيام راڅخه غواړي

ننګ غـيرت مـې پېغـورونه راکوي تل
هغـه خـپل شهـيد امـام راڅخه غواړي

عجيبه ده چـې تقـوا پـه چـا کـې نـه وي
هغـه څنګـــه احــترام راڅخــه غـواړي

فضـليـاره مقـتول زړه سـره څـه وکـړم
د مسيح د خولې سـلام راڅخـه غواړي


كله ځان راڅخه ورك شي كله ورك شـمه پـه ځان كې
كلـه خـاورو كـې اوسـېږم كلـه سـتـرګــو د جـانـان كې

زمـا مـيـنـه او سـتـا كـبر د افـغـان او جـاپـان غوندې
يـو تر اوسـه لا رنځېږي ، بل اوسـېږي پـه اســمان كـې

ستا غمونه مې په زړه كې واه واه څومره ښه ښكارېږي
لـكـه تيته چـې رمـه شي پـه سـرسـبـزه بـيـابـان كـې

ددې وخـت دا نـاخــبـره مسـلـمـان چـې تـرې كــړيـږي
ددې هــرې يـوې ســتونـزې د حـل لار ده پـه قـران كـې

سپينو ستورو غـونـدې ټـول يـوه اسـمان كې سره اوسي
دا پښتون، تـاجك، اُزبـك چا كړل پيدا په يو افغان كې

مـنم دا چـې زمـا مـيـنـه دې پـه زړه كـې شـتـه خـو دومره
لكه پروت چې كوچنى ګل وي په ساحه دكهكشان كې

مـقتـديانـو! فضـليار غــريب يو څه وسواسي شوى
خير كه نـن يـې د بـل چـا نـامـه كـړه يـاده پـه اذان كـې

که راغلې نـو دا سـتـا د سـتـرګــو ښکار درتــه درښــيـم
پـر زړه بـه مــې تـر ټـولــو ســـتر پرهار درتـه درښــيـم

لـه غــره راځـوړنـد رود بـه درنـه هــېـر کــړي کـه دې ولـيـد
ددغـــــې ګلالــــۍ جـــــيـنـۍ رفـــــتــار درتـــه درښـــــــيـم

شـربـت غـونـدې يـې غـړپ کـه اى د وخـت غـلام زلـمـيـه!
نـور څـه درســره ښـايـي خــو بــس زار درتــه درښـــــيـم

کـم عـقـل دى چـې هــــر څــه ورتــه وايــم نــه صــبـريـږي
دا زړه ، دا پـه اور ســوى ســــور انګار درتــه درښـــيـم

عـجـــــبـه ده ، هـــر څـــه يــې د دوستۍ پــه نـامـــه وکـــړل
وژنــــــې ، ورانـــونــــــــې او بمبار درتــه درښــــــيـم


تــوبــه ! دا عزرائيل هـم عــجــيـبـه غــونـدې انـسـان دى
هــا پـاس خـو نـه، جــانــان د فضليار درتــه درښــــيـم

څــه ساده خــلـک يـو چــې څــوک راتــه راوګــوري لــږ
مــونـږه ورمــنـډه کــړو لاســــونـه ورتــه دواړه ورکـــړو

مـونـږ اطرافيان بــس پـه هــر چـا کـوو د خـپلــو ګـومـان
څـوک چـې راپـاڅــي تـالاشــۍ تـه مـونـږه غـاړه ورکــړو

دوى مــو پـه شــواړو واسکټونو کـې بـمـان لــټـوي
مـونـږ ورتـه جـېـب نـه مـوټـي کورت راواخـلـو واړه ورکـړو

مـونـږ سـاده خـلک پـه ټـګــۍ او بـرګــۍ نـه پـوهــېـږو
چې څـوک مـو خـوښ شي نو بـس زړونـه پـه ولاړه ورکـړو

د ســـر پـه بـيـه لــه خــپل حـــق نـه تـېـرېـدلاى نــشــو
دې تـه حـاضـر يـو چـې دوســتۍ کـې ورتـه دواړه ورکــړو

پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنده ګي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده

د ســتـرګــو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـــي
ددې وطن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زندګي ده

پښتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم بل څـه ورتـه وايـه
د چــا چــې بــې حجرې او بـې اذانه زنـدګـــي ده

چې يار يې وي ، کوکنار يې وي او رحم پر خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمانه زنـدګــي ده

بـې مينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه او بـې روحه بـې وجدانـه زنـدګي ده

چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده

ســره له دې چــې ډکــه ده لـه رنـځــــه فضلياره
خـــو بيـا هــم ګـــوره مـينه څـه کامـرانـه زنـدګي ده

ښـه يـې سپک لکـه د خلـي کـه جانانه
رقــــيـبـان مــې غلــي غلــي کــه جانانه

دا ســپېرو ســپېرو وخـتـونو پـسې راشه
پسـرلـي غـونـدې يـې ښـکلـي کـه جـانانه

ستا پيکي ته زما زړه خـداى پيدا کړى
ســـيخکي تـرېـنـه راکـــــولي کــه جــانانه

خـير د زړه لـه يـو څـه ويـنـو څخه تـېـر شـه
يـــوه ســمــــه غــــــــزل ولـيـکـــه جـــانـانـه

فضليار د خپلـــو بـدو بخښلـه غـواړي
تـړمـې اوښکــي يـې قـبـولــي کـه جـانـانـه

لوستل شوی 9025 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 20:10

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي