فاروق فردا

فاروق فردا


ځمکې د واورې تر بخمل لاندې ویده پرته ده
توتکۍ زېری د سپرلي یې په مښوکو ګرزي ځای نلري چېرته کینې؟
دونوڅانګو باندې اوس هم لا د واورو پاغوندې ناستې دي.

دشمال ږمنځ

څانګې مې ولیدلې
چې ګرزولو یې پر زلفو باندې
دپسرلو شمال د ګوتو ږمنځ
سږکال به سیوری د شنو پاڼو له شا
وړانګو دلمر ته سترګکونه وکړي.

باده
له کومې لورې ته راوالوتلې
چې زموږ دزړونو د ډیوو سا ټولوې لپو کې
دسا پر ستوني باندې
-دغټو شمعوـ ته دپښو د ایښودلو پر ځای
ایا تعبیر ددې کېدلای نشې
چې یوې کوچنۍ شمعې ته سا وبښې؟

بلاربې هیلې

ستا په لاسونو کې دا څه دي چې درګرده ورانوې پرې زموږ د زړونوکلي؟
ګوره چپه به دې نیولی وي راسته یې کړه چې
د ورانولو پر ځای
ګوندې د زړو د آبادۍ هیلې مو بلاربې شې د خدای له نوره.

ناوې دخداې د نور له وړانګې

رڼې دخدای دنور په وړانګې شولې سترګې زموږ
چا وې چې ناوې به شي
او زېږوي به وچو شاړو کې زرغون فصلونه
خو چېرته زړه یې د تیارو د پلخمان په کاڼي و لګېده
او پر اوږو یې جنازه د بکارت کېښوده بېرته ولاړه


دوینو رنګ

لکه د ژرندې تیګي ،
هره ورځ ګرزي پر سرونو زموَږ
کیسې د اور او هم کیسې د وینو
څومره دي ډ ېري تويي شوي ویني.
هریوه دلته وینه وینه وايي
خو هيچا ونه ویل:
دچا دي توري؟ د چا سپيني ویني؟.

وینه
زموږ په وینو کې خدای څه ګډ کړي؟ خدای پوهېږي
چې ورته تږي د دنیا خلک دي
څومره چې څښي، هغومره نور هم غواړي.
هغوی مړېږي نه او
چينه ددوی د وینو نه وچېږي.
په فلسفې ددې پوه نه شومه چې:
دا څه بلا ؟ ها څه بلا خلک دي؟

دوینو تږي

دا څه خلک دي؟ چې وینو ته دي تږي
خپلي ویني څښي، یا ستا، یا که زما دي
دسرو وینو دجامونو تږي وايي:
د انګورو ویني نه دي چې یې څښل په چا حرام وي
دا دنورو مفتي ویني دي روا دي.

سورتاریخ
دوخت له مخ وسترګو اوري دباران غوندې چې،
څوک وایي بل څه دي دا ویني ندي
خو دتاریخ دکاغذ پاڼه زموږ
ان له اوله سره ده
ځکه نن هم مو دلمرونو وړانګې سپیني ندي.


زېری

د وږمو دزلفو عطرو زېری راوړ
پسرلي را روان کړی خپل کاروان دی
زموږ دهیلو شاړ فصلونه به بیا شنه شي
دوخت پېغلو به دشنو سندرو ډنګ ته
آچوي به اتڼونه او ګډېږي
ژمي هم ګډه تړلې او روان دی.

زه او ته
ما وې چې ستا سترګې به شم، ځو چې مې ځان وګورم
څومره چې نږدې شوم درته
هومره ځان شو ورک را نه
«زه»چې تر څو «ته » نشم
او «ته»په ما کې «زه» نشې
زه به خپل ځان نه ګورم،زه به جهان نه ګورم.

خوب
دژمي خوب یې پوره کېږې نه چې هر څه وکړم
زما په سترګو زما په زړه ورېږې
باڼه مې ستا درڼا څاڅکي ټولوي لپو کې
ته پرې شېبې شېبې ورېږې
څومره ښه ورېږې.

ستړی

ووایه بڼو ته دې
چې سترګې رانه واړوي پېرې دې راته نه کوي
خوب یم ستا په سترګو غواړم پرېوزم
وامې خله دمه مې شه او خپل مې کړه پخپل ځان کې
څو چې ستا د مينې د ستړیا له غره راکېوزم.

دمچکو ستوري

که دې سترګې پټي هم وي
نو باڼه خو دې ما څاري
ما وې ږدم په رڼا ورڅ به، ستا پر مخ د مچو ستوري
خو د حسن تر اسمانه دې لا اوس هم
لړې لړې تورې تورې ورېځي ښکاري.

کیسې
ستا د خندا لمنه تاوه شوه را تاوه شوله
ما پکې ولوستلې
زما وستا د بېګاني او هغو نوروګناهو د ثوابونو کيسې
دیوه شنه پسرلي زېری پکې هم ښکارېده
اوزما وستا د شوګيرو د مزلونو منزلونو کیسې.
تله - مسکو


زموږ د کلي د ويالې اوبو ته،
د سپوږمۍ رنګ ورکوی
لمونځ کوونکي اوداسه له پاره
اوبو ته لاس نه وروړي.
وايې چې دلته نقره يې پېغلو ځانونه مينځې
که چېرې لاس وروړو ترورې به شي
موږ به لمونځونه قضايې ادا کړو.
د وړانګو خم
لمر مې وليده چې
د وړانګو خم يې پر شا
او راروان و زموږ د هيلو جل وهلي بڼ ته
چا وې مړژواند ګلونه
چې تر دې دمه پورې
د تندې فصل يې د اوښکو په غونډارو ويشتل
د سپينو وړانګو په جامونو به خمار ماتوي؟
خو نا څاپي د شپې استازی زموږ غوږونو کې را و څڅاوه
چې بوړبوکو لمر يې بې لارو ته کړ
وايې چې پښو کې يې اغزی تلی دی.
خندا
ستورو جوړ کړی د خنداوو بنډار
خندا مې لاړه د سپوږمۍ د سيوري لاندې
ګڼه ستوری به شي
او يو څو جامه خندا،
له چانه پور واخلي.
د حسن پر ګپاڼو
د شپې مې ونه ليدې
خو دسپېدو له غوړېدلو سره
ستا د ښکلا پر سرو ګلپاڼو
ما انځور د خپلو سترګو وليد
څو چې غوښتل مې پر پستو شونډو دې وشيندم
د مچو تخم
له ورايه لمر
زما د مينې کروندې ته په سترګکو راغی.
مسکو

اوه،
څومره ښايسته يې پېغلې؟
خدای دې نظره مكړه
زلفې دې شنې
سترګې دې شنې
والۍ دې شنې
شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى

اوه
څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!
زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.
پوهېږې؟زموږ كلي كې
لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته
ولې سپېرې سپېرې دي
ونې سپېرې
دېرې سپېرې سپېرې دي
ژبى سپېرې دي زموږ
سپېرې خبرې كوو
سترګې سپېرې دي زموږ
يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو .
ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟
- نوم مې؟
زه دسپرلى پېغله يم
هركال راځم
پردې ښارونو او پر كليو ګرځم
پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم .
- د پسرلى پېغله ده !!!!!
د پ
س
ر
ل
ي.
(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته
زموږه ميندې زړې شوي ندي
خو تور ټيکري له سره نه بدلوي .
دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم
زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې
موږ د رنګوو سين کې،
لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي
ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې
زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو
د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي .
د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې
شنه دسمالونو کې تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه
پېغلې د کلي د ويالې غاړه کې بيا نه مومي
او په پلو کې دمنګي تر لاندې
د مور له سترګونه يې نه پټوي .
که چېرې دا راشي زموږ کلي ته ....)

يه شنې لمنې پېغلې !
تا ته لمنه در وړم
ستا له لمنې نيسم
تازده والله ووايه
زموږ دكلي خواته كله راځى؟

ما چېرې واړولو
زه چېرې واوښتمه
کلی خو داسې نه وه
نورو کلونو کې یوازې د دې کلي د توتانو پاڼې زېړې به شوې
خو سږکال ټول کلی ژېړ شوی رژېدلی ښکاري

خداې چې مې لار کې دمه نده کړې
د اوږدې لارې د شپو ورځود اوږدو لنډو لمونځونو وخت مې هم په مزلونو تېر کړ
ما وې چې یو ځای کلیوالو سره،
راټولم به قضایي لمونځونه

نا وخته شوې نده،
په دغه لوی کلي کې
خلک ښکته پورته کېږي خو نه.
دوی نو له چانه مرور دي چې کورونه یې تش کړي او بهروتلي؟
ولې کورونه نړېدلي او باغونه سپېره شوي دي ټول؟
دکلیوالو ویالې چا دي وچې کړي زما،
چې د اوبو د جل وهلیو ټکو ټکو پسې
دي غزولي جل وهلي ژبې.
له کومه وخته درېدلې دي په ټپه دشنو وینو شېبې
چې ددې کلي د فصلونو په رګونو سا نه خوځېږي؟

نه نه !
کلی بې خلک ندی
زه یې د ړنګو کلاګانو د کورو لوګي وهلیو دروازو نه ګونګوسې آورمه.
وینم جومات سره ګاونډ دهغه کور دبام مورۍ نه د لوګیو پاغوندې دونو څانګو نه خپل ځان ځاروي.
شاید چې نن په هغه کور کې د ملا د ډودۍ وار وي که څه؟
که ملا وي ، و لې ونه نازول
زما غوږونه د آذان ټیکیو؟

نورو کلو کې زما زېرۍ توتکۍ راوړله
او کلیوالو ورته
زما دزېري په بدل د دیوالو نواو برجونو په سورویو کې کورګی ورکول
او یا دونو له شنو څانګو منجیلی وهلې.
او توتکۍ ځانته دټولو کلیوالو په شان
کوراو کهول جوړول.

اوه! توتکۍ راغله راغله
توتکۍ راغله راغله
هۍ هۍ توتکۍ هغه ده نژدې شوه راته
اوس به کورونو باندې زېرۍ کوي
وایي به زېری
زېری
خلکو له مانه دلته مخکې پسرلی راغلی.
زما دنوم په آورېدلو به پرشونډو موسکا وغوړېږي
کوڅې په وموسېږي
څانګو غوټیو ته سینه خلاصه کړي
بیا به دونو او دبوټو دخنداوو د کړسونو بارانونه وشي.
ولې به وبهېږي
اوداوبو جامونه وڅڅوي
دکلیوالو د مړژوانده فصل
پر جل وهلي ژبې.

پېغلې په شنو او سرو لمنو کې به ووځي له کورونودپولیو د شرنګاوو هنګامه جوړه کړي
منګي پر سر منګي په غېږه د ګودر لاره کې
دمازیګر د ژېړي لمر تاوده مچکو نه به مخ په پلو نه پټوي.
او د ګودر پرغاړې
دپسرلي د شنو شیبو دهرکليودمستیو تندې
دخپلو لېچود بنګړو په ترانو ماتوي
ځوانان دکلي،
دساتنې په پلمه د کروندو، د پېغلو لارې څاري.

توتکۍ ستړې مشې
ګوره چې سږکال زه له تانه دلته مخکې راغلم
زرشه ورځه خلکو ته زېری ورکړه
چې د کنګلو په هیندارو کې سپرلي ته هر کلی ووایي
څانګوته زېری شه چې ژر به ګلغوټیو ته سینې پرانيزي.

- چاته به زېری ورکړم؟
- د څه شي زېری ورکړم؟
وګوره هلته د ګاونډ کلا دلوړ دېوال سورۍ کې مې کوډله وه،بچي زما سندرې پېلې
چې پرې ناڅاپه یوڅه ولوېد دکلا برجونه ړنګه بنګه ونړېدل
ما نور د خپلو بې بڼکو بچو نښې چېرې ونه ليدې.
زړه ته مې وګوره پرهر دی او څڅېږي ورنه
زما د ژوند دټپي شویو شېبو څاڅکي څاڅکي.
غواړې چې ته ورباندی ودوړوې نورې مالګې؟

هغه ده وګوره ها چټه پېغله
چې به کیسو ته د مستۍ یې د ځوانانو خولې اوبه کولې
ځه ورنه وپوښته سپرلیه ا و ځواب یې واوره.

- پېغلې سلام!
زه پسرلی یم تاته شین شال ما سوغات راوړی
واخله کنه؟
- نه نه
- له موږ نه هېر دي د سپرلو دشنو شېبو بویونه
له موږه هېرې شولې
هغه مستۍ چې مو کولې له خورلنډو سره
دګودرونو او ویالو غاړو کې.
موږ سپرلي هېر کړی
او دځنګلونو دشنو څانګو د چڼچڼو«غچغچونه» مو په خدای سپارلي.
لاړشه دکلي شاته
وګوره څومره پلنه شوې هدیره د کلیوالو زموږ
ورځه دا شین شال دې کړه څیرې څیرې
او دځوانانو د قبرونو دشناختونو په خادو پورې یې وځړوه - ځه سپرلیه -
چې دلته بورې مېندې
دوچو شونډو پر پتریو خندا نه ماتوي
تورو ټیکریو لاندې
دکلي کونډې ستا سترګکو ته سلام نه کوي.
زموږ د پېغلو دغه مست تیونه
دخپلو ورونو جنازو پسې په ځمکو موښل شوي دي مستي نور ورته پاتې نده.
ماشومانه یتیمې سترګې په دې کلي کې دادا، دادا غږونه کوي.

هو! هو!
دغه کوچنی هلک زه پېژنمه
چې لا پروسږ یې په پښو کې څپلې نه درلودې
او سپرلني مېلو کې
خپلو همزولو سره یو ځای یې هګۍ جنګول
- دلته راشه
پېژنې مې؟
زه پسرلی یم
ستا همزولي څه شول؟
چېرې هګۍ جنګوۍ؟

- همزولي نشته
څه په لر او څه په بر خواره واره شول څوک را پاتې ندی.
هګۍ هم نشته چې یې وجنګوم.
مور راته ویلې سږ به چرګه پر هګو کینوو
هګۍ چورګوړي به شي
بیا به شي چرګې او سپرلي ته به هګۍ اچوي
خو څه پرې راغله ناڅاپي
مور او هګۍ او چرګې ټول یې داسې والوزاوه
چې موږ بیا ونه لیده مور مو څه شوه؟
خورکۍ مې هره شېبه ژاړي او ادې لټوي
او په ژړا ژړا کې
ادې ادې نارې وهي او ځي د خوب غېږه کې ځان پټوي.
دخور سلګۍ مې تیندکونه وهي
خپه ادې لټوي
خو ادې لاړه !
چېرې لاړه ؟
بیا را ونه ګرزېده.

۱۳۷۶

لوستل شوی 8083 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 15:04
دې ته ورته نورې ليکنې « ف. بری امرالدین سرحد »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي