اجمل خټک

اجمل خټک

 

د وخت په چيغه د جرګو او د مورچو قیصې دي
موږ کښی لا هاغسي د خپلو او پردو قیصې دي
که د ګل خواکښي د ازغو تیرې تیرې قیصې دي
زخمي بلبل هم د وږمو نغمې نغمې قیصې دي
د یار نوم واخلی د راتلو خبره یې تاو را تاو کړی
د رویبارانو خولو کښي دا رنګي ړندې قیصې دي
ځنګل کښی منډي، په ګودر چکري، در کښي ګدا
ستا د دیدن د لیونتوب څومره خوږې قیصې دي
دا چي دستا د لوري باد مشک و عنبر را پاشي
خو ستا کمڅۍ وايي چي لا ډیري اوږدې قیصې دي
څاروانه ته دي قافله ګورې په خیال لیږدوه
په لویه لاره کښی پیدا ډیري کږې قیصې دي
ستا اشارې ما هڅوي د قربانۍ ډګر ته
دا راته وایه که څه نوي که زړې قیصې دي
ستا د جبین په رڼا ګانو خو شک نه شي کیدای
ولي د وخت په توره شپه کښي لا تیارې قیصې دي
خټک تر مرګه پوري ستا لاري ته بیا بیا کتل
ته به راغلې وای خو لاره کښي کږې قیصې دي

چي تیارې یې د کاکل لیکلای نه شم
تش په تور مار خو غزل لیکلای نه شم
ښایست، مینه او وفا زما مضمون دی
قصیدې د چا د غل لیکلای نه شم
د غیرت چیغه چي زما د قلم پت دی
فن د غیرو د تکل لیکلای نه شم
جام د وینو د لیلی په در کښي ستایم
صفتونه د محمل لیکلای نه شم
ما د ژوند قصه د وخت په اوږو بارکا
افسانې د چل او ول لیکلای نه شم
د منزل ډیوه مي بله ده په وینو
کږلیچونه د مزل لیکلای نه شم
د جانان د پاکي میني په کتاب کښي
د سپیره رقیب عمل لیکلای نه شم
سپین رخسار او سورکو شونډو ته می پریږدی
که تیارې د تور اوربل لیکلای نه شم
ستا په ناز او په ادا مي قلم مات ښه
چي دردونه د اجمل لیکلای نه شم.

وخت په چیغو چیغو وايي اې پښتنو! څه کوی؟
ژوند ته مو ژړا کوی که ځان پوري خندا کوی؟
خپل غم به کوی که د پردو مخکښي ګډا کوی؟
اي پښتنو ! څه کوی؟
دلته درته یو په سینه کښیناستو وهي مو
هلته درته بل راغلو بلا شو هضموي مو
یو درته لیلی لیلی کوي او ورکوي مو
بل درته الله الله کوي او خرڅوي مو
غیرو خو ټوټې ټوټې کړی کور مو دا دی وران دی
خپلو ډلي ډلي کړی وطن نه دی دکان دی
نه د پښتو پاتې شوی نه دین شو نه دنیا شوه
اې پښتنو څه کوی؟
زوړ مړی مو بې کفنه پروت دی راته سخا
دغه ده راځي نوې بلا توره بلا
مونږ په کور کښي نښتي په زما زما زما
لاړ هر څه به بایلو که وطن دی که حیا
اې پښتنو څه کوی؟
هسي نه چي شین اسمان خو وي سپینه پښتو نه وي
هسي نه ادم، رباب ګودر وي خو درخو نه وي
هسي نه چي توره قلم وي خو خوشحال خان نه وي
هسي نه هیواد وي څوک احمد او میرویس خان نه وي
هسي نه چي ګرم سیاست وي باچاخان نه وي
هسي نه چي منډي ډیري وي خو صمد خان نه وي
هسي نه جنډه وي، قوم وي، خونه وي، اختیار نه وي
هسي نه چي ډکي ګیډي وي د سر دستار نه وي
هسي نه چي غوړي څڼي وي خو لوپټه نه وي
هسي نه چي توري سترګي وي جګه شمله نه وي
ما خو خپل زخمونه دې غمونو کي تللی دي
ما خو پښتنو ته د جرګې لاري نیولي دي
اې پښتنو څه کوی؟

 


جوړه غلبله ده په څلور كنجه دنيا ربه
هر خوا د غرض توره راويستې ده هر چا ربه
څوك به درنه هغه غواړي، څوك به درنه دا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
دا د هسكو غرونو په جولۍ كې د ښكلا وطن
دا ګل ګل، مېوه مېوه، جنت جنت زما وطن
دا زما د وينې مينې جوړ د سرو لعلونو كور
دا د مېړنو پښتنو لوى د نعمتونو كور
دا چې د تخليق وېش كې راكړى راله تا دى
دا چې بس زما دى بس زما دى بس زما دى
دا چې نه د ده، نه د هغه نه د بل چا دى
لر دى او كه بر دى د تاريخ د لوى بابا دى
زه په پلار نيكه سوچه پښتون يم بدلېداى نشم
سر كه مې ګوزار شي له ناموسه تېرېداى نشم
ولې دې خراب شي زما دين زما دنيا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
كله د غازي بابا پګړۍ زه هېرولاى شم
كله مې دنيا بي بي پړونى خرڅولاى شم
كله د شهيد له وينې سترګې پټولاى شم
كله خپله پېغله شين خالۍ پردۍ كولاى شم
كله زه پښتون خپله پښتو خرابولاى شم
كله ګلالى زلمى پردو ته ګډولاى شم
ولې دې زما حجره، جمات په بم ډېران شي
ولې د خندا دې زما ننګ زما ايمان شي
ولې دې پيسه زما پښتو زما غېرت واخلي
ولې دې زردار زما تاريخ زما ثقافت واخلي
ولې دې زما د سر سودا څوك غلچكى وكړي
ولې دې خاني زما په كور كلي پردى وكړي
نه منمه پلار دغه لار دغه چاچا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه
زه به د اپښتون مې د انسان د مينې رود كړم
زه به دا وطن د دې دنيا د امن كور كړم
زه به پښتونخوا يو نمونه د شرافت كړم
دا خپله پښتو به هم عزت كړم هم قوت كړم
دغه نن د شر فساد ميدان به مينه مينه كړم
زه به دا جنګونه سوې خاوره بيا رنګينه كړم
دا چې شازلمي مو ګوره ورك شي په خوارو پسې
دوى به كړم مشغول پخپل هيواد كې خوشحالو پسې
دا چې پېغلتوب د جونو اوسوځي بېلتون كې
را به شي سپرلى د خوشحالو د دوى ژوندون كې
ز به لر او بر د خوشحال خان د ننګ ټبر كړمه
زه به د رحمان په مصرعو هر څه معطر كړمه
دا ټول ارمانونه مې رښتيا كړې په رښتيا ربه
ما ته زماخپله خپله خپله پښتونخوا ربه

راوالـــوځـــــه ګــــډا شه د خیبـــــرد لـوړه سره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره
د مینــــې فضـــا جـــــــوړه کا د امــن پیغـامبره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

دا خـــونه د تاريـــخ ده د پښتــــــواود ايمــــــان
دښمــــــــن يې راته سيـــزي د بمــونو په باران
دا ظلــم اپوټه کا د جنــــګونو لـــــه سنـــــــګره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

نن وخــــوره چورلکــــونه زما وينه مستــانه کا
خبرمې په میـــــړانه دامغــــــروره زمـانــــه کا
د ننــــګ چغــــه پیدا کا د نــرانـــولـــه ډګـــــره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

دا خپل مستــــانه قوم دخپل ښاېست په تمـاشه کا
دې وينـه کښې، دې مينه کښې پیدا نوې جذبه کا
دا شــــراؤ فســــاد ورک کا له هیــواده سراسره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

يو داسې امن غـواړم چې زما د خاورې پت وي
د بم اوډالـــرنه وي د ايمــــان اؤ د غیـــرت وي
په خپــــله فیصـــــله شي د محــراب نه ترټغـره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

سپرلي د جنت راشي دې جنــګونو سوي کورته
ملي زندګي راوړي دغه خـــاورې دغـــه لورته
ژوندون شي مينـــه مينـــه دلتــه کـوزه هلته بره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

خپل حسن زما ننــــګ راته يو نــــوې فیصله کا
د وخت د شين اسمان په پلوشوکښې موجرګه کا
خټـــــک ته زېري راوړه د وطـن دسپين سحره
واه واه سپـیـــنـــه کــــونتــــره

لوستل شوی 14243 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 20:20
دې ته ورته نورې ليکنې « ملنګ جان امیر حمزه بابا »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي